#Article 1: پېښليک (128 words)


تاريخ، چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وگړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزوو او بشري پوهنو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل تاريخ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر ريار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي.

د اکثرو سيمو تاريخ په دې ډول وېشلی شو :




#Article 2: چاپېريالپوهنه (211 words)


چاپېريال پوهنه چې په انگريزي ژبه يې ايکالوژي يا Ecology بولي، د ژواکپوهنې يا بيالوژي يوه څانگه ده چې په دې کې د ژوندييو (جاندارانو) او د هغوی د چاپېريال تر مېنځ اړيکې، او تر لويې کچې د هغوی په چاپېريال کې بېلابېل بدلونونه څېړل کېږي. چاپېريال پوهنه او د چاپېريال ساتنه په افغانستان کې يو خورا نوی علم دی چې له بده مرغه تر اوسه پورې دغې موضوع ته هومره پاملرنه چې بويه نه ده اړول شوې.
خو بنسټيزه مفکره يې ډېره ساده ده، کوم چاپېريال يا محيط چې موږ په کې اوسېږو بايد هغسې وساتل شي لکه څنگه چې يې د زېږېدنې پر مهال مومو.
دغه سکالو په پرمختللو هېوادونو کې لا اړينه ده ځکه چې د صنعتي پرمختگ او نوي پېر د راپيلېدو راهيسې د ژوند چاپېريال ته د فابريکو او د موټرانو د دود، ککړنې او چټلۍ له امله ډېر زيان رسېدلی دی.
په افغانستان کې هم د جنگ او جگړې پر مهال د افغانستان چاپېريال ته زښت تاوانونه ورپه برخه شوې، له يوې خوا د وسلو او چاودېدونکو توکو د کارونې په پايله کې او له بلې خوا د ونو د وهلو او د لرگيو د قچاق په خاطر.

د چاپېريال مهمې برخې په دې ډول دي:

اوبه

هوا

بوټي، لکه ونې او نور نباتات
غرونه




#Article 3: برېښنا (157 words)


برېښنا د شلمې پېړۍ او نوي پېر يوه لاسته راوړنه ده چې د طبعي علومو په کتار کې خصوصاً د فيزيک په لمنه کې څېړل کېږي. البته د طبعيت د يوې پنځېدنې او غنيمت په حيث يې تل شتوالی درلود. خو د انسانانو لخوا دغه ساحه د اټکل له مخې د دوو پېړيو راهيسې شنل شوې. برېښنا د الکترونونو په مرسته منځ ته راځي کله چې دغه کوچني واحدونه خوځېږي. دغه خوځښت اکثره وخت د يو سيم په مرسته يوې خوا ته متوجه وي. خو په اوبو کې هم برېښنا د ايونونو په مرسته خپرېدلی شي. د درېمې نړۍ په هېوادونو کې لکه افغانستان کې برېښنا لا د هر چا د استعفادی وړ نه ده گرځېدلې په داسې حال کې چې په پرمختللي غربي نړۍ هر څوک د دغې نعمت څخه برخه مند دی.  د امريکا يو پخوانی ولسمشر بنجامين فرېنکلين يو له هغو تاريخي شخصيتونو څخه دی چې د برېښنا وړتيا او څرنگوالی يې څېړلی دی.




#Article 4: افغانستان (4108 words)


افغانستان (پښتو / پارسی: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياديږي، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د ډيورند کرښه فرضی پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره گډې پولې لري.

د افغانستان اسلامي جمهوريت ډيورند کرښه نه مني پښتونخوا د افغانستان خاوره ده.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کولتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې 

يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالي{١٧٢٣-١٧٧٣} خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او يوه خپلواکه پاچايي يې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچايي په دغه نوم ياده شوې، خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمي شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه يادېده. ( يادونه:افغانستان هېڅ مهال د خراسان په نامه نه دى ياد شوى ، بلكې هغه مهال ، چې خراسان د افغانستان يوه برخه وه، هماغه برخه د خراسان په نامه يادېده ، نه ټول افغانستان . په دې اړه اړينه ده ، چې ځينې نوي كتابونه كتل شي ) .

افغانستان يو بې جوړې منځنۍ-مرکزي سيمه ده چېرته چې اېروآسيايي تمدنونو د يو بل سره معاملې کړي او ډېر ځله يې د يو بل سره جنگونه کړي او د ډېر پخوا نه د تاريخ يو مهم ځای پاتې شوی. د تاريخ په بهير کې دغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوې چې پدغو کې آريايان، لرغوني ايرانيان، هندوآريايان، مېډز، پارسيوانان، يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغول، ترکانو، انگرېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امريکايان هم شامل دي. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوي چې دا سيمه دې په بشپړه توگه د يوه توکم د واک لاندې راغلې وي. ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د افغانستان وطني وگړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سيمې د لاس لاندې کړي او خپله پاچايي يې جوړه کړې.داسې وييل کېږي چې د عيسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپايي ژبې د کورنۍ خلکو چې آريايان نومېدل، اوسيني افغانستان ته مخه کړه او په همدې سيمه کې مېشت شول، او د يوه ملت بنسټ يې کېښود چې د Aryānām Xšaθra يا Airyānem Vāejah په نوم يادېده، او ددې نوم مانا د آريايانو خاوره، ده. 
داسې هم ويل شوي چې د زردشتي دين په افغانستان کې د عيسی (ع) د راتگ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سيمه کې زېږېدلی وي. لرغونې ژبه اوېستايي هم په همدې وختونو کې ددې سيمه ژبه وه. په همدې توگه ويل کېږي چې د لرغوني هندو-آريايي ويدي تمدن هم ددغه هېواد له ختيځو سيمو سرچينه اخيستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پايلو اړتيا ليدل کېږي. د ۶مې مخ زېږيزې پېړۍ په منځ کې د فارس امپراتورۍ د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آريانا امپراتوري يې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږيز کالونو کې د مقدونيې سکندر دا سيمه ونيوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنيسټيک واکمن رياستونه د سلوکيانو او باختريانو له خوا د سيمې واک چلېده، په همدې توگه د هندوستان ماوريانو د سوېل-ختيځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختري واک بېرته پرسيمه خپله واگۍ ټينگوله د هندوستان ماوريانو دې سيمې ته د بودهيزم دين ورپېژندلی وه.

د تاريخ له نظره په افغانستان کې سياست د واک ترلاسه کولو يوې لوبې په څېر، د خونړيو کودتاگانو او د بې ثباته اقتدار يوه ښه بېلگه پاتې شوې.

د اداري وېش له مخې افغانستان په ٣٤ ولايتونو وېشل شوی او بيا وروسته همدا ولايتونه په ولسواليو وېشل شوي. 
 
د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سهېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. 
د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي.
د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي.
لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي.
افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. 
لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى.

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.

د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي.

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: 
هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

افغانستان يو ډېر غريب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غريبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي. د افغانستان د وگړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې يې تر ۲ امريکايي ډالرو لږو پيسو باندې په يوه ورځ کې خپل ژوند تېروي. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د يرغل، د کورنيو جگړو د پيل په اوسمهال کې د سياسي ربړو په پايله کې خورا زيانمن شوی. ددغو ناورينونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبيعي بدمرغيو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړي.

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي.
لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري.
د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو.
د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او گرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ.
لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود.

په توکمیزه توگه افغانان په پښتنو، تاجکو، ھزارہ، ایماق، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، گوجر، پامیري، نورستاني، پشه يي، براھوی او داسې نور شامل دي.

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو گړدودونو خبرې اترې كېږي. يو فرانسوي ختيځپېژندونكي ژبپوهاند (benveniste خپله نظريه داسې څرگندوي چې د گاونډيو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغيزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاريخ او محلي مشخصاتو په محوه كولو كې يې هېڅ ډول اغيزه نده كړې، خو په يقيني ډول ددېغې كولتورونو يو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې يو ډول پېچلتيا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهميت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغي ژبې د ويونكيو په شمېر پورې اړه لري د مثال په توگه په پښتو او دري ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سيمو كې خبرې اترې كېږي او تقريبا د ټول افغانستان خلك وربآندې پوهېږي. په داسې حال كې چې په اورمړي يا روشني ژبه باندې په څو محدودو كليو او بانډو كې خبرې اترې كېږي. چې پښتو او دري ژبې د افغانستان د ادبي ژبو منل شوي دي نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راگرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعميم د حكومت موخه ده.

له دیني اړخه افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى.

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۱۵) شعيه او اسماعيليه، يو (۱) سلنه هندوان او سکان  او برهمن ياد شوي.

د ۲۰۰۳ زېږيز کال په پسرلي کې دا څرگنده شوه چې د افغانستان د ۷۰۰۰ ښوونځيو څخه نژدې ۳۰٪ ښوونځي په بشپړ توگه د کورنيو جگړو په پايله کې ړنگ شوي. ۱،۵٪ ښوونځي په پاکو اوبو سمبال دي او له ۴۰٪ نه لږ شمېر داسې ښوونځي دي چې څه نا څه د ناروغيو د نه خپرېدو لپاره وړ ځايونه گڼل کېږي. د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هلکانو زده کړو د هغوی په سياسي کړنلاره کې لومړيتوب نه درلودی او د انجونو پر زده کړو خو بنديز لگېدلی وه.

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.

د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي .

په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې( ٢٧٠٠ ) متر څخه زيات دى چې په کال کې د (٢٥٠) میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه %١١ د پاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي .

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

 




#Article 5: بدخشان ولايت (1339 words)


د بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ كې پروت دى چې له گاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجکستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چين له ولسي جمهوريت، ختيځ او سويل ته له کشمير سره پوله لري. په سوېل كې او جنوب كې د لغمان، كاپيسا او تخار ولايتونو سره نښتى دى.

د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او په ټول هیواد کط ډیر شهرت لری. لوړې څوكې لري چې له واورو ډكې دي. هغه ژوى چې ماركوپولو وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ماركوپولو ونوماوه، همدلته موندل شوى دى.
د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم، شهدا،بهارک، یفتل،خاش، زیباک، درواز، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرگ يې د لویو ولسوالۍ بلل کیږې .بدخشان ولایت د افغانستان دنورو ولایتونو په پرتله زیاتره خلک یی با سواده او فرهنگی خلک دی. 
ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، بدخشان د پستې ځنگلونه لري، تر څنگ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنگلونه هم لري. د بدخشان لال،زمرد، اوسپنه، سلفر او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري.

د بدخشان مساحت 57403 كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي. په 1359 لمریز كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر یې 876500 ښودل شوى وو، چې بيا په 1379 كې يې شمېر 1134500 ته لوړ شو.د نړیوال بانک د احصائی له مخی، اوس په بدخشان کی 1665125 کسان ژوند کوی. 

د بدخشان ولايت هغه خلك چې په اوارو ځمكو كې ژوند كوي په كركيله او [=مالدارۍ بوخت دي.خو زیاتره یی باسواده او د علم خاوندان دی. د دغه ولايت ځوانان د علم او پوهنې په ترلاسه كولو كې هم ښه پرمختيا كړې. هلته د هلكانو او نجونو د ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

بدخشان ولايت ته، د كوكچه سیند، واخان سیند، سرغیلان سیند، پاميرسیند، جرم سیند، انجمن سیند، وردج سیند، تگاب سیند، تنگي سیند شيوا سیند، غوري سیند سنگ سیند، راغ سیند او نورو كوچنيو سیندونو ډېره ښكلا وركړې ده. خو د غرونو شتوالي د دغه ولايت د سيمو د نښلولو كار ستونزمن كړى. خلك د تگ راتگ لپاره له اسونو، كچر او نورو سورلۍ وړوكو حيواناتو څخه استفاده كوي.په اوسني کلونو کی په دغه ولایت کی ډیری پرمختیائی کارونه ترسره شود دی.

بدخشان ولایت زیات تفریحی ځایونه لری چې چشمۀ آسیچ په نامه سیمه چې د سرغیلان  په ساحه کی موقیعیت لری، په ورځنی توګه   د زرهاو خلکو له خوا لیده کتل کیژی.

د سيمې او افغانستان په لرغوني تاريخ کې د ورېښمو لويې لار چې د لرې ختيځ (چين )او اروپا تر منڅ د افغانستان د ځينو سيمو په زړه کې پرتی وې ډېرې مشهورې وې.يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو چې د ،،گرېکوبوديک ،،ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د منځينۍ اسيا هېوادونو، ختن، کاشغر(کاسفر)، سينگيانگ او چين پورې رسولې وې. 
دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه.

چينايي څېړونکو ددغو سيمو په تېره د بدخشان د لرغونتوب په اړه په بېلا بېلو مهالونو کې څېړنې برسېره کړي دي. له زېږد نه دوه پېړۍ (2ق م) د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان Is-Nag-Ling په بڼه کښلی دی او د زېږ دیز په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې له تخار سره يو ځای يې د بدخشان د نامه يادونه هم کړې ده. ځينې څېړونکي بيا آريانا ويجه د بدخشان پخوانی نوم بولي.

د چين مشهوره تاريخپوه او جغرافيه کښونکی هېوان ځنگ چې د اريانا (افغانستان) ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيا يې خپلې ليدنې او کتنې کره کړي دي نو په دغه لړ کې بدخشان يې د Po-To-Chang-No په بڼه ليکلی دی ددې سيمې د ځمکنیز (جغرافيوي)ارزښت په اړه ځينې څېړونکي په دې اند دي لکه څرنگه چې د ورېښمو په سوداگرۍ او د کلتور لېږدېدنه کې ددې سيمې رول مهم وو دا رنگه د امو سیند دواړو غاړو ته ان تر سمرقند ، ختن او چيني ترکستان پورې د بودايي مذهب په خپرېدلو کې هم ،،سفد،، واخان او ختيز پامير ټاکنده لامل دی.

ښاغلي برهان الدين کشککي په خپل ليکلي(کتاب) ،،رهنمای قطغن و بدخشان،، کې د افغانستان د دغه ولايت څلور خواوې داسې راپه گوته کوي ختيز ته پاميرونه او کوتل د ورايې، جنوب ته د پيريانو له کوتل نه تر خاواک پورې، جنوب لوېديز ته د غوري تر سيمو او لوېديز لورته تر دشت ابدال او ميرعلم پورې چې د کندز او تاشقرغان تر منځ موقيعت لري (هماغه اثر 7ـ8 مخونه).

څينې ځېړونکي کاږي چې بدخشان د اريانا د شمال ختیځو سيمو په لړ کې هغه مهمه سيمه ده چې څانگړی ځمکنیز (جغرافيوي) ارزښت لري چې د يوه پل په څېر يې ختيز له لوېديځ سره نښلولي دي.

په دې اړه يو نوم ورکې ليکوال څرگند کړې دی. ،بدخشان هغه شتمن ښار دی چې د سوداگرۍ ډېر توکي يې قيمتي معدنيات دي.، (حدودالعالم 150 مخ) چې د بدخشان لعل د بېلگې په توگه يادولای شو چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته له دغه ولايت نه وړل کېدل.

ارواښاد مير غلام محمد غبار د ،،مقدسي،، د وينا له مخې په ډاگه کړې چې په بدخشان کې د بېلابېلو قيمتي توکو نه يوه کلا جوړه شوې وه او وېل کېږي چې دغه کلا د هارون رشيد د ښځې ،،زبيده،، په وړانديز جوړه شوې وه.

(د افغانستان تاريخي ځمک پوه ميرغلام محمد غبار 205 او 206م مخونه).
د پامير سرحدي کرښه د لوی افغانستان له پاره هغه گواښ وو چې د هېواد په شمال ختيز کې د روسانو د تيري په پايله کې وکښل شوه روسانو کوښښ کاؤ چې د افغانستان شمالي سيمې يو د بل پسې لاندې کړي انگرېزانو هم دا هيله لرله چې ځواکمن افغانستان په دغه سيمه کې ونه گوري نو خکه يې له يوې خوا د افغانستان جنوب او جنوب ختيزې سيمې يو د بل پسې لاندې کړې او له بلې خوا يې امير عبدالرحمن خان ته گواښنه وکړه چې د امو سيند آ غاړې روسانو ته پرېږدي نو ځکه د افغانستان په تاريخ کې دغه کرښه لکه د نورو کرښو په څېر يوه ښکېلاکي کرښه ده چې د بدخشان شاوخوا سيمې، شفنان، روشان او ځنې نورې سيمې له افغانستان نه بېلې شوې . ددې کرښې شمال ختيز لور ته (واخان) د يوې نرۍ تړانگې په حېر غوړیدلی دی او د چين له هېواد سره گډه پوله جوړوي دا کرښه ځکه وکښل شوه چې د روس امپراتوري د انگرېز له امپراتوري نه جلا کړي .

د اوسني بدخشان څلور خواوې دا دي .
شمال ته د امو سيند ، لوېديڅ ته قطغن(تخار)، ختيز ته چترال او ختيز ترکستان پورې نښتی دی او د هندوکش لړۍ هم تر دغه څايه غوڅېدلي دي .
څنې ځېړونکي بلخ او بدخشان د باکتريانا Bactriana تر سرليک لاندې داسې راپېژني..،،د سترابون په حواله د دغه ايالت يوه برخه په شمالي اريا پورې تړلې وه خو د ختيز لورې ته يې ځلور خواوې پراخې شوې وې او تر ماگيانا يا مرغاب پورې رسېده، شمال ختيز لور ته يې چترال تر پامير پورې واقع وو.

(د آريانا موقيعت ...ډاکتر گلجان وردگ 71 مخ) که چېرې د لرغوني افغانستان طبعي جوړښت وځېړو نو ډېرې هغه سيمې چې اوس په افغانستان پورې اړه نلري د افغانستان برخې وې چې ځينې يې له بدخشان  سره نږدې پرتې وې او د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته بدخشان د تخارستان يوه برخه وه، يعنې د افغانستان د طبیعي او توکميز څرنگوالي او څومره والي له مخې که چېرې د اوسيني افغانستان ځينې برخې ځېړو نو په کار ده چې تخارا، سمرقند، خوارزم، خراسان، کرمان، سيستان او بلوچستان، سند، پنجاب، کشمير او له دې سربېره کاشفر(کاسفر) ختن ، پارس، د هندوستان تر گنگا او جمنا پورې سيمې چې په پخوانيو پېړيو کې دا د باختر، اريانه او اريا ورته نومونو يادېدې هم وڅېړو... هغه مهال چې د اسلام سپېڅلی دين خپور شو د يادو شوؤ سيمو څينې نومونه پدې بڼه وو چې په دې کې د بدخشان هم راخي.

تخارستان، قطغن او بدخشان، باختر،(ميمنه او مزارشريف)، سفد بخارا او سمرقند، خوارزم، ايريا، هرات، اپارتيا خراسان، کارمانيا، کرمان، سکاستين يا سجستان (سيستان، فراه)، زابلستان، يا اراکوسيا (کندهار)، اوريشيا (بلوچستان)، اندس (سند)، زت کوش (پنجاب)، کشمير، بلورستان يا بولر (نورستان، چترال)، پاکتيا يا پاختيا، گندهارا (کابل، پېښور، سوات) او غور، (باميان، غور).




#Article 6: بغلان ولايت (399 words)


بغلان د افغانستان د 34 ولایتونو له جملې څخه دی چې ددی هیواد په شمال کې موقیعت لرې. پدی ولایت کې مختلف قومونه او سیږې چې په ترتیب سره د پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، او هزاره وو څخه دي.

دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان  په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانگړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت  څخه متاثره کیږی. کلنی  اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ  او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب گرځې. په دې ولایت کې د اوبو لگولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستگاوي لری.
وزلوبه د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی.
په دي ولایت کې دکیله گي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو،د د ډنډغوري پیاز او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي.
په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنگلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي.
د اداري تشکیل د واحدونو  ویش یي په لاندې ډول دی:
د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنگ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري.

ټول وگړي ۴۸۴۴۷۵	ټول مساحت ۱۷۱۰۶




#Article 7: غور ولايت (1259 words)


غور د افغانستان د ۳۴ و ولاياتو څخه يو ولایت دی . د غور ولایت د پخواني سنسکرېټ چې د پښخوانۍ پښتو ژبې سره سمون لري د غره لپاره کارېدلی نوم بلل کېږي .

په پخوانۍ سنسکرېټ ژبې کې ٫٫گېري٬٬ ، په پخوانۍ پښتو کې ٫٫ غور٬٬ چې د سوېلي پښتنو د گړدود سره سمون لري يو غږيزه لیکنه ده او اوسینۍ پښتو کې ورته غر وايي . په همدې مانا يادېږي . د غور ولایت د افغانستان د لرغونو ولاياتو په کتار کې شمېرل کېږي . په دغه ولایت کې يو شمېر ډېر پياوړي افغان باچاهان تېر شوي دي . په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده . غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سرپل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي .

په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايگاه ) وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ .

منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) امير کروړ ( جهان پهلوان ) ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال ) ( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بهاالدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غياث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهاوالدين غوري ( ٦٠٧ هجري ) سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ .




#Article 8: هلمند ولايت (1281 words)


هلمند د افغانستان تر ټولو لويو ولايتونو گڼل کېږي، چې تر چک جمهوريت لږ څه کوچنى دى. د افغانستان په جنوب کې پروت دى، چې شمال ختيځ ته يې کندهار، لوېديځ ته يې نيمروز او شمال ته يې ارزگان ولايتونه پراته دي.

په اوستا كې د هلمند يادونه د هيتومند په نوم شوىت دى. دا سيمه تر ميلاد ۳۰۰۰ كاله وړاندې تاريخ لري. د بست ښار يې مهم دفاعي ښار و، چې د سلطان محمود غزنوي له خوا جوړ شوى و، چې دروازه او رواق يې اوس هم د هغه وخت د افتخاراتو څرگندويي كوي. 
دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال موجود و، په بست كې سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنگېز دوړې كړل او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنگ گورگان له منځه يووړل، خو كله چې وروسته ورته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه گامونه واخيستل لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه يې كړ، سمسور شو او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرگاه په نوم جوړ كړ، ډېرې پانگې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې نوره كړه. 
دا ولايت تقريباً صحرايي اقليم لري، په بست كې د باران كلنۍ اندازه دي ۵۰ او ۱۰۰ ملي مترو په شا و خوا كې وي او شمال، يعنې غرنۍ لوري ته يې د كلني اورښت اندازه ۲۰۰ او ۳۰۰ ملي مترو په اندازه اټكل شوې ده.

په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل. 
په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري او ۲۷۹۰۰ جريبه ځمكه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده.

وگړي: پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه نفوس
مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع
د هلمند ولايت د افغانستان په سويل ختيز کې پروت دی. هوا يې ډيره وچه ده، او ځمکه يې په لويه برخه دښته ده. په هلمند کې تر ټولو لوی مشکل اوس دا ده چې هلته ډير زيات کوکنار کرل کيږی او بزگران هيڅ بل ډول نلری چې دومره پيسې واخلی لکه چې اوس د کوکنار د کرلو نه اخلی.

د هلمند پخوانی والی، سير محمد اخوندزاده، اوس د حامد کرزي له خوا پارلمان ته وټاکل شوی دی او د هلمند نوی والی انجنير محمد داود نوميږي.

د هلمند هوا د لويې دښتې ، لك دوكند دښتې، گرمسير، مارگو او سوررېگ د دښتو په وجه كاملا صحرايي ده او په شمالي برخه كې يې د غرنو د موجوديت په وجه په نيمه سحرايي بدليېږي. بست د بحر له كچې څخه ۷۸۰ متره لوړوالې لري او د هرات د ۱۲۰ ورځو بادونه هلته ډېر اغېز لري. په بست كې د باران اندازه له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مترو پورې اټكل شوې ده. او شمالي لورې ته يې چې غرنۍ سيمه ده له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي مترو پورې رسېيږي.
د تودوخې لوړه درجه يې د دېشو او بست په برخه كې ۳۰ څخه ۴۰ درجې سانتي گرېډ ترمنځ او په غرنيو برخو كې د ۲۰ او ۲۵ درجو ترمنځ  ثبت شوېده. د ژمي په موسم كې د بست او دېشو هوا +۵  او د باغران هوا صفر او ۲- درجو ته رسېږيس. په بست كې واوره نه كېږي. ژمې يې ښه معتدله هوا لري اوړې يې تود او سوځوونكې گرمي لري.

د دې ولايت په ځمكني جوړښت نسبتا همواره زمكه تشكيلوي، يو شمېر دښتې لكه: د شمينار دښتې، بخيل دښتې، ملك دوكند دښتې، شاه اسمعيل او لويې دښتې. همداراز د ارغنداب سيند، د موسى كلا سيند او د هلمند سيندونو ډېر تغييرات راوستلي دي. 
په دې ولايت كې د كجكي بند ډېر ستر او گټور بند دى، چې په يوه ساعت كې ۶۰۰۰۰كيلوواټه برق توليدوي او دا شمېره په يوه ساعت كې ۱۰۰۰۰۰كيلوواټو ته هم پورته كېدلاى شي. 
د نادعلي كانال، مارجه او دروېشان كانالونه يې ډېر مهم او خړوب كانالونه دي. د دې ولايت خلك گنبدي كورونه جوړوي، خلكو يې پخوا ډېر اوښان درلودل، خو اوس موټرو د اوښانو ځاى نيولى دى.

فرهنگي حالت د ژوند د چاپېريال په ارتباط د مېشتو خلكو په ارتباط پورې اړه پېدا كوي. په هلمند كې توده هوا ددې سبب شوې چې خلك خپل كورونه په گنبذي شكل او له خټو جوړ كړي. ترڅو له گرمۍ څخه په امن كې وي. ددښتو او صحراگانو په ترانسپورټ كې اوښآن د هغوي د انتقال ډرې ښې وسيلې وى. مگر موټرو د هغوي ځاى نيوه. 
دى ولايت كې يو دارالمعلمين ؤ، د هلكانو او جنكيو گڼې لېسې  وې، چې ښوونه به پكې په لوړه كچه كېده. 
لكه څرنگه چې د پسپرلي په موسم كې د غرونو لمنې، دښتې او څړځايونه ټول شنه وي نو خلك هم د پسونو په روزلو لاس پورې كوي او مالداري ډېره لري، چې بيا له وړيو څخه خلك په غالۍ، نيمڅي او ټغر اوبدلو كې گټه اخلي ، او دا خلك پدې شيانو كې ښه وړتيا هم لري. پنبه په كې ډېره كرل كېږي. د غوړيو، صابون جوړولو او بورې ښې فابريكې لري. 
په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل.

د هلمند ولايت تاريخي ځايونو كې د  قلعه بست دروازه، د محمود غزنوي د وخت ويجاړه شوې ماڼۍ، د لښكرگاه كنډوالې، پخوانۍ سكندريه او تر اسلام دمخه كنډوالې يې تاريخي سيمې دي.  خو له بده مرغه دا تاريخي سيمه د خپلو پخوانيو تاريخي وياړونو په بيا جوړونه او ابادونه كې پاتې راغلې ده.
مهم لاسته راوړنې
په ۱۹۶۶زكال د سل مليونو ډالرو په لگښت بغرا نهر بيا جوړ شو او ۱۰۷۲۰۰ ميله مربع زمكه يې تر اوبو لاندې او د كرنې وړ وگرځوله. په ټوليز ډول په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري.
د هلمند ولايت پراخ ځنگلونه لري، چې له ټولې زمكې څخه يې  ۲۷۹۰۰ جريبه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده.

د هلمند ولايت ټول نفوس چې د ۱۳۵۹هجري لمريز كال د احصايې لمخې اټكل شوې،  پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه اټكل شوې دى.
مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع
ولسوالي نفوس (د ۱۹۹۰م كال د اټكل له مخې) مساحت
بست ۵۶۲۱۷ مساحت ۹۹۸
خانشين ۲۱۱۱۴ مساحت ۷۴۱۳
نهرسراج ۷۱۸۹۸ مساحت ۱۶۹۲
څاروان كلا ۲۰۳۴۸ 
موسى كلا ۴۱۱۵۹ مساحت ۱۳۸۶
كجكي ۶۴۹۵۵مساحت ۲۲۶۸
نوزاد ۴۱۵۴۳ مساحت ۴۵۸۱
واشېر ۱۴۳۰۴ مساحت ۴۱۲۳
گرمسېر ۴۴۶۹۸ مساحت ۲۰۶۹۰
نادعلي ۵۱۸۱۹ مساحت ۴۶۲۵
ناوه باركزي ۵۰۱۰۸ مساحت ۶۶۰
بغران ۴۴۲۹۲مساحت ۳۵۶۶
ديشو ۱۹۰۹۹مساحت ۹۸۱۴

ټول نفوس ۵۴۱۵۵۴ ټول مساحت ۶۱۸۱۶

هلمند جريده:
دا له هلمنده خپرېدونکې دولتي جريده ده، چې اوس هم چاپېږي او دولت يې مالي مصارف ورکوي.
بگړۍ (پگړۍ) د بست فرهنگي ټولنې مهالنۍ مجله ده، چې تر اوسه يې څو گڼې چاپ شوې دي.
بست: دا مياشتنۍ جريده چې د هلمند خپلواک فرهنگيال يې چلوي اوس هم کله ناکله چاپېږي.
سيستان: د دې خپرونې ځينې گڼې په تېرو کلونو کې چاپ شوي دي.




#Article 9: کاپیسا (454 words)


کاپیسا ولایت 
د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى.

كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالداري، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دى، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سودا گر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

د کاپیسا ولایت صیاد سیمه.

په کاپیسا ولایت کې ډیر شمیر غټ او واړه سیندونه بهیږی چې د هغې جملی نه د پنجشیر  تګاب او نجراب سیندونه یې مشهور دي.
تګاب سیند د آلاسای ولسوالۍ څخه سرچینه اخلې او په نغلو بند کې بهیږې یاد سیند د کال په اتو میاشتو کې اوبه لرې او پاتی څلور میاشتی وچ وي.

کاپیسا ولایت د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمیر حکمتونو او دینونو کوربه وو چې اوس مهال په یاد ولایت کې ترډیره مسلمان سني او کم شمیر شیعه هم ژوند کوي.

په کاپیسا ولایت کې ګڼ شمیر قومونه لکه پښتانه تاجک پشه يي فراچي او کم شمیر هزاره میشت دي چې له دی ډلې نه یې ۵۶ سلنه پښتانه او پاتی نور یي نور قومونه جوړوي.

 انار د کاپیسا ولایت تکاب ولسوالۍ مشهوره میوه ده. د انارو ترڅنګ په یاد ولایت کېآنګور الیب خواره ( توره میوه) او غوزان هم ډیر کیږي.

کاپیسا په ټوله کې په وو ۷ ولسوالیو ویشل شوې.




#Article 10: نيمروز ولايت (113 words)


نیمروز د افغانستان سویل لویدیځ ته پروت ولایت دی 
سویل ته د پاکستان او لویدیځ ته د ایران سره پوله لرې ختیځ ته یې هلمند او شمال ته یې د فراه ولایت مو قیعت لرې. زرنج ښار دیاد ولایت مرکز دی مساحت یې 41005 کیلومتره مربع او نفوس یې د اټکل له مخی 000’149 نفره دې. ددې ولایت ډېری او سیدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې میشت دي. دغیر رسمی سرچینو له مخې ددی ولایت 61 سلنه بلوڅان، 27 سلنه پښتانه او پاتی نور 10 سلنه یې تاجک او ازبک تشکېلوي 
ددې ترڅنک په یاد ولایت کې کم شمیر کوچیان هم میشت دي.

د نیروز ولایت 000’149 وګړې لري.




#Article 11: پکتيکا ولايت (1027 words)


پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی.

دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت  موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري.
مساحت: 36360 کيلومتره مربع.

ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.

په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:

په پکتيکاکې لوې قبيلې لمړی سلېمانخېل اوبياخروټي دي چې سلېمانخېل يې ډيری په کټوازکې اوخروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين  او اورگون ولسوالي کې استوگن دي. اورگوني قوم يې يوازې په اورگون کې دخروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او اورگون کې ژوندکوي. علې خېل يې په مرکزښرنه او يوسف خېلوکې. اندړ يې په مرکزاو مټاخان کې او همداشان دېگان ياتاجک قوم يې يوازي په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. اوهمدارنگه کوچيان يې په بېلابېلوسيموکې ژوندکوي.

د پکتيکا ولايت دمرکزاو ولسواليو دکليوشمېر (2370) دی او دمرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شوری لري.

پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه اوځنگلونه لري چې خلک يې دکاريزونو اوخوړونو داوبو ترڅنگ په ژوروڅاه گانو خپلې کرنيزي ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکاکې غنم، جوار، اوربشې للمي ريشې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره دبېلا بېلو ميوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونوکې يې دسون اوپه نجارۍ کې داستعمال دلرگيو گڼ ځنگلونه لري چې ميوه جات يې دپکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه دباندي هم صادرېږي.

په پکتيکا کې پښتو ژبه ويل کيږي.

په پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه  شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول. دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو (مور) ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده. دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسر خالو نومېده.

که دخالولښکرې راغلې
زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه

نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.

په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:

او يو شمېرنور مشهورځايونه شته.

نېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...

سلېمان لايق، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، 
خالد ريحان، بختيار ځدراڼ، عبدالجبار عابد، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمد ياسين ياسين، عبدالباري نعيمي، 

او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.

په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.

په پکتيکا کې دامهال يوه دولتي پکتين غږ او درې خصوصي مېلمه راډیوپښتون غږ، تلوسه راډيو او  پکتيکاغږ راډيوگانې  فعاليت کوی.

په پکتيکا کې دوې دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي.

په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332  ښوونځي دي  259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.

په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.

پکتيکا ډيرې  طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

چلغوزه

.

پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري.  جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي.
انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښي،خر، کچرې، چران او ..
وحشی: دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.

پکتيکا ډيرې  طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري.  جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي.
انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

او نور

دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.




#Article 12: تخار ولايت (422 words)


تخار ولايت پخوانیو آریایانو دا سیمه د تخارستان په نوم یادوله، وروسته يې د تالقان تر نوم خپل شهرت وساته او د قطغن، بدخشان د ولايتونو له ډلې څخه وشمیرل شو. په وروستیو کې د یو ځانگړي ولايت په توگه وپیژندل شو. مارکوپلو په  دیارلسمه میلادي، پیړی کې ددې ولايت د سمسورو باغونو، میوو، پسونو، انگورو او د مالگې کان یادونه کوي، چی اوس هم په تالقانو کي شیشه یی نیمه شفافه مالگه ډیره ده.

په ۱۳۴۳ هجری شمسی کال کي د فرانسویانو تر کیندنو وروسته د آمو سیند ته په نژدې برخو کې د آی خانم مشهور ښار څرگند شو، چې د نو مرکز څرگندويې يې کوله. دا ښار له سکندر مقدوني نه وروسته جوړ شوی و. په دې ښار کې ډیرې وړې او لويې د گریک او بودیک په دود جوړې مجسمې په لاس راغلي، چي ۲۰۰ کاله وروسته تر میلاده زمانې پوري اړه لري، نو په همدي اساس دا پخوانط او لرغونې سیمه راپیژني.

د دې ولايت غرونه واوره لري او د نژدي سیمو اراضي يې د آمو د سیند له آمله باراني او نمجنه ده. د اوړې په موسم کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجو تودوخه لري او د ژمي په موسم کې – ۱۵ او -۱۰ درجو سانتي گرید ته راښکته کیږي. کلنی اورښت يې ۱۸۰۰ او ۱۰۰ ملی متره په تالقان کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو تر منځ بدلون مومي.

د خشکک، خواجه محمد، کلفگان، غنیرکوه، تاخچه خانه او د چال غرونه يې مشهور دي. همدا راز د آمو، کوکچه، تالقان سیند، فرخار سیند او د چان رود يې مشهور سیندونه دي.

دي ولايت لرغون اریایي فرهنگ ساتلی دی. بزکشي، سپورت، نیزه بازي او د آس سپرلی یي مشهورې لوبې او تفریحی فعالیتونه دي.

ښځي يې په کورونو کې قالینې او قاغمي اوبي. د هلکانو او جنکیو ‌ډیرې لیسې لري او یو پوهنتون هم د هلکانو او جنکیو د تحصیل لپاره زمینه برابره کړې ده او یوه ورځپاڼه هم لري.
د دې ولايت خلک لهمالگی، قالینې،چارمغز، پستې، بادام، خټکي، غنم، جوار او وربشو د صادراتو په توگه استعمالوي. ددې ولايت خلک ۳۰۹۰۰۰ اکړه ابي او ۴۹۰۰۰۰ اکړه للمي ځمکې لري او ۲۴۸۵۰۰ جریبه ځمکه يې د چارمغز، وله، چنار، پنجه چنار او د تیري پاڼې لرونکیو ځنگلونو نیولې ده.

په تخار ولايت کې په ترتیب سره تاجکان ازبکان پښتانه او ترکمنان ژوند کوې.

ددې ولايت اداري تشکیل لاندې اداری واحدونه لري:
تالقان ښار د ولايت مرکز، بنگی علاقه داري، اشکمش ولسوالی، چال علا قه داری،کلفگان علاقه داري، ورسج علاقه داري، فرخار ولسوالي، رستاق ولسوالي، چاه اب ولسوالي، ینگی قلعه ولسوالي، درقد علقه داری،
	




#Article 13: ولسي هڅوب (894 words)


د کلتور ويی، ريښې د لاتيني ژبې ټکي colere څخه راوتی دی، چې د کرلو، پاللو او مېشته کېدلو مانا لري. کلتور په ټولگړي ډول د وگړو د ژوند د کړو وړو هغه سمبوليک چوکاټ سره پرتله کېږي کوم چې يو ځانگړی ښکارندويي کوي او هغه چې په يوه ټولنه کې ډېر اړين دی. د کلتور د ويکې بېلابېل تعريفونه د بېلابېلو تيوري گانو د پوهاوي دريځونو باندې رڼا اجوي، او يا هم د انسانانو د کړو وړو ارزښتناک معيارونو باندې. خو بشرپوهان بيا ډېر ځل د کلتور ويی، په کايناتو کې د انسانانو هغې وړتيا سره پرتله کوي کوم چې انسانان په ټولگيو سره وېشي، د قانونو په پلي کولو او له يو بل سره خپلې سمبوليکې تجربې گډ کوي. دا په هم ډولو جنسونو کې ښکاره نښه ده چې يو له بل نه بېلوي.

ولسي کلتور په ټولنه کي د ولس د کړو وړو هغه ټولگه ده چي پر بنسټ يې خپل ورځنۍ چاری پر مخ بيايي . ولسي کلتور پراخ اړخونه لري چې د مروجو توليدي و سايلو څخه بيا تر گړنۍ ويناوو پوري ټولي خواوی لکه خواړه ، کالې ، ودانۍ ، باور ، دوستي ، دښمني ، زېږد ،مړينه ، واده او نور په لمن کي لری ، د دې لپاره چې په دي برخه کي د اړينو مطالبو په اړه يادونې ولرو لا زمه ده چې هر عنوان ته د بيل بحث په توگه پام وساتل شي

فولکور د يوې ټولني د ټولي هستى او تېر تاريخ هنداره ده ،هغه ټولنه چه فولکور نه لري هغوى ملي هويت او ملي خپلواکي نلري .

فولکور دى چه د نړى د ادبياتو او په ځانگړې توکه د پښتو ادبياتو بنسټ يې ايښى دى.

انساني ټولني چه په يوه جغرافيايي ،اقتصادي،او فرهنگي فضاء کي گد ژوند کوي نو د خپل دغه گډ ژوند گډې تجربې له يوه نسل څخه بل نسل ته د فولکور په واسطه پرېږدى .

پر فولکور يا فوکلور که لغوي پلټنه وکړو نو به داسي ووايو چه دا يوه انگليسي کلمه ده چه ددو مورفيمونو (فولک) او (لور) څخه جوړه سوې ده ،فولک په انگليسي ژبه کي د خلگو او لور د پوهنى په معنى ده ،چه بشپړه معنى يې د خلگو پوه يا اولسي پوه ده .

دا کلمه د لومړى ځل د پاره يوه انگريزي لېکوال ټامس په ١٨٤٦ع کال کي د اولسي ادبياتو د مفهوم د پاره وضح کړه .

دادفولکلور لغوي معنى وه خو که يي اصطلاحي معنى ته وگورو نو به فولکور داسي و پېژنو چه د تاريخ وهلي فکرونو،عقېدو،ذهنيتونواو روايتونو ته فولکلور وايي .

فولکلور ته په پښتو کي وگړنى ادب ،اولسي ادب او شفاهي ادب وايي ،خو د کندهار اديبپوهان زيات وخت اولسي ادبياتو ته شفاهي ادب وايي ،که د شفا لغات ته را سو نو وبه وايو چه دا لغات اصلاً يو عربي کلمه ده چه پخپل ځان کي درې معناوي لري .

لومړى:شِفادزېر په درلودلو سره د دوزخ و اخرنى کندي ته وايي .

دويم:شفاء په پاى کي د همزه په ورکولو سره د صحت ،روغتيا په معنى ده .

دريم :شفاد شونډانو په معنى ده چه مراد مو ورڅخه خوله پر خوله دى .

اولسي ادبيات د يوې ټولني په غېږ کي زيږي ،وده کوي ،لوييږي،په زړونوکي ځاى نيسي خوله پر خوله او پښت پر پښت له ډېرو لرغونو زمانو راهيسي و نوي نسلونو ته رسيږي .

پښتو ژبه د شفاهي ادب له پلوه تر نورو ټولو ورنيژدې او ورڅيرمو ژبو بډايه ژبه ده ،ددې برخي څيړونکي د شفاهي ادب بډاينه د ټولني د پرگنيو د ليک لوست په کښته کچه کي بولي .

که راسو پښتنو او پښتو ژبي ته له ډېره بده مرغه د پښتنو لويه برخه د ځينوسياسي،اجتماعي،اقتصادي،فرهنگي او جغرافيايي عواملو له امله د سواد له نعمته او د ژوند له مدنيته ليري ساتل سوي دي ،د ډېرو پښتنو ژوند له کليو او بانډو سره تړلى دى ،دغه کليوالي ژوند او مناسبات او تر ټولو وړاندي د پښتنو خپل هنري ذوق او احساس د اولسي ادب د ايجاد او ودي لوي لامل گرځېدلى دى .

زموږ خلگو پېړى پېړى خپل ارمانونه خپلي خوښى،خپل غمونه او خپل ميني په دغو شفاهي ادبياتو کي بيان کړى دي .

دغه ادبيات په شفاهي ډول خوله پر خوله لېږدېدلي دي او ژوندي پاته سوي دي ،خو د لېږد دې لړى تر يو وخته پوري دوام کړى دى او د راويانو په له منځه تلو سره دغه شفاهي ادبيات همله منځه تللى دي ،زموږ د خوږ استاد انجينير شېرشاه رشاد په خبره د شفاهي ادبياتو يوه نيمگړتيا داده کله چه نکلچې يا د شفاهي ادبياتو د يو بل ژانر ويونکي مړسي نو د هغه په له منځه تلو سره هغه ژانرونه چه دده په سينه کي راته دي هغه هم تر خاورو لاندي سي ،نو په کار ده چه دده د مرگ څخه مخکي هغه څه چه دده په زړه کي وي په يو رقم نه يو رقم را ټول او ثبت سي .

د پښتو د شفاهي ادبياتو د بېلابېلو ډولونو د ثبت او ټولو د پاره څه د پاسه له سلو کارو را هيسي کار پيل سوى دى او تر ټولو دمخه پښتو شفاهي ادبياتو ته د لويدځو څېړونکو يا ختيځو پو هانو پام ور واوښتئ.

کم وخت چه انگريزانو پر هند باندي ولکه درلوده نو د خپل واک پر مهال يي د پښتونخوا ،بلوچستان او افغانستان له سيمو څخه د پښتو د شفاهي ادبياتو بولگي را ټولي کړى او ثبت کړې دي

په پښتني مينه

سيف الدين لودين

د کندهار پوهنتون

د ښووني او روزني پوهنځئ




#Article 14: متلونه (321 words)


متلونه

۱. هرچاته خپل وطن کشمير دی 

۲. خپل کورساته گاونډي ته غل مه وايه .

۳. د ورغومي تڼاکه مرغلره ده .

۴. خپله ژبه هم کلاده هم بلا.

۵. مه کوه په چا، چې وبه شي په تا .

۶. مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .

۷. ديولاس څخه ټک نه خيژي .

۸. موړ د وږي له حاله څه خبردی .

۹. که غر لوړدی په سرلارلري .

۱۰. کوږ بار تر منزله نه رسېږي 

۱۱. څه چې کرې هغه به رېبې .

۱۲. مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .

۱۳. چه غورځي هغه پرځي .

۱۴. خپل عمل د لارې مل .

۱۵. دگورشپه نه په کورکېږي .

۱۶. مارخوړلی له پړي بيرېږي 

۱۷. چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي .

۱۸. بنده ترخپل وس پړ دی .

۱۹. اوبه په ډانگ نه بېلېږي .

۲۰. اوبواخيستی ځگ ته هم لاس اچوي .

۲۱. په درنو دروند، په سپکو سپک .

۲۲. دکبرکاسه نسکوره ده 

۲۳. خپل عيب دولومينځ دی .

۲۴. له يوه لاسه ټک نه خيژي .

۲۵. نه د دين شو او نه د سادين

۲۶. م زر ما او ټوله ځما

۲۷. كه غر لوي دي په سر ي لار ده

۲۸. چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه

۲۹. توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي

۳۰. كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده

٣١. چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ

٣٢. بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-

٣٣. وار وار كله د ځوي كله د پلار-

٣٤. نمر په گوته نه پټيږي-

٣٥. د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-

٣٦. د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه-

٣٧. په جنگ كي اسونه نه څربيږي

٣٨. د كور جل سپكه وي-

٣٩. وطن په خلكو ښايسته وي-

٤٠. د خرۀ مينه لته




#Article 15: کيميا (1681 words)


کيميا کېمد مصر نه راوتلی نوم (الکېمي) چې د ځمکې مانا لري د پوهنې په ډگر کې هاغه پوهنه ده چې د څيزونو (مادو) ټولټال، جوړښتي او څېريز بدلونونه او توپيرونه رانغاړي. 
کيميا ته فيزيکل ساينس يا پږنيزه پوهه هم وايي کوم چې دبېلابېلو اټمي، ماليکيولي، او کرسټالي زده کړو برسېره د شاوخوا ماتو يا دخورو ورو څيزونو (مادو) يوځای کولو او يا بېلولو پوهنې پورې هم اړه لري، کوم چې بيا د يو غونډاليزې انرژۍ ترکيب راپنځوي، کیمیا د فیزیکي پوهنې سره تړاو لري چې د ډول ډول اټومونو، مالیکیولونو، کرسټالیاتو او د نوروڅيزونو(مادو) د راغونډو که په خپل ځان کې تجریدي يا سره يوځای کېدو زده کړه وي هم يو پر بل کې سره د انرژۍ او اېنټروپي انټروپي ((د تودوخې غیر ارادي حالت) (د هاغې انرژۍ زېږېدنه چې له وجې ېې په تدریجي توگه اوبتیا(ویلول) يا تودوخه رامنځ ته کوي))چې د spontaneity (خپل ځاني تودوخه يا انرژي چې پرته د کومې محرکې وسیلې نه په ځان کې ولري ) په اړیکوسره د يوې کمیاوي عملیې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. 
دننه په کیميا کې د مادو د زده کړې يا د کیمیا د بل اړخ د زده کړې لپاره يو دودیزه په څانگو او گروپونو کې د وېش منظم ترتیب شته. په دې کې دغيرعضوي کيمياچې دغيرعضوي غیر ژواندو (غیر جسمي) زده کړې په شمول د عضوي کيميا د عضوي (جسمي، د ژواندي) په هکله د زده کړو، د ژونکيميا چې د substances تومنې(مادې،جسم، بنسټيز جوهر) زده کړې کوم چې په biological organisms کې موندل کېږي شاملې زده کړې دي.
فيزيکي کيميا د انرژي په تړاو په پراخې کیميايي سیسټم پورې اړوندې زده کړې چې په مالیکیولي او دننه لا ورپسې د نورو مالیکیولونو په کچو پورې اړه لري.همداسې شننيزه کيمياياتجزيوي کيميا د مادو د نمونو شننه کوي،چې ترڅو د chemical composition (د کیمیايي تړنگونو (مرکباتو)) او د ترکیب په پوهې کې مو مالومات ډېر شي.
ډېر خاص(ځانگړي) ډسپلینونه په همدې نژدو کلونو کې راپورته شوي دي، ل.خ (لدې اړخه) نیوروکېمسټري neurochemistry کوم چې د ماغزو په هکله کیمیايي زده کړې دي.

کیمیا د کيميايي توکو د خپلمنځي تعاملاتو د زده کړې يو ساینسي ډگر دی چې د اټومونو يا د اټوم نه په ټيټه کچه پرتو ذراتو لکه، اېلېکټرانونو، پروټانونو او نيوټرانونو د رامېنځ ته شوو جوړښتونو په اړه بحث کوي. اټومونه چې يوځای شي مالیکیولونه يا کرسټالونه پنځوي. کیمیا ته اکثراً مرکزي ساینس وايي، دا ځکه چې د ساینس نورې زده کړې لکه ستورپېژندنه، پږنپوهنه (فزیک)، د توکو ساینس، ژونپوهنه، او ځمکپېژندنه د کيميا د ونډې نه بې برخې نه ده.
د کیمیا د آر لومړنی څرک په لرغوني پېر کې د منځنۍ اسیا په سيمه پورې اړونده دی. چې د همدغې سيمې د اوسيدونکو لخوا د هغوی په ژبه منصوبه شوه او دغې پوهنې ته د الکېمي نوم ورکړ شو. چې تر اوسه پورې په همدې علمي زده کړې زر کاله تېر شوي دي.

په عامه توگه موږ د يو شي له جوړښت نه او د مادې د خوصوصیاتو څخه په ښکېلې متقابلي عمل کار اخلو او وینو چې دا د کمیاوي اجسامو،تومنو، په ښکېل عمل پورې اړه پیدا کوي. د بېلگې په توگه.، پولاد د وسپنې څخه کلک دی، دا ځکه چې د پولاد اټومونه په ډېرکلکه توگه لکه د crystalline lattice يو بل کې سره راټول شوي دي. لرگي اور اخلي او ډېر ژر د oxidation (اکسیډشن په يوې مادې کې د الیکټران کمزوري کېدو او له منځه تلو ته وايي) پړاو پرمخ ځي، دا هم ځکه چې کولی شي په کیمیاوي بدلون کې د اکسیجن سره د يوې معینې تودوخې پر بنسټ بې اختیاره عمل ترسره کړي. شکره او مالکه په اوبو کې حل کېږي دا ځکه چې د هغوی مالیکیولي برقي خصوصیات داسې دي چې په محدوده راگېر حالت کې د حل جوگه کېدی شي. 
په کیمیا کې د تبدیلیو په اړه چې ولولو نو پايله ېې دا راوځي چې يا خو د کیمیايی اجسامو ترمنځ د غبرگې ښکېلتیا (interaction) له کبله رد مل بدلون رامنځته کېږي او یا هم د مادې او د انرژۍ په منځ کې داسې پېښېږي. د کیمیا په دودیزې طریقې سره د مادو، تومنې، کیمیاوي اجسامو ترمنځ د غبرگ ښکېلتابه دخل ښکاري. د کیمیا په لابراطوار کې راز راز ښيښه ایز اوزار کارېږي.

کیمیاوي تعاملات د کیمیاوي اجسامو، تومنو، په نورو تومنو، مادو يا کیمیایی اجسامو باندې اوښتلو ته وايي. دا په يوې کیمیاوي معادله کې په نښيزو څېرو کې انځورېږي. په يوې معادلې کې د اټومي نمرو ښي اړخ او کیڼ اړخ د کیمیاوي اوښتون لپاره اکثراً يو برابر وي. د کیمياوي تعاملاتوطبعي حالت، يوه تومنه، ماده، کېدی شي چې يوه ندازه مرحله ووهي، او د کومې انرژۍ په اساسي بدلون چې کېدی شي د ځينو معینوقانونونوپه درشل کې په ټينگارسره بدرگه شي همدې ته کیمياوي قانونونه وايي.

په کیمیاوي متالعاتو کې د انرژيEnergy اواېنټروپي په پام کې نیول هر وخت اړین وي. کیمیاوي اجسام د هغوی د جوړښتي حالت، مرحلواو کیمیاوي مرکباتو په اساس ټولگیز بېلېږي. ددغو شننه د کیمیاوي شننې chemical analysis په اوزارو لکه سپکټروسکاپيspectroscopy، او کروماټوگرافي chromatography باندې ېې شننه کېدی شي.

کیمیا د ساینس پوهنې يوه پوره ټولگه ایزه اړخ دی، يو عام نصاب په منځنۍ لېسه کې او په لومړي سرد پوهنځي په زده کړه کې. په دغه ترڅ کې ډېر ځله د عامې کیمیا زده کړې په توگه يادېږي کوم چې په پراخه کچه لومړني، بنسټيز مالومات زده کوونکو ته ورکوي، دې سره زده کوونکي د ماهرې پوهې لپاره چمتو کوي چېرته چې بیا راتلونکي کې د لا مخته اړوندې پوهې په وده کې مرسته ورسره کوي. همداسې کیمیا د کیمیا په نورو برخو کې هم بیخي اړینه زده کړه ده ساینسپوهان چې د کیمیا په برخه کې پلټنې کوي او کیمیا سره اخته دي،کیمسټ يا کیمیا پوهان بلل کېږي. ډېری کیمیا پوهان د کیمیا په يوې يا څو برخو کې زده کړې او تخصص ترلاسه کوي.

څلور زره کاله مخکې مصریان د کمیا په هنري اړخ يانې مصنوي لمدې کیمیا په ډگر کې ترټولو لومړني قدم ايښودونکي و. ۱۰۰۰ کاله مخکې د زېږدي څخه لرغونو تمدونونو د کمیا په ډگرکې له داسې تخنیکونو څخه کار واخیست چې د راز رازو کیماوي بنسټونو چوکاټ گڼل کیږي. پدغو کې : د وسپنه لرونکوکاڼو څخه وسپنه جلاکول، د کلالي هنرپه وجه د خټو توکي جوړول او رنگونه ورکول، د اوربشو خوسا کول اوترې بير او شراب جوړول، د انځورگرۍ لپاره او ښځينه و سینگار لپاره پاخه ډول ډول رنگونه، توکي جوړول، له بوټو څخه کیمیاوي توکي د درملو جوړولو او عطرونو لپاره را ايستل، د پوڅې (پنیر) ډولونه جوړول، ابلکه ټوټه جوړول، د څرمن خړول يا رنگ وربدلول، د غوړو اړول صابن باندې، د ښيښې جوړول، او د فلز څخه ژېړ جوړول يادېږي.

د کیمیا آر په پراخه توگه د تودولو او سوځولو ځليزې پورې اړه لري کوم چې د( Metallergy) د وسپنې په کاراچولو کې ښکاري  (د کاڼو او خاورې څخه وسپنې بېلولو هنر ته او د سوځولو، اوبه ولو هنر  ته  هم وايي (د هند لرغوني وسپنې پورې اړونده ترکیبونو ته اشاره ده)).  
د طلا ( سروزرو) په لالچ  سراښ کې خلکو د سوچه توب  رمز پیدا کړ.  که څه هم چې نوموړي چلندلارې  د پوهېدو نه وې. تر ډېره  د اړونې  بدلونې لار ښکارېده   نسبتاً د سوچه توب طریقې ته .  ډېرو علماو په هماغه  لرغوني وخت کې داسې وپتيېله  چې معقوله  ېې دا ده چې چلندلار د فلز څخه سروزرو ته د اوړون اسانه او ارزانه وسیله گڼل کېږي .  همدغې د الکېمي (کیميا) لومړنيو پنځونو  ته لار پرانیسته  او د کانونو څخه د فلزاتو کاڼي راوېستلو او هغه په سروزرو بدلولو  چې ښايي د يوازې لمسولو سره ېې د بدلون  چلندلار  راوتلي وي غبرگه کړه.

لکه څنگه چې د ٫٫ دي ريروم ناتورا ٬٬ (د څيزونو طبيعيت ) لیکي څخه څرگنده ده د يونان د اټوم پلټنو نېټه ۴۴۰ مخزېږدي ته رسېږي . دا د روم د لوکرېتوس  لخوا په ۵۰ مخزېږدي کې لیکل شوی. د سوچتابه متوډونود وخت لرغونې پرمختيايي لارې چارې ېې پکې تشريح کړي دي دا د پلني دي الډر لخوا پخپل اثر ناتورا لیس هيستوریه کې راغلي دي.

ازمويښتي طرحه ېې په لاندې ډول ده :

د کیمیا لرغوني مخکښه پېلامگران او د نن ورځې د ساینس د نوې تيوري بنسټيز لارښودگران د منځيني پیر اعراب او د پارس علما و. دوی په ډېره جوته توگه څارلیدنې   (Observations)او قابوکیمیاوي تجربې ېې د کیمیا په ډگر کې مونږ ته راوپېژندلې او د کیميا گڼ شمېر طبعي اجسام اوعناصر ېې راپیدا کړل. کيمیا د ساینس (پوهنې) په توگه مسلمانانو وپنځوله :  په همدې کې تر کومه ځایه چې مونږ پوهېږود يونان برخه په تخنیکي تجربو(انډسټري) پورې محدوده وه  او همدارنگه مبهمو فکري تیورۍ (هايپاتسس) باندې محدود و. د رومیانو ٫٫ سارسن ٬٬ خلکو په ډېره جوته څارلید (Observation)، د سمو قابو تجربو او د هغوپه سمه او احتیاطه توگه کښلو (ثبتولو) کړنچارې راوپېژندلې. دوی د ٫٫ الانبق ٬٬ کیمیاوي شننيز نه شمېرونکي توکي راپیدا کړل او وې نومول، همدا رنگه ېې lapidaries)) ـ (په قیمتي کاڼو اړونده ) جوړ کړل، د القلي او سوځوبي (اسیدو) تر منځ توپير ېې څرگند کړ، د دواړو القلي او سوځوبي ترمنځ ېې د ورته والي نه ورته والي څېړنه وکړه، په سل هاو درمل ېې مطالعه او جوړ کړل. الکېمي چې مسلمانانو ته له مصر څخه په میراث پاتې ده، وروسته د زرو شاوخوا موندونکو پېښوڅخه ددوی برخه ورگړندۍ شوه او ددوی کړنچاره (متوډ) کومه چې د منځيني پېر تر ټولو پوهنيزه ساینسي عمليې کړنې دي.  

د وخت په تېرېدو سره په تېرو کلونو کې د نويو پنځونو او څېړنو په مټ د کيميا په تشريح کې هم توپیر راغی او د همدې برخې په پوهنه کې تېزوالی رامنځته شو. لاندې د نومياليو کيمياپوهانو لخوا د کيميا راز راز معياري تشريحات رابرسېره کېږي.

اټوم د کيميا بنسټيز يوون (واحد) دی. ددغه منځی د مثبتو چارجي ځانتياو لرونکی دی.کوم کې چې بیا پروټانونه، او نيوټرانونه شتون لري، همدې سره څه شمېر الکټرانونه د مثبتو چارجي ځانتياو د انډول د برابرۍ په موخه په نيوکلس (منځي) کې شتون لري.اټوم تر ټولو هغه وړوکې ذره، واحد هم دی چې د عنصر ځينې کیمياوي ځانتياوې له ځان سره لري.لکه د بېلگې په توگه : الکټرونگټيويټي، آيونايزېشن پوټنشل، د اور اخیستو (آکسيډشن سټېټ) حالت، د عنصر د شمېرې د تنظیم، او د بانډز وړانديز شوي ډولونه کوم چې د وسپنيزې (مېټالک)، برقي (آيانېک)، چارج لرونکي، او کوويلنټ په بڼه کې وي




#Article 16: درملگري (178 words)


درملگري (په انگرېزي: Medicine) (په عربي:طب) د درملنې هنر او پوهې ته وييل کېږي. دغه پوهنه د روغتيا پالنې ټولې عملي کړنې چې د يوې ناروغۍ نه د ژغورنې او درملنې په خاطر او د روغتيا د ساتنې او بيا پر حال کولو په موخه رامېنځ ته شوي، په ځان کې رانغاړي. په معاصرې يا نوې درملگرۍ کې د يوې ناروغۍ د پېژندنې، درملنې او د جراحي رغونې لپاره د روغتيا پوهنې، بايومېډيکل څېړنې او درملگريز تخنيک نه گټه اخيستل کېږي. د درملگري نوم د ساينس هغه هنر ته وييل کېږي چې د همدې هنر په مرسته د ناروغانو درملنه پرې ترسره کېږي. درملگرۍ ته په انگرېزي ژبه Medicine وايي او دا نوم د لاتيني ژبې د وييکې ars medicina نه راوتلی او مانا يې د درملنې هنر دی.
که څه هم چې درملگريز تخنيک او کلينيکي تجربه دواړه په ننۍ درملگرۍ کې يو محوري حيثيت لري، خو د ارني رنځ د مخامخې کاميابې درملنې او هوساينې لپاره د عادي انساني احساسمندۍ او زړه سوي اړتيا تل ليدل کېږي، چې په پښتو ژبه د خواخوږي په نامه يادېږي.




#Article 17: ناروغي (1569 words)


ناروغي د بدن يا د ماغزو غېرنورماله حالت دی چې د نارامۍ ،ناهوساينۍ، د بدن په ژونپوهنيز حالت کې خنډ او د ناسم کار لامل او سبب گرځي خو ددې تر څنگ ناروغ او د هغه اړونده چاپېريال کې خلکو ته د ناخوښۍ او ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي.
کله ناکله دغه اصطلاح په ټولگړي توگه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرگندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټگوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانگړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي.

رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د زده کړې پوهه ده. د ناروغيو د سيستماتيکې ډلبندۍ مضمون ته ناسولوژي يا nosology هم وايي. د انسانانو د ناروغيو او د هغو د درملنې په هکله دغه ارت پوهنيز ډگر، طبابت يا medicine دی. د ژوو طبابت بيا د ناروغيو په څېړنه کې بله څانگه ده، په دې څانگه کې د ژوو د ناروغيو لاملونه او د درملنې لارې چارې څېړل کېږي. د ژوو طبابت ته بېتاري او يا وېترېنري هم وايي. بوټې هم بېلابېلې ناروغۍ لري، او په بوټو کې هم د انتاني ناروغيو ورته پروسې شته په همدې توگه بوټې د خوراکي کمښت په سبب هم او يا د ړنگېدونکي ميوټېشن په سبب هم په بوټو کې ناروغي پېښېږي. بوټرنځپوهنه هغه پوهنه ده چې د بوټو د ناروغيو په هکله پکې څيړنې کېږي.

په طبي چارو کې بيا کله نا کله د يو رنځ او ناروغۍ تر مېنځ توپير شوی او ناروغي هغه څه ته وييل کېږي چې يو ډول ځانگړي سببونه او لامل ولري. همدا شان په انگريزي ژبه کې هم د disease ويي او د syndrome تر مېنځ توپير شته. د disease وييکه هغې ناروغۍ ته وايي چې ځانگړې نښې او نښانې لري، خو د syndrome وييکه بيا هغې ناروغي ته وييل کېږي چې گڼ شمېر جوت نښې او علايم لري او ټول يوځای سره پېښېدونکي وي. که څه هم چې ډېر داسې حالتونه دي چې پېژندل شوي، خو لا تر اوسه پورې هم د syndromes په نامه ورته اشاره کېږي. د دې سره سره، گڼ شمېر نور ناجوت حالتونه او سببونه دي چې په طبي متنونو کې د diseases په توگه ورته اشاره کېږي.

که څه هم چې ناجوړي، د ناکارپوه ډلې خلکو لخوا په خپل ځان کې د ناسوب حالت د څرگندولو لپاره او د ناروغۍ په مانا کارېږي، خو په اصل کې دا د يوه وگړي د روغتيا ځاني پوهېدنه او ادراک لوري اشاره کوي او پرته له هغه رښتيا چې آيا نوموړی کس يوه ناروغي لري او که نه. يو روغ سړی پرته د کومې ناروغی نه هم ځان ناروغ احساسولای شي او هغه به داسې گومان کوي چې هغه ناجوړه دی. يو بل سړی به ځان روغ گڼي خو او په دې باور به وي چې په هغه کې هېڅ کومه ناروغي نشته خو په اصل کې به په هغه کې يوه ډېره وېرېدونکې ناروغي لکه د وينې خج ناروغي به وي کوم چې يوه مرگونې ناروغي ده چې د زړه درېدلو او يا هم د ماغزو شوک رامېنځ ته کولای شي.

Many different factors intrinsic or extrinsic to a person (or plant or animal) can cause disease. Examples of intrinsic factors are genetic defects or nutritional deficiencies. An environmental exposure, such as second-hand smoke is an example of an extrinsic factor. Many diseases result from a combination of intrinsic and extrinsic factors. For many diseases, many cause or set of causes has been identified.

There are many different factors that can cause disease. These can be broadly categorized into the following categories such as social, psychological, chemical, and biological. Some factors may fall into more than one category. Biochemical causes of disease can be considered as a spectrum where at one extreme disease is caused entirely by genetic factors (e.g. CAG repeats in the Huntingtin protein gene that causes Huntington's Disease) and at the other extreme is caused entirely by environmental factors. Environmental factors include toxic chemicals (e.g. acetaldehyde in cigarette smoke and dioxins released from the breakdown of Agent Orange) and infectious agents (e.g. smallpox virus and poliovirus). In between these extremes genes (e.g. NOD2/CARD15) and environmental factors (e.g. Gut microbiota) interact to cause disease, as seen for example in the inflammatory bowel disease Crohn's Disease (Fig 1, right). Absence of the genetic or environmental factors in this case results in disease not being manifest. Koch's postulates can be used to determine whether a disease is caused by an infectious agent.

To determine whether a disease is caused by genetic factors, researchers study the pattern inheritance of the disease in families. This provides qualitative information about the disease (how it is inherited). A classic example of this method of research is inheritance of hemophilia in the British Royal Family. More recently this research has been used to identify the Apoliprotein E (ApoE) gene as a susceptibility gene for Alzheimer's Disease, though some forms of this gene - ApoE2 - are associated with a lower susceptibility. To determine to what extent a disease is caused by genetic factors (quantitative information), twin studies are used. Monozygotic twins are genetically identical and likely share a similar environment whereas dizygotic twins are genetically similar and likely share a similar environment. Thus by comparing the incidence of disease (termed concordance rate) in monozygotic twins with the incidence of disease in dizygotic twins, the extent to which genes contribute to disease can be determined. Candidate disease genes can be identified using a number of methods. One is to look for mutants of a model organism (e.g. the organisms Mus musculus,Drosophila melanogaster, Caenhorhabditis elegans,Brachydanio rerio and Xenopus tropicalis) that have a similar phenotype to the disease being studied. Another approach is to look for segregation of genes or genetic markers (e.g. single nucleotide polymorphism or expressed sequence tag) (Fig. 2). 
A large number of SNPs spaced throughout the genome have been identified recently in a large project called the HapMap project). The usefulness of the HapMap project and SNP typing and their relevance to society was covered in the 27 October 2005 issue of the leading international science journal Nature (journal).

A large number of genes have been identified that contribute to human disease. These are available from the US National Library of Medicine, which has an impressive range of biological science resources available for free online. Amongst these resources is Online Mendelian Inheritance in Man - OMIM that provides a very, very comprehensive list of all known human gene mutations associated with, and likely contributing to, disease. Each article at OMIM is regularly updated to include the latest scientific research. Additionally, each article provides a detailed history of the research on a given disease gene, with links to the research articles. This resource is highly valuable and is used by the world's top science researchers.

ځينې ناروغۍ لکه، والگی، ساري يا لېږدنده ناروغۍ بلل کېږي. داسې ناروغۍ د يوه ناروغ انسان نه نورو روغو انسانانو ته د بېلابېلو لارو نه ورځي او روغ سړي ته ناروغي ورپېښوي. د ساري يا لېږدنده ناروغۍ د هوا له لارې، د ناروغ د ټوخي له کبله د کوټې د هوا د ککړېدلو، د ناروغ د پرينجېدلو، د غوماشو د چيچلو، د ناروغ د خواړو د څکلو او يا په مکروبو اخته خواړو او څښاکونو له لارې هم خپرېږېي.	

نورې ناروغۍ لکه د چنگاښ يا سرطان ناروغۍ او د زړه ناروغۍ، د لېږدنده ناروغيو په لړليک کې نه راځي او نه هم دغه ناروغۍ ساري گڼل کېږيږ، دا ډول ناروغۍ د بدن د منتن کېدلو په سبب نه پېښېږي خو هېره دې نه وي چې ځينې مايکرو-اورگانيزمونه يا کک-غړي د داسې ناروغيو د خطر عاملين اوسېدلی شي.

The identification of a condition as a disease, rather than as simply a variation of human structure or function, can have significant social or economic implications. The controversial recognitions as diseases of post-traumatic stress disorder, also known as shell shock; repetitive motion injury or repetitive stress injury (RSI); and Gulf War syndrome has had a number of positive and negative effects on the financial and other responsibilities of governments, corporations and institutions towards individuals, as well as on the individuals themselves. The social implication of viewing aging as a disease could be profound, though this classification is not yet widespread.

A condition may be considered to be a disease in some cultures or eras but not in others. Oppositional-defiant disorder, attention-deficit hyperactivity disorder, and, increasingly, obesity are conditions considered to be diseases in the United States and Canada today, but were not so-considered decades ago and are not so-considered in some other countries. Lepers were a group of afflicted individuals who were historically shunned and the term leper still evokes social stigma. Fear of disease can still be a widespread social phenomena, though not all diseases evoke extreme social stigma.

A disease can also be caused by repeated high anger or stress.

په ژونپوهنه کې د ناروغ يا ناروغي وييکه هر هغه غېر نورمال حالت ته وييل کېږي چې د يوه اورگانيزم د نورماله کړنو خنډ گرځي او يا هم په اورگانيزم کې د بيالوژيکي دندو همغږی له کاره غورځوي.

د ناروغ يا ناروغي وييکه بيا کله ناکله په تشبيحاتي ډول هم کارول کېږي، او په داسې حال کې بيا اشاره يو عيب، گډوډ حالت، ناسم کاري لوري ته ده. او يا هم په خوږ اخته حالت او نور داسې شيان چې د يوې نارغې ټولنې سره يې تړاو گڼل کېږي.

د يو څو ناروغيو لړليک

سږي




#Article 18: د پښتو ادبیاتو مهم ښونځي (133 words)


په پښتو ژبه پوځي نمونه او بولۍ - commands-  د امير شير علي خان په وخت کې دود شوې -

لنډه کيسه ، ناول ، ازاد شعرونه او هايکو په شلمی پيړۍ کې د پښتو ادب په درشل پښته ږدي -

همدارنگه که څه هم موږ په ځينو مناسباتو کې له د وادۀ يا د ماشومانو په لوبو کې د ډرامې مخبيلگې لرو ولې په ادبي معيار او عصري مفهوم کې ډرامه هم په شلمه پيړۍ کې پښتو ادب ته راغله - همدغه رنگه پلم هم

لمړۍ پښتو ډرامه په لره پښتونخوا کې د عبدالاکبر خان استاد ډرامه وه چې د اتمانزو په ښوونځي کې وښودل شوه - د ستر استاذ حبيبي توريالۍ پښتنه په بره پښتونخوا کې په لومړي لړلیکه کې راځي - او په دې توگه دغه لړۍ ښه روانه ده




#Article 19: ښکلي هنرونه (514 words)


په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د  ((خپلواک هنر )) او بل ته يې د (( ښکلي هنر ))  نومونه ورکړيدي  .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال ( منطق او رياضي) او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون  ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو . 
داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي (  Bea,arts ) څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ ( مجسمه ) جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د  ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب  ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ( رقص )  او تمثيل  سر ليکونه ورکړيدي .

ليدونکي هنر ټولي  هغه هنري برخي په بر کي نيسي چي د  گرافيکي او  پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه  رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ( ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول  د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ،  ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ،  ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې  ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي .  ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه  هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي  ، په ډرامه يې هنر  کي د زياتي پاملرني وړ  ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپيريال  منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده  ؛   د اتڼونو بيلا بيلي برخي  ځکه د هنر هغه ارزښتمني بيلگي  گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي .




#Article 20: سینما (114 words)


سینما چی د فلمونو نندارتون هم بلل کیږي تر ډیره ځایه پورې د فلمونو د ښودلو لپاره جوړیږي، سینما گانې ډیری د سوداگریزو موخو لپاره جوړیږي چیری چی د سینما خاوندان خلک د ټکټ د اخستلو په بدل کې د فلمونو د لیدلو لپاره راغونډوي. او فلمونه د یوه فلمي پروجیکټور په مټ چې د صالون په څنگ گې تصب شوي په یوه لویه پرده چی د ننداره چیانو مخامخ ده ننداره ته وړاندی کوي.
ځینې سینما ګاني اوس د دیجیټل سینماگانو په جوړلو کار کوی ترڅو د فلم د فزیکي چاپ د لیږدلو اړتیا نه وي.

سینما له یوناني ژبهی κινῆμα, -ατος) (کینِما) نه اخیستل شوی ده چې د (حرکت) په معنی ده.




#Article 21: احمد شاه درانی (16794 words)


احمد شاه بابا (په انگرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی ټولواک و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارگلوۍ ځای موندلی وي.

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنگه جوړ کړی و.

د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان گڼي،

بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي

چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي .
 او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی.

څنگه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملگری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وگڼلی شي.

د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته گټورې مشورې ورکولې. د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توگه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:

سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.

د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنگه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران گرگين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی گرگين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.

دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا گرگين ته پورته شول، گرگين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توگه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او گرگين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترگې پټې کړلې.
د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و. ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنگيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه. او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرگتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف گشته...»
د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران گرگين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول.

د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنگه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی. د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنگ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه. خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»

قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، گيگيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنگر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښگښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنگه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله... 
فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرگان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، گياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده گفت: اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»

احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني

لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واگۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنگه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرگې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد.
بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرگې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنگه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور گلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي

همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جگړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرگند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. 
د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جگړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنگېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت گډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنگه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرگند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيگاربيگي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند...
له دې ليکنې څخه څرگندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا گڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينگ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي.

ابن محمد امين ليکي چې: د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله.

د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترگه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:

په دې توگه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولگرۍ (د ضابطي رتبه) څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد خو بيا هم څنگه چې نادرشاه د افغاني لښکر ستر قوماندان نور محمد عليزی و نور احمد خان د نادرشاه په لښکر کې د يو منصبدار په حيث پېژندل کېده، څو چې په لږه موده کې يې د ښه خوی او ښو کارو او پيرزوينې په سبب د ټولو افغاني لښکرو په تېره بيا د ابداليو پښتنو سپاهيانو بشپړ باور پر ځان پيدا کړ، البته په دې باور پيدا کولو کې دده د ټبر شهرت او د پلار او وروڼو هم اغېزه درلوده. پر هغه سربېره احمد خان د نادرشاه سره د داغستان او اېرېوان په جگړو کې هم زياته مړانه وښووله ځکه نو نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو او په نادري لښکر کې تر نور محمد خان عليزي راوروسته لومړی سړی گڼل کېده.

هغه و چې احمد خان له ۱۱۵۴ هـ سپوږميز کال څخه تر ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال پورې شپږ کاله په سفر او حضر کې د نادرشاه سره و او په هغو شپږو کالو کې يې د دولت په ملکي او لښکري چارو کې ډېرې گټورې تجربې وموندلې چې د ده د وروستيو برياليتوبونو بنسټ بايد وگڼل شی.

څنگه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدگمانه شول.

د احمد شاه بابا دربار منشي محمود الحسيني چې د هغه د وخت حال يې په سترگو ليدلی و

سربېره پر دې نادر شاه غوښتل خپل ټول مخالفان بيخي له مېنځه يوسي، او په دې باب کې يې د خپلو ډېرو نژدې او باوري کسانو او د پښتنو مشرانو سره چې د ده ښي لاس گڼل کېدل خصوصي مشورې او جرگې کولې او دې خصوصي مشورو او جرگو دده مخالفان لا وپارول او د ځانو د وژلو له بيري يې د نادرشاه وژلو ته ملاوې وتړلې – څو چې د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلرمې خور (جمادي الاخر) په يوولسمه د يکشنبې په شپه يې د مشهد له خبوشان څخه نيم فرسخ يا دوه فرسنگه ليرې «فتح آباد» کې نادرشاه وواژه.

مرحوم فيض محمد د سراج التواريخ ليکونکی او ښاغلي غبار د نادرشاه قاتلان محمد خان قاجار ايرواني او موسی بېگ ايرلوی افشار ارومی، د صالح خان قرقلوي ابيوردی او محمد قلي خان افشار ارومی کشيکچي باشي او نورو دايمي کشيکچيانو او ساتونکو په سلا چې شمېر يې اويا تنو منصبدارانو ته رسېده خو د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني ددې پېښې تفصيل داسې ليکي:

احمد خان د 1160 هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په باب مشورې پیل کړې. په دې لويه جرگه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرگې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق
دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واگي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو ستر قوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان ساکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه سو منلای، ځکه نو لکه څنگه چې مورخان ليکي اته جرگې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرگو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرگه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرگې زيات خلگ ېې پرخواشوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم د پاچهي د مقام د پاره وړگڼل کېده.

په نهمه جرگه کې چې د « شېر سرخ » په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو « صابر شاه » نومي ملنگ د جرگې منځ ته راودانگل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پگړۍ کې وټومبه او وې وېل: « دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې» او د جرگې غړو ته ېې ووېل : « د خدای دپاره دا جرگې نورې بس کړۍ، جگړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نو د خدای تعالی قار به درباندې نازل شي» هغه و چې د صابر شاه ملنگ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توگه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو.

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمگړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانگړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه.

له بلې خوا د افغانستان د لمرلوېدو خوا ته په ايران کې د نادرشاه تر مړينې وروسته داخلي هرج و مرج پېښ و، او يوه ملوک الطوايفي دوره راغلې وه، چې غلجي پښتون آزاد خان سلېمانخېل د پنځلسو زرو سرتېرو سره په آذربايجان ، او حسن خان قاجار په استر اباد او کريم خان زند په عراق کې حکومت کاوه.

د افغانستان شمال ته جنيدي دولت په بخارا او ماورالنهر کې انحطاط پر لور رهي و، او د افغانستان د ختيز خوا ته په هند کې د گورگاني امپراتوري ريښې سستې شوي وې او په تېره بيا په جنوبي هند کې د مريټيو حکومت دومره زور اخيستی و، چې گورگاني دولت ته ېې لوی خطر پېښ کړی و. په داسې وخت کې احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله.

احمدشاه بابا چې خپل تيت او پرک ولس ليده نو تر هر څه د مخه ېې ددوی يووالي ته توجه وکړه، چې په دوی کې بيا د ملي او سياسي وحدت روح راويښ کړي او افغانستان بيا په ملي او سياسي لحاظ سره يو موټی شي. په ملي لحاظ داسې چې ټول قبايل د يوه ولس او ملت په شکل پر يوه مرکز راغونډ کړي، او په سياسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د يوه خپلواک او آزاد هېواد په څېر بيا د نړۍ د نورو ژونديو هېوادو په کتار کې ودروي، خو دې کار خورا ټينگ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبير ته اړتيا درلودله چې هغه د احمد شاه بابا په وجود کې يو ځای شوی وو.
احمد شاه بابا سربېره پر دې چې ښه تکړه او ازمويلی شوی مجرب سرتېری و، د خپل ولس په خوی او بوی، دود دستور هم ښه خبر و. او دا ورمعلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښوونه کې ډېره اغېزه لري ځکه ېې د يوه ولسي مشر په توگه د پاچهي واگی په لاس کې واخيست، او دی د ، افغانستان لومړی پاچا دی چې تاج ېې پر سر نه ايښود ، لنگوټه ېې تړله، چپنه ېې اغوسته او موزې ېې په پښو کولې او پر فرش شوې مځکه باندې د خلکو سره کښېناسته او په ټولو مهمو دولتي چارو کې ېې د ولس د مشرانو سره مشوره کوله.
مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب «د پښتنو تاريخ » کې ليکي چې:

هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د حکومت په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه قبيله د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنگ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لگول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنگ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنگ ورکولو . هغه ځان ته «پښتون» باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه گټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرگه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو ژبه په جرگو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو. په دې توگه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا ته ېې مستمري تنخاگانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول.

هغه وخت چې احمد شاه بابا په پاچاهي وټاکل شو نو د ده په نامه بيعتونه پيل شوه، له ليري او نژدې به بيعتونه راتلل، او هرې خوا ته د خوښۍ ډمامې غږېدلې، يوازې کرم خان ترين او مقصود خان بړېڅ چې د خپلو قبيلو مشران ول له اطاعته سرونه وغړول او بيعتونه يې راونه لېږل او احمد شاه بابا ته پورته شول، هغه و چې احمد شاه بابا د کرم خان ترين د ايلولو لپاره سپه سالار محبت خان درانی د څه عسکرو سره پښين (فوشنج) ته ولېږه، او سردار مانوخان يې د يو بل پوځ په سالارۍ د مقصود خان بړېڅ د اېلولو دپاره ښوراوک ته واستاوه. خو دا دوه سالاران (يعنی محبت خان او مانو خان) که څه د احمد شاه بابا کهاله ته منصوب وو، خو دوی هم په پټه د نور محمد خان عليزي (چې د نادرشاه په وخت کې د کندهار واکمن او د افغاني لښکرو ستر قوماندان و د مير افغان لقب يې درلود او د ميان داد خان ساکزي او د ځينو نورو درانيو مشرانو په سلا د ياغيانو سره لاس يو کړ او د پښين او ښوراک د ياغيانو تر مېنځ يې ارتباط ټينگ کړ او هغو يې لا نور مخالفت ته ولمسول خو په ښکاره يې د هغو سره زرگری جنگ شرو کړ او د دې لپاره چې ځانونه لا ښه قوي کړي له مرکز څخه يې نوره نظامي مرسته وغوښتله. احمد شاه بابا هم د دوی غوښتنه ومنله او يو زيات شمېر رکابي پوځ يې د لسو او پينځلسو توپو او زنبورک اوښانو سره د عبدل خان ماکو په مشرۍ چې هغه وخت د شفقت خان په خطاب سرلوړی شوی و د محبت خان او مانو خان د ملاتړ دپاره ولېږل. عبدل خان ماکو چې د هغو زور وليد لکه دا چې دمخه د هغو سره په سلا کې شريک وه، دی هم د هغو خواته واوښت او د هغو سره په سازش کې ملگری شو. په دې وخت کې نواب خان الکوزي او څو تنه نورو د محبت خان او مانو خان له چوڼۍ څخه پټ راووتل او ځانونه يې د احمد شاه بابا حضور ته ورسول، او هغه ته يې د محبت خان او مانو خان سازش برملا کړ او ورته يې وويل چې نور محمد خان عليزی او ميان داد خان ساکزی او عبدالرحمن خان بارکزی توپچي باشي د کندهار په ښار کې دی هم د محبت خان او مانو خان سره په سلا کې شريک دی هغه و چې احمد شاه بابا نور محمد خان او عبدالرحمن خان او ميان داد خان ور وغوښتل او پوښتنه يې ځنې وکړه، هغوی ناگاره او منکر شول خو نواب خان الکوزی او د هغه نورو ملگرو شاهدي پر ادا کړه نو احمد شاه بابا امر وکړ چې د دوی لاسونه او پښې دې وتړل شي او د پيلانو تر پښو لاندې دې واچول شي چې د پيلانو تر پښو لاندې مړه شي. امر ډېر ژر اجرا شونور محمد خان او ميان داد خان د پيلانو تر پښو لاندې ووژل شول، خو عبدالرحمن خان بارکزي يو پيل په شونډک کې پورته کړ او د احمد شاه بابا د تخت په وړاندې يې وغورځاوه، ځکه نو احمد شاه بابا هغه وباخښه او تر څه مودې وروسته يې بېرته د توپچي باشي په رتبه سرلوړی کړ. د نور محمد خان او ميان داد خان د وژلو خبر چې محبت خان او مانوخان ته ورسېد هغو د کسات او انتقام اخيستلو په غرض خپلې لښکرې د کندهار خوا ته راوبهولې او د کندهار د ښار په څلور فرسخی کې د زنه خان په کلي کې چې اوس يې زلخان بولي کښته شول. د احمد شاه بابا له خوا عبدالحميد خان درانی د نومياليو مبارزانو سره مقابلې ته ورووتل په لومړۍ جگړه کې عبدالحميد خان ماته وکړه او د مخالفينو د لښکرد ډېرښت او د شاهي لښکر د لږوالي خبر يې احمد شاه بابا ته يووړ. سبا ورځ احمد شاه بابا پخپله د هغو مقابلې ته ور ووت، تر سختې جگړې وروسته يې مخالفين پر شا تلو ته مجبور کړه او سخته ماته يې ورکړه، محبت خان او مانو خان او کدو خان د صابر شاه ملنگ په واسطه پړی په غاړه د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول، او احمد شاه بابا پر هغو د بند حکم وکړ او نور نو معلومه نه شو چې په محبس کې د دوی کار کم ځای ته ورسېده. د دې ناوړې پېښې د پېښېدو سره سره بيا هم احمد شاه بابا د ولس مشران پر ځان راټولول او په مهمو ولسي چارو کې يې ورسره مشوره کوله، بلکه د ولس د مشرانو يوه دايمي جرگه يې هم په مرکز کې جوړه کړې وه چې د هغې په واسطه يې د بېلابېلو افغاني قبيلو نظريې يې ځانته مالومولې او د هغو نظريو سره سم يې خپله مترقي تگلاره ټاکله. 
احمد شاه بابا له اوله د ولسي نظرياتو او دود دستور ډېر مراعت کاوه او د هېڅ افغان غرور ته يې صدمه نه رسوله. ده پخپل دربار کې د مرييتوب زاړه خويونه لکه پاچا ته د تعظيم لپاره سر ټيټول او په رکوع کېدل او يا زمکه مچول او نور منع کړل او د احترام لپاره يې يوازې پر تندي لاس ايښودل کافي وبلل او همدا راز يې په اداري چارو کې سمون راوست.

احمد شاه بابا د ولسي مشرانو سره د مفاهمې وروسته د خپل دولت په اداري چارو لاس پورې کړ او په مرکز کې يې لکه څنگه چې مرحوم قاضي عطاالله خان ليکي: «هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت يعنی صدارت قايم کړ» او ورپسې يې يو ديوان اعلی يعنی د ماليې وزارت او دفتر ضبط بيگي يعنی امنيه او کوټوالي، خزانه داري او نسقچي باشي گري، يعنی د مجازاتو د تدبيقولو اداره او داروغه کي او د اخبار دفتر او هرکار باشي يعنی ضبط احوالات او استخبارات او ميراخور باشي يعنی پر څارويو د بارونو د وړلو راوړلو اداره، او څو نورې کوچنۍ ادارې د «باج گير» او ميراب او خالصه جات او د ښار کلانتري او نور تشکيل کړل او همداراز يې په ولاياتو کې دا لاندې مامورين مېنځ ته راوستل:

حاکم، پېشکار (مرستيال)، امير لشکر، مستوفي، قاضي، قلعه دار، باج گير، مامور ثانثات، ميراخور، ميراب او کلانتر او هم يې په دربار کې دا دفترونه جوړ کړل. دېوان انشاء، دارالتحرير شاهي، عرض بېگي، مهمان دار باشي، پېشخانه چي باشي، د ډوډۍ ناظر يا کارخانه، او هم يې په اردو کې دا دفترونه پرانيستل، لشکر نويس يا د نظام دفتر، اردو باشي، جارچي باشي، سيورساتچي، او قورخانه، او همداراز يې په مرکز او ولاياتو کې شريعي محکمې جوړې کړې. خو د دې ټولو ادارو په سر کې هماغه ولسي جرگه وه چې د قبايلو له مشرانو، لويو افسرانو او د لوړ رتبه مامورينو څخه وخت په وخت جوړېدله او په اهمو سياسي او اداري چارو کې به يې نظريه او مشوره ورکوله. که څه هم په ټولو اجرايي او قضايي او نظامي تشکيلاتو کې پاچا د ټول واک خاوند و خو سره له هغه هم احمد شاه بابا په اهمو اداري، سياسي او نظامي چارو کې د ولسي جرگې غړي په مسؤليت کې د ځان سره شريکول:

له بلې خوا که څه هم په دغه وخت کې احمد شاه بابا ۲۵ کلن ځلمی ؤ خو د يوه ازمويل شوي او جنگ ليدلي عسکر او مجرب سياسي مېړه په حيث يې د واکمنۍ واگی يې په لاس کې نيولی وي نو ځکه يې تر ولسي جرگې وروسته خپله زياته پاملرنه د يوه منظم اردو چمتو کولو ته واړوله چې په لومړي سر کې يې ۱۶ زره منظم پلي او سپاره سرتېري د درنو او سپکو توپخانې سره چمتو کړل. او د هغو د وړو راوړلو دپاره يې آسان، غاترې، اوښان، او پيلان پيدا کړل، او د ده په منظم اردو کې دا افسران وو: لس باشي (ډلگۍ مشر)، سل باشي (ټوليمشر)، مينگباشي، قللوقاسي، کشيک چي باشي (د محافظه کار د قوماندان)، جزاير چي باشي (شهنک چي يا زنبور چي)، توپچي باشي، امير لشکر او سپهسالار چې بيا وروسته پر دې منظمو عسکرو سربېره دېرش زره منظم يعنی قومي لښکر په پايتخت او ولاياتو او سرحداتو کې هم چمتو کړل او د جگړې په وخت کې به د مخالفو قبيلو له خوا جلبي عسکر هم پر زياتېدل، د مثال په توگه د هېواد د لمرختيزې د يوې کوچنۍ سيمې «مروتوله قبيلې» څخه به دوه سوه سپاره بې تنخا او د يو لوی ولايت بلوچستان څخه په شپږ زره جمازه سوار (يعنی اوښانو لرونکي) سپاره د احمد شاه بابا په اردو کې داخلېدل، څو چې وروسته وروسته د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر څلوېښتو زرو تنو او بيا اتيا زرو او حتی د ځينو مورخينو په قول يې يو لک او شل زرو تنو ته ورسېد چې اتيا زره يې غير منظم او څلوېښت زره يې منظم عسکر وو.

همداراز احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په لومړيو ورځو کې د اداري چارو د سمون او چلن په عرض په خپل نامه سکه ووهله چې دا بيت پر کيندل شوی وو:
 
او هم يې ځانته يو مهر وکينه چې په طاوسي شکل گردی او د صراحي د غاړې غوندې اوږد وو او دا عبارت پرې کيندل شوی وو:

تر دې وروسته احمد شاه بابا نورې سکې هم په نورو عباراتو ووهلې چې پره يوه مخ به يې فلوس احمد شاهي او پر بل مخ به يې يوه افقي توره وه چې دا توره په عموداً په قرابين يا توپک پرېکړه شوې وه او نورې داسې سکې د عبارتو په لږ اختلاف چې دا وروستۍ سکې په بېلابېلو کلو کې د هرات، کندهار، کابل، مشهد، اټک، انوله (روهيکنډ) او بريلی، بهکر او پېښور، تته (سند) کشمير، لاهور او اگره او ملتان په ښارو کې وهل شوي وې.

احمد شاه بابا د خپل دولت د هيت تر ټاکلو او د اردو تر تنظيم او د اداري چارو تر ابتدايي سمون وروسته د خپل هېواد د بېلو بېلو سيمو سياسي يووالي ته مخه کړه او وې غوښته چې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېری کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړې شوې وې بېرته ټولې په مرکزي افغاني دولت پورې وتړي او له هغو نه يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړی نو د دې مقدس ملي مرام د تحقق دپاره تر هر څه دمخه لکه څنگه چې د ده ثابت اصول وو د ولس د مشرانو مشوره او صلا ضرور و لازمي گڼله، ځکه يې نو د ولس د مشرانو يوه لويه جرگه راوبلله چې په دې باب کې ورسره سلا او مشوره وکړي، او د ده دد پاچهۍ لا درې مياشتې پوره نه وې چې جرگه راغونډه شوه او احمد شاه بابا هغو ته د افغاني دولت د مرکز سره د ټولو افغاني سيمو او بېلو شويو برخو د يو کولو او د يوه متحد او خپلواک افغانستان د جوړولو تجويز وړاندې کړ، تر خبرو اترو وروسته د جرگې ټولو غړو په يوه اتفاق هغه ملي تجويز ومانه خو احمد شاه بابا ته يې دا سلا او مشوره ورکړه چې لومړی دې د غزني، کابل او پېښور خوا ته هڅه وکړي او تر هغه وروسته دې په يوه مناسب وخت کې د هرات خوا ته وخوځېږي.

د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې  بعضی مؤرخين در تعين تاريخ و اعداد سفربريهای احمد شاه اشتباه کرده اند، مثلاً فيض محمد سفر اول احمد شاه و عودت او را از پشاور به قندهار در سال ۱۱۶۰ هـ ق (سال اول جلوس) مېداند (سراج التواريخ - ص. ۱۱) در حاليکه ما مېدانېم قتل نادرشاه در منتضنف سال ۱۱۶۰ هـ جمادي الاخر، اتفاق افتاده و احمد شاه چهار ماه بعد از ان تاريخ در شوال به پادشاهي افغانستان انتخاب گرديده است و البته مسافرت احمد شاه از خراسان به قندهار و اجتماع رؤسا با تشکيل جرگه و تعيين پادشاه اينقدر زمانه بکار داشت، پس واضح است جلوس احمد شاه دو ماه به انجام سال ۱۱۶۰ مانده واقع شد، در دو ماه تشکيل يک حکومت مرکزي و انتظام قندهار با ترتيب عسکر و تا پشاور سفر نمودن و عودت ظاهراً از سمتنعات است - احمد شاه در سال ۱۱۶۱ هـ ق. بحرکات سفريه آغز نمود ... - ۱۹۲ مخ احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توگه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو. دا چې په دې سفر کې د احمد شاه بابا د لښکر شمېر څو تنه ؤ، د مؤرخينو اختلاف دی، الفنسټون دوولس زره تنه دراني او بلوڅ بللي دي، فيض محمد او نورو په ۱۱۶۱ هـ. س. کال د لاهور خوا ته د حرکت په کې دېرش زره تنه ليکي، او گندا سېنگ بيا د لاهور خوا له پېښور څخه د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر د ۱۸۴۷ ز. کال د ډېسمبر په مياشت کې اتلس زره تنه گڼلی او د نندرام مخلص د ليکنې سره سم پينځه ويشت زره تنه، او د عبدالکريم د يادونې په اساس دوولس زره تنه پلي او سپاره وو. خو لکه څنگه چې موږ دمخه ووييل احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په سر کې شپاړس زره منظم عسکر چمتو کړي درلودل نو په دې سفر کې بايد څه نور غير منظم جگړن (يعنی قومي لښکر) هم پر زيات شوی وي، په تېره بيا له غزني نه تر پېښوره پورې ډېر پښتانه د احمد شاه بابا په لښکر کې داخل شوي وو، چې په دې حساب په دې سفر کې د احمد شاه بابا منظم عسکر دوولس زره او غير منظم قومي لښکر لس زره اټکل کېدای شي.

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د غزني، کابل او پېښور په نيت د کلات خوا ته (چې اوس ېې زابل بولي) وخوځېد ، او لکه څنگه چې محمود الحسيني د احمد شاه بابا د دربار منشي په خپل کتاب ٫٫تاريخ احمدشاهي٬٬ کې ليکي احمدشاه بابا تر کلاته پورې درې پړاؤه (درې منزله ) ووهل او څلورمه ورځ د کلات د کلانيم فرسخي ته ورتسليم او هلته يې واړول . 
د کلات کلا (لکه اوس چې هم ښکاري) پر يوه لوړې غونډۍ ودانه، او هغه وخت ډېره ټينگه کلا وه، چې محمود الحسيني يې په خپل کتاب کې داسې يادونه کړې: «قلعه کلات بر فراز تپه رفيع و زير پشته منيع واقع و از موضعی که شهر بر سر آن است»

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره له غزني څخه د کابل خوا ته وخوځېد، ناصر خان مقابلې ته چمتو شو، خو د مقابلې توان يې و نه شو درلودلای. د خپل بار اوښې سره د پېښور لورې ته وتښتېد، او په کابل کې د حکومت د زياترو چارو واگی د سيد درکاهی کابلي نومي سيد په لاس کې پاتې شولې.

په (۱۷۵۸م) کال کې مهمې پېښې په هند کې واقع شوې، سکهانو په پنجاب کې قيام وکړ او مرهټيانو په پنجاب کې په افغاني حکومت حمله وکړه او د هند دولت په ډهلي کې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې احمد شاه بابا د نصير خان په ځپلو کې بوخت ؤ، د مرهټيانو دغه فتوحات او سوقيات ډېر پراخه وو او احمد شاه بابا ددې جنګ له پاره د هند پر لور ور روان شو او تر ډهلي پورې يې په لاره یاغي قوتونه وټکول، بالاخره د پاني پت پر ميدان د دريو لکو مرهټي لښکرو سره مخامخ شو او د احمد شاه بابا د پياده او سپرو شمېر (۶۰۰۰۰) تنو ته رسېده، خو (۲۲۰۰۰) بنديان (۵۰۰) فيلان، (۵۰۰۰۰) آسونه، دوه لکه غواوې او څو زره اوښان ولجه په لاس ورغلله او فاتح کندهار ته راوګرځېد، د هند پاچاهي يې علي ګوهر د دويم عالمګير زوي ته وسپارله او نواب شجاع الدوله يې په وزارت وګماره.

په ۱۱۷۰ ه/۱۷۵۸ کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا گواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول.

مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جگړې ډگر ته راننوتل، ادینه بیگ او ورسره ټولو یاغیانو گڼ شمیر افغانان ووژل.

مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنگیالي ورسره ملگري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه.

احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په سهارنپور کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملگري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنگونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په گډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ.

احمد شاه بابا له خپلو جنگیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل.

جگړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرگونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل.

له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جگړه ټاکونکې وه او په دغه جگړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنگیالي له لاسه ورکړي وي.

د پاني پت جگړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جگړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.

د ( ۱۷۶۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنگي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.

(حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳۸۲، ۲۸۴)

کله چې احمد شاه بابا خبر شو، چې د خراسان اوضاع خرابه شوې ده، سره له دې چې ناروغه ؤ، بيا هم هلته ورغي او باغيان يې وټکول او پخوانی ړوند شاهرخ يې پاچا کړ، احمد شاه بابا دې پرله پسې سفرونو او جګړو سره قوي امپراطوري جوړه کړې وه، چې د خراسان څخه تر پنجاب او له آمو څخه تر عربو تر سمندرګي پورې د امپراطورۍ پولې رسېدلې، چې احمد شاه بابا د خپلو خاصو ځانګړتياؤ په اساس اداره کولې.
د احمد شاه بابا فرهنګي او ټولنيزې کړنې
ددغې عاليقدر پښتون امپراطور په وخت کې ادب او فرهنګ ته هم کار شوی ؤ، په خپله احمد شاه بابا په معنوي لحاظ هم يوه وتلې څېره وه او دده د اشعارو ديوان دده پر معنوي څېره ستر شاهد دی، د تصوف او عرفان سره علاقمند ؤ، خو په شعر کې يې حماسې هم ځای لره، د تاريخي افتخاراتو د ساتنې له پاره يې په (۱۷۵۴م) کال يې په کندهار کې د بيت الاشراف په نوم لومړنی موزيم جوړ کړو، همدارنګه د تاريخ له ثبت سره يې هم علاقه لرله، نو ځکه يې په درباري تشکېلاتو کې د دولتي مؤرخ له پاره يو مقام منځ ته راوړو او په (۱۷۵۷م) کال کې يې د دربار منشي محمود الحسيني په دغه دنده وټاکه او حسيني هم هغه مشهور تاريخ چې تاريخ احمد شاهي په نوم سره يادېږي، په دوه ټوکه کې وليکه او نور ډېر تاليفات دده په دوره کې رامنځ ته شو.

دا چې احمد شاه بابا د هند له سفر څخه راوګرځېد، ډېرو جنګونو او سفرونو ستړی کړی ؤ نو په لاره کې ناروغ شو، کله چې کندهار ته ورسېد، د ناروغۍ له امله ضعيف شوی ؤ او په (۱۷۷۳م) کال کې يې د درملنې په خاطر مشهد ته سفر وکړو، خو کله چې افغانستان ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی ؤ، په دې وخت کې يې يوه جرګه د رئيسانو او د دولت له مامورينو څخه جوړه کړه چې په نوموړې جرګه کې يې شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره موافقت وښوده، بالاخره د احمد شاه بابا ناروغي سخته شوه او د طوبې د غره په لور ولاړ چې بالاخره هملته احمد شاه بابا د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه د (۵۱) کلنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې او ډېر ژر دهغه د مرګ خبر په ټول افغانستان کې خپور شو، د هغه جسد مبارک يې د طوبې له غره څخه راوړو، د خرقې مبارکې تر څنګ يې خاورو ته وسپارلو، چې دده د مزار د ګنبدې ډبرلیک دادی.

شـــــاه والا جـــــاه احـــمدشــــاه درانــي که بـــود
درقــــــوانـــــین امورســـــلــطنت کسـرای مـنــش
ازنــــهـیــب قـــهرمـان ســـطـوتــش درعـــهــد او
شـــیر آهو رابـــه شــیرخـــویـش دادی پـــرورش
میــرســـــد از هر طــرف در ګــوش بد خوهان او
از زبــان خــنجرش هــــردم هزاران سرزنـــــــش
چــون روان شــد جــانــب دارالـبــقا‌‌ء تــاریخ بود
سـال هـجري یــک هــزار ویـکصدوهشــتادوشش
روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځای شه

احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری گاڼه، همدا سبب و چې د هند ستر علمي او روحاني شخصيت شاه ولي الله دهلوي ده ته بلنه ورکوله چې هندوستان ته ورشي او د هندوستان مسلمانان له جور او ستمه وژغوري او ورته ليکل يې:

در اين زمان پادشاهي که صاحب اقتدار و شوکت باشد و قادر پرشکست لشکر کفار و دور اندېش، جنگ ازمايي غير از ملازمان آنحضرت موجود نيست، لاجرم بر آنحضرت فرض عين است قصد هندوستان کردن

احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو.
ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو, او د ښه سواد خاوند وو, او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي.
لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:

چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو

چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم

چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه

تره به زه د هند په لور په تماشه ځم

پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه

نو ایران لره په توغ په نغاره ځم

معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې

تر نگين مي ایران لاندي شاهانه ځم

زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم

په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم

چي زما د ولایت فتحه روزي شوه

ترو به څه د یار له نازه کناره ځم

احمد شاه دنیا فاني گڼم چي نشته
 
دنیا پاته له ایمان به سره ځم

احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار ويلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي:

د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هجري شمسي کې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې په اهتمام چاپ شو.او بيا په کال ۱۹۶۳ سپوږمیز (میلادي) د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوې وو، چاپ او خپور شوې دي.
د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې غزل ،رباعي ،قطعه ،مخمساومربع برخه لیدل کېږي. 
دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې:

په آشنا به خبر نشم

څو خبر نشم له ذاته

که د خپلې خودۍ تیر شم

خود به زه شمه مراته

معرفت به مي روزي شي

که فاني شم و فنا ته

دا د یار مینه خوږه ده

چي پریکړې سر د زیاته

د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي, هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي.
 
 هیواده
ستا د عشق له وینو ډک شو ځیگرونه

ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه

تاته راشمه زړگۍ زما فارغ شي

بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه

که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي

زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه

د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم

زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم

چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي

چې په تورو پښتانه کړي گزارونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډگرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونسي د تمام جهان ملوکونه

د علم گنج کتاب که څه هم د سر پاڼې نلري خو په ۲۱ مخ کې يې داسې ليکل شوي دي:

له پورته ليکنې څخه څرگندېږي چې د علم گنج د شرح تر شروع دمخه د احمد شاه بابا د عربي اشعارو شرح وه او تر ۲۱ مخ وروسته د علم گنج شرح په اتو بابو کې پيل شوې ده.
او دا چې احمد شاه بابا په عربي ښه پوهېدی د مرحوم شاه فقيرالله جلال آبادي ثم شکارپوري له هغو مکتوبو څخه هم ثابتېږي چې احمد شاه بابا ته يې په عربي ژبه ليکلي دي.

احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي. 

احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنگ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ.

احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزگلوي او قام دوستي ښگيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی.

احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې.

د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنگ درواج پوت مهاراج اسيري سنگ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنگ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر گدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره گرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده.

کله چې جنگي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنگرو مخامخ حمله وکړه.

دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنگ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ.

د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنگ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه.

دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنگه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو گرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنگ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنگرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولگېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمگړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنگ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنگ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيگ دوه ځايه په گولۍ ولگيد په دغه آن کې صفدر جنگ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنگه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي.

هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورگاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو.

مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنگ اباد، گجرات او سرور ماليه يې چې ( ۱۴۰۰۰۰ ) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرگه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او گډون کونکي يې ووژل.

خپل هيواد پوری د هرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ.

په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه.

امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنگ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې د مشهد دخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه.

احمدشاه په خپل وطن پوری د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ( ۶۰۰۰ )زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل.

دده خدمتونه په هند او نېشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وگرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د (هنگی) سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه .

شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دگلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندهار، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ.

په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل.

احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپه سالار راجا گورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنگ و نوښت په دغه جنگ کې راجا گورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو گاني احمدشاه چې د سرهند جنگ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنگ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل .

احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د گنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د گنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنگ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی.

احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری د نشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولگيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنگ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنگ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راگر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی.

احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ.

دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنگر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د (جلوايي) سيمه يې خپله عسکري قرارگاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلې ته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ ، نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی.

همداشاهی احمد شاه د کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو د پاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارگاه مشهد ته راغی.

ځني وايي چې شاه پسند خان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور لوری ته وخوځيد. کله چې احمدشاه نيشاپور ته ورسيد علی قلی باز ښار ورته کلابند کړ دده د يوی برخی سپرو د هر يوه سره چې کابل په تول دوه نيم چهارکه چودن احمدشاه د افغاني استادانو د تاريخ سلطاني په قول دفرنگي صنعت گرانو په واسطه يو لوی توپ جوړ کړ چې څلورسوه دوه اويا پونډه گولی به يې غورځوله ددغه توپ گولی چې د نيشاپور پر ديوال ولگيده د يوال او روڅرمه ټول کورونه يې ړنگ کړل د نيشاپور خلک د ډار څخه احمدشاه ته په تسليم راضي شول هغه وخت چې احمدشاه ښار ته ننوت عباس قلی ناببره حمله پر وکړه خو د لږ گړۍ وروسته مات شو او د احمدشاه په لاس ورغی . عباس قلی د احمدشاه څخه عفو وغوښته د احمدشاه چې دلاور ميړونه خوښ وه هغه يې معاف کړ او بيرته يې د نيشاپور د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او د ده قام يې غزني ته راوست احمدشاه په ۱۱۶۸ کې د هرات له لاری کندهار ته راغی او تر ۱۱۷۰ پوری په کندهار کې پاته شو.

احمدشاه بابا په اووم سفر کې په ۱۹۷۰ کال د پنجاب او کشمير د چارو د تنظيم او د ډيلي د نيولو د پاره تياری ونيوی . هغه وخت چې ميرمنو معين الملک د پنجاب نائب الحکومه په ۱۱۶۷ - ۱۷۵۳ مړ شو او احمدشاه بابا دده مقام د هغه کوچني زوی ميرمومن ته ورکړ چې د حکومت کولو په وخت کې مور مغلاني بيگمی او زوم خواجه موسی هم مرسته ورسره کوله خو د مير مومن دمړيني وروسته د مغلاني بيگمي او د لاهور د لويو مامورين په منځ کې اختلاف پيدا شو او د حکومت چاری وراني سوی احمدشاه بابا امان خان پوپلزی د سردار جهان خان ورور د هغه ځای د نائب الحکومه په حيث وټاکه . ددغه نائب الحکومه تر رسيدو پوری د پنجاب نورو اميرانو او د نائب الاحکومه گې مرستيالانو اوضاع دې حد ته ورسوله ، چې د دهلي د پاچا په موافقه شهاب الدين عه د الملک غازي الدين خان بهادر د هند ددولت وزير سيد جميل نومی د يو لښکر په مشرۍ د لاهور د نيولو دپاره امر وکړ . ده د ميرمنو مور په حيلی سره بندی کړه او ادينه بيگ نومی يې چې يو چالاک سړی ؤ د هغه ځاي د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

غازی الرين همدا شاهنی په کشمير کې سکحيون ستوفی تحريک کړ او هغه د کشمير نائب لاحکومه خواجه کوجگ او نظامي قوماندان ميلمستيا په دسيسه کې ووژل او د دهلي د نائب الحکومه په حيث يې په کال لاس پورې کړ . احمد شاه ته چې دغه خبر ورسيد ، د بلوچستان د شمالي برخی څخه سند ته راغی د انډاس څخه تير شو لاهور ته ورسيد ادينه بيگ چې وپوهيد د احمدشاه په مقابل کې نه دی او نه غازی الدين مقابله کولای شي ، لاهور يې پرېښود د هانسی کلا ته رهي شو ، احمدشاه چې غوښته د پنجاب امنيت د دهلي د دربار څخه د ضرر عناصرو ورکولو د لاری تامين کړی ، د خپلو ديرشو زرو لښکرو سره د ستليج څخه پوريوت او په دې وخت کې نورالدين خان باميزی هم د کشمير يا غيان رعيت کړل سکجيون مستوفی يې ونيوی او لاهور ته يې بندی واستاوه او احمدشاه بابا د دغه خدمت په مقابل کې دی د کشمير نائب الحکومه مقرر کړ(او په ۱۱۷۷ ) کې کندهار ته راغی ، هغه وخت چې د هند دربار د احمدشاه د هرکلی د پاره يې ترتيبات ونيوله او د هند افغاني سرداران لکه نجيب الدوله ، حافظ رحمت خان ، احمد خان بنگښ ، نواب دوندی خان ، سعدالله خان د احمدشاه د لښکرو ملگري شول.

د نجيب الدوله اصلي نوم نجيب خان ؤ . په ۱۷۰۷ کې له پېښور څخه ۲۵ کروه لری په مانيری نومی کلی کې زېږيدلی ؤ ، د پلار نوم يې اصالت خان ؤ ، چې د پښتنو د مشهوری قبيلی عمر خيلو څخه ؤ.

د نجيب الدوله اکا (بشارت خان) د اسانو سوداگر ؤ ، چې هند ته به يې تگ راتگ کاؤ . ده درو هلکينډيو پښتون نواب علی خان سره وپيژندله او ددغی پيژڼدگلوی له کبله بشارت خان خپله لور دغه پښتون نواب ته ورکړه . په بل وار کې چې بشارت خان د وطنه څخه هند ته تللی ، نجيب خان يې چې يتيم او د اکا د سر پرستی لاندی ؤ هم يې د ځانه سره بوتلی او کله چې هغه علی محمد خان وليدی په ده کې يې دد لاوري او وفاداری نخښې پيداکړی او د ( ۱۲ ) کسو سپاهيانو مشري يې ورکړه ، وروسته چې ده (بهارمل) مات کړ ډير فتوجات او ميړانی يې وکړی د بسولی او ددغه ځای شاو خوا علاقی نواب دوندی خان ته لورو کړه ( ۱۷۴۷ ) او دغه نواب ده ته د چاندپور، نگينه پور، بچنور او نوری سيمی وسپارلی ددی وروسته دی د نواب علی محمد خان نوکر نه بلکه د روهيله حکمرانانو کورنی يو غړی ؤ او په دغه کوچنی ځايونو کې يې نوابي شروع کړه.

احمد شاه د ډيلي څخه ديرش ميله لری وو چې غازالدين وزير د هند دولت په نامه د بسونيت په برخه کې دده هرکلي وکړ او د دهلي دربار سياسي خطا يې بخښنه وغوښته او احمدشاه د هند دربار د مصارفو په تاوانو ورکولو مجبور کړ خو څرنگه چې هغه ونه منله نو احمدشاه ددهلی ونيوی او د لښکرو په لاس يې زيات غنيمتونه ورغلل ددهلي په ۱۵ ميلي کې دهند شهنشاه محمد عزيز الدين (ثاني عالمگير) د احمدشاه مخې ته د هرکلي لپاره ورغی . ده د عالمگير ثاني لور خپل زوی تېمور ته په نکاح کړه او نجيب الدوله يې د هند سپه سالار مقرر کړ.

په دې وخت کې نو نجيب الدوله دروهلکينډ (د سهارانپور څخه تر شاه جهان پور پورې درو هلکينډ سيمه وه) يو نواب نه ؤ لکه ددهلی ددربار يوه مضبوطه ستن هم سوه.

د نجيب الدوله د مشورې پرته به پاچا څه کار نه کاوه. د پاچا نژدې کسانو لکه عمادالملک صفدر جنگ او ميرزا نجف خان د نجيب الدوله په مقام حسد خوړی او د خپلو مناقفو او د سيسه کاريو يې ضد گڼلیځکه دوی کله د جاټانو، کله د پنجاب دسکانو اومر هټيانو سره توطئ جوړولی او هغوی به يې پردهلي باندې د حملی کولو دپاره تشويقول احمدشاه يومياشت او څو ورځی په دهلی کې پاتهشو او سردارجهانخان يېد جاب دقوم درعيتولو دپاره ولېږی هغه ديلم گړ کلا او د (متری) ښار ونيوی او اگری ته ولاړ خو جات قوم د شديدی مقابله له کبله بېرته راوگرزيد.

په دهلي کې داحمدشاه د اوسيدلو په وخت کې دهند معزول و زير غازی الدين د مالياتو د ټولولو دپاره د شهزاده هدايت بخش د ثانی عالمگير د زوی او دده زوم ميرزا بابر او يو افغانی سردار جهان خان د يولښکرسره فرح اباد ته ولاړ.

په دی وخت کې سردار احمدخان بنگښ دهغه ځای والی مړشو ټول مال او سامان يې احمدشاه بابا نه وبخښی غازی الدين بيا اودی ته ولاړ داودی والی شجاع الدوله له جنگ ته حاضر شو خو روهيلي پښتون سعدالله خان هغه پريښود او د پنځه سوه زرو روپو په ورکولو يې مجبور کړ غازی الدين په دی وخت کې په فرخ اباد کې ټال شو او د احمدشاه حضور ته نه راتلی.

په همدغه وخت کې په هند کې شديده کالا راپېښه شوه څرنگه چې احمدشاه ددهلی ددربار وضع ښه بلله نو افغانستان ته دتلو حرکت يې وکړ.

هغه وخت چې احمدشاه د ستليج غای ته ورسيد عبدالصمد خان ممن زید قاضي عطاوالله خان په قول محمدزی يې د سرهند حاکم مقرر کړ همدا شان د ستليج او بيا په منځ کې يې سر فراز خان افغان حاکم مقرر کړ او دملتان نائب الحکومه گی يې شجاع خان ابدالي ته ورکړه.

احمدشاه چې لاهور ته راغی په دی پوهيدی چې سکانو بيا دهغه ځای امنيت خراب کړی دی نو سپاه سالار جهانخان يې دتمور دمرستی دپاره د امرت سر د سکانو د نتبيهه کولو دپاره مامور کړ د کشمير حکومت يې بلند خان سدوزی ته ورکړ او د پېښور د لاری يې د کندهار خواته حرکت وکړ.

احمدشاه په ۱۱۷۳ - ۱۱۷۴ کې د بلوچستان دنائب الحکومه درعيتولو او مرهټيانو د تنبيهه کولو دپاره تياری ونيوی.

احمدشاه لا په کندهار کې يوه مياشت نه وه تيره کړی چې د پنجاب امنيت دسکانو دنوی طريقی او تقويه کيدلو او د هند د شهنشاه د معزول وزير غازي الدين ابن قيروز جنگ او ادينه بيگ د توطئو له کبله خراب شو ادينه بيگ د وابه مخصوص (جلندر) په سکانو د لښکرو مشر سو ادينه بيگ د سکانو دوابه مخصوص (جلندر) سکانو لوټ کړ او عملا د پښتن په مقابل کې دوريدی خو دهند ندحکومت خطر تر پيجاب زيات ؤ

د اورنگ يب د سلطنت په وخت کې (سيواجی) نومی د هند په جنوب کې دمرهټو د حکومت اساس کښيښود او داورنگ زيب د مړينی ديرش کاله لا نه وه تيرشوی چې مرهټيانو د هند په جنوبي شبهه جزيره باندې سلط قا يمه کړه او ددوی پاچا (بالا جی) غوښته چې ټول هند يې تر لاس لاندې وي.

غازی الدين چې فرح اباد ته مرهټو ه تښتېدلی وو په دغه وخت کې يې احمد خان بنگښ په دی هيله چې ده ته په دهند سپاه سالاری ورکوي دځان ملگری کړ او د دکن مرهټيان يې هم د ځان طرفدار کړل د نجيب الدوله او شجاع الدوله د مځکو نيولو علاوه يې د شمالي هند او افغاني ختيځو سيمو د نيولو دپاره تحريک کړل همداشانی غازی الدين د هند په جنوب کې جاټان او په لويديځ کې يې راجپوتان پردهلي باندې د حملې کولو دپاره تحريک کړل خو دغه تحريکات په اوده کې دواب شجاع الدوله له دبيداری له کبله ناکام شول.

په ( ۱۱۷۲ ) کې (پيښوا) د زياتو پياده ؤ سپرو لښکرو او توپخانی سره د شمالي هند او پنجاب د نيولو دپاره عزم وکړ، ددغو لښکرو قوماندان د مرهټيانو دپاچا ورور (راگونات راو) چې را گويا نوميد ټاکل شوی ؤ ددوی سره غازی الدين (سنديا) هو لکر، جنگو راو، اود مر هټيانو څه نور مشران ملگري وه هغه وخت چې دغه لښکر د جاتانو مځکی ته راورسيد د پخواني تړون په اساس سورج مل جات هم ددوی ملگری شو.

يوه ټولگی عسکر يې د (جنگوراو) په قوماندانی د اجمير بله ټولگی عسکر يې د (سنديادتا) په قومانداني د پنجاب لوری ته وخوځېدل اوخپله (گوبا) د دهلی لوری ته وړاندی تگ شروع کړ او نجيب الدوله په هند کې افغانی سپاه سالار د مرکز مدافعه کوله خو څرنگه چې د افغانستان له خوا مرسته پې باندې بنده شوه او دده مدافع قواوی د مر هټيانو په مقابله کې هيڅ نه وی نو دی سهارنپور ته راتر شا شو هغه ټولگی عسکر چې پنجاب لوری ته خو ځيدلی وه په سرهند کې يې افغانی سر دارعبدالصمد ممن زی مخه ونيو له دغه افغانی سردار دومره په ميړانه او د لاوری و جنگيدی چې لښکر يې ټول تباه شو او خپله ددښمن په لاس ولويد.

په سر هند کې د ادينه بيگ قواوی هم ورسره ملگری شوې او دستليج څخه پورې وتلی سر دار جهانخان ته دخپلو قواو او ددښمن د قواو مواز نه ملومه وه نو ځکه لاهور ته ځنی راترشاشو دمريټيانو سر لښکر دير ژر لاهور ونيوی او افغاني سپاه سالار په جنگی تکتيتک پيښور ته ځنی راتر شا شو ځکه مرهټيانو دسند څخه تر اټکه پورې د اباسين کنڼی عاړی او د ستليڅ راسته غاړی ټولی ونيولی، سنديا يا ترستليج پوری وت او د سهارانپور خواته رهی شو ځکه غازی الدين د مرهټيانو دلښکرو سره د نجيب الدوله مقابلی ته لاړ نجيب الدوله د حافظ رحمت خان په مشوره داوده دنواب شحاع الدوله څخه چې دهغه موقعيتهم په خطر کې لويدلی ؤ مرسته و غوښته او هغه هم د نجيب الدوله له په مرسته د جنگ ميدان ته ورودنگل نو په دی ډول ددواړو قواؤ په منځ کې څه تعادل راغی په دی وخت کې سنديا هم د غازی الدين د مرستی دپاره راورسيدل که څه هم مرهټيان ډير په زور کې وه خو پنجاب ته د عليحضرت احمدشاه بابا د رارسيدلو خبر ددوی روحيات ضعيفه کړل.

پخوا هم احمدشاه بابا ته د هند د مسلمانانو، نوابانو او روحانيونو له خوا ليکونه رارسېدلی وه چې ددوی د ژوندانه وضع په هند کې د خطر او نيستی سره مخامخ ده په دغو کې ډير مشهور او غوره ليک د حضرت شاه ولي الله صاحب ؤ چې د خپل مريد فيروز بخت په لاس يې په کوئټه کې داحمدشاه بابا حضور ته تقديم کړ.

همدا شانی شاه ولی الله صاحب نجيب الدوله هم ددغه خدمت او غزاته دپاره رابللی ؤ لکه په خپل يو سياسي مکتوب کې چې وايي: ( دلوي خدای منبع الحسنا، امير المجاهدين، رئيس الغزات په نو نوو فتو حاتو او ډيرو برکتونو ولمانځی، د فقير ولي الله د خوا هيله ده چې خدای يې د هيله مند په څير په خپله درگاه قبوله کړی، او تا د اسلام دد ښمنانو شکست ورکوونکی کړی، او دخدای څخه مې هيله ده چې دا زما هيله ډير ژر په سر ورسېږي، په هندوستان کې دری فرقی په سختی او شدت سره يادېږي که ددغو قرقو سټه ورانه، نه شي بيا به نه کوم پاچا نه امير يا سردار او نه اولس په آرامه ځنی کښينی، ديني او دينوي مصلحت په دیپ کې دی چې دمرهټو دوهلو او جنگ گټلو وروسته ژر تر ژره د جاټانو کلاگانو ته مخ وگرزوی او دغه کار په غيبی برکت پای ته ورسوی، ددی وروست هبيا دسکانو وار دی دی قرقیته هم شکست ورکول په کار دی، د الله تعالی درحمتونو منتظر اوسه.

احمد شاه ته چې دمخه د پنجاب د سکانو او مرهټيانو خطر معلوم ؤ نو د شهزاده تمور او سپاه سالار جهانخان دروحياتو د تقويه کولو دپاره يې د نورالدين خان په مشرۍ يو ټولگی عسکر پنجاب ته لېږدولي وه دی چې داباسين څخه تير شو د احد شاه دراتلو اوازه په پنجاب کې خپره شوه د چناب تر غاړو پورې چا مقابله ورسره ونه کړه او وزير اباد ته ورسيد او دلته ډيره سوځکه ده تر هغو چې احمدشاه بابا نه وی رارسيدلی د مرهټيانو سره يې جنگ کول مصلحت نه گاڼه احمدشاه باباد بولان ددری څخه سند ته راغی او دشمال خوا ته يې د اباسين راسته غاړو ته حرکت وکړ دپیښور څخه شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان دځان ملگري کړل د اټک څخه تيرشو او وزير اباد ورسيد د احمدشاه بابا په وروسته پسی د کندهار غير منظمی قواوی هم راروانی وی.هغه وخت چې د مهټيانو د سرحد ساتنوالو ته دغه خبر ورسيددوی د انډس څخه لاهور ته تر شاه شول لاهور د سابا، نومي مريټي په لاس کې ؤ چې دادينه بيگ د مړينې 
وروسته يې په ( ۱۱۷۲ ) کې نيولی و ساباد د خپلو لښکرو سره د سند يا دلښکرو په مرسته د ستليج څخه راپوريوت حمد شاه بابا دخپلو لښکرو سره چې دير شو زرو کسو ته رسيدل په 1173 کې د پنجاب قطب دری ته ورسيد هلته د سند څخه تير شو او دسهارنپور لاره يې واخيستله.

مرهټيانو هم په دی ډول جنگی احضارات ونيول، سنديا او غازالدين چې په سکر تال کې د نجيب الدوله د محا صری کولو او داوده د نواب شحاع الدوله سره په حنگ کول ولگياؤ ددوی سره يې روغه وکړه غازی الدين ددهلیخوا ته ولاړ، او سنديا د مرهټيانو دلومړي لښکر د قوماندان په حيث د پنجاب لوری ته حرکت وکړ.

غازی الدين چې دهلی ته راورسيد د هند پاچا غزيز الدين محمد عالمگير ثانی يی په خصوص توگه د منځه واخست او دده په عوض کې ې محی السطنه بن کام بخش بن اورنگ زيب په نامه پاچا کړ او د هند د پاچاهی واگی يی دوزير په نامه په خپل لاس کې واخستی د مرهټيانو دوولښکرو د هلار او هلکر په مشری نظامي احضارات وکړل غازی الدين او جنکور ا په دهلی کې نظامي ترتيبات ونيوله راگوبا مرهټی ته تللی ؤ.

احمدشاه لاپه سهارانپور کې ؤ چې سپاه سالار نجيب الدوله او سعدالله خان بړيڅ روهيله د کترا (مراد اباد، بداون، بريلی) د سيمی مشر د خپلو سردارانو سره لکه حافظ الملک حافظ، رحمت خان زوی يې عنايت خان ، دو ندی خان، قطب خان دلسوزرو لښکرو سره ورسره ملگری شول.

شجاع الدوله د شخصي کارونو کولو دپاره او ده ته تللی ؤ احمدشاه د سهارنپور څخه ددهلی لوری ه حرکت وک شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان يې د لسو زرو لښکرو سره خی ته واستول ددهلی په لار کې دسنديا اتيازره لښکری چې د احمدشاه بابا د راتلو په انتظاريې يوست د جهانخان د لښکرو سره مخامخ شوی او شديد جنگ شروع شو دزياتو تلفاتو ورکولو وروسته هغه لښکری د افغانی لښکرو د فشار له کبله دهلی ته نژدی د بدنی ميدان ته ترشا شوی په دې وخت کې د احمدشاه بابا لښکر راورسيدلو او سندد ياتا په ميړانه وجنگېد خو په پای کې د زياتو تلفاتو ورکولو وروسته چې څو زره لښکری يې وتښتېدی او پښتنو هغه لښکر تر ۲۵ ميلو پورې پسی واخست سخت مات شول دغه فتح يې د 1173 کال په نيمې کې د جمادی الاخر په مياشت کې وکړه په دی جنگ کې د تاجی پټيل هم ووژل شو که څه هم مرهټيانو يو بل سردار ملهار او هلکر دته جی دپيټل په مرسته راورسيد خو احمدشاه چالاکی وکړه او پر هغو لښکرو يی هم نابو بره حمله وکړه تيت او پرک يی کړل غازی الدين چې دا احمدشاه ددغی فتح څخه خبر شو دهلی يې پېښود د جنوب خوا ته د جاتانو مځکو ته وتښتېد په دې وخت کې د مرهټيانو دوهم قوت د جمنا چپیخوا ته په مکندره کې ؤ احمدشاه ددغه قوت د ماتولو دپاره شاه پسند خان اسحق زی د پنځوزرو سپرو سره واستاوه دی دهلی ته ننوت او ترجمنا پوری وت او په مکندره کې يې پر دښمن شبخون و کړ ددښمن قوت يې مات کړ ا ددوی قوماندان (هولکر) د څو سپرو سره و تښتېد ټول تجهيزات يې د احمدشاه د لښکرو په لاس ورغلل درا جبوتو مشران د جپور او ماروار راجاگانو سوغاتونه د احمدشاه حضور ته ورولېږل جاتانو چې دهغه ځای امنيت خراب کړی ؤ احمد شاه بابا يو ټولگی عسکرد هغوی د تنبه کولو لپاره واستول او تر (ارام گده) پوری يې هغوی تر شاه بوتلل او ددغی کلا ټول تجهيزات د احمد شاه بابا د لښکرو په لاس ورغلل غازی الدين او سورج مل هم د خپلو حرکتونو څخه پښېمانه شول او د حافظ رحمت خان په شفاعت يې وبخښل او په انوب ښار کې نواب شجاع الدوله او دفرخ اباد څخه احمدخان بنگښ د لسو زرو غير منظمې لښکرې سره ورسره يو ځای سو همداشانی د کندهار څخه په زرو غير منظمې لښکرې د حاجي عطامحمدخان او کريمدادخان په مشری د احمدشاه حضورته راورسيدلی د احمد شاه منظم لښکر دهغو نورو لښکرو سره چې شجاع الدوله په گډ کړي وه تقريباً پنځوسو زرو ته ورسيد څلويښت زره د احمد شاه بابا خپل پښتانه لښکروه لس زره د شجاع الدوله او ديرش زره روهيلی منظم لښکروه د مرهټيانو د فوجو قوماندان د مرهټيانو د فوجونو قوماندان د مرهټيانو د پاچاهي وليعهد وسواس را وؤ دغه فوج د کن څخه پر دهلی راغی او د پښتنو قوت د لږ والي له کبله يې دهلي په 1760 د جولاي په 22 ونيوی.

احمدشاه د جمنا پر دا بله غاړه بروت و دسند داو بو د ډيروالي له کبله يې ددهلي سره مرسته کولای نه شوای او مهټيانوددهلي شمال ته گنج پوره هم ونيوله او دهغه ځای پښتانه لښکر يې تبا کړل احمدشاه په دغو واقعو ډير خفه شو او احمدخان يو سفزی ته ې امر وکړ چې د جمنا څخه پوری وزی خو مرهټو هغه وخت چې ددغه افغاني سردار لښکر دسند منځ ته راورسېدل گولی باندې چلولی او دغه لښکر نه مخکې تلای شي او نه تر شا او زيات تلفات هم ور ورسېدل احمدشاه بابا زيات په قهر شو او په خپله د اس په سپور له دې سره چې د جمنا رود ډک او خطرناک او به بهيدې او مرهټيانو گولی باندې چلولی د سند څخه خپلو قواو سره پوريوت او مرهټيان يې دپاني پټ ميدان خواته ترشا کړل احمدشه دوی پسې تعقيب کړل په دې وخت کې مرهټيانو د پاني پت په شمال کې استحکامونه جوړ کړي وه او د سنبالک په برخه کې پنځه ويشت زره پيش قراو لانو ځای نيولی ؤ احمد شاه بابا کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان چې پنځه زره رساله ورسره وه د هغو ی دمقابلی کولو دپاره امر کړ او په يوه ورځ يې ټول مات کړل د پاني پت په ميلي کې دواړه سره دښمن لښکر يو ويل مخامخ ته ددريو مياشتو دپاره پراته ؤ دپاني پت په جنگ کې احمدشاه بابا لوړ حربی تدبيرونه نيولی ه او دخپلو استخباراتو په واسطه يې ددښمن د لښکرو ذخيره او دارتباط وسيلی ښه کشف کړی وی او دخپلو گزمو په واسطه يې د شمال د خوا څخه د (الاجيت) نومی هندو د خوړو او ارزاقو مرستی بندی کړی او ددهلي خزانی چې مرهټيانو پاني پت ته وړلی او راوړلی راو گرزولی ا ضبطی يې کړی.

په دی وخت کې مرهټيانو بله ]ټکی وکړه گوبن پنډت نومی يو قوماندان يې دلسو زرو لښکرو سره پراودهاور هلکينډ باندې چې د شجاع الدوله له او نجيب الدوله وطنو نه وه په حملې کولو مامور کړخو ددهلی په 18 ميلي ک عطايی خان کندهاری د خپلو پنځوزرو سپرو سره پر هغه حمله وکړه او دغه لښکری مات کړ که څه هم مرهټيانو دوه ځله نوره نابوبره حملې وکړی خو سخت مات سول او دد څخه وروسته ديرغل کولو دلاوري ځني ولاړه.

قاضي عطاوالله په خپل تاريخ کې د الفنسټن په حواله وايي: که څه هم د درانو قوج هم د خرڅ او هم دخوراک له کبله په تنگ شوی ؤ خو د احمدشاه بابا د صبر بيداری تحمل له کبله به ډير مشکلات حل کېدل، څرنگه چې ټولو لښکرو پر هغه باندې اعتماد درلود او هغه به خپلو هندوستانی ملگرو سره په ښه نرمی او خوش خلقی سلوک کاؤ نو ځکه يې په لښکرو کې نا آرامي او زړی بدی نه پيښېده خو د مرهټيانو فوج دجنگ د مصيبتو څخه په تنگ شوی ؤ دغه مصيبتونه به يې د خپلو مشرانو ا نظامي کسانو د لاسه گڼل، که څه هم د مرهټيانو سردار بهاود نواب شجاع الدوله په واسطه د صلح پېشنهاد وکړ خو نجيب الدوله نه مانه او ويل به يې که احمدشاه بابا ولاړ شي مرهټيان به په قبرونو کې هم زموږ هډوکي پرېنږدي مرهټيان هغه وخت چې دلوږې او بد بويې څخه پ تنگ شول د چهارشنبی په ورځ د جمادي الاخر په 1146 قمري کې چې د 1761 کال د جولای د 16 سره متصادفه وه په جنگ کولو مجبور شول د مرهټيانو پاچا زوی (وسواس راو)تر قيادت اوسدايشو بهاو په قوماندانی حرکت وکړ د مرهټيانو د يرغل کونکی لښکر شاته ( 2400 ) پيلان او د ابراهيم خان تر مشری لاندې څلويښت زره کار د مسلمانانو حرکت کاوه ددوی منظمی توپخانې هم په اوربل شروع وکړه او په دلاوري مخی ته راتلل احمد شاه بابا هم په يو حاکم ځای موقيعت ونيوی او د جنگ دوضيعت څار يې کاوه او د افغاني لښکرو شا يې تقويه کوله په دغه وخت کې صدر اعظم شاه وليخان د لسو زرو زره پو شور مالی سره د احمد شاه بابا په حضور کې ؤ دپښتنو ديوی خو په لښکر کې سپاه سالار جهانخان او بليخوا يې شاه پسند خان قوماندان حرکت کاؤ او دجنگ په دمخه ليکوکی درو هلکينډ پښتانه سردارانو نجيب الدوله او شجاع الدوله ځای نيولی ؤ د احمد شاه بابا درنه توپ خانه هم په خدمت کې حاضره وه مرهټيانو نجيب الدوله او سردار عنايت خان دلسوز زرو لښکرو سره تباه شو شجاع الدوله د لسو زرو لښکرو سره سخت ير غل وکړوکه څه هم د پښتنو دراسته خوا قوت موجود ؤ خو چپی خوا قوت يی دمرهټيانو د زياتوب له کبله ماتيدو ته نژدی شو احمد شاه بابا چې دغه نازک حالت وليد خپلو لسو زرو لښکرو ته يې چې په 12 کنډکو ويشل شوی وو د يرغل امر وکړ دوو کنډکو په وار پر دښمن يرغل کاؤ په دغه اوربل شهزاده بسواس او ورسره منصبداران ووژل شول او ددښمن راسته خوا بيخی کمزوری شوه د شهزاده مړينی د مرهټيانو د لښکرو روحيات بيخی مړه کړل دپښتنو د توپخانی اوربلونو د مرهټيانو پيلان يازخمي او ياو تورول او ډيره يې انتظامي يې پيښه کړه د پښتنو لښکرو ته د حملی ښه زمنيه برابره شوه او عمومي يرغل يې شروع کړ دوی د تورو او لاس په لاس جنگ ته سره ورسېدل دغه دومره سخت او همناک جنگ ؤ چې غالب او مغلوبه نه شو معلومېدلی خو پښتانه په اخر کې عالب شو ل د مارسدن په قول دوه لکه مړی پر ميدان پاته شول هغه څه مرهټيان چې پاتې شوه پښتنو هغوی تر 40 ميلو پوری تعقيب کړه او ټول ي تباه کړل او ددرو مشهورو قوماندانانو هولکر، شميراو ، ماجی سنديا پرته نور ټول ووژل شول.

دهغه دوری يو مؤرخ د نجيب الدوله د ميړانې او توريالتوب په خصوص کې ليکي:ـ

کله چې د ابدالي لښکرو سپاه سالاران جهانخان، شاه پسندخان او شاه وليخان او هم دروهلکينډ نوابان حافظ رحمت خان، احمد خان بنگښ او نجيب الدوله د مرهټيانو توپونو سره راگير کړل، اخرنجيب الدوله خپل سرپرميدان کښيښود دلسو زرو پياده روهيله ځوانانو سره يې په مرهټو په او ربلونکو کلا گانو ورو ځغاست او روهليو د نورو په ځای په توپکو مقابله کوله د مرهټو مشهور جنگيالی سردار (بهاؤ) او ښی (بلونت راو) ووژی او نجيب الدوله له خپله ميړانه او وطندوستی دټولو په مخ کې په اثبات ورسوله.

په دغه جنگ کې دنقدو پيسو علاوه پنځوس زره اسان دوه لکه غويان 500 پيلان، څو زره او ښان دمجاهدينو په لاس ورغلل په متوسط حساب هر پښتون عسکر ددښمن د پنځو نفرو په مقابل کې جنگيدی او هر يوه دښمن دری نفره وژلی وه او هرو درو کسو ددښمن دری کسه بنديان نيولی و، په دی جنگ کې ددښمن 66 زره کسه ونيول سول ابراهيم کار دی چې مسلمان ؤ ووژل شو او نور مشران وبخښل شوه.

ددغی فتح وروسته احمدشاه دهلی ته راغی او ددهلی تخت يې شاه عالم مغولی ته ورو بخښه او د هند سياسي او اداري چاری يې نواب شجاع الدوله له ته د هنددو زير په نوم چې خپله احمد شاه بابا ده ته د فرزند خان او د هند د رستم لقب ورکړی وروسپاري او نجيب الدوله له يې هند دلښکرو عمومي قوماندان و ټاکی او نصيحت يې ورته وکړ چې د پاچا سره واوسه او دهغه پوره پوره ملگرتيا کوه.

احمدشاه بابا جې لاهور ته ورسيد د پنجاب حکومت يې زين خان مهمند ته ورکړ او خپله د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی او د کندهار د اوسنی ښار په جوړولو يې پيل وکړ.

د ځنو مؤرخينو په نظر د مرهټيانو د غی ماتی انگريزانو ته په هند کې د پيشقدمي زمينه مساعده کړه که احمدشاه بابا ددهلی تخت مغولی پاچاته نه وای ورو پخښلی د خپل سلطنت مرکز يې لکه د پښتنو نورو پاچا هانو د دهلی او يا لاهور انتخاب کړی وای د سکانو د حملو څخه به هم دی او هم دده زوی په امان وای او داسی سلطنت به يې جوړ کړی وای چې لويه پښتونخوا او هند به يې ترنگين لاندې وای.

جی ډی، کننگهم چې د سکانو تاريخ ليکلی دی د احمد شاه بابا په خصوص کې درومی مؤرخ تيسټيس هغی قصی ته اشاره کړي ده چې درومی گيلبه په خصوص کې يې ليکلی وه دي وايي چې درومی پاچا او فاتح ؤخو د سلطنت نظم او نسق يې نه شو کولای خو د سر اولف کيړو په عقيده احمدشاه بابا د پښتنو دسلطنت اساس کښيښود چې اوس هم د هغه سلطنت واگی دهغه دقبيلی د يوی بلی درانی څانگی په لاس کې دی دی زړور او دلاور وو د افرادو او قبيلو په تنظيم او رهنمايي کې ماهر وو هغه يقيناً مرد ميدان ؤ فطر تازړه سواندؤ سياست يې داؤ چې تر خپله وسه به يې روغی او جوړی زيار يوست هغه يو داسی پاچا ؤ چې هيچيری يې د ولس څخه ارتباط نه ؤ شلولی.

هغه وخت چې د احمدشاه بابا اردو د سکانو د سيمی څخه تيريدی په دې ځل د ادينه په عوض جيساسنگ چې د الاجيت له خوا تقويه کيدی لاهور نيولی ؤ او زين خان مهمند يې د کوت په کلی کې محاصره کړي ؤ همدا شانی سکانو د کشمير سکان هم پارولی وه او د هغه ځای پر محلی حکومت باندې يې يرغل کړی ؤ په 1175 کې د پنجاب ا کشمير مرکزونه دياغی سکانو په لاس ورغلل احمدشاه بابا چې د سکانو د بغاوت څخه خبر شو

لاهور ته يې د سفربری امر وکړ کله چې احمدشاه بابا لاهور ته ورسيد 1175 نيمايي کال تيرشوی وو په دې وخت کې د (چنداله) او کوب په کليو کې سکانو د پښتنو د منصبدارانو سره جنگ کاؤ احمدشاه بابا پښتنو ميصبدارانو ته مخصوصه اطلاع ورکړه چې دده د لښکرو د حملی په وخت کې د دوی د لښکرو افراد شين پاڼی په خوله ونيسي چې دسکانو د لښکرو څخه وپيژندل شي احمدشاه بابا پر سکانو نابو بره حمله وکړه او دسر هند خواته يې تر شا بو تلل ددغه ځای څخه احمدشاه بابا دوی تعقيب کړه د ستليج څخه تير شو په 58 ساعته کې يې ( 135 ) ميله لار ووهله او سخته حمله يې باندې وکړه او د اويا زرو سپرو او اوه زرو پياده سکانو څخه 75 زره تنه ووژل شول او نور يې وتښتېدل ددغه جنگ وروسته سکان بيخی مات سول او دغه جنگ ته (کلو کارا) ځکه ويل کېږي چې ډير سکان ووژل شوه.

احمدشاه بابا د هند څخه سپاسالار نجيب الدوله راوغوښت او ددغی سيمی د امنيت په خصوص کې يې لازمي لارښوونی ورته وکړی د پتيالی او سر هند حکومت يې يو وفادار سيک (امر سنگ)ته ورکړ چې دغه سيک د وزير شاه وليخان په احترام په خپلو ليکنو کې امرسنگ ب ميزائی لاس ليک کاؤ.

د احمد شاه بابا هغه لښکر چې نورالدين په مشر تابه کشمير ته استول شوی ؤ په 1775 کې کشمير بيا ونیوی او نورالدين بيا هلته حکومت ټينگ کړ هغه وخت چې احمدشاه بابا د پنجاب امنيت څخه فارغ شو بيا يې زين خان مهمند د پنجاب حاکم کړ او بيرته کندهار ته راغی او دغه يې دختيځی خواو روستی سفر بلل کېږي او تر 1183 په کندهار کې پاتی شو.

احمد شاه بابا د بادو (جذام) په ناروغی اخته ؤ پزه يې گرده باد و خوړه چې په پروتی به يې په حلق کې خواړه په قاچوغه خوړل او کله چې يې په خبرو څوک نه پوهيد او ناروغۍ يې سخته شوه د کندهار د توبی غره ته چې ښه اب او هوا لري د استراحت دپاره ولاړ او هلته وفات شو.

 




#Article 22: لرغونپوهنه (1956 words)


لرغونپوهنه (په انگرېزي: Archeology) يو نوی او تازه علم دی چې د نولسمي پيړۍ په لومړيو کالونو کې منځ ته راغلی او د همدي پيړيو په ورستيو کالونوکې د يوي خپلواکي پوهي په توگه وپيژندل شوه . په دغه لږي موده کې دي علم راوښودله چې د علومو د لويو کورنيو په غړو کې يو ډير مهم او گټور غړی دی . دا دخپلي کورنۍ له ځينو غړو سره نږدي دوستانه او متقابلي او له ځيني نوروسره يو جانبه روابط لري يا په بله مانا ځني علوم له دي علم نه مرسته غواړي لکه تاريخ ، قبل التاريخ ، انتروپولوجي ،کرونولوجي ، سوسيولوجي ... او بيا ځيني نور علوم له دي سره مرسته کوي لکه جيولوجي ، مساحت ، کېميا ، بيو لوجي ، فزيک او نور.

دې علم د ځمکې پر مخ د انسان د منځ ته راتلو او خوريدو په متعلق پخواني ذهنيتونه او تصورات سم کړل او هم يې د بشر عمر مليونونو کالو پخوانيو زمانو ته په ثبوت ورساوه . همداسي د لرغونو تمدنونو په اړه يې هم پخواني خيالات او انگيرني تصحيح کړلې ، او دا يې ثابته کړل چې د پخوانيو تمدنونو زانگو په لويديځ کې نه بلکي په ختيځ کې ده . دي علم په همدي توگه ډيرنور مهم او گټور کارونه کړيدي چې زه يې دلته نه څيړم .

لرغونپوهنه داسي يو علم دی چې د انسانانو مادي پاته شوي اثار په خبرو راولي او په دي توگه له تاريخ او ماقبل التاريخ او نورو علومو سره مرسته کوي . زياتره مورخين په دي عقيده دي چې ليکلي اثاراو کتيبې د تاريخ ليکني او ماضي د احيا لپاره د اهميت له پلوه په لومړۍ درجه کې راځي ، ځکه چې هغوي ژبه لري او خبري کوي او د خپل وخت حالات بيانوي . خو زه وايم چې د هغو په خبرو او بيان کې هومره فصاحت او بلاغت نه شته او دا د لوستونکو کار دی چې څه مطلب تري نه اخلي او څرنگه يې تعبيراو تفسيرکوي . موږ پوهيږو چې هر لوستونکی تري عين مطلب نه اخلي او د دوي په تعبير ، تفسير او استنباط کې هم توپيرونه ضرور ليدل کېږي ، نو په دي صورت کې ليکلي اثار دومره زيات د اعتماد او اطمنان وړ نه گڼل کېږي . برعکس مادي پاتي شوني اثار او ابدات که څه هم لکه چې ليکل شوي اثار ژبه نه لري خو د خپل وخت حالات په ډير فصاحت ، بلاغت او وضاحت سره بيانوي او د هغوي د بيان په تفسير او تعبير کې د لرغونپوهانو تر منځ هومره اختلاف نه ليدل کېږي او زياتره توافق لري ، مثلا يوه مجسمه را واخلی او په ځير ورته وگورئ هغه به درته ووايې چې کله جوړه شوې ده ؟ څه يې اغوستي دي ؟ نژاد يې کوم دی ؟ او دين او مذهب يې څرنگه دی ؟ ږيره لري که نه ؟ زوړ دی او که ځوان ؟ د سر ويښتان يې څرنگه جوړ شويدي ؟ په غاړه غوږ او لاسونو کې يې څه راز گاڼې اچولي دي ؟او په دي توگه به د خپل عصر او زمانې ښکلا پيژندنه ، رسوم ، عادات ،معتقيدات ، هنر او صنايع او ډير نور څه بيان کړي ، او خپل دغه بيان کې هم صداقت لري او له همدې کبله اکثره لرغونپوهان په خپل بيان کې سره موافق دي .

لرغونپوهنه دهري منطقې او هر هيواد په تيره بيا د افغانستان لپاره ډير اهميت لري ، په افغانستان کې دغه علم د نولسمي پيړۍ په دويمه لسيزه کې په علمي او رسمي توگه خپل قدم ايښی دی ، او له همدې وخت نه را په ديخوا يو زيات شمير لرغونپوهان افغانستان ته په رسمي او نارسمي توگه راغلي دي او دغه هيواد يې د خپلو څيړنو او کېندونو لپاره يو جنت گڼلی دی او دومره اثار يې د ډيرو لږو سيمو نه را برسيره کړي او لاس ته راوړي چې د شرق او غرب موزيمونه پري ډک شويدي . 

په افغانستان کې د کار او زيار په نتيجه کې را ښکاره شوه چې دا هيواد يو ډير لرغونی هيواد دی او له زرگونو کالو راهيسي په لومړنيو انسانانو اباد او په خپله منطقه کې د يو شمير زړو تمدنونو ، عقايدو ، اجتماعي سيستمونو ، هنري مکتبونو او مقتدرو امپراتوريو د منځته راتلو ، انکشاف او پراختيا مرکز گڼل کېږي . د نورو هيوادونو تاريخي ابدات زياتره د ځمکې پر سر په خپل ځای کې لا تر اوسه پوري په هم هغه رنگ ولاړدي ، خو په افغانستان کې د تاريخي ابداتو يو لږ شمير دلته تر سترگو کېږي ، او نور ټوله ترځمکې لاندي پټ پراته دي . دا ځکه چې افغانستان د خپل اوږده تاريخ په ترځ کې د مهاجمينو ، متعارصينو او يرغلگرو په لاس څو ځله وران ويجاړ شو  يدی او زياتره ابدات يې له خاوروسره خاوري شوي ، نو ځکه نن له سترگو پټي او څوک يې نه ويني .

په تيره بيا د افغانسان د اولسونو او لرغونپوهانو دنده ده چې د افغانستان د خلکو فرهنگي شتمني را برسيره او خوندي کړي ، او جهان ته وښايې چې افغانان که نن په گيډه ماړه او په تن پټ نه دي خو د فرهنگ او کولتور له پلوه دومره شتمن او ماړه دي چې د ليري او نږدي هيوادونو سره يې بي دريغه او سخاوتمندانه مرستي کړي او د هغوي خصوصي او ملي موزيمونه يې ډک او ماړه کړيدي .

دافغانستان هره دره ، غونډۍ او هره دښته لرغونپوهان ځان ته رابولي چې راشي او ويې سپړي تاريخي اثار او ابدات را برسيره کړي . دا رساله د همدي مقصد لپاره ډير اهميت ځکه لري چې افغانان د لرغونپوهني د اساساتو او ميتودونو او اصطلا حاتو سره اشنا کوي ، او هغوی دي ته رابولي چې که له يوه ځايه بل ځاي ته ځي نو د لاري په ترځ کې بايد خپل شا او خوا ته په دقت وگوري او قدمونه هم په احتياط کېږدي ، ځکه خدای مه کړه چې کوم تاريخي او قيمتي اثر تر پښو لاندي نه شي 

پوهنوال باوري

د مځکې پر مخ د انسان ژوند مليونونه کاله وړاندي پيل شويدی ، هغه څيړني چې د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کې تر سره شويدي ، دا په ډاگه کوي چې څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکې پر مخ پيل شوېدی . انسان د خپل ژوند دالړۍ په سلو کې اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدایي کولتور په دورو کې تيره کړې ، او پا ته په سلو کې دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کولتور او تمدن سره پر مخ بيولی دی . 

د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرگندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانگي او څېړونکي په پرله پسې توگه زيار باسي چې د هغه اوږد مهال ناڅرگندي برخي را وپيژني . 

ارخيوزو لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه ) ، پاليو انتر و پو لو ژي ( لرغوني انسان پوهنه ) ، ارخيو لوژي ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري څانگي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . د پخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانگو څېړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانگي څېړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه گډ او ورته ټکی چې د ټولو پوهانو تر منځ بر ملا دی ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، د زيات زماني واټن شته والی دی . 

د ياد شويو څانگو ټول پوهان پر دې ټکي يوه خوله دي چې د انسان د بيليز ( انفرادي ) او ټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن هغه مهال تېر شوی چې پر مختللي کولتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوی نه و . 

د لرغونو زمانو په تړاو بوختو څېړونکو دا جوته کړې چې انساني کولتور او کولتوري دوري يوازي د هغو لاسوندونو په مټ پيژندلای شو چې د سپړنو او څيړنو په ترځ کې د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوي په کولتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونو د وېش وړانديز کړېدی . د بيلگې په توگه نامتو اتنولوجيست لوويس مورگن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چې لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي . انگلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدی ؛ 

د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړی ؛ دريم اوښتون يې د ریېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدی او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مارکس او فريدريک انگلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کې د پوهيدو وړ گڼلي دی چې لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون ( لومړی گډژوند ) دوهم پړاو يې د مریيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ ( فيودالي) څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې د سوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له پسې بهير په دريو دورو وېشلی دی چې لومړی د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده .

د بيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوی او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي :

د لرغونپوهانو په باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدی . د دې ټکي يادونه په کار ده چې دا نسان کولتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدی ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کې ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چې کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکې نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کې دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چې د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کولتوري دوره د ډبرو او مس پير يا Chalcolithic په نوم تيره شوېده چې په يوشمېر لرغونو سيمو کې يې ځانگړي کولتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد کلونو يې پايښت کړيدي . 

دوهم د برونز پير يا Bronze age د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کې نېسي . چې د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کېږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي .
دريم د اوسپني پير يا Iron Age دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پر مخ تللو کولتورونو او تمدن په رامنځ ته کېدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال پای ته رسيږي .

دا اړينه يادونه په کار ده چې د ياد شويو دورو او مهالونو ياد شوی تاريخ د نړۍ په هر گوټ کې د پوره تطبيق وړنه دی، لرغونپوهان په دې باور دي چې د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يو شمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کولتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ گامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چې يادشوي کلونه د ځمکې پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وگرځول شي .




#Article 23: ژولرغونپوهنه (754 words)


ژيو لرغونپوهنه هغه څيړنيز دسپلين دۍ چي د لرغونو زمانو د ژونديو موجوداتو د پيدايښت او د هغوۍ تر منځ د اړيکو وده او د ودي لوري څيړي . دا د لرغونپوهني يوه بشپړه ونکې برخه ده . لرغونپوه څيړونکۍ د لرغونپوهني د ميتودونو پر بنسټ د سپړنو په ترځ کي د ژوپوهنې لپاره د څيړني مواد او منابع را برسيره کوي . د حيواناتو هغه پاته شوني چي د سپړنو په ترځ کي تر لاسه کيږي ، د ژيوپوهني لپاره ډاډ مني سرچيني دي. 

دارخيو زولوژي دنوم څخه پرته ، کيدای شي چي دا پوهنه د ( Zoo-archaeologie ) زوارخيو لوژي په نوم هم ونومول شي . په هغه صورت کي به ژيولرغونپوهنه تر يوه تاکيد وروسته د ژيوپوهني ( زيولوژي ) يوه برخه و منل شي . په هر ترتيب داپه حقيقت کي د لرغونوژويو، اړوند اثارو او موادو کارول دي چي د دې پوهي هويت ټاکي ، خو د ارخيو زولوژي تر نوم د زو ارخيولوژي نوم په ښه توگه د دې پوهي د هڅو او څيړنولورې په گوته کولای شي . لرغونپوهان د سپړنو په کار کي د حيواناتو پاتي شوني د ژويوپوهني د ميتودودونو په کارولو سره د هغو پاتي شونو د پيژندلو توان تر لاسه کوي ، خو د ارخيو زولوژي نوم د يوه عادت او منل شوي دود په څير دوام لري . د دي تر څنگ يو نړيوال سازمان هم د ارخيو زولوژي په نوم شته ، چي لنډون يې ( ICAZ ) يا ( International Council for Archaeozoology ) کارول کيږي .

د مځکي پر مخ د انسان ( ٩٠ ) په سلو کي ژوند ، د انسان ډوله ژوندي موجود په حالت او څيره کي تير شويدۍ . لومړۍ ډير اړ ، بيا ښکاري او ټولونکي پاته شويدي . د هغه انسان ډولو ژويو ټول خواړه لکه د نورو حيواناتو په ډول طبيعي ، کلک او اومه وه . هغه وخت لا د انسان ډوله ژويو او نورو حيواناتو تر منځ اړيکو د طمعي او اړتيا پر بنسټ تکيه درلوده . د هغه وخت انسان ډوله ژويو په زياته پيمانه د نورو حيواناتوپه وسيله د ښکار شوي ژويو پاته شوني ،لوی او واړه مړه شوي حيوانات ، د بيلگي په توگه ( Mollusken موليوسکن * ) څخه گټه اخستل کيده او د را ټولولو چاري هم دود وې . هغه انسان ډوله ژويو د نورو ژويو سره يوځاي په يوه حيواني وحشي او غرنۍ نړۍ کي ژوند درلود او د ژوندانه دبل ډول او بيل ژوند سره يې هيڅ او يا ډيره لږ اشنايې لرله .

همدا اوس لا هم په نړۍ کي د ټولولو او او ښکار کولو طريقې او چاري دود دي . هغوۍ په منظمه توگه يودبل په وړاندي فارغ وختونه کاروي ، د افريقا په ( کا لاهاري _ ويستاين ) کي ځنگلي انسانانو د خپل ځانونو لپاره په اونۍ کي دري ورځي د ښکار لپاره بيلي کړيدي . د هغوۍ د اوسني ژوندانه د حالاتو څخه يو نسبي ورته والۍ چي د پخوا نيو زمانو راټولونکي او ښکاري انسانانو د ژوندانه شيوه او ډول څنگه و، تر لاسه کولای شو.

د ليري تاريخي دورو څخه راوروسته ،په پيل کي انسان ډوله او بيا انسانانو د خپل ځان لپاره لومړۍ په ځانگړي او بيا په ډله ايزه توگه د خوړود پيدا کيدو چاري تر سره کولې او د خوړلو مواد يې برابرول ، چي ورسره سم د حيواناتو د کورنې کولو پروسه هم پيل شويده . دا پروسه هغه مهال زياته گړندۍ شوه چي د خواړو زيرمي کولو ته اړتيا پيښه شوه ، پخوانيو انسانانو به وحشي اوغرني حيوانات نيول او هغه به يې په کورونو کي ساتل ، او حيواناتو ته به يې هم د خواړو لپاره واښه او نباتات کورونو ته راوړل ، په دې ترتيب ورورو دحيواناتو او نباتاتو د اهلي کيدو يا کورني کيدو زمينه برابره شوه . دا شيوه او وړانديز يو له هغو روشونو څخه دۍ چي يقيني گڼل کيدای شي . او د هغو څيړنو سره ورته والې څرگنده وي چي په اوسنيو ټولنو کي د څيړونگو له خوا ترسره شويدي . زيات څيړونگي په دي باور دي چي دا پروسه په اني او گړندۍ توگه نه ده تر سره شوې ، په اوسني مهال کي هم د دې پروسې لپاره پر له پسې کار اونور بيلا بيل فکتورونه لکه : د انسانانو کلتوري اوښتون ؛ ( همدا ډول نوي تخنيکي چاري ) د ټولنيزونهادو بدلونونه ؛ ( د بيلگي په توگه په گڼ ميشتو ټولنوکي د يوځاي کيدو پروسه ) او د دي ټولو تر څنگ د محيط او چاپيريال بدلون ؛ دا ټول د موثرو فکتورونو په توگه وړاندي شويدي .




#Article 24: هنرونه (523 words)


هنر  په (انگلیسی art)کلمه د (پهلوی )ژبی نه راغله.

په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د  ((خپلواک هنر )) او بلي ته يې د (( ښکلۍ هنر ))  نومونه ورکړيدي  .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال ( منطق او رياضي) او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون  ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو .

داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي    (  Bea,arts    ) څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ ( مجسمه ) جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د  ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب  ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ( رقص )  او تمثيل  سر ليکونه ورکړيدي .

ليدونکي هنر ټولي  هغه هنر ي برخي په برکي نيسي چي د  گرافيکي او  پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه  رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ( ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول  د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ،  ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛    د ادبياتو هنري  برخه  د شعر ، ښکلي ليکني ،  ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې  ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي  ؛  د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي .  ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه  هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي  ، په ډرامه يې هنر  کي د زياتي پاملرني وړ  ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپير يال  منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده  ؛   د اتڼونو بيلا بيلي برخي  ځکه د هنرهغه ارزښتمني بيلگي  گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي .




#Article 25: منډيگک (2489 words)


د تاريخ او لرغونپوهني يو شمير څيړنوکي په دي باور دي چي په لرغونې نړۍ کي تمدنونه ديوه ځانگړي سيمي څخه را زيږيدلي او د نړۍ گوټ گوټ ته رسيدلي دي ، خو يو شمير نور پوهان بيا دا ډول انگيرني نه مني او د يوي بلي داسي نظريې وړانديز کوي چي د چا پيريال پر زيرمو او شتو متکي ده. د دي سره سره چي لومړۍ نظريې د نولسمي پيړۍ په اوږدو کي پوره واکمني درلوده ، خو د شلمي پيړۍ د پيل سره سم د چاپير يال پر زيرمو اوشتمنيو متکي نظرياتو زور واخست او د نړۍ د زيات شمير پوهانو د پام وړ وگرځيدله . د ورستۍ نظريې پراختيا نه يوازي داچي د پوهانو د هر اړخيزي څيړني لپاره زمينه برابره کړه بلکي هغه خنډونه يې هم د پوهانو او څيړونکو له مخي ليري کړل چي په يوه يا بل ډول بايد د ټاکلي مرکز سره د اړيکو د پيداکيدلو په اړه مکلف وه .
د (چاپير يال) تر سر ليک لاندي اوډل شوې نظريه د لرغونو مدنيتونو د څيړني داسي ډول او بڼه ده چي له يوه سره د (ځانگړي مر کز) ټولي نظريې د ردولو او نه منلو اراده نه لري بلکي د هغو برخو پوره ملاتړ کوي چي پر چاپيريالي بنسټ ولاړي دي ، د بيلگي په توگه دا ټکۍ د دواړو نظريو تر منځ د يوه څرگند ا صل په توگه منل کيږي چي : د انساني ټولنو تر منځ د پر له پسې اړيکو په نتيجه کي د هغو ټولنو په کلتورونو او دودونو کي گډاو ورته مشخصات منځ ته راځي ؛ ( ٣ :٤١) په نړۍ کي داډول بيلگي د څيړونکو له خوا په زياته پيمانه وړاندي شويدي ، چي د منډيگک لرغونې سيمه هم د دي ډلي يوه غوره بيلگه ده .
منډيگک د منځنۍ اسيا د هغو مرکزونو سره پرله پسې اړيکي درلودۍ چي په سيمي کي د لومړي مدنيتونو ټا ټوبي گڼل شويدي ، د بيلگي په توگه د منډيگک شمال لوري ته (انو) او (نماز گاه تپه) لويديځي خوا ته (سيالک)او (سيستان) او سهيلي لوري ته د (موهنجودارو) او (هرپې) مدنيتونو يادولای شو . د ياد شويو سيمو سره د منډيگک د اوسيدونکو اړيکي هم د يوه داسي مرکز په توگه دوام موندلۍ چي نه يوازي د خپلي حوزي يو مدني مرکز و ، بلکي د نوموړو سيمو تر منځ د اړيکو او وصلت ټاټو بۍ هم و . ( ١ : ١٧ ) 
انو او نماز گاه تپه دتر کمنستان هيواد دوې هغه لرغوني سيمي دي چي د نوموړي هيواد تاريخي جرړي څه ناڅه پنځه زره کاله وړاندو زمانو ته رسوي . د انو لرغوني سيمه په اتفاقي توگه د روسي افسر جنرال کماروف له خوا په ( ١٩٠٤ ) ميلادي کال وپيژندل شوه او ورپسې د امريکايې لرغونپوهانو له خوا چي مشري يې پامپيلي پر غاړه وه او تر هغه وروسته جرمني لرغونپوهانو له خوا چي مشري يې د شميت پر غاړه وه تر ( ١٩٤٨ ) ميلادي کال پوري په پر له پسې توگه تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه . او د نماز گاه تپي سيمه چي د هغه هيواد بله نامتو لرغونې سيمه پيژندل شويده ، هم د انو په څير د ترکمنستان د لومړي مدنيتونو يو ځانگړۍ ټاټوبۍ گڼل کيږي . نوموړې سيمه چي څه ناڅه ( ١١ ) هکتاره مځکه را نغاړي او د يوې لويې غونډۍ په څير چي لوړوالۍ يې ( ٣٢ ) متره ته رسيدۍ د اور گاډي اوسپنيزي ليکي ته څيرمه د (کا اخکا ) تم ځای ته نږدې پرته ده .

د لرغونپوهانو بيلا بيلو سپړنو او څيړنو وښودل چي دتر کمنستان دا دوي لرغوني سيمي د انيوليتيک دوري د پيل سره د وگړو لويو قومونو کارولي او په پر له پسي توگه يې دبرونزو د پير تر ورستيو زمانو پوري ورڅخه گټه پورته کړيده ، چي زماني واټن يې د ميلاد څخه لږ تر لږه ( ٣٠٠٠ ) درې زره کاله وړاندي وختونه په برکي نيسي . د انو او نمازگاه تپي څخه په زياته پيمانه داسي اثار او لرغوني توکي په لاس راغلي چي يو او بل ته ورته او گډ مشخصات لري د بيلگي په توگه د دواړو سيمو څخه د خاورينو لوښو هغه ډولونه تر لاسه شويدي چي د منظمو هندسي شکلونو لرونکي دي ؛ د دواړو سيمو څخه د کار هغه ډول وسايل تر لاسه شويدي چي د کرهڼي او للمي کر لپاره کارول شويدي ؛ د ښځو مجسمي هم يوله هغو اثارو څخه گڼل کيږي چي د انو او نمازگاه تپي سيمو څخه تر لاسه شويدي ؛ خو هغه ارزښتمن اثار چي د انو او نمازگاه تپي څخه تر لاسه شوي دي، هغه د دي دواړو سيمو د اوسيدونکو ټاټوبي دي ؛ نوموړو اوسيدونکو د خپل اوسيدو ځايونه د يوې ستري کلا په څيرودان کړي او په هره کلا کي به ديوه رگي( رشته خوني ) اړوندکسان اوسيدل،او په بله لويه کلاکي دبل رگي اړوندانو ژوند کاوه ؛(٢: ٦٥ )

د منډيگک لويديځ لورته د سيالک او سيستان مدنيتونه غوړيدلي وه ، چي هر يوه د ځانگړو مميزاتو برسيره د گاونډيو مدنيتونو څخه د اخستني او کلتوري ورته ووالي مشخصات هم په خپلو اثارو او پاتي شونو کي ساتلي دي . لرغونپوهانو د سيالک او سيستان څخه د لرغوني مدنيت هغه اثار او شواهد تر لاسه کړيدي ، چي په سهيل کي د موهنجودارو ، او هرپي ، په شمال کي د انو او نماز گاه تپي او په ختيځ کي د منډيگک سره په ورته پيړيو کي منځ ته راغلي او وده يې کړي وه .( ٥ : ١٩٤ )

د سيالک تپه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپوه گيرشمن له خوا د ١٩٣٣ څخه تر ١٩٣٧ ميلادي کالو نو پوري تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه ، چي په نتيجه کي د بيلا بيلو کلتوري طبقو څخه زيات ارزښتمن اثار تر لاسه شول . د سيالک تپي لومړي کلتوري طبقه د انيو لتيک دوري پوري اړوند گڼل شويده ، د نوموړي طبقي څخه د کرهڼي لپاره کاريدونکي وسايل ، د حيواتاتو د کورني گرځيدلو نښانې او د مسي او برونزي وسايلو د کارولو زياتي پاتي شوني د لرغونپوهانو له خوا تر لاسه شوي او څيړل شويدي . د دي سره سره د سيالک تپې څخه د لويو کورنو د شته والي داسي بيلگي هم را برسيره شويدي چي د انو ، منديگک ، او موهنجودارو په څير په هغو ودانيو کي هم لويو قومونو او قبيلو ژوند کړيدۍ . ( ٣: ٢٣٣ ) 

لر غونۍ سيستان د اوسني نيمروز ولايت هغه برخه ده چي د افغانستان او اوسني ايران تر منځ په سهيل لوديځه سرحدي کرښه واقع دۍ . د سيستان سيمه په ١٨٧٣ ميلادي کال د انگريزانو په منځگړيتوب په ختيځ او لويديځ سيستان وويشل شوه ، د سيستان په داوړو خوا کي د لرغونپوهانو لخوا سپړني او څيړني تر سره شويدي . د ١٩١٥ څخه تر ١٩١٦ ميلادي کالونو په تر ځ کي د انگليسي لرغونپوه اورل ستين په مشري سپړني او په ١٩٢٥ ميلادي کال د امريکايې لرغونپوه هيرتسفيلد تر مشري لاندي په لويدځ سيستان کي سپړني او څيړني تر سره شويدي . په همدي ډول په ١٩٥٩ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو ټيم چي مشري يې د فرانسوي لرغونپوه هاکن پر غاړه وه ، په ختيځ سيستان کي سپړني او څيړني تر سره کړې ، چي په نتيجه کي د دواړو برخو څخه د لرغونو زمانو او په ځانگړي توگه د انيوليتيک پير څخه بيا تر اوسپني دوري پوري په پرله پسې توگه اثار او پاتي شوني تر لاسه شويدي .

هغه څيړني چي ناد علي او زرنج په سيمو کي د گيرشمن اوهاکن لخواپه ( ١٩٣٦ ) ميلادي کال تر سره شوي ، په نتيجه کي زيات شمير داسي اثار لکه رنگه خاورين لوښي ، گاڼې ،ډبرين وسايل او د حيواناتو ځني هډوکي تر لاسه شول ،چي د انو او مرو اثارو سره ورته والۍ لري . ( ٥ : ٣ )

او همدا ډول د خاورينو لوښو پر مخ د هندسي شکلونو او ښکلو انځورونو رسمول ، ښځينه ډوله وړکي مجسمي جوړول ، د نورو گاونډيو مدنيتونو په څير په لويو کورونو کي اوسيدل ، د مسي او برونزي وسايلو څخه گټه اخستل هغه مميزات دي چي د سيستان د پنځه زره کالو وړاندو زمانو او سيدونکو دپيژندلو لپاره معياري گرځيدلي دي او په ځانگړي توگه د کرهڼي زيات رواجول او ان تر دي حده چي د روسي لرغونپوه واويلوف په وينا د سيستان اوسيدونکو تر ټولو گاونډيو سيمو لومړۍ د کر کرهڼي چاري پيل کړيدي ، او نوموړي لرغونپوه لرغونۍ سيستان د خپل وخت د غنمو گډام گڼلۍ دۍ .

مو هونجو دارو او هر په د سند په حوزې کي دوه لرغوني ښارونه دي چي د دو سندونو ( سراسواتي او سيند ) پر غاړو پيڅکو منځ ته راغلي او وده يې کړيده . د موهونجودارو لرغونې سيمه چي د سر جان مارشال انگليسي لرغونپوه په لار ښونه په ١٩٢٢ ميلادي تر سپړني او څيړني لاندي ونيول شوه ، په زياته پيمانه دلرغوني مدنيت اثار او وسايل تر لاسه شويدي . د دي لرغوني سيمي څخه د لومړۍ کلتوري طبقې اثار چي د کالکوليتيک پير استازيتوب کوي ، په زياته پيمانه د لرغوني کندهار او په ځانگړي توگه د منديگک له اثارو سره ورته والۍ لري . د مارشال په اند له موهونجودارو څخه تر لاسه شوي اثار او په خاصه توگه د لرغوني مدني ژوندانه نښي دا څرگندوي چي د دي سيمي اوسيدونکي د ميلاد څخه دري او څلور زره کاله پخوا کالونو کي د يوه نامتو مدنيت په منځ ته راوستلو بريالي شويدي . 

د موهنجودارو څخه د ودانيو داسي منظم سيستم ترلاسه شويدۍ چي په څرگنده توگه د يوه پرمختللي مدنيت استازيتوب کوي . د موهنجو دارو کورونه په ترتيب يو دبل تر څنگ او يوله بله په يوه ټاکلې فاصله کي ودان شويدي . د کورونو او ودانيو لپاره د منظم کاناليزاسيون شته والۍ بل هغه سند کيدای شي چي د پرمختللي او د خپل پير د ستر تمدن نوم ورته ورکړل شي . و د ودانيو د جوړولو سيستم څخه داسي بريښي چي د موهنجودارو اوسيدونکي د خپل گاونډيو سيمو د اوسيدونکو څخه د خپل پير د پرمختيا په يوه نسبتا لوړه پوړۍ کي وه . خو د موهنجودارو په اثارو کي ددې ځانگړيتوب سره سره بياهم د گاونډيو سيمو سره د اړيکو اثرات څرگند دي . 

اما منډيگک : د کندهار يوه تر ټولو وتلي لرغونې سيمه او د کالکوليتيک پير ارزښتمن ټاټوبۍ منډيگک دۍ . منډيگک نه يوازي داچي زموږ د هيواد د لرغوني تاريخ سرليک منل شويدۍ ، بلکي په سيمه او گاونډيو هيوادونو کي هم جوت او نامتو ځاي لري . دمنډيگک سپړنه او څيړنه د فرانسوي لرغونپوه مسيو کزل تر لارښوني لاندي له ١٩٥١ څخه تر ١٩٥٩ ميلادي کال پوري په پرله پسې توگه تر سره شول . په منډيگک کي د لومړۍ دوري سروې او څيړنو وښودل چي دا لرغونې غونډۍ په پرله پسې توگه د پخوانيو انساني ټو لنو او پراخو قبيلو له خوا کارول شويده . په منډيگک کي هم د لويو کلاو شتون ، او په هغو کلاو کي د زياتو انسانانو ژوند کولو نښي نښانې دا څرگنده وي چي د انو او نمازگاه تپې سره په شمال ، او هم د سيالک او سيستان له اوسيدونکو سره په لويديځ ، او بيا په ځانگړي توگه د سهيل په لور د موهنجودارو او هرپې اوسيدونکو سره يې د نورو کلتوري او سوداگريزو اړيکو تر څنگ د ودانولو او کورجوړولو په اړه هم يوله بله متاثر شويدي . شمت او پامپيلي په انو اونمازگاه تپه کي د خاورينو لوښو هغه ټوټې تر لاسه کړې چي د شکل او فورم له مخي يې د منډيگک او سيستان د خاورينو لوښو سره پوره ورته والۍ درلود . فرانسوي لرغونپوه گيرشمن په

سيالک او هم بل فرانسوي لرغونپوه هاکن په افغاني سيستان کي د خاورينو لوښو پر مخ هغه نقشۍ او رسامۍ وليدلې چي د پيچک گل ( گل عشقه پيچان ) په زياته پيمانه ترسيم شوۍ دۍ ، چي دي رساميو ته ورته رسامي د موهنجودارو او هرپې په خاورينو لوښوکي هم په پوره وضاحت څرگنديږي ، چي دا په رښتيني ډول د منډيگک د لرغونو خاورينو لوښو يوه ستره مميزه او بيلگه منل شويده .
لنډه دا چي د منډيگک او نورو شا اوخواسيمو تر منځ د پر له پسې اړيکو شتون ، د زيات شمير لرغونپوهانو له خوامنل شوۍ او د ثبوت لپاره يې شواهد وړاندي کړي ، چي د دې ليکني د پايلي او نتيجې په توگه د يوشمير لرغونپوهانو هغه يادوني او څرگندوني را وړم چي د منډيگک او نورو گاونډيو سيمو تر منځ يې اړيکي څيړلي اوتائيد کړيدي . ا مريکايې لرغونپوه ( فيرسرويس ) په دي باوردۍ چي د موهنجودارو او هرپې په لرغونو سيمو کي د خاورينو لوښو پر مخ د پيچک گل د پاڼو رسامي د منديگک د لرغوني سيمي څخه د موهنجودارو سيمي ته را ليږدول شويده ؛( ٩ : ١٣٢ ) د هارورډ پوهنتون استاد ( بنجامن رولاند ) په اند ، د موهنجودارو او منډيگک تر منځ د اړيکو يوه بيلگه دخاورينو لوښو پر مخ د پيچک گل د پاڼو رسامي ده خو هغه څه چي تر دي اړيکو زيات څه ښودلای شي هغه د منډيگک او موهنجودارو د اوسيدونکو تر منځ د رواني او عقيدتي يوالي بيلگه او نښانې دي چي د ډبرينو مجسمو په څير يې انعکاس کړيدۍ . په موهنجودارو او هم په منډيگک کي د ډبرو پر مخ د انسان د سره څيري او شکلونه په داسي انداز حک او کښل شويدي چي ورته والۍ يې له ورايه بريښي ؛( ٥ : ١٨ ) د مرحوم استاد کهزاد له نظره د منډيگک څخه تر لاسه شوي د غلو دانو گدامونه چي مستطيل شکله جوړ شويدي ، د هغو گدامونو سره پوره ورته والۍ لري چي د مارشال له خوا په موهنجوداروکي پيداشويدي ؛ ( ٨ : ٩ ) ډ . اچ . سانکاليا په دي باور ده چي د منډيگک او موهنجودارو تر منځ د نورو مشابهتونو ترڅنگ د معابدو ورته والۍ هم څرگند دۍ ، هغه معبد چي د مسيو کزل له خوا په منډيگک کي ترلاسه شويدۍ ، په هم هاغه ډول ډيري ضلعي لري کوم چي د سرجان مارشال له خوا په موهنجوداروکي ترلاسه شويدۍ ؛ ( ٦ : ١١٥ ) .

٢ __ بهمنش ، احمد تاريخ ملل قديم اسيايې غربي ( تهران : دانشگاه تهران ) ١٣٤٧ .
٣ __چايلد ، گوردن . سير تاريخ ، مترجم : احمد بهمنش . ( تهران : دانشگاه تهران )١٣٤٦ .
٤ __ حبيبي ، عبدالحی . تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل مطبعه دولتي ) ١٣٤٦ . 
٥ __ راولند ، بنجامن . هنر قديم افغانستان . مترجم : احمد علي کهزاد . (کابل مطبعه معارف )١٣٤٦ .
٦ __ سانکاليا . اچ . ډ . (منډيگک) مترجم : عتيق زوي . باستا نشناسي افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٥٨ .
٧ __ خانيان ، خسرو . (روابط فرهنگهاي کالکوليتيک) . بر رسيهای تاريخی . ( تهران : مطبعه شاهنشاهي ) شماره ششم ، ١٣٥٠ .
٨ __ کهزاد ،احمدعلي . افغانستان در پرتو تاريخ . ( کابل : مطبعه دولتي ) . ١٣٤٦ .
٩ __ واستوا . شيري . (په افغانستان کي د پروتوهستوري ... څيړني) ژباړونگۍ : زمرۍ محقيق . د افغانستان لرغونپيژندنه ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٤ .




#Article 26: د فارياب لرغوني اوسيدونکي (2476 words)


       

انگليسي نامتو  مورخ او فيلسوف  تاينبې  افغانستان د لرغونو تمدنونو څلور لارې گڼلې چي د لويديځ او ختيځ مدنيتونه يې  ځان ته خپل  کړي او بيا يې په افغاني دود خپلو گاونډيو او د نړۍ نورو سيمو ته خپاره کړيدي . د دې وينا ثبوت په هغو سيمو کي له ورايه څرگند دۍ چي لا يې په خپل لمن کي لرغوني نښانې او توکي ساتلي دي . فارياب ولايت هم د افغانستان له هغو لرغونو سيمو څخه شميرل کيږي چي لرغوني اثار يې د ميلادي پيړيو څخه په زرگونه کالو وړاندي  زمانو ته رسيږي .

فارياب هم د هيواد ديوشمير نورو سيمو په څير لا د څيړنو او سپړنو لپاره زياتي سيمي او ځايونه لري چي هلته  د پټو او ناڅرگندو مالوماتو د را بر سيره کولو لپاره ارزښتمن او د باور وړ توکي شته . تر هغه ځايه چي په را سپړل شويو اثارو پوري اړه لري ، فارياب  د هيواد د لرغوني تاريخ د روښانتيا لپاره ډاډمن توکي او لاسوندونه وړاندي کړيدي . د دې لپاره چي د دې ولايت  د لرغونو اثارو او سيمو څخه  يوازي يوه  بيلگه په بشپړه توگه را و پيژنو د رسالو او کتابونوليکلو  تر پولې به يې ليکني ورسيږي  ، چي په دې لنډه ليکنه کي  شونې نه ده ، خو هڅه به وکړو چي د فارياب ولايت اړوندو لرغونو سيمو څخه يوازي د دولت اباد ، فاروق  اباد  او دشلې لرغونو سيمو لنډه پيژندنه  وړاندي شي . دا سيمي د هيواد په لرغوني تاريخ کي د برونزو پير ، زرتشتي مهال او را ورسته پيړو پوري  اړه لري .

١ : دولت اباد  : دولت اباد د اندخوۍ او مېمنې ترمنځ د لاري پر سر يوه ښيرازه اولرغونې سيمه ده چي د شرين تگاب رود يې خړوبوي . د اوسني دولت اباد ودانو سيمو لويديځ لوري ته د غونډيو داسي يوه لړۍ پرته ده چي  تر اوسه دلرغونپوهانو له لوري  د هغو څخه يوازي پنځه غونډۍ څيړل شويدي . دڅيړل شويو او سپړل شويو غونډيو څخه چي  د شرين تگاب سيندښۍ اړخ  ته پرتې دي ، داسي بريښي چي څه ناڅه دوزره کاله پخوا تر ميلاد دهغو انساني  ټولگيو  اړوندو کورونو او ودانيو پاتي شوني  دي چي د زمانې په تيريدو وراني شوي ، او ورورو يې د غونډۍ څيره خپله کړيده . لرغونپوهانو دخپلو څيړنو پر مهال  د دولت اباد لرغونې سيمه  پر دريو برخو وېشلې ده ، چي هغو ته يې  دولت اباد لومړۍ کودړۍ . دولت اباد  دويم کودړۍ او دولت اباد دريم کودړي  نومونه ورکړيدي .

دولت اباد لومړۍ کودړۍ  هغه غونډۍ ده چي د اوسني دولت اباد سهيل لويديځ لوري ته د شمال څخه د سهيل پر خوا غزيدلې پرته ده . د دې غونډۍ شا اوخوا ته د کرهڼي مځکي پرتې دي  . دا غونډۍ چي د کروندگرو له خوا را لنډه شويده  بيا هم د سپړنو پر مهال ٧٥ متره په ٦٥ متره کي پاته وه ، د کرهڼيزي مځکي څخه يې لوړوالۍ درېنيم متره ته رسيږي . د دې غونډۍ په منځ کي يو ازمايښتي کنده  ( سنداژ ) وکيندل شوه چي د برونزو پير زيات اثار ځني  ترلاسه شول . د دې غونډۍ څخه د ودانيو درې ځلې جوړښت بيلگي تر لاسه شويدي ، د خاورينو لوښو زيات ډولونه او په ځانگړي توگه هغه خاورين لوښي چي  د هغه وخت کلالانو  جوړ کړي را برسيره شويدي . لاسي ژرندي اود ډبرين هاونونو بيلا بيل ډولونه او د هغوترڅنگ د چقماقي ډبرو پارچي  او يوشمير نور د برونزو پير اړوند اثار تر لاسه شويدي . د لرغونپوهانو څيړنو وښودل چي دولت اباد په هيواد کي د برونز پير يوه ستره بيلگه ده چي  دوه زره کاله  تر ميلاد وړاندي زمانه په بر کي نيسي  . او په دې ډول دويم او دريم کودړو په نوم لرغوني غونډۍ هم د برونزو پير زياتي نښانې له ځان سره لري .

٢ : فاروق اباد : په قلتاق کي د اوسني فاروق اباد سيمي تر څنگ يوه لويه ريگنه دښته په سترگو کيږي چي د امو سند څخه متاثره ده ،په دښته کي  لرغوني غونډۍ شته چي شمال ته يې  يوشمير گرځنده ريگني غونډۍ او دختيځ او  لويديځ لوري ته وچه دښته او سهيل لوري ته يې د اوسني فاروق اباد سيمه ده . 

او د دې  ها خوا  د فاروق اباد سيمي څخه د څلورو او يا پنځو کيلومترو په واټن يوشمير نوري ريگني غونډۍ  هم پرتې دي ،  داسي بريښي چي نوموړو لرغونو غونډيو ته د بلخ   سيند څخه د اوبو کانالونه جوړ شوي وه چي تر اوسه يې بيلگي او نښانی په سترگو کيږي . 

د دې لرغونو تپو له منځه يوه تپه په ځانگړي توگه د فاروق اباد  يو ( ١ ) په نوم ياده شويده . دا تپه ( ٨٠٠  ) په   ( ١١٠٠ ) متره کي ارتوالۍ لري  چي په ناقانونه توگه يې زياتي برخي سپړل شويدي . خو ددې غونډۍ څخه د سپړنو پر وخت داسي نښانې تر لاسه شوې چي  لرغوني خاورين لوښي او کودړي  د نږدې هديرو څخه را ايستل شوي او چور شوي وه  ، پر دې سر بيره لا نور زيات شمير لرغوني خاورين کودړي  هم د سپړنو پر مهال د دې غونډۍ څخه تر لاسه شول چي په هغو کي د اوبو څښلو منگي ، د خوړو پخولو خاورين ديگي ،  د جام په څير جوړ شوي ظريف گلاسونه ، گلدانونه  او د کاروړ زيات شميرنور خاورين لوښي شته  . د خاورينو لوښو د جوړښت او څيرې څخه په ډاگه کيږي چي د کلا لانو په وسيله جوړ شويدي ، خو د جوړښت پر مهال يې د رنگ او انځور څرک نه په سترگو کيږي ، په داسي حال کي چي يوشمير داسي ظريف گلاسونه شته چي سورنگ يې د بدن پر بهرنۍ خوا څرگنديږي .

٣ : دشلي : دشلي د اقچې د ښارشمال لوري ته  څه ناڅه شل کيلومتره ليري پرته ده . د دشلي شمالې برخي ته  دامو سيند د ريگنو غونډيو يوه داسي لړۍ شته چي د امو سيند او بلخ سيند تر منځ يې د بلخ تر وادۍ پوري يوه لويه دلتا جوړه کړيده . په داسي حال کي چي اوس هم  د بلخ سيند اوبه د پنځوس څخه تر شپيته کيلومتره پوري  د دشلي او فاروق اباد سيمي خړو به وي  ، خو داسي بريښي چي د دشلي پخواني اوسيدونکو د بلخ سيند څخه د کرهڼي او مالدارۍ لپاره گټه اخستل ، ولي  اوس د بلخ د سيند اوبه د دشلي لرغونو غونډيو ته نه رسيږي او ورستي ودان کلي يې د لسو کيلو مترو په واټن  ليري پراته دي .   

دشلي  د لرغوني افغانستان هغه نامتو سيمه ده چي د برونزو پير يې په پوره او څرگنده ډول په خپلو اثارو کي ساتلۍ دۍ . د هغو څيړنو پر بنسټ چي  په دشلي  کي د لرغونپوهانو په وسيله په  ( ١٩٧٤ – ١٩٧٦  ) ميلادي کالونو کي تر سره شويدي ، د برونزو پير پر زيات شمير اثار او توکو برسيره يې داسي ودانۍ هم  را څرگندي کړي چي د هغه پير د اوسيدونکو له خوا کارول شوي او د هغوۍ د ميشت ځايونه او ټاټوبي گڼل شويدي . لرغونپوهانو د دشلي سيمه د ښه پيژندلو په نيت داسي نښاني کړيده چي د دشلي يو ( ١ ) څخه تر دشلي  ( ٢٠ ) پوري يې  په شمارو پيژني . په دشلي کي د ودانيو دوه ډولونه شته چي يو يې د بډايانو کورونه او د اوسيدو ځايونه دي او بل يې د مسکينانو او خوارو وگړو کورنه پيژندل شويدي . هغه کورونه چي په بډايانو پوري اړه لري په زياته پيمانه د لومړي دشلي په سيمه کي تر لاسه شويدي . دا کورونه ډبل او لوړ ديوالونه لري او د کورونو په منځ کي د اتاقونو او کوټو شتون داسي بريښي چي د ودانيزو چارو له مخي  په تر کمنستان کي د نمازگاه تپې سره ورته  والۍ لري  ، چي تاريخ يې دوه نيم  زره څخه تر درې زره کاله پخوا تر ميلاد زمانه  په برکي نيسي .

د دې يادونو څخه برملا کيږي چي د فارياب لرغوني اوسيدنکي د يوه داسي تهذيب او مدنيت په منځ کي وده کړيده چي شمال  ته يې د انو او نمازگاه تپې اوسيدنکو پر مخ تللې کلتور منځ ته راوستۍ وو او سهيل لويديځ ته يې د منديگک مدنيت  وده کړي وه چي د نورو نړيوالو تمدونونو سره يې پر له پسې اړيکي درلودي . د داسي يوې لرغوني سيمي لپاره په کار ده چي تاريخي او ارکيالوجيکي موزيم ولري ،چي له نيکه مرغه پنځوس کاله وړاندي د دې موزيم بنسټ ايښودل شويدۍ . 

د مېمنې موزيم :په مېمنی کي د موزيم پرانستل د يوي ځانگړي پيښي پر بنسټ وو . په 1335 لمريز کال د مېمني لوي حاکم ( حاکم اعلا ) غلام حيدر خان د خپلو ميلمنو سره د گرځيدو په وخت د سلطان سنجر سلجوقي غونډۍ ته ولاړل ، د غونډۍ په يوه برخه کي د لوی حاکم زوي محمد سهيل په ناببره توگه يو خاورين لوښۍ پيداکړ چي په هغه کي يو شمير پخوانۍ سکې ځای پر ځای شوي وې .وروسته له څيړنو او ارزونو څرگنده شوه چي نوموړي سکې د غوري پاچاهانو اړوند دي . د دې خاوريني کونجۍ ناببره پيداکيدل د دې لاميل شوه چي د نوموړي حاکم په سپارښتنه د مېمني موزيم پرانستل شي . 
د مېمني موزيم د لومړي ځل لپاره خپلي نندارې د اطلاعاتو او کلتور مديريت په ماڼۍ کي پيل کړې ، د خپلو هڅو دپيل سره يو ځای د زياتو سوغاتونو په تر لاسه کولو د پام وړ موزيم وگڼل شو . د فارياب ولايت بيلا بيلو ادارو د موزيم لپاره ټول هغه اثار او لاسي ليکني ، په زيات مهارت اوبدل شوي قاليني ، يوشمير جنگي الات ، اوحتي يو شمير قامي مشرانو د پخوانيو گاڼو او زيوراتو سوغاتونه هم د موزيم ادارې ته وسپارل ، چي په ډير لنډ وخت کي د مېمني موزيم په سلگونو اثار د ننداری لپاره پيداکړل . 
د مېمني موزيم اداره په 1336 لمريز کال د ښووني او روزني مديريت ته وليږل شوه . د دي سره سره چي د موزيم اداره نوي مديريت ته وليږل شوه خو د موزيم لپاره ماڼۍ او د نندارو ځاي بدلون ونه موند . د موزيم مينه وال زياتيدل خو د سيمه ايزو واکمنانو او لوړو ادارو د نه پاملرنې په وجه موزيم لکه چي لازمه وه پر مختيا ونه کړل .  په 1351 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مېمني موزيم ته يوه ځانگړي بودجه وسپارل چي د هغي مالي مرستي په نتيجه کي د مېمني موزيم انگړ او ماڼۍ بياجوړه او د نندارو لپاره يې د نسبتا مناسبو ويترينونو په پرانستلو سره د زيات شمير سيلانيانو پام ځانته واړاوه .

د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي په ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي  د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي  يې بنسټيز بدلون راوست او له هغه وروسته د مېمني موزيم يوازي يو فر هنگي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وگڼل شو .

د مېمني موزيم  هغه دوه کالونه ( 1364 - 1365 ) د پام وړگڼل شويدي چي د  رحيم سوگند په نوم يوه فرهنگي شخصيت  د مېمنې موزيم د پرمختگ  لپاره خپلي هڅي پر له پسې وساتلې ، نوموړي چي  د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي فارغ وو په خپلو ځانکړو هڅو يې  وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنگ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل  ، چي له نيکه مرغه د نوموړي استاد د زيار او هڅو له امله د ميمنې موزيم ته مالي مرسته او د اثارو د زياتولو په نيت  يو اندازه پېسې داړوندو مقاماتو له لوري منظور شوي  ، له بده مرغه  ښاغلۍ سوگند لا فارياب ته پر لار وو چي د يوې دسيسې ښکار او زنداني شو.   
د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه 35 کالونو په جريان کي په پرله پسې توگه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرگونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توگه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د 1372 لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروگرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په دې هيله چي د مېمنې موزيم يوځل بيا وځليږي لاندي وړانديزونو ته د اړوندو چارواکو پام را اړوم :

١ : د مېمنې موزيم لپاره دي د يوې ځانگړي ودانۍ د جوړيدو کار تر لاس لاندي ونيول شي ، داسي ودانۍچي د موزيم لپاره د مسلکي او فني اړخه  ټولي اړيني اسانتيا وي ولري ؛

٢ : د مېمنې موزيم لپاره دي د مسلکي کسانو گمارولو ته پوره پام وشي او د هغو مسلکي او تجربه لرونکو کارکونکو د روزني لپاره دي  د زدکړي نوي روزنيز کورسونه د هيواد په دننه او له هيواد بهر برابر شي ؛

٣: د مېمنې موزيم ټول هغه اثار چي پخوا يې درلودل او يايې اوس لري ، د هغو د راجستر او ليکلړ چاري دي پيل او بشپړي شي ؛    

٤ : د فارياب په ولايت کي دي د غير قانوني سپړنو د مخنوي په غرض جدي او کلک گامونه پورته شي ، ټول هغه کسان چي د توپک په زور يې د لرغونوسيمو چور او تالان  کړۍ او کوي يې  ، د هغوۍ لاسونه  لنډ او د محاکمې ميز ته دي  راوکښل شي ؛

٥ : د فارياب د لرغونو سيمو د علمي سپړلو او څيړلو لپاره دي منظم پلان تر تيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو  مرسته تر لاسه شي ؛

پای 

 
١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان ، پوهنتون کابل . ١٣٧١

٢ باوري ، رسول . موزيم شناسي وسير موزيمها در افغانستان . کابل . انجمن فرهنگي سپک  . پيښور .١٣٧٥

٣ : سريانيدي . و. ي . افغانستان در عصر برونز . مترجم  حبيب اعظمي  . باستانشناسي افغانستان .کابل ١٣٦٢ .




#Article 27: د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه (2506 words)


افغانستان  د  ١٩٢١ زيږد کال د اساسي قانون پر بنسټ   پر څلورو ولايتونو او څلورو لويو حکومتونو وويشل شو ، چي د زابل اوسنۍ ولايت د هغه مهال په کندهار ولايت پوري اړوند وشميرل شو. په ١٩٦٤ زيږد کال افغانستان په ٢٩ ولايتونو  او لويو حکومتونو وويشل شو،چي زابل هم دخپل ارزښت له مخي د ولايت مقام ته لوړ شو. د زابل ولايت ( ١٧٢٩٣  )اولس زره دوه سوه دري نوي کيلومتره مربع  پراختيا لري ، د اداري واحدونو شمير يې  لسو ته رسيږي  ، او  د ولايت مرکز يې د کلات   نامتوښار دۍ . د دې ولايت شمال لورته د روزگان ولايت ، سهيل ته سرحدي کرښه ، لويديځ ته يې د کندهار ولايت او ختيځ ته يې د غزني ولايت پروت دۍ ، دا ولايت د سهيل ختيځ له  لوري  د پکتيکا سره هم  د يوه لنډ واټن گاونډيتوب لري .

زموږ د هيواد هر سيمه د لرغوني تاريځ نښانې او د وياړ سرليکونه او ځانگړي څپرکي  لري ، خو د زابل وياړني او تاريخي کارنامي ز موږ د هيواد په لرغونو   ، منځنيو  او د اوسنيو تاريخي  پيړيو کي ستر سرليکونه اوزموږ و هيواد دملي تاريخ  زرين فصلونه دي .  په ويدي او اوستايې متونو کي   ، د يونانو _ باختري پير  ليکوالانو ، د کوشاني او زابلي واکمنيو پرمهال د زياتو مورخينو په اثارو او ليکونو کي يې د برم او دبدبې او يا د مقاومت او سرښندنو کارنامي سته . د دې ليکني موخه د هغو ټولو تاريخي پيښو او وياړنو را يادول او سپړل نه دي چي زابل يې د تاريخ په اوږد مهال کي لري ، يوازي په دې لنډه ليکنه کي د زابل د لرغوني تاريخ هغه ځانگړي بيلگي را يادو چي  د افغانستان په ملي  تاريخ کي وياړلي سرليکونه گڼل شويدي .

خبره به د زابل د نوم څخه را پيل کړو ، دانوم له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي د هيواد پر همدې برخي چي اوس يې د زابل ولايت په نوم پيژنو ايښودل شوۍ او پيژندل شويدۍ ،دا نوم  د املا او انشا له مخي په لږ او ډير بدلون کله د يوه خپلواک هيواد په توگه چي زياتي  سيمي يې تر ولکې لاندي درلودي ، کارول شويدۍ او کله هم د يوه ولايت او يوې محدودي سيمي په ډول د تاريخ په پاڼو کي  ثبت او ليکل شويدۍ . د يوشمير څيړونگو له نظره د زابل نوم  لږ تر لږه ١٧٠٠ يو زر او اوسوه  کاله پوخوا تر زيږد هغه وخت ياد شويدۍ ،  چۍ  درزدشت يا سپينتمان د ستورو پيژندونکو په مرسته د کال د فصلونو د ښولو او پيژندلو په نيت د سيمو د ټاکلو اراده وکړه ،  او په دې ډول يې د اوسني زابل سيمه هغه ټاټوبۍ وښودۍ چي د کال لمر له  ژمني  څنډي  څخه پسرلنۍ څنډي ته  ځان رسوي  ، هغه ته يې د زابل نوم ورکړ.

د زابل د نوم او ريښې په اړه د يوشميرنورو څيړونکو اندونه او نظريې هم په يوشمير رسالو او اثارو کي شته او را نقل شويدي  چي ورسته به يې يادونه وکړو ، خو د پورتنۍ طرحي لپاره د نورو لاسوندونو تر څنگ  د بيلگي په توگه تر ټولو  ارزښتمن دليل را يادو : او هغه  دا چي د زابل په سيمه او اړوندو برخو کي د(زون)   په نوم د لمر نمانځني تر ټولو ستر معبد له ډيرو پخوانيو زمانو څخه بيا د اسلامي لښکرو تر واکمنۍ پوري د يوه عبادت ځای په توگه  په سيمه کي د ميشتو وگړو واو هم د زابلي واکمنانو له لوري په درنښت ساتل کيدۍ او د هغه ته يې عبادت کاوه، د زون معبد او د هغه معبد شا او خوا سيمي د زابل واکمنو تر ولکې لاندي وې . او د کابل په خير خانه کي د سوريا معبد پيدا کيدل هم د دې وينا ډاډمن لاسوندۍ دۍ.         

د انگليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره  تر درنې جگړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنگي او د لر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري  په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنگرونه تاوده  وساتل .  

يو شمير څيړونکي د زابل نوم د هيپتلي پاچاهانو د نوم سره تړي ، دا ډله څيړونکي په دې باور دي چي د هيفطل ، هيا طله او هبفتليانو نو مونه په ډير لږ بدلون په تاريخي متونو کي د بيلا بيلو مورخينو او څيړونکو له خوا په خپلو اثارو اوليکنو کي کارولي دي .  زيات شمير څيړونکي او په ځانگړي توگه د مرحوم استاد احمد علي کهزاد  له نظره  يفتليان او د هغو اړوند ټبر ونه  په اوسني زابل کي څه ناڅه يوزر او پنځه سوه کاله پخوا تر اوس ميشت شويدي .  همدا کورنۍ وې ،   چي د دريمي زيږدي پيړۍ څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري يې د افغانستان زياتي برخي په ځانگړي توگه د هندوکش  پرلويديځو ، سهيلي او ختيځو سيمو واکمن  درلوده  . 

علامه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه  د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله  تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو د قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو  لويۍ ټبر دۍ ،  ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلگه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود  درې غلزۍ دۍ ، چي  په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي  . 

د هغو مسکوکاتو څخه چي د کابل، هډې، غور بند او نورو سيمو څخه تر لاسه شوي ، د يفتلي پاچاهانو څيره او قيافه د اوسي پښتني  غلجي کوچيانو سره ورته والۍ لري، لوړي پزي، جگي وني ااو د پاچاهۍ تاجونه يې پر سر دي ، دا اولسکيزي (مسکوکات) د يفتلي پاچاهانو په بيلا بيلو واکمنو او بيلا بيلو دورو پوري اړه لري. د يفتلي پاچاهانو د پيسو څو بيلگي: 

د يفتليانو کورنۍ د دريمي زيږدي پيړۍ څخه د پخواني افغانستان پر ټولو برخو واکمني درلوده چي  يو ستر اداري  او نظامي مرکز يې  داوسني زابل  نامتو ښار کلات وو  ، خو د شپږمي  زيږدي پيړۍ وروسته په وړو او سيمه ايزو واکمنيو واوښتل ، چي د اعرابو سره په جگړو کي يې د خپلو سيمو د ساتلو پوره زړه ورتوب ښودلۍ دۍ .

زابليان يا يفتليان چي د هندوکش پر سهيلي ، سهيل لويديز او سهيل ختيزو سيمو  پوره  واکمنۍ در لوده او  د واکمنۍ برم يې د هند تر پوتالي پوترا رسيدۍ په  پر له پسې توگه په ددريو لورو د خطر  او حملو لاندي وه . يفتليانو د خپلي واکمنۍ په لويديز ي خواکي  د ساسانيانو  سره نامالومي سرحدي کرښي درلودۍ ، چي په پر له پسې توگه د دې دواړو سياسي واکمنيو تر منځ د سيمو لاندي کولو لپاره د جگړو اور بليدۍ ،  د بيلگي په توگه د زابلي يفتليانو او ساسانيانو  لومړۍ نښته په ٤٢٧ زيږد کال د يفتلي   بقوت پاچا او بهرام گور تر منځ شويده . په دې جگړه کي د بهرام گور زرين تاج او د هغه ټول مال او منال د بقوت  بريمنو لښکريانو ته ورسيدۍ . دويم يزد گرد چي په ٤٣٨ زيږدکال د پارس واکمن سو هم ،  څو ځله  د يفتلي پاچاهانو پر سيمو  جگړ ه ايز عمليات وکړه ، خو بريالۍ نه شو او د يفتلي پاچاهانو دسيمو د لاندي کولو او غصب کولو په ارمان کي ومړ. 

د پارس پر سيمه د لومړي فيروز واکمني  چي د ٤٧٥ زيږد کال څخه بيا تر ٤٨٤ زيږد کال پوري يې  دوام درلود ،  څو ځله د يفتلي پاچاهانو سره د جگړي ميدان ته راووت ، د لومړي فيروز سره په يوه جگړه کي پارسي ځواکونو ماتي وخوړه او فيروز خپل زوي قباد  د يفتلي پاچاه اخشنوان در بار  ته د داسي ضامن په توگه ورکړ چي بيا به د يفتليانو پر سيمه يرغل نه کوي ، خو فيروز دا وعده پرځاي نه کړه او په يوه بله خونړۍ او د هغه د ژوند  په ورستۍ جگړه کي  يې  د يفتليانو پر سيمو يرغل وکړ او دا ځل بيا د ماتي سره مخامخ شو او خپله فيروز هم په دې جگړه کي  ومړ او پر ځای يې دهغه زوي قباد واکمنۍ ته ورسيدۍ ، څرنگه چي  د پارس نوۍ واکمن   قبا د  د يفتليانو سره د ضامن په توگه ډير کالونه تير کړي وه ، نو يې د يفتلي پاچاهانو سره يې د دوستۍ اړيکي ټينگي کړې .

د زابلي يفتليانو د سياسي واک په وړاندي دويم سرخوږۍ د واکمنۍ په دننه کي د يوشمير سيمه ايزو او محلي  وړو واکمنيو مقاومتونه او پاڅونو نه وه ، د هندوکش په شمال کي د د کيداريانو پاتي شوني ، د هيواد په مرکزي سيمو کي د شيرانو او د کابل شا  او خواکي دکوچيني کوشانيانو پاته شونو ، وخت ناوخت د يفتلي پاچاهانو د واکمنۍ د پراخيدو لپاره خنډونه را منځ ته کول ،  د بيلگي په توگه ، د کيداريانو او بهرام گور تر منځ د يوې درنې جگړې وروسته  اوربند وشو چي کيداري واکمن  د ساساني پاچا د خور سره د واده په اړيکو دې اور بند ته غاږه کښيښوده ( ٤٥٩ زيږد کال ) همدا وخت  يې د يفتلي پاچاهانو سره د تربگنۍ لاره ونيولو ، دالماني څيړونکۍ مارکوارت  په اند کابلي پاچاهانو چي د کوچني کوشانيانو په نوم هم ياديږي ، د هغه زور او دباو په وجه چي د زابلي واکمنانو له خوا پر راغلۍ وو خپل پلازمينه کاپيسا يې پريښوده او پيښور ته وکوچيدل .

د سياسي واکمنۍ پراخيدل او د نويو سيمو لاندي کول بله هغه بوخته وه چي زابلي يفتليان او دهغو يوشمير پياوړي مشران ورته ژمن وه . په پارس کي  د انو شيروان تر واکمنۍ وروسته زابلي پاچاهانو خپله مينه د پارس له لوري لږ کړه او د پارس پر ځای يې د هند او هندوکش شمالي سيمو لاندي کولو ته مخه کړه ، د چيني مورخ ليانگ  شو  په قول يفتلي پاچاهانو ورو سته له هغه چي د هندوکش شمالي زياتي برخي لکه کوگيار،واخان ،زيباک ،او او د امو سند دواړو خوا وته پرتې سيمي تر خپل واک لاندي راوستې ، بيا يې  په سهيلي لور کي  لومړۍ د گندهارا سيمه خپله کړه او ورورويې  د هند لويې وچي  لور ته د خپلو پرخوا د فتوحاتو لمن  وغزول . د هندي او اروپايې مورخينو پر دې ټکي يوالۍ شته چي د هند پر لور د زابلي پاچاهانو فتوحات  ورورو د زابل ارزښت ديوې ستري امپراتورۍ د پلازميني  په توگه لږ کړ او  د يفتلي پاچاهانو پام د هند پراخو سيمو د نيولو او اداره کولو پر لور زيات شو ، او ددې کار لپاره تر ټولو ښه جغرافيايې موقعيت د پيښور او تاکسلا او بيا وروسته د پوتالي پوترا او ډهلي په برخه وو . مهرا کولا ، تورامانا او دې ته ورته نورو يفتلي پاچاهانو په زياته پيمانه د خپلي امپراتورۍ سهيلي لوري ته پام کاوه .

د دې سره سره چي د زابلي پاچاهانو او د هغې سلسلې دلويو امپراتورانو زياته پاملرنه د سهيلي خوا او په ځانگړي توگه د هند لوري  ته گرځيدلې وه ، خو زابل ديوې پخواني پلازميني په توگه  د خپلو نږدې سيمو په کنترول او اداره کي تر زياته حده واکمن وو  ، په زابل کي واکمنه سلسله په پر له پسې توگه د ساساني يرغلگرو  او تر هغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جگړو لږ تر لږه تر ٦٤٠ زيږد کال پوري بوخت وساتل شوه په دې ترتيب يې د خپلي واکمنۍ د دوام  لپاره د اسلام مبارک دين تر پوره خپريدو تر مهاله  د خپلو اولسو پوره ملاتړ د ځان سره  درلود او تر خپل واک لاندي سيمي يې   په پر له پسې  توگه د بهرنيانو په وړاندي  وساتلې  . تر څو چي د اسلامي لښکرو  يو مشر عبدالرحمن ابن ثمره په يوه تنده جگړه کي تر کابله ټول موانع ليري او د سيستان څخه تر کابل ټولي سيمي ونيولۍ ، خو دا يوه بريښنايې جگړه وه لا زياته موده نه تيره چي بيرته د  زابلي پاچاهانو پاتي شونو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ او د جگړو دا لړۍ لږ تر لږه نور سل کاله وغزيدل ، چي يادونه  به يې د زابل په منځنۍ زمانه کي تر بحث لاندي راشي  .    

د کلات بابا غونډۍ چي اوس دولتي ادارې ورڅخه گټه اخلي

زابل د افغانستان په تاريخ کي وياړلۍ باب او د لرغوني تاريخ زرين سرليک دۍ .د دې سره سره چي د زابل په سيمه کي لا تر اوسه علمي او فني څيړني او سپړني نه دي شوي ،خو زابل ته د څيرمو سيمو څخه داسي زيات لاسوندونه تر لاسه شوې چي د دې سيمي تاريخي جرړي زرگونو کالو پخوانيو زمانو ته رسوي . د بيلگي په توگه د زابل لويز ته دکندهار منډگک ، اود سيستان نادعلي ، سهيل ته يې  د کوټي لور لايې او ژوب او ختيز ته يې د لرغوني غزني سيمي  واقع دي چي هر سيمه  يې زموږ د هيواد لپاره وياړلي اثار او لاسوندونه لري ، که په زابل کي د علمي او فني څيړنو اړ سپړنو کار پيل شي ، په ډاډ ويلای شو چي په دې سيمه کي به هم د افغانستان د لرغوني تاريخ   تر اوسه پټ خو ارزښتمن اثار او لاس وندونه تر لاسه شي  . په دې اړه د زابل اوسنيو چارواکو او د کلتوري چارو واکمنو او د دې سيمي مخکښو کلتور پالو شخصيتونو ته د وړانديز په توگه لاندي ټکي  يادول غواړم :

١ : د زابل څخه دې د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق په مخنيوي کي لا گړندي گاومونه واخستل شي ؛
٢ : په زابل کي تاريخي ودانۍ او زيارتونه ، چي د پخوانيو دورو د ودانيو ځانگړي بيلگي دي ، د هغو په ساتلو او له سره رغولو کي د عملي کار لپاره   د هيواد د کلتوري  وزارت  څخه ځانگړي ژمني واخلي ؛
٣ : په زابل کي دي  (د زابلي پاچاهانو موزيم)  په نوم ، د يوه موزيم  د جوړولو او پرانستلو پروژه طرحه او اړوندي چاري دي گړندۍ کړي ؛
٤ : د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کي د موزيم خوا ته د يوه تفريحي پارک د جوړيدو لپاره دي  بهرنۍ مرستندويه موسيسې وهڅول شي .  

ښاغلو  لوستونکو  ته  د دې ټکي يادول اړين گڼم چي د دې ليکني د ثقم او لا زياتو مالوماتو لپاره دي د نورو اثارو تر څنگ  لاندي اخځونو ته ورشي .

١:باوري ، رسول  . د افغانستان لرغوني مدنيتونه ،(  کابل : ودلتي مطبعه ) ١٣٦٤ .
٢ : جوينده ، مير احمد ، د يفتليانو سياسي تاريخ ، ( کابل : دولتي مطبعه  ) ١٣٥٨ .
٣ : حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ .  ( کابل  : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ .
٤ : صافۍ ، لطف الله . ﻻ افغانستان عمومي جغرافيا . ( پيښور : دانش کتابتون ) ١٣٧٧ .   
٥ : کهزاد ، احمد علي . غرغښت نامه ،  ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٥٧ .
٦ : همايون  ، سرور.    په ادبياتو کي   د لمر نمانځني ائين  ( کابل : دولتي مطبعه  ) ١٣٦٤ .




#Article 28: ميرزالي خان (412 words)


د غازي ميرزالي‌خان وزیر‎ يا مرزا علي خان بل نوم فقير ايپي وو. ايپي د يو کلي نامه ده چې د ميرعلي ښارگوټي سره نژدې په شمالي وزيرستان کې د بنو او رزمک په واټ باندې پروت دی او دغه د ميرزالي خان د  اوسيدنې ځای وو- بعد کې ميرزالي خان گوروېک ته ولاړو چېرې يې چې د پښتونستان تحريک بنسټ کښېښدو.

لکه څنګه چې د ميرزالي خان د زېږيدنې صحيح کال  نه دی معلوم خو دومره معلومه  ده،  چې ۱۸۹۲ - ۱۸۹۷  کالو په منځ  کښې د توري خېل  وزیرو د مداخېل  برخه کې د بنگل خېل  خاندان کې  پیدا شوی وو- په  دې کلي کې هغه  ورو ورو په داوړو قام کې د برخې څښتن  یا بزرگ  مشهور شو-

مارچ ۱۹۳۶ په بنو کې يوه واقعه وشوه  چې  د ميرزالي خان ژوند لاره یي بدله کړله- دا پېښه د یوې ښځې اسلام بي بي محاکمه  وه- دا پنځلس کلنه  ښځه، چې مخکې هندوه وه او د يو هندو میرمن وه، د یو ښوونځي پښتون ښوونکي سره وتښتيده او مسلمانه شوه او نوم یې د چند بي بي نه  پر  اسلام  بي بي  واړاوه- دا محاکمه هندو وگټله اسلام  بي بي هغه ته واپس کړې شوه او پښتون ښوونکی بندي شو-

دغه خبرې  د  سيمې خلک  ډیر په غصه کړل او ميرزالي خان په وینه او مشرۍ یې د انگریزانو پر ضد جنگ پيل کړ- انگریزانو پر دې جنگ  کې ۳۶ بټالین پیاده ځواک، نژدې خپل ټول هوايي ځواک، او توپخانې او د کمکي ځواک یوه ښه برخه يې پر شمالي وزیرستان کې استعمال کړله- دا جنگ یو کال وشو انگریزانو ډیر کوښښ وکړو چې ميرزالي خان ونیسي خو دې کې بریالي نه شو- او ميرزالي خان د وزیرستان په غرونو کې پټ شو-

په دويمه نړيواله جگړه کې د متحده  ځواکونو (المان، ایټالیې، او نورو) هڅه دا وه چې د ميرزالي خان په مشرۍ د پښتونخوا پښتانه د هند د انگریزانو په ضد راولاړ شول خو چې کله المان په روسیې حمله وکړه نو دا کار ناشونی پاتې شو-

کله چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان د انگریزانو د میراث مالک شو، نو ميرزالي خان د پښتنو د پاره د بیل هیواد غوښته وکړه، هغه د پښتونستان اعلان وکړ او ملي جرگه  ئې جوړه کړله او پخپله د دې ولسمشر شو- په ۱۹۴۸کال کې ميرزالي خان دته خیل ونیو- که څه هم چې پاکستان کې د انگریزانو په شان زور نه وو خو د انگریزانو په شان ئې پر وزیرو باندې هوائي بریدونه کول-

ميرزالي خان کال ۱۹۶۰   کښې  مړ شو- 




#Article 29: طلا تپه (958 words)


طلا تپه د جوزجان ولايت په يوه لرغونې سيمه ده چې په 1978 ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي تړون پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په گډو هڅو او پرله پسې زيار د دوه زرو کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرگند او تر لاسه شول چې نه يوازې د افغانستان د لرغونې تاريخ لپاره يې هر اړخيزه مالومات را برسېره کړل بلکې د سيمې او نوروهيوادونو د لرغونې تاريخ په اړه يې هم د پام وړ او ارزښتمنې څرگندونې د څيړنکو په واک کې ورکړي دي.

د طلا تپې په سپړنو کي د پخواني شوروي لرغونپوهانو مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او د افغاني لوري مشري د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، چي پرله پسي دوه کاله ( 1978 ? 1979 ) يې د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو سپړني او څيړني تر سره کړې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . نوموړي اثار د خاصو تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولينو ته ورکړل سوه ، چي تر1991 ميلادي کال پوري په خاصو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده .

دطلا تپي په اثارو کي زينتي گاڼې لکه لاکټونه ،بنگړي،غاړه گۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او گلپاڼي ،ډول ول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو مجسمي او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړسوي ، فهرست او راجستر سويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل سوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارگ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل سي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کالونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وسوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارگ کي دننه ( کوټۍ باغچه ) د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل .

د طلا تپي اثارو په لومړي سر زيات نړيوال پام ځانته را جلب کړ ، له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وگرځيدل خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت واوښت چي د تنظيمي جگړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې گرمي سوي . د همدي اوازو پر بنسټ د 1995 ميلادي کال د اپريل په مياشت کي سپک موسسي ( Society for Preservation of Afghanistan,s Cultural Heritage ) د يوي خبرتيا په توگه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول سويدي . ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راگرځولو ملي کميسون له خوا په ځانگړي توگه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرگندولو په نيت رابلل سوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه سويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرگندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وسو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرگنده کړي ، خو نوموړۍ و نتوانيدۍ .

داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل سوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرگنده سوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل ( د هغه وخت د موزيمونو رئيس ) په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي وينا د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا وينا يوه ساده تيروتنه نه وه بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود .

په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه خپره سوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرگوني حمله وسوه . دا هغه څرگند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانگړي توگه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدۍ ، نوځکه د نانسي دوپري او په پاکستان کي د هغه وخت ميشت د ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس سفيرانو هم دا ويره د سپک موسسي په اعلاميه کي څرگنده کړي وه . د همدي تبليغاتي هياهو په نتيجه کي د طلاتپي اثار وژغورل سوه . او دادۍ له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي




#Article 30: باميان يا د لرغوني بودايې نړۍ سپيڅلۍ حرم (1449 words)


هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنيشکا (احتمالا 120 ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوي مدنيت زيږيدلي او د پراخيدو زمينه يې برابره سوي وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي نوموړۍ مدنست د گريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دی مدنيت چي له يوي خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت او تر ټولو ارزښتمن داچي د افغاني چاپيريال په لمن وزيږيدۍ ، ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي .

د گريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو گاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توگه د هند په محدوده کي بندي پاته سوۍ وه . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا سونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو . 

گريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان شوو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول .

د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل سوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي سته . فاهيان تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکی دی چي د باميان په اړه ليکني لري . نوموړۍ په 400 ميلادي کال د باميانو دره ليدلي او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . نوموړي ليکي د باميانو دره شنه او پاکه ده ، د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداگران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د راهبانو لپاره ځانگړي صومعي جوړي سوي ،او د مواشيو او بوده گانو لپاره بيل ټاټوبي شته . 

تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ هيونتسنگ وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول او ليکلي دي . نوموړي په 600 ميلادي کال د افغانستان سفر تر سره کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته گمارل سويدي . په لسگونو مدرسې شته چي هره مدرسه لږ ترلږه زرتنه زده کونکي لري . هيونتسنگ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانگو به هغې مجسمې طلايې رنگ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه سوي وي . تر هيونتسنگ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په 727 ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .

د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( 300 ) کاله د باميانو او په ځانگړي توگه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل سوي ، د دي سره سره چي د يو شمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه سوي ، چي د بيلگي په توگه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رادولای سو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وسوه چي د تموچين يا څنگيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم ونه توانيدۍ چي د لوي مجسمي سر ته غشي ورسوي . د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنگ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه .

د افغان انگليس د لومړۍ جگړي په وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودا يې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوي ، برنس په 1819 ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودا يې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل . چارلس مسون په 1835 ميلادي کال د بودا ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړي برخو ته رسيدل . کپتان متلاند په 1922 _ 1924 ميلادي کال باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړي چي د خپريدو وروسته د زياتو لرغونپوهانو د پاملرني وړ وگرځيدل .

په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته 1922 ميلادي کال د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه الفرد فوشه 1922 ميلادي کال له خوا وڅيړل سوي د نوموړي په اند دا مجسي د هندي راورتي مجسمو سره يو شان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرگنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صل صال او بله د شامامه په نوم ياديږي جوړي سوي دي . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هم د دي مجسمو په اړه څيړني او ليکني تر سره کړيدي ، چي د بيلگي په توگه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي سو .

د باميانو لرغوني اثار د گريک بوديک او په ځانگړي توگه د گندهارا د هنر ارزښتمني بيلگي او يادگارونه دي . خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توگه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ سول . فرانسوي نامتو اونيزي L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په 1996 ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه سوي وه ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای سويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي سوي وې هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويو شمير يې د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه سوي او وراني سويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نسته يوازنۍ څه چي هلته په ستر گو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل سوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( 1995 ميلادي کال)) په هر صورت په باميانو کي د لرغونو اثارو مصونيت زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره له مينځه ولاړه او په 2001 ميلادي کال د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توگه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په وسيله د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچول شوه .

وروسته له هغه چي دوې ستري مجسمي له مينځه ولاړې دادۍ اوس ( 2003 ميلادي کال ) د ملگرو ملتونو د يونسکو کلتوري څانگي د باميانو لرغونې سيمه د نړيوال فرهنگي ميراث په لست کي شامله ومنل . او د پاته اثارو د ساتني په نيت يوشمير بيړنۍ پروژي تر لاس لاندي نيولي دي .




#Article 31: اجمل اند (385 words)


اجمل اند (زوکړه ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت) (په انگرېزي: Ajmal Aand) يو  ليکوال او شاعر دی. 

ښاغلی آند د ولي محمد زوی دی . دی پر ١٣٥٦ لمريز کال دننگرهار ولايت د خوگياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجگړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره کډوال شو او پاکستان ته ېې مخه شوه چې هلته په هنگو سيمه کې مېشت شول .
د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې يو اماتورخبريال دی  . 

ده خپلې لومړنۍ زده کړې په پښتونخوا کې کړي . پر  ١٣٧١ لمريز کال ، چې ننگرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوگياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو . پر  ١٣٧٤ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شو .  تر يونيم کال وروسته يې د ننگرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورڅخه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کور کې دکرگرۍ پرچارو بوخت شو .

له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . د ۲۰۰۲ له پيل وروسته کابل ته ستون شو او هلته يې د ازادۍ راډيو د کابل په بيرو کې د خبريال او پښتو خبري برخي د ايډيټور په توگه دنده خپله کړه . پنځه کاله يې په کابل کې دې دندې ته دوام ورکړ . او په دې دوران کې يې د افغانستان د بيلا بيلو مسلو په اړه راپورونه او مطالب چمتو کړل . اجمل اند اوس د چيک جمهوريت په پراگ ښار کې له ازادۍ راډيو سره د خپرونو د جوړونکي په توگه کار کوي . او په عين حال کې خپلو ادبي هلو ځلو ته هم دوام ورکوي . 

د هغه د شعرونو يو لړ کتابونه چاپ شوي خو د نثر په برخه کې يې يو شمېر ليکلي آثار هم شته چې تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي.  




#Article 32: اجمل خټک (555 words)


اجمل خټک (د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر ۱۵ - د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ ۷) (په انگرېزي: Ajmal Khattak) د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي شخصيت وو. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرگې غړی هم پاتې شوی دی.  

اجمل خټک د ۱۹۲۵ ز کال د سېپتمبر پر ۱۵ په اکوړه خټک کې زېږېدلی وو. له ماشومتوبه د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېرمن شوی او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعال ډول يې د هند د پرېښوولو غورځنگ غړيتوب ترلاسه کړ.هغه، هغه مهال د پېښور د گورنمنټ هاي سکول زده کوونکی وو، خو خپلې زده کړې يې نيمگړې پرېښووې او د همدغه سياسي غورځنگ له غړيو سره يوځای شو. دا د هغه د سياسي بوختيا پيل وو چې تر پينځو لسيزو پورې يې دوام وکړ او په همدغه وخت کې يې د خپل ادبي ژوند او زده کړو په پرمختگ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړې. که څه هم نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانگړو نوښتونو لاره هم درلوده او پښتو ادب يې د انگرېزي ادبياتو سره وتاړه او په دې ډول يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم خپل کړ.

اجمل خټک په خپل کلي کې تر اتم ټولگي پورې زده کړې وکړې او بيا د پيښور په عالي ښوونځي کې شامل شو.  دا چې نوموړی په ځينو سېاسي چارو کې په کارنده توگه بوخت وو نو په دې تور، چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي، له ښوونځي وايستل شو. خو له پوهې سره مينې دى غلى نه کړ، په شخصي توگه يي زده کړې وکړې او عربى، پښتو او فارسي يې ولوستلې، انگريزي ژبه يي زده کړه، غوښتل يې چې په پوهنتون کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړي، خو له ازموينې يي راوايست او زندان  ته يي وردننه کړ. هغه په زندان کې هم لوست کاوه او له هماغه ځايه يي ازموينې ورکړې، ځکه يوازې د ازموينې پر ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي او بيرته به يې زندان ته راوست.

اجمل خټک تر زندان وروسته پېښور پوهنتون ته بريالى شو. بيا يې ونيو او دا ځل يي د مچ مشهور زندان ته بوت، خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل او له هماغه ځايه يې د فلسفې او ارواپوهنې ازموينه ورکړه.

له ١٩٤٢ ز کاله تر ١٩٤٤ ز کاله ېې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډير مخامخ وو، خو پر ١٩٤٧ ز کال پاکستان جوړ شو او د دوى ستونزې د پخوا په پرتله په کمېدو شوې. هغه د نشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. 

د ښوونکي دنده يې هم ترسره کړې او په پېښور راډيو کې يې هم کار کړی، پروگرامونه به يې ليکل، خو د ژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه. 

د عوامي نیشنل گوند پخوانی مشر، ليکوال او شاعر اجمل خټک، چې د انقلابي شاعر لقب هم ورکړ شوی، د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ پر ۷ تر یوه کال رنځ وروسته ومړ او د خټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.  

تراوسه يي ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوي دي. 

۱- پښتو ادب کى تاريخ (اردو). 

۲- پښتانه شعراء(پښتو). 

۳- ژوند او فن (پښتو). 

۴- د غيرت چيغه (پښتو) ‎

۳- 

 




#Article 33: احسان الله جرس (312 words)


احسان الله جرس د محمد ترين زوى پر 1363 ل. کال د وږي (سنبلې) پر شپږمه نېټه د کندهار ښار د لويې ويالې د ډبرو پله په سيمه کې زوکړى دى ، اوس د البېروني ښوونځي په اتم ټولگي کې خپلې منځنۍ زده کړې پرمخ بيايي.

لومړنى شعر يې پر 1378ل ليکلى دى؛ له نېکه مرغه جرس په ډېر وړکتوب کې د ښو شاعرانه پنځونو لپاره پياوړى مټ او لوړ استعداد لري، په لنډه موده کې يې ځان دهنرتوب او شعرتوب لويې نړۍ ته ورلنډ کړ.که څه هم دشعري استعداد غزېدو ته يې فضا ډېره تنگه وه او د پرمختگ زمينه يې ډېره نه وه برابره، خو بياهم ډېر زيار يې وگاله او ډېر خنډونه يې له خپلې لارې څخه لرې کړل، خو يو شمېر يې لا پاتې دي. که د نورو ادبي او فرهنگي ملگرو هڅونې او په دې برخه کې مرستې نه وي، دى به ونه شي کړاى د خپل کاله په تنگه فضا کې وده وکړي او يا يې څوک د هنر پر قدر وپوهېږي، د ملگرو په برکت پر ډېرو کږلېچونو او پېچومو راواوښت او خپل هنري او ادبي استعداد يې وځلاوه.

ده دقافيه وال تر څنگ ازاد شعرونه هم کښلي او اوس اوس يې د لنډو کيسو پر ليکلو هم پيل کړى دى.
غزليزه ژبه او شعري توازن يې ډېر پاموړ دي،که له شعر سره يې مينه همداسې توده پاتې شوه، په راتلونکي کې به خپلې وياړمنې ټولنې ته ډېرې ښې هنري بېلگې وړاندې کړي. د جرس ځينې شعرونه په طلوع افغان ورځپاڼه، ارغندجريده، هيله، گندهارا، کندهار، خلافت او نورو مجلو کې خپاره شوي چې ډېرو خلکو ستايلي دي. جرس څه له پاسه د څو مياشتو په موده کې يوه ټولگه شاعري وړه، خو په دې وروستيو کې يې دا اندازه لږه شوې، نو هيله ده جرس يو ځل بيا پرليکلو پيل وکړي او په خپلو ښايسته شعرونو د مينه والو سترگې سړې او ذوقونه خړوب کړي.




#Article 34: امين هوتک باوري (209 words)


حاجي امين هوتک باوري د روزگان ولايت د دهراوت ولسوالۍ د مټن نومي کلي په يوه منوره کورنۍ کې زېږېدلی .

خپلي لومړنۍ زدکړې يې په روزگان ولايت کې پاې ته رسولي او بيا يې د بغلان ولايت د زراعت مسلکي لېسه او بيا د لوړو مسلکي زده کړو لپاره پخواني روسيې ته ولاړ . هلته ېې د پوځي ډپلوم د تر لاسه کولو څخه وروسته خپل هېواد ته ورستون شو.

ښاغلی باوري د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال لوړ پوځي سړی و .او د داکتر نجیب الله پر ضدکودتا کی ئی ستر سهم درلود ده د دفاع په وزارت کې دنده درلوده او همدا رنگه د دفاع وزارت د هوايي دفاع په جزتامونو نومي څانگه کې دندې تر سره کړيدي .
 
حاجي هوتک باوري وروسته له هغه چې اروپا ته کډوال شو فرهنگي چارو کې ېې فعاله ونډه اخيستې او کله نا کله د شعر په جوړونه هم اخته وي . د فرهنگي چارو سره مينه لري ، د خپلو دندو د تر سره کولو ترڅنگ يې په افغانستان کې د خپلواکو مطبوعاتو سره مرسته کړې او د (سلام) په نوم اونيزې د فرهنگي برخې مسؤل چلونکی و. شعرونه يې په بيلابيلو انټرنټي او چاپي خپرونو کې خپاره شوي او ادبي آزاد نثري ټوټې هم ليکي.




#Article 35: پير محمد کاروان (2697 words)


پير محمد کاروان (په انگرېزۍ کې Pir Mohammad Karwan) د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولگي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنگ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.

د سعدي گلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې ده. هغه د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو او نورو مينانو ډيرې کيسې يې يادې وې او خپلو ماشومانو همځولو ته به يې هر وخت وييلې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې زښتې زياتې خوښيدې. ډيرې يې آن په وړکتوب کې په ياد وې. دوولس کلن ديارلس کلن به ؤ چې څه ناڅه منظومې جملې ېې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې. د ماشومتوب د وخت د يوه شعر د سر کړۍ ېې ور په ياد ده چې هغه يې خپل لومړنی شعر بولي. هغه کړۍ داده:

زمادسوي زړگي واوره يوه خبره-خولگۍ دې سپينه مرغلره

دامکمله لوبه وه چې دشعرنورې برخې يې رانه هيرې دي.کله چې ماشوم وم دسهارتر

لمانځه وروسته به مې له ملانه دديني کتابونوترڅنگ دسعدي گلستان لوست چې ماته به يې ډيرخوندهم راکاوه.زمااستادمومن خان نوميده خدای دې يې وبښي.نوموړی زما دپلارله ماماخېلوڅخه ؤ.يوه ورځ په گلستان کې داخواږه بيتونه راغلل:

_گلې خوشبوی درحمام روزې

رسيدازدست محبوبې بدستم

بدوگفتم که مشکی ياعنبری

که ازبوی دلاويز تو مستم

بگفتا من گل ناچيز بودم

وليکن مدتی باگل نشستم

جمال همنشين در من اثر کرد

و گر نه من همان خاکم که هستم

داشعرچې ملاصاحب په پښتوراته تشريح کړپه هماغه ماشومتوب کې يې سخت خوندراکړ.په هغه وخت کې به چې زه سبق ته تلم دماشومتوب له شوخۍ نه هم په آمان نه وم.په بډه کې به مې لينده راسره وه.کله به چې له سبق نه دخپل کورپه لورراروان شوم نولمربه پرکلي سروهلی ؤ.په لاره کې به بامبوټيواوونوکې مرغۍ څارلې چې گوندې يوه خوپکې وولم.په همدې سهارچې زه دسعدي دپورتني عاشقانه اومفکرانه

شعرتراغېزې لاندې راغلې وم که گورم چې دملاصاحب دکورترڅنگ دانځرپه ونه کې دمرغۍبچی ناست اودلمرلومړنۍ څړيکه يې په بڼکولگيدلې وه.دامنظره دسعدي دشعرغوندې ښکلې وه.دماشومتوب شوخي مې په زړه کې راوپاريده ماويل راځه هلکه لينده له بډې پسې راوباسه اودادمرغۍ بچی ښه داسې پردې گېډه باندې ووله.ژرژرمې ديني کتابونه اودسعدي گلستان راته کېښودل اوله بډې مې لينده پسې راوايسته.کله مې چې په لينده کې گاټی واچاوه اودويشتلوپه نيت مې راکش کړه،دمرغۍ بچي مښوکه په وزرکې وهله اوپربڼکويې هماغسې دلمروړانگې لگيدې،يونيم آوازيې هم کاوه.په آوازکې يې عاجزي اوبې کسي معلومېده.دسعدي صاحب شعرراپه يادشو.دمرغۍبچی يې راباندې گران کړ.په سترگوکې مې اوښکې راغلې اودمرغۍ دبچي ويشتل راته لويه گناه وبرېښيده.هغه ؤچې له ليندې مې بيرته گاټی وغورځاوه ،لينده مې بياپه بډه کې کېښوده اودلارې پرسراېښي کتابونه مې راوخيستل.داسې زما دماشومتوب دوره له عجيبوخوږواوښکليوشاعرانه خيالونوسره غاړه غړۍ تېريدله.له شپږم ټولگي پسې فارغ شوم.په اول کې خوشحاله وم چې هلکه توره دې وکړه دادی په کلي کې دې مکتب تمام کړاوس نوخپلې مرغۍ  وله اودښاپېريانونکلونه اوره. تريوڅوورځومرغيووېشتلواوخوشي گرځيدلوستړی شوم.دمکتب ارمان راغی.په خپلوهمصنفيانوپسې خپه شوم خوڅه مې کړي وای،په کلي کې ترشپږم ټولگي وراخوامکتب نه ؤچې ماپکې نورسبق ويلی وای.يوه ورځ همداسې دمرغيودويشتلوپه لټون راوتی وم .په يوه ونه کې مې ناسته مرغۍ څارله چې پلارمې راباندې غږوکړاودځان خواته يې وربللم.

مرغۍ دونې له څانگې والوته اوزما په زړه کې دمرغۍ ويشتلوتلوسه همداسې غوټه پاتې شوه.دپلارخواته ورغلم.دپلارپه مخ کې مې خوشحالي برېښيده.زه هم خوشحاله شوم اوپه زړه کې مې گوړې ماتولې چې يايې کوم ښه شی راته ساتلی اويابه يې ښه زيری راوړی وي.

پلارمې په خندااوخوشحالۍ راته وويل:

_څنگه زړه دې دی چې نورسبق ووايې؟

ماپه منډه ځواب ورکړ:_هوولې نه.

پلارمې وويل چې داسې ده نوراځه چې له مکتب نه کاغذونه درته واخلم سبابل سبابه دې خوست ته بوځم هلته به په مکتب کې سبق وايې.ماورته وويل:نوپه خوست کې به چيرته اوسيږم؟پلارمې دخپلوتروزامنوراته وويل چې هغوی په ډيره مينه راته ويلې چې تاورولم.زه خوشحاله شوم.په ذهن کې مې دځلوبيواوخربوزوبوی راوگرځيده اويوپټ خوندمې ترې واخيست.زه دادوه کاله وړاندې له خپل پلارسره خوست ته تللی وم.هغه وخت دخپلواکۍ جشن ؤ.موږماسپښين مهال له خپل کلي نه پلي روان شوو.ماخستن مړديخېلوته ورسيدواوپه يوه جومات کې موشپه تېره کړه.سهارترلمانځه وروسته دخوست ښارته وکوچيدو.کله چې خوست ته ورسيدواول دپخوځلوبيوبوی راباندې ولگيده.په خوست کې په جشنونوکې دځلوبيوپخول يوه مېله وي.دآسونودپښو

ټکاری ،ششنااودبايسکلونودزنگونواوازونه اوريدل کيدل.دښارپه ليدومې يوه ورکه خوشحالي زړه ته راغله.له پلارنه مې ديوشي بل شي پوښتنې کولې.په يوه دکان کې دلۍ دلۍ خربوزې پرتې وې.بيخې مې دازړه ورته وتخنيده.پلارمې يوڅوترازې خربوزه راته واخيسته.له خوراک نه يې بوی ډيرخوندراکاوه.دالومړۍ ځل ؤچې ماپه مړه گيډه خربوزه خوړه.

بس نوخوست ته دتگ په اوريدوځکه دځلوبيواوخربوزې بوی ذهن ته راغلی ؤ.

خوست ته راغلم،دخوست په پنزايه کلي کې دپلاردتره زامنوکره اوسيدم.پرټولوگران وم.دخپل اولادغوندې يې راسره مينه وه.په ماشومتوب کې دليونیۍ مينې تربريده دينداره وم.هميشه به مې دقرآن تلاوت کاوه.ځکه خوپرخپلوانومې گران وم.دخوست په غرغښت ليسه کې شامل شوم.کلی به مې ډيرياديده ،مورجانه به مې تل په زړه کې وه،اوپه وړې خورپسې مې ډيرخپه وم.بياهم په درسونوکې بدنه وم.ترنهم ټولگي په غرغښت ليسه کې وم.کله چې لسم ټولگي ته کامياب شوم نودخوست دميخانيکي ليسې دامتحان خبره مې واوريده.دخوست ميخانيکي ليسې ته مې امتحان ورکړ.دامتحان صحنه ډيره عجيبه وه.دخوست دميخانيکي ليسې په ميدانۍ کې تردنگودنگوونولاندې امتحان ته ناست وو.اول ځل ؤچې دامتحان سوالونه ديوه کتاب په شکل چاپ شوي وو.ديوه سوال به درې ووکه خدای مې دې غاړه نه بندوي څلورځوابونه وو.بس تر سم ځواب به دې کرښه راکاږله.چې داڅنگه مې ولوستل سرمې پرې خلاص شو.حل کولوته يې ولگيدم.يوڅوسوالونه مې داسې په منډه حل کول چې دامتحان له هئت نه يوتن زما پارچې ته وکتل.په شونډوکې موسک شو.زه يې له څيرې پردې وپوهيدم چې که خدای کول دسوالونه ځوابونه مې سم دي.په زړه کې خوشحاله شوم اودپاتې سوالونه ځوابونه پيداکول.څوورځې وروسته زه دغرغښت ليسې په لسم ټولگي کې ناست وم چې دخوست ميخانيکي ليسې دکاميابوشاگردانولست راغلی ؤ.زموږمعلم ته چې کامياب هلکان معلوم شوي ووډيرخوشحاله ؤ.دکاميابوشاگردانودنومونوتراخيستلو

وړاندې يې وويل:

زه ډيرخوشحاله يم چې سږکال دخوست ميخانيکي ليسې ته داسې شاگردان کامياب شوي چې دواسطې اودپيسوزورنه لري،دوی په خپل لياقت کامياب شوي دي.مخکې له دې چې زه يې نومونه واخلم ټولوته مبارکي وايم.په دې وخت کې زمازړه لکه پاڼه داسې رپيده.نه پوهيدم چې کامياب به يم کنه؟په زړه کې مې قوت پيداکاوه چې که خامخا کامياب نه وم،نوخپله اراده بايدونه بايلم،په سترگوکې مې اوښکې رانه شي او اودخپلوهمصنفيانوپه وړاندې ونه شرميږم.په دې وخت کې معلم صاحب دکاميابوشاگردانودنومونوپه اخيستلوپيل وکړ.زموږله صنف نه ډيروکسانوامتحانونه ورکړي وو.زماغوندې بې واسطې کسانوهم اودواسطوولاووهم.معلم له يوه دوه نومونووروسته زمانوم واخيست.

له ډيرې خوشحالۍ نه مې په سترگوکې اوښکې راغلې.اوهم صنفيانومې چکچکې راته

وکړې.ډيرخوشحاله وم.په ماشومتوب اوتاندزلميتوب کې خوشحالي اوبرياليتوب نوبېل کيف لري.دخوست ميخانيکي ليسې په لوستلومې پيل وکړ.ماپه امتحان کې دبرېښنا

څانگه ټاکلې وه.وروسته مې دماشين کارۍ څانگې ته ځان رابدل کړ.په دې ليسه کې به ېې موږته دغرمې ډوډۍهم راکوله.ښه په شوق به درسونوته ورتلم.ذهن مې بدنه ؤ،که لږکوښښ مې کولی ډيربه تکړه شوی وای.خوزمابه دمکتب دکتابونوپرځای دشعراوهنرکتابونه ډيرلوستل.په همدې وخت کې به مې هم څه جملې منظومولې.کله کله به مې دهغوهمصنفيانومسافرووروڼواوعزيزانوته چې په دوبۍ،قطراوسعودي عربستان کې مسافرووليکونه ليکل.په دې ليکونوکې به مې لنډۍاوځينې زماله خوا

جوړشوي شعرونه ليکل اوبيابه دوی ته استول کيدل.پرهمصنفيانوگران وم.پرماهم گران وو.ځينې خولکه وروڼه داسې راته ايسيدل.له هيچا سره مې داسې خاصه کينه اوکرکه نه وه.ته وازمازړه کينې اوکرکې ته نه ؤجوړ.لنډه داچې په ١٣٥٦هجرې شمسې کال کې له خوست ميخانيکي ليسې فارغ شوم.له فراغت سره سم دوظيفې په لټه شوم.ښه خبره داوه چې له مسلکي مکتبونوفارغانوته يې په آسانۍ وظيفې ورکولې.زما

ځيېنې همصنفيان په کابل بگراميو،دگلبهارپه نساجي،دپلخمري اوکندهارپه نخي نساجي کې دفني مامورينوپه صفت مقررشول.زمابدبختي داوه چې په تذکره کې دفراغت عمرايله ١٨ کلنۍ ته رسيده .ددولت دمامورينوپه قانون کې يودولتي ماموربايدتر١٩

کلنۍ کم نه وي.زه نوډيرخواشينی وم.دخپل عمرپه اصلاح پسې په خوست اوگرديزکې ډيروگرځيدم.له کابل نه مې امرراوړ.کله چې گرديزته ورغلم نوخدای مې دې غاړه نه بندوي دوه نيم سوه افغانۍ وې که درې سوه وې دايې رشوت رانه واخيست.زه دخپل عمرتراصلاح خوشحاله شوم اوپه کندهارنخي نساجې کې فني مامورشوم.خوداچې دکندهارنخې نساجې نوې جوړيده اولانه وه جوړه نوزه يې هم ديوڅومياشتوزده کړې لپاره دپلخمرې نساجي ته واستولم.په پلخمرې کې مې دگټی کارداؤچې څه ناڅه مې فارسي ژبه ترپخواپياوړې شوه.دفارسي کتابونه به مې لوستل.داچې په مطلب به يې رسيدم يوعجب خوند به مې ترې اخيست.

ترشپږمياشتووروسته دکندهارنخي نساجې ته لاړم.هلته مې نورهم ډيرهمصنفيان هم وو.په کندهارکې دنساجې نخې فابريکه نوې جوړيده.روسي اوجرمني ماشينونه ورته راغلي وو.دکارگرانوسره به مويوځای کارکاوه.په دې منځ کې له جرمني يوڅوبورسونه راغلل.په دې بورسونوکې زماپچه هم وخته.خوزه دجرمني له تگ پاتې ځکه شوم چې پدې منځ کې دثورپېښه وشوه.پدې وخت کې هم موږپه نوموړې فابريکه کې کارکاوه.دلته نوبيادروسيې بورسونه راغلل.په دې بورسونوکې يوولس کسان وو.دهغه کسانونومونه يې په سرکې ووچې دجرمنې له بورسونوپاتې وو.ماپه زړه کې گوړې ماتولې چې داځل خوبه بې له چون وچراځم.خوخبره په دې آخرکې خرابه شوه.

داسې وويل شول چې شوروي ته لس نفره بايدواستول شي،په داسې حال کې چې په لست کې ديوولسوکسانونومونه ليکل شوي دي.لنډه داچې پريکړه په دې وشوه چې دايوکس به دپچې په واسطه له شوروي پاتې کيږي.زموږديوولسوکسانونومونه يې

وليکل.له دې يوولسونومونويې يونوم رابېل کړاوويې ويل چې دانوم دهرچاوي له بورس په پاتې وي.خدای شته په دې وخت کې مې زړه نه رپيده اولامې په زړه کې ويل چې دابه خامخازمانوم وي اوښه دی چې پاتې شم.کله يې چې هغه يوولسم نوم خلاص کړپه رښتياهم چې دکاروان نوم ؤ.دومره ډيروارخطانه شوم خوبياهم يوډول

پټ خپگان مې زړه ته لاره وکړه.اې تاسې مې ملامتوئ مه داناکامې چې هرڅنگه وي

يودرداوخپگان لري.

يوه ورځ له کندهارنه دخوست په نيت کابل ته په سه صدودو(٣٠٢)موټرکې روان وم.په زړه کې خوشحاله وم .په لاره مې يوه نوې مجله لوستله.زه له پخوانه دموټرداسې سفرته خوشحاليږم چې يوازې وم اودخپل څنگ ملگری ونه پېژنم.په دې ورځ هم همداسې يوازې وم .په موټرکې ترمطالعې وروسته به مې په اصطلاح خواږه خيال پلوونه وهل.موټربه له ميدان وردگوتېرشوی وي چې زه خوب وړی يم.دخلکوپه شوراوگونگوسي پسې ناڅاپه راويښ شوم.دخلکوپه څيروکې مې عجبې پوښتنې وليدې.ټول حيران وواوغوږونه يې څک کړي وو.ما دڅنگ له سورلۍپوښتنه وکړه چې يه وروره داڅه خبره ده چې ټول داسې اوتراوترياست؟راته ويې ويل راډيوته غوږشه په هرڅه به پوی شې.راډيوته مې غوږکېښود.دموټرپه راډيوکې دملي اتڼ نغمې وې.زه غوږغوږيم خوڅه خبره اويااعلان نه کوي.سرپه سرله څونغمووروسته راډيوداسې اعلان وکړ:

داراډيوافغانستان کابل دی.زه حيران شوم ځکه هغه وخت به په راډيوکې داسې ويل کيدل:دآرياناافغانستان ملي راډيوتلويزيون.خير زه بيا هم اعلان ته څک شوم.په اعلان کې وويل شول:دنادري کورنۍوروستنۍ......داود دخپلواعمالوپه سزاورسول شو.دافغانستان واک دانقلابي شوری په لاس کې دی.څه نورې خبرې يې هم کولې.دايې هم ويل : څوک چې ستاسوپه وړاندې خنډکيږي شنډاوبې وسلې يې کړئ.داعلان کوونکي غږنری اوداسې ښځنوکی غوندې ؤ.بيايې وروسته داسلم وطنجارپه نوم ځان معرفي کړ.وروسته پوه شوم چې دداودخان پرنظام باندې داردومسلحانه کودتاوه چې دوی به ورته انقلاب وايه.دمازديگرلمرپه غرغره دی اوموږپه داسې يوه سره اوله غباره ډک شفق کې کابل ته رانږدې شوو.دموټرپه سورليوکې وارپه وارويره اوترهه ډيريده.دالوتکوکړنگيدونکوآوازونوځمکه لړزوله .کله کله دتوپونواودکلاشينکوف

دضربوباړونه هم چليدل.موږکوټه سنگي ته راورسيدو.ښارته لارې بندې وې.په هوټلونوکې ډوډۍاودشپې تېرولوځای نه ؤ.موږټولې سورلۍپه موټرکې شپه تېره کړه.سهاروختي پاڅيدوبياهم ښارته دننوتودرک نه ؤ.زموږسره په موټرکې دوه توريستان چې يوه ښځه اوسړی چې ښځه اوخاوندمعلوميدل هم وو.ښځې ژړل.خلکوفکرکاوه چې وږې ده.دځينوسره چې دخوراک شيان وودې ښځې ته يې وړاندې کړل خوتوريستې په داسې حال کې چې خوله يې له ژړاورانه اوپه سترگوکې يې اوښکې وې دخوراک شی به يې په لاس اخواکړ.شپه داسې يې وبولئ چې په ويښه تېره شوه.سهارچې لمرسروواهه توريستې پرگيډه لاسونه نيولي وواوهماغسي يې ژړل.آخرله خپل ملگري سره له موټرنه کوزه شوه اودموټرترڅنگ حاجت ته کيناسته.موږټولې سورلۍ له موټرراکوزې شوو.زه درحمان باباخواته چې هلته مې ترورزی اونورملگري ووروان شوم.عسکري گزمې گرځيدې.په لارواوسړکونوکې وسله وال صاحبمنصبان اوعسکرولاړوو.له ټولوسره کلاشنکوف په لاسونوکې وو.دکلاشنکوف برچې وارکولوته خلاصې وې.کله به چې دعسکري گزمې موترراغی نوعسکربه دورځې نوم ترې اخيست .په موټروکې لوړرتبه عسکري کسان وو.دورځې دنوم اخيستونکی عسکربه يې په غوږکې ورو،ورکش کړاوپه غوږکې به يې دورځې نوم ورکړ.زه رحمان باباليسې ته راغلم.په ليسه کې دنوي بدلون په خوشحالۍ کې اتڼونه وو.زه نه پوهيدم چې آخربه څه کيږي اودانوی نظام به آخرڅه کوي.

ورور په ښارکې گرځيدل پيل شول.په راډيوگانوکې همداسې دملي اتڼ نغمې اووطني سندرې خپريدې.دافغانستان خلک هرنوي بدلون ته خوشحاليږي .شوبلې دښارپه واټونوکې ولاړې وې.ځينووړونجونواوهلکانوبه گلونه پرې شيندل چې يونيم ځوان اوځوانه نجلۍ به هم ددوی په ډله کې وه.کله چې له خپل ترورزي اودرحمان بابادليسې له شاگردانوسره دارگ خواته لاړم،نوپه نښترواونوروونوکې مې دوژل شويوعسکروغوښې وليدې په زړه کې ډيرخپه شوم.

شپه مې درحمان باباپه ليسه کې له خپل ترورزي بوستان اودرحمان باباله نوروشاگردانوسره ددوی په ليليه کې وکړه.په تلويزيون کې يې دنورمحمد تره کي له خندانه ډک تصويرونه ښودل.دخلقيانواوپرچميانونورکسان به هم کله کله دتلويزيون پرسکرين راغلل.دافغانستان تلويزيون نوی نوی دداودخان په وخت کې پخپله دداودخان په هلوځلوجوړؤ،چې په پای کې ددوی دقاتلانوڅيروپکې وخندل.

دهمدې شپې په سهارخوست ته راروان شوم.غرمه مهال خوست ته راورسيدم.ماسپښين مهال خپل کلي نريزې ته روان شوم مازديگرچې لمرلانه ؤډوب شوی خپل کلي ته راورسيدم.دوه درې شپې مې په کلي کې وکړي،د١٣٥٧کال دثورپه يوولسمه نيټه زمونږله کلي نه يولښکرخلک له ټوپکوسره دتورخېلومدرسې ته روان شول.دتورخېلوپه مدرسه کې مولوي پيرمحمدروحاني دخلقي نظام پرضددمسلح جهاداعلان وکړ.خدای مې دې غاړه نه بندوي په همدې ورځ ووکه په سبايې ووپه ځدراڼوکې دحکومت ځينې مامورين چې فکرکوم ولسوال هم پکې وو،ووژل شول.

دانودهغه وخت ځغلنده يادونه وه.زه بياهم په کندهارکې په نخي نساجي کې وم چې يوبل غوبل جوړشو.دافغانستان پرحکومت شوروي اتحادمسلح بريدوکړ،حفيظ الله آمين يې وواژه اوببرک کارمل يې له شوروي نه پرشوبلوسپورراوړ.په همدې شپه يې دشوروي له يوې راډيودببرک کارمل وينا خپره کړه.په ويناکې يې شوروي فوځونه خپل ورونه بللي وو.وينايې ترډيره ځايه دحفيظ الله آمين له غندلوډکه وه.داټکی يې پکې ډير

تکراراوه:آمين اي ميرغضب وخون اشام ازبين رفت.درې څلورورځې وروسته دشوروي فوځونوپرشوبلوبارکتارونه کندهارته هم راغلل.خلک ډيرخپه وو،هسې دشوروي فوځونوليدوته ولاړوو.عسکرترنولس کلنۍ نيولې تريوويشت کلنۍ معلوميدل.عسکرو

چې دسړک پرغاړه ولاړخلک ليدل فکريې کاوه چې گوندې ددوی هرکلي ته ولاړدي.

دشوبلې پرسريوه عسکردسلام لپاره خپل لاس پورته کړ.دسړک پرغاړه يودېرش کلن ږيرور ځوان ولاړؤ.دکنځلې په اشاره يې خپل لاس ورته وښوراوه.سلامي عسکرته غوسه ورغله اودشوبلې برغولی يې په ځان پسې په غوسه پورې کړ.شوروي فوځونه دکندهارهوايي ميدان ته لاړل.دشوروي فوځونوراتگ ماته يوه تېره خاطره راپه يادکړه:دتره کي دنظام په اوايلوکې په کندهارکې دحرکت انقلاب اسلامي په نوم يوه شبنامه خپره شوې وه چې پکې ليکل شوي وو:دوطن ټولوبچيانوته حتی که دکمونستي حکومت په ليکوکې هم دي.دټولومسلمانانواووطن پرستوخلقيانودپام وړ.شوروي اتحادغواړي چې زموږپروطن وسله وال بريدوکړي هيله ده چې دوطنپرستۍپه روحيه ددوی پرضدراولاړشئ اودمجاهدينوله ليکوسره يوځای شئ.په دې ورځوکې دروسي فوځونوراتگ اوڅوکاله وړاندې دحرکت انقلاب اسلامي پيشگويي په فکرکې واچولم.

دوه درې ورځې په ښاروضعه عادي وه.خوپه بله ورځ ناڅاپه په ښارکې شوراوغوغا

جوړه شوه.دجوماتونوپه لوډسپيکرونوکې مخکې له مخکې شعارونه اوحماسي خبرې

ثبت شوې وې.راپاريدلواحساساتي ښاريانودولتي ودانۍ وسوځولې ،چوريې کړې،موټريې په ښارکې وسوځول اوله دولت سره کارکوونکي يابنديانول اويايې هم

وژل.ونخي نساجي روسي کارکوونکي چې دفابريکې رئس هم پکې ؤله موټرسره په ښارکې گيرکړي وو.ددوی موټردسړک ترڅنگ لښتي ته لويدلی اوبيا راپاريدليو خلکودموټر ټولې سورلۍ سره له رئسه چې سموخېن نوميده  دوسلې پرځای په کوتکو وژلي وو.په سبايي موږموټروليدچې دلارې ترڅنگ لښتي ته ورغورځيدلی اودسموخين اونوروروسانوماغزه په موټرکې توی شوي وو.له موټرنه دروسانومړي دولت وړي وواوشوروي اتحآدته يې په الوتکه کې رسولي وو.په دې سبايې له ښارنه دهغه شوروي متخصيصينواودنخي نساجې دفابريکې انجينرانوکورنۍ له ښارنه مصوونوځايونوته ولېږدولې.په روسي وژل شويوانجينرانوکې يوداسې روسی ځوان هم ؤچې پرلاس يې په شنوخالونوديوه دريابي حيوان تصويرايستل شوی ؤ.ده يووخت په نخي نساجې کې ددې تصويرپه اړه ويلي ووچې دايې معشوقې پرلاس ددې لپاره کښلی چې خپله معشوقه به نه هيروي.ماته ددې وژل شوي روسي داخبره زړه ته راغله.له ځان سره مې وويل:(گوره داروسی يودرخت داوبدلودماشينونوانجينرؤخوجنگ دانه گوري چې ته دشوروي اتحادکمونست گوندغړی يې که دماشينونوانجينريې.مطلب داچې په جنگونوکې ډيرخلک په بيستوکې اوياهم داملوکوپه تول کې لاړشي.)

راپاريدليوخلکودکندهارپه ښارکې ډيردولتي کسان وژلي وو.ډيرودفترونوته يې اورونه اچولي وو.تردې خونړي اخ ؤډب وروسته دحماسي شعارونوکسټونه ډک شوي وواوبيايې هره شپه دکندهاردجوماتونولوډسپيکرونوکسټونه اچول اوترنيموشپوبه يې غږول.موږټولوهغه چاته چې په دولتي اداروکې يې کارونه کول دټوپکوله ورکولواوگزمې کولووويل شول.ماپه زړه کې وويل:داټول خلک چې دروسانوپرخلاف راپورته شوي حق لري.نوکه چيرې زه ټوپک واخلم اوپردوی ډزې کوم يايې وژنم نوداخوقتل کوم اودبې گناه خلکوخون به مې پرغاړه شي.دشپې مې دخدای په دربارکې په عاجزۍ دعاوغوښته چې ياخدايه په خيراوسلامتۍمې خپل کلي ته ورسوې.ځوريدلم پردې هم چې دفغانستان ولاياتوته لارې بندې وې،اوپه الوتکه کې داسې په اسانۍ ځای نه پيداکيده.خوخدای مې دعاقبوله کړه زه په الوتکه کې خوست ته راغلم.کله چې کلي ته راورسيدم نومورمې ترهرچاراته ډيره خوشحاله وه




#Article 36: حنان حبيبزی (186 words)


حنان حبيبزی (د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ ١٢، د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو کلی) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او ژورناليست دی.  

حنان حببزی د ۱۹۷۷ ز کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو په کلي  کې رېږېدلی دی. منځنۍ زده كړې يې په پېښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړې او  پر ١٩٩٦ ز كال د بغلان پوهنتون، چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده، د ساينس  له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. 

ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنگ په هېواد کې دننه او بهر بېلابېلو  ويبپاڼو، ورځپاڼو، مهالنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري، چې تر اوسه يې په لسگونو بېلابېلې څېړنيزې او مالوماتي ليکنې خپرې شوې دي. حبيبزی څو کاله د افغانستان په شمال کې د بي بي سي راډيو خبريال وو.

۱- د هندوكش ازانگې (شعري ټولگه). 
 
۲- د  شمالي ولايتونو تاريخي اثارو ته کتنه. 

۱- د لنډو كېسو  ناچاپه ټولگه. 
 
۲- اې لورې (ژباړه). 

۳- د بېلابېلو مقالو ټولگه. 

 
 
 




#Article 37: خوشال خان خټک (9250 words)


د پښتو ژبې ستر شاعر، ليکوال او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې اکر (حالت) کې نړۍ ته سترگې وغړولې چې نورالدین جهانگیر د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، یانې په ۱۰۲۲ سپوږميز کال کې زېږېدلى دی. د خوشال خان د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یحی خان او د غورنیکه نوم یې ملک اکوړه وو. د هغه د زېږېدنې کال د هغه له دغه شعره ښه معلومېږي:

خوشال خان خټک د کوچنیوالي په دوره کې هم ډېرې ستونزې گاللې دي. په ۶ کلنۍ کې په سيند کې لوېدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی دی. په ۸ کلنۍ کې له څپري نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو، خو د هغه ټپ نه هم جوړ شو.

هغه په ۲۰ کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی او لومړنى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی، لکه چې وایې:

خوشال خان د ۱۸ کالو وو چې پلار یې ورته واده وکړ، خو هغه له دغه واده خوښ نه وو. هغه د خان په کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی وو. د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتې وه، هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. 

کله چې د هند مغولي پاچا وغوښتل، چې له نوښاره تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړي، نو هغه وو چې خلکو ملک اکوړه وروښود. ملک اکوړه له خپلو خپلوانو سره د خپگان له لامله له هغه ځایه، یانې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته تللی وو. نو هغه وو چې اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې هغه ته وسپارله. دا چې ملک اکورړه یو ښه سړی وو، نو د اکبر پاچا پام يې ځان ته رااړولی او پر هغه یې ډېره مهربانې وکړه. اکوړه هم ژمنه وکړه چې هغه او ټبر (قبیله) به یې پاچا ته ژمن وي. د دغې لارې مخصول به هم ملک اکوړه اخیست. هغه په دغه ځای کې یو سرای اباد کړ چې د اکوړې سرای په نامه یادېږي.

د ملک اکوړه دغه سرداري تر خوشال خانه پورې راورسیده. خوشال هم دغه پښتون چاپیریال اتل روزلی وو، چې په شعر او نثر کې یې د پښتونولۍ ولولې پرتې دي. 

خوشال خان د وخت مروج علوم په جوماتونو او مدرسو کې ولوستل، خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود، چې ډېر څه زده کړي، خو هغه وایې چې زه ښکار ډېر درس ته نه پریښووم:

یا :

د خوشال له کلیاتو هم مالومیږي، چې هغه د خپل وخت مروج علوم لکه: تفسیر، فقه، حديث،فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهېده او لیکل یې پرې کولای شول. خوشال په پارسي ژبه کې هم ښه شعرونه لري. دغه ستر، ملي اتل او د پښتو ژبې بابا په ۱۱۰۰ سپوږميز کال کې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږې ته وسپارل شو.

خوشال خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې هغه علامه، نابغه، ستر شاعر او لوی ادیب دی، چې د څه کم ۴۰۰ څلورسوو کالو راهسې د هغه کولتوري پاتوړې (ميراث) تر ننه د افغان ولس او د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو منځيو د پاموړ او څېړنې وړ کرځیدلې ده. د څیړونکيو ځير پام به تر هغې پورې دغې کولتوري پاتوړې ته شتون ولری، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څېړنه بوخت وي او انسان د نړۍ پر سر ژوندی وی. له خوشاله گڼ شمېر سکالووې (موضوعات) او ډېر ارزښتمن نښيرونه په پاتوړې راپاتې دي. د هغه نښيرونه د شعر، ادب، ژبپوهنې او نورو بېلابېلو پوهنو او څېړنو لپاره لوی دریاب دی، چې لامبوزن پکې ستر کېږي خو د هغه برید، پوله، تل، سر او پای به تر خپلې لامبو لاندې رانه ولي نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومان وي.

په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي، نو د همدغه آر په نظر کې نیولو سره، یانی د هغه د درناوي او نمانځنې په پار دوه لوی کتابونه په دوه لويو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول. دغه کتابونه پر ۱۳۴۵ او ۱۳۴۶ ل ل کلونو د توریالي پښتون او ننگیالي پښتون په نومونو چاپ شوي، خو دغه کتابونه د دغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د يو خورد بېلگه لري. په دغو دوو کتابونو کې د هېواد او له هېواده بهر پوهانو  خپلې مقالې چاپ کړې دي.

له دغو کتابو سره سره زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوريو هم لیکېې کړې دي، لکه پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان گلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده. پوهاند صديق الله رښتين د خوشال لنډه پېژندگلوي په کې چمتو کړې، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده. پوهاند عبدالحی حبيبي د خوشال توره او قلم، د پښتنو د خپلواکۍ او مبارزی بسټيز توکي گڼلي دي. استاد گل پاچا الفت د خان پر شاعرۍ لیکنه کړې او وایې چې هغه له شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو. د پښتو غزل بابا امير حمزه شينواری وایې: د خوشال خان خټک د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د يو داسې نابغه انسان تقوا بریښي، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري.  

خو د دې خبرې یادول اړين دي، هغه سرچينه چې د خوشال په اړه یې لومړى څه خپاره کړي، هغه پټه خزانه ده. وروسته نورو پوهانو هم د هغه په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي، لکه افضل خان خټک يې په تاريخ مرصع کې یادونه کړې. له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشال د سيد رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي  هم د هغه کلیات يو ځل بیا چاپ کړى چې د هغه د پېژندلو لپاره يوه سرچينه ده.

پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبياتو په تاريخ کې هم هغه پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې، چېبختاني صاحب راغونډ کړی، هم د هغه په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي. يو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نومېږي او د زلمي هېوادمل اثر دی. په هغه کې هم د خان د پیژندلو او د هغه په اړوند د بهرنيو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي او دا خبره هم پکې ذکر شوې، چې د هغه په شعرونو کې درې برخي ډېري زیاتې دي لکه: توره، ښځه او ښکار. همدارنگه د خان په اړه په زړه پورې مالومات د (خوشال کيست) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې د هغه د پیژندلو لپاره يوه غوره زېرمه گڼو. 

د شهسوار سنگروال په زیار هم د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ خپور شو، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند، پیروان او د دغې دورې نور لیکوالان ياد شوي دي. په دې وروستيو کالونو کې هم د خان پر فکر، عمل، کردار، شعرونو او نورو ښېگڼو په زړه پورې اثار ولیکل شول، چې دلته يې د ځنينو یادونه کېږي: 

۱- د پېښور پښتو اکیډمۍ يوه درې میاشتنۍ مجله د خوشال دريو يو په نوم خپره کړه چې د بېلابېلو ادبپوهانو له خوا بېلابېلې لیکنې پکې شوې دي؛ هرگوره، د خوشال نظر د پښتون د آر او نسب په اړه، د خوشال فکر او عمل او داسی نور. 

۲- پوهاند مجاور احمد زيار «د خوشال ادبي پښتو» په نامه يو کتاب ليکلی چې د ژبپوهنې له ليدټکي يې د دغه ستر شاعر پښتو ژبه څېړلې ده. په هغه کې يې هرگوره د خوشال شعرونه د ژبپوهنې له نظره څرگند کړي دي. 

۳- خوشال او فلکلور يو بل کتاب دی چې ليکوال يې داور خان داوود دی. په هغه کې د خوشال په شعرونو کې فلکلوریکې ربړې څیړل شوې دي.  

۴- د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم يوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي. 

۵- د دوکتور عبدالاحد جاوید هم يوه رساله (نگاهی به اشعار دري خوشال) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه. 

۶- د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند گټوره ده. 

۷- خو شال او جمالیات  د ډاکتر اقبال نسيم خټک اثر دی چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى. 

۸- د تورې او قلم خاوند د محمد نواز خټک اثر دی چې پر ۱۹۶۱ زېږدي کال چاپ شوی؛ دا هم يو په زړه پورې اثر دی.  

۹- حاجی پردل خان د خوشال دستارنامه په پېښور اکاډمۍ کې چاپ کړې ده. 

۱۰- د خوشال زنځیرۍ  د حبيب الله رفيع نښير دی چې د پېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړی ده.

د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي؛ په سلگونو مقالې او کتابونه د هغه د پیژندلو او د هغه د شاعرۍ پر پېلابېلو اړخونو ليکل شوي او چاپ شوي دي. اوس او پخوا د هغه د پېژندگلوۍ لپاره يوه ارزښتناکه سرچينه گڼل کيږي. د کابل مجلې، چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبياتو له خوا چاپېږي، څېړونکي د خوشال په اړه په هره گڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه: د خوشال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه پر ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ شوې ده. په همدغه گڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د (خوشحال په اشعارو کې د گلستان اغیزی) چاپ شوې ده. د ۱۳۸۰ ل ل کال د کب میاشتې مجله کې د سيال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او په همدغه گڼه کې د عبدالحی حبيبي لیکنه (د خوشال په اشعارو کې انتقادي څانگه) د ۱۳۸۲ ل ل کال په ۹ گڼه کې د علي محمد منگل لیکنه د (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. د خوشال په اړه يو بل په زړه پورې کتاب د کاندید اکادیمسن محمد صديق روهي ليکلی چې (خوشال اخلاقي ایډیال) نومېږي او چاپ شوی دی. خوشال د ښوونې او روزنې فلسفه، په معاصر افغانستان کې خوشال پېژندنه، خو بايد وويل شي چې هر څومره په خوشال بابا او د هغه د پیژندلو په اړه وغږیږو، پای نه مومي. 

خوشال نه یوازې د پښتو ژبې يو ستر او نامتو شاعر وو، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي. همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توگه اوڅار دى، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو، شاعرانو او څیړونکو له خوا د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال بلل کېږي. د هغه په اړه لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه رااستولي دي.  

جارج مار گنسټرن د خوشال د شاعرۍ په اړه څرگندوي: «له نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم. په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدر یې کوم. خوشال حق لري چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي. هغه خدمت چې هغه پښتو ژبې ته کړی، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی... زه د لو یدیځوال په توگه... د لویدیځ پوهنتون د يو سپین ږیري استاد په توگه خوشال یم، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې.» سراولف کیرو له لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته يو لیک راستولی وو، چې یوه برخه یې دلته راوړو: «...لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو د دغه شاعر منتخابات، چې له ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انگریزي کړي دي، کابل ته درولېږم.» 

همدارنگه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو:

يو مشهور ختیځ  پوه مسټر راورټي وایې: «خوشال د پښتو ډیر ستر اديب دی. د هغه اشعار په اروپا کې ډیر قدر لري.» 

ډار مسټیټر د خوشال په اړه داسې وایي: «خوشال د توریالیتوب او شعر گډ روح درلود.»  
 
گرکیسیون لیکی: «خوشال خان د خټکو توریالی مشر وو. د هغه شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي.» 
 
بیډولوف د خوشال په هکله څرگندوي: «خوشال يو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو، هیڅ داسې یوه خبره نشته چې په شعر کې یې نه وي راوستې؛ زیاتره شعرونه یې د هېواد پالنې رنگ لري.» 

ډاکتر کریسن په خپل اثر «د افغانستان ادبیات» کې د خوشال په اړه داسې نظر څرگندوي: «خوشال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار گڼل شوی دی.» 

روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم په خپل کتاب «د روښانیانو ملي نهضت» کې کښلي دي: «په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشال خان خټک گڼل کېږي. هغه د خټکو مشر، شاعر، سپه سالار او جنگي شخصیت دی.» 

همدارنگه نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشال د گڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرگندونې کړې دي.
 
د خوشال د پېژندنې او د هغه د اثارو په باب بهرنيو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې، چې ځینې نامتو کتابونه یې دادي:

۱- گلشن روه د مسټر راورټي اثر دی، چې پر ۱۸۶۰ زېږدي کال چاپ شوی او خوشال ته په ډیر ستر قدر قایل دى.
۲- د پښتو شعر هار و بهار د ډارمسټیټر اثر دی، چې هغه هم د خوشال پېژندنې لپاره یوه زېرمه گڼل کېږي، لکه چې مخکې مو یادونه وکړه. 
 
۳- کلید افغاني د پادري هیوز اثر دی، چې د خوشال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي. 

۴- پښتو منتخبات د ډورن اثر دی، چې پر ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی او د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ورکړ شوي دي. 

۵- خوشال شناسی يو بل اثر دی، چې د زيتون بانو په زیار په اردو ژبه کښل شوی او پر ۱۹۸۰ ز کال چاپ شوى دی. 

دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول، چې د خوشال او د هغه د پنځونې په اړه یې څېړنې کړې دي.  لنډه دا چې د هغه اثار په دري، روسي، هندي، ډنمارکي، انگلیسي، او اردو ژبو ژباړل شوي، چې له دې شمېره الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپرېدو ته يې چمتو کړي دي.  

د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) پايليکونه (تیسیسونه) لیکلي چې په لاندې ډول دي: 
 
۱- د میرمن خدیجه فیروزالدین په انگریزي ژبه په ۱۹۲۸-۱۹۳۸ زېږدي کلونو پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټك پښتو کړې ده.  
 
۲- پوهنوال دوکتور گل محمد نورزي «د افغان کلاسیک شاعر خوشال خان خټک ژوند، هنر او تخلیق» تر سرلیک لاندې پر ۱۹۴۹ ز کال خپل تیسیس بشپړ کړی دی.  
 
۳- دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د «خوشحال او جمالیات» تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پېښور د پښتو اکیډمۍ  له خوا چاپ شوی دى.  

۴- ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرگېېویچ د «خوشحال خان» تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس  بشپړ کړی، چې په پر ۲۰۰۱ ز کال کال چاپ شوی دى. دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشال په اړه ليکل شوي دي.

دا خو ټولو ته جوته ده، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په گټه یې د خپلو پښتنو سره جگړي کړي دي. 
د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . 
خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنگیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى کې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و .  په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو کوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې  اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . 
په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه کول ، نو په دغه جنگ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنگښ هم چگړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جگړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنگید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو. 
 
خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جگړې ونښتې ، یانې دارشگو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقعيت کې اورنگ زیب بر یالی شو. کله چې اورنگ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته مالومه وه، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای. دا ښکاره خبره هم وه، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنگ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل کې بندي کړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليکل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور  .

خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته کومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجری هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنگ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټك په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست کېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې کلک هوډ وکړ ، چې له مغولو نه به کسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جگړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جگړو په پېښېدو سره د هند واکمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واکمن وو له ډیرې لویې چالاکۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري کړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وکړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره کيې يې ډېرې هڅې وکړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه کې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جگړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنگونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه کې يې سختې ماتې ورکړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توگه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنگ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :

لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترگې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې  یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو گوهر انسان وو . 
لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

ستا د ښایست گلونه ډیر دي 
ځولی مې تنگه زه به کوم یو ټولومه

ستر خوشال بابا د خپل ژوند په اوږدو کې یانې په ۷۸ کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښوول، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کېږي او د هغه له نښيرونو به کار اخيستل کېږي. د هغه د نښيرونو په اړه ځنې پوهان وایې چې شمېر يې ۲۰۰ ته رسېږي، خو یو نامتو ختیځپوه مسټر راورټي د هغه د اثارو شمېر تر ۲۵۰ زیات ښوولی دی. 

خوشال نه یوازې په پښتو ژبه کې شعر ویلی، بلکې په پاړسي ژبه هم ښه پوهېده او په دې ژبه کې یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي. د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود. موږ مخکې وویل چې د هغه اثار نږدې تر ۲۰۰ پورې رسېږي چې مشهور یې دادي: 

۱- کلیات، چې نږدې ۴۰ زره بیتونه لري. 

۲- فضل نامه، یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي دي. 
 
۳- بازنامه، د ښکار په اړه بحث کوي.  
 
۴- صحت البدن، یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي. 

۵- اخلاق نامه . 

۶- سوات نامه، یو منظم اثر دی چې د سوات په اړه مالومات او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده.  
 
۷- دستارنامه، د دستار او لونگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي.  
 
۸- فرخ نامه، د تورې او قلم بحث دی. 
 
۹- فراقنامه، د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي.  
 
۱۰- اینه، د فقهې کتاب دی.  
 
۱۱- بیاض، د نثر کتاب دی.  

۱۲- زنځیری، د ليکدود په اړه دی.  
 
۱۳- تفسیر سوره یوسف.  
 
۱۴- د پښتنو تاریخ، یو ورک اثر دی.  

۱۵- د خوشال رباعیات.  
 
۱۶- عیار دانش، له فارسي ژبې ژباړه ده.  

۱۷- هدایه، له عربي ژبې ژباړل شوی دی. 
 
دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي.

دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننگیالی پښتون وو ، خو د فرهنگ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوگه بل فرهنگیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنگیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنگینو او ناسازگارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې : 

خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :

 

خوشال په شل  کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :
 

 خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :

 
 خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :

کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه

الف ـ  (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقيوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .

ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص)  صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي .  

ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پکې دي .
د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې  برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې کيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري . 

د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نگه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :

د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .

فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي .
فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه کوي.

بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى. په دې اړوند خان وایې :

خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې : 

یا :                                                                                        

بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه گټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونه یې (۹۱۹) ته رسیږي .

 
سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی گڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنگه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي : 

یا :

کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر گندیږی ، د کتانونو د ټوکر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي : 

 
فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونه لري .

 د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :

لکه ځرنگه چې یې له نامه نه څر گندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت گڼی لکه چې وایې:
 

په طب نامه کې د سترگو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم کړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى. په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو .

 
 دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنگه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :

 
د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليکنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنگي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان ختک يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:
 

دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونگۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :
 

وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د کرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي . 
په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .

د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاگوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده .
دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي. 

خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي . 
د پرو فیسور مارگنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنگی کې برابري وکړي ))  (۱)
د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټگوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . 
عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې : 

د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنگ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنگه یې څلور رباعی گاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توگه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې : 

د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)

ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنگه چې مې  مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ 
په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنگه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰ 

همدارنگه خان صاف گویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰

د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د  خوشحال خان غوندې يو ستر  ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي :
 

رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .  

د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي:

 
د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د  خوشال خان سبک  بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي : 

 
بل ځای د تورې او توریالیتوب  په هکله داسې وایي : 

د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي.

دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .

خوشال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب  بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده . 

هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نه دي راوتلي .
دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :

د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .

۱- اشرف خان هجری 

۲- عبدالقادر خان خټک 

۳- سکندر خان خټک 
 
۴- صدر خان خټک 

۵- کامگار خان خټک 

۶- دوست محمد خان خټک 

۷- علي خان خټک 

۸- عابد خان خټک 

۹- افضل خان خټک 

۱۰- اکبر خان خټک 

۱۱- جمیل خان خټک 

۱۲- حلیمه خټکه 

۱۳- خوشال شهید 

۱۴- گوهر خان خټک 

۱۵- غلام محمد 

۱۶- توتیا خټکه 

۱۷- سعدالله خټک 

۱۸- معاذالدين خټک 
 
۱۹- نواز خان 
 
۲۰- یحی اخونزاده 
 
۲۱- خواجه محمد بنکښ 

۲۲- عاصم و فتح علی 

۲۳- ابوالقاسم عثمان 

که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دا به هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده  کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنگه چې معلومه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو  او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنه ډېره اړينه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر گندونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توگه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي .
 
د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنه شوې او دومره کتابونه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې به څيړنه کيږي.

د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونه ډيره شوې ده او همدارنگه د شهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانگړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنگينې ټوټې پنځولې وي.

که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر به ورته معلوم شي چې هغه جنگي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانه گرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او گداز په غزلو گډهم در معلوميږي .

لکه څر نگه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مهمه برخه د ښځې او شهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي: 
 

دگل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنگه چې بورا په گل باندې گرځي نو گل فامه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وگوري دغه صحنه څومره ښه انځوروي :

خوشال بابا د گل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترگې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې گرد او نرۍ پوزه لري او همدارنگه باړخوگان يې هم د گل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې :

خوشال ددغو ښځو (ملا) زلفو ، لېچو ، کوتو ، گيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانه توگه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :

دادگل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .

خوشال بابا دا ښځې هم د گل فامې په څېر گڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د گلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د گلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که گېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونه دادي چې يو د بودا غوندې نه دي او بل د نيلوفر شکل نه لري وگورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .

 

(خوشال کليات ۶۰ مخ)

او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.

دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او گل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو (گلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نه لري او د هغې برعکس دي، يانې بدگويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي: 
 

همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت گوري، نه عزت گوري او نه شرم گوري، لوى او هلک پسې گرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي. 

کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله د نور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وگورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:
 

(دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)

خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، له گاونډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نه خوند اخلي.

خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې  يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لگيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترگې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانگړنې لري. 

خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنگ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي:

 

(دخوشال خان کليات ۴۶۱ مخ)

خوشال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، گوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او گوهر  نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توگه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينگار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي:

 

(د خوشحال کليات ۵ مخ)

او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترگې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترگې هېرې نه کړم.

 

(د خوشال کليات ۸ مخ)

لنډه دا چې  خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينگېدو نه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترگې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي:

 

(کليات ۱۷۴ مخ)

خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترگو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترگو سره يې نرگس سيالي نه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وگورۍ دغه بيت:

 

(کليات ۲۶۱ مخ)

او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي:

(کليات  ۸۷-۸۸ مخ )

خوشال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شهۍ) قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره  شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې گڼي، اننگي دلاله د گلونه  نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه گڼي او وايي:

 

(کليات ۳۴۷ مخ)

پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنگين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورگري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال  په رنگينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح  دپاره کړي دي، د ده  حسن او جمال ښکلې غنچې او گلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې  ځانگړي شهکارونه گڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:

 

لنډه دا چې که خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنگينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي. 

 

خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توگه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنگه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن  پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره.  

خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند , د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وگورو نو داسې گمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وگورو نو د اسې گومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرگنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته.  

 




#Article 38: خيال محمد کټوازی (423 words)


خيال محمد کټوازی (١٣٢٩ لېږديز لمريز کال، پکتيکا ولايت- د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې ۲۰، هالېنډ) د پښتو ژبې شاعر، ژورناليست، ليکوال او پر ۱۳۵۸ ل کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وو. 

خيال محمد کټوازی د عبدالغفار زوی او پر ١٣٢٩ ل ل کال د پکتيكا ولايت د مرکز ښرنې د ملکانو په کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې يې د ښرنې د علي بابا لېسه کې، منځنۍ يې د رحمان بابا په لېسه كې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د ژورنالیزم په څانگه کې   سرته رسولې دي. 

خيال محمد کټوازي له ١٣٤٩ ل ل کاله راهيسې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کې کار کړی دی. پر ١٣٥٥ ل ل کال د راډيو د خپرونو د لوی مدير مرستيال، پر ١٣٥٧ ل ل کال د راډيو تلويزيون د وزارت مرستيال وزير او د سولې او پيوستون د ټولني سروال (ريس) وو. 

نوموړی د ۱۳۵۸ ل ل کال په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزير په توگه وگومارل شو، خو د همدغه کال د مرغومي پر ۶ نېټه پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د هغوی له خوا زنداني او د شورويانو د ښکېلاک په ټول دوران کې د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی وو. 

پر ١٣٦٧ ل ل کال د گورباچيوف د بيا جوړونې د سياست له مخې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په دوران کې د څه ناڅه ۹ کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزگارۍ نه وروسته په باندنيو چارو وزارت کې د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدغه وزارت د مرستيال په توگه په کار بوخت شو. ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کاله د هېواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کې ليکنې او څېړنې کړې دي. 

هغه پر ١٣٧٠ ل ل کال په لېبيا کې د افغانستان د سفير په توگه وگومارل شو او بيا په لېبيا کې تر يو نيم کال دندې وروسته هالنډ ته کډوال شو او د ژوند تر پايه هلته پاتې شو.  

خیال محمد کټوازی د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې په ۲۰ (د ۲۰۱۳ ز کال د فبرورۍ پر ۸) د ۶۵ کالو په عمر د هالېنډ هېواد د روتردام ښار په روغتون کې په حق ورسېد. د ارواښاد کټوازي جنازه په کابل کې د دوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله شوه.  

۱- د رڼا بهير (شعري ټولگه). 
  
۲- پرېشانه ولولې (شعري ټولگه).  

۳- د ستورو ورا (شعري ټولگه).  
 

 
 
 
 
 




#Article 39: دروېش درانی (224 words)


دروېش درانى (په انگرېزي: Darwesh Duranai) چې دا مهال د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې ژوند کوي، په اصل کې د کندهار د گلستان د سيمې دى. 

دروېش درانی که څه هم په سهيلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته  کډه شوې او هملته اوسېدلې ده.

دروېش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړې ده.

درويش درانى چې په انگليسي ژبه کې ماسټري لري، په پښتو ژبه کې يې ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره او هوا او څراغونه مشهورې شعري ټولگې دي. د شعر تر څنگ يې د پښتو شعر د عروض په باب هم کتاب چاپ کړى دى.

ډاكټر عبدالباقي درانى او د اردو ژبې تكړه شاعر ډاكټر عصمت درانى د دروېش دراني وروڼه دي. د ٢٠١١ز کال د مارچ په ٣١مه د ښاغلي دروېش مور په حق ورسېده.

د دروېش دراني په وياړ د ٢٠٠٦ز کال د نومبر په ١٩مه په ننگرهار کې غونډه جوړه شوې وه، چې مډال هم ورکړل شو.

د دروېش شعرونه پېچلي نه دي، په اکثرو کې يې د حالاتو انځورگري په پوره هنر سره شوې ده. اضافي خبرې نه کوي او د غزل تر څنگ يې نظلمونه ډېر له پيغام او درد څخه ډک دي.

شاعري

نثر




#Article 40: سيد رحمن وگړپال (531 words)


سيد رحمن وگړپال (۱۳۳۷ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

حاجي سيد رحمان وگړپال حبيب د حاجي حبيب الرحمان زوی، پر ۱۳۳۷ ل ل کال د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالۍ په خيراباد کلي كې زېږېدلى دى. منڅنۍ زده کړې يې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې او دغه لېسه يې پر ۱۳۵۴ ل ل کال پای ته رسولې ده. پر ۱۳۵۶ ل ل کال د مسلکي او لوړو زده کړو لپاره د پير روښان په ښوونتون (د ښوونکو د روزنې عالي موسسه) کې شامل او پر ۱۳۵۸ ل ل کال يې پای ته رسولی دی. د ښوونتون تر پای ته رسولو وروسته پر ۱۳۵۹ ل ل کال د رحمان مېنې په لېسه كې د ښوونكي په توگه پر دنده وگومارل شو. دا دنده يې تر ۱۳۶۳ ل ل کاله ترسره کړه. وگړپال په لېسه کې د دندې پر مهال په زرگونو زده کوونکي وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل. نوموړي د یو لړ ناخوالو له کبله د ښوونکي دنده پر هماغه ۱۳۶۳ ل ل کال پرې ښووه.  

کله چې په هېواد كې اکر (وضعه) ډېر ترېنگلی کېږي، سيد رحمان وگړپال خپلې پلرنۍ دندې ته، چې سوداگري ده، مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه پر همدې دنده بوخت دى. وگړپال په هېواد کې د اويايمو لمريزو لېږدي کلونو د سختو جگړو او نامنۍ له لامله لکه د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړوت او روسيې ته ولاړ. نوموړی څه کم او زيات ۸ کاله په مسكو كې د نورو کډوالو افغانانو په څېر د مساپرۍ ژوند وکړ. هغه هلته هم د سوداگرۍ پر چارو بوخت وو، خو د دې ترڅنگ پر ادب، په تېره پر شعر او شاعرۍ هم بوخت وو او په بېلابېلو مشاعرو کې يې گډون کړی دی. نوموړی له ۲۰۰۷ ز کاله راوروسته هېواد ته ستون او د گران افغانستان په جلال آباد کې مېشت شو. 

شاعر او ليکوال سید رحمان وگړپال پر ۱۳۶۲ ل ل کال واده کړی، اوسمهال ۷ اولادونه لري؛ د زامنو نومونه یې مړوند وگړپال، تسل وگړپال او اباسين وگړپال دي.  
  

۱- هيلې لا غوټۍ دي (شعري ټولگه)، د ۱۳۷۷ لمريز کال پېښور چاپ. 

۲- جل وهلي گلونه (شعري ټولگه).    

۱- د پگړ‎‎ۍ ول (شعري ټولگه).    

۲- که ته نه وی (لنډې کيسې).  

  

غزل 

ما چې په ځان واخيست تهمتونه ستا- څه كه راكوي څوك پېغورونه ستا  

څنگه دې پېغور په ځان وانخلمه - شونډې دې غوټۍ سترگې جامونه ستا 

مه ږده په زړگي مې د ملهم پټۍ - پرېږده چې په كې وي پرهرونه ستا  

دومره خيال يې ساته ما خو دركړلو - ډېر په كې پراته دي ارمانونه ستا  

شك راته پېدا شي يارانه كې دې - كله چې راياد كړمه لوظونه ستا  

دې دنيا كې دغه را په برخه شو - خيال كې جوړومه تصويرونه ستا  

څلوريزه  

دوطن د غرونو اوښکې چیري وړې د کابل سینه - په لیمو يې بدرگه که دې کې ځي د وطن مینه 

موږ‎ ته ھیڅ نه دي راپاتې، وطن وران خو دومرہ وکه - امانت يې زړ‎ہ کې ساته زموږ‎ اوښکې اباسینه 

۱- د سيد رحمان وگړپال دغه ژوندليک هغه پخپله د برېښنايي پوهنغونډ (ويکيپېډيا) کاروونکي ته سپارلی دی.  

 
 
 




#Article 41: صديق الله مين (262 words)


صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پر1357ل كال د کندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى،

تر څلورم ټولگي پورې يې زده كړه كړې

هغه له 1375لمريز كاله را په دېخوا شعرونه ليكي، تر اوسه يې تر150 زيات قافيه وال، ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكلي، خپلې لومړنۍ شعري ټولگې ته يې د ښكلا غبرگوننوم وركړى چې د صحاف خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوېده.
په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى، خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاني نوښت په ځان كې ورك كړي، بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرگندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټاكي چې د موزونوالي تر څنگ نوي وي، غزليز او عشقي رنگ يې تر يوه حده پر اند زورور دى، چې پر شعري ځواك يې دلالت كوي، ځكه نوموړى دا توكي د هنر په اب رنگوي او نورو ته يې وړاندې كوي. (مين) مين شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده، كه دشعر نورې هنري بېلگې يې په غور سره ولوستې او خپلې تجربې يې هم ورسره شريكې كړې، نو كېدى شي د ښكلا ډېر غبرگونونه يې له كلام څخه رااوچت شي او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي.
مين اوس په كوټې ښار كې استوگن دى، له خپلې كورنۍ سره د اقتصادي لاسنيوي په موخه خياطي كوي، خو شاعري يې پرې ايښې نه ده. د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي. شاعري يې په خوند روانه ده او خداى دې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي




#Article 42: عبدالرحمان بابا (3407 words)


عبدالرحمان مومند (۱۰۴۲ لېږديز سپوږميز، د بلې سرچينې له مخې د ۱۰۳۸ لېږديز سپوږميز کال د جمادي الثاني ۲۱، پېښور، بهادر کلی- ۱۱۳۸ لېږديز سپوږميز) د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی کلاسیک شاعر دی.  

کومه مينه او ښه پېژندگلوي چې د عبدالرحمن بابا په برخه شوې، هغه د يو گڼ شمېر پښتو ژبيو شاعرانو په برخه شوې نه ده. ډېری پښتانه رحمن بابا د يو ښه او صوفي شاعر په توگه پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه ويل کېږي. د هغه له شعرونو متلونه جوړ شوي دي. ديني پوهان او خطيبان يې د جومات پر منبر د ایتونو د مطلب د څرگندونې (تشرېح کولو) لپاره، ملنگان او دروېشان يې په وجد او سر کې، ځوانان يې په دېرو او مجلسونو کې د منگي او رباب سره شعرونه وايي. د افغانستان اوسني وگړي يې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې له ځانگړي خوند سره تر شونډو لاندې په زمزمه کوي. د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ ډېره ستاينه کړې او د ده روانه شاعري يې د عامو وگړيو د خوښۍ برابره بللې ده.   

تر دومره ستاينو وروسته هم دا ډېر د افسوس ځای دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات مالوم نه دي، هرگوره که موږ د دغه لوی شاعر د ژوندليک په اړه د پوهانو بېلابېلې ليکنې وگورو نو وبه وينو چې ډېری حالات خو هغوی يو شان ليکلي، خو بيا يې هم ځينې برخې د بل نه سېوا ليکلې دی. همدغه شان که موږ د هغو ټولو ليکوالو، چې د رحمان بابا ژوندليک يې ليکلی، نو ښايسته ډېر مالومات ترې جوړېدای شي. 

عبدالرحمن بابا د ۱۰۳۸ سپوږميز لېږديز کال د جمادي الثاني پر ۲۱ له پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. دا کلی د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته نږدې پروت دی. د رحمان بابا پلار عبدالستار نومېده. هغه له آره غوري خېل وو. غوري خېل څه لاروي خلک نه ول، بلکې د ځمکو خاوندان ول او ښه په تول پوره ول، له دې لامله دا الواک (نظريه) چې عبدالرحمن بابا بېخي غريب سړی وو غلطه ده. هرگوره دا روايت چې رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه درلوده، کره دی. عبدالرحمن بابا په بهادر کلي کې زېږېدلی وو، بيا په هزارخوانۍ کې استوگن شو، په دې وجه ځينې تاريخوال ليکي چې رحمان بابا په بهادر کلي کې، او ځينې نور ليکي چې په هزارخوانۍ کې زېږېدلی دی.  

پر ۱۰۴۵ لېږديز کال نامتو عالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشت شو. دا عالم د متنۍ اوسېدونکی وو. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نورې لومړنۍ زده کړې د دغه مشهور عالم څخه زده کړې. په ۱۰۵۲ لېږديز کال کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب زوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوگن شو. هغه له آره يوسفزی وو. عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض تر لاسه کړ. د دغه مشهور عالم نه يې فقهه او تصوف زده کړل.  

عبدالرحمن بابا نږدې په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته ولاړ او هلته يې ۲۳ کاله عمر تېر کړ. هغه په خصوصي توگه ۹ کاله عمر په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړ او ۱۵ کاله يې په شېرکوټ نومي کلي کې تېر کړ. دلته يې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس زده کړ او په کوهاټ کې د دين يو پوخ عالم ترې جوړ شو. پر رحمان بابا همدغلته د خدای پاک رحمت وشو، شاعري يې پيل کړه او يو داسې لوی شاعر ترې جوړ شو چې نن ورڅ يې نه يوازې په تاريخي افغانستان کې ټول پښتانه، بلکې په بهرنۍ نړۍ کې په پښتو ژبه پوهېدونکي ناپښتانه يې هم پېژني. 

د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره يې ډېره مينه وه او ټينگ اړيکي يې ورسره درلودل هغه محمد صديق پېښوری وو. هغه هم شاعر وو، غټ عالم وو او په پېښور کې اوسېده. کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ولاړ. هغه په پخوانو شاعرانو کې لوړ ځای لري. په کوهاټ کې د محمد صديق د مېشتېدا پر مهال به رحمن بابا له هغه نه هم  فېض اخيست. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه. تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې ويلې دي. دلته به زه هم هغه بېلگه وړاندې کړم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کې وړاندې کړې ده.

صديق:

دولت:

خوشحال خان:

کله چې په ۱۰۶۰ هجري کال کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل لوی استاد پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغی او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره وو. کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه زوی ميا عبدالکريم کريمداد د هندوستان له آگرې پېښور ته راغی، نو له دوی سره د ليدنې کتنې لپاره حاجي بهادر خان کوهاټي پېښور ته راغی چې رحمن بابا هم ورسره وو. د ممتاز علي شاه د تبصرې له مخه چې د ميا کريمداد کتابونه الف نامه يا جام جهان نما لوستي وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمان بابا د تصوف رنگ د چا نه اخيستی وو. رحمان بابا له خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې وو او له ميا کريمداده يې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړ. د ميا کريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره وو. دی هم يو پوه او ښه شاعر وو. له دوی سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل وو. په دې وجه د اخون دروېزه، چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاگرد او خليفه وو، چې په ټوله سيمه کې د پير بابا په نامه اوڅار دی او په بونير کې يې ارامځای پروت دی، د دوه زامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په ۱۰۶۸ هجري کال کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل استاد حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته ورغی او د خپل اُستاد په خدمت کې ډېره شو. نهه کاله يې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغی او په هزارخوانۍ کې مېشت شو، ځکه چې د رحمن بابا قبيله د بهادر کلي نه د قبايلي وېش په وجه هزار خوانۍ ته راغلې وه. هغه په همدې کلي کې د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کې د ۸۷ کالو په عمر وفات شو. لوی خدائ (ج) دې يې وبښي او اروا دې يې ښاده وي.

د رحمن بابا ارامځای د هزارخوانۍ په هديره کې دی. دا ارامڅای نږدې د دوه کروړه روپو په لگښت ډېر ښکلی اباد شوی او دغه مزار مرجع فلائق دی، ځوانان ورلره راځي او بوډاگان هم د هزارخوانۍ په اوږده هديره کې د رحمن بابا د ارامځای لپاره سفر کوي. شاعران او اديبان يې سلام له راځي، نور عالمان هم ددغه ستر عالم او شاعر زیارت کوي، ملنگان پکې دېره دي. مزار يې د مرمر له ډبرو جوړ او يو ښکلی جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ شوی دی. په مزار کې يې د افغانستان د ادبي ټولنې له خوا ډبرليک لگېدلی چې پرې په رحمن بابا هغه رالېږل شوی سلام لا تر اوسه شته.

په دې کُتبه د رحمن بابا نوم عبدالرحمن او د پلار نوم يې عبدالستار ليکلی دی. د زېږېدو نېټه يې ۱۰۴۲ هجري ليکل شوې، خو د عبدالحليم اثر د تحقيق له مخې ۱۰۳۸ هجري دی. په مزار کې يې شاوخوا څه يخ سوری دی. د رحمن بابا کُتب خانه هم پکې قايمه ده. د ملنگانو لپاره بېل په زړه پورې ځای شته چې رنگ په رنگ مرغۍ يې پکې ساتلې دي. کونترې هم ددغه عظيم شاعر د مزار زيارت ته راځي، ولې چې ډېرې کونترې پکې دي. د هزار خوانۍ هديره د بزرگانو او اولياوو لکه اخوند دروېزه بابا، شېخ حېدر بابا او د داسې نورو قبرونو نه ډکه ده او تر ټولو نه زيات پکې د رحمن بابا مزار ته خلق ځي راځي. هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره ترسره کېږي.

رحمن بابا له خپلې زمانې  تر اوسه دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه وو کړی. له سره سره چې ډېرو خلکو پېژانده، خو بيا هم د هغه د ژوند حالات د زمانې تر گردونو او غبارونو لاندې پټ پاتې شوب. دا لامل وو چې د هغه د ژوند په اړه ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا کيسه بيان کړې، هغه د يوې افسانې حېثيت لري د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لگولی شي چې دا يو شاعرانه تخيل دی. د رحمن بابا د دوست «مجنون» سره مينه او د هغه په غم کې ليونی کېدل د رحمان بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقير نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه يوه ټوکه او د فصل هغه تودول ښکاري، ځکه چې رحمن بابا په خپل ديوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لويه قرباني ورکړې وه اشاره نه ده کړې. دا چې رحمن بابا يې يادونه نه ده کړې، بيا د رحمن بابا د دغه دوست هغه پټ حالات څرنگه څرگند شول چې له هغه او رحمن بابا پرته نور څوک ترې نه وو خبر؟ موخه داده چې دا هسې يوه افسانه ښکاري، رښتيا دا ده چې رحمن بابا يو لوی عالم په قرآن او حديث پوه، د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وو. هغه د علم صرف او نحو لوی استاد اخون محمد يوسف ابن محمد يعقوب يوسفزي سره علم حاصل کړی وو، د چا کتاب «شمة النحو» چې لا تر اوسه د درس نظامي په کورس کې شامل دی. دا يو ښه کتاب دی. بله د اختلاف خبره ده چې رحمن بابا غريب وو او که شتمن. رحمن بابا د غورياخېل قبيلې سره اړوندي درلوده او پلار يې د خپل کلي مشر وو. عزيز خان چې د علاقې معزز او دولتمن وو، د رحمان بابا ورور وو. دا وو چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه وو، خو بيا هم د هغه فقيري او ملنگي د غريبۍ او د بېوسۍ په وجه نه وه، بلکې هغه دا دنيا بده گڼله، له دې لامله چې ددې نړۍ نه کناره شوی وو. همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلکو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه يې ويل:

بله دا چې رحمن بابا عالم ؤ او چې عالم وي هغه معلم هم وي. رحمن بابا هم شاگردان لرل لکه وائي:

يوه بله شخړه چې عموماً خلق پکې نښتي دي هغه دا ده چې د رحمن بابا ديوان چا مرتب کړو، ډېر خلق دا وائي چې رحمن بابا يو مجذوب ؤ د جذب په حالت کې ئې شعرونه وئيل، دوستانو ته به ئې ورکول او هغوئ به جمع کول. دلته ماته د داتا گنج بخش د کتاب «کشف المحجوب» خبره راياده شوه. هجويري په دې کتاب کې ليکلي دي چې په کتاب نوم ځکه ليکم چې ددې نه مخکې مې يو کتاب وليکه او نوم مې پرې نه ؤ هغه ځما يو شاگرد يوړلو چې ئې وگوري څه موده پس مې هغه شاگرد هغه کتاب په خپل نوم خپور کړلو. د رحمان بابا دوستانو به هغه غزلې خپل ځانله په نوم کړې وې، بله دا چې رحمن بابا څه د فوټو سټېټ ماشين خو نه ؤ چې گنې يوه غزل به ئې وويلو نو هغه به ئې لس پنځلس ځايه فوټوسټېټ کولو او بېلابېلو دوستانو ته بې ورکړلو او هغوی به ځان سره جمع کړو اصل خبره دا ده چې رحمن بابا خپل ديوان په خپله جمع کړئ دی. ده چې خپلې څه غزلې دوستانو ته ورکړې وې او څه غزلې ئې په خپل ديوان کې نه دي ليکلي. کيدائ شي چې د رحمن بابا ډېره شعري پانگه ددې کتاب نه بهر وي خو بيا هم له مونږه سره داسې څه ثبوت نشته چې مونږ ووايو چې د رحمن بابا ديوان بل چا مرتب کړئ دی. او ددې خبرې ډېر ثبوتونه دي چې دا ديوان رحمن بابا په خپله مرتب کړئ دی او هغه ثبوتونه هغه شعرونه دي کوم چې ديوان کې ددې ديوان په باره کې دي.
لکه: 

ددې خبرې نه دا ظاهريږي چې رحمن بابا څه د جهان نه ناخبره نه ؤ بلکه يو ښه پوه او عالم سړئ وه. د دُنيا د سياست نه خبردار وه، د زمانې د حالاتو نه باخبره ؤ ځکه خو ئې د خپل هم عصرؤ په باره کې شعرونه ويئلي دي. د اورنگ زېب عالمگير په زمانه کې چې کوم سياسي حالات ؤ هغه ئې بيان کړي دي. د خپل پېش رو شاعر خوشال خان په شعر ئې خپل شعر له فضيلت ورکړئ دی دا هر څه د ځان او جهان نه بې خبره سړئ نشي کولائ بلکه يو پوه عالم ئې کولائ شي لکه د خپل شعر تعريف کوي:

يا: 

او يا لکه: 

 
ددې نه دا معلومېږي چې د رحمن بابا خپل کتاب په خپله مُرتب کړئ وه او بيا بېلابېلو دوستانو نقل کړئ وه، خو دا خبره څه مستنده نه ده چې گنې رحمن بابا بس همدغه ديوان پرې ايښئ دی بلکه اوس هم زاړه مجلسيان چې د نورؤ مجلسيانو شاگردان دي، د رحمن بابا د کسرلاندې غزلې او رُباعيانې وائي چې په موجوده ديوان کې ئې درک نه لگي. کېدائ شي چې رحمن بابا په نظم او نثر کې نور هم ډېر څه ليکلي خو لاتر اوسه ځمونږ په لاس نه دي راغلي. بله دا چې د ديوان په بېلابېلو نُسخو کې هم غزلې کمې بېشې وي. يوه دا خبره هم کېږي چې رحمن بابا او خوشحال بابا يو بل سره مناظره کړې وه او که نه؟ خوشحال خان خټک يو سردار جنگجويه سالار ؤ. د هغه خپلې جگړې دومره وې چې زما خيال دی چې هغه د شاعرۍ مناظرؤ ته وزگار نه ؤ، هغه د مغُلو سره نښتئ وه، قېد کې ؤ، بيا په افغانستان کې جنگ کې شريک شوئ وه. دا کېدائ شي چې رحمن بابا د يو عقيدتمن په حېث د خوشحال خان سره ملاقات کړئ وي خو د شعر مناظره که شوې وائ نو رحمن بابا يا خوشحال خان به ئې څه ناڅه ذکر کړئ وه، پاتې شوه هغه شعرونه چې په هغې کې ئې خوشحال خان ته اشاره کړې ده نو داسې شاعران کم و بېشي کوي چې د خپل پېش رو شاعرانو په شاعرۍ خپل اشعارؤ له فضيلت ورکوي لکه رحمان بابا د مرزاخان بېضاوي، انصاري او د مېرزا محمد عزيز ارزاني د شخړې په باره کې ليکي:

خو ددې شعر له مخې رحمن بابا د مرزا انصاري او د محمد عزيز ارزاني هم عصر گڼل يا ئې ورسره شعري مناظره کول نه ثابتېږي ځکه چې مرزا انصاري په کال ۱۰۴۰ هجري کې شهيد شوی وه دغه وخت د رحمن بابا عمر تقريباً دوه کاله وه او مُحمد عزيز ارزاني په کال ۱۰۵۳ هجري کې وفات شوی وه، دغه وخت د رحمن بابا عُمر څوارلس کالا وه. يوه اختلافي خبره دا ده چې د رحمن بابا اولاد وه او که نه؟ د مېجر راورټي د تحقيق مطابق د لور د طرفه اولاد ئې په بهادر کلي کې اوسېږي او د رحمن بابا د ايکي يو ځوی له طرفه د رحمن بابا د اولاد سلسله ختمه شوې ده خو د رحمن بابا هغه اولاد چې د شعر په شکل دي چې تر څو پښتو په دُنيا ده دا اولاد به ئې تل تر تله ژوندئ وي او پښتانه به ئې تل يادوي.

خو زه وايم: 

دا مُحقق هغه انگرېز دی چې په پښتو ئې دا احسان دی چې د پښتو شاعري ئې رابرسېره کړې ده. دده لومړئ کتاب په ۱۸۶۲ عيسوي کال کې په لندن کې چاپ شو چې نوم ئې «د پښتنو د شاعرۍ نه انتخاب» وه پکې میرزا خان انصاري، خوشال خان خټک ، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، کاظم خان شيدا، احمد شاه ابدالي، خواجه محمد بنگښ شاعري شامله وه. د هر شاعر په هکله يې مختصر حالات ليکلي دي. د رحمن بابا په باره کې ليکي:

په پښتنو کې ملا عبدالرحمن بابا د ټولو نه زيات هردل عزيز او ټولو کې لوئ شاعر دی. د هغه شاعري د مذهبي او اخلاقي قسم شاعري ده. دده شاعري په عشق الهي تړلې ده خو په شاعرۍ کې ئې د سوزگداز يو داسې اور دی او داسې قدرتي او فطري سادگي ده چې له دې قسمه قدرتي ښايست او سادگي د فارسي ژبې د لفاظي اوضائع و بدائع نه ډکې شاعرۍ کې نشي بياموندلئ. مېجر راورټي چې د رحمن بابا په باره کې کوم معلومات ورکړي دي هغه بس افسانه ښکاري ځکه چې هغه په خپله وائي چې بس د «وائي» خبره ده. مېجر راورټي د رحمن بابا د انتخاب لپاره محنت وکړؤ او وائي چې ما د بېلابېلو وختونو شپېته نُسخې راجمع کړې.

اشرف خان هجري د خوشال خان خټک مشر زوی وو. هغه په ادب، وړتيا، لياقت، علم او مېړانه کې په کره ډول د خوشال خان څايناستی وو. پر ۱۰۹۲ سپوږميز (هجري) کال مغولي حکومت بندي کړ، ۱۴ کاله يې په دکن کې تېر کړل او پر ۱۱۰۶ سپوږميز کال په همدغه قېد خانه کې وفات شو. هغه يوه اوږده بولـله  په دغه زندان کې ويلې وه چې د ټولو هممهالو شاعرانو يادونه يې پکې کړې ده. د رحمن بابا په اړه وايي:

دغه شان نورو هم ډېرؤ کسانو د رحمن بابا په باره کې ليکلي دي لکه عبدالقادر خان خټک چې د رحمن بابا هم عصر وو د يو بل لپاره ئې زړونو کې درد هم وه. د يو بل غزلونو ځوابونه ئې هم ليکلي لکه رحمن بابا وائي:

نو قادر وائي:

دغه شان پير محمد کاکړ وائي. 

شمس الدین کاکړ هم لوی شاعر وو. هغه د رحمان بابا د شعر په اړه وايي:

دغه شان مصري خان وائي: 

همدغه شان عبدالعظيم بابا وائي: 

يو بل غټ شاعر چې، په لومړي ځل په ۱۹۷۰ عيسوي کال کې د پښتو اکېډمي پېښور په محنت سره رابرسېره شو او د مېجر راورټي په وجه محفوظ پاتې شوی وو، ځان د رحمان بابا شاعر گڼي. د دې شاعر نوم نجيب دی دا هم د سربند دی او د رحمان بابا په اړه وايي:

دغه شان ئې د رحمن بابا په غزلو خپلې غزلې ليکلې دي. لکه رحمن بابا وائي:

نو نجيب وائي: 

رحمن بابا وائي: 

نو نجيب وائي: 

د رحمن بابا مشهور شعر دی:

نو نجيب برملا وائي: 

قنبر علي يو ښه شاعر وه هغه وائي: 

خوشحال خان خټک:

 
رحمن بابا:

څومره يکسانيت دی څومره ښکلئ رحمن بابا د خوشحال بابا د شعر جواب ورکړئ دی. دغه شان قلندرخان قلندر يوسفزئ د ملاکنډ د اېجنسۍ د خانانو د معزز خاندان نه وه په ۱۱۰۲ هجري کې وفات شوی وه د هغه د غزل شعرونه دي:

رحمن بابا ددې غزل په ځواب کې وائي: 

قلندرخان قلندر وائي: 

رحمن بابا وائي: 

دغه شان د خوشحال خان ځوی هجري متوفي ۱۱۰۶ هجري وائي:

د رحمن بابا په باره کې دا ويل چې صرف يو نصيحت کونکئ شاعر وو ، د دُنيا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده . رحمن بابا د دې دُنيا اوسېدؤنکئ يو حساس او نازک زړئ شاعر وو ، په هغه د دې دُنيا حُسن او رشتو اثر اچولو ، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دي ، حال دا ده چې اکثر شاعري ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهي او عشق محمدي نه ډکه ده خو بيا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرگندېږي کومې جذبې چې د يو عاشق د دُنيا د معشوقې سره وي لکه چې وائي:

که څه هم چې رحمن بابا د کلي د مشر ځوی وه او د عزيز خان غوندې خان ورور يا تُربور ئې لرلو خو بيا هم رحمن بابا ددې دُنيا نه کناره کش وه او دا څنگه چې د آقا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې حديث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دينار او څنگه چې د حضور (ص) حديث دی «الفقر فخري» يعنی زما فخر زما فقيري ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنيا کې ددې دُنيا نه کناره کشي خوښه کړه او په جار ئې ووئيل:

خو بيا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتي او خلقو به مالدار او شتمن گڼلو:

د رحمن بابا ديوان د دُنيا نه په کناره او د رحمن بابا د قناعت په شعرونو ډک دی:




#Article 43: عبدالغفور لېوال (418 words)


عبدالغفور لېوال (د ۱۳۵۲ لمريز لېږدي کال د كب مياشتې ۲۰، د کابل ولايت د موسهي) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.  

 

عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ ل ل کال د کب میاشتې پر ۲۰ د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ كې زيږيدلى دی. په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى. لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه كې تر سره كړې دي. هغه نورې لوړې زده کړې په امريکا متحدو ایالتونو کې ترسره کړې دي. 

۱- د  (هنداره) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى، ۱۳۷۴ ل. 

۲- د كابل پوهنتون د فرهنگي شورا مرستيال ۱۳۷۶-۱۳۷۴ کلونه. 

۳- د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانگې غړى، ۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل کلونه. 

۴- په كابل كې د جگړې او سولې د راپور جوړونې د انستيتيوت لومړنى كتونكى (اډيتور) او مسوول ۱۳۸۰ ل کال.  

۵- په كابل كې د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې كتونكى او خبريال ۱۳۸۱ ل کال.  

۶- د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانگې مشر او د دارالانشا وياند ۱۳۸۱-۸۲ ل کلونه. 

نوموړى په هېواد كې د بېړنۍ لويې جرگې لپاره د هېواد د ليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو منتخب استازى وو او د اساسي قانون د لويې جرگې پر مهال يې د دغې جرگې د مطبوعاتي چارو د سمون مسوليت پرغاړه درلود. 

عبدالغفور لېوال په افغانستان كې د قلم د نړيوالې ټولنې د ۹ كسيزې استازې جرگه گۍ غړى دى. همدا راز يې د ۱۳۸۲ ل ل كال د هنرمندانو د نړيوالې ورځې په وياړ د هېواد د ممتازو هنرمندانو په ډله كې د پښتو د ښه شاعر رسمي ستاينليك گټلى دى.

۱- مخه ښه او دوه منظومې، ۱۳۷۶ ل کال پېښور. 

۲- ژړا، اور، مينه، (د شعرونو ټولگه)، د ۱۳۷۷ ل کال، پېښور.  

۳- هوسۍ  (منظومه)، ۱۳۷۸ ل کال، پېښور.  

۴- ارشاك او اوشاس (منظومه)، ۱۳۸۰ ل کال، پېښور. 

۵- د وريښمو تول  (د پښتو شعر د اوسمهالي بهير كره كتنه)، ۱۳۸۱ ل کال، كابل. 

۶- د ماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې، د ماشومانو د ادبياتو په اړه، ۱۳۸۱ ل کال، كابل. 

۷- كله چې ته خپه شې (د شعرونو ټولگه)، ۱۳۸۲ ل کال، كابل. 

۸- د نيلوفرو كيسې، راټولونه، د افغان ښځو په اړه د بېلابېلو ليكوالو كيسې، ١٣٨١ ل کال پېښور. 

له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې يې د هېواد په مجلو او خپرونو كې.

د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لپاره چمتو دي. 

 
 
 




#Article 44: عبدالهادي ريشا‌ء (528 words)


عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (د کندهار ښار د دریمي ناحیې د ملا گلداد په کوڅه کې پر ۱۳۰۲ لمريز لېږدي کال دې نړۍ ته سترگي ړني کړي دي.

ښاغلی رشا وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل  . ژوند یې اکثره  دتجارت  په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي  له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .

د کندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنگه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلگو د گټو پر سر وخوړل  او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په گټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په مو‌سسه کنگره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و.  په درو لویو جرگو کي یې دکندهار دخلگو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنگه یې دقبایلو په عالي جرگه کي دکندهار نمایندگي درلودل . دپارلمان په اولسي جرگه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلگو له  طرفه  د رایو په اکثریت  وکیل وټاکل سو او په اولسي جرگه کي  د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .

په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توگه هم دنده  ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنگرې په غړو کي  یې گډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توگه وتاکل سو. په  ولسي جرگه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو گروپو او اتحادیو له طرفه  مشر او ریس  وټاکل  سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي  ریشاء ته سپارلې وه.

په ولسي جرگه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د گټوساتنه او دفاع کوله  . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توگه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .
 
( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ گونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملگری دئ )

ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانگ کانگ تللئ دئ او  د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تاشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او  لیننگراډ ته هم تللئ دئ .

ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل  راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .

نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي  خپل د  هیواد، خلگو ، ژبي او فرهنگ سره  یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانگه ډالۍ کړي .

ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچۍ په ښار کې استوگن ؤ . نوموړی د ۲۰۰۹م.ز کال د سپټمبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د ورپېښي ناروغۍ له کبله په کراچۍ کې په حق رسېدلای.




#Article 45: ملنگ جان (3401 words)


 

په (۱۲۹۳) کال کې د ننگر هار د بهسود و په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتگ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننگر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادیوه .
 
دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین (ملنگ جان) دعبدالشکور زوی ده ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی او پوله پټی یې دتر بگنیو له لاسه ورته باتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بی څخه دمسافرۍ غیږی ته لویدلی او دکامې ړلسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه دجلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله دعسکری دوره تیره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وز او دپوره نوم څښتن شوی و.
 
په کال (۱۳۳۲ه) کې دکابل رادیو ديشتو مو سیقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بیرته (۱۳۳۳) کې گو ښه کړی شو او بیا بیر ته (۱۳۳۵ه)کال همدغی دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پایه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر و حتی خپل شعر یې هم نشوای لیکلای ،خو په کال (۱۳۲۸ه)کې دسردار محمد داود لخوا ورته یو دلیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلای او لو ستلای شول .
 
په (۱۳۳۶ه)کال هغه و چې ملنگ جان دخپلی کډې سره او دري نیم کلن ما شوم دوا جان یې هم په غیږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ لیچونوکې بری گاډی واوښت چې لو مړۍ یو بل سړی او ورپسی ملنگ جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړی بچ او ملنگ جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غیږی ته وسپارل او له پا نې دنیا نه یې تل ستر گې پټي کړي .ښایې چې دا به دتقدیر کر ښه وې او دملنگ جان په هغې دعا به ملا یکو آمین کړی وې لکه چې وایې :
 
ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه واورﺉ له ما ملنگ جان گرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو
 
دملنگ جان ژوند ته دپای ټکی ایښودل کیږي او دبهسو دو دچمیار کلۍ په پلارنۍ هدیره کې خا وروته سپارل کیږی (روح دی ښادوې او یادی تل وې )
 
ملنگ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د ټبر یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات دمحیط او بشر په ژبه څر گند کړي دي.
 
زمونږ دملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قا لب کې داسي ځای کړی دی چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هیڅکله به هیر نشی.
 
عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه گاللی دي یعنې دملنگ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجرو بې یې طی کړیدي ، ډیر مو ضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنکونه یې خپل کړی دی ،خو کله چې ملنگ جان پر دی ډگر ور گډشو ،نو عا میانه شاعرۍته یې هم دتر نگ او داهنگ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ.
 
ملنگ جان دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې دژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنگونو کې یې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرگیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنگامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنگ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنگ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .

ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبریت) کې ملنگ جان یو نابغه بللی دی. ځکه ده زده کړې نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو گه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه . دی ځوانو شاعرۍ یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره گټوره پا نگه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر گۍ نه یوازی دی ځوانیمرگ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرگه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي.

کله چې مرحوم ملنگ جان دمرگ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډیو یو ځانگړی پروگرام خپورکړ چې دښاغلی پتان لخوا معرفی شوی و وروسته دهغه ځنی دنو موړۍ په باب یو لړ مشرانو پیغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دریس سید قاسم رښتیا ، صدراعظم پیغام چې هغه هم دملنگ جان مړینه دافغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله په همدی تر تیب نورو خلکو هم دغه راز پیغامونه واورول لکه : دکوټۍ دیو ستر مشر پیغام چې نوم یې نه دی څر گند ، دحمزه شنواری لخوا ، میرا جان سیال او داسی نور . ددی سره دلری او برۍ پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو د نظم او نثر له لاری خپل نظریات وړاندې کړی دي او دده احساس او ستاینه یې پخپلو لیکنو کې راوړې دی لکه عبدالله بختا نی چې دملنگ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسی لیکی : « مرحوم ملنگ جان په عمل او وینا کې ډیر عفیف ، صر یح او صادق انسان و،په وینا کې دصراحت نه بیغر ظرافت هم درلود» . همداراز پوهاند محمد ضمیر ساپی ملنگ جان د یو مبتکر شاعر په حیث پیژنې . دهیواد یو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم دملنگ جان دشعی استعداد په باب خپل نظر څر گند کړی او وایې : «  در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقیقت ا به قدر تا ثیران نبا شد نما ینده استعداد وی در شعرات واگر با شد دلیل بر علوا احساسات وی است که حتماٌ شما یان احترام است »
 
زمونږ دهیواد یو بل تکړه لیکوال او شا عر گل پا چا الفت دملنگ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسی لیکی :« ۰۰۰ دده خوږی نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډیره ستره برخه لری ، دساز او سرود په دنیا کې نوی تال پیداکول دده کاروه ، غمونه هیرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ » ددی سره سره محمد ایوب اڅکزی ديښتو نستان په تحریک کې دملنگ جان ونډه له پا مه نه غورځوی او ديښتو نستان په تحریک کې د ژوند دپیداکولو په خاطر تل دملی جذباتو ناز رانی ورکړی دي . همدارنگه زیات شمیر لیکوالانو لکه : محمد گلاب ننگرهاری ، غلام حبیب نوری موسی شفیق ، مرخوم عبدالباقی با غوانیوال ، محمد شریف شریف ، عبد الروف قتیل ، مولوی محمد صدیق ، داړرشاه لیوال او مو لا نا قیام الدین خادم هم دمر حوم په مرگ با ندې خواشیني څر گندي کړی دي او دملنگ جان په اشعاروکې د قوم بیدارۍ ته اشاره کړۍده او وایې :(۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قومیت اوهم دبیدارۍ پیغام۰۰۰ ) (۰۰۰ دده په مرگ عموماٌ پښتا نه ،ادبی ،موسیقی او ملی محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمگین شول ۰۰۰ ) له بل پلوه دننگر هار ادبی او ثقا فتی پښتو میاشتنۍ مجلې (۱۳۳۶ه،ش)کال اتمه گڼه دده مړینه ته ځانگړې شوېوه چې دیو شمیر پو هانو لیکني يکې نشر شوی او دزیت شمیر لیکوالانو لیکنۍ تری پاتي شوي لکه :غلام نبی شنواری ، حبیب الله کاریزی ،محمد کریم ، محمد مونس مالیار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بیدار اوداسی نور و لیکوالانو لیکنی وې ۰ (۱) واجد، عبدالواجد ، دملنگ جان په اشعارو کښی د هیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ه ) لمریز
 
ددې سره سره یو بل خوږ ژبی لیکوال رحیم جان جو هر ملنگ جان ته دمو سیقۍ دجهان معمار او همدارنگه یې دده په مرگ دمو سیقۍ جهان وران گڼلی دی دی وایې : ملی شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره  ! دپښتون دموسیقۍجهان شو وران درپسې تر ځنکدن نه غلی نشوې دغیرت له چیغو ځکه تمام پښتونخواکوی لو لان در پسې
 

په رښتیا سره هم دملنگ جان خوږي نغمي همداسی خوږی وې داخو پریږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بیت درلود ،کله چې دده خوږي نغمی له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زیات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمی نظر وکتل شو او دبهرنیو پوهانو تو جویې ځانته واړوله ، دلته دشوروی اتحاد دځینو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروی اتحاد دعلومو اکاډومۍ دایشیایې ملتونو دانستیتوت علمی کارکوونکی او دافغانستان دپښتو ټولنی افتخاری کارکونکی استاد نیکو لالی او ریانکوف پخپله یوه څیړنه کې چې عتوانیې دی (دافغانستان مسله او افغاني شعرونه )کې دملنگ جان داشعارو په باب داسی لیکی: 

 
یوه بله روسۍ لیکواله میرمن گراسیمو او ښا غلی گیرس پخپل کتاب (دافغانستان ادبیات ) کې چې د شفا هی ادب په باب یې لیکی دی دملنگ جان سندری هم راوړی دی او وایې چې کله مونږ دملی شفاهی ادب به باب خبري کوو نو مجبور یو چې دملنگ جان سندريهم پکی راوړو اویادونه تری وکړو بل یو پوه کو ختیف هم یو کتاب (دافغانستان بیو گرافی ) په نوم لیکی اودملنگ جان په باب یې معلوماتورکړي او دی دافغانستان یو ملی شاعر بللی دی ددی سره سره یو بل عالم ښا غلی انا کاو سوف افغانستان ته راغی اوخپل خا طراتې په ازبکی لیکلی چې دښاغلی یاکوف کوزولو فسکی لخوا په روسی اړول شوی چې دیوی مجمو عی عنوان یې (دملنگ جان سندره ) ده او دغه بختانی صاحب په پښتو نظمکړیده: دغه زړه دی که فرهار دی ؟ دغه زړه دی که فرهار دی؟ دازما پدی سینه کې دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ ای اسمانه !مهرباشه نو په مینه په توندۍ په یو متحده چالاکۍ په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپیره کنده په سپیره او تشه کنده ښا غلی ملنگ جان
 
دغه څه شی ؟ ده څه وایې ؟ له کوم ځایه ؟ دا څه وایې ؟ ځواب ته دی لیوال یم . په ټولو گران چې ځغلوی ډک له ویاړه ملنگ جان دغه څه شی ؟ له کوم ځایه ؟ زارشه زارشه راته وایه ! له سپینو سپینو وریځو ځغلوی او بیا ژړیږي دده اوښکه نه پټیږ غښتلی ملنگ جان (۲)
 
(۲) واجد،عبدالواجد، دملنگ جان په اشعارو کښی دهیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ ه ) لمریز
 

 

په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقلید یو نوی شی دی ، جې دعربی او فارسی ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومې ، زمونږ شفاهی ادبیات زمونږ په تاریخ کې هغه فصل دی جې دقومیت او ملیت ډیر علی سجا یاووڅخه نماینده گې کوی او دزمانی په تیر یدو سره دیوی ژبی نه بلی ژبی ته تللی او انعکاس یې مو ندلی او دهیواد ټولو اوسیدونکو ته یې تا سیرات بخلی دی . همدغه سبب دی چې اوازونه یې ډیر خواږه او الها مات یې ډیر ساده و خو یو خصو صیت چې زمونږ په قوم کې یې لری هغه زمونږ دشعر او ادب سندریز فورم ده چې ډیر قوی دی ملنگ جان دغه سندریز فورم بیا را ژوندی کړی او روح یې پکې پو کړی . دقوم او قبیلو حال او احوال نه یې رښتییاني الهامات دقوم او قبیلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغانی ټولنه کې یې محبوبیت پیداکړ .
 
خو دملنگ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربیتو ، لوبو ، او بگتیو باندې ویشلای شو ، دا ځکه چې له یوی خوادازمونږ دشاعرۍ دودیز فورمونه دی او له بلی خوا داوسنی شفاهی سندرودود هم دی .ملنگ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملی عنعنوی فورمونو څخه ډیره ښه ا ستفاده کړیده او پوره کار یې ورڅخه اخستی دی او دده شاعرۍ اساسی منبع دپښتو هغه ملی اوشفاهی اشعاردي چې تل په دی وروستیو کلونوکې د ننگرهار په حجرو اودیروکې دسنذرغاړو له خوا ویل کیدل،خو په هر حال دملنگ جان دخپل فطری استعداد په واسطه کولای شول چې دموضوع په لیدلو سره سم دستی شعر وایه او اشعاریې داسی په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کی پاتی وې.
 

خو هغه څه چې له ده ځنی راپاتې دي یعنی په (خوږي نغمۍ ) چې راغلی دی په لا ندې ډول دی 

او له دی څخه داسی ښکاری چې ملنگ جان دپښتو فلکلوریکو اشعاروله ډولونو سره په پیژند گلوی کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پریښی دي .

داخو څرگنده ده چې هر شاعر یا لیکوال ځانته یوه لاره او ځانته یو لیک لری او دهمغی په خوا باندې روان وی . ملنگ جان هم یو له هغو شاعران ځنی دی چې ده خپل اشعار په یو نوی سبک با نې بنا کړل ، نه یې درحمان بابا نه یې دخو شحال حټک ، نه یې حمید مومند پیروی وکړه اوده یوازی اویوازی خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وویل او ځلمیان یې داشعارو په زور را وپارول . دملنگ جان په اشعاروکې عشق او تغزل یو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دی اوده دغه دواړه دلرغونی عنعنی تاسیر اوخپل هنری ذوق پر بنا داسی سره گډکړی دی چې یو نوی سبک یې رامنځته کړی دی داهم ویلی شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مینه ، دمعشوقو مینه او دوطن مینه ښه سره یو ځای کړی ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شی شاعر کیدای ، بلکی هغه څوک شاعر کیدای شی چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وی ، خو ملنگ جان کې دغه حصو صیت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردی

دملنگ جان اشعار (خوږي نغمي )که څوک ولولی نو په څرگند ډول به ورته معلومه شی چې ده پخپل شعر کې څه شی ځای کړی او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شی گڼل شوی دی . ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړیده اوازادۍ یې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره گڼلی ده .ځکه وایې: انسان ازاد پیداشوی او حق لری چې ازاد ژوند وکړی او په دی باند ی ټول پوهیږوچې ازادۍ یو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتی ده ، او که داسی نه وې هغه دخوشحال خان خبره : مرگ په سل ځله بهتر دی ترژوندو نه دعزت سره چې نه وی زیست روز گار (۳) په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره راڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مین وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرگندیوې او دنامه سره هر هیوادوال تشناوې او پیژنو یې هغه ملنگ جان دی .دملنگ جان هره غزله نه یوازی په زړونو منگولی لگوی بلکی دویښتیا ځواک هم ورسره شته دی او شعرونه یې داولس نه راوتلی او داولس دذوق ممثلدي نوځکه ډیر ژر یې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند . ده په غزل او تغزل کې دخپلی خاوری مینه اوخدمت ښه ځای کړی ،او به خورا هنری ډول یې وروزل ، او څرنگه چې دی په لر غونې او معا صر ادب نه پوهیده، خوبیا هم دلرغونې عنعنی تاسیر او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولی و ددغی خبری ثبوت دلاندې بیتو څخه ښه څر گندیږی : پتنگ دبلی شمعی یاردی بلبل دگلو خریدار دی دلیلا دوی سترگې مجنون پیژنی دازادۍ قیمت پښتون پیژني خو ده پخپلو اشعارو کې نه یوازی ازادۍ ځای کړی بلکی ده نور هړخونه هم څیړلی لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زیات ځای ورکړی دی او دی دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلاری فداکار او دپښتون دترقی ارزومن و دملنگ جان اشعار دپیل نه تر پایه پوری دوطن سره دمینۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوی ده او خپل هیواد وال یې اتفاق ، اتحاد او یووالی ته رابللی دی او تل یې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد یې پښتنو ته دمبارزی درس ورکړی لکه چې وایې: زه پښتون یم پښتنی یم زیږولی دپښتو په کارو بار یم پوهیدلی ماته شوی په طفلۍ کې داوصیت دی پلار نیکه مو تیر کړی حقیقت دی دخیبره تر اټکه مې وطن دی وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دی او تر اخره همداسی . بل داچې دملنگ جان داشعارو محتوا دده مینه او محبت هم ده ، خو دغه مینه اومخبت دا یوه معلومه مینه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسی منغ هغه غوامل دی چې دهما غه وخت او زمنۍ شرایطو به ده باندې نازل کړی و. دبې وسۍ ، غربیۍ ، او خودارۍ څپیړې دی په چیغو راوستۍاو په پای کې دهیواد دسندریزی فضااو دپښتو دفلکلوری او اولسی ادب دسندرو اونغمو دتاسیراتو په اساس دده چیغو او فریادونو دغزل ، بگتۍ ، مقام ، ۰۰۰ په واسطه ښکاره کړی دي . دی وایې دلیلا په دوه سترگو مجنون پوهیږی اودده مینه او محبت فقط او فقط دلیلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لری، ځکه یې له درده دافسوس اوښکي توی کړی دی کله یې دیار سترگوته اوښکي تللی اوکله یې خپل قوم ته : دافسوس اوښکی مې ځی لکه اورونه ماته مې یار راکړل دزړه په سر داغونه بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا یې څرگنده وې هغه انتقادی اړخ دی .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاریخ .خپل کلتور او دودونو تر اغیزی لانې وې، هر څوک دخپلی زمانۍ بچیدی ، څه چې یې له دغو منابعو ځنی اخستیی وی هغه بیرته ورکوی او څه چې یې اوریدلی وی هغه بیرته وایې . شاعر دخالی زړه خاوند دی ، هغه داځواک لری چې له پیښو داسی انځورجوړ کړی چې دخلکو زړونو سره بو گتونکی واقع شی . دملنگ جان دغه اشعارودخلکو دپوهی او تنویر سره زیاته مرسته وکړه او دده داشعارو گرانښت سبب همدغه انتقادی اړخ دی لکه چې وایې : نور دصبر طا قت نه وینم ځان کې بې خودۍ را باندې بیا کړی اسردی چې نظر مې شو روزگار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځی خپل ځان ته نور دصبر حولی کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولی نه دافریاد شو زه دی خپلی پښتو لره حیران یم تش په تشه کړی دعوه چې زه افغان یم پښتنواله هسی خیریوې پښتوته چې په کورکی ماتول خپل مړوندونه نه دالاره دپښتو نه ده غیرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده او تر پایه پوری .همدارنگه ددی سره سره ملنگجان فلکلور یکو کیسو ته پخپلو اشعاروکې ځای ورکړی او ملنگ جان دټو لنی دیو فرد په حیث دخپلی ټولنی دکړو وړو څخه متا ثر دی او په دی تو گه نه یوازی خپل تاسیر ښکاره کړی بلکه خپله ټولنه یې هم انځورکړی ده او دغه واقیت مونږ ته دده له یو شمیر هغو انځورونو څخه ښکاری چې دکیسو په بڼه په نظم را پاتی شوی دی لکه چې وایې : سلطان نومي امیر په حکم دقدیر لښکر یې ټول بهیر دتخت دپاسه نا ست و تمام کار یې سر برا و سلطان نو مي پادشا ه و سلطان ووت له کوره روان شوپه یو لوری قدرت ته درب گوره بیا وخوت دغر سرته سلطان شو اندیښنه کې په تیره زمانه کې او تر پایه همداسې .دلته همدومره کفایت کوی ددی لپاره چې مو ضوع نوره اوږده نشی .خونه دیوازی ده دغه کیسي راوړی دی بلکه په فلکلو ریکو کیسو ، چار بیتو ، داستانونوکې هم ده دخپل وطن سره ښودلی ده . 




#Article 46: محمد حسن حقيار (333 words)


محمد حسن حقيار د  ښاغلي جان گل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی . دی د پیر سيد احمد گيلاني د ډلې غړی دی . برسېره پر ځانگړو ژباړو د انټرنټ په مټ په رازو رازو افغاني پاڼو کې سياسي شننې او تبصرې لیکي .

ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي  لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق (رض) له انستېتيوت څخه  په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري  ترلاسه کړې دي.

له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال  ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى  او ددې تر څنگ يې په بېلابېلو وختونو کې گڼ شمېر روغتيايي  او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي .

د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي  او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلگونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي .

ښاغلي حقيار خپلي زده کړي د قضا او قانون  په برخه کي د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي .

له ١٣٧١ څخه تر  ١٣٧٥ پورې دننگرهار دبرېښنا رياست دخدماتو لوى مدير او دننگرهار دعلماءو دشورى غړى .

له  ١٣٧٥ تر١٣٧٦  داطلاعاتو او کلتور دوزارت دخپرونو دلوى رياست مرستيال او دبهرنيو خپرونو دارزيابئ د کمېسېون مشر .

له ١٣٧٦تر١٣٧٧ په مافوق رتبه بست کې دکانو او صنايعو دوزارت دجيولوجي او علمي تحقيقاتو دانستيتيوت لوى رئيس .

له ١٣٧٧ تر ١٣٧٩  دهمدي وزارت  مالي او اداري لوى رئيس او دکتاب مجلې مسؤول مدير .

له ١٣٧٩ تر١٣٨٠ پورې دجنوب لويديځ زون ( دهرات او شاوخوا ٦ ولاياتو) دکانو او صنايعو لوى رئيس

له ١٣٨١ تر ١٣٨٣پورې دملگرو ملتونو دبشر داستوگنې کارکوونکى .

له ١٣٨٣ تراوسه  دافغان وطن گوند دسياسي کمېټې مشر او دپژواک خبري آژانس  همکار .




#Article 47: محمد شفيق حقپال (273 words)


محمد شفيق حقپال (وردگ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردگو ولايت د نرخ ولسوالۍ د كريمدادو د قريې د مارخانې په كلي كې زيږيدلى .

لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې د كابل د برېښنا د تخنيک په څانگه كې پاى ته رسولي دي .
دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردگو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانگه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجگړي نړيوال انستيتوت ، دملگروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانگوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل گونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولگه يي نوى خپره شوې  . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي . 

دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې گڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اډيتراوقلمي همكار په توگه كار كړى . 

دغه راز يي  ليكنې په يوشميرملي اونړيوالو ويب پاڼو كي هم خپرې شوې دي . محمد شفیق حقپال دکابل دتخنیک ثانوی په مسلکی ښوونځي ، دپيښور دافغان سیدجمال الدین ، دمیدان وردگو ولایت دخالد بن ولید په لیسو کې دښوونکې په توگه ، په باختر اژانس کې دسیاسی مفسر، ملی راډیو تلویزیون کې دویاند، په ای دبیلو پی ار کې خبریال، او یوشمېر نورو ادارو کې دندې ترسره کړی دی.




#Article 48: محمد معصوم هوتک (309 words)


محمد معصوم هوتك (په انگرېزي: Muhammad Masoom Hotak) د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى .

لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولگي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ودانۍ انجنيرۍ په څانگه کې په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړې د ناروغۍ له کبله نيمگړي ترې پاته شوې، تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست . د دې ترڅنگ يې ديني زده كړې هم كړې دي. د تاريخ په برخه کې هم لیکنې او تبصرې کوي .

رسمي دنده يې د كندهار په ختيځ لېسه كې د ښوونكي په توگه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانگو كې هم يو لړ دندې درلودې. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د څرك په نامه هم خپاره شوي دي.
د ښاغلی معصوم هوتك شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي. په جلا وطنه چاپېريال كې د فرهنگپالو او فرهنگيالو افغانانو ترڅنگ ښاغلی هوتك هم ځينو هڅوبي فرهنگي غونډو کې برخه اخلي . په خپله هم خپلو ادبي او فرهنگي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي ېې دي.
ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د خپلې کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي .

 




#Article 49: مصطفی سالک (550 words)


مصطفی سالک د ننگرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي . 

نوموړي  د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توگه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانگې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي .

مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده .

د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولگه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري .

ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي : 

زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وگړي چې دملیت په وړاندې قام غوره گڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننگرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننگرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرگندول وي ، گنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال گڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننگرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالگرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني گنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولگي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انگلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر گوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ .




#Article 50: نجيب منلی (213 words)


نجيب منلی (روکړه د ۱۳۳۷ لېږديز لمريز کال د غبرگولی ۹) (په انگرېزي: Najib Manalai) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، اديب، شاعر، ژبپوه او ساپوه دی. 

نجيب منلی د زين الله منلي زوی، په ۱۳۳۷ ل کال په کابل کې زېږېدلی، خو پلرنی ټاټوبی يې د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کان کلی دی. نجيب منلي خپلې لومړنۍ زده کړې په کان کليوالي ښوونځي کې پيل کړې، بيا يې د کابل په استقلال لېسه کې تر دولسم ټولگي پورې زده کړې وکړي. هغه خپلې لوړې زده کړې په فرانسه کې سر ته ورسولې. هلته يې د پاريس له يوولسم پوهنتونه په زمکپوهنې څانگه کې د ماسټرۍ تر کچې ترسره کړې. همدا راز يې د پاريس د فنونو او مسلکونو ملي مرکز څخه د ساپوهنې په څانگه کې ماسټري اخيستې. 

د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو ملي انستیتوت څخه يې د عمومي ژبپوهنې په څانگه کې زده کړې وکړې او بيا يې د کمپيوټر په څانگه کې د پراجيکټ منېجر مسلکي ديپلوم تر لاسه کړ. منلی په پښتو، دري، فرانسوي او انگريزي ژبو پوهېږي او د روسي، جرمني، عربي او اردو سره هم لږه ډېره اشنايي لري.

نوموړی په افغانستان کې د هېوادمشرۍ رياست د دفتر د نړېوالو مراسلاتو ليکوال او د اطلاعاتو او کلتور او د ماليې وزارتونو سلاکار پاتې شوی. 

 




#Article 51: نورالبشر نويد (197 words)


نورالبشر نويد (زوکړه د ۱۹۵۶ زږېديز کال د فبرورۍ ۱۲) د پښتونخوا يو پښتو ژبی ليکوال او ژورنالسټ دی.  

نورالبشر نويد د ۱۹۵۶ زېږيز کال د فبرورۍ پر ۱۲ د رشيد آباد ترو په کلي کې نړۍ ته راغلی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې کلي کې ترسره کړي. له ماشومتوب څخه يې د پښتو ژبې سره يوه خاصه مينه درلوده. د دې تر څنگ يې د پښتنو د ويښولو په موخه د سياست ډگر ته هم ورودانگل، خو د سياست په ډگر کې يې له قلم نه کار واخيست. 

نوموړی يو بريالی ډرامه نگار، د کالمونو ليکوال، شاعر او يو فعال ژورناليست دی. ښاغلی نويد له پېښور څخه خپرېدونکې مجلې «ليکوال» مشر او چلوونکی هم دی. د هغه ليکنې په وحدت ورځپاڼه کې خپريږي، چې د ماته غوږ شه د سرليک تر نامه د ورځنيو چارو سره سره سياسي، علمي او فني شننې، گروهې او نيوکې پکې وي. 

دا زما په سر کښې د پښتو نشه کهٔ کفر دی
دا پښتون تندی به ستا جنت کښې ماتؤمه زهٔ

ـــــــــــــــ

ما د تیارو دښمني داسې ؤکړه
زهٔ خپل احساس سوزؤم اور کؤم
مرگیه! تهٔ مې هم وژلی نهٔ شې
زهٔ د ملگرو خلو کښې شور کؤم




#Article 52: نصرالله حافظ (3750 words)


نصرالله حافظ (۱۳۱۰ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ - د ۱۳۹۲ ل ل کال د لړم ۱۴، کابل) (په انگرېزۍ کې Nasrullah Hafiz) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو. 

نصرالله حافظ د میرزا نور اسلام زوی، پر ۱۳۱۰ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې وې. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې او نورې زده کړې يې پر ۱۳۳۱ لمريز لېږدي کال په کابل کې بشپړې کړې.

تر فراغت وروسته يې د ښوونې او روزنې وزارت په اډانه (چوکات) کې دنده ترلاسه کړه، چې په خوشال خان خټک ښوونځي کې د ښوونکي په توگه وگومارل شو؛ پر ۱۳۳۳ ل ل کال پښتني تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته د «وېسا» مجلې مسلکي غړی شو. د دغې مجلې، چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله، په اداره کې يې نږدې پېنځه-شپږ کاله کار وکړ.  

پر ۱۳۳۹ ل ل کال د پښتون غږ مجلې مرستيال او پر همدغه کال د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ورکړ شوه او وروسته بيا د راډيو افغانستان د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وگومارل شو.

پر ۱۳۴۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وگومارل شو. څه موده يې د نوموړې راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده درلوده. په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توگه هم دنده سرته رسولې ده.

پر ۱۳۵۳ ل ل کال د راډيو افغانستان د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال. پر ۱۳۵۸ لمريز لېږدي کال د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ ل ل کاله راهيسې يې تر کورناستۍ (تقاعدۍ) پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کاوه.  
 
د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ ل ل کاله راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي. 

حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي: سهارنۍ نزرانه، د حق پتنگان، د شومه دم انگازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د تاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ او داسې نورې، چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي. 

نصر الله حافظ د راډيو افغانستان د پښتو ادبياتو په برخه کاله ۵۵ کاله کار کړی دی. له کومې ورځې چې نوموړی په راډيو افغانستان کې په دنده گومارل شوی، د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې چې د ښځينه او نارينه سندرغاړو له خوا په سټډيو کې ثبتېدلې، د هغوی سمون حافظ صاحب کاوه.  

همدارنگه شاعر ډېر نکلونه له پارسي پښتو ژبې ته اړولي دي. ښاغلی حافظ د گڼ شمېر مشاعرو وياندي او انانسري هم کړې ده؛ خپل او پردي نظمونه يې په خپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي او دکلمه کړي دي.  

اړينه ده وویل شی چې نصرالله حافظ د رحمان بابا، خوشال خان خټک بابا، حمزه بابا، استاد راحت زاخيلي، استاد قيام الدين خادم او ځينو نورو پر ادبي اثارو پاموړ ادبي څېړنې کړې دي.

شاعر نصرالله حافظ پر ۱۳۷۴ لمريز لېږدي کال کورناستی (تقاعد) شو. هغه د تقاعد پر مهال د زړو او پخوانيو کاغذونو پر نوي کولو او اوډلو بوخت وو. هغه د خپلو چاپ او ناچاپو نښیرونو په اوډلو بوخت وو، د دې لپاره چې هغه د اوسمهال او راتلونکيو پښتونو لپاره د کارونې او لاسرسي وړ وگرځوي. 
 

دغه تکړه شاعر ډېرې فرهنگي او ادبي جايزې گټلې دي، چې يوه له هغو څخه هغه جايزه وه چې د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه وه چې پر ۱۹۸۲ زېږدي کال يې د شعرونو په برخه کې تر لاسه کړه.  

د حافظ صاحب د «مينې ډيوه» په نامه یوه بل اثر پر ۱۳۳۱ لمريز کال د رحمان بابا ادبي جايزه وگټله. د (ننگ) په نامه د هغه يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ ل ل کال يې لومړۍ جايزه وگټله. د (بېدارۍ غږ) په نامه يې يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۳۴ ل ل کال يې ادبي جايزه وگټله. د حافظ صاحب يو بل نښير (د شاعر مرگ) نومېږي؛ د هغه دغه نښير پر ۱۳۴۰ ل ل کال ادبي جايزه وگټله. (د سباوون نغمه) د دغه شاعر يو بل اثر دی، چې پر ۱۳۵۳ ل ل کال يې ادبي جايزه گټلې ده. له ۱۳۵۷ ل ل کاله راهيسې تر اويا کلنۍ پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولگو ادبي جايزې گټلې دي.

نصرالله حافظ یو شمېر بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر سعودي عربستان ته وو. ددغه هېواد له خوا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راواستول شو چې يو فرهنگي د حج لپاره هغه هېواد ته وساتوي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت شاعر او ليکوال نصرالله حافظ وروپېژاند او هغه ته يې دا وياړ وروباښه، چې د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي. 

حافظ صاحب پېنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري سکالووې څېړلې او ارزولي دي.

د شاعر وروستی يون د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته وو. د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال به په بغداد کې  شعري جشنونه کېدل، چې له همدغو جشنونو څخه يې اتم جشن ته له افغانستانه حافظ صاحب بللی وو. دا يو کلتوري سفر وو او کابو يوه مياشت يې پاینه (دوام) وکړ؛ هلته يې ډېرې فرهنگي مؤسسې وليدلې او د عراق د مهمو د ښارونو ليدنه يې هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه يانه کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکو ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډيلي له لارې عراق ته ولاړه.

نصرالله حافظ درې زامن او دوې لوڼې لري او د کابل په شاه شهيد کې اوسي.

حافظ صاحب د پښتو معاصر ادب يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د پښتو ادب به د هغه هغه چوپړ چې پښتو ادب ته يې کړی، هېڅ هېر نه کړي او په کلونو کلونو به د خدمت په وياړ لمانځل کيږي.

حافظ صاحب خپلې لومړنۍ ازموينې په نظم کې کړې دي، چې هغه مهال پښتنو او بلوڅو ډېر توند حرکت کاوه او هره شپه به د پښتونستان په پروگرام کې د حافظ صاحب يو شعر خامخا خپرېده، چې د هغو ټولو نظمونو څخه يې د تاترې په نامه يوه ټولگه جوړه کړې چې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت له خوا ورته د چاپ پسول اغوستل شوی دی.

تر هغه پورې چې د ابوالمراد حمزه شينواري غزونې ټولگه کابل ته راورسېده، د هغه مهال ځوانانو، لکه امان الله سيلاب ساپی، محمد خان فضا، ممنون صاحب، خليل زی صاحب، استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار او يو شمېر نورو په غزل ويلو پيل وکړ. حافظ صاجب خپل ځان د ادب په دې ډگر کې هم وآزمويه، چې بريالی ترې ووت او د دغو هڅو په پايله کې يې پښتو ادب ته ډېرې غزليزې ټولگې ورډالۍ کړې. 

هغه د ژوند په هر ډگر کې شعر ويلی دی. د بېلگې په ډول د ښوونکي په اړه د هغه لومړی شعر چې د ښوونکي د مقام د لوړتيا لپاره يې پر ۱۳۳۵ ل ل کال ليکلی وو. د مور په اړه يې هم ډېر شعرونه ويلي، چې دوو شعرونو يې د مور د ورځې لومړۍ درجه جايزه هم گټلې ده.

د پسرلي په اړه يې هم ډېر شعرونه ويلي دي، چې که راټول کړای شي، نو يوه بشپړه پسرلنۍ ټولگه ترې جوړېږي. 

د ښوونځي د ماشومانو، د ملي وحدت او د کورنۍ جنگ جگړو په اړه يې د (کابل  شهيد شو) تر سرليک لاندې ډېر شعرونه ويلي دي، چې د هر يو په راټولېدو سره به يوه بشپړه شعري ټولگه ترې جوړه شي.

راځو د حافظ صاحب د شعر ځانگړنو ته، د هغه په شعر کې دا څو لانديني ټکي ډېر پاموړ دي:

لومړی دا چې د فورم له پلوه د حافظ صاحب په شعر کې منل شويو پخوانيو شعري چوکاټونو ته ډېره زياته پاملرنه شوې ده.

کله کله نوی شعر هم ليکي، خو ډېر لږ يې خپل پام دې برخې ته رااړولی، دا ځکه چې د هغه د شعر اساسي برخه د شعر فورم دی او بله دا چې د هغه په شعر کې زموږ د وگړو د ژبې ډېر رنگه مفاهيم او د وگړو د ژوند ځانگړنې په کې انعکاس مومي، ډېرې سوچه کلمې او ترکيبونه په کې پيدا کېږي، لکه دا:

بله دا چې د هغه ډېرو شعرونو د موسيقي له څپو سره ملگرتيا کړې ده، د ټنگ ټکور په دغو څپو کې غزليزې سندرې، ترانې او نور شامل دي او ځينې خو يې په دغو شعرونو کې د پښتو ډېرې ښې نمونې دي لکه:

د دې ټکو په څنگ کې د پښتو ژبې په نومهالې (معاصرې) شاعرۍ کې د نصرالله حافظ دريځ تر ډېره ځايه په نومهالي غزل کې د ډېر غور وړ دی. هغه بايد په افغانستان کې د پښتو د نومهالی غزل له مخکښانو څخه وشمېرل شي. په دې ډول غزلو کې د فورم له پلوه د کلاسيکې شاعرۍ اغېز او د منځپانگې (محتوا) له پلوه د نوې زمانې غوښتنې او زموږ د چاپېريال ارمانونه سره يوځای کيږي. دا پښتو غزل ته يوه ځانگړې بڼه ورکوي، دا ځانگړنه د هغه په غزلو کې هم د پوره دقت وړ ده.

حافظ صاحب په عنعنوي فورمونو رنگين غزل ليکي، ولسي ژوند، ښايستونو، تشبيه گانو  او استعارو سره خپل غزل لا ښايسته کوي.

د ملي فرهنگ ولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه استعمالوي او د خپل ژوند هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي. هغه د پښتو د پخواني ادب يو استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم د وخت مسايل طرح کوي.

غزل خو خپله ژبه او افاده لري، مگر د ښه شاعر په غزل کې د هغه چاپېريال پيغام او د زړه راز هم نغښتی وي؛ لکه چې وايي:

په دغه بيت کې خو شاعرانه تصوير شته، مگر آيا دا غزل په ژبه زموږ د اوسني ژوند يو ښه انځور دی. سربېره پر تغزل په دې مجموعه کې د غزل په فورم داسې پارچې هم شته چې ملي او ټولنيزه محتوا لري.

شاعر په يو ځای کې وايي:

حافظ صاحب شاعر دی، شعر ليکي اوغزل وايي، وعظ او نصيحت خو نه کوي، مگر د ټولنې کلتوري ارزښتونوته په شعر کې انعکاس ورکوي، د هنر کافره د زړه کعبې ته رابولي او د شوراگانو د هېواد  دلروبا ته په غزل کې دوزخ، جنت او صراط يادوي.

دا پياوړی شاعر چې څنگه د شعر د فن او نزاکتونو ماهر دی، دغه ډول د ټولنې په هر اړخ او ملي ژوند په هر ه خوا ورته موضوعات رامخکې کيږي. د هغه انساني عاطفه او ملي مينه قدم په قدم او لحظه په لحظه را لړزيږي. نو ځکه هغه په شعر ويلو کې دريايي قوت او روان قلم لري. دغه وجهه ده، چې هغه ډېر اشعار ويلي ، چې هغه د هېواد د هر پېر په ادبي او هنري ډگر کې ځان څرگندوي. ډېر خپاره شوي هم دي، علمي او ادبي مقاماتو او د هېواد د ولس نازولی هم دی، په ملي او نړيوالو غونډو کې پېژندل شوي هم دي، جايزې او امتيازات يې هم تر لاسه کړي دي. 

د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتگار پر حافظ صاحب يو څه ليکلي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو:

ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو. دا يې لومړی شعر وو، چې په اخبار کې خپور شو. له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم گلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د ولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترگه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی او غنا يې وربښلې ده.»

زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک د نصرالله حافظ په اړه خپل نظر داسې څرگندوي:

زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم گڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندگلوي پيدا کړم.

په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی.

نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنگ او ترنگ اخلي. په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يوه داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي.»  

د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي:

د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې نومهالی (معاصر) شاعر دی. هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړې دي؛ تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي. خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې يې له خپل شعر سره يو ځای ژوند کړی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.

د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په نومهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی. نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی.»  

د ا د شاعر د زړه ارمان دی، هيله يې ده، چې دا غږونه، دا کوکې او د شاعر دا فريادونه ټول واوري، ځکه چې هغه نو د څه لپاره  فرياد جگوي او د څه لپاره هرې خواته کوکې وهي، چاته شعر وايي او دچا لپاره يې ليکي؟

د شاعر په دغه ټولگه کې د شاعر هغه شعرونه دي، چې د خپلې شاعرۍ په لومړني کال کې يې ليکلي دي او د يو کال واټن يې په دومره ښايسته شعرونو او ښايسته پاړکو وهلی دی، چې د رفيع صاحب خبره د ده پاړکۍ هم غزلې دي، په دې ټولگه کې يې کابو ټول شعرونه په زاړه کالب ويل شوي شعرونه دي او د خپلې ټولنې ټولې غوښتنې او د خپلو وگړو غږ يې په دې شعري غونډ کې اوچت کړی دی.

د نصرالله حافظ صاحب دغه شعري ټولگه د شمشاد له هسکې څوکې د هغه د شعرونو يوه منتخبه ټولگه ده، په دې شعري غونډ کې د مضمون او شکل په لحاظ تنوع په پام کې نيول شوې ده. 

حافظ صاحب په خپله پښتنه شاعري کې د پښتنو شاعرانو پخوانۍ عنعنې ته په درنه سترگه کتلي دي او په ښه ډول يې دوام ورکړی دی، چې د همدې دوام له کبله يې دې ډول شعرونو ته غنايي وربښلې ده. حافظ په عنعنوي فورمونو رنگين غزل ليکي اولسي ژوند، د صنايعو، تشبيه گانو، استعارو او کنايو باندې خپل غزل ښايسته کوي. د ملي کلتور اولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه کاروي او دخپل هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي، هغه د پښتو د پخواني ادب پوخ استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم کې د وخت مسايل مطرح کوي. حافظ صاحب په خپله دغه شعري غونډ کې کابو ډېر غزلونه ځای کړي دي، نه يوازې ويلي دي بلکې ډېر يې ښکلي ويلي دي، چې د ويونکي په زړه منگولې لگوي او سړی نه پرېږدي، چې دا ټولگه په يو ځل ويلو پرېږدي، بلکې بيا بيا ځلې لوستلو ته يې هڅوي. لکه د حافظ صاحب د دې ټولگې دا لاندينۍ بيت:

تاسې وگورﺉ په پورتني بيت کې يې څومره ښه ولسي تصوير راوړی دی او څومره ښه تغزل په کې شته دی، په دې ټولگه کې سربېره پر تغزل په فورم کې داسې پارچې شته دي، چې ملي او ټولنيزه منځپانگه لري،
شاعر په خپل شاعرانه غږ کې د پښتونولي د کلتور روحيه څرگندوي. موږ د حافظ په دې ټولگه کې د هر ډول ټولنيزې، ملي او پښتنۍ موضوع څرک ليدلی شو، چې دا ټولگه د پښتو ادب په منظومه شاعري کې يوه ډېره ښه ډېرونه ده.

د ادبي هنر په رنگينيو او ښکلو کې د  وطن د مينې د جذباتو او غورځنگونو او د تخيل د پروازونو نور او رنگ امتزاج زموږ د پښتو د شعر يوه لويه ځانگړنه ده.

دا امتزاج چې څومره په برياليتوب سره منځ ته راشي، يو شعر هومره کامياب، خوندور او اثرناک وي، زموږ په نني پښتو شعر کې د دغه فن ماهر او استاد نصرالله دی او دا شعري ټولگه يې يوه نمونه ده، چې د حافظ صاحب په اثارو کې د ده شخصيت،  د ده فکر، مليت، بشريت، ادب او هنر هغه هنداره ده، چې که د ذوق او مطالعې خاوند يې ولولي نو د حافظ صاحب  د وخت او د ده د احساس، دردمن زړه او روښانه فکر
ډېر ښکلي او معياري انځورونه په کې ژوندي او خوځنده ليدلی شي. د نړۍ تاريخي رفتار په دې ننۍ مهمه مرحله او د خپل هېواد او ټولنې د ملي ويښتيا حرکت، اولسي او ټولنيزو غورزو پرزو د بدلون په دې مهال کې د انساني خوشحالۍ، سوکالۍ او امن د لوی بهير سره گام پر گام د خپل وطن نوي، ملي او د پرمختگ شعري فن ته ډېره اړتيا لري، له نېکه مرغه زموږ د هېواد لر او بر عالمان، پوهان، اديبان او شاعران هم دېته ډېر په اخلاص او جوش پاملرنه کړې ده. د حافظ صاحب د ((تاترې)) په دې لړ کې يو ښکلی اثر دی او ددې ټولگې اشعار په دغه برخه کې يو گټور او مثالي گام دی. يانې زموږ د وياړلي تاريخ، قوم او اولس د ژوند د روان کاروان په نني سباوون کې د سحر د ستوري په شان په عين مهال او اړتيا کې رامنځ ته کيږي، هيله ده دا ټولگه به د ډاډ، جوش او مستۍ لپاره ډېره گټوره ثابته شي. په همدې سره تاسو د ((تاترو)) شعري ټولگې څخه د شعر يوې نمونې ته رابولم:

             

              

            

             

     

      

      

      

          

         

        

        
 

نصرالله حافظ د ۱۳۹۲ لمريز لېږدي کال د لړم پر ۱۴ د ورپېښې ناروغۍ له لامله په کابل کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.  

حافظ صاحب دومره ډېر آثار لري، که ټولو ته د چاپ په گاڼه وپسولل شي، نو يو بشپړ کتابتون به ترې نه جوړ شي، حافظ صاحب د ژوند د هر ډگر په برخه کې شعرونه ويلي دي، چې په هره برخه کې ورنه ډېرې ښې ټولگې جوړېدای شي. اوس به د حافظ صاحب چاپي آثارو ته لږتم شو او ورسته به په خپل وار سره  د ناچاپو آثارو کړکۍ ورپرانيزو:

حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې به يې د ياد کړو:

لکه څنگه چې طبیعت د ښکلاوو ښکارندوی  او د ښکلا پېژندنه، ستاينه او درناوی په حقيقت کې د ژوندانه په اسرارو پوهېدل او په طبيعت باندې د سالم عقل لاس بری ښيي، نو له دې کبله لرغونو اريايانو لا دليک د زېږېدلو نه په لرغونو وختونو کې عادت درلود، چې سهار به له خوبه له وخته پاڅېدل او دلمر راختو ته به سترگې په لاره وو، چې کله به د لمر زرينې وړانگې د لومړي ځل لپاره د شنيليو او بوټو په پاڼو پرېوتې اود شبنم څاڅکي به يې لکه د ملغلرو هسې ځلول. نو په دغه وخت کې به دوی د سوما د شرابو نه څو غړپونه کول او وروسته بيا د خوښۍ او خوشحالۍ په سندرو ويلو به يې پیل کاوه. په گډه به يې سندرې ويلې، په گډه به سره نڅېدل او د طبيعت له دغې بې سارې ښکلا څخه به يې خوند او مزه اخيستله او دخپلو دغو خوښيو د مراسمو په پای کې به يې ((تيارې)) ته چې دوی به ورڅخه کرکه کوله او له منځه تللو دعاوې به يې کولې او په تېرو باندې به يې تل د رڼا د برياليتوب غوښتنه کوله په تېره د پسرلي په موسم کې چې د سوما نه به يې لوی لوی خمونه او چاټۍ ډکولې او سوما به يې دومره ذخيره کول، چې بيا يې د کال په اوږدو کې ورباندې خپله خوښي زياتوله. د اکسوس او رندوس ترمنځ او له پاميره او کشمیره نيولې په سويل کې دهند تر سمندره پورې دا اوږده او پلنه پرته ځمکه د پښت، پکتا د توکم د زېږېدو لويدو زانگو او ټاټوبی دی، د اکسوس غاړې ښکلي او ستر لرغونی بلخ د دوی د مدنيتونو ميراث دی، هندوکښ او سپين غر سمسورې درې، زرغونې لمنې او پراخه ورشوگانې ددوی د پادو او رمو د څړځايونه او د اباسين د غاړې د دوی هستوگنې پخې دېرې وې.

چې په دغو دېرو او سيمو کې به دوی دکال په لومړيو ورځو کې او بيا هم په نورو موسمونو کې  ډول ‌ډول ميلې او خوشحالۍ کولې او د يو خاص ډول مراسمو په ترڅ کې به یې سرته رسولې. د اريايانو مېلې زياتره  په شنيليو او د دامان د گلونو په سينو کېدلې ځکه چې گل اميدواري، خوشحالي او د ژوند خندا تمثيلوي. څرنگه چې زموږ مطلب په هېواد کې د ځينو پسرلنيو مېلو څخه يادونه ده، نو بايد ووايو، چې د لرغونو ميلو اصلي شکل او بڼه هم د وخت په تېرېدلو او اوښتلو سره اوښتې ده. ځينې يې په بدله بڼه پاتې دي او ځينې خو يې له منځه تللي دي.

او هغه مېلې، چې تر اوسه پورې پاتې دي، د بېلگې په ډول د پسرلنيو مېلو په لړ کې د ټولو نه لويه او ستره ميله چې ستر نوم لري، د بلخ د مزارشريف د شاه ولايت گلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خامو د رندو مراسمو سره پيل کيږي. گلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خاصو درندو مراسمو سره پيل کيږي، د هېواد او د هېواد نه دباندې په زرگونه خلک ورته راځي او دجنډې د پورته کولو مراسم گوري، چې بيا وروسته دغه مېلې ته د گل سرخ ميله وايي، ځکه چې د هغې سيمې ټولې غر او غونډۍ په سرو گلونو کې نغښتې وي او د طبیعت شاهکاري په کې خپل ځان څرگندوي او داسې د وطن نورې مېلې.

۱- 

۲- 

 




#Article 53: هيواد شيرزاد (184 words)


هېواد شېرزاد (په انگرېزي: Hewad Shirzad) (غبرگولی، ١٣٥٨ ل. کال - ) يو پښتون شاعر، د نوې هيلې مهالنۍ او د هېواد افغانستان د وېبپاڼې پازوال دی.

هېواد شېرزاد د ننگرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی، خو اصلي ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو کلی يا د شورلاخېلو کلى دى.

لومړنۍ زده کړې يې د جلال آباد د ښار په محبوب سنگر نومي ښوونځي کې کړي دي، وروسته يې خپلې زده کړې تر دولسم ټولگي پورې د ننگرهار ولاىت په عالي لىېسه کې پاى ته رسوولي. د يو لړ هېوادنۍ ستونزو له کبله دې ته اړ شوچې خپل ټاټوبى افغانستان پرېږدي، د ډېرو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروي.

له کوچنيوالي څخه يې د شعر سره مينه درلوده. خو لومړى ځل چې يې ژبه په شعر گويا شوه هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه. 
اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکي. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لري خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولگه نه لري .




#Article 54: همېش خليل (391 words)


همېش خليل (زوکړه ۱۹۳۰ زېږدي کال د اپرېل ۱۱) د پښتونخوا يو تکړه اديب، شاعر، کيسه ليکونکی، خبريال، څېړونکی او کره کتونکی دی. 

ښاغلی همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ د پېښور په برتهکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی. د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی. همېش خليل ټالسم پورې سبق د پېښور په اسلاميه کالج  کې کړې دي. د اېف –اې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله. همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو.

هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د پاکستاني چارواکيو له خوا بندي شو. دی څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر ۷ کالو پورې بند تېر کړی دی. په زندان کې د هېش خليل د بندي کولو گناه هېڅ مالومه نه وه. دی يوازې په دې پار بندي شوی وو چې پښتو ژبې ته يې خدمت کاوه.  

 څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د پټ يا ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه. هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه دی اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی. 
    
همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی. شاعر، محقق، افسانه نگار، صحافي، مترجم او داسې نور. ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو. د ورځپاڼه باگرام ېې هم په همت جاري کړه. په باگرام کې ېې  د افغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري گڼې هم ووېستې. نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی. 
 
 هميش خليل په خپل ذات كې د پښتو يو ګرځنده اكيډمي ده، ځكه چې په لرغوني ادب او زړو شاعرانو چې هغه څومره څيړنې او لیکنې كړې، ښايي چې ساری به یې نه وي.  

دهمېش خليل دکتابونو فهرست ډېر اوږد دی . هغه د نصرالله خان ناصر سره  د دارالتصنيف پيښور نه :

۱- 

۲- 




#Article 55: گل آغا احمدي وردگ (530 words)


ښاغلی گل آغا احمدي وردك په ١٣٤٥ هجري لمريز ( ١٩٦٦ ز ) كال د میدان وردگ ولایت د جغتو ولسوالۍ د گلدرې يا پخواني كنده كول د ليگي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی.

لومړنۍ او ابتدايي زده كړې يې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور ډاکټر بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ١٣٥١ هجري لمريز كال په سيمه كې د گوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولگي پورې يې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي  د ١٣٥٨ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې په آتم ټولگي كې و  د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د گوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.

د ١٣٦٢ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پېښور ته مهاجر او تر دولسم ټولگي پورې يې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ١٣٦٧ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه يې فراغت حاصل او دوو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردگو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې گامونه پورته كړي چې په دې لړكې په سيمه كې د گټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردگو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالی شو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردگو كې د گوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توگه يادولى شو.

په ١٣٧۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ١٣٧٣ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانگه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شو.

په همدې توگه په ١٣٨٢ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانگه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شو.

په ١٣٦٧ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته يې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توگه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لري .

په همدې توگه يې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنگي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم گډون كړى دی چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو. 

د ليكنې ډگرته يې د لومړي ځل لپاره په ١٣٧١ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې يې د پښتو شعر پنځه ټولگې برابرې كړې .

د ښاغلي وردگ د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ١٥ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.




#Article 56: عبدالباري جهاني (294 words)


عبدالباري جهانى (په انگرېزي: Abdul Bari Jahani) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، ژباړن، ژورناليسټ او سياستوال دی. هغه د ۲۰۰۴ زېږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی.

عبدالباري جهاني د حاجي عبدالاحمد خان زوی پر ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال په کندهار ښار کې زيږيدلى دی. دی په خټه هوتک دی. نوموړی د افغانستان د پخواني هېوادمشر حامد کرزي د کوچنيوالي انډيوال هم دی او د افغانستان د ملي سرود شعر هم ښاغلي جهاني لیکلی دی.

لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړې او بيا پر ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى.

جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ.

دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنگ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توگه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تگلارې (ملي سرود) د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي . 

د ښاغلي جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو څخه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.

 
 




#Article 57: برکت الله سليم (345 words)


الحاج شېخ القرآن قاري برکت الله سليم شینواری د افغانستان نوميالی قاري د قرآن دی چې په ټولې اسلامي نړۍ کې د لوی څښتن د کلام په غږيزه سياليو کې دوه ځلې په لومړۍ درجې مقام گټلی . دی د ښاغلي ملا گلا خان سلیم ځوی دی چې په کال ۱۳۲۶لمریز کې د ننگرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی . 

 

 

له ماشومتوبه يې په ديني لوستونو پيل وکړ . وروسته دنورو ديني زده کړو لپاره مصر ته ولاړ او پنځه کاله يې په قاهره کې تېر کړل .

هلته يې له نوميالي استاد شيخ محمود خليل الحصري نه زده کړې وکړې .استاد قارى برکت الله سليم کولى شول په نولس کلنى کې دقران مجيد ٧ ډوله قراۀت وکړي .

له قاهرې نه تر راستنيدو وروسته لومړى په ننگرهار کې وو او بيا کابل ته راغى . د کابل په دارالعلوم او دارلحفاظ کې ښوونکى وو.

برکت الله سليم قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي  
دکتابونوپه ليکلو يې پيل وکړ او د برکت تجويد دوه کتابونه يې ليکلي دي يو يې په دري او بل په پښتو ژبه دي .

١٦ کاله وړاندې ېې د سترگو د ليدو واک له لاسه ورکړ. په راډيو افغانستان کې د قرآن قاري وو . ددې ترڅنگ دافغانستان د قاريانو د ټولنې مشر هم وو .

استاد د قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي چې په نړى کې داسې کم څوک موندلى شو . همدې چارې قاري برکت الله سليم د افغانانو د وياړ نښه گرځولې ده .

د افغانستان په راډيواوتلويزيون کې د قرآن کريم ٣٨٥ لوستونه لري . برکت الله سليم ته لوى خداى (ج) شعري استعداد هم ورکړى او د شعرونو يو کتاب يې چاپ شوى دى چې ناکامه مينه نوميږي .

قرآن شريف يې تفسير کړى دى او اوس هم شاگردان روزي . په کابل کې يوه شخصي مدرسه هم لرى .

په دې مدرسه کې ٧٦٠ زده کوونکي او١١ ښوونکي د ديني علومو په زده کړو لگيا دي . 
دی شاعري هم کوي او د ناکامې مينې په نوم يې يوه شعري ټولگه هم چاپ شوې.




#Article 58: محمد گل خان مومند (1769 words)


محمد گل خان مومند (په انگرېزي: Muhammad Gul Momand) (زوکړه ١٢٦٣ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۴۳ ل ل کال) يو افغان سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال وو. 

محمد گل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسې، د عبدالكريم كړوسې، په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په١٢٦٣ لېږديز لمريز (۱۳۰۳ هجري سپوږميز) كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په ځانگړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولگي كې شامل شو. په پېنځه كلو كې يې خپله پوڅي زده کړه سرته ورسوله. 

د عسکري ښوونې وروسته د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولگي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توگه وټاكل شو او بيا د شاهي گارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توگه خپله دنده ترسره كړه. محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړی، چې د دفاع وزارت لخوا خپرېده. دی په ۱۳۰۳ ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توگه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توگه او بيا د ننگرهار د عسكري قومندان په توگه وټاكل شو. د سقوي اړودوړ په وخت كې يې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې له سردار محمد نادر شاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول.

محمد گل خان مومند د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړی په ننگرهار ولايت كې او بيا پروان ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې چې يې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو  د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. په هر ځاى كې يې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دی په ۱۱۹ ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل شو او تر دې وروسته يې نور عمر د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ.

مومند بابا تر ۱۳۲۷ ل كال پورې په سمنگان كې اوسېده. بيا په دغه كال د شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنگ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي (گولايي) كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينگه ساتله.
مومند بابا په ۱۳۳۴ ل كال د لويې جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه.

محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په کندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور.

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمد گل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن وو، پر مذهبي آرونو ټينگ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين وو، د پښتانه له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته وو. د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي وو، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوگي يې بده گڼله، د ده په وجود كې عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول رايو ځاى سوي وو او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه، له همدې امله په هېواد كې د يو ملي شخصيت په توگه پېژندل شوی دی. 

مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي گروهي خاوند وو، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننگ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينگ ولاړ وو. ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندې د پيسو پر ځاى كيسې گټلې او په دولت او پيسو پسې دومره نه گرځېدى، همدا لامل وو چې تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېده او تر مرگه هم په كابل كې د كوم كورگي خاوند نه شو، تر دې چي سا يې هم په بل كور كې وختله او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز گڼل كېداى شي. 

مومند پر نورو ښېگڼو سربېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم وو. په ويناوو كې يې پوره فصاحت، ډېر جرئت او ځواكمن منطق شتون درلود. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دی اوښتی. 

پوهنيز او ادبي  خدمتونه:
مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سربېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى لوى كارونه كړي دي. كله چې د كندهار تنظيمه رئيس وو، نو هلته يې د محمد نادر شاه په اراده په ۱۳۱۱ لمريز كال كې د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چې بيا همدغه انجمن كابل ته راوغوښتل شو او د كابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چې وروسته بيا پښتو ټولنه ځنې جوړه شوه. 

محمد گل خان مومند په كندهار كې هم رسمي دفترونه په پښتو اړولي ول، چې وروسته بيا چا دغه لار ټينگه نه كړاى شوه. په كندهار كې يې ډېر زلميان وروزل او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډگر ته راوايستل. د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت؛ د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختگ سره زياته مرسته كړې ده او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده. 

د ده لومړى پوهنيز چوپړ له (پښتو سيند) څخه پيلېږي. د دې قاموس د ليكلو لپاره د لغتونو په راټولولو له پخوا څخه بوخت وو، خو د كتاب په بڼه په ۱۳۱۶ لمريز كال كې د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو. دغه قاموس دوه ټوكه دى چې ۷۶۵ مخه لري. پر دې قاموس ډېر زيار كښل شوى او په پارسي باندې د پښتو يو ارزښتمن سيند گڼل كېږي. 

(پښتو ليار). دا د پښتو ژبې يو گرامر دى، چې په پښتو ليكل شوى او په ۱۳۱۷ لمريز كال په لاهور كې د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى دی. په دې گرامر كې داسې نوي څېړنې راغلې چي په پخوانو هغو كې نه وې. په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چې مخونه يې ۴۰۰ ته رسېږي.  

د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو. مومند ځينې نور كتابونه هم لري، لكه (پښتني روزنه)، د «پښتو پښتونواله»، «د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان» «د پخلي كتاب» په ۴۰۰ مخونو كې، خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي او كه نه. 

د مومند زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كې وه. تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نااشنا لغاتو پوښتنې كولې، تل به قلم او كاغذ ورسره وو چې نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، گډه وډه او ناوړه پښتو يې نه خوښېده. چا چې به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كې يې پوره ملكه در لوده او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي. لكه خج= د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، وتوځى، مخرج، ننوتوځى، ايره نۍ، (خاكستر دانۍ)، خو ځينې نور يې لا تر اوسه دومره دود شوي نه دي، لكه اڅل= گيلاس، هڅوب= كلچر. 

په پښتو ليكدود كي يې هم ځينې بدلونونه راوستي دي، لكه (شا) (سړه ى) خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه (ۍ) پښتو ليكدود ته راننوته. ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين وايي چې زه د ده تر مړينې درې ورځي مخكې د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چې رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لگيا وو، قلم ورسره وو او نوي لغاتونه يې په كتابچه كې ليكل. په دغه ورځ يې پوښتنه راڅخه وكړه چې د (بې وزلي) او (اسكېرلي) تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل چې زه نه پوهېږم نو ويې ويل چې دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ماته ووايه. 

د مومند بابا ډېره پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چې په كابل مجله كې خپاره سوي دي.

محمد گل خان مومند نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چې د پښتو ژبې د سوچه لغتونو او رڼې محاورې په گاڼه به پسوللي ول. په نثر كې د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانگړي ډول ټينگ پلوى وو. د (پښتو ژپې ليار) په سريزه كې يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چې هم د مانا او هم د عبارت له مخې د پښتو خورا ځواكمن نثر دى او څو جملې يې داسې دي: 

دغه ننگيالی، توريالی، خبرلوڅ او جرگه مار پښتون د ۱۳۴۳ ل كال د زمري مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اتو بجو د ۸۰ كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې له دې فاني نړۍ سترگې پټې كړې او په پوره درناوي او عزت د كابل شهداى صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د كابل لوى، لوى خلك، ملكي او نظامي جگپوړي مامورين او نورو ډېرو علاقه مندانو برخه اخيستې وه. 

د مومند بابا فاتحه د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ۲۸ مه، ۲۹ مه د شېرپور په جامع جومات كې واخيستل شوه. په دې فاتحه كې د وخت واكمن محمد ظاهر شاه هم گډون كړی وو. 

محمد گل خان مومند اولاد نه درلود، يوازې يوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند يې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه.




#Article 59: وېليم شېکسپيير (811 words)


ويليم شكسپير (۲۶اپرېل ۱۵۶۴م زېږدي ـ ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږدي)(په انگرېزي: William Shakespear) يو انگرېز شاعر ، ننداره لیکوال او لوبگر و . په لويه کچه د انگرېزي ژبې تر ټولو تکړه او مخکښ لیکوال گڼل شوی او بې جوړې د نندارو لیکوال او لوبگر هم و .دی تر ډېره د انگلنډ ملي شاعر گڼل کېږي او ورته د Bard of Avon  ستاينوم هم ورپه برخه شوی دا ځکه چې دی د سټرټفورډ په سیمه زېږېدلی او ماغه ځای کې خښ دی . د ښاغلي شکسپيير تر ټولو ډېره ونډه په ننداره لیکوالي کې ده او د عمر لويه برخه یې لوبگرۍ کې تېره شوې چې د نندارو لیکنې لمخې یې ۳۸ په بر کې نیسي . د ۱۵۴ پورې لنډ او بې سرلیکه شعرونه ترې پاتې دي او برسېره پر هغو دوه قصيده یي شعرونه يې هم لیکلي دي ، او څو لیکنې هم ترې گڼل کېږي چې د کښلو لیکلو مودې یې ندي مالومې . د ويليم شکسپيير نندارې د نړۍ ژونديو ژبو ته ژباړل شوي او تمثیل شوي . ويليم شکسپیير په سټرټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې زېږېدلی او لوی شوی . د ۱۸ کالو په عمر هغه د ٫ان هيداوې، سره واده وکړ . ان هيداوې څخه یې درې ماشومان راوړل : سوسانه او دوه غبرگولي هېمنټ او جوډيت . شکسپيير د ۱۵۸۵ م زېږدي او ۱۵۹۲م زېږدي کالونو تر منځ يې د لوبگر ، لیکوال او په لندن کې د لوبگرۍ د کمپنۍ چې نوم یې د لارډ چمبرلېن سړي يادېده په برخې لرلو سره خپل کار په بريالیتوب سره پیل کړ . وروسته یې د کمپنۍ نوم د پاچا سړي ته واړاؤه . داسې ښکاري چې په کال ۱۶۱۳م زېږدي کې د سټرټفورډ په ښار کې د ۴۹ په عمر په کور کېناست چې وروسته له درې کالو مړ شو . د شکسپيير د ځاني ژوند ځینې داسې بېلگې پاتې شوي چې د ځینو مسايلو په څرگندونه کې شکونه راولاړوي ، د بېلگې په توگه د هغه د پږنیز حالت او ظاهري اړخ ، جنسي حالت ، دیني گروهې چې مالومات یې ناڅرگند دي او داسې هم ښايي چې د هغه څخه پاتې نښېرونو کې د نورو لیکوالانو ونډې هم شاملې وي .  د شکسپيير تر ټولو ډېر مشهوره کښنې له ۱۵۸۹ زېږدي څخه تر ۱۶۱۳م زېږدي پورې د يادولو وړ دي . د هغه په لومړنيو نندارو کې خندنيز ځېل او تاريخي ځېل ډېر ځلېد ه چې د هغه په کارونو کې تر ټولو مخکښه ځېلونه همدغه يادېږي . وروسته یې تراژیدي ځېل ته مخه کړه چې تر ۱۶۰۸م زېږدي پورې يې همدې ځېل باندې آزمويښتونه کول . دغه ځینې بېلگې یې لکه : هېملېټ ، کنگ ليېر ، اوتېلو او ماکبېت په انگرېزي ژبه کې تر ټولو ښکلي بېلگې گڼل کېږي .  د شکسپيير د ژوندپه پای پړاؤ کې ده په تراژیده ـ خندني ځېل کښنې کړي چې رومانس ځېل په نوم هم نومېږي او پدغه ځېل کې یې ورسره د نورو لیکوالو گډکار برېښي . د شکسپيير ډېری چاپي نښېرونه د هغه په ژوند کې په رازو رازو کيفيتي ټوکونو راوتلي دي . په ۱۶۲۳م زېږدي کې جان هېمنگېز او هنري کونډېل په نوم د شکسپيير دوه نژدو ملگرو او لوبگره ملکارانو یې د First Folio (فرسټ فوليو) په نوم یې ټولې ننداريزې په يو ټوک کې د شکسپيير په نوم خپرې کړې خو وروسته بيا څرگند شول چې په هغو کې يوازې دوه ننداريزې د شکسپيير وې . د هغه په پیليزې یې د بېن جانسن په نوم يو شعر چاپ شوی چې په شعر کې يې د شکسپيير ستاینه کړې ده او ورسره یې داسې وړانديز کړی چې د ٫٫ د عمر ځانگړي پير لپاره نه ، خو د ټول عمر لپاره،، . د شکسپيير اثار په ۲۰مې پېړۍ او ۲۱تمې پېړۍ کې بيا بيا را اخيستل شوي او د نويو خوځښتنو لخوا نندارو کې او د علمي بورسونو لپاره وړاندې شوي . همدارنگه د ژباړو له لارې نورو کولتورونو کې بيا اړول شوي او په سیاسي توگه یې مفهومونه په نړۍ کې په نورو ډولونو اخيستل شوي . 

ویليم شکسپيير د جان شکسپيير ځوی و .  جان شکسپيير د خپل د سیمې د جرگې غړی و او د لاسپېلو جوړولو چاره کې ډېر بريالی کارپوه و . د شکسپيير مور مېري آرډن نومېده چې د يوه مالداره نوموتي بزگر لور وه . د شکسپيير پلار د سنټرفیلډ پورې تړاؤ درلود . پخپله شکسپيير په سټرېټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې ښايي د اپرېل په ۲۳مه کال ۱۵۶۴م زېږدي کې زېږېدلی و  خو اصلي زېږون نېټه یې نده مالومه . د زېږېدو نېټه یې د اتلسمې پېړۍ پورې تړل شوې چې د ژوندلیک لیکونکو لخوا تېروتنه گڼل شوې ځکه چې د هغه د مړینې نېټه ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږدي کال بلل شوی . شکسپيير د خپل د پلار په اتو ماشومانو کې ېې درېيم مشر ځوی و. 

ډېری ژوندلیک لیکونکي د شکسپيير زده کړې د کنگز نيو سکول ښوونځي کې گڼي چې په سټرېټفورډ سیمه کې و .

شعرونه




#Article 60: صفيه صديقي (177 words)


صفيه صديقي (۱۳۴۲ ل. - ) (په انگرېزي:Safia Siddiqi) د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننگرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده .

پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولگي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل 
کال کښي ترې فارغه شوه . 

له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانگه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته گڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي .

صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انگليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .




#Article 61: مهاتما گاندي (692 words)


موهنداس کرمچند گاندهي چي وروسته د مهاتما گاندهي په نوم مشهوره شو، د هند له مهمو سياستوالو گڼل کېږي، چې د عدم تشدد د سياست پلوى و.

د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د گجرات په ولايت کښي زېږېدلی. د گاندهي پلار کرمچند گاندهي د گجرات ولايت يو پانگه وال او سياستوال و. د گاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلود. د گاندهي په پلرني کور کې د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدله. دبيلگي په توگه د گاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کول.

د گاندهي مور او پلار هغه وخت گاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د گاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه. 

د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ گاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توگه کار کاوه. د ١٨٩٣ او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي گاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکا کښي گاندهي ته لاپسي څرگنده شوه چي انگرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي. 

همدا و چي په سويلي افريکا کښي گاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. گاندهي د ناټال انډين کانگرېس په نامه ي غورځنگ جوړ کړی . دغه غورځنگ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله. 

په ١٩١٥ مېلادي کال گاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و. پداسي حال کښي چي گاندهي خپل ځان د دغه نوم وړ نه گڼی نو د د ژوند تر آخره يه د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال گاندهي د هند د گانگرېس گوند مشر شو . د گاندهي په مشرتابه کښي دغه گوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو گوند وگرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي گاندهي د هنديانو څخه د انگرېزانو پر ضد د صلح آمېزه اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالگي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالگي مارش د انگرېزي مالگي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و. 

د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه گاندهي په ډاگه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه. همدا و چي انگرېزانو گاندهي زنداني کړ. خو د ناروغۍ له امله گاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو. په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي گاندهي د انگرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. گاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل. 

د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستان کښي د وېشلو اعلان وکړی. گاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و. خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت کورني جگړې ته ورته حالت را منځ ته شو يوازي د گاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی.

څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما گاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام گودسه هم و. دغه کس پر مهاتما گاندهي باندي هغه وخت په دهلي کښي د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما گاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و. درې واړه مردکي د گاندهي پر سينه ولگېدل او گاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی.

د هند ستره وزيره ايندرا گاندهي او د هغې زوی چي هم د هند ستر وزير و په آر کښي د مهاتما گاندهي سره هيڅ خپلوي نه درلوده. ډېر خلک فکر کوي چي دغه د گاندهي د کورنۍ وه خو دغه خبره ناسمه ده. 




#Article 62: اېډز (1492 words)


اېډز يا اې آی ډي اېس(AIDS) د انگليسي ژبي د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) مخفف دی چي معنی ېې د انساني جسم د ايمون سيسټم يا د ناروغيو پر ضد د مقاومت کولو د واک دمنځه تللو ناروغي ده. دغه ناروغي د اېچ آی وي(HIV) د وايرس نه چي د (Human Immunodeficiency Virus) مخفف دی، نه منځ ته راځي.

انساني وينه د دريو ډول حجرواو يو ډول مايع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د ويني سپيني حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی وي(HIV)وېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسم دفاعي نظام ړنگ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسم حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د والگی یا زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي(HIV) وايرس انساني دفاعي نظام ړنگ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی وي(HIV)وايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي.

د ايډز/ (HIV) پېژندل او د هغه سره مقابله

د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ.

د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې (WHO) برآ وردونه:

اوس اوس په آسيا او په ځانگړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختگ چټكتيا څو ځله ډيره ده.
د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په HIV ككړېږي. او داسې انگېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي.

يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل گرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنگاښ( سرطان) د پرمختگ او بالاخره د مړيني لامل گرځي.

د HIV ( د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس) په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل گرځي

د اېچ آی وي(HIV) وايرس د هغو دوايرسونو کورنۍوايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوبيزوگانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوگانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی.

دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنگه د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينگهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوگانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي(SIV) نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوگانو د جسد دفاعي نظام ړنگوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی.

پداسي حال کښي چي د بيزوگانو په سلگونو اقسام سته دوه ډوله بيزوگاني شيمپانزي او گوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی وي(HIV)مور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوگاني د گوی نن بيزوگانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې گوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنگه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه اېس آی وي(SIV) وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس مور گڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوگانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٩مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي(HIV) وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونگو کښي وسوه. بيا په ١٩٦٩ مېلادي کال کښي د يوه امريکايي سرتيري په وينو کښي اېچ آی وي(HIV)وموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل.

د ٧٠ يمي لسيزي په پای اود ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي د هم جنسبازو نارينو غورځنگ و عروج ته ورسېدی. د امريکا په گڼ شمېر ښارونو کښي داسي مرکزونو او د تفرېح ځايونه پرانيستل سوي وه چيري چي به يوازي هم جنسبازه نارينه ور تلله. هم جنسبازه نارينو په څرگنده توگه خپل جنسي تمايل ښودی. د لومړي ځل لپاره په دغو کلنو کښي د هم جنسبازه نارينو په هکله د امريکايي ټولني دريځ هم مخ په نرمېدوښکاره کېدی. په ټوله امريکا کښي داسي حمامونو شته والی درلودی چي هم جنسبازه نارينه به ورتلله او هلته به يه د نورو نارينو سره جنسي اړيکي ټينگولې. پداسي حال کښي چي د اېډز د ناروغۍ منځ ته راوړونکی وايرس اېچ آی وي د جنسي اړيکو دلاري له يوه انسان نه بل انسان ته منتقل کيږي او هم جنسبازه نارينو په لږ وخت کښي د گڼ شمېر کسانو سره جنسي اړيکي درلودلې نو داېډز ناروغۍ په هم جنسبازه نارينو کښي ډېره زياته شوه. د ٨٠ لسيزي په پېل کښي داېډزپه ناروغۍ اخته کسان زياتره هم جنسبازه نارينه وه، نو داسي گمان کېدی چي پدغه ناروغي يوازي او يوازي همجنسبازه نارينه اخته کيږي. د ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي و دغه ناروغۍ ته GRID يا (Gay-Related Immune Deficiency) نوم ورکول سوی و چي معنا يه د هم جنسبازو نارينو د قوت مدافعت ناروغي ده . په ١٩٨١ مېلادي کال کښي د لومړي ځل لپاره يوه امريکايي ډاکټر مايکل گوټليب د دغي نوي وژونکي ناروغۍ په هکله ليکني وکړې چي يوازي و هم جنس بازه نارينو ته ورپېښېد ه. پدغه ناروغي په نشيي توکو معتاد کسان هم اخته کېدل او د وخت په تېرېدو سره څرگنده شوه چي دغه ناروغي په ښځو کښي هم وجود درلودی. د ٨٠ کليزي په لومړۍ نيمايي کښي څرگنده شوه چي د اېچ آی وي وايرس د ويني او جنسي لاري له يوه انسان نه و بل انسان ته انتقاليږي.

په ١٩٨٥ مېلادي کال کښي Robert Gallo نامي يوه ساينپوه په امريکا کښي د يوه داسي معاينې حقوق د ځان لپاره خوندي کړه د کومي له مخه چي د اېډز د ناروغی منځ ته راوړونکی وايرس په وينه کښي لټول کېدای شوای. دلومړي ځل لپاره Robert Gallo و دغه وايرس ته د اېچ آی وي نوم ورکړی. په همدغه نوم باندي دغه وايرس نړۍ وپېژندی. په ١٩٨٧ مېلادي کال کښي د اېچ آی وي وايرس په وړاندي د مقاومت کونکي لومړي درمل اې ټي ذېډ د جوړولو حقوق يوې امريکايي درمل جوړونکي شرکت تر لاسه کړه. ازموينو وښودل چي ددغه درمل په مرسته په اېډز اخته انسانانو ژوند لږ څه اوږدېدلای شوای. ددغي ازمويني يا معاينې د منځ ته راتلو سره دغه خبره څرگنده سوه چي نه يوازي هم جنسبازه نارينه بلکه د ټولني د هري برخي نه انسانانو په خپله وينه کښي د اېچ آی وي وايرس درلودی. همدا و چي انسانان پوه شوه چي د اېچ آی وي د وايرس اخيستلو نه څو کاله وروسته بيا د اېډز ناروغي منځ ته راځي. او دا چي هغه انسانان چي په څرگنده روغ رمټ وي کېدلای شي چي د اېچ آی وي وايرس په وينه کښي ولري.

په ١٩٩٠ مېلادي کال کښي د امريکا په سان فرانسيسکو ايالت کښي د اېډز د ناروغانو لخوا يوه مظاهر وسوه. د مظاهرې موخه د اېډز د ناروغانو په وړاندي تعصب ته پام اړول و. پدغه مظاهره کښي برخه اخيستونکو ټولو کسانو پر خپلو بازوگانو باندي سرې پټۍ تړلي وې او همدا و چي سره پټۍ د اېډز د وژونکي ناروغۍ په وړاندي دمقاومت نښان وگرځېدی




#Article 63: ممنون مقصودي (753 words)


ممنون مقصودي (۱۳۴۵ ل. - ) (په انگرېزي: Mamnoon Maqsudi) يو افغان لوبگر دی. دی د افغانستان د يو مشهوره  عالم استاد شاه مقصود گرم زوی دی، چې پخپل وخت کې روڼ انده استاد و. مقصودي له آره د ننگرهار لایت، د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، مگر اوس په کابل کې د قصبې په نوم يوې سیمه کې مېشت دی.

لومړنۍ زده کړې ېې له عمراخان ښوونځي نه تر اتم ټولگي پورې په کابل کې پیل کړي دي. بیا ېې له اتم ټولگي نه تر دولسم ټولگي پورې ېې په ابن سینا ښوونځي کې زده کړې تر سره کړي ، وروسته بیا د وخت جبري پوځي دندې ته ورغی اوعسکري دنده ېې درې کاله او شپږ میاشتې ترسره کړه. له عسکرۍ څخه وروسته بیا د کابل پوهنتون ته د ښکلو هنرونو پوهنځۍ ته ولاړ. د پوهنځۍ وروستی کال ېې و چې په کابل کې سیاسي وضع خرابه شوه او دی هم لکه د نورو افغانانو په څېر کډې کولو ته اړ شو.ښاغلی ممنون مقصودي يوولس کاله د کډوالۍ ترخې لوړې ژورې په پاکستان کې ولیدې. په کډوالۍ کې ېې شاوخوا په کال ۱۹۹۴ زېږدي کې د بي بي سي په تعليمې پروژې کې ېې د نوي کور او نوي ژوند په راډيويي ډرامه کې کار پیل کړ.

ښاغلی ممنون مقصودي د افغانستان د گوتو په شمار له څو تکړه ؤ ممثلانو ، هنرمندانو او اوپرايئي نندارا جوړوؤنکو څخه شمېرل کېږي. د ښاغلي ممنون مقصودي رسمي دندې په کابل کې د راډيو ډرامونو ، راډيو داستانونو ، فلمونو او د نندارې پر بهیر کې ېې د تمثیلي پارچو او هر اړخیزو سټېج ډرامو څخه پیلېږي. له ۱۹۹۴ څخه راپدې خوا د بي بي سي سره په تعلیمي پروژې کې د فعال ممثل، سناریسټ، او راډيو ډرام ډايرکټر په توگه دنده ترسره کوي.

د ښاغلی ممنون مقصودي له خولې چې وايي  ٫٫ما خو د ډېر ابتدا څخه د تمثیل سره مینه درلوده ، کله چې زه په اووم او اتم ټولگي کې وم نو ما احساس کړه چې زما مشره خور صائیمه مقصودي چې په راډيو ډرامونو کې کار کاوه، اوزما مشر ورور داوود مقصودي،  دی هم په راډيو ډرامونو کې هیرو دی ،نو کله چې به ما د خپلو استادانو نه ددوی د ښو کارکردگیو توصیفت اورېده نو خدای شته چې خوند به ېې راکاوه٬٬. او دغه هیله او هیجان په ما کې هم پیدا شو چې بلآخره زه هم خپل استعداد وآزمويم،،. دغه راز د ښاغلي ممنون مقصودي تمثیلي استعداد د لومړنيو زده کړو په دوران کې د ملي ورځو د نمانځلو او د ښوونکي د ورځ په وياړ د پروگرامونو په لړ کې پیل شوی او لړۍ ېې تر د افغانستان د ملي راډيو ټلويزیون او ملي نندارې تر وره پورې رسېدلای. د ښاغلي ممنون مقصودي له قوله ، دده لومړني د تمثیل زده کړه کې د استادانو لکه د ارواښاد فضل محمد فضلي چې په ف ـ فضلي ېې هم شهرت درلود نوم يادولای شو او تر څنگ ېې د استاد رفیق صادق نوم هم يادېږي. ښاغلي ممنون مقصودي که څه هم چې په لس هاؤ تياترنندارې، راډيويي ډرامې، تمثیلي پارچې او لس هاؤ فلمونو کې ونډې لرلې دي او څرگند شوی دی خو تر ټولو هغه ېې شهرت په د (( د کونډې ځوی )) فلم کې ډېر ترلاسه کړ او د خلکو تر منځ د شادگل د کرکټر په نوم مشهوره شو چې تر اوسه ېې دغه هنري کرکټر د خلکو تر منځ بې جوړې بريالی يادېږي .

د کډوالۍ نه د مخه ښاغلي ممنون مقصودي د لومړني افغاني ډرامې ((د کونډې ځوی)) په ټيلويزيوني لړۍ کې راڅرگند او ښه وځلېده همداسې ېې د کډوالۍ په وخت په وروستيو کې په يوهنري فلم کې هم راڅرگند شو . دا فلم (( نیلوفر در باران)) نومېده اود فلم ډائرکټر ېې همايوون کریمپور دی چې په فرانسې کې مېشت دی. نوموړی هنري فلم په فرانسوي ، او فارسي ژبه جوړ شوی او د همايوون کریمپور په نوښت د نړۍ په اتو غټو فيسټيوالونو کې ښودل شوی دی چې يو شمېر جایزې ېې اخیستې دي ، همداراز ښاغلی ممنون مقصودي د بي بي سي د نړېوالې راډيو له طرفه په ښو جايزو ستايل شوی دی او نورې کورني لاسته راوړنې هم لري.

مدني حالت
ښاغلی ممنون مقصودي متحل دی او دوه ځامن او يوه لور لري. د ممنون مقصودي مېرمن لينا مقصودي نومېږي او هغه هم د نوي کور نوي ژوند په راډيويی ډرامو کې د عاطفې تر رول لاندې رول لوبوي .

ممنون مقصودي تر اوسه پورې د لسو نه زيات هنري فلمونو کې راڅرگند شوی دی . د هغو له کتاره ېې دغه فلمونه ډېر د يادېدو وړ دي . 




#Article 64: نغمه (857 words)


نغمه  چې کورنی نوم ېې ښاپېرۍ ده د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د ۱۹۷۰ زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده گڼل کېده . ښاپېرۍ ٬نغمه٬ خپل پخواني خاوند منگل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ په پښتو ، دري ، اوردو ژبو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډگره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره کړې . نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د افغاني ټولنې د دودونو هغه ځنځيرونه چې له مخه ېې ښځينه و ته سندرې ويل په عامه ځايونو اواستوگنځايونو کې ننگونه ښکارېدل مات کړل او د نوموړې د خاوند په مرسته او هڅونه د سندروبڼ کې پښه کېښوده.

ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په ۱۱ د مرغومي، ١٣٤٢ ل. كال کې د کندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه كې زېږېدلې ده. د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل چې لومړنۍ سندره يې سوځم په غمونو کې په چلن د زمانې، وځي له خولې ستا د مينې ترانې وه. ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه (فيتې) ډكې شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنگ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولگه هم خپره شوه. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو هغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې د ډېرو پام ځانته واړاو . كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له گواښ سره مخ شو، كابل ته ولاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه. هغه ۵ وروڼه او ۲ خويندې لري.

نغمې تر ۹ ټولگي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر ۱۲ ټولگي خپلې زده کړې رسولي خو د ۱۲ ټولگي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی.

نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې گوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وگڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترگه گوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانگړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرگندې اړتيا په سترگه گوري:  هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانگړې ژبه ده، موسيقي په  سا، رې، گا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنگوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنگوالى رابرسېره كوي.

پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، گلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرگلې، گلناربېگم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرگله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، گلناربېگم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنگيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو گلنار دگور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.

هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرگندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توگه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنگ دباري جهاني،ْ اسحاق ننگيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منگل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.




#Article 65: احمد ظاهر (765 words)


احمد ظاهر (په انگرېزي:Ahmad Zahir) (زېږېدنه؛۱۳۲۴ ل. - مړينه؛۱۳۵۸ ل.) د افغانستان يو نامتو سندرغاړی، سندرې جوړونکی، کمپوزر او پېژندلی هنرمند دی. نوموړی د افغان موسيقۍ يو داسې ځلانده ستوری دی چې د نوموړي د مړينې نه نيمه پېړۍ وروسته لا هم د هغه د سندرو او هُنر مينه وال په افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان کې شته او د همدغه شهرت او نوم له کبله په افغاني موسيقۍ کې يو سمبوليکه شخصيت او د يو ځانگړي ځای خاوند گڼل کېږي. کله نا کله احمد ظاهر ته د دري موسيقۍ د پاچا لقب هم کارېدلی. د گڼ شمېر خلکو له مخې د احمد ظاهر او اېلوېس پرېسلي (Elvis Presley) د موسيقۍ او ډول تر مېنځ ورته والی او شباهت ليدل کېږي او له همدې سببه د ځينو په اند د افغان اېلوېس پرېسلي نوم هم ورته کارېدلی.احمد ظاهر د غربي موسيقۍ څخه ډېرکمپوزونه کاپي کړي او پاړسي ژبې کې ېې چمتو کړي ، همدا ډول ېې د هند موسيقي خپلې مورنۍ ژبې ته اړولې ده .

احمد ظاهر د ډاکټر عبدالظاهر زوی او په ۱۳۲۴ ل. کال کې د کابل په نوي ښار کې زېږدلی دی. نوموړی د لغمان اصلي اوسېدونکی او په خټه پښتون دی. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه په هنر کې د بنديزونو پروا نه کووله او ځان يې د هنر د شنو اوبو کب وگرځاوه، او په سيمه ييزو ژبو او سندريزو ځېلونو کې ېې غږ وازمويه.
نوموړي د کابل نندارې په يوه جوړ شوي کنسرټ کې د حبيبيه ستوري ستاينوم ترلاسه کړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينگ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو کې تر ډېره بريده پر شعر او کمپوز ټينگار کاوه، همدغه شعر او کمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توگه راجوت کړ. 
يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند کې يې د هنر او موسيقۍ په برخه کې ډېر پرمختگ وکړ او کله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي و.

د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په گډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنگ ور وباښه. احمد ظاهر، چې کله فارغ شو په کابل او هندکې يې پيداگوژي (روزنپوهنه) ولوسته او يوڅه وخت يې په  کابل ټايمز او  افغان فلم  کې کار وکړ. پر 1350ل کال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د کال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر 13 کلن و، چې گوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اکارډيون روږدی شو. 

محبوب الله پاچا د احمدظاهر له نږدې ملگرو گڼل کېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنگ په لور په مېله ووتل. د تگ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنگ او خويندې يې په وروستيو سېټونو کې کښېناستې. موټر په کيڼ لاس په ډېر سرعت سره حرکت کاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ کيږي، موټر له غره سره ټکر کيږي، چپه کيږي او د سيټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ککرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريکارو روغتون ته وړل کيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته کابل ته وړل کيږي، خو تر درملنې مخکې ساه ورکوي.

د کابل د ترافيکو دوخت مدير نعيم خان وايي، پر احمد ظاهر د ډزو هبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه کېده، ځکه د جرم داسې څرگنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې گروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنگ ته بوت او هلته يې د گلبهار د نساجۍ د مرستيال  سنگر په مرسته وواژهاو په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او که ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونکي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ کړي.

احمد ظاهر درې ځله واده وکړ، خو دده په وينا يوه هم نېکمرغه نه کړ. له لومړنۍ مېرمنې څخه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرگ يوه ورځ وروسته و زېږېده. احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو کې له گڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وگواښل شو ، بندي شو او په پاى کې د 1358 کال د غبرگولي د مياشتې په 23 مه نېټه په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو.




#Article 66: غزل (442 words)


غزل د عربي ژبې يو لغت دی او پښتو ته د فارسي د لارې راغلی دی. د دغه لغت لفظي مانا د ښځو سره خبرې دي خو اديبان شاعران يې د محبوب د ښايست او ښکلا د ستاينې هغه شعري ټولگي ته وايي چې لومړنۍ دوه کرښې يا مصرعې يې يو شان وزن (څپې يا سېلاب)، قافيه او رديف ولري چې دې ته مطلع هم وايي. په درېمه مصرعه يې د وزن يا سېلاب قيد وي خو د قافيې او رديف تر قېد لاندې نه وي. ورپسې بيا په څلورمه مصرعه کې لکه د لمړنۍ مصرعې د وزن، قافيې او رديف قيد لازمي دی او په همدې توگه مخکې ځي. 
د شعرونو د شمار او مضمون قيد پرې نشته خو عموماُ خلک په غزل کې د لږ نه لږ پينځه شعرونه ليکي. د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی او دغسې په يو غزل کې د محبوب ښايست، د هغه نه گيله، د وخت د حکمران نه فرياد، د تصوف معراج غوندې مضمونونه پکې ځايېدی شي. په قافيه او رديف پوهېدل دومره گران نه دی خو د وزن يا سېلاب خبره بيا ځانته وضاحت غواړي او د دې څرگندونې لپاره به د حمزه بابا دا غزل وړاندې کړو چې وايي:

راشي په هرچا خو په ما نه راځي

دا که مونږ په څپو کې ووېشو نو داسې راځي

را شي په هر چا خو په ما نه را ځي

دغه دواړه مصرعې يو شان سېلاب يا وزن لري او دغسې په هره مصرعه کې ١١، ١١ څپې دي. نو شاعر ته پکار دی چې که د خپل شعر وزن کچ کوي نو په څپو کې دې ووېشي او پخپله به پرې پوه شي.

څو ځله بيا وکړي خو بيا نه راځي

ښکليه چې موسکی په ټيټو سترگو شې

هېڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي

ووايه زاهد ته گناه زه کوم

زور يې خو کمبخته په تا نه راځي

عشق دی لکه وخت، اوسه حمزه پکې

تل وي په تگ بېرته په شا نه راځي

د غزل د ښکلا او شهرت وجه دده سادگي، د مصرعو ښايست، د ژبې خوږوالی او د مضمون آزادي ده. اوس که غزل څوک نور خوږوي نو هغه د تخيل ښکلا ده، نازک خيالي ده، خوندور تشبيحات دي، اشارات او کنايات دي. چېرته چې په پښتو کې د ساده غزل خبره راځي نو هغه بيا د حمزه بابا نه سلهاوو کاله وړاندې اکبر زمينداوري ليکلی دی، چې په دې توگه دی:

د بېلتون د وېرې زړه زېر و زبر وړم

که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده

دغه ستا د نغري سور انگار په سر وړم

ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دی

تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم




#Article 67: محمد نجيب الله (4341 words)


محمد نجيب الله (زوکړه د ١٣٢٥ لمریز لېږدي کال د زمري د مياشتې ١٥، کابل، - مړینه  ۱۳۷۵ ل ل کال، کابل)، ( ١٩٤٧ – د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سیپټمبر ۲۷) د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت څلورم او وروستنی شوروي پلوه هېوادمشر وو.
   

ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی، د ١٣٢٥ کال د زمري مياشتې پر ١٥ نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوې مسلمانه دينداره پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. نجيب الله په قام پښتون او د احمدزیو له قبیلې څخه وو. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په حبيبيه لېسه کې پای ته ورسولې او بيا د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شو او پر ١٩٧٥ ز کال کې يې دغه پوهنځی پای ته ورساوه. 

نوموړی په ١٩٦٥ لمريز لېږدي کال د افغانستان د خلک دېموکراتيک گوند غړی او د پرچم ډلې پلوی شو.  

په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې تر غويي پاڅون وروسته د انقلابي شورا غړی شو. کله چې د گوند د پرچم ډلې مشرانو د ببرک کارمل په مشرۍ غوښتل چې پر خلقيانو کودتا وکړي، نو د هغوی دا کودتا د حفيظ الله امين پر مټ ناکامه شوه. تر دې وروسته حکومت پرېکړه وکړه چې کودتاچي پرچمي مشران په بهرنيو هېوادو کې د سفيرانو په توگه وگوماري. هغه وو چې ډاکټر نجيب الله په ايران کې د سفير په توگه وگومارل شو. تر څه مودې وروسته هغه د سفير له دندې گوښه شو. 

په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه گوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتگ پورې په اروپا کې اوسېده.  

کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توگه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرگونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو.

په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان هېوادمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د هېوادمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د هېوادمشرۍ واک ورسپارل شوی وو. 

د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د هېوادمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توگه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارگره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه.

ده د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو کې مقاومت وښود ، خو د نړېوالو په ملاتړ د افغان مجاهدينو برسېره ېې د حکومت دننه پوځي کړيو ناکراريو ، بډوالي او د فشارله کبله حکومتي چارې له لاسه ووتلې .خو ددې تر څنگ ډېری افغان اکاډميک روڼ اندي او د سياسي پوهنې څېړونکي په هغه دا نيوکه لري چې د حکومت په منځ کې ېې نالوستي او توکمپال څارگر لکه عبدالرشيد دوستم ، احمد فرید مزدک ، باقر فرین ، عبدالوحيد بابجان ، عبدالمالک بېگ ، سلطان علي کشتمند ، گلاب زوي ، نورالحق علومي او دا رنگه نور د جمعیت ډلې مشمشه گر چې د پرچم له دېگي يې سر راپورته کړی ؤ د عوامو د ډار لپاره ساتلي ول. د ډاکټر نجیب الله د رژيم په مقابل د افغان ولس د بې باورۍ بل لامل دا ؤ چې سيکولر نظام ته زور ورکړل شوی و او نجیب الله د ببرک د فاشيستي رژیم د بدلون سره په ټولنه کې په ولسي تگلاره نه بلکې د ببرک لاسپوڅو جنرالانو په خوله يې څارگریزو اربکي پوځ ته لار پرانیسته چې د ولسونو تر منځ نور هم مذهبي افکارو غندنه او گډوډه زورواکي رامنځته شوه . خلکو له حکومت څخه لکه دا نن واټن ونیؤ او همدا و چې واک او ځواک  نور هم ټکني شول او ولس د حکومت په درواغو ژمنو چې پخلاينې پلان چمتو کوي له بلې خوا یې د جمعیت غړو رباني او احمد شاه مسعود غېږ کې ونیول نورې ډلې يې له پامه وغورځولې له مخې يې اعتبار له لاسه ورکړ.

هغه د ثور انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنگياليو فشار ته يې حکومت ټينگ نه شو او همدا وه چې په (١٩٩٢ کال کې) يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جگړې پيل شوې. 

په لاندې لړ کې د ډاکټر نجیب الله سیاسي او جنایي قتلونه دی چې د افغانستان ولس باندې یې د کمونستي رژیم په دوران کې ترسره کړي.

د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان هېوادمشر وټاکل شو او په همدې توگه د افغانستان لپاره يو نوی اساسي قانون جوړ شو. په دغه اساسي قانون کې ځينې نوښتونه او بدلونونه رامنځته کړای شول، لکه په هېواد کې د يو گونديز سيستم نه د څو گونديز حکومتي نظام جوړول، د بيان آزادي او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړول.

که څه هم چې ددغو اصلاحگانو سره سره هېوادمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن گوند بې توله کاوه او ددغه گوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن گوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنگياليو سره اړيکې ټينگې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنگياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنگياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل.

په همدې توگه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينگ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو.

دا د ډاکټر نجيب الله د هېوادمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډگر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او گټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل.

په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانگل.  د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه.  په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو.  وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند غړيتوب تر لاسه کړ.

د خپل گوند په نمايندگئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنگونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ.  په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انگليسی او اردو ژبو هم پوهېده.  د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله.

له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو.  ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.
                                              

يو ځل بيا نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې کبله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ځينو ښاريانو له خوا د امريکې د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤ; د خوسا هگيو گوزارونه ترسره کړي و او د هغه مخې ته ېې د امريکی رپی (بيرغ) سوی و. 

دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه.  
په ١٣٥٤ کې  د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې  ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.

د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کوميټی مشر وټاکل شو.

په ١٣٥٣ کال کې يې واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لري.  هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کميټی منشی ؤ،  د کابل ولایت دولتی کميټی مسئوليت يې هم په غاړه درلود.  له رژيم سره د سياسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په مياشت کې په ايران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د لوی سفير په حيث وگمارل شو او وروسته بيا د همدغه کال د تلې د میياشتې په نيمايي کې له رژيم سره د سياسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له دندې څخه گوښه کړی شو.  د همدې اختلاف له مخې اول يوگوسلاويې بيا (فرانسې) او بيا بېرته يوگوسلاويې ته ولاړ.  شهيد نجيب الله د ١٣٥٨ کال د جدي د مياشتې په ٢١ مه نېټه بېرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو (خاد = خدمات امنيت دولتي) د رئيس په توگه وټاکل شو او د دې تر څنگ يې د قبائيلي چارو د سمون د کميسيون مسئوليت هم په غاړه درلود.

د ١٣٦٠ کال د زمري په مياشت کې يې د گوند د مرکزي کميټی په يوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سياسي دفتر غړيتوب تر لاسه کړ.

ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل  او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ.  هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه .  دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې  دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه  د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه  برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر  نجيب الله  له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي  دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ  د دواړو  هېوادونو په گټه وي .

نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت  دمياشتې په پيل کې ددولتي  خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه گوښه کړی شو او د دې سره د گوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توگه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د گوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د گوند دعمومي منشي په توگه وټاکل شو. 
د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د گوندي او دولتي سياست لور بدل شو .  ډاکتر  نجيب الله وروسته له دی چې د گوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د گوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جگړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې  په ١٣ مه نېټه په گوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دگډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني  غونډه کې چې سرايستلي گوندي او غېرگوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتگر سياست د ډاکتر نجيب اله  له خوا رسماً اعلان شو.  او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل.  همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه  دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر  نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان  صادر شو، چې دهغه په اساس په زر گونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ  :

ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان  پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست  دپلي کولو په پایله کې وؤ چې  دنوی  اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په  نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه .  همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو .

دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . نجیب الله د دلوې دمیاشتې ٢٧مه نېټه چې دافغانستان څخه دروسي پوځيانو دوتلو د ورځې سره برابره وه د ملی نجات ورځ اعلان کړه. ډاکټر نجيب الله د١٣٦٩ لمريز کال دسرطان دمياشتې په شپږ مه نېټه دگوند ددويمې کنگرې په ترڅ کې د گوند دعمومي منشي  په توگه يوځل بيا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلارې اوگوندي ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول. گوند د کلېشه يي او د وچو ايډيولوژيکي شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دريښتنې ډېموکراسۍ، د جگړې د عملي ختمېدو او ملي مصلحت د پلي کولو په لور گوزار ورکړ . دگوند نوم د وطن گوند تصويب شو او دغه گوند نور د تل لپاره دبنياد گرۍ او غير عملي شعارونو سره مخه ښه وکړه . ١٣٧٠کال د نجيب الله او د هغه د ملي روغې جوړې د سياست دپلويانو لپاره د سختو ازمويښتونوکال ؤ . ډاکتر نجيب الله پراخ، نوښتگر ،او هدفمن اقدامات تر سره کول.  په گوند کې يې د روغې جوړې تگلاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ . څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی

وروسته د سمدلاسه روسي پوځونو د وتنې څخه نجيب الله په حکومت کې د يوې ډلې گډ واک له منځه يووړ او هغه بېړنی حالت اعلان کړ . هغه د حسن شرق په نوم وزير سره سره ېې نور ناسياسي حکومتي غړي هم له کابينې څخه لرې کړل. همدا رنگه د وخت متحدې روسيې د نجيب الله حکومت ته په ډېرو وټه ييزو او پوځي مرستو ورکولو کې اوږه ورکوله . په دوو ډېر سختو د ژمي موسمونو کې ېې کافي خواړه او تېل ورته چمتو کول .  
د ختيخې اروپا د روسي واک لاندې سيمو څخه ډېر زيات پوځي اوزار د افغانستان په لور د کښتيو له لارې ولېږدول شوه . په هغو کې د افغان هوايي ځواک لپاره داسې اوزار و چې د امريکايي سټنگرو د ناڅاپي بريدونو د ځواب په موخه ورلېږل کېدل . داسې مزايل توغوندي چې د يو ښار څخه ېې بل ښار ويشتلای شو . همدا رنگه منځينۍ کچې واټن مزايل توغوندي ، په ځانگړي توگه د سکوډ په نوم ، چې د کابل څخه په بريالي توگه د جلال اباد په جگړې کې د دفاع په خاطر وتوغول شوه .د نښې د ويښتلو واټن ېې ۱۴۵ کيلو مټره و .

پدی ترتيب يې دافغانستان دحاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوی افراد د «مجاهدينو» دقومندانانو د يو شمېر وگړو او ډلو په مرسته په يو گډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري مياشتې په وروستيو ورځو کې د نجيب الله او د ملگروملتونو دپنځه فقره ايز پلان په ضد يوه غلې کودتا تر سره کړه . په دغه کودتاه کې دې لاندې حکومتي او گوندي جگپوړو چارواکو برخه درلوده: د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فرید احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بریالي ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي نجم الدین کاویاني د افغانستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړي عبدالوکيل ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې غړي شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین اوځینې نور . په دغه کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزویون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې پخوانی بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم ، ډگر جنرال نورالحق علومي ، د دفاع وزارت ستر درستیز جنرال اصف دلاور ، تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، د امنیت وزارت مرستیالانو جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د ځانگړي گارډ بولندوی سید اعظم سید ، د هوايي او مدافع هوايي ځواکونو بولندوی جنرال فتاح ، جنرال امیر محمد ، جنرال مومن او جنرال جعفر نادري هم په کودتاه کې کارنده برخه درلوده. ډاکتر نجيب الله په مرگ تهديد شو او د هغو گواښونو له کبله ېې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه. پوره څلورنيم کاله يې دملگرو ملتونو په دفترکې تېر کړل او بلاخره د ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو دلښکرو د ننوتلو سره سم د وخت د سخت دريځه ډلې لخوا په ناپوښتلي حالت کې پرته له محاکمې په غيراخلاقي او غيراسلامي توگه له خپل ورور شاهپور احمدزي سره يوځای مړ کړای شو .

ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې مخه ونيول شوه . په ١٧م د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه يووړله.  همدا رنگه برهان الدين رباني چې د وخت زورواکی و ، د ډاکټر نجيب الله له افغانستان څخه د وتنې مخنيوی وکړ ، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه .

په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو تر ولکې ورغله، ډاکټر نجيب الله ملگرو ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه. په پيغام کې ېې له هغوی څخه د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملگرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ.

د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورگانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو. 

احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنگياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د  خوندي تگ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې انگېري چې هغه نه غوښتل د تاجکانو جنگي ډلگۍ سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرگون څخه وېرېده ، ځينې هم داسې انگېري چې ډاکټر نجيب الله ځکه د احمد شاه مسعود غوښتنه ونه منله ښايي احمدشاه مسعود به د پرچميانو د ډېرو جنرالانو سره پټې ليدنې کتنې او تړونونه درلودل چې له مخه ېې د ډاکټر نجيب الله څخه د ملاتړ تمه درلوده .  

نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندې لپاره په ځانگړي توگه گومارل شوي و،  او په وسلو سمبال و، د ملگرو ملتونو دفتر ته ورننوتل.  ډاکټر نجيب الله يې د ملگرو ملتونو د دفتر څخه دباندې په زور راووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د نوموړي هېوادمشر څخه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د هېوادمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د هېوادمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په گولۍ وويشتل او په آخر ه کې يې دواړه د ملگرو ملتونو د دفتر څخه يو څو مټره لرې د هېوادمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای و چې ښاغلي هېوادمشر د جلال آباد په جگړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه. 

پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د مرستيال هېوادمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انگېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوې او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ و. او ښايي بيا ملا محمد رباني د پخواني هېوادمشر د مړي پر خښولو هم بنديز د خپلو همغاړو په فتوا ولگولی و . 

د پخواني افغان هېوادمشر د مړينې د خبر په خپرېدو سره نړېوالو او په ځانگړي توگه د  اسلامي نړۍ اړونده هېوادونو د طالبانو دې غير اسلامي کړنو باندې خواشينی وښود . تر اوسه پورې د ډېرو پلويانو له خوا ېې تلين په بهرنيو هېوادنو کې نمانځل کېږي .  همدا رنگه ډېری افغانان د دغه پخواني هېوادمشر په ناسوبه کړاؤ سره مړينه غندي او غير اسلامي عمل ېې گڼي همدا رنگه د دغې کړنې پړه د ملگرو ملتونو په بې پامه استازو لکه بنن سېوان اچوي . د ملگرو ملتونو استازي بنن سېوان چې په بډو وهلو عراق کې گير شو ، همدا رنگه ېې افغانستان کې خپله دنده په صداقت نده تر سره کړې خو د ملگرو ملتونو لخوا په بې پرېوالي سره ندی پوښتل شوی او يوازې ېې له کار څخه گوښه کړی . د نړېوال قانون له مخې د هاگ په ستره محکمه کې د دغسې ډپلوماټنو څخه هم گروېږنې کېږي .  بنن سېوان اوس دا وخت په قبرس ټاپو کې ژوند کوي.   . د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز گردېز ته څېرمه د احمدزيو د ټبر له خوا ولېږدول شو او کوم ځای کې چې زوکړه کړې وه هماغلته خاورو ته وسپارل شو.




#Article 68: خان عبدالولي خان (1881 words)


 
 

 

خان عبدالولي خان په ١١ د جنورۍ، کال ١٩١٧ کې پېدا شوی، دی د خان عبدالغفار خان ځوی او د پښتو ژبې فلسفي شاعر خان عبدالغني خان ورور دی. که څه هم چې دده د شخصيت په اړوند د بېلابېلو فرقو خپلې ځانگړې څرگندونې دي او آن دا چې د پاکستان په سياست کې ځينې وخت په ده باندې گوت نيونه شوې او يو ناندريزه شخص بلل شوی خو پدې وروستيو کې د هغه مړينې څخه وروسته دی د اې اېن پي يا اسفنديار ولي د گوند لخوا بابا وبلل شو . 
ولي خان د اسيا د لويې وچې سياسي ډگر کې پېژندل شوی شخصيت و هغه ځکه چې د ده پلار د هند د آزادﺉ غوښتونکي انسان کرم چند مهاتماگاندي سره يو ځای د ټولو انسانانو د خپلواکۍ او په تېره د پښتنو د نړېوالو حقوقو په لړ کې خپل ټول عمر مبارزه په ويښ سیاسي شعور کړې وه .  د ولي خان پلار چې د پښتنو د حقوقو لوی مدافع و او له برتانوي ـ پنجابي او بنسټپاله ښکيلاک څخه يې د پښتنو د ازادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې او منډې ترنډې وکړې، پر خاني فقيري غوره و بلله او د قام په ننگ يې خپل د ژوند ډېره موده عمر د پرنگيانو او پنجابي جيلونو کې تېر کړل او خپلې کورنۍ ته يې د پښتو پالنه په ميراث کې پرې اېښې وه٠ ولي خان د خپل پلار په پله د هغه تر ژوندونه ډير مزل وکړ، خو د پنجابي استعمار او سياسي اړودوړ گير کړ د پاکستان په سياسي مصلحت کې گیر شو او د شهرت په لوړه گدۍ ېې پښتانه هېر کړل نو دغو تورو گردونو او تيارو ترې لاره ورکه کړه او د ازاد او خپلواک پښتونستان خوب او ارمان يې د قبر تورو تيارو ته له ځانه سره يووړ. 
ولى خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و.  لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و،او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز.کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسې په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې د پاکستان لخوارسمي وپېژندل شو او د پاکستان په رسمیت پېژندلو کې ېې ډېر شمېر پښتانه سیاستوال له ځانه لرې وساتل .ولي خان په ١٣ کلنۍ يعنې په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو او نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته په ويناو پېل وکړ.

٨٩ کلن خان عبدالولى خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ٦ د جنوري ٢٧ ) په د ناروغۍ له کبله ومړ. نوموړى د سيمې په ناندريزو سياستوالانو کې تر ټولو ناندرېز و. له يوې خوا د هندـروسىې او د متحدې لويې روسيې پرمهال د وخت افغانستان د حکومت د مخبر او جاسوس تورونه ورباندې لگېدلي و ،  او له بلې خوا د پاکستان په مټ جوړو شويو پخواني مذهبي گوندونو له خوا هم د کفر له فتواو سره مخامخ شو. ولي خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و . لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و. او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز. کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسته په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې په حکومت کې ونډه ترلاسه کړه. ولي خان په ١٣ کلنۍ يانې په کال ١٩٣٠ز. کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو . نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته ويناوې پېل کړې. نوموړى په ١٩٤٢ ز.کال کې په لومړي ځل د انگريزانو له خوا بندي شو، کله چې يې د کانگرس گوند په کتار کې د  انگرېزانو هند څخه ووځۍ!  تر شعار لاندې د تحريک په لړ کې په احتجاج بوخت و. د پاکستان د جوړويدو وروسته په هغه هيواد کې د ولسواکي، د بې پرې بهرنۍ تگلارې پر ضد د سياسي هلو ځلو په ترڅ کې په وار وارې زندان ته اچول شوی دی. ولي خان ډېر خپلو ځانگړو سياسي اهدافو ته هوډمن سياستوال بلل کېده. خپله ولي خان ادعا کووله چې د پاکستان واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق د حکومتي چوکيو وړانديز ورته کړى و، خو په دې اساس يې دا وړاندېزونه رد کړل چې له پټې لارې څخه يې واک ته رسېدل نه غوښتل. دى د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې وروسته يې د بلوڅانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنگله دېش نومېږي دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په گډه نېشنل عوامي گوند (ملي وگړنيز گوند) جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوې ټاکنيز بهير دودول،  بې پرې بهرنۍ تگلاره او سيکيولري دولت (دين لرې سياست) را مېنځته کول و. نوموړي په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په لومړۍ ټولټاکنو کې د قامي او ولایتي جرگې غړى وټاکل شو او په قامي جرگې کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد يو پياوړى حزب مخالف مشر شو. نوموړي په ١٩٧١ کې د پاکستان د ماتېدو د مخنيوي لپاره پر ځانگړى توگه له لندن څخه د حکومت په خواست د بنگله دېش پلازمېنې ډاکې ته ورغی چې ازادي غوښتونکى شېخ مجيب الرحمن خبرو اترو ته سلا کړي خو بريالى نه شو.

په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول

د پاکستان د ماتېدو وروسته نوموړي په ١٩٧٣ کال کې د اساسي قانون په جوړولو کې د اندېښنو سربېره مهم رول ولوبولى. ولي خان د خپل سياسي فکر له امله يو ناندرېزه سياسي شخصيت په دې هم وو چې ده د پاکستان جوړېدل د انگرېزانو کار باله چې دا رنگه پاکستان د سټرټيجيکه ارزښت له لارې په راتلونکى کې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جگړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تگلارې سخت مخالفت کاوۀ او د افغانستان جهاد ته يې فساد ويلو ځکه د مذهبي گوندو لخوا د کفر فتواى ورباندې لگېدې. ده د افغانستان جگړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جگړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفين به ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې ملتپالنې او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي. په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول او ده ته يې د هند، افغانستان او روسيې جاسوس و ويل. ده له خپلو ملگرو سره د حيدراباد زندان ته واچول شو. په ده د غدارۍ توروو چې اخيرنۍ سزا يې د مرگ کېداى شوه خو په ١٩٧٧ کال کې د بټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو. نوموړي په خپل سياسي ژوند کې د  لر او بر يو افغان خبره کوله خو پر ده ځينې سياسي ملگري تور لگوي چې په خپل دې سياسي هدف کې کاميابه نه شو. ولي خان د په افغانستان کې د کمونسټو رژيمونو ملاتړ کاوۀ او په پاکستان کې به يې د دې رژيمونو په ضد د حکومت او جهادي ډلود فعاليتونو پر ضد احتجاجي غونډې او لاريونونه کول. ولي خان يو ډېر ښه او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې به يې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې رانغښتې. ده ته د يو داسې لر ليد سياسيتوال په توگه کتل کېدل چې د راتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې يې سمې ثابتېدې چې د ده مېرمن نسيم ولي خان په افغانستان کې د ظاهر شاه پر ضد په ١٩٧٣ کال کې د داود خان کودتاه د يوې بېلگې په توگه يادوي.

د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي

دا وايي چې د کودتا سمدستى وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان ته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى گام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جگړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي د دې په وينا ولي خان باچا خان ته وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى. نسيم ولى خان وايي چې باچا خان ولي خان ته وويل چې تاسو دلته په پاکستان کې د تشدد خبره کوئ او زه خپله افغانستان ته ځم او بيا نه راځم. ولي خان ورته وويل چې بابا ځې خو ځې خو ياد ساته چې ته يو داسې هېواد ته روان يې چې هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي. د نسيم ولي خان په وينا نن هغه څه وشول چې ولي خان يې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه. ولي خان په ١٩٩٠ کال کې هغه وخت سياست پرېښود کله چې يې د قامي اسمبلۍ چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايله او په دې دليل له سياست څخه تقاوعد شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوى استازى نه شم بللى. د ولي خان د گوښه کېدو وروسته که څه هم عوامي نېشنل گوند دى خپل لارښود وگرځاوۀ خو په عملي ډگر کې له سياست څخه گوښه پاتې شو. د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي داسې اختلافات دي چې پر ډېرو هڅو سربېره بيا پخلاينې ته تيار نه شو او داسې فکر کېږي چې د ده له مرگه وروسته د گوند په دوو برخو کې د وېشل کېدو امکانات زيات شوي دي. ولي خان په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنگ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توگه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جگړه، د افغانستان اوږده جگړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترگو وليدل بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار وو ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل  څه به درته ووايم دې سترگو څه څه نه دي ليدلي؟ خو اوس دغه سترگې له ډېرو رازونو سره د همېش لپاره پټې شوي دي.




#Article 69: حامد کرزی (1824 words)


حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴  ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزی د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. هغه د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر دی، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان د تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر مقام ترلاسه کړ. .

ده ته د نوي افغانستان بنياد ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوران کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې.

زه او زما دوه متحرم معاون صاحبان ریاست جمهوري ته تحلیف ورکوو نوي رییس جمهور ته
په دې ترتیب به د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته انتقال شي.

که څه هم د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ اوږده انتخاباتي بهیر د افغانانو په ژوند خپلې منفي اغیزې پريښودې خو جمهور رییس کرزي په راتلونکي حکومت کې د تېرو لاسته راوړنو له خوندي پاتې کیدو خلکو ته ډاډ ورکړ:
بې غمه خپل کار کوئ. څوک چې مامور دی ماموریت دې کوي. څوک چې تجار دی تجارت دې کوي.

زامن او لورګانې به مو همداسې خپلې زده کړې جاري ساتي. په دې خاوره کې د راتلونکي په لور له حرکت او یووالي پرته بل هيڅ هم نسته. په عین وخت کې غواړم د افغانستان نوي جمهور رییس ډاکټراشرف غني احمدزي ته هم مبارکي ووایم.

ښاغلی عبدالله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو یو مخکښ کاندید و د ده په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په موافقې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک کړ.
که په افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال پړاوونو ته کتنه وکړو د سردارمحمدداوودخان له واکمنۍ رانیولې د حامدکرزي تر ولسمشرۍ پورې د سیاسي واک انتقال اکثر د جنګ،جګړو او کودتاو له لارې ترسره سوی دی.

حامد کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو په ټبر پورې تړاو لري.  د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاگه ويلای سو چې هغه په سياست کې د ډېر پخوا څخه ښکېل دی.

کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هند ته ولاړ او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې سو. نوموړي په هند کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه.

کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ سوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزير د مرستيال په توگه دنده لرله. همدا رنگه ېې د صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد گيلاني او عبدالرب رسول سياف سره کورنۍ اړيکې درلودې . 
ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال ١٩٩٨زېږديز کې يې د حامد کرزي سره واده کړی. د کرزی په کورنۍ کې  د جنورۍ په ٢٥ مه  د ٢٠٠٧ م زېږيز کال يو ځوی پېدا سو چې د ميرويس کرزي په نامه ېې ونوماوه. وروسته یې يوه لور هم وزېږېده چې نوم یې پرې ملاله ايښې ده .

کله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډگر طالبان راڅرگند سوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته يي وړانديز وکړ چي په ملگرو ملتونو کښي د افغانستان سفير سي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ۱۴ د څو وسله والو لخوا ووژل سو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول سوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توگه د طالبانو د واگه اچولو اراده وکړه.

په ٢٠٠١ کال کې د ١١ د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ .  

د هماغه کال د ډېسمبر په مياشت کې د هېواد نه  دباندې افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې دننه کوم پلويان نه درلودل د  جرمني د بون په ښار کې سره راټول سول چې د نوي کابينې په جوړښت کې سره جوړ سي. 
د بون د تړون له مخې په ٥ د ډېسمبر کال ٢٠٠١ کې دا پرېکړه وسوه چې افغانستان کې به يو لنډ مهاله حکومت جوړېږي چې ددې ٢٩ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي. نو د پلان له مخې حامد کرزي په ٢٢ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لواړه وکړه. بيا د جون د مياشتې لويې جرگې کې د افغانستان لنډمهالې دورې هېوادمشر وټاکل سو او هدايت امين ارسلا يې مرستيال سو.

 

حامد کرزی ٩ د اکتوبر، ٢٠٠٤ کال د افغانستان د هېوادمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توگه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وگټلې، او خپل ٢٢ سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی هېوادمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان هېوادمشر وټاکل سو. 

کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د هېوادمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل سوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنگ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنگونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د هېوادمشری لپاره يوه نېک فال وه. د هېوادمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو هېوادمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينگلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په گټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې.

وروسته له دې چې دا ښکاره سوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنگ بېرته پاکېدلی سي او په همدې توگه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم سته، نو دغه ناندريزه بحث تود سو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وگڼل سوه. خو د ملگرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته سوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې گټلي او په همدې توگه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو گټيالی اعلان سو. 

کرزي په رسمي توگه په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د هېوادمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرگه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وگڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وگاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په گډون د افغانستان دوه پخواني هېوادمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د هېوادمشر مرستيال ډېک چېني هم گډون کړی وه.

وروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی سو، نو ډېر خلگ په دې گومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران گوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداگرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه گوښه کړ.

سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينگ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ ٢٨ لېواگانې د جنگي عملياتو جوگه سوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توگه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري.

د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر په ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وسوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي سو، خو د امريکايي ځانگړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل سو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د هېوادمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه سوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په ١٦ نېټه ٢٠٠٤ کال کې په يوه چورلکه کې د گردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان سوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وسو.

په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلي کرزي د امريکا هغه وړانديز رد کړ چې غوښتل يې د اپيمو په کروندو باندې د کيمياوي دواگانو د پاشلو په نيت سره په افغانستان کې د اپيمو کرکېلې له مېنځه يوسي.

 

و. داسې وييل کېږي چې په ٩ د ډېسمبر، ٢٠٠١ کال کې په يوې فرانسوي ورځپاڼې لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرگند سوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده . 

١. د ميليونونو زده کوونکو ښوونځيو ته تګ 
٢. د طالبانو د دولت ړنګونه 
٣. د افغانستان نوي کانون جوړونه (په اولسي ملاتړ) 
۴. د افغان پوځ، پولیس، ترافیک، جوړونه(د ناټو په مرسته)




#Article 70: ميرويس هوتک (10090 words)


حاجي ميرويس خان هوتک (۱۶۷۳-۱۷۱۵ زېږدي) (په انگرېزي: Mirwais Hotak) د افغانستان يو ستر ملي سیاسي شخصيت، لوی ملي مبارز او مدبر مشر وو. 

حاجي ميرويس خان هوتک د شاه عالم خان هوتک او نازوتوخۍ نامتو زوی، د کرم خان هوتک لمسی، په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې په کندهار کې زېږېدلی دی. حاجي ميرويس خان هوتک د افغانانو يو له ډېرو سترو ټولمنليو مشرانو څخه وو او دی. افغانانو له همدې لامله ده ته د نيکه لقب ورکړی او د ميرويس نيکه په نامه يې هم يادوي. لکه څنگه چې يې له لنډنوم (تخلص) څخه مالومېږي، ميرويس خان په خټه هوتک وو چې د غرزيو د ټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي. د دې ټبر ډېری وگړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.

د ميرويس نيکه مور د افغانستان د غيرتمنو او اتلو ښځو له شمېر څخه وه. د دغې غيرتمنې مېرمنې نوم نازو توخۍ وه، چي د سلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم د غلځيو پښتنو يو څانگه ده. د دې پښتنو ډېره برخه وگړي په زابل کې مېشت دي. ميرويس خان هوتک درې وروڼه درلودل، چې عبدالعزيز خان هوتک، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل. همدا راز  ميرويس خان هوتک د جعفر خان ابدالي د پتمنې لور سره، چې خانزاده نومېده واده کړی وو. 

د ميروېس خان هوتک پلار د غلزيو مشر وو او له پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله او هم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهار د بې سر او پښو سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونو ته ورتله. هغه همدا راز لېدل چې په کندهار کې ۳۰ زره بهرني پراته سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د فارس واکمنانو د توپير پالنې او تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د ولس د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي رابډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له غلامۍ وژغوره. د قبيلو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او هغه يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی وو او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. 
 
نو ځکه مېرويس خان هوتک دوښمن ته د دوستۍ له لارې ورنږدې کېږي او له سرزورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلاوو، خـولې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا او د ټولو اداري چارو د واګو د لاس ته راوړلو له لارې ېې گرگين دومره ځان ته رانېږدې کړ چې گرگين مېرويس هوتک د هغه د پوهې او ژور لېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د کلانتر په توګه وګوماره. د هغه مهال دا دنده د اوسني مهال د ښاروال له دندې سره برابره ده. مېرويس خان د دغې دندې د ترسره کولو په ترڅ کې د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډک اړیکي وساتل او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.

نامتو ايرانی پوه داکټر شفا لېکي چې: صفوي اسماعيل شاه خپله پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سُنيانو له وژلو پيل کړه . کله چې مشهد ته را ورسېد نو د هغه قـِزلباشو سرتېرو د پاچا د وېنې تويولو د تندې د ماتولو په پار په طبسين کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه، وراره، تره او خپل دوه زامن (محمد ميرزا او امام قلي ميرزا) ړانده کړل او خپل درېيم ځای ناستی زوی وصفي ميرزا يې په ډېرې سخت زړۍ وواژه. د هغه د وروستـني زوی د ړندېدلو وسه ېې نه درلودله ځکه ېې ځان وژنه وکړه او په دې ډول د شاه عباس له نسله هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو.

په ۱۵۰۰ زېږدي کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ زېږدي کال کې په پارس کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هند کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې کندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پر کندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو  

پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. 
د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي � مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي. 

د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. 
د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې.  

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. 

لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلي کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سېمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي. 

نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي - جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.

له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو (موضوع) د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوي دولت او د مغولي هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړي ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوي سام مېرزا (د هرات واکمن) په همدغه کال( ۱۵۲۰ ز) کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندي کړ. خو کامران مېرزا د سام مېرزا پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندي یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشي ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو . خو د بابـُر زوی او ځای ناستي همایون ، صفوي دولت ته د صفوي دولت له هغې مرستې څخه چې د افغاني سورویانو له لاسه یې د ډیلي پاچاهي بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گي مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوي لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار بیرم خان ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ (۱۵۴۵ ز). خو د صفوي دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه. 

په ۱۵۵۶ ز = ۹۶۴ ق کې لومړي شاه طهاسب کندهار له هندي مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا اکبر هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړي شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز = ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک جهانگیر څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته (۱۶۳۸ ز) جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز (۱۰۵۸ ق ) کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې بـُست او زمېنداوَر هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوي شاه د مهراب خان تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیري په کندهار کې پرېښودل او د فراه او هرات له لارې مشهد او بیا اصفهان ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو (تر ۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ ق پورې) کندهار د ایراني صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندي پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسي شي . په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندي پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوي دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو. 

د کندهار د ښاراو د ټول ولایت د نېولو لپاره هندي او ایراني دولتونو د افغاني توکمونو او ټبرونو همکارې او همغږۍ ته اړ ول نو له دې امله شک او شوپیان نشته چې د خپلې موخې د تر سره کېدلو لپاره یې لومړی د افغاني ټبرونو مشران د بډې او ډالېو، د وړیا ځمکو او (آړوتو یا شرطي ځمکو) او نورو توپیرپالو برلاسېو د ورکړې له لارې ځانته را لېوالول او بیا به یې د هغوی پر ځمکو لښکرې ور وځغلولې . په دغه اکر یا حالت کې د واکمنۍ د تــَلې پله د دواړو سیالو ډلو په گټه را تاوېدله او سوبمنو دولتي واکمنانو به د توکمونو همغږي مشران تر پالنې لاندې ونېول او مخالف توکمونه به یې تر هغه و ټکول او و به یې زبېښل چې له خپل پلرني ټاټوبي څخه کډوال کېدلو ته اړ کېدل . له دې لارې به یې د خپلې واکمنۍ د غځولو او دوام لپاره د افغاني توکمونو په منځ کې د بېلتون پالنې پر اور نورې خځلې او تیل ور واچول او اور لړونې به یې ورته وواهه . په خواشېنۍ سره کله چې د افغاني توکمونو مشران د هند یا ایران د پياوړو دولتونو تر پام او پالنې لاندې راتلل، نو په ناپوهۍ به یې د بیلتون پالنې په تبر خپلې رېښې ووهلې او په سر کې یې د خپل خېل او ټبر چاڼـَونې ته مټې را بډ وهلې دي. 
 
سدوزي دولت خان چې کله د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه تر غزني او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی حیات سلطان دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پر سر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای ملتان ته په کډوال کېدنې اړ شو . سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ، خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي بیگلربیگي اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه. 
 
فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکي: د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا شاه حسین چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهۍ ډډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتي سړی وو. د هغه د دربار لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د دولت اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزي دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړ پړ شو. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گيورگي واختانگ په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ، پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناوي نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکز تر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلي سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیر خان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه  . 

هرگوره، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرزولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نېمایي تورتم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختېزپه ۳۰ میلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پر ځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره د باندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه . بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړ کړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ ، او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې د هرات ولایت او اسفزار په څېرمو سیمو کې خواره واره شوه او یو شمېر یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز  

څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخېست او د (پښتو تأریخ ) پر وینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله . له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمېر زیاتېده. د دغو ناراضي کسانو په ډله کې یو پوه او دور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله.

خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او په دې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د دیوان بیگي دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار او د تورو تر سیوري لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷). 
 
د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل . مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چارواکو، خانانو او ملایانو د ناتار او د ملا ماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی . له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول   

کروسینسکي یو پولنډی کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وو او هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې 

کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي: مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره راپیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي . وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه. 

خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل: 
له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. .... د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو . په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه. 

د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی .
مېرویس خان له دغې مذهبي فتوی سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله . مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې.

کله چې مېرویس خان کندهار ته ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه . له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو . له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي.  

ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) .

مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سید جمال الدین افغاني د تتمة البیان فی التأریخ افغان دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړﺉ. . پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي.  او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز). 

ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول . 

د مېرویس خان په لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت . صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده  . 

مېرویس خان یو ستر ولسي، مېړنی او مبارز شخصیت وو او له سیاسي اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو او د واکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبر وو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې  او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي: 

اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي . 

افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي.  د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو . له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي . بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو. 

ميرويس  خان هوتک په  ١٠٨٤ هـ ق  يا  ١٦٧٣م  کال  کي  زېږېدلئ  دئ .  پلار  يې  ښالم خان  نومېدئ   چي  د  هوتکو  د  قوم  يو  منلئ  مشر  وو .  مور  يې  نازو انا  وه  چي  په  پښتونولي  يې  د  خپل  زوی  پالنه  او  روزنه  کړې  وه . 

ميرويس  خان  په  زلميتوب  کي  د  وخت  زياتره  مروجه  علوم  لوستي  وه  او  وروسته  په  سوداگري  بوخت  وو . له  خوراسانه  به  يې  مالونه  هندوستان  او  د  هغه  ځايه  به  يې  هيواد  ته  راوړل ،  گټه  به  يې  هم  کوله  او  د  نورو  خلکو  د  حاله  به  هم  خبرېده .

کله  چي  صفوي شاه حسين  په  ١١٠٦ هـ ق  يا ١٦٤٩ م  کي  په  ايران  کي  پاچا  سو  نو  گورگين  يې  چي  په  اصل  کي  گورجی  وو  او  اوس  نوی  مسلمان  سوئ  وو،  کندهار  ته  د  خپل  حکومت  د  نماينده  په  توگه  را  ولېږه .  گورگين  چي  ډېر  ظالم  او  بې  رحمه  سړی  وو  پر  افغانانو  يې  ظلمونه  پيل  کړه .  هيڅ  څوک  نه  وو  چي  د  دې  بېگنا  خلکو  ناره  دي  واوري .  د  خلکو  ږغ  تر  هيڅ  ځايه  نه  رسېدئ   او  ډېر  افغاني  مشران  د  گورگين  له  خوا  ووژل  سوه .  نو  د  خلکو  د  اميد  سترگي  يوازاې  او  يوازي  ميرويس  خان  ته  وې . هغه  وو  چي  د  هغه  څخه  يې  غوښتنه  وکړه . 

ميرويس  خان  هم  د  خلکو  او  هيواد  خدمت  تر  هرڅه  ښه  و  باله ،  سووداگري  يې  پرېښوده  او  د  هيواد  خدمت  ته  يې  ملا  و  تړله . لومړی  يې  د  خلکو  تر  منځ   ملي  يو والی  مينځ  ته  راووست  او  بيا  يې  گورگين  ته  ځان  نژدې  کړ  څو  په  لږه  موده  کي  د  هغه  د  باوري  کسانو  د  جملې  څخه  سو .  د  دې  لاري  يې  و  کولای  سوای  چي  ځان  د  اصفهان دربار  ته  و  رسوي ،  هلته  به  حالات  ځانته  معلوم  کړي  او  په  خپله  گټه  به  ور  ځني  کار  واخلي . ده  په  لږ  وخت  کي  د  اصفهان  په  دربار  کي  دومره  نفوذ  وکړ  چي  د  هغه  ځايه  يې  ځان  د  گورگين  په  دربار  کي  د  پښتنو  د  قومونو  د  مشر  په  توگه  مقرر  کړ .  اوس  يې  نو  د  خلکو  د  يووالي  د  پاره  کار  پيل  کړ  او  د  گورگين  د  له  منځه  وړو  په  کار  بوخت  سو .  پدې  وخت  کي  گورگين  ځان  په  خطر  کي  و ليدئ  او  ميرويس  خان  يې  بندي  د  اصفهان  دربار  ته  واستاوه  او  دربار  ته  يې  وليکل  چي  دی  په  بند  کي  و  ساتي .

د ميرويس  خان  پوهي  او  قوي  منطق  نه  يوازې  ډېر  ژر  دی  له  بنده  خلاص  کړ  بلکي  په  ډېره  درناوي  يې  حج  ته  د  تلو  اجازه  هم  ورکړه .  تر  حج  وروسته  بيرته  د  اصفهان  دربار  ته  راغئ  او  د  هغه  ځايه  يې   گورگين  ته  د  مشورې  ورکوونکي  په  توگه  د  مقررئ  رسمي  فرمان  واخيست  او  کندهار  ته  راغئ .  گورگين  په دې  کار  ډېر  وارخطا  سو  او  د  ميرويس  خان  څخه  يې  وغوښتل  چي  خپله  لور  د  گورگين  زوی  ته  په  نکاح  کړي .  ميرويس  خان  دا  خبره  د  قوم  مشرانو  ته وړاندي  کړه .  مشرانو  پرېکړه  و  کړه  چي  يوه  بله  ښځه  به  د  ميرويس  خان  د  لور  په نامه  ورکړي او هغه به دغه راز ساتي .  دا  کار  و سو او مير ويس  خان  څه  نور هم د  گورگين دربار ته لار  وموندله .  

د  ملي  پاڅون  لپاره  يې  يوه  جرگه  جوړه  کړه  او  پرېکړه  يې  وکړه  چي  لوړی دي د بلوڅو ،  ترينو  او  کاکړو  خانان دې  ته  وهڅول  سي ، چي  صفوي  حکومت ته د ماليې  ور کولو څخه  ډډه  و کړي هغو همداسي  وکړه . گورگين  خپل  شپږزره  کسيږ لښکر ژوب  او بلوچستان  ته  ولېږه ،  پخپله هم ورپسې رهي سو او  د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل ، چي هلته ورسي .  ميرويس  خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور  ورساوه . د شپې يې پر گورگين حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړه . پخپله يې د گورگين کالي  واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي په خپلو پوځيانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهي سول . هلته  يې د گورگين پاته پوځ له منځه يووړ ، هيواد يې د بېگانوو له لاسه خلاص کړ او د يوه خپلواک اولسي حکومت بنسټ يې کښېښود. 

میرویس نېکه یو له هغو ملي مشرانو څخه دی، چې پر افغانستان د پردیو تر دوه نیم سوه کلنو تېریو او تپل شویو جگړو وروسته یې د افغانستان غربي سیمې ازادې کړې او یو خپلواک ملي ریاست یې پکې جوړ کړ. 

هو! افغانستان پوره دوه نیمي پېړۍ د پردیو، تېريو موخه، بې واکه او د پردیو ترمنځ وېشل شوی و. افغانستان د ختیځې سیمې د هند د مغولو په لاس کې وې، شمالي سیمې د ماوراء النهرشیبانیانو لاندې کړې وې او د افغانستان لویدیځې سیمې د ایران د صفویانو په ولکه کې وې. میرویس نېکه چې یو ملي تاجر وو، د خپلو تجارتي سفرونو په ترڅ کې یې په سیاسي فعالیتونو او مذاکرو لاس پورې کړ او د افغانستان د یوې برخې د ازادۍ له پاره یې په تدبیر ولاړې هڅې پیل کړې او بریالۍ مبارزه یې روانه کړه.

میرویس نېکه په کندهار کې د صفوي واکمنو له والي، گرگین نه په پټه له قومي مشرانو سره غونډې کولې او د ازادۍ لپاره یې مشورې سره کولې. د هند د مغولي واکمنو په ساحه کې مېشتو پښتنو روحانیونو او مشرانو نه یې مشورې اخېستې، په اصفهان کې یې د صفوي مشرانو پام هغو ظلمونو ته را واړه، چې ددوی والي په کندهارکې کول.

ده همدا راز د اسلام له مرکز یثرب نه د خپلو مبارزو له پاره د علماوو فتوی ترلاسه کړه او څو ځله یې د قومي مشرانو په لویو جرگو کې د افغانستان د غربي سیمو بشپړه ازادي مطرح او بیا یې بریالی اقدام او قیام وکړ او د کندهار د بشپړې ازادۍ په برخه کې مبارزه کامیابه کړه.
میرویس نېکه په ۱۱۱۹ قمري کال د یوه منظم پروگرام له مخې د یوه بریالي برید په نتیجه کې گرگین او دده ملگري له منځه یوړل او په کندهار یې یو ملي، ریاستي او جمهوري حکومت اعلان کړ. د میرویس نېکه ملي حکومت داسې وخت جوړشو، چې په نړۍ کې تردې حرکت ۸۲کاله وروسته د فرانسې د لوی انقلاب په نتیجه کې ملي حکومت رامنځ ته شو.

میرویس نېکه د حکومت له سمبالولو سره په خپله لومړنۍ ویناکې خلکو ته وویل« تر هرڅه وړاندې د لوی خدای شکرونه دي، چې دا لویه کامیابي یې راپه برخه کړه او بیا له هغو ټولو کسانونه مننه کوم، چې په دې ملي مبارزه کې یې بې ساري سرښندنې او مېړانه وکړه.

ده وویل: عزیزانو! په دې څو شپوکې چې تاسې کوم لیاقت، مېړانه، فداکاري، سرښندنه او تر ټولو زیات په درسپارل شوو وظیفوکې بشپړ لیاقت وښود سړی باوري کوي، چې زموږ خلک پیاوړی استعداد او لوړه پوهه لري، ځکه دا لوی کار چې تاسو سرته ورساوه، د دنیا د یوه ډېر روزل شوي پوج په وس کې هم نشته.

میرویس نېکه خپل ولس ته وویل: زه تاسې او ټول جهان ته اعلان کوم، چې افغانان سر له اوس څخه ازاد دي او ازاد به وي، موږ به یا مرو او یابه ازاد او سر لوړی ژوند کوو.

ده زیاته کړه، موږ د عدل او نیاو ملي حکومت جوړکړی، زه ستاسو پاچا نه یم، بلکې ستاسو خدمتگار یم، نو ځکه تاج پرسرنه ږدم او ستاسو خدمت له کوم!
میرویس نېکه پوره اته کاله د اولس د مشر او د حکومت د ریس په توگه خپل مشرتابه ته دوام ورکړ، د هند له مغولي دولت سره یې د سفیر په سویه سیاسي اړیکې ټینگې کړلې، له صفویانو سره یې په تدبیر مقابله کوله، خبرې هم روانې وې او عسکري ځواکونه یې هم پیاوړي کول.

صفویانو څو ځله پر کندهار عسکري بریدونه تنظیم کړل، خو ملي مشر د خپلو توریالیو ملگرو په مرسته ماتې ورکړه او د خپل هېواد ازادي یې وساتله. کله چې وفات کېده، دی پوه وو، چې صفویان به دده ازاد حکومت تل تر تهدید لاندې ساتي، نو خپلو اخلافو ته یې وصیت وکړ، چې د خپلې ازادۍ د بقا له پاره اصفهان ونیسئ! چې دده اخلافو بیا دا وصیت پرځای کړ، خپله ازادي یې وساتله او په نتیجه کې یې په اصفهان کې د صفویانو واکمني نسکوره کړه. 

د افغانستان او افغانانو ستر ملي مشر میرویس نیکه د ۱۷۱۵ ز کال د ډيسمبر پر ۲۵، چې د ۱۱۲۷ سپوږميز کال د ذوالحجه له ۲۸ سره سمون لري، د ژوند په ۴۲ کلنۍ کې په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. زموږ د هېواد دا ستر افغان د کندهار لوېدیځ ته د کندهار د اوسني ښار په درې څلور کیلومترۍ کې د کوکران په کلي کې خاورو ته وسپارل شو. 

د یوې سیمې، هېواد او یوه ولس مشران، لویان، بزرگان، خدمتگاران، روحاني، ديني، نامتو وگړي او ملي شخصيتونه د خپلو نه هېرېدونکو خدمتونو له کبله خلکو ته منلي او گران وي. داسې شخصيتونه په خپلې مړينې سره خپل ارزښت او قدر له لاسه نه ورکوي، بلکې تر مړينې وروسته هم د هغه قدر کېږي؛ ولس او راتلونکي پښتونه يې قدردانی د ځان پور بولي. ولس يې پر ارامځايونو زیارتونه جوړوي، ودانۍ ورته کوي او ياد يې تلپاتې کوي. د دغسې وگړيو ارامځي ته په ورتگ سره یې کارنامې او خاطرې رایادوي او خپلو اولادونو ته یې کیسې کوي او همدغسې اتلوليو او کارنامو ته یې هڅوي. 

افغانستان د ننگیالیو، توریالو، پوهانو، عالمانو، بزرگانو، روحاني لارښوونکو،  ملي مشرانو، او ولسي خدمتگارانو هېواد دی او د افغانستان په گوټ گوټ کې د داسې لویانو او ولیانو زیارتونه او قبرونه موجود دي، چې خلک یې زیارتونو ته ورځي، درناوی یې کوي، کارنامې یې ستایي او هڅه کوي چې د هغوی پليوني شي. 

د ميرويس نيکه پر سپېڅلي ارامځي د ارواښاد پاچا محمد نادر شاه د واکمنۍ په دوره کې د کندهار تنظیمه ریس ارواښاد محمد گل خان مومند یوه ښکلې گومبته جوړه کړه، پر یوه پښتو ډبرلیک یې د ده کارنامې وليکلې او دا لنډۍ یې پر وتوږله: 

د ننگ ټوټه به مې هر هډ وي-

که پس له مړینې په مزار راشې مینه

د میرویس نېکه مزار د خلکو مرجع او ټولنځای دی، چې وخت پر وخت ورځي، درناوی يې کوي او د مزار له برم او پرتم نه یې د هېوادپالنې درسونه زده کوي.




#Article 71: پښتو ادب (459 words)


په ټوليزه توگه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی. يعنې شفاهي يا گړنی ادب او بل ليکلی يا تحريري ادب. گړنی ادب بيا يوه برخه د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامالوم وي. او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې مالوم وي. 

لنډۍ ، ټپه ، کاکړۍ غاړې، لنډکۍ، سروکی (مسريزه)، نارې، فالونه، چغيان (اننکی)، يادهوي سندرې، ساندې، نکلونه، متلونه، د سيندو سندرې، د ماشومانو ادبيات لکه اکو بکو، چاربيته ، کيسی چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي. همدارنگه ځينی کيسې لکه انگک بنگک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي.

ليکلی ادب:  لکه بوللـه، خوابنامه، الفنامه، ساقي نامه، رباعي، مثنوي، غزل، مناجات، حمد، نعت او اوسنۍ هايکو.

د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ سوري له وياړنې څخه پيل کيږي.ږ چې په 139 هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده. همغه شان د پښتو انشا لرغونی نمونه همدا وياړنه گڼل کيږي.

د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د 612 هجرۍ د سليمان ماکو له تذکرۀ الاوليا څخه کيږي. د پير روښان خيرالبيان، د اخون درويزه مخزن الاسلام، د خوشال خان خټک دستار نامه، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانگړنو سره د خپل خپل پير غوره نمونې گڼل کېږي. 

د پښتو لمړی گرامر په 1195 هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ تاليف دی - گڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.

د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په 425 هجري کال ويل شوې ده. که څه هم ويل کيږي چې په داريايي ادب پهلوي ادب کې قصيدې ته وورته شعري جوړښتونه موندل کيږي  ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو له عربۍ څخه پښتو خله کړې. د نوموړي قصيده په دې ټکو پيل کيږي.

 
 

چې نولس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري -

عرفاني افکار په دريمه هجرۍ پيړۍ کې په پښتو ادبياتو څادر غوړوي. او د عشق او محبت سندرې لومړې بيلگه په ليکلې ادبياتو کې په 550 هجري سپوږميز کال کې ويل شوې ده چې پيل ېې داسې کيږي.
 
 
 
 
د مهالينو پيښو په پښتو ادب خپل خپل اغيز ښيندلی همداوجه ده چې کله د پښتو شعر او شاعري رزمي او بزمي برخه پياوړې ښکاري -

غزل په پښتو کې اووه سوه کلن عمر لري. لاس ته راغلې نمونه ېې د انمې هجرۍ پيړۍ د اکبر د غزل يو څو بيتونه دي چې پوهاند عبدالحی حبيبي په پښتانه شعرا کې ځای کړي دي.

 
 
 
 
 

همدارنگه د زرغونې کاکړ د بوستان ژپاړنه چې په نهمه هجرۍ پيړۍ کې ېې کړې د ژباړنې لومړۍ نمونه گنل کيږي. نوموړې د شاعرۍ سره سره ښه خطاطه هم وه.

لنډۍ




#Article 72: اساسي قانون (194 words)


اساسي قانون د قواعدو يوه ټولگه ده چې د يو ليكلې لاسوند په توگه جوړ شوي دي او دا د يو هيواد د سياسي خپلواكې د ساتلو يو ستر لارښود هم بلل كيږي. اساسي قانون د يو هېواد او يا ټولنې د قانوني تگلارو د سمبالښت لپاره بنسټيزې طرحې يا رسمي لایحې بلل کېږي . دغه رولونه يا قوانين ملي دندې او شتمني گڼل کېږي .همدا تگلارې چې کله راټولې شي د يوې رسمي او قانوني لاسوند په توگه ېې د رسالې يا کتابگوټي په بڼه خوندي کوي.

اساسي قانون د راز رازو ټولنو ، خپلواکه هېوادونو او کمپنيو د سمبالښت اړتيا ورپوره کوي . همدا رنگه يو داسې تړون بلل کېږي چې د نړېوالو ټولنو د چارو رسمي کارونه پرې چلول کېږي . او له مخې ېې د ټولنو د رسمي يا حکومتي چارو بشپړه تشریح او پېژندگلوي روښانوي . همدې قوانینو سره د مختلفو حکومتونو که فډرالي وي يا بشپړه خپلواکه حکومتونه وي په واضح توگه روښانه کېږي او د قوانینو له بندونو او مادو څخه ېې دسالمې قانوني ټولنې د چارو ، دندو ، سمبالښت او د قانون د خپرولو د ادارې او کسانو لخوا خپاره شوي قوانینو څرک لږېږي . 




#Article 73: د افغانستان بنسټيزه کړنلاره (8269 words)


د افغانستان بنسټيزه کړنلاره

افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى.

د افغانستان دين، د اسلام سپېڅلى دين دى.
د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په ترسره كولو كې، دقانون د حكمونو په حدودو كې آزاد دي.

په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي.

په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي.
د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى
د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي.
د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي.
په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.

ددې اساسي قانون او نورو قوانينو د حكمونو تطبيق، له استقلال، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع د هېواد د امنيت او د دفاعي قابليت تاْمين، د دولت له اساسي وظيفو څخه دي.

دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.

دولت د ملگروملتو د منشور، دبين الدول د معاهدو د نړېوالو ميثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لري، او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت كوي.
دولت د هر راز تروريستي اعمالو، دمخدره موادو د كرلو او قاچاق مخنيوى كوي.

دولت د هېواد خارجي سياست دخپلواكۍ، ملي گټو ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه كولو، ښه گاونډيتوب، دوه اړخيز درناوي او دحقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظيموي.

كانونه، او نورې ترځمكې لاندې زيرمې د دولت ملكيت دى.
د دولت دملكيتونوساتنه او اداره او له طبيعى زيرمو او نورو عامه ملكيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له ليارې تنظيميږي.

دولت، خصوصى پانگې اچونې او خصوصى تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پربنسټ د قانون له حكمونو سره سم، هـڅوي، ملاتړ يې كوي او مصـونيت يې تضمينوي.

په كورنۍ او بهرنۍ سوداگرۍ پورې تړلې چارې د هېواد له اقتصادي غوښتنو او د خلكو له گټو سره سمې د قانون له ليارې تنظيمېږي.

دافغانستان بانك، د دولت مركزي بانك او مستقل دى.
د پيسو نشرول، د هېواد د پولي سياست طرح او تطبيق، دقانون له حكمونو سره سم د مركزي بانك صلاحيت دي.
ددې بانك تشكيل اودكارډول د قـانون له ليارې تنظيمېږي.

دولت د صنايعو د پراختيا، د توليد د ودې او دخلكو د ژوند د سطحې د لوړتيا او د كسبگرو د كار د ملاتړ لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي.

دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزگرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي.
دولت مستحقو اتباعو ته د استوگنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي.

لرغونى آثار د دولت ملكيت دى.
دولت مكلف دى چې د لرغونو آثارو د ساتنې او د ژوند د چاپېريال د ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيقوي.
د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي.

دولت په بېلابېلو سطحو كې د معارف د لوړولو او د دينى زده كړو د پرمختيا او دجوماتونو، مدرسو او ديني مركزونو د وضعې د ښه والي او تنظيم لپاره لازم تدبيرونه نيسي.

د هېواد د كليزې مبداْ د پيغمبراكرم پر هجرت ولاړ دى.
د دولتي ادارو د كار بنسگټ هجري لمريز كال دى.
جمعه د عمومي رخصتۍ ورځ ده، نورې رخصتۍ د قانون په واسطه تنظيمېږي.

د افغانستان بيرغ له دريو، تور، سور او زرغون رنگ لرونكو ټوټو څخه جوړ دى، درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي توگه سره پرتې او د هر رنگ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې د افغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.
د افغانستـان د دولـت ملي نښگان له سپين رنگي محـراب او منبر څخه جوړ دى، چـې په دوو څنډو كـې يې دوه بيرغـونه او په منځ كې يې په برنۍ برخه كې د لااله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانگې او په لاندنۍ برخه كې يې د 1298 هـ ل تاريخ او دافغانستان كلمه، راغلي چې له دوو خوا وو څخه د غنمو وږي پرې راگرځول شوى دى. لـه بيرغ او ملي نښان څخه د استفادې څرنگوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي.

د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دى.

د افغانستان پايتخت دكابل ښار دى.

دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى.
د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري.
در ويشتمه ماده
لورېينه او د انسان طبيعي حقژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداى نشي.

آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري.
د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي.
دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى.

د ذمې برائت اصلي حالت دى
متهم ترڅو چې د باصلاحيته محكمې په قطعى حكم محكوم عليه ونه گرځي، بې گناه گڼل كېږي.

جرم، يو شخصى عمل دى.
د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي.

هېڅ يو عمل جرم نه گڼل كېږي خو دهغه قانون له مخې چې د جرم تر ارتكاب دمخه نافذ شوى وي.
هېڅوك د قانون له حكمونو پرته تعقيبېداى، نيول كېداى توقيفېداى نه شي.
هېچاته سزا نشي وركول كېداى مگر د با صلاحيته محكمې په حكم او د هغه قانون له احكامو سره سم چې د اتهام وړ عمل ترارتكابه مخكې نافذ شوى وي.

د افغانستان هېڅ يو تبعه په جرم باندې د متهم كېدو له امله، بهرني دولت ته نه سپارل كېږي، مگرد ورته معاملې او د هغو نړيوالو تړونونو له مخې چې افغانستان ورسره تړاو لري.
هېڅ افغان د تابعيت په سلبېدو او په افغانستان كې دننه يا بهر په شړل كېدو نه محكومېږي.

د انسان تعذيب منع دي.
هېڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه حتى د حقايقو د ترلاسه كولو لپاره كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي اويا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وركړي.
د داسې جزا ټاكل چې د انساني كرامت مخالفه وي، منع دي.

هغه څرگندونې، اقرار يا شهادت چې له متهم يا بل شخص څخه په زور ترلاسه شي، اعتبار نه لري.
په جرم اقرار، د متهم هغه اعتراف ته وايي چې په بشپړه خوښه او د عقلى روغتيا په حالت كې يې د باصلاحيته محكمې په وړاندې كړى وي.

هر څوك كولاى شي چې له نيول كېدو سره سم له ځانه د اتهام دلرې كولو او يا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وكيل وټاكي.
متهم له نيولو سره سم حق لري چې له منسوب اتهامه ځان خبر كړي او د هغې مودې دننه چې قانون ټاكلې محكمې ته حاضر كړى شي.
دولت په جنايي پېښو كې د بيوزلى متهم لپاره مدافع وكيل ټاكي.
د مدافع وكيلانو دندې او واكونه د قانون په واسطه تنظيمېږي.

پور د پوروړي د آزادۍ د سلبېدو يا محدوديدو سبب نشي كېدلاى.
د پور د بيرته اخيستلو لارې چارې او وسايل د قانون په وسيله تنظيمېږي.

د افغانسـتان اتـباع د انتخـابولو او د انتخابېدو حق لري.
له دې حق څخه د گټې اخيستو شرايط او لارې د قانون په وسيله تنظيمېږي.

د بيان آزادي له تېرې څخه خوندي ده.
هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا په نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرگند كړي.
هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي.
د مطبعو، راډيو تلويزيون، مطبوعاتو او نورو ډله ييزو رسنيو پورې مربوط حكمـونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.

د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره ، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي.
د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي گوندونه جوړ كړي، په دې شرط چې :

د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د گوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري.
هغه جمعيت او گوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي دقانونى موجباتواو باصلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كېږي.

د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تاْمين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي.

د اشخاصود مخابرې او ليكونو آزادي او محرميت كه په ليكلي ډول وي يا د ټلفون او تلگراف يا نورو وسيلو له لارې، له تېگري څخه خوندي دي.
دولت د اشخاصو د مخابرو او ليكونو د پلټنې حق نه لري مگر د قانون له حكمونو سره سم.

د شخص استوگنځى له تېري څخه خوندي دى.
هېڅوك د دولت په گډون نشي كولاى د استوگن له اجازې يا د واكمنې محكمې له پرېكړې پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون كې ښودل شوي، د چاكور ته ورننوزي يا يې وپلټي.
د څرگند جرم په مورد كې مسوول مامور كولاى شي د محكمې له مخكينۍ اجازې پرته د شخص كورته ورننوزي يا هغه وپلټي. نوموړى مامور مكلف دى كور ته له ننوتو يا پلټنې وروسته ، په هغه موده كې چې قانون يې ټاكي د محكمې پرېكړه ترلاسه كړي.

هر افغان حق لري د هېواد هرگوټ ته سفر وكړي او استوگن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع كړې وي.
هرافغان حق لري د قانون له حكمونوسره سم له افغانستان څخه بهر سفروكړي او بېرته راستون شي.
دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو، ساتنه كوي.

ملكيت له تېري څخه خوندي دى.
هېڅوك دملكيت د ترلاسه كولواو په هغه كې له تصرف كولوڅخه نه منع كېږي. مگرد قانون په حدودوكې.
د هېچا ملكيت د قانون له حكم او د باصلاحيته محكمې له پرېكړې څخه پرته نه مصادره كېږي.
د شخص د ملكيت استملاك يوازې دعامه گټو د تاْمين په مقصد د مخكيني او عادلانه بدل په وركولو، د قانون له مخې، مجاز دى.
د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان يوازې د قانون په حكم كېداى شي.

بهرني اشخاص په افغانستان كې د عقاري مالونو د ملكيت حق نه لري.
دعقار اجاره د پانگې اچونې په منظور د قانون له حكمونو سره سم جواز لري.
د بهرنيو ملكونو په سياسى نمايندگيو باندې او په هغو بين المللى موْسسو باندې چې افغانستان پكې غړيتوب لري دعقارى مالونو پلورل دقانون له حكمونو سره سم جواز لري.

هر افغان مكلف دى د قانون له حكمونو سره سم دولت ته ماليه او محصول وركړي.
هېڅ راز ماليه او محصول، د قانون له حكمه پرته نه وضع كېږي.
د ماليې او محصول اندازه او د وركړې ډول يې د ټولنيز عدالت په رعايت سره د قانون په وسيله ښوول كېږي.
دا حكم د بهرنيو كسانو او موْسسو په برخه كې هم تطبيقېږي.
هر ډول تاديه شوې ماليه، محصول او عايدات، دولتى واحد حساب ته تحويلېږي.

زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي.
دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروگرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.

دولت مكلف دى د ښځو د زده كړو د توازن او پراختيا په منظور، دكوچيانو دزده كړو د ښه والي اوپه هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروگرامونه وضع او تطبيق كړي.

دولت د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونو پر بنسټ د ملي فرهنگ او له علمي اصولو سره سم، واحد تعليمى نصاب جوړ او تطبيقوي او د ښوونځيو د ديني مضمونونو نصاب په افغانستان كې د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوينوي.

د لوړو، عمومي او اختصاصي زده كړو د موْسسو جوړول او اداره كول، د دولت دنده ده.
د افغانستان اتباع كولاى شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او دسواد د زده كړو د موْسسو په جوړولو لاس پورې كړي.
دولت كولاى شي بهرنيو كسانو ته هم د قانون له حكمونو سره سم د لوړو او عمومي زده كړو د موْسسو دجوړولو اجازه وركړي.
د لوړو زد ه كړو په دولتي موْسسوكې دشاملېدو شرطونه او له هغو سره نورې مربوطې چارې، د قانون له ليارې تنظيمېږي.

دولت د علم، فرهنگ، ادب او هنر د پرمختگ لپاره اغېزمن پروگرامونه جوړوي.
دولت د موْلف، مخترع او كاشف حقوق تضمينوي او په ټولو برخو كې علمي څېړنې هڅوي او ملاتړ يې كوي او دهغو له نتيجو څخه اغېزمنه گټه اخيستنه د قانون له حكمونو سره سم عاموي.

كار د هر افغان حق دى.
د كار د ساعتونو ټاكل، او با معاشه رخصتۍ، دكار اوكارگر حقوق او له هغو سره نورې مربوطې چارې د قانون په وسيله تنظيمېږي.
د قانون دحكمونو په حدودو كې د كار اوكسب انتخاب آزاد دى.

د جبري كار تحميل منع دى.
جبري كار دجگړې، آفتونو او نورو داسې حالاتو په وخت كې چې د عامو خلكو ژوند او هوساينه تهديد كړي، له دې امر څخه مستثنى دى.
پرماشومانو د كار تحميل جواز نه لري.

دولت مكلف دى چې د يوې سالمې ادارې او د هېواد په اداري سيستم كې د سمون د رامنځ ته كېدو لپاره، لازم تدبيرونه ونيسي.
اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حكمونو سره سم عملي كوي.
د افغانستان اتباع حق لري د قانون دحكمونو په حدودو كې د دولتى ادارو څخه اطلاعات ترلاسه كړي. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنيت ته له زيان رسولو پرته، حدود نه لري.
د افغانستان اتباع د اهليت له مخې او له هر ډول توپير پرته د قانون له حكمونو سره سم د دولت په خدمت منل كېږي.

هرڅوك چې له ادارې څخه بې موجبه زيانمن شي د تاوان اخيستلو مستحق دى او كولاى شي د تاوان دترلاسه كولو لپاره په محكمه كې دعوا اقامه كړي.
له هغو حالاتو پرته چې قانون ښودلى، دولت نشي كولاى د باصلاحيته محكمې له حكمه پرته د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره اقدام وكړي.

دولت د افغانستان دټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او دعلاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تاْمينوي.
دولت له قانون سره سم دخصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مركزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې كوي.
دولت د سالمې بدني روزنې د پياوړتيا او دملي او سيمه ييزو ورزشونود پراختيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي.

دولت د شهيدانواو مفقودينو د پاتې كسانو، له معلولينو او معيوبينو سره دمالي مرستواو روغتيايى خدمتونو د تنظيم لپاره د قانون له حكـمونو سره سـم لازم تدبيرونه نيسي.
دولت د متقاعدينو حقوق تضمينوي او له زړو كسانو، بې سر پرسته ښځو او بې وسه يتيمانو سره د قانون له حكمونو سره سم لازمې مرستې كوي.

كورنۍ د ټولنې اساسي برخه جوړوي او د دولت تر ملاتړ لاندې ده .
دولت د كورنۍ او په ځانگړې توگه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتيا د تاْمين او دماشومانو د روزنې او د اسلام د سپېڅلي دين له احكامو سره د مغايرو رسومو د له منځه وړو لپاره لازم تدبيرونه نيسي.

له هېواد څخه دفاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجيبه ده.
د عسكري مكلفيت د دورې د تيرولو شرطونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.

د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده.
د قانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه گڼل كېږي.

دولت په افغانستان كې د خارجي اتباعو حقوق او آزادۍ له قانون سره سم تضمينوي. دا كسان د بين المللي حقوقو د قواعدو په حدودوكې د افغانستان د دولت د قوانينو په رعايت مكلف دي.

دولت په افغانستان كې د بشر د حقوقو د رعايت د څارنې او ملاتړ لپاره، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون جوړوي.
هرڅوك كولاى شي دخپلواساسي حقوقود نقض په صورت كې دې كمېسيون ته شكايت وكړي.
كميسيون كولاى شي د افرادو د اساسي حقوقو د نقض موارد قانوني مربوطو څانگو ته راجع كړي او دهغوي له حقوقو څخه په دفاع كې مرسته وكړي.
دكمېسيون جوړښت او د كار ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي.

هېڅوك نشي كولاى په دې اساسي قانون كې له راغلو آزاديو او حقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي واكمنۍ او ملي وحدت پرضد عمل وكړي.

جمهور رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر كې ځاى لري چې خپل واكونه په اجرائيه، مقننه او قضائيه برخو كې ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم عملي كوي.
جمهور رئيس دملت په وړاندې مسئول دى.
جمهور رئيس يو مرستيال لري.
جمهور رئيس د خپل مرستيال نوم د ځان له كانديدولو سره يوځاى ملت ته اعلاموي.
د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم كار كوي.

جمهور رئيس د راې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو، او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې ترپنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي.
د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرگولي په لومړۍ نيټه پاى ته رسېږي.
دنوي جمهور رئيس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو دننه كې د جمهور رئيس د كار ترپاى ته رسيدو دمخه سرته رسېږي .
كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړاى شي چې په سلو كې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتايجو د نيټې تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كې ترسره كېږي. دا ځل يوازې هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې وي.
د انتخاباتو په دويم پړاو كې هغه څوك چې د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس گڼل كېږي.
كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى گيرۍ د لومړي يا دويم پړاو يا هم د انتخاباتو دنتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي.
د جمهـورى رياست لپاره انتـخابات، د انتخاباتو د څارنې د خپلواك كمېسيون تـرڅارنې لاندې ترسره كېږي. دا كمېسيون په هېواد كې پر هر راز انتخاباتو او ټولپوښتنې د څارنې لپاره د قانون له حكمونو سره سم، جوړېږي.

څوك چې جمهورى رياست ته كانديدېږي، بايد دلاندنيو شرطونو لرونكي وي:

هيڅ شخص نشى كولاى له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په حيث وټاكل شي.
په دې ماده كې راغلى حكم د جمهور رئيس د مرستيال په برخه كې هم تطبيقېږي.

جمهور رئيس د كار تر پيل دمخه، د ځانگړي كړنلارې سره سم د قانون له ليارې تنظيـمېږي دا لاندې لوړه يادوي:
بسم الله الرحمن الرحيم
په نامه، لوړه كوم چې د اسلامد لوى خداى د سپېڅلي دين د حكمونو پيروي او ساتنه وكړم، د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وكړم، د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه له دربار څخه داو دافغانستان د خلكو حقوق او گټې خوندي كړم او د لوى خداى مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلكو د پرمختگ او هوسايۍ په لاره كې خپلې هڅې تر سره كړم.

جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفې لري:

جمهور رئيس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چاروكې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي.
ټولپوښتنه بايد د دې اساسى قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي.

جمهور رئيس په دې اساسي قانون كې د راغلو واكونو د عملي كولو په برخه كې د افغانستان د خلكو لوړ مصلحتونه په پام كې نيسي.
جمهور رئيس نشي كولاى چې د قانون له حكمه پرته دولتي ملكيتونه او شتمنۍ وپلوري او يا يې وبخښي.
جمهور رئيس نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او گوندي ملحوظاتو گټه واخلي.

د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د دندې د اجرا مخه نيسي، د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس واكونه او دندې په غاړه اخلي.
جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملى شورى ته اعلاموي.
د صعـب العلاجـه ناروغۍ تثبـيت د هـغه طبـى هيئت لـه خـوا كېږي چـې ســتره محكمه يې ټاكي.
په داسې حالاتو كې د نوي جمـهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مېاشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي.
د جمهور رئيس مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توگه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشى ترسره كولاى :

د جمهور رئيس مرستيال د قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي.
د جمهور رئيس په غياب كې د مرستيال دندې د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي.

كه چېرې د جمهور رئيس مرستيال استعفى وكړي او يا مړشي د هغه پرځاى بل شخص د جمهور رئيس په وړانديز او د ولسى جرگې په تاْييد ټاكل كېږي.
د جمهور رئيس او د هغه د مرستيال د يوځايى مړينې په صورت كې په ترتيب سره د مشرانو جرگې رئيس د ولسى جرگې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسې د دې اساسي قانون د (اوه شپېتمې) مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي.

په بشرى ضد جرمونو، ملي خيانت يا دجنايت په ارتكاب باندې د جمهور رئيس اتهام د ولسي جرگې د ټولو غړيو له دريو څخه د يوې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرگې د ټولو رايوله دريو څخه د دووبرخو د رايو له خوا تاْييد شي، ولسي جرگه د يوې مېاشتې په دننه كې لويه جرگه دايروي.
كه لويه جرگه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له دندې څخه گوښه او موضوع ځانگړې محكمې ته سپارل كېږي. ځانگړې محكمه د ولسى جرگې له دريو غړيو، د سترې محكمې له دريو غړيو چې لويه جرگه يې ټاكي او د مشرانو جرگې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لويه جرگې له خوا ټاكل كېږي اقامه كېږي.
په دې حالت كې د دې اساسي قانون په (اوه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږي.

د جمهور رئيس تنخوا او لگښتونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.
جمهور رئيس دخدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د عزل له حالته پرته د خپل ژوند ترپاتې مودې پورې د جمهوري رياست د دورې له مالي حقوقوڅخه د قانون له حكمونو سره سم، گټه اخلي.

حكومت له وزيرانوڅخه جوړ دى چې د جمهور رئيس تر رياست لاندې كاركوي.
وزيران د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي او د تاييد لپاره ملى شورى ته ورپېژندل كېږي.
د وزيـرانو شمېر او دندې د قانـون له ليارې تنظيمېږي.

څوك چې د وزير په توگه ټاكل كېږي بايد لانديني شرطونه ولري:

وزيران كېداى شي د ملي شورى له غړيو او يا له هغې د باندې وټاكل شي.
كله چې د ملي شورى غړى د وزيـر په توگه وټاكل شي، په شورى كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي. او د هغـه پرځاى بل شخـص د قانون له حكم سره سم ټاكل كېږي.

وزيران د وظيفې له پيله مخكې د جمهور رئيس ، په وړاندې، لاندينۍ لوړه كوي:
بسم الله الرحمن الرحيم
په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونود لوى خداى گ حمايت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو رعايت، داتباعو دحقوقو حفاظت، د افغانستان د خپلواكۍ ، ځمكنۍ بشپړتيا او د خلكو د ملي وحدت ساتنه وكړم او په حاضر وگڼم او خپلې راسپارل شوې وظيفې پهخپلو ټولو اعمالو كې خداى رښتينولى سرته رسوم! 

حكومت لاندينۍ وظيفې لري:

حكومت د هېواد دسياست د اساسي كرښو د تطبيق او دخپلو وظيفو د تنظيمولو لپاره مقررات وضع اوتصويبوي. د امقررات بايد د هېڅ قانون له متن يا روح سره مناقض نه وي.

وزيران خپلې دندې د اداري واحدونو د آمرينو په توگه په هغو حدودوكې چې دا اساسي قانون او نور قوانين يې ټاكي، سرته رسوي.
وزيران دخپلوټاكلو دندوڅخه د جمهور رئيس او ولسى جرگې په وړاندې مسووليت لري.

كه چېرې وزير په بشري ضد جرمونو، ملي خيانت او يا په نورو جرمونو متهم شي، موضوع ددې اساسي قانون د (يوسلوڅلوردېرشمې) مادې له مخې ځانگړې محكمې ته سپارل كېږي.

حكومت كولاى شي د ولسى جرگې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته ، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي.
تقنيني فرمانونه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورى د لومړۍ غونډې ترجوړېدو وروسته د ديرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. اوكه د ملي شورى له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.

وزيران نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او گوندي ملحوظاتو گټه واخلي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورى، د ستر تقنيني اورگان په توگه دخلكو د ارادې ښكارندويه ده او د ټول ملت نمايندگي كوي.
د شورى هر غړى د رايې د څرگندونې په وخت كې، د افغانستان د خلكو عمومي مصلحتونه او سترې گټې د خپل قضاوت محور ټاكي.

ملي شورى له دوو مجلسونو ولسي جرگې او مشرانو جرگې څخه جوړه ده.
هېڅوك نشي كولاى په يوه وخت كې د دواړو مجلسونو غړى وي.

د مشرانو جرگې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كېږي:

له خبيرو او تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي.
جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي.
هغه شخص چې د مشرانو جرگى د غړي په توگه انتخابيږي په مربوطه جرگه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پرځاى د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كېږي.

هغه څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كېږي، د ټاكونكو پر شرطونو سربېره، دا لاندې صفتونه هم بايد ولري:

د ملى شورى د غړو انتخاباتي وثيقې، د انتخاباتو د څارنې دخپلواك كمېسيون له خوا د قانون له حكمونو سره سم تر څېړنې لاندې نيول كېږي.

د ملي شورى له دواړو جرگو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړيو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رئيس ، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توگه، د يوكال لپاره انتخابوي.
دا اشخاص د ولسي جرگې او مشرانو جرگې اداري هيئت جوړوي.
د اداري هيئت وظيفې د هرې جرگې د داخلي وظايفو په اصولو كې ټاكلې كېږي.

د ملي شورى له دواړو جرگو څخه هره يوه د بحث وړ موضوعاتو د كتنې لپاره د داخلي وظايفو د اصولو له مخې كمېسيونونه جوړوي.

ولسي جرگه واك لري دغړيو د دريمې برخې په وړانديز، دحكومت د اعمالو د څېړنې او كتنې لپاره، يو ځانگړى كمېسيون وټاكي.
ددې كمېسيون جوړښت او كړنلار د ولسې جرگې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظيمېږي.

ملي شورى دا لاندې واكونه لري:

ولســي جـرگـه لانـدې ځانگړي واكــونه لري:

ولسى جرگه د خپلو غړو د لسمې برخې په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.
كه وړاندې شوې توضيح دقناعت وړ نه وي، ولسي جرگه دعدم اعتماد د راى موضوع څېړي.
له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرگې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.

د ملي شورى د دواړو جرگو هر يو كمېسيون كولاى شي له هر يوه وزير څخه په ټاكلو موضوعاتو كې پوښتنې وكړي.
هغه څوك چې پوښتنه ترې شوې كولاى شي شفاهي يا ليكلى ځواب وركړي.

قانون هغه مصوبه ده چې د ملي شورى د دواړو جرگو له خوا تصويب او د جمهور رئيس له خوا توشيح شوې وي. مگر دا چې په دې اساسي قانون كې بل ډول څرگنده شوې وي.
كه جمهور رئيس د ملي شورى له مصوبې سره موافقه ونه لري كولاى شي چې د وړاندې كېدو تر نېټې وروسته يې په پنځلسو ورځو كې د دلايلو له ښوولو سره ملي شورى ته مسترده كړي. ددې وخت په تېرېدو او يا دا چې اولسى جرگه يو ځل بيا هغه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه په دوو برخو رايو تصويب كړي، مصوبه توشيح شوې گڼله كېږي او نافذېږي.

كه د قانون د طرحې پيشنهاد پر دولت د نوي تكليف يا دعايداتو د لږولو په هكله وي، په دې شرط د كار په لست كې نيول كېږي چې د پيشنهاد په متن كې د جبيره كولو مدرك هم ښوول شوى وي.

د قانون د طرحې پيشنهاد د حكومت له خوا لومړى ولسي جرگې ته وړاندې كېږي.
ولسى جرگه دبودجى او مالي چارو په شمول دقانون دطرحي پيشنهاد ، او دپور اخيستو او يا وركولو پيشنهاد له بحث څخه وروسته ديو كل په توگه تصويب يا ردوي.
ولسي جرگه نشي كولاى وړاندې شوې طرحه تر يوې مياشتې زيات وځنډوي.
ولسې جرگه د پيشنهاد شوي قانون طرح تر تصويب وروسته مشرانو جرگې ته سپاري.
مشرانو جرگه د پنځلس ورځو په اوږدو كې د هغه په هكله تصميم نيسي.
ملي شورى د دولت د هغو قوانينو، معاهدو او پرمختيايي پروگرامونو په باره كې تصميم نيولو ته لومړيتوب وركوي كوم چې د حكومت د پيشنهاد په بنسټ د عاجل غور كولو ايجاب كوي.
كه د قانون د طرحې پيشنهاد له دواړو جرگو څخه د لسو غړيو له خوا وشي، پيشنهاد د نوموړې جرگې د يو پنځمې غړيو ترتاييد وروسته ددې جرگې دكار په لست كې نيول كېږي.

د دولت بودجه او دحكومت پرمختيايي پروگرام د مشرانو جرگې له خوا ددې جرگې د مشورتي نظريې سره يوځاى ولسې جرگې ته سپارل كېږي.
د ولسې جرگې تصميم د جمهور رئيس ترتوشيح وروسته، مشرانو جرگې ته تر وړاندې كېدو پرته، نافذ گڼل كېږي.
كه چېرې د ځينو عواملو له مخې د مالي كال تر پيل مخكې بودجه تصويب نشي، د نوې بودجې تر تصويب پورې، د تېر كال بودجه تطبيقېږي.
حكومت د مالي كال د څلورمې ربعې په اوږدو كې د راتلونكي كال بودجه د روان كال د بودجې له اجمالي حساب سره ملي شورى ته وړاندې كوي. د تېر مالي كال د بودجې قطعي حساب د راتلونكي كال د شپږو مېاشتو په اوږدو كې د قانون له حكمونو سره سم ملي شورى ته وړاندې كېږي.
ولسي جرگه نشي كولاى له بودجې تصويب د يوې مېاشتې څخه زيات او د پور د اخيستلو او وركولو اجازه كوم چې په بودجې كې شامل نه وي، تر پنځلس ورځو زيات وځنډوي.
كه چېرې ولسي جرگه په دغه موده كې د پور د اخيستو او وركولو د پيشنهاد په هكله تصميم ونه نيسي پيشنهاد تصويب شوى گڼل كېږي.

كه چېرې د ملي شورى په اجلاس كې كلنۍ بودجه يا پرمختيايي پروگرام يا د عامه امنيت، د هېواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا سره مربوطه موضوع تر خبرو لاندې وي، د شورى د اجلاس موده د هغه تر تصويب مخكې پاى ته نشي رسېدلاى.

كه چېرې د يوې جرگې مصوبه د بلې جرگې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړلولپاره د دواړو جرگو د غړو له خوا په برابر شمېر گډ هيئت ټاكل كېږي.
د هيئت پرېكړه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه گڼل كېږي. كه گډ هيئت ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى گڼل كېږي.
كه چېرې تصويب د ولسي جرگې له خوا شوى وي، ولسي جرگه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرگې ته وړاندې شي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذ گڼل كېږي.
كه چېرې د دواړو جرگو ترمنځ اختلاف د مالي قوانينو د طرحې په باب وي او گډ هيئت يې په حل بريالى نشي، ولسي جرگه كولاى شي نوموړې طرح د غړيو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا طرح بې له دې چې مشرانو جرگې ته وړاندې شي د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه گڼل كېږي.

د ملي شورى هېڅ غړى د هغې رايې يا نظريې له امله چې د وظيفې د اجرا په وخت كې يې څرگندوي، ترعدلي تعقيب لاندې نه نيول كېږي.

كه چېرې د ملي شورى كوم غړى په يوه جرم متهم شي، مسئول مامور له موضوع څخه هغې جرگې ته چې متهم يې غړى دى، خبر وركوي او متهم تر عدلى تعقيب لاندې راتلاى شي.
د مشهود جرم په مورد كې، مسئول مامور كولاى شي متهم د هغې جرگې له اجازې پرته چې دى يې غړى دى تر عدلي تعقيب لاندې راولي او وي نيسي.
په دواړو حالاتو كې كه چېرې عدلي تعقيب د قانون له مخې د توقيف ايجاب وكړي، مسئول مامور مكلف دى چې له موضوع څخه بې له ځنډه نوموړې جرگې ته خبر وركړي. او دهغه تصويب ترلاسه كړي.
كه اتهام د شورى د رخصتۍ په وخت كې رامنځ ته شي، د نيولو او توقيف اجازه د مربوطې جرگې له اداري هيئت څخه ترلاسه كېږي او موضوع د نوموړې جرگې لومړنۍ غونډې ته د تصميم نيولو لپاره وړاندې كېږي.

وزيران كولاى شي د ملي شورى له دوو جرگو څخه په هره يوه كې گډون وكړي.
د ملي شورى هره جرگه كولاى شي خپلې غونډې ته د وزيرانو د حاضرېدو غوښتنه وكړي.

د ملي شورى غونډې علني دي، مگر دا چې د مجلس رئيس يا لږ ترلږه د ملى شورى لس تنه غړي يې د سرى تـوب پيشنهاد وكـړي او جـرگه دا پيشنهاد ومني.
هېڅوك نشي كولاى چې په زور د ملي شورى ودانۍ ته ننوزي.

د ملي شورى د هر مجلس نصاب د رايى اخيستلو په وخت كې د غړو د اكثريت په حضور سره بشپړېږي او تصميمونه يې د حاضرو غړو د رايو په اكثريت نيول كېږي، مگر په هغو مواردو كې چې دې اساسي قانون بل ډول تصريح كړى وي.

ملي شورى په هر كال كې دوې عادي غونډې دايروي.
د ملي شورى د دواړو جرگو د غونډو د كار موده په هر كال كې نه مياشتې ده. د اړتيا په وخت كې شورى كولاى شي دا موده اوږده كړي.
د رخصتيو په ورځو كې د ملي شورى فوق العاده غونډې د جمهور رئيس په امر دايرېداى شي.

د ملي شورى د غړي د مړينې، استعفى او عزل يا د داسې دايمې معلولېدو او معيوبېدو په صورت كې چې په دايمي توگه د وظيفې د اجراء خنډ شي ، د پاتې تقنينيه دورې لپاره د نوي استازي تعيين د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي.
د ملي شورى د غړيو د حاضرېدو يا نه راتلو سره مربوطې چارې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظمېږي.

د تقنينيه دورې په وروستني يوكال كې د انتخاباتو دقانون د بدلېدو پيشنهاد د ملي شورى د كار په لست كې نشي نيول كېدلاى .

لويه جرگه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى.
لويه جرگه :

وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرگې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، گډون وكړي.

لويه جرگه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي:

لويه جرگه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توگه ټاكي.

د لويې جرگې نصاب د رايې اخيستو په وخت كې د غړيو په اكثريت سره بشپړېږي.
د لويې جرگې تصميمونه، له هغو مواردو پرته چې په دې اساسى قانون كې صريحاً ذكر شوي، د ټولو غړيو د رايو په اكثريت، نيول كېږي.

د لويې جرگې بحثونه علني دي، مگر دا چې د غړيو څلورمه برخه يې د سريت غوښتنه وكړي او لويه جرگه دا غوښتنه ومني.

د لويې جرگې د جريان په وخت كې د دې اساسي قانون (د يوسلويومې) او(يوسلودويمې) مادو مندرج احكام دهغې د غړيو په باب تطبيقېږي.

قضائيه قوهْ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواك ركن دى.
قضائيه قوه له يوې سترې محكمې، داستيناف له محكمو او ابتدائيه محكمو څخه جوړه ده چې تشكيلات او واكونه يې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
ستره محكمه د سترقضايي اورگان په توگه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قضايې قوې په سركې ده.

ستره محكمه نهه تنه غړي لري چې د جمهور رئيس له خوا د ولسى جرگې په تاييد اوددې اساسي قانون د (پنځوسمې) مادې د وروستۍ فقرې او د (يوسلو اتلسمې) مادې دحكمونو په رعايت د لسوكلونو لپاره ټاكل كېږي.
د غړيو ټاكل د دوهم ځل لپاره جواز نه لري.
جمهور رئيس د سترې محكمې يو غړى د سترې محكمې د رئيس په توگه ټاكي.
د سترې محكمې غړي ددې اساسي قانون په (يوسلو اوه وېشتمې) مادې كې له راغلي حالت پرته، د خدمت د دورې تر پاى پورې له خپلو وظيفو څخه نه عزلېږي.

د سترې محكمې غړى بايد لانديني شرايط ولري:

د سترې محكمې غړې د وظيفې ترپيل مخكې ، د جمهور رئيس په وړاندې دا لوړه كوي:
بسم الله الرحمن الرحيم

د قضايې قوې صلاحيت د ټولو هغو دعوو غور ته شاملېږي، چې د دولت په شمول د حقيقي يا حكمي اشخاصو له خوا د مدعي يا مدعي عليه په حيث د قانون له حكمونو سره سم د محكمې په وړاندې اقامه شي.

ستره محكمه يوازې د حكومت اويا د محكمو د غوښتنې پر اساس له اساسى قانون سره د قوانينو، تقنيني فرمانونو بين الدول معاهدو او بين المللى ميثاقونو مطابقت څيړي او په باره كې وړ قرار صادروي.
ستره محكمه د اساسى قانون، د قوانينو او د تقنيني فرمانونو د تفسير واك لري.

هېڅ قانون نشي كولاى په هېڅ حال كې، كومه قضيه يا ساحه څرنگه چې په دې فصل كې مشخص شوې د قضايې قوې له صلاحيت څخه وباسي او بل مقام ته يې وسپاري.
دا حكم د هغوخاصو محكمو چې ددې اساسي قانون په (نهمه شپېتمې ? اته اويايمې او يوسلواوه ويشتمې) مادو كې راغلى او د نظامي محكمو د تشكيل مخه نه نيسي.
د دې ډول محكمو تشكيل او صلاحيت د قانون له ليارې تنظيمېږي.

ددې اساسي قانون دحكمونو په رعايت د محكمو په تشكيل، صلاحيت او اجراآتو پورې مربوطه قواعد او په قاضيانو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.

د قضايي قوې د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو په برخه كې، د دولت د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو د مربوطو قوانينو حكمونه نافذ دي خو تقرر، انفكاك، ترفيع، تقاعد، مجازات او مكافات يې د سترې محكمې له خوا له قانون سره سم تر سره كېږي.

د قضايي قوې بودجه دحكومت په مشوره د سترې محكمې له خوا ترتيبېږي اود دولت د بودجې د يوې برخې په توگه دحكومت له خوا ملي شورى ته وړاندې كېږي.
د قضايي قوې د بودجې تطبيق د سترې محكمې خپل صلاحيت دى.

د سترې محكمې غړي، د خدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د پاتې ژوند په اوږدو كې د خدمت د دورې له مالي حقوقو څخه برخمن كېږي، په دې شرط چې په دولتي اوسياسي چارو بوخت نشي.

كه چېرې د ولسي جرگې تر درېمې برخې زيات غړي، د سترې محكمې د رئيس يا غړو محاكمه د وظيفوي جرم يا د جنايت د ارتكاب د اتهام په اساس وغواړي او ولسي جرگه دا غوښتنه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت تصويب كړي، متهم له دندې څخه عزل او موضوع خاصې محكمې ته سپارل كېږي.
د محكمې تشكيل او د محاكمې طرزالعمل د قانون په وسيله تنظيمېږي.

د افغانستان په محكمو كې محاكمه په علني ډول دايرېږي او هرڅوك حق لري د قانون له حكمونو سره سم په هغې كې گډون وكړي.
محكمه كولاى شي په داسې حالاتو كې چې په قانون كې څرگند شوي يا د محاكمې سري توب ضروري وگنل شي، سرې غونډې دايرې كړي خو د حكم اعلان بايد علني وي.

محكمه مكلفه ده د خپل صادر كړي حكم اسباب په فيصله كې ذكر كړي.
د محكمو د ټولو قطعى فيصلو عملي كول واجب دي خو د يوشخص د وژلو د حكم په حالت كې د جمهور رئيس منظوري شرط ده.

محكمې ترغور لاندې قضاياووكې ددې اساسي قانون او نورو قوانينو حكمونه تطبيقوي.
كه چېرې د غور لاندې قضاياوو له جملې څخه د كومې قضيې لپاره په اساسي قانون او نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي، محكمه د حنفي فقهې د احكامو له مخې او په هغو حدودو كې دننه چې دې اساسي قانون ټاكلي، قضيه په داسې ډول حل او فصل كوي چې عدالت په ډېره ښه توگه تاْمين كړي.

محكمې د اهل تشيع لپاره په شخصيه احوالو پورې مربوطو قضاياووكې د تشيع د مذهب حكمونه د قانون له احكامو سره سم تطبيقوي.
په نورو دعوو كې هم كه په دې اساسي قانون يا نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي او ددعوا دواړې خواوې له اهل تشيع وي، محكمې قضيه ددې مذهب له حكمونو سره سم حل او فصل كوي.

قاضيان د سترې محكمې په پيشنهاد او د جمهور رئيس په منظورۍ ټاكل كېږي.
د قاضيانو مقرري، تبديلي، ترفيع، مواخذه او د تقاعد پيشنهاد د قانون له حكمونو سره سم د سترې محكمې صلاحيت دى.
ستره محكمه د اجرايى اوقضايى چارو د ښه تنظيم او د لازمو اصلاحاتو د تاْمين لپاره، د قضائيه قوې، عمومي اداري آمريت تاْسيسوي.

كه چېرې قاضي د جنايت په ارتكاب متهم شي. ستره محكمه د قانون له حكمونو سره سم د قاضي پرحالت غور كوي. كه چېرې ستره محكمه دده د دفاع تر اورېدو وروسته اتهام وارد وبولي جمهور رئيس ته يې د عزل پيشنهاد كوي او د جمهور رئيس له خوا تر منل كېدو وروسته متهم قاضي د جمهور رئيس په منظورۍ له دندې څخه عزل او د قانون له حكمونو سره سم جزا وركوله كېږي.

د جرمونو كشف د پوليس په وسيله او دجرمونو تحقيق او په محكمه كې پرمتهم باندې د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احكامو سره سم كېږي.
څارنوالي د اجرائيه قوې برخه ده او په خپلو اجراآتو كې استقلال لري.
د څارنوالۍ تشكيل، صلاحيت او د اجراآتو څرنگوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي.
د وسله والو ځواكونو، پوليسو او د ملى امنيت كاركوونكو د وظيفوي جرمونو كشف او تحقيق د خاص قانون له ليارې تنظيمېږي.

كه د دعوى لورى په هغه ژبه چې محاكمه پرې كېږي ونه پوهېږي، د قضيې پر موادو او اسنادو باندې د اطلاع او په محكمه كې په خپله مورنۍ ژبه د خبرو كولو حق د ترجمان پواسطه ورته تامينېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اداره د مركزي ادارې او محلي اداراتو د واحدونو پر اساس له قانون سره سم تنظمېږي.
مركزي اداره پرځينو اداري واحدونو وېشل كېږي چې د هرې يوې په سركې يو وزير وي.
د محلي ادارې واحد ولايت دى. د ولايتونو او مربوطه ادارو شمېر، ساحه، برخې او تشكيلات د نفوسو د شمېر، ټولنيزې او اقتصادي وضعې او جغرافيايي موقعيت پر اساس د قانون له ليارې تنظيمېږي.

حكومت د مركزيت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي چارو دگړندي كولو، ښه والى او د ملي ژوند په پرمختگ كې د خلكو د لازياتې ونډې اخيستلو په منظور، لازم صلاحيتونه د قانون له حكمونو سره سم محلى ادارې ته سپاري.

په هر ولايت كې يوه ولايتي جرگه جوړېږي.
د ولايتي جرگې غړي له قانون سره سم د نفوسو په تناسب، د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د ولايت د اوسېدونكو له خوا د څلورو كلونو لپاره ټاكل كېږي.
ولايتي جرگه له خپلو غړيو څخه يو تن د رئيس په توگه ټاكي.

ولايتي جرگه د دولت د پرمختيايي اهدافو اود ولايت د چارو د ښه كېدو په تاْمينولو كې لكه څنگه چې په قوانينوكې څرگنده شوې، برخه اخلي او په ولايت پورې د مربوطو چارو په باب، مشوره وركوي.
ولايتي جرگه خپلې دندې د ولايت د ادارې په مرسته ، سرته رسوي.

د محلى ادارې د چارو دسمون او په هغې كې د خلكو د فعالې ونډې اخيستو د تاْمين په مقصد، په ولسواليو او كليو كې د قانون له حكمونو سره سم جرگې جوړېږي.
ددې جرگو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د سيمې د اوسېدونكو له خوا د دريو كلونو لپاره ټاكل كېږي.
په محلى جرگو كې د كوچيانو گډون د قانون له حكمونو سره سم تنظيمېږي.

د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشكيلېږي.
ښاروال او د ښاري مجلسونو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي.
په ښارواليو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.

دولت ددې اساسى قانـون د حكمونو د تعميل او د منـدرجو ارزښـتونودتاْمـين لـپاره لازمې اداري جوړوي.

كه دجگړې، دجگړې د خطر، وخيم اغتشاش او طبيعى آفاتو او يا ورته حالت له امله د خپلواكۍ او ملي ژوند ساتنه له هغه بهير څخه چې په اساسي قانون كې ټاكل شوى، ناشونې وگرځي د جمهور رئيس له خوا د ملي شورى په تاْييد د هېواد په ټولو او يا ځينې برخو كې اضطرارى حالت اعلانېږي.
كه اضطراري حالت تر دوو مېاشتو زيات دوام ومومى د هغه د اوږدولو لپاره د ملي شورى موافقه شرط ده.

په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي د ملي شورى او د سترې محكمې له رئيسانو سره په مشوره د ملي شورى ځينې صلاحيتونه حكومت ته انتقال كړي.

په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي چې د ملي شورى، د سترې محكمې د رئيسانو تر تاْييد وروسته د اساسي قانون لانديني حكمونه وځنډوي او يا قيود پرې ولگوي:

د اضطرار په حالت كې اساسي قانون نه تعديلېږي.

كه چېرې د جمهوري رياست دوره او يا دملي شورى تقنيني دوره د اضطرار په حالت كې پاى ته ورسېږي، د نويو انتخاباتو تر سره كېدل ځنډېږي او د جمهور رئيس او ملي شورى د غړيو د خدمت موده تر (څلورو) مياشتو پورې، تمديدېږي.
كه اضطراري حالت ترڅلورو مېاشتو زيات اوږد شي، لويه جرگه د جمهور رئيس له خوا راغوښتله كېږي.
د اضطراري حالت تر پاى ته رسېدو وروسته، د دوو مېاشتو په دننه كې انتخابات ترسره كېږي.

د اضطراري حالت په پاى ته رسيدو سره هغه اقدامات چې ددې اساسي قانون د (يوسلوڅلورڅلوېښتمې او يوسلو پنځه څلوېښتمې) مادو له مخې شوې، بې له ځنډه له اعتباره لوېږي.

يوسلو نهه څلوېښتمه ماده

د اسلام د سپېڅلي دين له حكمونو څخه د پيروۍ اصل او جمهوري نظام نه تعديلېږي.
د اتباعو د اساسي حقوقو تعديلول يوازې د هغوى د حقوقو د ښيگنې په منظور جواز لري.
ددې اساسي قانون د نورو موادو تعديل د وخت د غوښتنواو تجربوله مخې، ددې اساسي قانون د (اوه شپېتمې او يوسلوشپږڅلوېښتمې) مادو په رعايت سره، د جمهور رئيس يا د ملي شـورى د اكثريت په پيشنهاد كېږي.

يو سلوپنځوسمه ماده

د تعديل د پيشنهاد لپاره د جمهور رئيس په فرمان دحكومت، ملي شورى، او د سـترې محكمې د غړيو له منـځه ، يو هيئت جـوړېږي او د تعديل طرح تياروي.
د تعديل د تصويب لپاره لويه جرگه، د جمهور رئيس په فرمان او دلويې جرگې د فصل له حكمونو سره سم راغوښتل كېږي.
كه لويه جرگه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت د تعديل طرح تصويب كړي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذېږي.

جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران او د سترې محكمې رئيس او غړي د خپلې وظيفې په وخت كې نشي كولاى له دولت او اشخاصو سره هېڅ ډول انتفاعى معامله ترسره كړي.
هغه معاملې چې د شخصى اړتياوو د تامين په منظور ترسره كېږي، له دې حكم څخه مستثنى دى.

جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران، د ملي شورى او د سترې محكمې، رئيسان او غړي او قاضيان نشي كولاى د وظيفې د تصدۍ په موده كې په نورو مشاغلو لاس پورې كړي.

قاضيان ، څارنوالان، د وسله والو ځواكونو د پوليسو منصبداران او دملي امنيت كاركونكى نشى كولى د دندې د تصدى په موده كې په سياسي گوندونو كې غړيتوب ولري.

د جمهور رئيس، د جمهور رئيس د مرستيال، وزيرانو او د سترې محكمې د غړو شتمني، دخدمت تر دورې وړاندې او وروسته، د هغه اورگان په وسيله چې قانون يې ټاكي ثبت، څېړل او خپرېږي.

د جمهور رئيس مرستيال، وزيرانو، د ملي شورى او دسترې محكمې رئيسان او غړيو ته د قانون له حكمونو سره سم ، مناسب معاش ټاكل كېږي.

د ملت د بابا لقب او هغه امتيازونه چې د 1381 هـ ل كال د اضطراري لويې جرگې له خوا د افغانستان پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وركړل شوي دي، ددې اساسي قانون له حكمونو په رعايت سره سم د ژوند تر پايه د دوى لپاره محفوظ دي.

ددې اساسي قانون له نافذيدو څخه د ملى شورى د افتتاح تر نېټې پورې موده د انتقال دوره گڼل كېږي.
د افغانستان انتقالى اسلامى دولت د انتقال په دوره كې لاندينۍ وظيفې سرته رسوي :

لومړنى منتـخب جمهور رئيـس د انتـخاباتو د نتايجو تر اعـلان دېرش ورځـې وروستـه په كـار پيل كوي .
د ملى شورى انتخابات د جمهور رئيس له انتخاب څخه وروسته د يوه كال څخه په كمه موده كې دايريږي. دملى شورى واكونه د هغه د تاْسيس تر مودې پورې ددې اساسي قانون له مخې حكومت ته سپارل كېږي او موْقته ستره محكمه د جمهور رئيس په فرمان جوړېږي.

ملى شورى خـپل وظايف او واكـونه ددې اساسي قانون د حكمونو له مخې د تاْسيس سره سـم عملي كوي.
د ملي شورى له لومړنۍ غونډې وروسته د دېرشو ورځو په موده كې حكومت او ستره محكمه ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم تشكيلېږي.
د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت رئيس تر هغه وخته پورې چې منتخب جمهور رئيس په كار پيل كړى نه وي وظيفه سرته رسوي.
ددې اساسي قانون د يوسلو اووه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې د حكم په رعايت، د دولت اجرايې او قضايې ارگانونه د حكومت او سترې محكمې ترتشكيل پورې خپلو وظايفو ته ادامه وركوي.
هغه تقنيني فرمانونه چې د موقتې دورې له پيل څخه وروسته نافذ شوي دي د ملي شورى لومړنى غونډې ته راجع كېږي.
دا فرامين تر هغه وخته پورې چې د ملى شورى له خوا لغوه شوي نه وي نافذ گڼل كېږي.

دا اساسى قانون د لويې جرگې له تصويب څخه وروسته نافذ او د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت د رئيس لخوا توشيح او اعلامېږي.
او په نفاذ سره يې ددې اساسي قانون له حكمونو مغاير قوانين او تقنيني فرمانونه لغوه كېږي.




#Article 74: بريالی صمدي (172 words)


بريالی صمدي (انگرېزي : Baryalai Samadi)د افغانستان يو ځوان سندرغاړی دی . دی د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ پورې اړه لري . 

دی په کال ۱۹۷۸ زېږيز د استاد عبدالصمد په کور کې زېږېدلی دی. پلار ېې هم ولسي سندرغاړی او وېل کېږي چې د سندرو په ډگر کې استاد پاتې شوی او د سندرو د وړتيا او د ويلو له کبله ېې ډېر تکړه ولسي سندرغاړي د افغانستان د سندرو ډگر ته ورسپارلي . بريالی صمدي په درېيم ټولگي کې و چې کله ېې سندرو ويلو باندې پیل وکړ او د سندرو تر څنگ ېې د تبلې او باجې زده کړه هم وکړه ، همدا رنگه ېې شپېلۍ او ډهول هم زده دی . د بريالي صمدي د سندرو لومړی جونگ په کال ۲۰۰۳ ز کې خپور شو. همدا رنگه ېې د افغانستان څخه دباندې گاوندي هېوادونو کې او اروپا کې کنسرټونه ورکړي . ښاغلی صمدي په کال ۲۰۰۲ م زېږيز کې واده کړی او دوه ځامن لري چې يو ېې مراد صمدي او بل ېې مريد صمدي نومېږي .

 




#Article 75: امير عبدالرحمان خان (817 words)


امير عبدالرحمن خان (۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز. - ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.) د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی.  امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او گډوديو وروسته چې د افغان- انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي. 

لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېگم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

کله چي انگرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انگرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنگه چلند و کړي او هم د انگرېزانو سره څرنگه په خپله گټه په نرمي چلند و کړي . 

ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انگليس دويمه جگړه پای ته و رسېده . 

امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انگرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .

ده ډېر ژر ټوله بلواگر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره گان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله . 

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي گام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انگرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .

امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندگانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو .




#Article 76: امير حبيب الله خان (565 words)


سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا چې په لنډه توگه د امير حبيب الله خان يا امير حبيب الله شاه په نامه هم يادېږي (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انگرېزي:Amir Habibullah Khan) له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د امير عبدالرحمن خان مشر زوی او دمحمدافضل خان لمسى  و.  هغه وخت چي اميرعبدالرحمن خان دبخارا لور ته په تيښته و،  دی په ١٨٧٢ ز کال دسمرقند په سېمه کې پيدا شو.  دده مور دبدخشان دسيميز امير لور وه. په ١٨ کلنۍ کي،دپلار له خوا دسردار کلان په حيث وټاکل شو. اميرعبدالرحمن خان په ١ اکتوبر ١٩٠١ ز کال وفات شو او په ځاى يې حبيب الله خان دواک پر ګدۍ کښيناست او د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرگ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .

حبيب الله خان له پاچاکېدلوسره سم هندي وايسراى ته پيغام وليږه ، له هغې خوا څخه ورته مبارکي راغله او هيله يي ورڅخه وکړه تر څو هند ته ورشي،خوحبيب الله خان لومړى ونه منله،وروسته يې دعنايت الله خان په مشري يو پلاوى هند او انګلستان ته وليږه.

امير حبيب الله خان په ١٩٠٢ ز کال کې دسراج الملة والدين لقب ځانته خوښ کړ.

امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راشي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيگ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه .

د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنگ پيل سو. انګريزانو ددې لپاره چي افغانستان بېطرفه پاته شي،حبيب الله خان ته يو استازى راوليږه او دتېرو ژمنو په وريادولوسره يې دبې طرفۍ غوښتنه ورڅخه وکړه. حبيب الله خان يې غوښتنه ومنله او په ١٣٣٢ هـ کال درمضان په مياشت کې دعام دربار په وړاندي افغانستان ناپېيلى اعلان کړ. د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جگړه کي د انگرېزانو پر ضد د دوی سره ملگری سي، خو امير د دوی نمايندگان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله. 
دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انگرېزانو د گټو ساتونکئ وو او د انگرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انگرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله گوش به تفريحي كميب د خيمو په يوه کمپ کي په توپنگچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امير امان الله خان پاچا شو .




#Article 77: محمد ظاهر شاه (662 words)


محمد ظاهر شاه ( ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال) د افغانستان وروستی پاچا و. نومړی د اعليحضرت په اصطلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو.

محمد ظاهر شاه په ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٤ ز. کال، په کابل کي زېږېدلی و.

د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانگه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توگه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .

تر دوهم نړيوال جنگ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي .

په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه . دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . 
د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ .

په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. 
کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او مشکلات منځ ته راوستل . 

ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت . 

په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ .




#Article 78: محمد نادر شاه (251 words)


محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توگه و ټاکل سو .
د امير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توگه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو . 
کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملگرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توگه و منل سو .

محمد نادر شاه د سردار محمد يوسف خان ځوی و.

محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو .




#Article 79: امير شېر علي خان (261 words)


امير شېر علي خان (۱۸۲۵ زېږديز کال - د ۱۸۷۹ ز کال د فبروري ۲۱، مزارشريف) د ۱۸۶۳ زېږديز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان امير وو. هغه د امير دوست محمد خان، د بارکزيو د بنسټگر، درېيم زوی وو.

امير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، خو امير دوست محمد خان تر خپلې مړينې دمخه دا وصيت کړی وو چې د هغه تر مړينې وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځایناستی شي. هغه وو چې د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته هغه د افغانستان امير شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ له پلاز څخه گوښه کړای شو.

کله چې امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير شو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ زېږدي کلونه) په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو. په دغه پیر کې چاپخونه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره د شمس النهار اخبار خپور شو. د پوستي ډاگ غونډال فعال شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنگه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتياوې ېې پوره کولې. په همدې پير کې لومړي ځل کابينه جوړه شوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل شو. 




#Article 80: د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک ) (1282 words)


په زياتو رسمي او ولسي غونډو کي د خبرود پيل وياړلې لومړۍ جمله غالبا د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ يادونه ده . په هر ناستون ، ميلمستون او يا د زدکړي په ټولگيو کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ په وياړ يادونه کيږي . دا سر ليک د کومه راپيدا شوېدۍ ؟ په رښتيا هم افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري ؟ او کوم اسناد او شواهد د دې سرليک د تايېد او تبيت لپاره شته ؟ په دې ليکنه کې نوموړو پوښتونو ته په لنډه توگه جواب ليکل شوېدۍ.
 
د هغو څيړنو پر بنسټ چي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شوي ، د دي هيواد د لرغونې تاريخ جرړی يې ډيري وړاندي او پخوانۍ ښودلې دي . لويس دوپرې * امريکايې څيړونکې د غزنی په ناور دښت کي څيړني او سپړني تر سره کړې چي په نتيجه کي يي داسي ډبريني وسلي او الات تر لاسه کړل چي د انساني ټولنو له خوا کارول شوې وه ، د دې اثارو تقريبي تاريخ د يو سل او پنځوس زره کاله څخه تر سل زره کاله پخوانۍ زمانې ښودل سوېدۍ په اق کپروک ، هزارسم ،قره کمر او يو شمير نورو لرغونو سيمو کي داسې نښانې او اثار تر لاسه شوې چي لر غونتوب يې د څلويښت زره کاله څخه بيا تر پنځه ويشت زره کاله پوري پخوانيو زمانو ته رسيږي ، په بدخشان کي امريکايې لرغونپوه کارلتون س کاون * تر مشرۍ لاندي د کور درې په نوم يوه لرغونې مغاره وسپړل شوه چی د لرغونو انسانانو د فوسيلونو تر څنگ داسې وسايل او الات هم په لاس راغلل چي دټولنيز ژوندانه تر څنک يې د هغه ټولنو معتقيدات او دينې کړه وړه هم برملا کړل . چي تاريخ يې تر ميبلاد 8000 اته زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . 
 
هغه سند چي د افغانستان پنځه زره کلن روښانه تاريخ ويناثابته وې ، د کند هار ښار شمال لويديځ لورې ته پرته يوه لر غونې غونډۍ ده چي د منډيگک په نوم ياديږي د ا لرغونې غونډۍ د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا چي مشري يې د مسيو کزل * په غاړه وه د 1951 ميلاديکال څخه بيا تر 1957 ميلادي کال پوري وسپړل شوه . د دي لر غونې غونډۍ د په لاس را غلو اثارو څخه په ډاگه شوه چي د منډيگک د سيمي پخوانيو اوسيدونکو خپل کلتور د مدنيت لوړو پوړيو ته رسولې وو . په دې سيمه کي د کرهڼي منظم سيستم ، ديوه ټاکلې جمعيت يو ځای اوسيدل ، د مسي او برونجي وسا يلو څخه کار اخستنه او د لومړنيو مدنيتونو داسي نوري نښانې تر لاسه شوې چي چي لر غونتوب يې د دري زره پنځه سوه 3500 څخه بيا تر دري زره 3000 کاله پخوا تر ميلاد کالونه ټاکل شويدي .
 
د منډيگک له سيمي څخه څوارلس کلتوري طبقې چي هريوه يې د يوې اوږدې کلتوري دورې استازيتوب کوي ، سپړل شوې او څيړل شوي دي . د فرانسوي لرغونپوهانو هيئت ( ډا فا ) * چي مشري يې کزل کوله د منډيگک د لاندنۍ کلتوري طبقې څخه د نوي ډبري دوري يا نيولتيک* او د ميسوډبري دوري يا اينيو ليتيک* پوري اړوند وسايل او اثار تر لاسه کړل . په دې وسايلو کي د کرهڼيزو چارو وسايل ، د اوبدلو وسايل ، د ښځو په ډول جوړي شوې ډبريني مجسمې ،د اوزانو په ډول کاڼي ، د غلو دانو علايم ،خاورين لوښي چي د څرخ په وسيله جوړشوې وه ، د ميسو څخه جوړي شوې زينتي گاڼې او پسولونه او يو زيات شمير داسي اثارچي د پر مختللې کلتور او لومړنې مدنيت ښکارندوي کوي کشف او تر لاسه شوې دي .
 
درې زره کاله پخوا تر ميلاد په منډيگک کي داسي ودانۍ او ابادۍ جوړي سوي چي اثار او پاته شونې يې تر اوسه په سترگو کيږي . د دي لرغوني غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ د لرغونپوهاتو له خوا را څرگنده شول چي د ودانۍ په وړاندنې ځاې کي د لويو ستونونو څخه جوړ شوې لوې حال يې درلود چي د دي ودانۍ د برم او جلال ښکارندويي کوي . لر غونپوهان په دي باور دي چې نوموړې ودانۍ د منډيگک د واکمنانو د اوسيدو ځاې او ادارې مرکز وو .د ودانۍ په دننه کي داسي ننوتی او راوتی برخې څرگندي شوې چي د ودانيزو چارو د انجنرانو په عقيده نوموړې ځايونه د ودانۍ د ښکلا او ښايست په نيت جوړشوې دي . د دې تر څنگ د منډيگک د ودانيو پر شا او خوا د يوه داسي لوړ ديوال يا حصار نښانې هم څرگندي شوې چي د ښار څخه د دفاع په وخت کي به ورڅخه کار اخستل شوې وې .
 
د منډيگک د لر غونې غونډۍ څخه څوارلس کلتوري طبقې په لاس راغلی چي هره يوه يې د يوه بيل پير او بيل پر مختيايې حالت ښکارندويې کوي ، چي په دي لنډه مقاله کي د ټولو لاسته راوړنو يادونه ممکن کار نه دۍ ، خو د ا اړينه ده څو و ويل شې چي د منډيگک دتمدن بر خه ليک څه شو ؟ دې پوښتني ته ځواب ستونزمن بريښي خو د لرغونپوهانو تلاښ او هڅو څه ناڅه د حل لاره په ډاگه کړې ، ولې بايد څرگنده شې چي لا تر اوسه د لر غونپوهانو تر منځ يوه پريکړې پايله نه ده تر لاسه شوې ، هغه څه چي څرگند دي هغه د څيړنکو تر منخ د دوو بنسټيزو عواملو يادونه ده . يو شمير لرغونپوهان په دي باور دي چي د منډيگک اوسيدونکو د يوه پراخ يرغل په نتيجه کي د خپلې سيمي دفاع ونه شوه کړاې چي پايله يې د منډيگک ښار تخليه کيدل وه او نوو ير غل کونکو د منډيگک د اوسيدونکو ټاټوبي وسوځول او په پاي کي يوه پريښودل شوې سيمه وگرځيدل . دا ډله لرغونپوهان د دې وينا د ثبوت او ثقم لپاره د منځنۍ اسيا هغو ټوليزو او جگړه ايزو خوځښتونو ته پام اړوي چي د 3000 کاله پخوا څخه تر 2500 کاله پخوا تر ميلاد په سيمه کي جاري وه . 
 
يو شمير پوهان په دې باور دي چي د منډيگک پخواني ميشتو ټولنو د يوه طبعي نادود له امله د خپلو سيمي پريښودلو ته اړ شويدې ، دا شمير څيړونکي پر هغو څيړنو تکيه کوې چي د هلمند دسيند په اړه د جيولوجستانو له لوري تر سره شويدې . د جيولوجستانو له نظره د هلمند سيند د يخچالې سيندونو په لړ کي
شميرل کيږي . او د يخچالې سيندونو يوه مميېزه داده چي د زمانې په تيريدو سره خپل بستر او د بهيدو ځای کښته کوي او له ځان سره وړي . په دي تر تيب 3000 دري زره کاله څخه تر 2500 کاله وړاندي تر ميلاد د هلمند سيند بستر کښته شوی او نور د منډيگک اوسيدونکو دا توان نه درلود چي د خپلې ابادۍ لپاره د کښت او کرهڼې اړتياوې د هلمند سيند څخه پوره کړې . د دي شمير پوهانو په اند همدا عامل وو چي د منډيگک سيمه پريښودل شوه .
 
په هر صورت د منډيگک له لرغوني سيمي څخه په لاس راغلې اثار چي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو په وسيله مطالعه شوې ، دايې څر گنده کړې چي د افغانستان لومړنۍ څرگند مدنيت له منډيگک څخه پيل کيږي ، چي زموږ د گران هيواد د لرغونې تاريخ د لومړي باب سر ليک گڼل کيږي . د منډيگک څخه په لاس راعلې اثار په پرله پسي توگه د افغانستان ملې موزيم ته د رسمې پرو تو کولونو په بڼه ورکول کيدل چی له بده مرغه د افغانستان د نورو وياړنو تر څنگ د ملې موزيم څخه د منډيگک لرغونې اثار چي زموږ د هيواد د پنځه زره گلن تاربخ شاهيدان وه په 1372 لمريز کال د خپل مينځې جگړو په ترځ کي په داسي بيشرمۍ لوټ او تالان شول چي د لومړۍ سقاوۍ غلو خپل گوته په غاښ ونيول .




#Article 81: حفيظ الله امين (1952 words)


حفيظ الله امين (۱۳۰۸ ل - ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي ۶)، (١ د اگست ، کال ١٩٢٩ - ٢٧ ډېسمبر ، ۱۹۷۹) (په انگرېزي: Hafizullah Amin) د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی  تر نور محمد تره کي وروسته د افغانستان په کچه درېيم هېوادمشر ، د مارکسيسېزم-لېنينېزم تيورۍ پلوی او د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت دويم مشر پاتې شوی.
داسې ويل کېږي چې حفيظ الله امين د امريکا پلوی وو او تر مړينې ورورسته بيا روسانو او د ده نورو مخالفو ډلو غړو دی د سي ای اې (CIA) د جاسوس په تور هم ياد کړی. اړینه ده وویل شي ، چې له امریکا او له سي ای اې سره د حفیظ الله امین د پټو اړېکو په اړه کوم اسناد شتون نه لري او داسې احساسیږي ، چې دا خبره د ده د سیاسي مخالف لوري، په تېره بیا په لومړي سر کې د ستمي او بيا پرچمي کړيو غړي ببرک کارمل لپاره یوه داسې پلمه وه چې شورویان د ده له منځه وړلو ته نور هم راولمسوي . د حفيظ الله امين د حکومت په ١٠٤ ورځينۍ مودې کې، پرته د يوې ناکام پوځي بغاوت او بلوا څخه بل کوم داسې سرغړونه او د ده په وړاندې ولاړېدنه نه ده تر سترگو شوې.

حفيظ الله امين د حبيب الله زوی د ۱۳۰۸ لمريز لېږدېز کال د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو د کلي په يوه روښانده کورنۍ کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی وو. امين لا کوشنی وو، چې پلار يې په حق ورسېد . د ده پلار د خپل ټول ماموریت پر مهال تر ۷ رتبې پورته نه وو تللی . حفيظ الله امين د پلار تر مړينې وروسته د خپل مشر ورور عبدالله، چې هغه مهال د يوه لومړني ښوونځي ښوونکی وو،  تر پالنې او روزنې لاندې ونيول شو . ده خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په لومړني ښوونځي کې پای ته ورسولې . منځنۍ زده کړې يې د کابل په دارالمعلمين کې ترسره کړې . تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د شمېر پوهنې او پنځپوهنې (رياضي او فيزيک) په څانگو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او بيا يې بری ليک ترلاسه کړ . د ساينس پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته يې لومړی د کابل په دارالمعلمين کې د ښوونکی په توگه، بيا وروسته د ابن سینا لېسې د مدير مرستيال په توگه او ورپسې د ابن سينا ليسې د مدير په توگه دندې ترسره کړې . پر ۱۳۳۶ لمريز (١٩٥٧ ز) کال د ښوونې او روزنې د ادارې په څانگه کې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته واستول شو . هلته کولمبيا پوهنتون کې د روزنپوهنې په زده کړو بوخت شو . د زده کړو د بشپړېدو په پایله کې يې د ماسټرۍ پوهنيزه درجه واخيسته او هېواد ته راستون شو . هېواد ته تر راستنېدو وروسته د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د پوهنيارۍ په پوهنیزې درجې سره د استاد په توگه په کار وگومارل شو . تر دې وروسته يو ځل بيا د ابن سينا لېسې د مدير په توگه او ورپسې د کابل د دارالمعلمين د مدير په توگه دنده ترسره کړه . دا مهال يې له نور محمد تره کي سره اړيکي ټینگ شول . امين په دارالمعلمين کې تر څه مودې دندې سرته رسولو وروسته د ښوونې او روزنې وزارت کې د ښوونکي د روزنې د نوي جوړ شوي مديريت پر دنده وگومارل شو . پر ۱۳۴۱ ل (١٩٦٢ ز) کال په کانکور ازموينه کې تر بري وروسته د دوکتورا د اخيستو په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ . دی پر ۱۳۴۲ لمريز کال په امريکا کې د افغان زده کړيالو په کالنۍ غونډه کې  د افغان زده کړيالو د ټولنې د مشر په توگه وټاکل شو . دا ځل دی له هېواد څخه د باندې د افغانستان د زده کړيالو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره په سياست کې ننوت او په سياسي کارندتياوو يې پيل وکړ.
د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انگړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وو چې حفيظ الله امين د مارکسيزم سره لېوالتیا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د گډوډۍ لسيزه وه چې هر څوک د سياست په ډگر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وو.

حفيظ الله امين پر ۱۳۴۴ لمريز (١٩٦٥ ز) کال پرته د دوکتورا له اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو، له نور محمد تره کي سره تړاو ټینگ کړ او د گوند په سپارښتنه يې د پارالمان په ۱۲ دوره کې ولسي جرگې ته له پغمان ولسوالۍ څخه ځان د وکيل په توگه نوماند کړ، خو پاتې راغی . تر دې وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې يو کال د ښوونکی په توگه او بيا ورپسې يې درې کاله په ابتدايي تدريساتو رياست کې دنده ترسره کړه . نوموړی ډېر ژر د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند غړی شو، او د همدغه گوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.

حفيظ الله امين دافغانستان پارالمان ته د ټاکنو په ۱۳ دوره کې ځان ولسي جرگې ته نوماند کړ او هغه مهال د پغمان ولسوالۍ د خلکو د استازي په توگه په ټاکنو کې بريالی شو او ۴ کاله د پغمان ولسوالۍ د وکيل په توگه پاتې شو . 
نوموړی پر ۱۳۵۲ ل کال په افغان وسله وال پوځ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پازوال په توگه ددغه گوند په گټه تبليغ او ترويج زيات او لا کارنده کړ، چې وروسته يې د ۱۳۵۷ ل کال د غويي د مياشتې پر ۷ نېټه د هېوادمشر محمد داود پرضد او د هغه د واکمنۍ د راپرزولو په خاطر په وسله وال پاڅون کې ډېره مرسته ورسره وکړه .

د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر ۶ سردار محمد داود نور محمد تره کی او د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند يو شمېر نور جگپوړي غړي ونيول او بنديان يې کړل . پر دې بله ورځ يانې د غويي پر ۷ حفيظ الله امين پر هېوادمشر سردار محمد داود باندې د کودتا مشري پر خپله غاړه واخيسته او د پوځ ځینو پوځي ټولگيو ارگ کلابند کړ .

د سردار محمد داود خان د مړينې نه وروسته نو بيا د خلق ډيموکراټيک گوند د افغانستان واکمن گوند شو او په همدې توگه نور محمد ترکی چې په هغه وخت کې د گوند مشر وه، ولسمشر وټاکل شو او حفيظ الله امين او ببرک کارمل د ولسمشر د لومړي وزير مرستيالان شول. په همدغه وختونو کې په هېواد کې د مارکسيستي او لېنېني اصلاحاتو د پلی کولو په غبرگون کې ډېر خلک ددوی مخې ته ودرېدل او د خلکو لخوا گڼ شمېر بلواگانې وشوې.

د ١٩٧٩ کال په فبروري مياشت کې د متحده آيالاتو سفير آډولف ډبس په کابل کې ووژل شو او په همدې توگه د خلق گوند په پرچم گوند باندې برلاسي موندلې وه. کارمل چې د پرچم گوند غړی وه نو د افغانستان نه دباندې اروپا ته ولېږل شو. د ١٩٧٩ کال د مارچ د مياشتې تر پای پورې حفيظ الله امين ښکاره کنټرول يې تر لاسه کړی وه چې بيا د ترکي لخوا د لومړي وزير دنده ورکړل شوه خو ترکی لا تر اوسه پورې خپله دنده درلوده.

په هېواد کې گډوډۍ همداسې روانې وې او همدغه نوي رژيم د روسيې مرستو ته اړ وه. دا د ترکي او د ليونېد برېژنف تر مېنځ د ليده کاته وه چې د حفيظ الله امين د گوښه کېدو پرېکړه وشوه.

وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وگوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وگوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی.
کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي.

په ۱۴ د سېپټمبر, ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې ناجوتې ناروغۍ له امله مړ شو.

د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې.  ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي. 
پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانگړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل . 
ددې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ. 
د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلاز کېناوه .

د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې . او بيا وروسته د هغه د مړينې څخه او د هغه د دوه ځامنو د مړينې څخه، د حفيظ الله امين د ښځې له قوله داسې ويل کېدل چې هغې غوښتل خپل د بچيانو سره د روسيې پخواني هېواد ته ولاړه شي، ځکه چې د هغې خاوند تر پايه پوې د روسيې اتحاد ته وفاداره و .




#Article 82: نور محمد ترکی (516 words)


نور محمد ترکی (د ۱۲۹۶ ل.ل دچنگاښ ۲۳= د ۱۹۱۷ دجولای ۱۵-د ۱۹۷۹ ز د سپټمبر ۱۴) د مارکسيستي آندونو پلوی افغان سياستوال او ليکوال وو. نوموړی د ۱۳۵۷ ز كال د غويي د مياشتې له اوومې نېټې څخه ( او ۱۹۷۸ زېږيز کال نه ) په ۱۳۵۸ ل. كال كې تر خپلې مړينې پورې د افغانستان د انقلابي شورا رئيس او صدراعظم و.

نور محمد تره كى د ۱۲۹۶ لېږديز لمريز کال د چنگاښ پر ۲۳ (د ۱۹۱۷ ز كال د جولاى د مياشتنې ۱۵) د افغانستان د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په سره كلي كې زېږېدلې دى. د پلار نوم يې نظر محمد تره کی و. د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و . پلار يې لږه موده وروسته دى په ښوونځي كې شامل كړ او لومړنۍ زده كړې يې په مقر كې ترسه كړې . همدا راز يې د هند په بمبۍ كې لس كاله په انگرېزي ژبه د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او هماغلته يې انگرېزي ژبه هم ژده كړه . په بمبۍ كې دده د ژوند د پړاو په اړه داسې مفصل مالومات شتون نه لري ، خو داسې ويل كيږي ، چې زلمي تره كې همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه . تره كي په ۱۹۳۲ ز كال كې په کندهار كې د مېوې په يوه شركت كې د مېوې د صادرولو په چارو كې د يوه مامور په توگه په دنده پيل وكړ . په دغه شركت كې په كار كې د برياوو په تر لاسه كولو سره دى په بمپۍ كې د كمپنۍ په استازيتابه په كار وگومارل شو .

تره كي خپل فعاليت د سياستوال او مامور په توگه نه ، بلكې لكه د ژباړن او ليكوال په توگه پيل كړ . دده ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې . د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځنې ليكنې ژباړلې . دده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ ز كال كې د بنگ مسافري ، په همدغه كال كې د سپين ، په ۱۹۶۲ ز كال كې د څړه ناولونه يادېږي . 

نور محمد تره کي په پښتو ژبه کې لیکوالي کړې او د نثر په برخه کې یې پنځونه کړې ده . ده يو شمېر ناولونه او لنډې کيسې لیکلې ، چې چاپ شوې دي او د ځینو نومونه یې دادي :

ويل کيږي چې نور محمد تره کي يوه مېرمن درلوده او کوم اولاد يې نه درلود . نوموړی درې وروڼه لري چې د يوه ورور نوم يې جان محمد تره کی دی او تر ده کشر دی . دغه ورور یې د ۱۳۹۲ لمريز کال په وري مياشت (د ۲۰۱۳ ز کال په اپرېل مياشت) کې د ناروغۍ لامله د لندن ښار په يوه روغتون کې  د ۸۶ کلو په عمر ومړ . دويم ورور يې غلام محمد تره کی نوميږي (په حق رسېدلی) . د درېیم ورور په اړه يې اوسمهال مالومات په لاس کې نشته . 

 
 
 
 
 




#Article 83: صبغت الله مجددي (354 words)


صبغت الله مجددي (١٩٢٦ - ۲۰۱۹). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو. 

ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي. 

په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (د ۹۳ کالو په عمر) کي ومړ.

ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي.

صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی.

د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو.




#Article 84: محمد زکريا رازي (333 words)


ابوبکرالرازی (په انگريزي: Rhazes) (864ز تر 925ز) طب ، فلسفه او کيميا کې څېړنه او ليکنې. د کمېاوي مرکب الکول (الکحل) راپېدا کول. د گوگړوتېزاب (sulfuric acid) هم ابوبکر رازي د لومړي ځل لپاره ميندلي دي. خو ځينې څېړونکي وايي چې د گوگړو تېزاب د لومړي ځل  لپاره جابر بن حيان ميندل دي.

د رازي نوم محمد کنيت يې ابو عبدالله او ابو الفضل، لقب يې فخر الدين ؤ، د نسب لړۍ يې پدې ډول ده: ابو عبدالله محمد بن عمر بن الحسين.

رازي په ۵۴۴ هجري سپوږميز کال چې له ۱۱۵۰زېږيز کال سره سمون خوري په (رى) يا ننني هرات کې زېږېدلې دى. ځينې تاريخپوهان يې زوکړه د روژې په ۲۵مه ۵۴۳هـ س کال بولي. د پلار نوم يې عمر ابو القاسم او په ضياء الدين سره ملقب ؤ، دې د خپل وخت لوى صوفي، ويناوال، متکلم او محدثتوب سره سره يو ستر اديب هم ؤ. ده په خپله سيمه هرات  کې وعظ او نصيحت جاري وساتل. نو پدې ډول د خلکو لخوا په شېخ الاسلام او د (رى په خطيب) هم ونومول شو. او دده زوى (فخرالدين رازي) هم د خلکو لخوا د (ابن خطيب) د خطيب د زوى په نامه يادېده.

ټولگړي
د امام رازي د ليکلو اثارو په اړه مختلفې راى دي، چې موږ به دلته د ځينو ليکوالو راى راوړو:
ابن النديم د (الفهرست) په کتاب کې د رازي ليکنې ۱۶۷ ښودلي دي.
ابو رېحان البېروني په (د رازي د کتابونو لړليک) کې د امام رازي د ليکنو شمېر ۱۸۴ ښودلې. 
د رازي ليکنې د بېروني د وېش له مخې پدې ډلبنديو وېشل کېږي.
۵۶ ليکنې په رنځپونه، ۳۳ طبيعيات، ۷ منطق، ۱۰ ليکنې په رياضياتو او نجوم کې، ۷ ليکنې په تفسير لنډيز او د فلسفي او طبي کتابونو په لنډيز کې، ۱۷ ليکنې په فلسفي او اټکلي چارو کې، ۶ ليکنې په طبيعت څخه ور آخوا چارو کې، ۱۴ ليکنې په الهي چارو کې، ۲۲ ليکنې په کېميا، ۲ په کفري چارو کې، ۱۰ليکنې په مختلفو فنونو کړي، چې ددې ټولو ليکنو شمېره ۱۸۴ ته رسېږي.




#Article 85: البانیا (215 words)


البانيا ، رسمي نوم يې د البانيا جمهوريت ( Republika e Shqipërisë ) دى . دا د بالکان ټاپووزمې په لویديځه برخه كې د ادریاتیک او (آيون) سمندرګيو پر غاړه پروت هیواد دى. د دغه هېواد نوم د  olba  له ويي څخه اخیستل شوی، چې د كلی په معنی ده. پخپله د هېواد وګړي خپل هېواد د Shqipëria) په نامه يادوي ، چې د (ګوربت ټاټوبى ، يا د ګوربت هیواد) په مانا ده.

البانيا د اوترانتو ابنا په واسطه له ایټالیا نه بېله شوې ده. د شمال او ختيځ له لوري له کوسوو ، مونتینګرو ، شمالي مقدونیه او د سويل ختيځ له لوري له يونان سره پوله لري.
د یاد هیواد پلازمینه د  تیرانا ښار دی.

قلمرو د ایلیریانو سیمه.

له تاریخي نظره البانیا څو زره کلن تاریخ لري 
په یاد هیواد کې د نو سنګیانو د زمانې آثار کشف شوي چې د ۱۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلن ارزښت لري.

د آلبانیا هیواد د ولایتونو نوملړ (د آلبانیا هیواد آیالاتونه) البانیا په ټولیزه توګه په ۳۶ ولایتونو ویشل شوی ده.

په البانیا کې مختلف قومونه میشت دي چې ترټولو لوی یې د البانیانو دی د البانیانو ترڅنګ په یاد هیواد کې بغاریان، ترکان، بوسنیایان، صربیان، کرواسیان او ایټالویان هم میشت دي. د البانیا کابو ۷۰ سلنه وګړي مسلمان دي.

له ماهوارې اخیستل شوی تصویر.




#Article 86: الجزایر (161 words)


د الجزاير د خلکو ډيموکراټيک جمهوريت (عربي: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية) , يا الجيريا (عربي: الجزائر)، د افريقا په سهېل کې يو هېواد دی چې ولسمشريز نظام لري. 

دا هېواد د افريقا په لويه وچه کې دوهم لوی هېواد دی. دا هېواد په سهېل ختيځ کې د تونس سره، په ختيځ کې د ليبيا سره، په سوېل ختيځ کې د نايجېر سره، په سوېل لوېديځ کې د مالي او ماوريتانيا او په لوېديځ کې د ماراکو سره گډې نړېوالې پولې لري, لویدیځه صحرا, په لوېديځ کې. د الجزایر اساسي قانون اسلام, عرب, او آمازيغ (بربر) هېواد. د الجېريا نوم د الجزاير د ښار د نوم نه راوتلی دی , د عربي لغت الجزائر، چې په پښتو ژباړه کې د ټاپوگان په مانا دی، دا نوم هغه څلورو ټاپوګانو خوا ته اشاره کوي چې د الجزاير د ښار د سمندر غاړې نه په سيند کې تر ۱۵۲۵ زېږيز کال پورې پرتې وې چې بيا وروسته د همدغه هېواد د وچې برخې وگرځېدلې.




#Article 87: آنګولا (317 words)


انګولا (آنګولا) , په رسمي توگه د آنگولا جمهوريتRepública de Angola), په سوېل-منځنۍ افريقا کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د نامیبیا، او کانګو دمکراتیک جمهوریت، په ختيځ کې د زمبیا هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله اطلس سمندر ته ورغځېدلې. د کابیندا ولايت چې د دې هېواد يو  دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري.

له ۱۶مې پېړۍ نه تر ۱۹۷۵ ز. کال پورې آنگولا د پورتگال هېواد يوه مستعمره وه. د خپلواکۍ نه وروسته، پدې هېواد کې د کورنۍ جگړې يوه سخته څپه پيل شوه چې له ۱۹۷۵ ز. کال نه تر ۲۰۰۲ ز. کال پورې وغځېده. دا هېواد د افريقا په وچه کې د تییل او الماس دويم لوی توليدونکی هېواد دی، خو پدې هېواد کې لا د ژوندي پاتې کېدو کچه ډېره ټيټه او د ماشوم د مړينې کچې ډېره لوړه اټکل شوې او د نړيوال وېش له مخې دا هېواد د اوسېدو په ډېر يو بد حالت کې ګڼل شوي . د ۲۰۰۶ ز. کال د اگسټ په مياشت کې  د سياسي چارواکو او په سهېل کې د کابيندا ولايت د يوه بېلتونپالې گوريلايي ډلې تر مېنځ د سولې يو تړون لاسليک شوی، چې تر اوسه پورې دا تړون فعال دی. آنګولا کې ۶۵٪ نفت د دې هېواد د خپلې سيمو نه ترلاسه کېږي او پاتې نور د باندنيو هېوادونو نه ورته راځي.

د کانګو هیواد اوسنی ولسمشر جووا لورنسو له ۲۶ د سپټمبر ۲۰۱۷م کال راهیسی د یاد هیواد ولسمشر دی. د یاد افریقایي هیواد لومړی وزیر بورنیتو دی سوزا دی.

د انګولاهیواد د پیسو واحد د آنګولا کوینز دی چې د یاد هیواد د مرکز بانک لخوا وړاندی کیږي.

د آنگولا نوم د پرتگالي ژبې نه راوتلی چې د بنټو ويی ان گولا يا N’gola نه راوتلی او په ۱۶مه پېړۍ کې د پارتگال د مستعمرو په وختونو کې د کوېمبونډوس د سلطنت ملي حکمران د لقب په مانا دی.




#Article 88: داستان (716 words)


داستان، يو ادبي ژانر دى، چې له ډېر پخوا څخه انسان ورته پام کړى او د بشر پر ژوند او فکر يې ژور اغېز اچولى دى. انسانانو په هره دوره کې د خپلو ارمانونو او هيلو د خپراوي لپاره، د هنري داستانونو جوړښت ته لاس غزولى او اوس هم ورسره مل دى، چې په دې توگه خپل فکرونه په نامستقيم ډول نورو ته ورسوي.
د دې مقولې د ارزښت په برخه کې په ديني سرچينو، په ځانگړې توگه د خداى په کلام کې له زياتو داستان ډوله نکلونو سره مخ کېږو، چې پر ځانگړنو او جوړښتونو يې خبرې کول، زيات وخت ته اړتيا لري.
له شک پرته، د اسلامي او انقلابي موخو خپرول او پراختيا، له ټولو هنري قالبونو، په ځانگړې توگه له داستان څخه گټه اخيستنې ته اړتيا لري.
ځکه چې زموږ د عقيدې او ايډيال دښمن هم هڅه کوي، له هرې وسيلې څخه په کار اخيستو، يا هم له بېلابېلو هنري قالبونو څخه په گټه اخيستو سره د انساني، فطري او ديني فکرونو، دغه راز د اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو کې ترې کار واخلي.

پر همدې بنسټ، کله چې د نړۍ داستاني ادبياتو ته کتنه کوو، الحادي او غرب ځپلې اندېښنې او خپلې هم په کې له ورايه کتاى شو. دا مهال، چې موږ د خپل ليدلوري له مخې، څانگيز او هدف لرونکي هنري ارزښتونه نه نفي کوو، په دې باور يو چې که ښکلى قالب او سمه منځپانگه(محتوا) په يوه هنري اډانه کې راڅرگنده شي، نو دغه هنري مطلب په اغېزناک ډول پيام اخيستونکو ته لېږدېدلى دى.
نو، د داستان ژور اغېز، اهميت او ارزښت ته په پام سره، د دغه هنري قالب جذابيت او اړتيا، د ارمان او ايمان پايښت گڼل کېږي.
له همدې کبله، موږ هم په دې هيله يو چې د پاک خداى په مرسته، د داستان په اړه ځينې مهمې برخې مطرح کړو، چې د داستان په اړه مو ځينې سرليکونه او نيوليکونه خپلو لوستونکو ته ټاکلي، چې دلته به وړاندې شي.
په دې بحث کې راغلي توکي، هغه څه چې بايد وي، نه دي. بلکې يوازې يو بڅرکى گڼل کېږي چې پراختيا او بشپړتيا يې د داستان په ځوانو مينه والو پورې اړه لري.
ښايي دا بحث يوازې د يوې شمعې يوه وړه وړانگه وگڼو، چې د مينه والو په زړونو کې د مينې او لېوالتيا د راپارونې په موخه، د لمر پرلوري د لار پرانيستنې لپاره بله شوې وي.
د بېلابېلو دليلونو له مخې، هڅه کوو د داستان د عناصرو په اړه بېلابېل سرليکونه ولرو. د دغو توکو راټولونه او لا پراختيا د مينه والو او لوستونکو دنده ده... په دې هيله چې دا وړه ټولگه د پلټونکو په لاسونو کې د يوه بل مشال په څېر وي، چې پرمخ پرته لار ورته روښانه کړي.

پوهېږو چې د ليکنې په برخه کې زموږ تجربه او عقل قضاوت کوي. خو د کيسې او داستان په برخه کې تر ټولو وړاندې د انسان احساس تر اغېز لاندې راځي. 
وړاندې مو يادونه وکړه، چې داستان په ننني مفهوم، ځينې ځانگړنې لري، چې له کيسې او نکلونو څخه يې بېلوي. دا مو هم وويل چې ادبي ژانرونه او ډولونه د انساني توکم په شان سره توپير لري، چې نن يې ډلبندي هم په اسانۍ سره نه شي کېداى.
په هر صورت، نن داستان ته هم د کيسې نوم ورکول کېږي. خو په دې صورت کې، له کيسې څخه موخه هماغه ادبي ډول دى، چې نن ورته داستان وايي.
داستان په حقيقت کې، د پېښو يوه ټولگه (مجموعه) سره رانغاړي، چې په طبيعي ډول سره اوډل شوې وي او په ذهنونو کې يوه نتيجه يا نتيجې پرځاى پرېږدي. داستان، حقيقت خوښوونکى دى. يانې له افسانې سره يې توپير همدا دى، چې داستاني پېښې له ذهن څخه په بهرنۍ نړۍ کې د پېښېدو وړ دي. له همدې کبله، د دغسې داستانونو ليکنه، يوې ځانگړې تگلارې ته اړتيا لري، چې وکړاى شي، وخت، ځاى، پېښې، کسان، د ويلو ډول او نورې داستاني ځانگړتياوې په اغېزناک او غوره ډول انځور کړي.
د داستان په برخه کې بېلابېلې ډلبگندۍ شوي، چې هره يوه د پام وړ ده. کولاى شو داستان په لنډو، نيمه اوږدو، اوږدو، انځوروونکو، تاريخي، اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او پوليسي ډولونو ووېشو. دغه راز د رښتياپالنې يا نه پالنې له مخې هم کولاى شو داستان پر څو برخو ډلبندي کړو. بشپړې ډلبندۍ هم شته، چې وروسته به يې يادونه وکړو.

دا لاندې موضوع گانې د داستانونه ټکی کام څخه اخستل شوي دي. 




#Article 89: د كيسې موضوع (428 words)


هغه نوې په زړه پورې موضوع، چې په فني، هنري او تكنيكي بڼه نه وي ليكل شوې او كه هغه موضوع، چې تكراري وي، بې كاره وي؛ خو په هنري، فني او تكنيكي شكل كښل شوې وي..
مخته تر دې چې د كيسې پر موضوع خبرې وكړو. اهميت يې څركند كړو. هغه لارې چارې وڅېړو، چې د هغو په مرسته موضوع پيدا كوى شو، د پرمختگ وسايل، چې جوت كړو، د پېچلي توب او نه پېچلي توب په اسبابو يې وژغېږو، د موضوع د ليكلو چپل زده كړو، پر جوړښت يې رڼا واچوو تر دغو ټولو مخته غواړم يو ځلغنده نظر پر تحليلي او تركيبي كيسو تېر كړم.
په تېرو پاڼو كې مو ونغوتله، چې تحليلي كيسه ځانگړى استعداد غواړي او مبتدي ليكوال كيسه ليكل په تحليلي كيسو نه شي پيلولى؛ خو ددې مطلب دا نه دى چې ساه كيسه تر تحليلي بې كاره او اسانه ده. ساده كيسه هم يو ډول خاصې پوهې او قدرت ت اړتيا لري تر څو د گڼو لوستونكيو رضايت لاس ته راوړي.
لوستونكي د موضوع يو اړخ دى. او د ليكوال برياوې د لوستونكيو له شمېر او سويې څرگندېږي.
نوى ليكوال په اولو وختونو كې اړ دى، چې ډېرو لوستونكيو ته ليكنه وكړي او بيا ورو ورو جگ پوړيو ته خبر ورسوي هغو ته، چې تحليلي كيسې خوښوي، د گڼو لوستونكيو د موندلو لار دا نه ده، چې ليكوال جنسي كيسو ته مخه كړي د ژڼيو او پېغلو د جذبولو لپاره يې وليكي جنسي ليكنې تر غونډو ليكنو اسانې او جنسي كيسې تر ټولو كيسو ساده دي. كوم ليكوال، چې د جنسي ليكلو په مرسته گڼ ژڼي لوستونكي پيدا كوي د هغوى ستاينه دوى د جگ پوړيو ليكوالو په ليكه كې نه شي درولى. كه څه هم مينه د كيسې يو مهم توكى دى او گڼې كيسې پر دې عاطفې كښل شوې دي لېكن ليكوال او په ځانگړې توگه نوى يو بايد دا عاطفه په مهذبو اسلوبو او فني ډول انځور كړي تر څو د پاخه لوستونكي تر پام بده نه  شي او ځوان لوستونكى يې خوښه كړي.
يو ځل بيا تحليلي كيسو ته ورگرځو، تحليلي كيسې ځانگړى قدرت، استعداد او فكر غواړي، چې د نبوغ او عبقريت حد ته رسي دغه كيسې ځانته لوستونكي لري داسې لوستونكي، چې پر كيسې پوهېږي، له اروا پوهنې خبر وي او د ليكنې په باريكيو يې سر خلاصېږي.
تحليلي كيسې عام لوتونكيو ته هغوى ته چې مختلف كلچرونه، ذوقونه او نظريې لري په زړه پورې نه وي؛ خو كله چې په دغه كيسې كې تلوسه زياته شي، په ښه فني شكل او اسانه اسلوبو وليكل شي خاص او عام يې ستايي او خوښوي.

بله برخه




#Article 90: شاهد آفریدی (170 words)


محمد شاهد خان آفریدی  ( په اوردو ژبه صاحبزادہ محمد شاہد خان آفریدی ) (په انگرېزي ژبه Shahid Afridi) د کريکټ لوبې يو وتلی لوبغاړی دی.دی د کوهاټ په نوم د خيبر پښتونخوا سيمه کې يوې پښتني کورنۍ کې زېږېدلی ، خو ځان پاکستانی گڼي. شاهد آفریدی  د پاکستان کريکټ لوبډلې ته ډېرې لاسته راوړنې راوړي . 

شاهد خان آفریدی چې په اوردو ژبه په افريدي نوم باندې يادېږي په کرېکټ کې يو د ولوليزې ځانتيا لرونکی لوبغاړی دی ، په لوبه کې تل په ولولې سره لوبېږي او د توپ ډنډه په ډېره تېزه سره کاروي  . 

شاهد خان آفریدی خپلې لومړنۍ زده کړې تر ۹م پورې ترسره کړي نورې لوړې زده کړې نه لري او بيا يې کريکټ لوبې ته مخه کړې . 

کله چې دی په لومړي ځل د کريکټ په يوې ورځينۍ نړېوالې لوبې کې ورگډ شو نو يې د سريلانکا سره په لوبه کې په ۳۷ گېندونو د سلو شمېرې يا منډې جوړې کړي ، چې دا د تر ټولو تېزو منډو ريکارډ دی .




#Article 91: هندويزم (120 words)


هندویزم (سانسکريت/هندي:  چی همدارنگه د د سنتانا درما  - ,او ویدیکا درما  - ) په هم یادیږی، په ټوله نړی کې یو ستر مذهب دی چی د ویداس پر بنسټ منځ ته راغلی چې په ټولیز ډول د یوه لوی او لرغوني دین په توگه اوس هم په ټوله نړۍ کی پیروان لری.

هندویزم  په نړۍ کې دریم ستر دی چی درې زره کاله لرغونتوب او په ټوله نړۍ کې ۹۰۰ میلیونه پیروان لري

د هندويزم کتابونه په دوه برخو کې بېل کړې شوي دي۔يو شروتي او بل سمريتي

شروتي هغه کتابونه کوم چي هندويزم منونکي خلک د خدې پاک کلام گڼي۔ په دې کې مهابارت،راماين شامل دي۔

هغه کتابونه کوم چې د عامو خلکو نه نقل کړې شوي دي۔




#Article 92: مسيحيت (1076 words)


عیسویت یا مسیحیت یا نصرانت يو ابراهيمي دين دی. اوسني، مسیحیان توبه استغفرالله حضرت عيسی  (ع) خدای او هم د خدای (ﷻ) زوی گڼي. همچنان، عیسویان په تثليت عقيده لري - یعنې چې مسيحيان درې خدايان مني. لومړی الله تعالی، دویم حضرت عيسیٰ ابن مريم (ع)، او درېيم روح القدس يعنې حضرت جبرایيل (ع) .په نصرانیانو کې ځینې فرقې داسې هم شته چې هغو نعوذبالله بي‌بي مريم (ع) هم د خدایي برخه گڼي. داسې فرقې هم شته چې هغو حضرت عيسیٰ عليه السلام صرف د الله نبي او رسول گڼي لکه څنگه چې د مسلمانانو عقيده ده.

نصرانیت هماغه دین دی چې الله ج د حضرت موسی علیه السلام د دین د بشپړیدو په خاطر په حضرت عیسی علیه السلام رانازل کړی و. دغه دین بني اسرایلو ته راغلی و چې هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو له بده مرغه چې د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل او دغه دین یې له اسماني بڼې نه واړاوه.

حضرت عيسیٰ علیه السلام په اسلام کې د پنځو عظیم پیغمبرانو نه دی، یانې الوالعزم - (۱) حضرت محمد مصطفیٰ (ص)، حضرت ابراهیم (ع)، حضرت موسیٰ (ع)، حضرت عیسیٰ (ع)، او حضرت نوح (ع). یو مسلمان د ھغه پورې مسلمان نه شي کیدای چې د څو پورې ھغه حضرت عیسی (ع) نه مني.

ددغه دین پیروان مغلوب او کمزوري و، ځکه چې له پیل نه پرې دښمنانو یرغل کړی وو، یهودو عیسیعلیه السلام تعقیباوه او د هغه د وژنې تصمیم یې ونیو،خو الله ج ترې نه وژغوره خو پیروان یې تر پایه د یهودانو لخوا تر تعقیب او تعذیب لاندې و.

نن هغه انجیل چې الله ج نازل کړی وو په مختلفو بڼو وجود لري چې موضوعات یې له یو بل سره تضاد او ټکر لري، یو انجیل هم په مستقیم ډول د عیسی علیه السلام له خولې نه ندی لیکل شوی، پدې سربیره چې هغه له منځه تللی بلکې د روایت هغه عادي شرطونه چې یو آسماني کتاب یې غوښتنه کوي هم په اوسنیو انجیلونو کې نشته، ځکه چې دغه ټول آسمان ته د عیسی علیه السلام له پورته کولو نه وروسته لیکل شوي دي، نه یې لیکوال معلوم دی او نه هغه سرچینه چې دوی پرې تکیه کړې ده.

یهودی پولس د حضرت عیسی علیه السلام او دهغه د دین له سرسختو دښمنانو نه وو په ډېره چالاکۍ سره وتوانیده څو ځان په مسیحیانو وتپي او پدې توگه یې د دښمنۍ له امله په انجیل کې لاس وواهه او پوره تحریف یې پکې وکړ، دغه دین یې له خپل اصلي شکل او بڼې نه وویست او شرکي عقاید او تصورات یې پکې داخل کړل، لکه:

مسیحیان په الله ج باندې ایمان لري خو حضرت عیسی علیه السلام او حضرت جبرائیل علیه السلام ورسره شریکان نیسي ، چې پدې اړه هم د هغوی د کلیساوو ترمینځ ستر اختلاف موجود دی، بداسې حال کې چې الله ج ورته وایي:

عیسویان په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به حساب او کتاب حضرت عیسی علیه السلام ته وسپارل شي، پداسې حال کې چې خدای ج وایي:

صلیب د عیسویانو نښه ده او دوی یې سپېڅلې گڼي او سوچ کوي چې حضرت  عیسی علیه السلام په دار ځړول شوی دی، پدې اړه یې هم له حقیقت نه لرې خرافاتي داستان جوړ کړی دی چې: کله چې حضرت آدم علیه السلام له هغې ونې نه چې دی ترې منع شوی وو خوراک وکړ نو گناه یې د هغه اولاد ته نقل شوه نو الله پاک د حضرت آدم علیه السلام ټول اولاد ته په غوسه شو، خو ددغې گناه د جبران لپاره او د ټولو انسانانو د نجات لپاره یې خپل یوازینی زوی (حضرت عیسی علیه السلام ) په دار وځړاوه او حضرت عیسی علیه السلام هم په خپله خوښه دار ته پورته شو، نو د انسانانو گناه معاف شوه.

پداسې حال کې چې فرآن کریم ددغې غلطې او خرافاتي عقیدې په رد کې وایي:

عیسویان چې کله گناه وکړي نو بیا د یوه دیني شخصیت په وړاندې په خپله گناه اعتراف وکړي نو دوی عقیده لري چې پدې سره به یې گناهونه معاف او عذاب ترې ساقطیږي.

عیسویان په دې باور لري چې حضرت عیسی علیه السلام له دار ځړیدو نه یوه شپه وړاندې خپل دوستان راټول کړل او په ټولو یې شراب او ډوډۍ وویشله نو ځکه خو اوس عیسویان هم یوه شپه راټولیږي ، شراب او ډوډۍ خوري او فکر کوي چې دغه شراب او ډوډۍ یې د حضرت عیسی علیه السلام وینه او غوښه وخوړله او دغه څه چې د چا خیټې ته لاړل نو حضرت عیسی علیه السلام یې له ځان سره گډ شو.

په داسې حال کې چې تورات د خنزیر غوښه حرامه کړې ده دوی هغه حلاله کړه، د انسان ختنه کول چې رواوو دوی حرام کړل او شراب یې هم حلال کړل.

کلیسا خپلو خلکو ته د پیسو په بدل کې د جنت ټکټ ورکوي چې د خریدار گناه پرې معاف شي او په جنت کې یوه نمره ځمکه ورته ورکړل شي.

تنصیر دیني و سیاسي او استعماري حرکت دی چې د نړۍ په مختلفو وگړو کې د مسیحیت دین خپرول غواړي ، هغوی له خپل استعمار لاندې راولي او دغه ته بیا دوی د تبشیر نوم ورکوي چې معنا یې زیری ورکول دي.

مسیحیان چې غواړي مسلمان له دین نه واړوي نو له درې پړاوونو نه یې تیروي:

د مسیحیانو د تنصیري پروسې وسایل په لاندې ډول دي:

خدای تعالی ټول پیغمبران د انسانانو د لارښوونې لپاره استولي دي تر څو خلک له تیارو نه رڼا ته، له گمراهۍ نه هدایت ته، له باطل نه حق ته او له شرک نه توحید ته وباسي، د وروستني پیغمبر حضرت محمد مصطفیصلی الله علیه وسلم له بعثت نه وړاندې به هر پیغمبر یوازې یوه قوم او یوې سیمې ته راتللو او شریعت به یې هم په هماغه قوم پورې ځانگړی ووخو وروسته د خدای پاک فیصله داسې شوه چې دغه سلسله په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې پای ته ورسوي او د هغه دین نړیوال او شامل او کامل دین وگرخوي او همداسې وشول، نو د اسلام په راتگ سره ټول پخواني دینونه ختم شول، یوازې اسلام به ترقیامت پورې د الله ج حق دین وي او له اسلام پرته بل هیڅ دین هم الله(ج) ته د منلو ندی او که څوک په بل دین وي نو هغه به په گمراهۍ او تاوان کې وي ، خدای (ج) فرمایي:

نو پدې بنسټ مونږ مسلمانان باید د الله(ج) شکر ادا کړو چې په حق دین ( اسلام ) باندې یې پیدا کړي یو ، باید پر اسلام وویاړو ، عملي یې کړو او نور لارورکی بشریت هم ورته راوبلو.




#Article 93: عمران خان (117 words)


عمران خان نيازی (په انگرېزي:Imran Khan Niazi )د اکرام الله خان نيازي زوی يو پاکستانی سياستوال اود کرکټ پخوانی لوبغا‌ړی دی. نوموړی د شلمې پېړۍ په اخر کې د دوو لسيزو لپاره په نړيوال کرکټ کې لوبې کړي.د کرکټ څخه د تقاعد کېدو وروسته يې سياست ته مخه کړه هغه د سياست برسېره يو بشردوست، کرکټ پوه، د انگلستان د بريډ فورډ پوهنتون ريس (chancellor) او د شوکت خانم روغتون او څېړنيز مرکز بنسټگر اود چلوونکې ډلې مشر دی. عمران خان د پاکستان کرکټ لوبډلې تر ټولو بريالی کپتان وو چې ۱۹۹۲ کې يې د هېواد نړيوال جام گټونکې مشري کوله، دا وخت عمران خان د پاکستان د ټولو نه غټ سياسي گوند تحريک انصاف مشر دې۔




#Article 94: منځنۍ پېړۍ (1165 words)


په  پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني  کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ  له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ  په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د  فارياب ، بادغيس   لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته (   ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ .                  
د غور په گاونډيو  ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د  څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي  د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي  ، د  بيلگي په توگه په فارياب  کي د دشلې  لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې  پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت  کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې  تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري .
هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار  کې د يوناني  طبيب  کتي سيس  ( Ktesies ) يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه ) 
په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته  ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې  ، ورو ورو خپل کړې چي  يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia)  ياد ساکانو د سيند هيواد  نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه  د کيپين   ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ  . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢  تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس  په  ٤٠ _ ٤٥  تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود .
د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې  کړې  ،  او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايگاه ) وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل  هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي  هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . 
د تاريخي متونو پر بنسټ  د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده  واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او  د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو  د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري  ( ٣٨ هجري  ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي  او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢  پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه  ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) امير کروړ ( جهان پهلوان ) ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان  ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي  ، او د افغانستان  په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې  لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه  قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال ) ( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بهاالدين سام  ( د واکمنۍ نېټه  ٥٤١ هجري  = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غياث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهاوالدين غوري ( ٦٠٧ هجري ) سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور  يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده  .
په دې ليکنه کي  د همدې  کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو  چي  د هيواد په تاريخي او هنري  سرليکونو کي يې  ارزښت ځانگړۍ دۍ .




#Article 95: مختاريخي زمانه (206 words)


د ټولنيزو پو هو بر لاسي پو هان د انساني تاريخ ټول مهال په دوو لويو برخو ويشي چي لومړې برخي ته د انسان او انساني ټولنو لرغونی پير او دوهمي برخي ته يی د انساني ټولنوتار يخي پير نوم ورکړيدۍ . د انسان او انساني ټولنو د لرغوني پير څيړنه او پيژ ندنه د لرغونپوهني دسپلين په مرسته تر سره کيږی . لر غونپوهان د خپلو څيړنو ساحه په دريو لويو پيرونو ويشي او هر لوې پير د ﻻ ښه پو هيدنې په نيت په ﻻندي مهالونو ويشي :

 

 

د لر غونپوهانو او مو رخينو پر دي ټکي يوالي شته چي د دي دوو لويو پيرونو بيلتون او جلا والۍ په بنسټيزه توگه هغه وخت کيدونکۍ بريښي چي د څيړنی لپاره يوه وړوکی ساحه وټاکل شي او که په ټوليزه توگه د يوه هيواد او يا يوي لويی وچي په اړه د څيړني خبره را منخ ته کيزي په هغه حال کي د لرغوني پير او تاريخي پير ترمنځ د کرښي ټاکلۍ يا کال او نيټه نشي په گوته کيدلاي . د دي لنډ ي سريزي په نظر کي نيولړ سره د افغانستان د لر غوني زمانی په باب اړين مطالب تر تيب او درنو لوستونکو ته د در ناوي سره يوځای وړاندي کيږي .




#Article 96: نوی پېر (215 words)


د افغانستان تاريخ اوسنۍ زمانه د افغانستان د پيدايښت او پراختيا سره يو ځای پيل کيږی . د مورخينو او څيړونکو باور دادې چي د افغانستان اوسنۍ زمانه کيدای شي ډير بابونه او سر ليکونه ولری ، د دي وينا د سپيناوی لپاره په اوسنۍ زمانه کی د افغانستان ستراتيژيک ارزښت ته پام اړوی . د دي سره سره زيات شمير مورخين د افغانستان د اوسنۍ زمانې په تاريخ د ښه پوهيدولو په نيت يوازی په څلورو لويو سر ليکونو کی د دي پير بيان او وضاحت کړيدۍ :

لومړۍ : د افغانستان او افغاني امپراتورۍ پراختيا
 
دوهم : کورنۍ شخړې او بهرنی يرغلونه 

دريم : بيا خپلواکی او اماني پير

څلورم : ننه نۍ زمانه 

د اڅرگنده ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ ټول اړخونه يوازی تر پورتنيو سر ليکو نو لاندي نه شي مطالعه او څيړل کيدلای،د ياد شوو سر ليکونو دا ټاکنه يوازی د لومړۍ افادی په توگه وړاندي کيږی . د يو بل اړين مطلب يادونه هم په کار ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ هغه څلورمه برخه چي ننه نۍ زمانې ته بيله سويده ، هغه به د يو بيل څپرکي په توگه تر بحث او څيړنی لاندي وی ، په کار ده چي د ابرخه د درنو لوستونکو په گډون فعاله وساتل شې .
باوري




#Article 97: عبدالکلام (699 words)


ډاکټر ابولفقير زين العابدين عبدالکلام  (تاميل: அ.ப.ஜ. அப்துல் கலாம்; په هندي: अवुल् फ़किर् ज़य्नुल् अबिदीन् अब्दुल् क़लाम; په ١٥ د اکتوبر، ١٩٣١ کال کې د هندوستان په تاميل ندو کې زېږېدلی دی. نوموړی چې په لنډه توگه د A.P.J. Abdul Kalam په نامه سره هم يادېږي د هندوستان ولسمشر دی. د ولسمشرۍ سره سره هغه يو ډېر نوميالی ساينسپوه او انجنير دی چې د خلکو په مېنځ کې د هندوستان توغوندی سړی يا the Missile Man of India په نامه هم يادېږي.

عبدالکلام د تاميل ندو په رامسوارام دهنوشکودي کې په يوې کاريگرې مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپل بری ليک د اېروناټېکل انجنيرۍ کې د مدراس تخنيکي انسټېټيوټ نه په ١٩٥٨ کال کې ترلاسه کړی. د فراغت نه وروسته نوموړی د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم کې د هوورکرافټ پروژې کې د کار لپاره وگومارل شو. په ١٩٦٢ کال کې عبدالکلام د هندوستان هوايي څېړنيز تنظيم ته ولاړ او د مصنوعي سپوږمکيو په جوړولو او توغولو کې يې کاميابه ونډه درلوده. 

د هندوستان د لومړنۍ سپوږمکۍ د توغولو گاډۍ (Satellite Launch Vehicle (SLV-III پروژه کې د لارښود په توگه ده ډېره اهمه ونډه درلوده او په کاميابۍ سره يې دا پروژه سرته ورسوله، او همداسې د جولای په مياشت، کال ١٩٨٠ کې د روهيني سپوږمکۍ د زمکۍ نژدې مدار کې د ځای پر ځای کولو کاميابه کړنه هم دده له برکته وه.

په ١٩٨٢ کال کې يو ځل بيا عبدالکلام د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم ته د لارښود په توگه راستون شو، او دا ځل يې د توغنديو په جوړولو غور وکړ. هغه د آگني او پرېتوي نومي توغنديو د پرمختگ او اداره کولو مسول وه او همدا ددې سبب وگرځېده چې د ښه کار په پايله کې د هندوستان د توغندي سړي نوم ورکړ شو.

د ١٩٩٢ کال د جولای په مياشت کې عبدالکلام د هندوستان د دفاع وزارت ساينسي سلاکار شو. د هندوستان د حکومت د اهم ساينسي سلاکار په توگه د وزيرانو د کابينې په رتبه کې پاتې شو. د هغه کارونه ددې لامل وه چې هندوستان د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٨ کال کې د پوخران-II کاميابه هستوي ازمېينه ترسره کړه او په همدې توگه هندوستان د نړۍ د هستوي وسلو په هېوادونو کې وشمېرل شو. ډاکټر کلام د کابينې د ساينسي کوميټې سلاکارانو مشر هم پاتې شوی او د هندوستان د ميلېنيم مېشن ٢٠٢٠ يا د زرکلنې مقصد ٢٠٢٠ لارښوونه يې هم کړې.

ډاکټر عبدالکلام د اکاډميکو زده کړو پسې روان شو او په آنا پوهنتون، چېنای کې د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتې نه د تخنيک او ټولنيز بدلونونو پروفېسر شو او په همدې توگه د درس ورکولو سره سره په ډېرو څېړنيزو کارونو باندې بوخت وه. په هر صورت دده ترټولو غوره او اصلي مقصد دا وه چې د هېواد د لا پرمختگ لپاره د ځوانانو په ماغزو کې ډيوې بلې کړي او هغوی وروزي.

اوس ډاکټر کلام هندوستان د يوولسم ولسمشر دی او د ٢٠٠٢ کال د جولای د ٢٥ نېټې راهيسې پخپلې دندې بوخت دی.

ډاکټر عبدالکلام يو بې جوړې سړی دی چا چې تر اوسه پورې د دېرشو پوهنتونونو نه دوکتوراگانې ترلاسه کړي دي او په همدې توگه د هندوستان درې لويې ملکي جايزې هم ترلاسه کړي. د پدما بهوشان جايزه يې په ١٩٨١ کال کې ترلاسه کړه، د پدما وبهوشان جايزه يې په ١٩٩٠ کال کې او په هندوستان کې تر ټولو لويه ملکي جايزه چې د هېواد کې د اعلی چوپړ په پايله کې ورکول کېږي د بهارت راټنا جايزه ده چې نوموړي په کال ١٩٩٧ کې لاس ته راوړه. پدې لنډو وختونو کې يې د يو بل پوهنتون نه د ستاينزي دوکتورا د اخيستلو نه لاس په سر شو او دا ادعا يې لرله چې دی د همدومره لاس ته راوړنو نه ډېر راضي دی چې په ژوند کې د ډېر زيار په گاللو ور په برخه شوي.

ډاکټر عبدالکلام د هندوستان په تاريخ کې لومړنی ولسمشر دی چې په اوبتل کې يې سفر کړی دی. په ١۴ د فبروري ۲۰۰۶ کال عبدالکلام د (آی ان اس سندهوراکشاک)(INS Sindurakshak) يو روسي جوړ شوی اوبتل ته د ويشاکاپتانام سمندري بېړۍ اډې نه وخاته. د هغه د سفر موده څه کم درې نيم ساعته وه. چې په دغه مهال کې د هندوستان ولسمشر د بېړۍ املې سره غرمنۍ هم يوځای وخوړله.




#Article 98: اپلاتون (153 words)


اپلاتون (يوناني: Πλάτων, Plátōn) (c.427–c.347 BC) يو ډېر زيات اغېزناکه لرغونې يوناني فېلسوف او د سكرات زده کوونکی وه چې د خپل استاد، د سكرات د اندونو نه متاثره شوی و. هغه يو تکړه شمېرپوه او د فلسفي ديالوگونو ليکوال او په آتېن کې د اکادمۍ بنسټگر دی، چې ارستو هم په نوموړې اکادمۍ کې زده کړې کړي.

افلاطون به په پراخه کچه په اکادمۍ کې په زده کړو ورکولو بوخت وه خو د دې ترڅنگ به يې په ډېرو فلسفي چارو لکه سياست، اخلاقيات، مېټافيزيک او منېق ليکنې هم کولې. دده ترټولو اهمې ليکنې دده ډيالوگونه دي، که څه هم چې دده نه راپاتې ډېرې لېشناکې او لطيفې خبرې او نکتې هم راپاتې دي او ځينې ليکونه هم د هغه د وختونو نه راپاتې دي کوم چې ده پخپل لاس کښلي. تاريخپوهان پدې اند دي چې د افلاطون ټول معتبره ډيالوگونه د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بچ او خوندي پاتې شوي.




#Article 99: سوقرات (2733 words)


سوقرات (يوناني:  , Sǒcratēs; ۴۷۰–ز م.ز.پ) يو لرغونی يوناني فېلسوف ؤ چې د غربي فلسفې د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سوقرات په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سوقرات انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سوقرات يو بشپړ انځور نه دی راڅرگند کړی خو د هغه ډيالوگونه موږ ته سوقرات د يو ښوونکي په توگه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنگه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سوقرات بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنگۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سوقرات په مخالفت کې راپورته شول او داسې انگېرنې يې کولې چې سوقرات زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توگه د ټولنې پر خلاف راڅرگندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سوقرات په سر کې ازانگې وهي. خو سوقرات يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي. 

د سوقرات د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي. چا چې د هغه د ژوند پېښې بيان کړي، داسې وايي چې که څه هم چې د سوقرات د محاکمې په پای کې هغه ته د هېواد نه د شړلو اختيار هم ورکړ شوی وه خو هغه د شوکران زهر څښل پخپله خوښه وټاکل as he believed to go into exile would both further dishonor the agreement he had willingly made to abide by the laws of Athens, and that he would fare no better teaching in other cities.

(469_ 399 تر ميلاد وړاندې)

د اتن ښار د ښکلا او بدرنگۍ يو هېښوونکى ترکيب دى. يو خوا مرمرينې ماڼۍ او د سرو زرو مجسمې سترگې برېښوي، بل خوا انسان تر زنگنو پورې په خټو او لوښو کې ښخېږي. د ښار اوسېدونکي هم بېلابېلې مفکورې لري. دوى ټول له پيدايښت، ايجاد او پايښت څخه يو ډول پټېږي. له يووالي سره مينه ښيي، خو سياسي ژوند يې له ستونزو او ناخوالو څخه ډک دى. له خدايانو سره په راز و نياز بوخت دي، خو د خپلو گاونډيانو په تېرايستلو کې بيړه کوي.

يو وحشي ملت دى، خو استعداد لري. په خپل هنر کې غښتلي دي، خو له يو بل سره يې کړنلاره د وحشيانو په څېر ده، د مجسمې په جوړولو کې که د مجسمې يوه گوته نيمگړې وي، نو لويه گناه يې گڼي، خو د دښمن د يرغمل شويو (اسيرانو) د گوتو په پرې کولو وياړي او دا کار هېوادپالنه گڼي.

دا خلک د محکمې پر لوري چټک گامونه اخلي، چې د خپلې دورې د يوه هوښيار او مدبر انسان په حق کې قضاوت وکړي.

دا هغه خلک دي چې څو کاله وړاندې يې د خپل عصر يو نوميالى مجسمه جوړوونکى (فيدياس)[2] په يوه جوړ شوي (ساختگي) تور، د زندان د تورو تمبو تر شا په مرگ محکوم کړ.

نبوغ په لرغوني اتن کې يو خطرناک او زهرجن زړى دى، کله چې د محکمې تالار ته ورگډېږو، د قاضيانو يو پنځه سوه کسيز پلاوى پر خپل ځاى وينو، داسې ښکاري لکه چې يوه لويه ډله چې د بغاوت او خواشينۍ د خپرولو لپاره ټاکل شوې وي، نه د محاکمې لپاره.

غونډې رسمي بڼه نيولې ده. درې تنه شکايت لرونکي غواړي چې پر خپلو خبرو پيل وکړي، تورن کس اصلي ځاى ته راولي، د خلکو شور او ځوږ د تالار فضا پر سر اخلي، خو سوقرات ارام او غلى ولاړ دى.

فيلسوف په تالار کې تر ټولو غوره شخصيت دى. که څه هم د خپل عمر اويا کاله يې تر شا پرېښي، خو د يوه څلوېښت کلن سړي غوندې تکړه ښکاري. دى ټول عمر تر شنه اسمان لاندې په زده کړه بوخت و، ځکه يې رنگ زيتوني بڼه غوره کړې ده. گرځنده او بې مزده حکيم دى، پکه ککرۍ او لوڅې پښې يې يوې ټيټې ”برونزي“ مجسمې ته ورته دي، خړه ږيره، گرده پزه او ننوتى تندى، هوښيارې او مهربانې سترگې، پنډې شونډې او له بدگومانۍ څخه ډکه مينه ناکه موسکا، دا نيمايي دېب او نيمايي پرښته موجود، انسان تر خپلې اغېزې لاندې راولي. روښانه ديد يې تر ټولو حاضرينو پورې رسېږي، داسې يو ديد، لکه د يوه مهربانه پلار نظر چې د خپل نالايقه اولاد پر لوري يې ورواړوي. هغه کم عقله او ساده اولاد چې يوازې د شر او فساد لپاره لوى شوى وي.

سوقرات به چې کله د هغو له کړاوه ډکو او نمجنو څېرو ته وکتل، رحم به پرې برلاسى شو او داسې ورته اېسېدل، لکه دې وگړو چې د ژوند کرغېړنه او له ستونزو ډکه دوره ترشا پرېښې وي. يو اوږد او له تلفاتو ډک عصر.

تر يوه ديکتاتور حکومت وروسته يو انقلاب رامنځته شوى او د انقلاب پرضد کړنلارې د يوه داسې حکومت راوستلو ته لار پرانيستلې وه، چې ځان غوښتونکو او متکبرو واکمنانو منگولې پرې لگولې وې.

که ټول يو پر بل بدگومانه شي، د حيرانۍ وړ خبره نه ده. د حيرانوونکو پېښو کمى نه شته، دومره چې د خلکو د عقل پر روغتيايي حالت يې اغېز کړى دى.

هر څوک چې د فکر کولو زړورتيا ولري، په محکمه کې به له دردوونکي برخليک سره مخ شي.

بيړه وکړئ، محاکمه پيلېږي!

(2)

منشي د دعوه ليک په لوستلو پيل وکړ:

ناست خلک حيرانېږي، يو ځوان تر شونډو لاندې کرار خپل ملگري ته وايي:

سوقرات پر خپل ځاى غلى ولاړ دى، دى به پر خپل وار سره د دغو دعوو ځواب ورکړي. د اوس لپاره يې غوره گڼلې ده، چې غلى وي او شکايت لرونکي خپلې خبرې بشپړې کړي.

د شکايت لرونکو مشر ”انيتوس“ يو چرم پلورونکى دى. نوموړى له سوقرات سره شخصي کينه او دښمني لري، خو زوى يې د دې زاړه فيلسوف ټينگ پلوى دى. انيتوس تور لگوي، چې سوقرات د هغه زوى تېر ايستلى او زلمى يې له سمې او گټورې لارې څخه بې برخې کړى دى. هغه غواړي چې دا مفسد استاد يې زوى، بېرته د چرم پلورنې کار ته راوگرځوي. خو دا يې اصلي موخه نه ده، نورو دعوه کوونکو هم هيله لرله، چې سوقرات له منځه ليرې کړي.

سوقرات د ځواکمنو پر لار يو اغزى و، کله چې دعوه کوونکو د سوقرات پرضد اسناد وړاندې کړل او قاضيانو ته يې هغه د يوه فتنه پلټونکي انسان په توگه وروپېژانده، دا حقيقت په ښه توگه څرگندېږي. هغه څوک چې له وېرې پرته، په ازاده توگه خپل فکر په نورو کې خپروي. داسې افکار چې د ځوانانو اخلاق کمزوري کوي او د زړو کسانو امن ته ستر گواښ پېښوي.

خو د اتن اوسېدونکي په دې خوښ نه وو، چې سوقرات ته دې د مرگ سزا واورول شي. شکايت لرونکو په خپلو خبرو کې سوقرات ته د تېښتې لار پرانيستې وه. پروفيسور کولاى شول له دې لارې څخه گټه پورته کړي. د هغوى هڅه دا وه چې يوازې يې ژبه وربنده کړي. نه دا چې ژوند ورڅخه واخلي.

دې کار ته د اتن قوانين هم چمتو وو. انيتوس د خپلو خبرو په پاى کې د محکمې له پلاوي څخه وغوښتل چې که سوقرات وغواړي سزا به يې راټيټه کړي او دا غوښتنه د اتن د اوسېدونکو له روحيې سره سمه وه.

په دې توگه سوقرات د خپل راتلونکي په ټاکنه کې برلاسى و. ده کولاى شول د مړينې پرځاى د خپل هېواد پرېښودلو لار غوره کړي. تمه کېده چې د محکمې پلاوى به هم د ده دويمې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

خو سوقرات به څه وکړي؟

(3)

مخکې تر دې چې سوقرات د ځان په دفاع راپورته شي، پر ټول تالار چوپتيا واکمنه وه. که څه هم اوس مهال موږ په دې فکر کې يو، چې سوقرات به څنگه د ځان دفاع وکړي، خو لومړى به د هغه پر تېر ژوند يو ځغلند نظر واچوو او کېدى شي دا معلومات راسره مرسته وکړي، چې سوقرات د خپل ځان دفاع پر مهال څه وايي.

د سوقرات د تېر ژوند په اړه معلومات به په همدې تالار کې د سيلانيانو په خبرو کې ولټوو، داسې ښکاري چې په دې برخه کې د سپين ږيرو خبرې راسره مرسته وکړي:

يو بوډا، يوه ځوان ته وايي: ”زه د اسپارتيانو په وړاندې په جگړه کې د سوقرات ملگرى وم. د هغه زغم د حيرانتيا وړ و. په ساړه ژمي کې چې د ځمکې مخ کنگل او سپينو وارو پوښلى و، ټولو خپلې پښې پټې کړې وې، خو سوقرات په داسې حال کې چې سندرې يې ويلې، په لوڅو پښو لار لنډوله. داسې ښکارېده لکه غوښتل يې چې په خپلو څپړو د خاورو سطحه لمس کړي. هغه ته يخني، لوږه، ستړيا، پوچ پاش ويل، هرڅه د زغملو وړ وو، ستړيا او ستومانۍ به يې يا په بې پروايۍ او يا هم په موسکا بدرگه کولې“.

يو بل ځوان زياتوي: ”هو! داسې ښکاري لکه هېڅ شى چې يې نه ځوروي يخني، لوږه، ستړيا..“

درېيم تن زياتوي: ”له دغو ټولو سره- سره يې تل شراب هم په لاس کې وي، ما د هغه په څېر کوم بل بنيادم نه دى ليدلى“.

يو بل تن چې بڼه يې د مصريانو په څېر ده، وايي: ”ما د سوقرات د دوستانه بزم په اړه چې ډېر مشهور دى، ډېر څه اورېدلي دي. زه غواړم هغه مېلمستيا ياده کړم، چې په هغې کې سوقرات خوړل، څښل او تر سپېده چاوده پورې له خپلو ملگرو سره د مينې په خبرو اترو بوخت و...“

يو زوړ سړى د هغه خبره ورپرې کوي:”...ته وايې چې هغه تر سپېده چاوده پورې ويښ وي؟“.

_ ”هو! ټول مېلمانه په درانه خوب بيدېدل، خو سوقرات به وروستى غوړپ د ”اپولو“/Apollo په نوم چې د رڼا الهه ده، پر سر اړاوه او د زده کړې لپاره به کوڅو ته وت...“.

د سوقرات يوه مدير وويل:”ما هم اورېدلي چې سوقرات په اتن کې هغه يوازېنى انسان و، چې د شپې له خوا به گرځېده“.

يو بل نندارچي د هغه د خبرو په تاييد سر ښوروي: ”همدا لامل دى چې هغه يې محکمې ته راوکاږه“.

_”سياستوال له هغه چا څخه کرکه لري، چې د دوى په غوږونو کې ووايي، چې د لټۍ او د طلايي خوبونو د ليدو پرځاى بايد د خلکو د ژوند هوساينې ته پاملرنه وکړئ“.

هغه څوک چې لومړى په خبرو راغلى و، خپلې خبرې اوږدوي: ”هغه په خپل ژوند کې هېڅکله ځواکمنو ته تسليم نه شو او نه يې هم د خپلو افکارو له خپراوي څخه ډډه وکړه“.

هغه کس چې مصريانو ته ورته و، وپوښتل: ”اوس به په يوه داسې محکمه کې چې ژوند يې له گواښ سره مخ دى، څه وکړي؟“.

_ ”هغه کار چې تل يې کاوه، موږ دواړو د سرتېرۍ په وخت کې د نورو سرتېرو د ژغورلو لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچول، خطر که هرڅومره لوى او موقعيت نازک و، باور مو درلود، چې سوقرات به وړاندې لاړ شي“.

د ساه اخيستلو وخت پايته نژدې کېده، ډېر ژر به له سوقرات څخه وغوښتل شي، چې په خبرو پيل وکړي. خو سوقرات په فکر کې ډوب دى. زاړه سړي د خپل ملگري غوږ ته خوله ورنژدې کړه: ”دا د هغه يو حيرانوونکى حالت دى. په پوځ کې د خدمت پر مهال يوه شپه او يوه ورځ په خپلو فکرونو کې ډوب ولاړ و. ما ډېر ځله هغه څارلى دى، خو ان د بدن يوه غړي يې هم حرکت نه کاوه. کټ مټ لکه اوس، وگوره په دې بشپړه ارامتيا کې داسې ښکاري، لکه له چا سره چې اړيکي لري“.

د سوقرات يو شاگرد وايي: ”ښايي له خداى څخه دا غوښتنه کوي، چې هغه ته لار وروښيي او ورته ووايي چې څه وکړي“.

بوډا د هغه خبرې مني او وايي: ”دا هغه مطلب دى، چې يوه ورځ يې ما ته ويلي وو، ما په ټوکه سوقرات ته وويل، چې د فکر کولو په وخت کې داسې ښکارې، لکه له لوړ عالم څخه چې څه پيغام اخلې. هغه په موسکا راته وويل: گران ملگريه! ته رښتيا وايې، زه الهي غږ ته غوږ ږدم، چې څه بايد وکړم. په بله وينا وپوهېږم چې څه بايد ونه کړم“.

يو بل تن په شونډو کې وايي: ”نه پوهېږم چې دا غږ به هغه ته نن ورځ څه ووايي“.

بوډا ځواب ورکوي: ”په دې راز به ډېر ژر وپوهېږو“.

(4)

د ساه اخيستنې وخت پايته ورسېد، هغه نندارچيان چې تالار يې پرېښى و، بېرته پر خپلو ځايونو کښېناستل. مشر د جلسې د رسميت اعلان وکړ او سوقرات ته يې بلنه ورکړه، چې د ځان دفاع وکړي.

سوقرات په راوتي ټټر او ارامه څېره په پښو ودرېد، په درانه او ارام غږ يې په خبرو پيل وکړ، په يوه داسې غږ چې د کرکې، وېرې او بېباورۍ کومه نښه نه په کې ښکارېده.

څرگندونې يې هغه غوره خبرې وې، چې د يوه انسان له خولې څخه راوځي. هغه له خپل ځان څخه دفاع ونه کړه او نه يې هم د عفوې او بخښنې لپاره خوله جينگه شوه. پر خپل ايمان او باور باندې يې د پخوا په څېر خپله عقيده ټينگه وساتله.

دى په دې پېښه کې پر دې اخلاقي حقيقت لا باوري شو، چې نېک انسان ته هېڅکله هم د شر له کبله په ژوند او  مړينه کې زيان نه رسېږي. راځئ د هغه خبرو ته غوږ شو.

سوقرات قاضيانو او د محکمې غړو ته مخ واړاوه:

هغوى تاسو وپوهولئ، چې زما د خبرو پر فصاحت ونه غولېږئ. خو په دې خبره به ډېر ژر باوري شئ، چې زه غوره وياند نه يم او نه هغه خطيب يم چې د اور په څېر خبرې وکړم، نه هغه قاضي يم چې نورو ته قناعت ورکړي. زه هغه ساده انسان يم چې د حقيقت لټه کوي.

هيله لرم چې قاضيان ما وبخښي، ځکه زه د محاکمې په ژبه خبرې نه شم کولاى. په خپل اوياکلن ژوند کې مې لومړى ځل دى چې محکمې ته راوستل شوى يم. پرېږدئ چې په خپله ژبه خبرې وکړم، زما د خبرو ډول ته پام مه کوئ، بلکې هغه حقيقت واورئ چې په څرگندونو کې مې نغښتى دى. حقيقت دا دى چې زه بېگناه او له دغو تورونو څخه ليرې يم، چې پر ما راتپل شوي دي“.

وروسته سوقرات يو- يو تور ردوي. خلک هغه خداى نه پېژندونکى گڼي او وايي چې سوقرات ځان تر دې ډېر لوړ او هوښيار گڼي، چې پر خدايانو دې باور ولري.

دا د ځانغوښتونکو شکايت لرونکو په وړاندې يو هوښيارانه گوزار و. سوقرات باور درلود، چې دا خبرې يې په گټه نه دي، خو هغه په دې فکر کې نه و، چې خپل ځان وژغوري. هغه غوښتل چې حقيقت دې برلاسى وي.

زما دا عمل چې په خپله د خداى عبادت دى، بېځايه گڼئ، ما د دې وخت نه درلود، چې خپل ژوند سمبال کړم. تاسې وينئ چې ټول عمر مې په دې لار کې تېر کړ، همدا لامل دى، چې خوار يم او هېڅ هم نه لرم“.

د لومړي تور د ردولو لپاره همدومره بس دي. سوقرات د خدايانو په وړاندې بې عقيدې نه، بلکې هغه رښتينى معتقد دى او خلکو ته د عدالت ښوونه، د خداى ستاينه گڼي. په تالار کې پرله پسې گنگوسې اورېدل کېدې، داسې لکه د غومبسو په ځاله کې چې لرگى ووهې.

سوقرات د لاس په اشاره خلک هڅوي چې غلي شي، چوپتيا پر ټول تالار واکمنېږي.

سوقرات پرځان دويم تور راسپړي او يو دعوه کوونکى د شاهدانو پر څوکۍ کښېنوي. دا يوه په زړه پورې خبره ده، په هغه لومه کې چې په خپله يې اوبدلې ده، په خپله په کې نښلي. هغه شاعر (ملتوس/ Meletus) هم ورسره کينه لري، خو فيلسوف پوزخند پرې وهي، دې شاعر يوازې يوڅو توري سره کتار کړي دي، فيلسوف داسې يوه داسې ځاى ته راکاږي، چې ډاډه يې کړي گواکې ټول وگړي کولاى شي په اتن کې ځوانان اصلاح کړي او يوازې دا کار د سوقرات په وس نه دى پوره.

روښانه ده چې دا خبره بېځايه او له حقيقت څخه ليرې ده، چې ټول خلک دې هوښيار وي، خو يوازې سوقرات دې ناپوه وي. له دې کبله په ټول تالار کې د خندا غږ انعکاس مومي، سوقرات خپلې خبرې پسې اوږدوي:

سوقرات په دې توگه د خپل محکوميت سند په خپل لاس لاسليک کړ. د هغه زړه ته يوې وړې وېرې هم لار ونه موندله.




#Article 100: ارمنستان (162 words)


د ارمنستان جمهوريت يا ارمنستان (ارمني Հայաստանի Հանրապետություն), د قفقاز په سيمه کې په وچه کې ايسار يو هېواد دی چې په لويديځه خوا کې يې ترکیه، په سهېل کې يې گرجستان، په ختيځه کې آذربايجان او په سوېل کې د ايران او نخجوان هېوادونه پراته دي. ارمنستان د اروپايي قونسل او د همګټو هېوادونو غړی دی او له پېړيو راپدې خوا د ختيځ او لوېديځ په منځلاره کې پروت دی. د دغه هېواد پلازمېنه د ایروان ښار دی. 
ارمنستان ۷۴۳'۲۹ کیلومتره مربع مساحت او ۷۰۰'۹۷۲'۲ وګړي لري یاد هیواد په ۱۹۹۰م کال کې د پخوانی شوروي اتحاد نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د ارمنستان د پیسو واحد، درام دی او لومړی وزیر یې ارمن سارګسیان دی.

د ارمنستان ډیره یې وګړي ارمنیان دي چې ددی هیواد ۹'۹۷% سلنه جوړوي همدارنګه ۳'۱% ایزیدیان ۵'۰% روسان او پاتی ۳'۰ نور قومونه جوړوي.

له جغرافیایي نظره ارمنستان د اروپا او آسیا ترمنځ د کسپین او تور سمندر ترمنځ په سویلي قفقاز کې پروت دی.




#Article 101: اسټرالیا (973 words)


د آسټراليا  (استرالیا) همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې گڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي گاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختیځ تیمور، نوې پاپوا ګینه دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې سولومون ټاپوګان، وانواتو او په فرانسې پورې تړلې نوې کالدونیا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نیوزیلنډ هېواد پروت دی

د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداگرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورگډه کړه، او په رسمي توگه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه.
څنگه چې د وگړو شمېر مخ په ډېرېدو وه او نوي ځايونه هم موندل کېدل، نو تر ۱۹ مې پېړۍ پورې برطانيې د هېواد نه دباندې په دغې لويې وچې پينځه نورې سلطنتي مستعمرې په کاميابۍ سره جوړې کړې.

په 1 د جنوري 1901 شپږ کالونۍ سره يوځای شوې او همگټې آسټراليا يې جوړه کړه. د اتحاديې د جوړېدو وروسته، آسټراليا د يوه باثباته لېبرال ډيموکراټيک سياسي نظام خپل کړی او تر دم مهال د همگټې هوادونه|همگټې دولتونو غړی هېواد دی. آسټراليا نژدې 20.4 ميليونه وگړي لري چې د همدغو وگړو ډېره برخه په ساحلي ښارونو لکه سیډني، ملبورن، بریزبن، پرت، او ایډلایډ کې مېشت دي.

د اسټرالیا هیواد د لویو ښارونو نوملړ اسټرالیا ګڼ شمیر لوی او واړه ښارونه لري چې لاندی جدول کې یې څلور لوی ښارونه ښودل شوي.

د استرالیا هیواد د آیالاتونو نوملړ اسټرالیا له مرکزي سیمې سره په اته ایداري برخو (آیالاتونو ویشل شوې ده.

د آسټرالیا هېواد ۸۲۲۲ ټاپوګانې لري چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې موقعیت لري، که چېرې یو کس وغواړي ترڅو هره د دغه هېواد له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړي نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي. د آسټرالیا یو شمېر ټاپوګانې له ۱۰۰۰ کیلومتره مربع زیات مساحت لري لکه د تزمانا، فریز او کنګ ټاپوګانې.    

د Australia نوم د لاطيني کلمې australis نه راوتلی چې د سوېل يا جنوب مانا لري. په تاريخي لاسوندونو کې د سوېل ناپېژندلې سيمه يا (terra australis incognita) هغه افسانه ده چې د آسټراليس نوم پکې راڅرگند شوی. د دې افسانې نېټه د روم د سلطنت وخت ته ورگرځي او د منځني پېر په جغرافيه کې يو عام ځای گڼل کېده، خو د يوې ځانته وچې په اړه د بنسټيزو مالوماتو په توگه دا نوم نه ؤ رابرسېره شوی. د هالنډي ژبې صفتي نوم Australische (آسټراليايي, چې د سوېلي په مفهوم کارېدلی) د هالنډي چارواکو لخوا په باټاويا کې کارېدلی چې د همدې نوم اشاره هغې وچې لور ته شوې چې په ۱۶۳۸ ز. کال کې سوېلي لور ته نوې موندل شوې وه. د لومړي ځل لپاره په انگرېزي د Australia لغت، په 1693 ز. کال کې د Les Aventures de Jacques Sadeur dans la Découverte et le Voyage de la Terre Australe په ژباړه کې راښکاره شوی، دا د 1692 ز. کال د يوه فرانسوي ناول دی چې ليکوال يې Gabriel de Foigny دی او د همدې ليکوال قلمي نوم جېکس ساديور  ؤ.  الېکساندر دالرېمپل بيا په ۱۷۷۱ ز. کال کې همدا نوم د خپل اثر An Historical Collection of Voyages and Discoveries in the South Pacific Ocean (په سوېلي آرام سمندر کې د سمندري سفرونو او موندنو يوه تاريخي ټولگه)، کې وکاراوه. نوموړي همدا اصطلاح، په ځانگړي توگه د آسټراليا لپاره نه بلکه، د آرام سمندر ټولې سوېلي سيمې لپاره کارولی. په 1793, جيورج شا او سر جېمز سمېت خپل اثر Zoology and Botany of New Holland خپور کړ چې په همدې اثر کې داسې ليکلي ؤ the vast island, or rather continent, of Australia, Australasia or New Holland (د يوه ستر ټاپو، يا د آسټراليا، آسټرال آسيا او يا هم نوي هالنډ د لويه وچه).

شاوخوا ۵۰ زره کاله وړاندې انسانانو په اسټرالیا کې استوګنه پیل کړې. تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل بوميان د افریقا له لویې وچې څخه اسیا ته ګډه شوي او له هغې وروسته اسټرالیا ته کډوال شي. ځینې ساینسپوهان لیکي چې شاوخوا ۶۵ او د ځینو نورو په باور ۸۰ زره کاله وړاندې انسانانو د اسټرالیا په خاوره کې استوګنه پیل کړې.

بومیان د اسټرالیا هېواد اصلي اوسیدونکي دي چې د اروپایانو له راتګ لسګونه زره کاله وړاندې په اسټرالیا کې اوسېدل. بومي اسټرالیایان په دوو لویو ډلو وېشل شوي چې یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ته ټوریسټریټ ایلنډرز وايي. 

افغانان په اسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. یو شمېر تاریخ پوهان پدې باور دي چې افغانان په اسټرالیا له ۱۸۰ کلونو هم اوږد تاریخ لري او لومړی ځل په ۱۸۳۸ م کال کې ۱۸ افغانان اسټرالیا ته تللي خو یو زیات شمېر لیکل شوي اثار ښیي چې افغانانو لومړی ځل په ۱۸۶۰ کال کې اسټرالیا ته تللي او د اسټرالیا د ټرانسپورټ سیستم او پرمختیا په برخه کې یې مهمه رول لوبولی دی. اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی.

د اسټرالیا هېواد شپږ ایالتونه لري چې د نیو سوت وېلر، وېکټوریا، کوینزلنډ، سویلي اسټرالیا، تزمانیا او لویدېځې اسټرالیا په نومونو یادېږي. دغه هېواد همدا راز دوه سیمي هم لري چې د شمالي او د اسټرالیا د مرکزي سیمو نومونه ورکړل شوي. 

نیوساوت وېلز د اسټرالیا تر ټولو لوی او ډېر نفوس لرونکی ایالت دی. په دغه ایالت کې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه کسان ژوند کوي.  له نیو سوت وېلز وروسته تر ټولو زیات خلک په وېکټوریا ایالت کې ژوند کوي ۶ اعشاریه ۳ میلیونه کسانو ته رسېږي. ویکټوریا د مساحت له پلوه د اسټرالیا د اصلي وچې ترټولو کوچنی ایالت دی.




#Article 102: اتريش (176 words)


اتريش ( په الماني Österreich ) رسمي نوم يې د اتريش جمهوريت ( Republik Österreich ) د اروپا د لويې وچې په منځنۍ برخه كې يو هیواد دى.

ددغه هېواد نوم د لرغوني جرمنۍ ژبهې له ( Ostarrichi ) څخه اخيستل شوى ، چې (( د ختيځ هېواد )) په مانا دى . اوسېدونکی ئې تقریباً اته نیم ملیونه کېږی. د دې هېواد پلازمېنی وین نومېږی. د اتریش یو څو نور ښارونه ګراڅ، سالڅبورګ (Salzburg)، لینڅ او اینسبروک دی. دغه هېواد د شمال له لوري له چک جمهوریت ، د شمال ختيځ له لوري له سلواکيا او ایټالیا ، د لوېديځ له لوري له لیختن اشتاین ، سویس او جرمني سره پوله لري.

د اتریش هیواد کابو ۹'۵۹% وګړي کاتولیک ۷% مسلمان ۶% د ختیځ ارتدکس برخی پیروان ۴'۳% ایونجلیست ۲'۰% بودایان او ۴'۲۳ بی دینان دي.

اتریش ۸۷۸'۸۳ مساحت لري او له ۹ آیالاتونو جوړ شوی دی. د یاد هیواد ۶۰% خاوره غرنیزه په ځانګړی توګه د آلپ غرونو نیولې ده.

په وین ښار کې د دانوب سیند.

د اتریش هیواد رسمي ژبه الماني ده.




#Article 103: ازربايجان (1166 words)


د آذربایجان جمهوريت (آذربایجان هیواد) (آذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپین سمندرګی سره ساحل لري.

دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري. د نخجوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري. اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.

آذربایجان د جغرافیایي پلوه د قفقاز غرونو سویل د ارس سیند شمال او د کسپین سمندرګی ترڅنګ پروت دی. د لوی قفقاز غرونه شمال او د واړه قفقاز غرونه لویدیځ همدارنګه تالش غرونو سویل کې د آذربایحان ۴۰% سلنه خاوره نیولې ده.

'د آذربایجان هیواد د ولایتونو نوملړ (د آذربایجان هیواد ایداري وېش) لاندی نوملړ تاسو د آذربایجان هیواد ایداري برخې ښې.

اذربايجان په ۵۹ رايونونو (rayonlar، مفرد rayon) يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو (şəhərlər، مفرد şəhər)، او يو خپلواک جمهوريت (muxtar respublika) چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی، چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو گومارل د اذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي.

اذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده گډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري. دغه هېواد کاسپين سمندرگي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د اذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرگي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري. د اذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د اذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي. د اذربايجان د غرونو تر ټولو جگه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرگي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په اذربايجان کې دي.

د اذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري. همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرگي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې. د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې (۶۷ km²) او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې (1,515 km) يې اوږدوالی لري.

په کاسپين سمندرگي کې اذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو گډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي.

په اذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانگړې توگه د ارکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ اسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی. پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي. په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب گرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانگو نه اغېزمن کېږي. 

د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په اذربايجان کې دي. د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې (-33 °C (-27.4 °F)) او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې (+46 °C (114.8 °F)) د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي. The maximum annual precipitation falls in Lankaran (1,600 to 1,800 mm) and the minimum in Absheron (200 to 350 mm).

د اوبو د زېرمو او سرچينو  له مخې، اذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توگه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې 100,000 m³/اوبه په يوه کال کې په هر km² کې رسېږي. د اذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې.

د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنگې غړۍ (د بوټو 60% بېلابېل جنسونه همدلته دي)، د کورا-اراز هوارې سيمې (40%)، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه (38%)، د قفقاز مرکزی سيمه (29%)، گوبوستان (26.6%)، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه (27%) او د ابشېرون سيمه (22%) د يادولو وړ ځايونه دي. همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنگلونو په سيمو کې شمېرل کېږي. 

د اذربايجان د نوم اصليت په اړوند گڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د اتروپاتېس يا Atropates نه راوتلی. اتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په اتروپاتين (اوسينی اذربايجان) کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د اشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنگه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ اتروپاتيا يا اتروپاتېن په نوم هم نومول شوې.

اتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې په اور ژغورل شوی. دی. 

د اذربايجان د مېشتو وگړو په گډون د يرغلگرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو گډ کور دی.

د اذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوگنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توگه د ازيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي.   




#Article 104: بینین (106 words)


د بینین ولسمشریزه (بینین هیواد) په فرانسوي République du Bénin)  په لویديځه افريقا کې يو هېواد دی چې پخوا د (داهومې) يا داهومانيا په نامه هم يادېده. د دې افريقايي هېواد سهېلي پوله د بورکينا فاسو او نايجېر سره، ختيځ کې د نايجېريا سره، په لوېديځ کې د توګو سره او په سوېل کې يې سمندر سره يو وړوکی ساحل سره ګډېږي.

د بینین هیواد کابو ۴۰ سلنه وګړي د فون قوم اړوند دی نور له نورو مختلفو قومونو څخه دي. کوتونو د بینین هیواد لوی او بندری ښار دی.

بینین هیواد په ټوله کې په ۱۲ ایداري برخو ویشل شوی.

د بینین هیواد توګرافي نقشه.




#Article 105: بولیویا (119 words)


بولیویا په رسمي توګه د بولیویا هیواد ولسمشریزه د سويلي امريکا په مرکز کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی په اساسي قانون کی یی پلازمینه د سوکره ښار ذکر شوی دی.اما ددی
هیواد دولت په لاپاز ښار کی میشت دی. د وګړو شمیریی ۱۰ میلیونه تنه او رسمي  ژبي  یی اسپانیایی’ 
کچوا’ او ۳۴ نوری بومی ژبی دي. دپیسو واحدیی بولیویانا او حکومتی نظام دموکراسی ده. ۵۵ سلنه خلک یی سور پوستان ۳۰ سلنه مستیزو (دوه رګه سور پوستان او سپین پوستان) او ۱۵ سلنه نو یې سپین پوستان دي. دخلکو دین یې مسیحیت دی ۷۸ سلنه د کاتولیک رومي کلیسا ۱۶ سلنه پروتستان او ۳ سلنه نور یی د مسیحی دین له نورو برخو څخه دي.




#Article 106: روبېرت موگابي (107 words)


روبېرټ گابرييل کاريگامومبه موگابي (زېږېدنه: ۲۱ د فبروري ، ۱۹۲۴) د زېمبابوې هېواد اوسينی ولسمشر دی. نوموړي له ۱۹۸۰ کال نه راپدېخوا د دولت مشر په توگه په دنده بوخت دی، له ۱۹۸۰ کال نه تر ۱۹۸۷ کال پورې د زېمبابوې د لومړي وزير په توگه او له ۱۹۸۷ نه تر دې دمه د خپل د هېواد سرمشري په غاړه لري. په ۲۰۰۸ کال کې د نوموړي گوند په ولسي ټاکنو کې ماته وخوړله، خو بيا هم موگابي د مخالف گوند په ځپلو سره خپل سيال دې ته اړ کړ چې د ټولټاکنو نه لاس په سر شي او په همدې توگه موگابي خپل واک ډاډمن کړ.




#Article 107: هند (616 words)


هند، (په انگرېزي: India) چې په رسمي چارو کې د هند جمهوريت بلل کېږي، (په هندي ژبه: भारत गणराज्य بهارت گناراجيا) د سویلي آسيا يو هېواد دی. دا هېواد د جغرافيايي پراخوالي له مخې د نړۍ اووم لویې هېواد او د وگړو د شمېر له مخې د نړۍ دويم گڼ مېشتی هېواد دی.

يوه بله ځانگړتيا چې ددې هېواد په برخه ده هغه دا ده چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو مشهوره ولسواکه (ډيموکراتيک) هېواد دی چې لسگونه توکمونه پکې د يوه بېرغ تر سيوري لاندې سره يوځای اوسېږي. د هند لوېديځه خوا د هند سمندر ته وتلې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د عربو سمندر، په ختيځ کې يې د بنګال خليج پروت دی چې دا ټول د هند ۷۵۱۷ کيلومتره سمندري ساحل جوړوي. هند د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم گډې پولې لري. د دغه هېواد په لوېديځ کې پاکستان او افغانستان  په سهېل کې د چين د خلکو جمهوريت، نيپال او د بوتان هېوادونه، په ختيځ کې د بنګله دیش او د میانمار هېوادونه پراته دي. همداراز د هند په سوېل کې د هندي سمندر له لارې د سریلانکا، مالدیف او اندونيزيا سره د اوبو گډې پولې لري.

هند د اباسيند د درې د تمدن ځای دی او دا سيمه په تاريخ کې د بېلابېلو امپراتوريو د سوداگرۍ او تگ راتگ يوه اهمه لاره پاتې شوې. د هند وړه وچه د ډېر پخوا نه د کلتوري بډاينې او د بېلابېلو کلتورونو تر مېنځ د سوداگرۍ اهمه وچه پاتې شوې. په  دې هېواد کې د نړۍ څلور مروج مذهبونو، هندويزم، بوديزم، جاينيزم او سکهيزم سرچينه اخيستې او له همدغه څای نه راوتلي، چې بيا وروسته زرتشتیان، يهوديت، عيسويت او اسلام د بېلابېلو  کلتورونو سره دې خاورې ته راغلي. کله چې د ۱۸ مې پېړۍ په پيل کې د ختيځ هند برتانيوي شرکت دې هېواد ته لاره وموندله نو هند هم ډېر ژر د لويې برتانيې د سلطنت برخه وگرځېدله او دا خاوره د انگرېزانو د نيواک لاندې راغله. کله چې هند د برتانيوي يرغل لاندې ؤ نو د هند د بېلابېلو توکمونو لخوا په گډه د انگرېزانو په وړاندې گڼ شمېر جگړې شوي چې د دغو جگړو او مقاومتونو په پايله کې په ۱۹۴۷ ز. کال کې دغه هېواد بشپړه خپلواکي لاسه ته راوړله.

د هند جمهوريت ۲۸ رياستونه او د ۷ متحدو سيمو يو ډيموکراټيک پارلماني سيستم لري. دا هېواد د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو په ۱۲ کتار کې ځای لري او د سوداگرۍ د ادلون بدلون په مارکېټ کې د نړۍ څلورم پېرېدونکی قدرت گڼل کېږي. له ۱۹۹۱ ز. کال نه راپدېخوا د اقتصادي سمونونو نه وروسته هند د نړۍ په اقتصاد کې يو چټک پرمختلونکی هېواد گرځېدلی، خو، دا هېواد لا تر اوسه پورې د ډېر غربت، بې سوادۍ، ناروغۍ او د خوړو د کمښت او زمولتيا د ستونزو سره لاس او گرېوان دی. هند نه يواځې يو گڼ ژبنيز، گڼ توکميز او متفرقه ټولنه لري بلکه دا هېواد د حيواني ځنگلي ژوند او د ځنگلي ژوند پراخه خوندي چاپېريال کور هم دی.

د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی. لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی. د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توگه کارېدلی. د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.




#Article 108: برازیل (1441 words)


برازیل چې په رسمي توګه د برازیل فدرالی ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې پرتګالي ژبه ده.
برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته ونزویلا، کلمبیا، فرانسوي ګویاناو شمالي اطلس سمندر ، سوېل ته يې پاراګوای، اروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولېویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري.

سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي.
د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي.
په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي.

د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. 
د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي.

د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي.

د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی.
برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي.

د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي.
د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي. 

د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي.
ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي.
د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي.

برازیل د کرنې د ډېرو لويو سکټورونو صنعتی
تولیداتو، کاني موادو او خدمتونو د پراخ جال په درلودلو سره د سوېلي امریکا تر ټولو لوی او پرمختللی اقتصاد دی چې په مارکېټ کې پراخ حضور لري. 
د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو په منځ کې د برازیل اقتصاد له ډېرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ شو خو دولت او اقتصادپوهانو یې له دې پرته چې اقتصادي ودې ته يې زيان ورسېږي، يادې ستونزې هوارې کړې او د هغو پلانونو پلي کولو ته يې دوام ورکړ چې پخواني ولسمشر کاردوسو جوړ کړي وو. 
برازیل د نړۍ له هغو لومړنیو هېوادونو يو و چې په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې يې د امريکا له متحدو ايالتونو څخه له پيل شوي اقتصادي بحران څخه ځان خلاص کړ. 
په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې د خلکو او پانګه والو ډاډ بیا لوړ شو او کورني ناخالص توليد يې ۷ سلنه وده وکړه چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې تر ټولو ډېره او چټکه وده بلل کېږي.
د برازيل د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي او دغه ارزښت هر کال يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۰۳۰۹ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۶ سلنه، د صنعت ۲۳ سلنه او د خدماتو بيا ۷۱ سلنه ده. برازيل ۱۱۲ ميليونه کاري ځواک لري چې يوازې ۶ سلنه يې وزګار دي خو سره له دې يې هم ۲۱ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د دغه هېواد په بودجه کې په منځنۍ توګه ۸۶۲ ميليارده ډالره عوايد او ۸۳۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي. 
له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د برازیل د صنایعو سکټور کرار کرار پر لوی هغه بدل شو او له ۱۹۴۷ زېږديز کال څخه بيا تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې يې هر کال نږدې ۱۰ سلنه وده تجربه کړه. 
ماشینونه، نقلیه وسایط، برېښنایي وسایل، المونیم او المونیمي توکي، ساختماني مواد، اوسپنه، پولاد، برېښنا، خوراکي توکي، لرګي، سګرېټ، کیمیاوي مواد، استهلاکي توکي، ټایرونه او ټیوپونه، قرطاسیه، چرم، وسلې او مهمات د برازيل مهم صنعتي توليدات دي.
د برازیل ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۷ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. 
د برازیل ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۶ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي. 
تنباکو، ربړ، کچالو، سابه، مېوې، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور مهم محصولات دي.
د برازيل د صادراتو کلنی ارزښت ۲۴۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۴۱ ميليارده امريکايي ډالره دی.
چین، د امريکا متحد ايالتونه، ارجنټاين، جرمني، نايجريا او هالنډ د برازيل لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې برازيلي رېیل دی او مالي کلونه يې له ميلادي کلونو سره برابر دي.
برازيل د ۲۸۵۴۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ لويې او ۱۶ کارګو بېړۍ او ۴۰۳۹ هوايي ډګرونه لري چې ۶۹۸ هغه يې پاخه دي.
د ټلیفون کوډ‌ یې ۰۰۵۵ دی او ۷۶ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. 
د برازیل ۹۳ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي او لوړې زده کړې لري. 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې لیکل شوي چې افغانستان او برازیل د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د نااستوګنو سفیرانو په کچه د اړیکو اعلامیه خپره کړه او دوه میاشتې وروسته برازیلي ډیپلومات خپل باورلیک د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ته وړاندې کړ. د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او برازیل اړیکې پرې شوې. 
له افغانستانه تر برازیل پورې د هوا له لارې ۱۳۶۰۹ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برازيليا تر منځ د وخت توپير شپږ نيم ساعته دی.




#Article 109: بلغاریا (140 words)


بلغاریا (بلغارستان) (بلغاريايي: България), چې په رسمي توګه د بلغاريا ولسمشريزه ده د اروپا په سوېل ختيخ کې پروت یو هېواد دی.
دغه هېواد په شمال کې له رومانيا په لوېديځ کې له سربيا او شمالي مقدونیه په سوېل کې له يونان او ترکیه سره او همدارنګه په ختيځ کې له تور سمندر سره ګډه پوله لري. د بلغاریا پلازمینه او لوی ښار صوفیه ده. د بلغارستان مساحت ۹۱۲'۱۱۰ کیلومتر مربع او د وګړو شمیر یې ۵۷۶'۳۶۴'۷ تنو رسیږي، د یاد هیواد رسمي ژبه بلغاریایي ده او ولسمشر یې رومن رادف دی.

د بلغاریا تاریخ له میلاد نه ۳۵۰۰ کاله وړاندی رسیږي د بلغاریا لومړني اوسیونکي ترامیان وو.

د بلغاریا هیواد کابو ۸۴% وګړي بلغاریایان دي ۱۰%سلنه ترکان او نور د نودږرو قومونو ادږړوند دي. د یاد هیواد ۷۶% سلنه وګړي مسیحیان دي ۱۰% مسلمانان او ۱۲% بی دینان دي.




#Article 110: کاناډا (1546 words)


کاناډا په انګلیسي Kanada) د سهېلي امريکا د لويې وچې يو داسې هېواد دی چې د هماغې لويې وچې ډېرۍ برخه همدا هېواد جوړوي. همدا هېواد په خپل ختيځ کې د اطلس سمندر نه نيولې تر لويدځ پورې د آرام سمندر پورې غځېدلې دی او د سهېل لورې ته د سهېلي قطبي سمندر پورې زمکه همدغه هېواد په ځان کې رانغاړي. د ارتوالي له مخې دا د نړۍ دويم لوی هېواد دی

. د کاناډا سوېل او سهېل لوېديځ لور ته د امريکا د متحده ايالاتو هېواد پروت دی. پراخوالی، د غرونو جګې لړۍ او د سمندرونو تاوده او ساړه بهیرونه هغه عوامل دي چې د کاناډا په اقلیم اغېزه کوي. په عمومي توګه دغه هېواد څلور ډوله هوا لري: لومړی، هغه سیمې چې د سمندر سواحلو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او په ژمي کې بیا سړه وي.
دویم، هغه سیمې چې د راکي د غرونو لړیو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا ګرمه خو په ژمي کې بیا ډېره سړه وي. درېیم، هغه سیمې چې اتلس سمندرګي ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او باراني وي، خو په ژمي کې یې بیا هوا سړه او واورینه وي. څلورم، د کاناډا شمالي سیمې دي چې هوا یې ډېره سړه ده، د کال په اتو میاشتو کې د دې سیمې هوا د سانتیګراد تر صفر درجې هم ښکته وي.

د کاناډا پلازمېنه اوتاوا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر تر ۳۵ ميلیونو تنو پورې رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې تر څلورو تنو پورې رسېږي. د دغه هېواد ۸۲ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۸ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ يوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۲۳ سلنه وګړي یې کاناډایان ، ۲۰ سلنه فرانسویان، ۱۶ سلنه برېټانويان، ۱۴ سلنه سکاټلنديان، ۱۳ سلنه اېرلنډیان او پاتې نور یې جرمنیان او چینایان دي.

۴۱ سلنه وګړي یې کاتولیکان، ۲۰ سلنه یې پروتستانت، ۶ سلنه یې مسیحیان، ۴ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بودایي او یهودي دینونو پیروان دي . رسمي ژبه یې انګرېزي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی. د اداري وېش له مخې کاناډا ۱۰ ايالتونو او درې خپلواکې سیمې لري.

تورنټو، مونټریال، وانکوور، کالګري، اډمېنټن، کیوبېک او سکاربورو یې مهم ښارونه دي.

د کاناډا اساسي قانون دوه لیکلې او نالیکلې برخې لري. د دغه هېواد د قانون لیکلې برخه د شمالي امریکا اساسنامه ده چې د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹مه نافذه شوې ده. اساسنامې هغه وخت د داسې یو فدراسیون د جوړېدلو بنسټ کېښود، چې څلور برخې یې درلودې.

کاناډایان د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۱ زېږدیزو کلونو تر منځ د یو بشپړ اساسي قانون د جوړولو په چاره کې ډېر بریالي نه وو، خو وروسته د کاناډا فدارالی دولت، ايالتي حکومتونه، مشرانو جرګه او ولسي جرګه په دې سلا شول چې په خپل لیکلي اساسي قانون کې بدلونونه راولي، دې قانون په کاناډا کې د برېټانیا د پارلمان د واک ټغر ټول کړ.

د کاناډا د نظام بڼه مشروطه پاچايي ده، خو پارلمان یې بیا د ولسواکۍ څرګندونه کوي.

د کاناډا ګونرجنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، البته په هغه صورت کې چې ګوند یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي. د کابینې وزیران بیا د لومړي وزیر له خوا په پارلمان کې د اکثريت څوکيو لرونکي ګوند یا اېتلاف د غړو له منځه ټاکل کېږي.

د کاناډا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، خو په کیوبېک کې د فرانسوي مدني قوانینوته ورته قوانین عملي کېږي. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۸ غړي لري، ټول د لومړي وزیر له خوا د ګورنر جنرال او قضایي شورا په مشوره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې کار کولی شي.

بلاک کیوبېکس، د کاناډا محافظه کار ګوند، زرغون ګوند، لېبرال ګوند او نوی ولسواک ګوند د دغه هېواد مشهور او لوی ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د جولای په لومړۍ له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې اوس هم په دغه هېواد کې د جولای لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

طبيعي زېرمې، کرنه، فعال انساني ځواک، په پراخه پیمانه اوبه او ځنګلونه د کاناډا د اقتصادي ودې عمده او مهم لاملونه دي.

کاناډا اوس د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرنې، صنعت، ترانسپورټ، مخابراتو، کانونو او خدماتو سکټورونه یې په ډېره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال شوي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د کاناډا د کانونو استخراج او پروسس، صنعتي تولیداتو او د خدماتو سکټورونو دومره پرمختګ کړی چې دغه هېواد اوس له روسیې وروسته د نړۍ اتم لوی صنعتي هېواد دی.

د کاناډا ۷۵ سلنه صادراتي توکي امریکا ته ځي. د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه يې هر کال تر ۱.۸۰ ټرېلیونو ډالرو پورې رسېږي. د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۰۴۰۹ ډالرو او کاري ځواک یې بیا تر ۲۰ مېلیونو تنو پورې رسېږي.

اوسپنه، پولاد، المونیم، نقلیه وسایط، بېړۍ، الوتکې، لوی او کوچني موټر، د اورګاډي پټلۍ، د کانونو د ایستلو او د لارو او ډګرونو د جوړولو لوی ماشینونه، دچاپ ماشینونه، کېمیاوي توکي، پلاستیک، ربړ او درمل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي.

د کاناډا ۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲ سلنه یې څړځایونو، ۳۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

کاناډا د کرنې لوی سکټور لري. د دغه سکټور د ښه پرمختګ له امله کاناډا د ځان بسياینې تر څنګ، نورو هېوادونو ته هم په پراخه پیمانه کرنیز محصولات صادروي.

کاناډا په نړۍ کې د غنمو شپږم لوی تولیدوونکی او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وروسته دويم ستر صادروونکی هېواد دی.

سیاحت د کاناډا په ناخالص کورني تولید کې ۴ سلنه ونډه لري. دغه هېواد په یوه وخت کې درې لکو سیلانیانو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو وړتیا لري. په کاناډا کې ۷۲۰۰۰ هوټلونه، رسټوانټونه او ۳۱۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعال دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه ۴۸۵ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي. 

د امریکا متحد ایالتونه، جاپان، برېټانیا، جنوبي کوریا، جرمني، چین، اسټرالیا، برازیل، ډنمارک، فرانسه، مالېزیا، مکسیکو، نایجيریا، ناروې، سعودي عربستان، تایوان، او سویډن هغه هېوادونه دي چې کاناډا ورسره په لویه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د کاناډا پولي واحد کاناډایي ډالر دی. مالي کال یې د اپرېل له لومړۍ ورځې پیل او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې دوام کوي.

کاناډا د پراخوالي له پلوه د نړۍ دويم، خو د وګړو د شمېر له پلوه بيا په نړۍ کې ۲۸م هېواد دی. دغه هېواد ۱۸۱ سوداګریزې بېړۍ او ۱۴۶۷ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې يې ۵۳۳ ډګرونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.

کاناډا دولتي ټلوېزیون او چاپي رسنۍ نه لري او ټولې په عامه شرکتونو او خصوصي سکټور پورې اړه لري. ۱۴۸ ټلوېزیونونه او ۲۰۰۰ راډیوګانې لري چې په بېلا بېلو برخو کې نشرات لري. د دې تر څنګ ۲۵ ورځپاڼې او ۱۴۰۰ مجلې هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال ۲۰۰۰۰ نوي علمي، هنري او ادبي لیکلي یا ژباړلي کتابونه خپرېږي.

کاناډا د نړۍ د سترو او هوسا هېوادونو څخه دی. د کاناډا ۹۹ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي او یا لوړې زده کړې لري. د دغه هېواد د قانو ن له مخې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې وړیا او اجباري دي.

په کاناډا کې د ژوند چاپېریال د ښه جغرافیایي موقعیت، اوبو، ځنګلونو، پارکونو، د خلکو د لوړ پوهاوي او سم مدیریت له امله زرغون او پاک دی. د خلکو روغتیايي حالت یې ښه دی او داسې ټولنیزې بیمې لري چې له خلکو سره د زړښت، ناروغتیا وزګارتیا، معلولیت، تقاعد او مړینې په صورت کې مرسته کوي.

د کاناډا لومړني اوسېدونکي اینویت او نور هغه قومونه دي چې د اسیا له ختیځو برخو څخه د بینک تنګي له لارې دې سیمې ته تللي دي. دا خلک ډېره موده په شمال، لویدیځ او نورو سیمو کې په غلو، دانو او د ښکار په غوښو ژوندي وو او هڅه یې کوله چې له طبعیت سره په جګړه کې بریالي راووځي او پر مختګ وکړي. 

په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې برېټانوي سمندري سیلاني او کاشف هېنري هوډسن یو خلیج وموند چې وروسته د ده په نامه ونومول شو. په ۱۶۲۹ زېږدیز کې برېټانویانو د کیوبېک ښارګوټی ونیو. په ۱۶۳۱ زېږدیز کې دویم برېټانوی توماس جامس له خپلو ملګرو سره کاناډا ته په سفر لاړ چې اوس یې یو خلیج په نامه یادېږي. برېټانویانو په ۱۶۶۳ زېږدیز کال کې د کیوبېک ښارګوټی فرانسویانو ته پرېښود.

له کاناډا سره د افغانستان اړیکې د ۱۹۷۰ زېږدیز کال د جون په پنځمه په واشنګټن کې افغان سفیر عبدالله خان ملکیار او په اسلام اباد کې د کاناډا سفیر مک کوکي د خپلو متبوعو دولتونو په استازیتوب د کابل - اوتاوا تر منځ د نا استوګنو سفیرانو په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیل هوکړه لاسلیک کړه او د ۲۰۰۳ زېږدیز کال دسپټمبر په ۵ مه په کابل کې د کاناډا سفارت پرانيستل شو.

له افغانستان څخه تر کاناډا پورې د هوا له لارې ۱۰۰۰۸ کیلومتره واټن پروت دی. د کابل او اوتاوا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی




#Article 111: فلم (592 words)


فلم (فیلم) دا ليکنه د خوځنده انځورونو په هکله ده. د فلم د بل ډول کارونې لپاره، د عکاسي فلم  هغه سلولي وزمه وسيله ده په کوم چې خوځنده انځورونه چاپ شوي وي. دا د يو 
فلم انځورونو ته د ژوند وربښلو او خوځښت ورکولو د پروژې د اصطلاح نوم دی او په ټولگړي توگه همداسې د انځورونو د ژوندي کولو ځانگړې څانگه بلل کېږي.

دا چې په اصل کې فلم څه شی دی او څنگه د لومړي ځل لپاره جوړ شو، ددې پوښتنو تر شا يواځې يو حقيقت پروت دی هغه دا چې په اصل کې فلم د عکاسي د کمرې فلم نه لاس ته راغلی. او په تاريخي توگه همدا د عکاسي فلم د خوځنده يا ژوندي فلمونو د مېنځ ته راتلو لامل دی. پخوا چې لومړی ځل د عکاسي کامره جوړه شو نو د پېښو ثبتول يواځې په انځورونو کښلو سره ترسره کېدل، چې د يوې پېښې د هر يوې ثانيې په تېرېدو سره د هر حرکت يو انځور اخيستل کېده، په لومړي سر کې انځور د فلم په بڼه وي کوم چې يوه پلاستيکي فيته ده چې مخ يې په يو ډول کيميايي مادې پوښلی دی او همدا کيميايي ماده د نور په وړاندې حساس ځانگړتياوې لري. نو د ساري په توگه که چېرته په همدغه فيتې مونږ د ٥ دقيقو لپاره په هره ثانيه کې يو عکس واخلو نو په يوه دقيقه کې ٦٠ بېلابېل عکسونه مو واخيستل چې په ٥ دقيقو کې يې شمېر ٣٠٠ عکسونو ته رسېږي. هرکله چې د فلم همدا فيته مونږ په پرده باندې د ښودلو لپاره وړاندې کړو او دا فلم په يوه ټاکلي سرعت سره وچلېږي همدا د عکسونو لړۍ زمونږ سترگو ته د ژوندي انځور په توگه ښکاره کوي. د فلم لپاره ډېر نورې اصطلاحگانې هم کارېدلي دي، ځينې ورته په انگريزي ژبه موشن پکچرز motion pictures مانا دا چې خوځنده انځورونه او ځينې يې بيا يواځې پکچرز pictures يا پکچر picture يعنې انځورونه ، ځينې ورته دي سلور سکرين the silver screen، ځينې يې فوټوپلېز photoplays، دي سينما the cinema، پکچر شو picture shows، فلېکس flicks او په ټولگړي توگه ورته موويز movies هم وايي.

د افغانستان لومړی فلم نژدې هماغه وخت جوړ شو کوم وخت چې د هندوستان لومړی فلم جوړ شوی وه. لومړنی پښتو افغاني فلم د عشق او دوستي په نامه وه. دا فلم هغه وخت جوړ شوی وه په کوم وخت کې چې لا پاکستان نه و جوړ شوی. پدې توگه د افغانستان د فلم تاريخ له نيمې پېړۍ نه هم ډېر زوړ تاريخ لري. همدا لومړنی فلم عشق او دوستي، د فلم جوړولو يوې وړې ډلگۍ جوړ کړی وه، دا ډلگۍ د په هغه وخت کې د لنډو تور او سپينو فلمونو ترڅنگ لاسونديز فلمونه هم جوړول. بيا ډېر وخت وروسته په ١٩٦٥ کال کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغاني فلم جوړولو شرکت جوړ شو، چې د فلمونو په جوړولو او خپرولو يې لاس پورې کړ.

افغانان د ډېر پخوا نه د بهرني فلمونو په ځانگړې توگه د هندي فلمونو سره اشنايي لري. په افغانانو کې د هندي فلمونو په پرتله افغاني فلمونه دومره مينوال نه لري. د افغان فلم شرکت د ډېرو تخنيکي او اقتصادي ستونزو او ننگونو سره مخ وه، او تر اوسه پورې د د افغان فلم جوړونکي او خپرونکي د فلم په جوړولو کې د همداسې ورته ستونزو سره مخ دي. د افغان فلم د شرکت دمېنځ ته راتگ او د فلمي لېوالتيا او دغې لويې هيلې اصل بنسټ دا وه چې په نړېواله ټولنه کې خپل د کلتور، پېژندنې، او هيلو ښکارندويي وکړي او په ځان د يوه خپلواکه هېواد په توگه راڅرگند کړي.




#Article 112: رحمت شاه سائل (281 words)


رحمت شاه سائل (په انگرېزي: Rahmatshah Sayel) د پښتو ژبې شاعر دی چې د شعرونو گڼ شمېر ټولگې يې خپرې شوي. همداراز د هغه شعرونه د گڼ شمېر سندرغاړو لخوا وييل شوي هم دي. نوموړی د عوامي نشنل پارټۍ غړيتوب درلود او دم مهال په پېښور کې د باچاخان مرکز لخوا د مياشتينۍ خپرونې پښتون مجلې پازوال هم دی.

امين گل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درگی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. رحمت شاه سايل لس ماشومان لري . او لا پخپل کلي کې اوسي.

زده کړه يې تر څلورم ټولگي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. له ماشومتوبه يي د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه پيدا شوه او تل به يي لوستلې. تر دې چې ليکل او لوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته آن مقالې هم ورته ليکلې.

رحمت شاه سايل د خپل د عمر لويه برخه، په خپل کلي کې د درزي په توگه تېره کړې. دوه کاله کېږي چې د باچاخان په مرکز کې د پښتون مياشتينۍ پازوال دی او همدغې خپرونې ته ليکنې چمتو کوي.

رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعر وييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ  کړ. د نوموړي گڼ شمېر شعرونو نه سندرې جوړې شوي چې د ډېرو سندرغاړو لخوا وييل شوي.

د رحمت شاه سايل تر ډېر کتابونه خپاره شوي چې د هغه د ټولو خپرو شوو کتابونو لړليک په لاندې توگه دی:

د رحمت شاه سايل ځينې نور کتابونه لا تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي چې هغه په دې ډول دي:

 

 




#Article 113: ډنمارک (412 words)


ډنمارک هیواد(دنمارک) Kongeriget Danmark) د شمالي اروپا د اسکندونیایي ټاپووزمه په سیمه کې د ګرینلند او فاروئ ټاپوګانو په څنګ کې يو مشهور سلطنتي جمهوري هيواد دی.
دا د ناروی د هيواد تر ټولو سوېلي خواته پروت دی  مرکزي برخه یې هم په شمال کې د المان سره نښتې ده. ډنمارک د سويډن په سوېل لوېديځه برخه کې شتون لري او د ناروی په سوېل کې پروت دی. د ډنمارک بريدونه د بالکان رياستونو او شمال سمندر سره لګيدلي دي.

ډنمارک یوه ټاپو وزمه ده چې په گڼ شمير نورو ټاپوگانو باندې نغښتې ده. 
چې په کښې یولينډ،،او نورې لکه ،سجيلينډ،،فئن ،ويندسيسل،دائ لو لينډ،فالسټر،او بورنهوم او دغه رقم نورو واړه واړه ټاپوګان پکښې خوندي دي. 
ډنمارک د بالتيک او ورسره تړلې بحر د خپل انتظام لاندې ساتي.او دغه بحر ته دنيش سيند يا (خليج( هم وائي. فاروئ ټاپوګان او ګرینلنډ دوه يو شان هیوادونه دي چې د ډنمارک د پادشاهئ سره تړلي دي خو د اروپایی ټولنی غړي هوادونه ندي.
ډنمارک په سويډن پسې په دوئم نمبر کښې سياحتي هيواد دے چې ۴.۷ ميلونه سيلانیانو په ۲۰۰۷م کال کې تری لیدنه کړی وه.

ډنمارک يو تک (یو) پارلمانی نظام لرې.
دا هیواد په يو رياستي سطح جوړ حکومت لري چې پکښې اته نوي بیلی نظامي ادارې دي. 
ډنمارک د اروپایي ټولنی يو غړې هيواد دے چې اول به ورته د ۱۹۷۳ نه وروسته د اروپایي اقتصاد کيمونيټي وايل کیده. خو له هغه وخت دغه کيموينټي په يورو زون کښي بدله شوې نه وه چې وروستو بيا په يوه کرسئ يورو کښې بدله شوه، چې غړي مملکتونو په رسمي توگه دغه يورو خپل غړی هیواد وباله.

ډنمارک د ناټو غړی هیواد هم دی. 
دا هیواد د خپل ازاد تجارتي نظام له کبله د لوړ درامد يو مهم هيواد گڼل کيږي. 
له 2006 نه تر ۲۰۰۸ پورې ډنمارک دنړۍ په خوشحاله هيوادونو کښې د صحت ،اسانتیا  پرمختګ او پوهنی په حواله سره راته. 
په ۲۰۰۸م کال کې د گلوبل پيس انډيکس سروے له خوا ډنمارک د امن په لحاظ د ایسلنډ نه وروستو، په دوئم نمبر کښې وټاکل شو. 
ډنمارک د سويډن او نوی زیلاند سره شريک په ۲۰۰۸م کال  کې د يوې موسسې کرپشن پرسيپشن انډيکس له خوا په دنيا کښي تر ټولو کم دروغه مملکت وشميرل شو..

د يوې جريدې له خوا په ۲۰۰۸م کال کې د ډنمارک لوی او ستر ښار کوپن هاګن د دونيا په ښادو او آبادو ښارونو کښې راوستی وو.

د ډنمارک قومي ژبه، ډنمارکي ده، چې د ناروژي، او سویډني ژبو سره نږدي او تاريخي اړيکي لري.




#Article 114: مذهب (267 words)


مذهب د يوې عقيدې او گروهې خلکو ترمېنځ د گډ فکر او اند له مخې د يوه شي، يو کس، يو نه ليدونکي هستۍ، د هغه فکرونو د نظام په اړه چې د طبيعت نه په لوړو کچو کې دي، سپېڅلي دي، خدايي دي، حقيقي او رښتيني دي، د انسانانو د اخلاقي ارزښتونو او ډسپلينونو پر عملونو ولاړ دي، په دوديزه بنسټيزو قوانينو اړونده دي، د مذهبي لمانځنو او کړنو سره تړلي وي او د پورتنيو نومېدلو ځانگړتياؤ اړونده په يوې ډلې يا ټولنې کې د انسانانو د يو ډول کړه وړو د غوره توبونو يو تړنيز او نښلوونکی نظام ته وايي. 
کله نا کله مذهب د گروهې يا عقيدې او يا هم په ټولنيزه کچه د عقيدې غونډال سره گډ کارېدلی, نسبت و دې ته چې په فردي تعريفونو کې رټل شوی او بد ورته وييل شوي.
په بېلابېلو کلتورونو کې د مذهب پرمختگ گڼې بڼې ځان ته غوره کړي. په ټولگړي توگه منظمه مذهبونه د خلکو هغه يوه تنظيم لوري اشاره کوي چې د ځانگړو گروهو په چوکاټ کې د خپل مذهب په لار روان دي، چې ډېر ځله د يوه قانوني مذهبي ټولۍ بڼه ځانته غوره کوي.
  

د گڼ شمېر بېلابېلو ځانگړتياو له مخې، مذهب هم په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی. په ډېريو تعريفونو کې د يو ډول بې مانا ټولگړي ځانگړتياو او د يوه کټ مټ تعريف تر مېنځ د انډول د ساتلو هڅه شوې. ځينو سرچينو بيا د يو شمېر رسمي، ليکل شوي تعريفونه رانقل کړي خو ځينې نور يې د تجربوي، احساساتي، اخلاقي ارزونې او مقصدي فکټورونو له مخې د مذهب په تعريف ټينگار کړی. په ډېريو تعريفونو کې داسې راغلي: 




#Article 115: ملګري ملتونه (390 words)


د لومړنۍ نړېوالې جگړې څخه وروستو په نړۍ کې د بدامنۍ يوه لړۍ خوره شوې وه، په 25 اپرېل 1945 کال کې د 50 هېوادونو يوه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې دا فيصله وشوه چې يو داسې تنظيم دې جوړ کړی شي کوم چې په نړيواله کچه د امن لپاره گامونه پورته کوي نو همدارنگې د ملگري ملتونو د تنظيم يو چارټر تيار کړی شو خو دغه وخت صرف يو چارټر تيار کړی شوی و او دا تنظيم نه و جوړ.بيا په 24 اکتوبر 1945 کې دا تنظيم جوړ کړی شو. ملگري ملتونه يا يونائټد نېشنز (United Nations) دا نوم د امريکې پخواني ولسمشر فرينکلن ډي روزويلټ لخوا وړاندې کړی شوی و.

د ملگري ملتونو په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی:

د ملگري ملتونو د 2 شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان مهمتيا لري

هر هغه امن خوښی هېواد کوم چې د ملگري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او هغه هېواد د ملگري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کولای شي  هغه د ملگري ملتونو غړی جوړېدی شي. کله چې دا تنظيم جوړ شو په هغه وخت کې ددې غړي 51 هېوادونه و بيا ورو ورو زياتېدل نن تقريبا د نړۍ 193 هېوادونه ددې غړي دي. که يو هېواد د ملگري ملتونو د چارټر خلاف کار کوي نو هغه هېواد لري کېدای شي، د ملگري ملتونو د ټولو غړي هېوادونو لړليک دې ليکنه کې ولولئ:د ملگري ملتونو غړي هېوادونه

ملگري ملتونه تنظيم دې برخو کې ويشل شوی دی:

په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو غړي موجود وي هر هېواد خپل استازيان د پنځ کالو لپاره ټاکل شي، هر هېواد خپل غړي پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په عامه توگه د جنرل اسمبلۍ غونده په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل وغواړي يا غړي هېوادونو کې زيات هېوادونه غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي.

د جنرل اسمبلۍ کارونه ترسره کولو لپاره شپږ کمېټيانې جوړې شوي دي او په دې کمېټيناو کې هر هېواد نمايندگي وي

ددې شپږو کميټيانو څخه علاوه نورې هم کميټيانې شته او که ضرورت شي نو ملگري ملتونه نورې کميټياني هم جوړوي

د جنرل اسمنلۍ اختيارات او زمه وارياني گڼ شمېر دي لکه مثال په توگه:




#Article 116: نور هېوادونه (228 words)


دا د ابېڅو له مخې اوډل شوی د نړۍ د هېوادونو لړليک دی، چې پدې کې هغه هېوادونه چې د نړېوالو لخوا په رسمي توگه پېژندل شوي او د هغه هېوادونه چې د نړېوالو لخوا په رسمي توگه ندي پېژندل شوي، خپلواکه رياستونه، مېشتې سيمې چې په نورو هېوادونو اړه لري او په همدې توگه د ځانگړې زمکنۍ بشپړتيا سيمو نومونه راغونډ شوي. همدا لړليک د قانوني واک خاونده ټول هېوادونه په ځان کې رانغاړي، مانا دا چې پدې کې قلمرونه، د قلمرونو سيمه ايزې اوبه چې پدې کې هغه اوبه چې په حدودو کې دننه دي او هغه چې سره گډې او نښتې دي، په اقتصادي توگه ځانله منحصره زونونه، سمندريز پان، او د هوايي فضا خاوندې سيمې ټول راځي. د خپلواکو رياستونو د لړليک د کتلو لپاره د زمکنۍ بشپړتيا لرونکي هېوادونو لړليک وگورۍ.
په دغه لړليک کې د نړۍ د هېوادونو نومونه په پښتو کې ليکل شوي او پدې کې دواړه، يعنې لنډ رسمي نومونه (لکه. افغانستان) او اوږده رسمي نومونه (لکه. د افغانستان اسلامي جمهوريت) شته. که چېرته په دغه لړليک کې د يو داسې هېواد يا سيمې نوم چې د هغه د رسمي نوم پر سر شخړه وي، راغلی وي، په دې مانا نه ده چې يعنې په ويکيپېډيا کې د ذکر کېدلو له امله دې رسمي وگڼلای شي.

په دغه لړليک کې د 243 شته هېوادونو نومونه دي چې ددغو نه يې: 




#Article 117: روح الله خميني (226 words)


سيد روح الله مصطفوی موسوی خميني يا آيت الله خميني يا امام خميني (۲۲ سپتمبر ۱۹۰۲ – مړینه: ۳ جون ۱۹۸۹ ) د ايران د اسلامی انقلاب لارښود او د اسلامی جمهوريت بنسټگر وو.

سیّد روح الله مصطفوی موسوی خميني په ۱۹۰۲ کال کې د خمين په ښار کې نړ ۍ ته سترگې رڼې کړې. ددغه نابغه او هوښیار ماشوم دژوند لا پينځه مياشتې نه وې تېرې شوي چې دهغه مهال درژيم گوډاگيو د هغوی پلار ، ايت الله سيد مصطفی موسوي شهيد کړ اودغه ستر انسان د خپلې گرانې مور او مشر ورور علامه سيد مرتضی موسوي تر سرپرستۍ لاندې وروزل شو.د ماشومتوب پېر يې په خمين ښار کې د همدغه ښار له عالمانو او فاضلانو په لومړنېو زده کړو تېر کړ اوپه نولس کلنۍ کې د اسلامي علومود زده کړې لپاره داراک ښار ته لاړچې په هغه وخت کې يوه ستره علمي حوزه او ديني مرکز گڼل کېده.په هغه مهال داراک علمي حوزه دیوه وتلي مجتهد او لوېې استاد ايت الله العظمی شېخ عبدالکريم حايري يزدي تر سرپرستي لاندې اداره کېدله چې بيا يې د قم د مذهبي ښار د سترو عالمانو په غوښتنه په ۱۳۴۰ هجری قمری کال کې دغه ښار ته کډه وکړه او د حضرت امام رضا (ع) د قدرمنې خور ، حضرت بی بی معصومه (س) د سپېڅلي حرم تر څنگ يې د قم د سترې علمي حوزې بنسټ کېښوده. 




#Article 118: ثريا طرزي (315 words)


ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي.

ملکه ثريا طرزي د سردار غلام محمد طرزي لمسۍ او د نامتو افغان لارښود او د افغان ژورناليزم پلار، سردار محمود طرزي لور ده. نوموړې په دمشق کې زېږېدلې او هماغلته يې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار نه ترلاسه کړي.

په ۱۹۲۹ زېږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه گوښه شو چې په هېواد کې د خپل منځي جگړې د پېښېدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هېواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په اېټاليې کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې اېټاليا کې هم پاچاهي وه.

ملکه ثريا په ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸ زېږيز کال کې د اېټاليې هېواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډېره درنه سترگه د اېټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لېږدولو پر مهال د اېټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډگره پورې د هغې مړی بدرگه کړ. بيا وروسته کله چې د هغې تابوت افغانستان ته راورسېد نه هلته يې هم په ډېر درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننگرهار ولايت په پلازمېنه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل خاوند تر څنگ چې تر دې ۸ کاله دمخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه.




#Article 119: د کمپنۍ مشري (3244 words)


       
كله چې خلك د ادارې كلمه اوري، په عام ډول د هغوى ذهن د رسمي دفترونو اداره او بڼه انځوروي خو حقيقت دا دى چې اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيزو اړخونو كې منل شوى اهميت لري.
د هر څه د مخه بايد پوه شو چې اداره څه ته وايي نو راځۍ چې د ادارې لنډه پيژندنه وكړو:
اداره داسې يو پرله پسى كار دى كوم چې د نورو كارونو په برابرولو كې مرسته كوي، ترڅو په سمه توگه غوره شي او په سم ډول سرته ورسول شي.
په سمه توگه غوره كول په دې مانا چې یوازې هغه كارونه كوم چې دهدف په لاس ته راوړلو كې مرسته كوي بايد غوره شي، په سم ډول سرته ورسول شي په دې مانا چې د لږو طبعي شتمنيو په لگولو سره بايد ډيري په زړه پورې پايلې ترلاسه شي.
لكه مخكې مو چې وويل، اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيز اړخونو كې خپل ځاى لري، د بيلگې په ډول د انسان وخت له هغه سره يوه طبعي شتمني ده نو په كار دۍ چې د هغه پوره ادارې ته پام وشي او د لږ وخت په لگولو سره ډير كار وشي خو څرگنده دې وي چې د ادارې ځانگړى استعمال په هغو ځايونو كې كېږي چيرته چې خلك ديو گروپ په بڼه كې كارونه سرته رسوي، دا ځكه چې د ټولو كار بايد د هدف پر لور وى او په اغيزناك ډول هدف ترلاسه شي.
طبعي شتمني په دې مانا چې د هغه شته والى له انسانانو سره يوه ټاكلې اندازه لري د كوم زياتوالى چې د انسانانو له وس څخه پورته دى.
اداره او كارپوهنه يو نوى شى نه بلكه د مصر تاريخي څلي (اهرام) جوړول په هغه وخت كې هم كارپوهنه وه، خو البته د نن په څېر رسمي بڼه ورته نه وه وركول شوې. د هر يوه تاريخي څلي په جوړيدوكې له يو لك (۱۰۰۰۰۰) څخه زياتو كاريگرو د شلو (۲۰) كلونو لپاره كار كړۍ ؤو.
دا په دې مانا چې هلته يو څوك ؤو چې هر كاريگر ته د هغه كار ورپه گوته كړي، د كار لپاره پوره ډبرې برابرې كړي تر څو كاريگر بوخت وساتل شي، كاريگر د لا ښه كار كولو لپاره وهڅوي، د كاريگرو تر منځ ستونزي او شخړې ختمې كړي، د كار پايلې وگوري او داسې نور.
دا مهمه نه ده چې هغوى دا كار پوه په څه نوم ياداوه خو هلته كارپوه (Manager) ؤو.
دا چې په هغه وخت كې كارپوهنه يو ځانگړى مسلك نه ؤو د هغه ډيرې وجهې كيداى شي لكه د خلكو نفوس ډير كم ؤو او په ډگر كې پرمختيا نه وه شوې، ساينس او ټيكنالوجي وده نه وه كړې او داسې نور.
ولې نن سبا كه له يوې خوا د خلكو تعداد زيات شوى نو له بلې خوا د پوهنې، ساينس او ټيكنالوجي په ډگرونو كې هم په زړه پورې پرمختيا وي تر سترگو كيږي كوم چې د كارپوهنې د رسمي بڼې پر شته والي ته دلالت كوي، نو ځكه كارپوهنه په اوسني وخت كې يوه رسمي پوهه او د وخت له مهمو ضرورتونو څخه گڼل كېږى.
د اوسنې نړى پرمختللي هيوادونه كه له يوې خوا د كاركولو نوي وسايل لري، له بلې خوا كارپوهنې ته د پام وړ ارزښت وركوي دا ځكه چې طبيعي شتمنى او د توليد مادي عوامل په نړى كې د استعمال له امله ورځ په ورځ مخ په كمېدو دي او پرمختللې نړى هڅه كوي چې هغوى كارپوهنه د يوې رسمي بڼې په لرلو سره ټولنې ته ورپېژندلې او په همدى لړى كې يې په زړه پورې ليكنې او مضبوط گامونه اوچت كړي دي.
كه پام وكړو له نن څخه پنځوس (۵۰) كاله دمخه جوړه شوې راديو د اوسنى راديوگانو په پرتله ډېره غټه وه، ولې اوسنى راديوگانې ډېرې وړې او ورسره په زړه پورې كار سرته رسوي، دا په دې مانا چې كارپوهنه د ساينس او ټيكنالوجي سره اوږه په اوږه په اغېزناك ډول د منزل په لور گامونه وهي.
كارپوهنه داسې يو هنر دى چې د كار كوونكو د كار كولو وړتيا كار كولو ته هڅوي او هڅه كوي چې هغوى په اغېزناك ډول د يو ټولگي مخ ته ټاكل شوي هدفونه لاس ته راوړي او ټولگي او گروپ ته پايښت او ټينگښت وروبښي، كه كارپوهنه نه وي نو د يو ټولگي طبعى شتمني به لگېږي او پايلې به لاس ته نه راځي، دا په دې مانا چې په اوږد مهاله ډگر كې به نوموړى ټولگى د شتمنى له كمښت سره مخامخ او د نورو د سيالى وړ به نه وي چې په پاى كې به د خپلې خپلواكۍ په بيه له نورو سره تړونونو ته اړوي.
دا كار پوهنه وه چې جاپان ته يې په ډېړه لږه موده كې د نړى پر مخ ځلا ور وبښله او د جاپان جوړشويو توليداتو ته يې په ماركېټونو كې په زړه پورې ځاى تر لاسه كړ.
د جاپان خلك د گروپ په بڼه كې د كار كولو د وړتيا په لرلو سره په خپلو كارونو كې ډېرې لږې طبعي شتمنى او د توليد عوامل كاروي ولې په زړه پورې پايلې لاس ته راوړي.
د گروپ په بڼه كې كاركول ډېر زيات اهميت لري، كه د يوه ځنځير جوړښت ته پام وكړو نو ډېر په اسانه به پوه شو چې د گروپ په بڼه كې كار كول يعنې څه ؟
د گروپ په بڼه كې كار كول زمونږ كارته ښكلا، قوت، اغېزناكتوب، پايښت او ټينگښت وربښي او د سيالى په اوږد مهاله ډگر كې مو د سيالى وړ گرځوي.
اميد دى چې د گروپ په بڼه كى د كار كولو د وړتيا هڅه وكړو ترڅو دا د اداري فساد له خوا يرغمل شوى افغانستان د يو نوي پرمختللي هيواد په څېر يوځل بيا له سيالانو سره سيال او ورباندې لگول شؤو داغونو څخه يې د تل لپاره پاك كړو.

د کمپنی مشری هغه دنده ده چی باید ټول ترلاس لاندی کارکوونکی گمارل ، دهغو څارل ، د هغو څیړل ، د هغو کتل او  لوړاوي (ترفیع) او لیری کول دی او دهغه په اثر د کمپنی د مقاصدو لاسته راوړل دی .

یو ښه ساخمتاني مدیر باید د خبرواترو ښه وړتیا ولري. تاسو شاید د بیلابیلو خلکو سره یوځای کار وکړۍ، برسیره پر دې که غواړۍ چې ښه مدیریت وکړۍ، او گاکان او تمویل کوونکي مو درڅخه خوښ وي تاسو باید د ناستو (غونډو) له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتیا د لوړولو لپاره پوره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرگنده او واضح توگه نورو ته ولیږدولی شۍ. کله کله ستاسو شتون په یوه پروژه کې ډیر اړین وي، دلته بیا ستاسو د مفاهمې وړتیا ته تر ټولو زیات اهمیت ورکول کیږي.

ښه مدیر باید ښه افهام او تفهیم وکولای شي.

د خبرو اترو د وړتیا سره جوغت د خپل لاس لاندې کارکونکو ته د یو اسانتیا برابرونکي په څیر ځان جوړول هم یو هنر دی. د روزنې (ټرینینگ) له لارې مدیر کولای شي پوه شي چې د مشکل سره څنگه لاس او پنجې نرمې کړي، څنگه ناستې (میتینگونه) رهبري کړي، څنگه یو ښه کاري ټیم و روزي، او بالاخره څنگه یو نوښتگر فکر رامنځ ته کړي. دغه پورته وړتیاوې مدیر ته دا ځواک ور بښي چې خپله پروژه ښه تنظیم، خپلې چارې له غوښتنې سره سمې پرمخ بوزي او د خپل ټاکلي هدف په لور چټک گام واخلي.

تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ.

افهام او تفهیم او مدیریت یو له بل سره تړلي دي. د ساختمان مدیر باید د پروژې لپاره یو بشپړ انځور ولري، او ددې ترڅنگ د کاري ټیم د غړو لپاره د بیلابیلو رولونو او مسؤلیتونو د تعریف او ورسپارنې وړتیا هم ولري. د لمړۍ ورځې نه باید مدیر خپل آخري هدف وپیژني، پدې پوه شي چې څنگه د شته منابعو څخه پوره گټه پورته کړي، او څنگه د خپل کاري ټیم د غړو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو آخري پایلې له لوړ معیار او غوښتنې سره برابرې ترلاسه کړي.

مدیر باید د پروژې له جزئیاتو خبر او د لاس لاندې کسانو وړتیاوې وپیژني.

د پیل نه، د پروژې مدیر باید د مشتري د غوښتنو په پام کې نیولو سره د خپل آخري هدف د لاسته راوړو لپاره خپل واړه اهداف او موخې تعریف، تعین او وټاکي. د پروژې مدیر باید کاري پلانونه جوړ، او وړ ستراتیژۍ په کار واچوي تر څو خپل نهایي هدف د غوښتنې سره سم ترلاسه کړي.

لوی هدف په وړو اهدافو کې تعریف کړئ.

د پروژې څخه لوی انځور اخیستل (پوهیدل) بسیا نه کوي، د کوچنیو برخو او کارونو د بشپړیدو او یوځای کیدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو کچیرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبیق او معیاري وي، ټوله پروژه به له سره برالۍ او کامیابه وي. د لوی هدف د درلودو سره سره مدیر باید د پروژې وړې برخې سره بیلې، منظمې، او پلانگذاري کړي. له نیکه مرغه چې مدیر د داسې کار کونکی ندی چې له مخې یې پروژه له سره رامنځته شي، کوم چې په خپل وار د کار د اسانتیا لامل کیدای شي.

یوه لویه پروژه او څو کوچینو پروژو وویشئ او هره پروژه (برخه) ښه سمبال کړئ.

په ځانگړې توگه کله چې مدیر نشی کولای ټولو اموراتو ته ځان ورسوي، نو دوی خپل کار یو معتبره کاري ټیم ته پریږدي. او هغوی ددې وړتیا په ځان کې لري چې دغه ورسپارل شوې دنده په ښه صورت پرمخ بوزي. اولویت پیژندل ډیر مهم دي، مدیر باید پدې پوه شي چې کوم کار ته د شرایطو په پام کې نیولو سره اولویت ورکړي او کوم کار کیدای شي و ځنډول شي.

د کار کونکو په گمارلو او د دندو په اجرا کې ډیر ځیر اوسئ.

طبیعتاً، چې یو ټیم رهبري کړی شي، مدیر باید ډیر مهم رول ولوبوي. مدیر باید د گروپ د غړو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کارکونکو لپاره د معلوماتو د شریکولو زمینه برابره کړي، تر څو لدې لارې ټول کارکونکې یو د بل سره اړیکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شریکې او تر بحث لاندې ونیولای شي. مدیر باید هر کارکونکی داسې وپوهوي ترڅو هغه خپل رول د پروژې د بریا په ټول انځور کې وگوري، نه داچې پریږدي هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان یو بیل غړی وبولي.

د خپلې پروژې د کارکونکو ترمنځ د کورنۍ د غړو په شان فضا رامنځ ته کړئ.

د پروژې مدیران باید په خپل ځان فشار راوړي چې نوښتگر اندونه ولري. مهمه نده چې دوی د پروژې د جزئیاتو د حل، یا د نوي ټوکیدونکو ستونزو سره سر او کار لري. دوی پدې پوهیږي چې یوازې د پیچلو او ستونزمنو کارونو سره د دوی سر او کار ندی، دوی باید د هغو سمونونو یا بدلونونو په برخه کې چې د پروژې د عملي کیدو په ترڅ کې رامنځته کیږي د نورو سره په گډه کار وکړي.

د هر ډول شرایطو او ستونزو لپاره ښه حلال اوسئ.

د ساختماني چارو محیط ډیر چټک پرمخ روان او ځنې وخت د سخت فشار لاندې وي. وړ مدیر د بدلونونو، او ناخوالو لپاره پیش بین وي، او پدې پوهیږي چې غیر متوقعه او نه پیش بیني کیدونکې پیښې د پروژې د پلي کیدو پرمهال رامنځ ته کیږي، او دی باید ورته تیار وي. ده دا زده کړي چې څنگه په یو وخت څو فعالیتونه سره منظم او ښه مدیریت کړي، که څه هم چې په همدې مهال کې به دوی په یوه بله ځانکړې موضوع چې ډیره مهمه او جدی وي خپل تمرکز لري. مدیر د خپل کاري ټیم لپاره اطمنان او سکون راوړي، او د ښه مدیریت له برکته هم دوی او هم یې مشتریان د هغه څه نه چې لاسته یې راوړي ډیر خوښ وي.

تر سخت فشار لاندې کاري محیط ته ځان برابر او په هم مهاله توگه د څو ستونزو د حل لپاره ځان تیار کړئ.

د پروژې مدیر پدې معنی ندی چې مدیر شو نو علم یې هم بس دی. دی باید هڅه وکړي چې ځان نور هم پیاوړی او خپله پوهه لوړه کړي. هڅه وکړي چې لوړ تحصیلات وکړي، او خپل ځان د ورځنۍ تکنالوژۍ او امکاناتو څخه خبر وساتي چې له دې امله دی او د ده کاري ډله خپلې چارې ښې او منظمې او د پلان سره سمې پای ته رسولای شي.

که د مدیریت په څوکۍ ناست هم یی، خپله ورځنۍ مطالعه مه ځنډوئ.

لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه گټور تمام شي.

یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم، او په مفصله توگه نورو ته څرگنده کړی شي. خیال، یا تخیل (Visionary) زیاتره وخت دا ځواک راکوي چې د یو بدلون لپاره نوی حل، د هغه حدود او پولې ترسیم او وټاکلی شو. یو ځل دا خبره عامه وه چې ویل کیدل به: مشر (Leader) هغه څوک دی چې موږ له لاسه نیولي پورته کړي، موږ ته زموږ پدې ځای کې د شتون دلایل راکړي، موږ ته د بدلون په اړه روحیه او الهام راکړي. یو خیالي (Visionary) مشر تر لاس لاندې خلکو ته دا ځواک ورکوي چې دوی داسې احساس وکړي چې دوی پدې لار کې یوازې ندي، بلکه یوه ښه کلکه امسا (مشر) لري، تر څو د ضرورت په وخت کې پرې تکیه وکړي. د مشر تخیل تر لاس لاندې کسانو ته دا ځواک ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپلو ورځنیو چارو کې تمرین او تجربه کړي. د بنّیز په ژبه: خیالي مشران خلکو ته دا فرصت ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپل ځان کې پیاوړی کړي، او د خلکو په منځ کې دا خبره خپره کړي چې تخیل د دوی په ژوند او مسلکي دنده کې څه رول لري.

د خبرو اترو ځواک د لوړ پوړو او یا تر لاس لاندې کسانو سره زیاتره وخت د مدیریت د دوهمې مهمې اړتیا په توگه پیژندل شویدی. د پروژې مشري (Leadership) هر وخت د هدف، مسؤلیت، کردار، او توقعاتو په برخه کې، د ښه، واضح، شفاف او ساده افهام او تفهیم لپاره لمړیتوب (اهمیت) ورکوي. د یوې موضوع په راخلاصولو (خلکو ته په لنډو کې تشریح کولو) او مسیر ورکولو کې ډیر اهمیت پروت دی. د پروژې مشر د ټیم د غړو او لوړو پوړو ترمنځ یو ارتباط دی. یو مشر باید ددې ځواک ولري چې د خپل کاري ټیم د بریاو او لاسته راوړنو په بیانولو، او د دواړو خواو په قناعت حاصلولو برلاسی وي، او د اړیتا په صورت کې د خلکو په هڅونه (تشویق) هم سترگې پټې نکړي. د ښو، ساده، او څرگندو خبرواترو له مخې د پروژې مشر کولای شي د پروژې د هر غړي لپاره مرستندوی واقع شي، کوم چې نن او سبا ددې کاري ټیم د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره ډیر گټور پریوزي.

د یو مشر لپاره ډیره مهمه ده او باید په یاد ولري چې دده کار او کردار باید د لاس لاندې کسانو لپاره سرمشق وي. یو ښه مشر د ښو اخلاقو او خوی تمرین او تجربې ته ډیره اړتیا لري. د خپل ځان لپاره اخلاقي معیارونه ټاکل، او پر هغو باندې عمل کول، او همدا راز د هغه چا چې ددغو اخلاقي معیارونو سره برابر عمل کوي د هغوی هڅونه (تشویق) ، او هغه څوک چې دا اخلاقي معیارونه نه مراعات کوي خبر ورکول، هم د مشر د مسؤلیتونو څخه دي. پخپل زړه سره (سلیقه يي) روزل شوی مشرتوب د ټیم په درد نه لگي، بلکه هغه مشري چې په امانت دارۍ، او متقابل درناوي ولاړه وي د ټیم او هم د مشر لپاره ډیر گټور دی.

 

لنډ او ساده، موږ هغه مشر چې تل منفي بافي کوي، او موږ ځپي، نه غواړو!. موږ د هڅونې او بونس (bounce) سره یوځای مشر ته ښه راغلاست وایو، هغه مشر چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ سره کار وکړي. موږ غواړو پدې باور کار وکړو چې موږ د یو ځواک راکونکي سفر یوه برخه یو، موږ غواړو دا احساس کړو چې ژوندي یو، موږ غواړو هغه خلک تعقیب کړو چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ د سفر مشري کوي. نه هغه څوک چې د یو کار د نه کولو یا نه کیدلو لپاره دوه سوه بیلابیل دلایل راوړي. ښه هڅونکی مشر خپلې موخې ترلاسه کولی شي، او د لاسته راوړنو په لوړتیا کې خبرې کوي. ښه مشري موږ ته د ځواک، اطمنان، او لاسته راوړنو لوړتیا را په برخه کوي.

مشر باید د نورو کسانو ژوند او د ژوند شرایط درک کړي، لکه یو زده کونکی چې خپله تبصره د مشر په اړه لیکي: دا ډیره ښه خبره ده چې د پروژې مشر ددې فکر وکړي چې موږ د خپل کاري دفتر څخه بهر هم ژوند لرو.

موږ باید پدې باور ولرو چې، یو څوک هومره پوهیږي لکه څومره چې دی هغه په عمل کې موږ ته ښودلی شي. د پروژې د مشر په تخنیکي (علمي) پوهه تکیه کول ندي په کار، نو د مشرۍ سیالي د مشر په علمي پوهه کې نشو را خلاصه کولی، لکه څنگه به چې دې ټکي ته پرون ډیر ارزښت ورکول کیده. د پروژې مشر باید د هغه څه له مخې چې د نورو مشري په ښه توگه وکولی شي و گمارل شي، نه د علمي پوهې او مرتبې له مخې. د مشر په ټاکلو کې د هغه د ښه رهبرۍ (مشرۍ) سوابق (شاځمکه) کولی شي د هغه د سیالۍ د گټلو لپاره مناسب معیار وي. د مشرۍ په برخه کې تجربه د سیالۍ بل اړخ تشکیلوي.

باور د مشر او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ یوه مهمه خبره ده.
تاسو خپل باور او اعتماد نورو ته دخپل عمل له لارې ښکاره کوئ؛ څومره د دوی کار چک کوئ؟، څومره د دوی په وړتیا باوري یئ؟، او څومره دوی ته حق ورکوئ چې په یو کار یا تصمیم کې برخه واخلي؟. هغه کسان (مشران) چې په بل چا باور نلري، زیاتره وخت ناکام بلل شویدي. او د تل لپاره د وړوکي مشر (مدیرک) په څوکۍ پاته کیږي، او یا داچې ټول کار به پخپله ترسره کوي!. یو زده کونکي پدې اړه ډیره ښه تبصره لیکلې: یو ښه مشر لږ ټنبل ښه وي.

په یوه خیالي نړۍ کې کیدای شي یوه پروژه د خپل مهال ویش، او بودیجې سره سمه، او له کومو لویو خنډونو پرته پای ته ورسیږي. مگر موږ په خیالي نړۍ کې نه اوسو، پروژه باید خنډونه ولري. یو ښه مشر به دغه خنډونه په خپلو لویو لویو گامونو سره طۍ کوي. کله چې یو مشر د یو مشکل او یا تشویش زیږونکې پیښې سره مخامخ کیږي، دی دغه مسئله د ځان لپاره په زړه پورې بولي، دی دا احساس کوي چې دوی پدې برلاسي کیدی شي، او دا د ځان لپاره یو ښه چانس گڼي. بنّیز لیکي: د هغه مواردو په اړه چې وړاندوینه ېې نشي کیدی، او همدا رنگه گډوډۍ او بدلون هغه څه دي چې مشر ددې لپاره حل پیدا کوي، د هغه انځور نورو ته کاږي، او پروژه د نورو کسانو سره گډه پر مخ کش کاږي.
په یاد ولرئ چې ـــــ تر لاس لاندې کسان مو پر تندي خولې ونه ویني.

یو بریالی کاري ټیم جوړونکی کیدای شي هغه ځواکمن کس ته ووایو چې د خپل کاري ټیم لپاره هغه څه برابر کړي چې د ټیم گډونوال ټول د یوې گډې موخې لپاره متحد، همفکر، او او ټول د گډې موخې په لور روان کړي. ددې لپاره چې د بیلابیلو فکرونو، وړتیاو، او نا پیژانده څیرو څخه یو موټی او یو پر بل پورې تړلی کاري گروپ جوړ کړي، مشر باید ددې کار د تر سره کولو لپاره مناسبه پروسه، او ډینامیک په پام کې ونیسي. دی باید ددغه کار په برخه د مشرۍ مناسب سټایل (شیوه) عملي کړي، او ددې موخې لپاره ېې گام په گام عملي کړي. مشر باید د ټیم د هر غړي خوی، عادت او اخلاق ځانته له مخکې معلوم کړي وي.




#Article 120: مصر (239 words)


د مصر جمهوری دولت چې په انګلیسي کې ورته egypt وایي، د شمالي افریقا عربي هېواد دی. ددې هېواد تقریبا ټوله برخه په افریقا لویه وچه کې موقعیت لري. د سینا ټاپوزمه او سویز کانال یو څه برخه یې په آسیا کې موقعیت لري.

دې هېواد د زمکې۱،۰۰۱،۴۵۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې، د غزې په پټۍ کې له فلسطين سره په سویل کې، سوډان، ليبيا  او شمال او ختیځ لورو ته د مدیترانې او سور بحر سره بریدونه لري.
د مصر هېواد د نړۍ له پینځلسو نامتو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.د ۷۷ ملیونو ډېرې برخه یې نیل سیند پر غاړه، چېرې چې کرنیزه او حاصل خیز زږمکې شتون لري، ژوند کوي. 
د ځمکې ډېرې برخه یې د سحرا دښتو نیولي دی، چې دا دښته بېخی د اوسېدو وړ نه ده.

د ګڼ مېشتو ښارونو څخه یې د قاهره او اسکندریه  ښارونه یادولې شو.

د مصر هېواد د هغو اهرامونو له وجې په نړیواله کچه پېژندل کېږي، کوم چې د فرعوني واکمنو لخوا د خپلو مړو د ښخولو لپاره جوړکړل شوي دي. دا اهرامونه د نړۍ په حیرانوونکو ودانیو او څلو کې شمېرل کېږي. 
د غزې اهرام، د کرنک عبادتځای، او د بادشاهانو دره، او د هغو کیندنو او انځوریځو دیوالونو په واسطه په نړیواله کچه پېژندل کېږي.

نن سباد مصر هېواد د سیاسي او کولتوري اړخ څخه د هرچا د پام وړ دی، او د منځني ختیځ هېوادونو په سیاسي او پوځي ادلون بدلون کې ښه کارنده ونډه لري.




#Article 121: استونیا (192 words)


دایستونیا جمهوریت، يا استونیا (ایستونیايي: Eesti Vabariik يا Eesti) په سهېلي اروپا کې پروت يو هېواد دی.
چې د ۲۰۰۴ زېږيز کال نه راپدېخوا د اروپايي ټولنی غړيتوب لري. دا هېواد په سهېل کې د فینلنډ نه د نرې فینلنډي خليج په مرسته بېل شوی دی او د لويديځ له خوا د بالتیک دا هېواد د سويډن نه بېلوي. ددغه هېواد سمندر غاړي ۳۷۹۴ کيلومتره اوږدوالی لرې. همداشان دا هېواد په ختيځ کې د روسیه سره ۲۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري او په سوېل کې د لاتویا سره ۳۳۹ کيلومتره ګډه پوله لري.
د استونیا پلازمینه د تالین ښار دی.

د دویمې نړیوالې جکړې نه مخکی د استونیا ۸۸% سلنه وګړي استونیایان وو اما د پخوانی شوروی اتحاد د پلانوړو پراساس چې له هغې مخې به یې روسان په استونیا کې میشتول اوسمهال د استونیایانو فیصدې ۶۱% سلنو ته راټیټه شوې ده.

استونیا د بالکان په شمال کې ترټولو کوچینی عیواد. یاد هیواد ۲۲۷'۴۵ مساحت لري.

د استونیا هیواد رسمي ژبه استونیایي ده.

د ساینسي تيورۍ له اساسه داسې ښايي چې په اسټونيا کې د انسان درک اله مالوم شو کله چې 11,000–13,000 کاله کلونه وروسته په سیمه کې واورې اوبه شوې.




#Article 122: د امریکا متحده آیالاتونه (439 words)


د امریکا متحده ایالتونه یا (متحده ایالتونه، امریکا، آمریکا) په انګلیسي کی (United States of America, the U.S., USA, America) یو فدرالي جمهوری هېواد دی چی له پنځوسو ایالتونو او یو فدرالي ولسوالۍ څخه جوړ شوی دی.

د دې هیواد ډیری برخه د شمالی امریکا پر لویه وچه کی پرته ده. د دې هېواد اته څلویښت ایالتونه او یوه فدرالي ولسوالۍ د اتلاس (Atlantic) او ارام اقیانوس (Pacific) سمندرنو تر منځ پراته دي. دا هېواد شمال کی له کاناډا او په سویل (جنوب) کې له مکسیکو هیواد سره گډه پوله لري. د آلاسکا ایالت د شمالي امریکا د لويې وچی په شمال ختیځ کی موقعیت لري چی روسیه یی لویدیځ کی پرته ده. د هواای (Hawaii) ایالت د ارام اقیانوس په منځ کی موقعیت لري چی هر کال د نړۍ ډیر سیلانیان د تفریح لپاره دی ایالت ته راځي. ۳،۷۹ میلیون مربع مکعب مساحت او څه باندی ۳۰۸ میلیونو وگړیو په درلودلو سره د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کی دریم یا څلورم لوی هیواد دی. دا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی پکی بیلابیل ډول کلتورونه او د نړی له مختلفو هیوادونو څخه کډوال شته. ددی هیواد لمړني اوسیدونکی د اسیا د لویې وچی استوگن ول. له اروپا سره د جنگونو او ناروغیو له امله د امریکا اصلی اوسیدونکو تعداد کم شو. د امریکا متحده ایالتونه د بریتانی دیارلسو مستعمرو په حلو ځلو کشف شوه. د ۱۷۷۶ کال د جولای میاشت په ۴ مه هغوی خپلواکي اعلان کړه چی وروسته په دې وتوانیدل چی یوه هماهنگه اتحادیه تاسیس کړي. د امریکا په انقلاب کی چی لمړې بریالې جگړه وه دغو یاغی ایالتونو وشو کولای چی د بریتانی امپراتوری ته ماتې ورکړي. د امریکا اوسنی اساسي قانون د۱۷۸۷ کال د سپټمبر د میاشتی پر ۱۷ مه نیټه ترتیب شو. په ۱۹ مه پیړی کې امریکا وشو کولای چی د فرانسی، هسپانیا، بریتانا، مکسیکو او روسیې څخه ځمکه وگټی او د ټکساس او هواای جمهوریتونو سره یی ضمیمه کړي. د ایالتونو د حقوقو پر سر او د مریتوب د سیستم د پراخولو پر سر د شمال او سویل (جنوب) ایالتونو د مناقشو په نتیجه کی د امریکا د ۱۸۶۰ کال کورنۍ جگړې پیل شوې. دغه جگړی د شمال په گټه پای ته ورسیدې چی له امله یی د مریتوب سیستم او دایالتونو د بیلولو پلانونه د تل لپاره له منځه ولاړل.

د امریکا بریالیتوبونو د هسپانیی او امریکا په جگړه کی او په لومړۍ نړیواله جگړه کې دې هېواد ته د نړۍ د پیاوړو پوځي هېوادونو په لیست کی ځای ورکړ. دویمې نړیوالې جگړې څخه د نړۍ لومړۍ اتومی اسلحه لروونکی هېواد په توگه راووت او د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کی یې د تل لپاره غړیتوب واخیست.




#Article 123: شمېرپوهنه (213 words)


شمېر پوهنه د هغوسکالوگانو(موضوعاتو) لکه کميت، جوړښت، تشيال او بدلون په هکله زده کړې ته وايي خو ځينې بيا داسې يو ځانگړی تعريف لري چې شمېرپوهنه د ټولو پوهنو بدن دی او بنسټ يې تعليلي دليل دی چې په اکسزيوم او تعريفونو پېل کېږي. 

شمېرپوهنه په ټوله نړۍ کې د ساينس په بېلابېلو ډگرونو کې کارول کېږي لکه انجنيری، څېړنه، طب او اقتصاد. دا د ساينس هغه ډگرونه دي چې مونږ ته د نورو زېږونو الهام په ورکړې سره سره په شمېرپوهنه کې د لا نورو لاس ته راوړنو جوگه کوي. نوې شمېرپوهنه هم د ځانه زېږېدلې، پرته له دې چې کومه ځانگړې کارونه په پام کې وي.

شمېرپوهنه چې د رياضياتو د علومو په مانا ده، يو پښتو ويکه ده چې د شمېر او پوهنې يو تړنگ (ترکيب) دی. په انگليسي ژبې کې د (Mathematics) يا مېتامېټکس د شمېرپوهنې انډول دی او دا ويۍ بيا د پخواني يوناني ژبې لغت μάθημα يا (máthēma) نه اخيستل شوی او په مانا د ساينس، علوم يا زده کړې دی. خو په همدې توگه بياد μαθηματικός يا (mathēmatikós) د زده کړې لېوال په مانا دی. په انگليسي ژبه کې بيا کله نا کله د math او يا هم maths لنډون هم کارېدلی.

مشتق

See list of conjectures for more

See also list of mathematics history topics




#Article 124: فزیک (834 words)


پنځپوهنه (په انگرېزي: Physics) ( په لرغوني يوناني ژبه فزيسس : φύσις ٫٫ طبعيت٬٬ مانا لري) دا يوه طبعي پوهنه ده چې په ځان کې د مادې (څيز) زده کړه رانغاړي.  
اود هماغه خوځښت چې د شېبو په لړ کې ېې اړونده پوهاوی يا مفهوم  چې انرژۍ  او سېک پورې تړاؤ مومي رابرسېره کوي . په پراخه توگه ، دا د طبعيت يوه عمومي شننه ده ، داسې اوډل شوې چې له مخې ېې د کايناتو څرنگوالی او عوامل څېړي .
فزيک يو تر ټولو لرغونې زده کړې دي ، شاید چې د ستورپوهنې له اړخه تر ټولو لرغوني گڼل کېږي . 
د دوه زرو کلونو پخوا پنځپوهنه د طبعي فلسفې او کيميا برخه او د شمېرپوهنې او ژونپوهنې ځانگړی ښاخ بلل کېده ، خو د ۱۶مې زېږدي پېړۍ، د ساينسي (پوهنيزې) پاڅون په ترڅ کې طبعي پوهنې د بې جوړو څېړنيزو خپرونو په لړ کې خپل ځانگړی ځای ونيوه . 
اړونده زده کړې ېې د څېړنو برخه جوړوي لکه بايوفيزېکس(ژونپنځپوهنه) او کوانټم کيميا له مخې ېې داسې ښايي چې د پنځپوهنې د پولې تل پاتې تعريف نشته . په نولسمه زېږدي پېړۍ کې او شلمه ز. پېړۍ کې فزيکالزم د پوهنې يا ساينس د فلسفې يوې لويې متحدې بڼې په څېر راوځلېده، لکه پنځپوهنه چې د طبعي ځليزې د څارليدنې بنسټيزه تعريف برابروي . په پنځپوهنه کې نوي آندونه د نورو پوهنو ډېر ځلې بنسټيز مکانيزمونه (کړنچارو) هغه وخت تعريفوي کله چې د شمېرپوهنې او فلسفې په ډگر کې نويو څېړنو ته لار خلاصه کړي . فزيک يا پنځپوهنه د يوې نوموتې او اغېزمنې وسيلې په توگه د نوي تخنيکي بهير په لړ کې شمېرل کېږي . د بېلگې په توگه ، د نيوکلير فزيک يا برېښنايي مقناطسيزم د پوهنې کچې ته وده ورکوي ، چې همدا بيا د نن ورځې په ټولنه کې د نويو توکيو (پروډکټس، مصنوعاتو) په ودې او پراختيا کې يو روڼ تحول گڼل کېږي ، لکه ټلويزيون ، کمپيوټرونه ، د کورونو اوزارونه او اټومي وسلې يادولی شو. همدا رنگه د ترموډاينمکس په ودې کې پرمختللي گامونه چې د کارخانو په جوړولو او پراختيا کې مخکښه رول لوبوي او مخانيک او تخنيک ته وده ورکوي کومه چې د کالکولوس په پراختيا کې ېې مواغزه رول لوبولی .

ستورپوهنه د عمومي پوهنو په لړ کې تر ټولو لرغونې پوهه ده . له لومړنیو تمدنونو څخه چې نېټه یې ۳۰۰۰ مخزېږدي پېر ته ورستنېږي لکه سامريان ، لرغوني مصريان او داندس درو د تمدن ، ټولو د لمر ، سپوږمۍ او ستورو په هکله اټکلیزې بنسټیزې پوهې درلودلې . ستوري او سيارې ډېرځلې د عبادت لپاره ټاکل کېدل، داسې يې گڼل چې د هغوی خدايان دي . خو د پوهنې له مخې یې ځلیزې بې بنسټه او ناجوته وې ځکه چې زباتولی یې نشوای ، همدا لومړنیو څارلیدنو (Observations) د ستورپوهنې د بنسټ ډبره ايښې . د آسگر آبويي اخځ لمخې د لوېديځې ستورپوهنې څرک له مېسوپوتاميا څخه راپورته شوی او د قاطع پوهنې (قاطع ساينس) څرک په لوېديځې نړۍ کې د بابليانو څخه اخیستل شوی . مصري ستورپوهانو داسې نښې پرېښودلې چې د گډو ستورو مالومات یې رابرسېره کړي ول او د اسماني گرځنده گرو (celestial bodies ) په هکله یې مالومات ورکول ، خو يوناني شاعر هيومر بيا د ډؤل ډؤل اسماني گرځنده گرو توکيو په هکله خپل د ايلياد او اودېسې په لیکنو کې لیکلي دي . وروسته بيا د يونان ستورپوهانو له هاغو څخه نومان جوړ کړل ، چې نن هم هماغه کارېږي . ډېريؤ د ستورو ټولگې چې په شمالي هایمشېر کې راڅپړل شوي هم هماغه نومان ورته کارېدلي .

د طبعي فلسفې څرک له يونان څخه د ارکايک پېر کې (۴۸۰مخزېږدي ـ ۶۵۰مخزېږدي) کې راجوت شوی . دا هاغه مهال ؤ چې کله د سقرات څخه لا مخکې پېر کې د تهېلز پشان يو فیلسوف چې د غیر طبعيي څرگندونې چې د طبیعي څرگندو ځلیزو په هکله وې رد کړلې او په ډاگه یې ټینگار وکړ چې هره پېښه يوه طبیعي وجه درلوده . هغوی د هغو آندونو روښانه کولو لپاره وړاندیزونه وکړل چې د وجې او څارلیدو په مرسته ولاړ وي او د هغوی ډېری فکري هڅي په تجربو کې بريالۍ راووتې . د بېلگې په توگه : اټومیزم سمې وموندل شوې چې تقریبآ ۲۰۰۰ کاله وروسته د وړاندیز څخه د ليوسيپوس او د هغه د زده کوونکي ډیموکراتيوس لخوا ثابتې شوې .

ښاغلی آيزاک نیوټن (۱۶۴۳ زېږدي ـ ۱۷۲۷م زېږي) چې د خوځښت قانون يې او د کايناتو په منځ کې لاندې کاږل يا د جاذبې هغه یې يو لوی گام په پنځپوهنې کې ؤ رامنځته شو . پنځپوهنه هغې څخه وروسته يوه ځانگړې بېله پوهنه شوله کله چې نويو اروپايانو (موډرن يوروپينز) د تجرباتي او ډېروالي چلندلار (Quantitative method) څخه کار پخپلو پنځونو کې واخیست ، کومې چې د اوس لپاره د پنځپوهنې قانون گڼل کېږي .

پنځپوهنه يا فزيک په لومړي ځل په يونان کې راوتلې. فزيکپوهنې ته په پښتو کې پنځپوهنه وايي . پنځپوهنه يوه طبعي څانگه د ساينس پوهنې ده چې په کايناتو کې د بنسټيزو قوانينو ، قواوؤ او ددغو قواوؤ اغېزې په يو او بل څه باندې راسپړي او ددغو اغېزو بشپړه مانا او شننه راباسي.




#Article 125: آیسلنډ (228 words)


آیسلنډ (آیسلند), چې په رسمي چارو کې د آيسلنډ جمهوريتپه (ايسلنډي: Lýðveldið Ísland) هیواد بلل کېږي.

يو اورښندونې ټاپو وزمه هېواد دی چې په سهېلي اطلس سمندر کې پروت دی او د ګرینلنډ, ناروې, د برطانيه او آيرلېنډ او د فارو ټاپوګان او هېوادونه ورنه چاپېر دي. د آيسلېنډ جمهوريت (يا Lýðveldið Ísland په آيسلنډي) په رسمي چارو کې يادېږي. که څه هم همدا دا ددی هیواد دوديز نوم دی اما د جمهوريت نوم يوازې ددې هېواد د حکومت پت نظامي څرګندونو کې کارېږي او دا نوم د دې هېواد د اصلي نوم برخه نه ده. ددی نوم وضاحت د آیسلنډ لومړي وزير د دفتر نه په يوه رسمي ليک کې چې آري پال کريستينسون ته یې لیګلی وو چې د آرني ماګنوسون د ايسلنډي زده کړو د انستيتيوت پروفيسر دی. په هغې کې دا څرګندونې راغلي چې د اطلس سمندر سهېل کې پروت يو اروپايي هېواد دی.  د دې هېواد د وگړو شمېر نژدې 320,000 دی او د دې هېواد ټول مساحت  دی. د آيسلنډ لوی ښار او د هېواد پلازمېنه  ریکیاویک نومېږي، چې پخپله همدا ښار او د دې ښار شاوخوا سيمو کې مېشت وگړي د همدې هېواد د ټولو وګړو د درې برخو نه دوه برخې جوړوي. د جغرافيې له مخې آيسلنډ د اورښندونکي غرو او زمکو يو فعاله سيمه ده، چې په دې هېواد کې تر لويې کچې اورښندونکي غرونه او ډاگونه موندل کېږي.




#Article 126: اېټاليا (142 words)


ایټالیا په ایټالوي(Italiana)  چې په رسمي توګه د ایټالیا جمهوريت بلل کېږي، د اروپايي اتحادیه د هيوادونو څخه يو دی. یاد هیواد د اروپا لوی وچه په جنوب کې پروت دی، پلازمینه یې روم ښار دی. دا ټاپو وزمه له دوه نورو لویو ټابو ګانو څخه په مدیترانه کې جوړه شوی چې سیسیل ټاپو او ساردینیا دي. نن ورځ ایټالیا د نړۍ له پر مختللو هیوادونو شمیرل کیږی چې د ۸ګروپ هیوادونو غړیتوب هم لرې. د پیسو واحد یې یورو او رسمي ژبه یې ایټالوي ده. 

د ایټالیا د وګړو شمیر یې ۶۰ میلیونه او ۶۰۰ زره دی چې ۶'۹۱ سلنه یې مسیحیان دي. 
ایټالیا د وګړو له پلوه په اروپا کې پنځم او په نړۍ کې درویشتم ځای لرې. ایټالیا په اروپا کې ښه او معتدله هوا لري اما د سمندر غاړو هوا یې له منځني غرنیزی هوا سره توپیر لري.




#Article 127: اوزبکستان (229 words)


اوزبکستان(اوزبکي: O‘zbekiston Respublikasi يا O‘zbekiston Jumhuriyati, يا روسي:'Республика Узбекистан' )، چې په رسمي چارو کې د اوزبکستان د جمهوريت په نامه يادېږي، د منځنۍ آسيا يو هېواد دی. دا هېواد په لوېديځ کې د قزاقستان سره، په سهېل کې د قرغزستان، په ختيځ کې د تاجکستان سره او په سوېل کې د افغانستان او تورکمنستان سره گډې پولې لري. پدې سيمه کې د اوزبکستان د موقيعت داسې دی لکه په اروپا کې چې د لېختېنستاين د هېواد دی، خو د لېختېنستاين هېواد بيا داسې لکه د اوزبکستان په شان د غره نيزه هېوادنو لخوا نه دی چاپېر. ددې هېواد يواځينۍ ژبه رسمي ژبه اوزبکي ده. دا ژبه د ترکي ژبو په کتار کې راځي. خو په دې هېواد کې ډېر وگړي په روسي ژبه هم خبرې کوي او تر اوسه پورې په ډېره پراخه کچه روسي هم کارول کېږي، چې ددې سبب د شوروي د پخوانيو وختونو نه راپاتې زوړ عادت دی. ځينې سرچينې داسې ادعاوې لري چې د دېگانو توکم يو داسې توکم دی چې د فارسيوانانو سره نژدې تړلی دی، او همدا توکم بيا په د اوزبکستان د وگړو ۴۲٪ برخه جوړوي. د ازبک ويی په مانا د اصل يا اصيل دی، او دا ويی د دوه نومونو تړنگ نوم دی چې لومړنۍ برخه يې از چې مانا يې لارښود دی، او دوهمه برخه يې بک چې د بېگ نه راوتلی او په مانا د اصيل دی.




#Article 128: اسرائيل (132 words)


اسرائيل (په عبري ژبې کی: יִשְרָאֵל یا  מְדִינַת יִשְרָאֵל -  Medinat Jisra'el په عربي ژبې کی: دولة ,إسرائيل  د آسيا د لويې وچې په سويل لوېديځ كې ، د مديترانې سمندرگي پر ختيځه غاړه پروت دولت دى.

دغه هېواد د شمال له لوري له لبنان ، د شمال ختيځ له لوري له سوريې ، د ختيځ له لوري له اردن ، د سويل لوېديځ له لوري له مصر او غزې له پټارې سره پوله لري. 
اسرائيل د ملگرو ملتو سازمان د عمومي اسامبلې د ۱۹۴۷ ز كال د نوامبر د مياشتې د ۲۹ نېټې د ۱۸۱ شمېرې پرېكړه ليك سره سم (( د فلسطين د وېش په اړه د ملګرو ملتو سازمان پلان )) د ۱۹۴۸ ز كال د مى د مياشتې په ۱۴ نېټه د يوه دولت په توگه اعلان شو




#Article 129: ايران (814 words)


ايران (فارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده.

د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجان (د ناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق (کوردستان) يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانې وايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی.

ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛

ترک: ۴۳٪ (د ايران تر ټولو لوی توکم) شاوخوا ۳۴ ميليونه نفر، ويونکي ژبه يې ايرانې ترکې (غير لاتيني) ده،

فارس: ۳۸٪ / شاوخوا ۳۰ ميليونه نفر - فارس توکم د نفوسو له اړخه ۴۰-۵۰٪ د ايران نفوس جوړوي، خو فارسي د دي هيواد رسمې ژبه ده.

کورد: ۱۰٪ - شاوخوا ۷ ميليونه نفر (ويونکي ژبه يې کرمانجي (کوردي) ده.)

لر، عرب، بلوڅ، او نور لږکيان ۱۹٪

د ايراني پښتنو شمير (بي له مهاجرانو) تقريبا ۸۰۰,۰۰۰ نفرو ته رسيږي، د ايرانيانو په شمېر.

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله  دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی 

 
دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل  شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .
  

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی




#Article 130: شمس الهدا شمس (1031 words)


شمس الهدا شمس (زېږېدنه: ١٣١٦ لمريز - مړينه: ۹ د اکتوبر، ۲۰۰۵ زېږيز) (په انگرېزي: Shamsulhuda Shams) د افغانستان يو پياوړی سياستپوه او سياسي شنونکی ؤ. نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغان ملتپال ولسواک گوند افغان ملت مشر او سياسي کدر پاتې شوی ؤ. ښاغلی شمس د کونړ ولايت د نورگل ولسوالۍ به کوز نورگل کې به يوه روحاني کورنۍ کې چې د قاضیانو په نامه هم يادېږي د ډگروال حاجي نورالهدا خان په کور کې پېدا شوی دی.

لومړنی ښوونځی يې په نورگل کې لوستی دی. تر دوولسم ټولگي يې حربي ښوونځی او بیا په ١٣٤٤ لمريز کال کې د کابل حربي پوهنتون څخه فارغ شو. ډېره موده يې د ننگرهار په يولسمه فرقه کې دنده ترسره کړې ده.
په ١٣٥٧ لمريز کال کې د دفاع وزارت څخه کورنيو چارو وزارت ته بدل شو. د کورنيو چارو به وزارت کې د جگړن په رتبه د روغنياتو امر وه.

په ١٣٥٧ لمريز کال کې د ثور د خونړۍ کودتا څخه وروسته له خپلې دندې څخه ليرې کړای شو او په کور کښېنولی شو. ځکه شمس د افغان ملت د گوند له مشرانو څخه وه. په داسې حال کې چې د گوند ډېر مشران په کابل کې او په ټول هېواد کې نيول شوي وه په زندان کې پراته وه. شمس په پټه د گوند مشري کوله او گوندي رهبر و.
د همدې کال د مرغومي په ٢٢مه نېټه په داسې حال کې چې کور يې د خلقيانو لخوا محاصره شوی و او دی تصادفي د يو گوندي ورور په کور کې مېلمه وه چې د خپل کور د محاصرې څخه خبر شو نو په همدې شپه د کونړ په سيند پورې ووت او پاکستان ته مهاجر شو. پېښور ته د رسېدو سره سم يې د افغان ملت د گوند مرکز جوړ کړ، گوندي وروڼه يې سره راغونډ کړل، د افغان ملت د جريدې په چاپولو يې لاس پورې کړ او په کابل کې يې د گوندي وروڼو سره پټې اړيکې ټينگې کړې.

شمس په پېښور کې ځان جوړ نه کړ، بلکې گوندي وروڼه يې منظم کړل او جبهو ته يې ولېږل، گوند يې نړېوالو ته وپېژانده، د قلم مورچل يې تود کړ. په ١٣٦٦ لمريز کال کې د وري په مياشت کې په پېښور کې په يوه گوندي کنگره کې د افغان ټولنپال ولسواک گوند (افغان ملت) ريس وټاکلی شو چې تر ١٣٨٤ لمريز پورې  يې په پېښور کې د گوند د رياست دنده پرمخ بېولې ده.

شمس الهدا شمس چې د افغان ټولنپال ولسواک گوند مشر ؤ په ۹ د اکتوبر، ۲۰۰۵ زېږيز کال په خپل پلرني ټاټوبي، د کونړ ولايت په نورگل کلي کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. د هغه مړينه نه يواځې د افغان ملت گوند ته يوه لويه ځايه وه بلکه په افغانستان کې ټولو ملتپالو ولسواکو خوځښتونو ته يوه دروند تاوان هم وه. شمس الهدا شمس د خپل ژوند په وروستني کالونو کې وروسته له 27 کالونو کډوالۍ څخه بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ورگرځېدلی و او په جلال آباد کې يې خپل د گوند لپاره يو دفتر پرانيستی و.

In 1984, Afghan Mellat founding president, Ghulam Mohammad Farhad died and in early 1987 the party congress elected Shams as its new president in recognition of his great services to the party. However, some members of the party, under a pre-planned conspiracy, refused to accept the electoral results and hence Afghan Mellat was split into three factions each one  led by Shams Ul Huda Shams, Qudratullah Hadad and Mohammad Amin Wakman respectively. It is Wakman’s faction that is presently led by Afghan Finance Minister Anwar Ul Haq Ahady.

It was Shams who established a base for his party in Peshawar during the early days of communist take-over in the country. He courageously led his party in the face of strong opposition from religious extremist parties on one hand and incumbent communist regime on the other. Shams had an uncompromising attitude towards communism and that is why he never agreed to strike a deal with the puppet regime in Kabul in spite of repeated attempts by the latter, up to the point of offering a cabinet position. Shams had one guiding principle in his political life; never to compromise on party ideals.

Shams was in favor of the establishment of a modern democratic government in the country which could retain its National Islamic character. After communist Najib’s overthrow and Mujahideen taking power, shams continued his opposition with the incumbent regime of religious parties, which he argued, was not representing the majority of Afghan nation. Shams was especially against the Taliban regime backed by Pakistan, and an anti-Pashtun alliance that was mainly supported by Iran and Russia. Shams’s opposition was not out of any ethnic prejudice for the non-Pashtun ethnic groups in Afghanistan. In fact, he was a great supporter of national unity and solidarity. His stance was based on democratic principles, which qualified Pashtuns, who make up the largest ethnic group of Afghanistan population, to have a major role in the country affairs.

While in Peshawar, Shams continued to publish his party newspaper “Afghan Mellat” which published articles that produced nationalistic sentiments and called for democratic development in the war-ravaged Afghanistan. Besides writing in his party journal, shams also contributed scholarly articles and essays to other newspapers and journals. A unique feature in his writings was that he described facts regardless of its outcome.

Shams kept a close friendly relationship with Pakhtun Nationalist Parties and Pashtu literary organizations of Pakistan, especially Pakhtunkhwa Qawmi Party of Afzal Khan Lala. Shams’s tragic death has been widely condoled by large number of political figures of Afghanistan and Pakistan. Messages of sympathy and grief have come from Afghans all over the world. Fatheha Khwanis have been held in Kabul, Jalalabad, Peshawar, Karachi and Rawalpindi to pay tributes to the great Afghan leader.

After the death of Shamsul Huda Shams, the party congress held an emergency meeting and elected Engineer Ajmal Shams as the new Afghan Mellat Party president. Ajmal Shams, an environmental engineer by profession holds a master degree from South Dakota School of Mines and Technology, USA and has served as environmental engineer in the state of Florida. Ajmal has published articles in English and Pashto newspapers. Ajmal speaks fluent English, Pashto, Persian and Urdua languages.




#Article 131: پاړسي ژبه (216 words)


دري  چې د پارسي، پاړسي، هزاره گي  يا دېگاني  (په پاړسي: فارسي) په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده . دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ  لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې ماروالنهر ياد شوی چې د نن ورځې د اوزبکستان د سوېل لوېديځې سيمې بخارا ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم غلام محمد غبار دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي او هم پهلوي اغېزې ښودلي دي . او تر هند پورې ېې پولې وغځولې .  ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا12.4 ميليونه وگړي ياد کړي دي .‎




#Article 132: ګامبیا (110 words)


ګامبیا په انګلیسي Republic of The Gambia) چې رسمي نوم یې د ګامبیا حمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې پروت هیواد دی. د ګامبیا پلازمینه بانجول او لوی ښار یې سرکوندا دی رسمي ژبه یې انګلیسي او ۲۹۵'۱۱ کیلومتره مساحت لری. د ګامبیا د وګړو شمیر ۰۰۰'۷۰۰'۱ میلیونه تنه دی.

د ګامبیا هیواد په ۶ ایداري سیمو ویشل شوی دی.

پلازمینه

ترټولو کوچینې برخه

په ۱۴۵۵م کال کې ګامبیا د پرتګالیانو لاسته ولویده چې درې پیړۍ وروسته بریتانیا په ۱۷۶۵م کال کې پری واک ټینګ کړ.

ګامبیا هیواد ۱۱,۲۹۵ کیلومتره مساحت درلودلو سره د افریقا لوې وچې په لویدیځ سمندرغاړو کې پروت د یادې لوې وچې ترټولو کوچینی هیواد دی.




#Article 133: ګرجستان (233 words)


ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري.
ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې. 

د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې
۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې  په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت  ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.

د ګرجستان د ښارونو نوملړ د ګرجستان ښارونه (د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه) لاندی نوملړ د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه چې هریو ځانته ښار ګڼل کیږي ښیې.

د ګرجستان هیواد ایداري وېش‘ (د ګرجستان ولایتونه) ګرجستان په ټوله کې په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی چې له دولسو نه یې آبخازیا او آجاریا نیمه خپلواکه یاهم خپلواکي غوښتونکي دي.

د ګرجستان هیواد ترټولو لوی او اکثریت قوم ګرجي قوم (ګرجیان) دي چې د هیواد واک هم د ددوي په لاس کې دی. د ګرجیانو نه وروسته په ګرجستان کې دوهم لوی قوم آذربایجانیان دي.

د ګرجستان رسمي او دفتری ژبه ګرجي ده.




#Article 134: يونان (100 words)


يونان , ايلادا, ; , هېلاس, ), چې د حېلاس په نامه هم يادېږي او په رسمي چارو کې د هېلېنيک جمهوريت په نامه يادېږي (Ελληνική Δημοκρατία, هېلېنېکا دېموکراتيا, ), د سوېل-ختيځې اروپا يو هېواد دی چې د بالکان د شعبه جزيرې سوېل کې ځای پر ځای دی. 
دا هېواد په سهېل کې د البانيا، د مقدونيې جمهوريت او د بلغاريې هېوادونو سره، او په ختيځ کې د ترکيې سره گډې زمکنۍ پولې لري. د اجيان سمندرگی د يونان ختيځ کې، د آيونيا سمندرگی د دغه هېواد لوېديځ کې او د مديترانې سمندرگی د دې هېواد سوېل کې پراته دي.




#Article 135: هنګری (126 words)


مجارستان (هنګري هیواد) چې رسمي نوم یې د د (مجارستان) هنګری جمهوریت دی په منځنۍ اروپا کې پروت د وچې پورې تړلی هیواد دی چې پلازمینه یې د بوداپست، بوداپست ښار دی او ګاونډي هیوادونه یې د لویدیځ له خوانه اتریش,شمال نه سلواکیا,شمال ختیځ نه له  اوکراین, ختیځ او جنوب ختیځ نه له رومانیا, جنوب ته له سربيا,او کرواسیا او د جنوب لویدیځ لوري نه له  سلوانیا سره گډه پوله لري.

یاد هیواد ۰۳۰'۹۳ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰'۰۰۰'۱۰ میلونه وګړي لري. د هنګری د حکومت ډول یط پارلماني دی. ولسمشر یې یانوش آډر او لومړی وزیر یې ویکتور اوربان دی رسمي ژبه یې هنګري ژبه ده.

د هنګري هیواد د ولایتونو نوملړ       (د هنګری هیواد د ښارونو نوملړ)

بوداپست

آر لیکنه: د هنگري تاريخ
]




#Article 136: مسکو (136 words)


مسكو (ماسكو) د روسيې د فدراسيون پلازمېنه، د روسيې د مركزي فدرالي حوزې اداري او د ماسكو ولايت منځی دی. د وگړو د شمېر له پلوه د روسيې او اروپا تر ټولو لویې ښار دى. د ۲۰۰۹ز كال د جولاى د مياشتې د لومړۍ نېټې د شمارنو له مخې، په دغه ښار كې لس ميليونه پینځه لكه اووه ويشت زره وگړي ژوند كوي. ماسكو د نړۍ د لسو تر ټولو لويو ښارونو په کتار كې شامل دى. مسكو ښار د نړۍ له سیاحتي ښارونو گنل کېږي.

مسکو د مسکوا رود پر غاړه چې د ختیځې اوروپایي صحرا سره په مرکزي روسیه کې څه باندې ۵۰۰ کیلو میټره پوری بهیږی؛ پروت دی. د مسکو ښار سور(بر) د لویدیځ څخه تر ختیڅ ۳۹،۷ کیلو میټره (۲۴،۷میله)، او اوږدوالی یې شمال څخه تر سوېله ۵۲،۷ کیلو میټره (۳۲،۱میله) دی.




#Article 137: محمد (9932 words)


محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد  د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي. دې کایناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت لپاره یې وخت په وخت دنياته انبياء عليهم السلام راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته یې زمونږ خوږ نبى صلى الله عليه وسلم درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او دژوند حالات یې دا رنگ په حفاظت کې وساتل چې دهغې بېلگه د نړۍ په يوانسانى تاريخ کې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی. درسول پاک ص دژوند ورځې شپې مونږته دارنگ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يو طرف ته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولی اوبل طرف ته داوږدوالى یې داحال دی چې دحضور (ص) ويناگانې دژوند تيرولو لارې چارې کړه وړه ناسته پاسته خبرې اترې داستوگنې چلونه کلى کلولى اولاتيریدا چې د خوراک څښاک ، د ویده کيدو ويښيدو اودو شتو ټوکو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى 

لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .

دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولی اسلام چې کوم تعليم پيش کړی دی دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دی داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرگټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولی ؤ دگمراهۍ په تياروکښې بد بد راگير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کې ئې د ژوند واگې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .

سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنگ رنگ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کې خپلې دوه سترگې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .

ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې گڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه گڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کې چې اسلام نه اگاهو به ورته بيت الحرام وئيلی شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنگ بدى په دوى کې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينگ پاتې کيدل وغيره.

موږ ملسمانان پدې گروهه او ايمان لرو چې محمد صلى الله عليه وسلم د څښتن تعالى رالېږل شوې رسول او وروستې نبي او د رسولانو پاى په ده شوې دى. 
محمد صلى الله عليه وسلم يوې كورنۍ، قبيلې، يا قوم ته نه دى رالېږل شوې، بلكه ټولې نړۍ ته رالېږل شوې، كه هغه انسان دې كه پېرې دى. نبي عليه السلام د دوشمنبې په ورځ، د ربېع الاول په دولسمه نيټه، د فيل له كال څخه پنځوس ورځې وروسته چې د كال له ۵۷۰زېږيز كال سره سمون خوري، په مكه مكرمه كې زېږېدلې.

د اسلامي سيرت د كتابونو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم په بني هاشم كورنۍ كې يتيم وزېږېد. پلار يې دده مبارك له پېداېښت څخه لږ مخكې وفات شوې ؤ. محمد نوم ورته عبدالمطلب چې نيكه يې كېده، غوره كړ. دا نوم په هغه وخت كې په عربو كې چا نه پېژانده.
د عربو دا عادت ؤ چې خپل كوچنيان به يې د رضايي مېندو په لاس وركول ترڅو د ناروغيو څخه په امن كې پاتې شي، او دارنگه ددوي جسمونه او اعصاب قوي شي. او لدې ټولو څخه زيات پام به يې د كليوالې سوچه عربي ژبې ته ؤ، ترڅو ددوي كوچنيان سوچه عربي ژبه زده كړي. نو بني سعد قبيلې ښځې د كوچنيانو ترلاسه كولو لپاره د مكې پر لور راوخوځېدې، خو هېچا هم دا نه خوښوله چې د محمد صلى الله عليه وسلم په څېر يتيم كوچنې ځان سره بوځي. ځكه له داسې يتيم څخه د څه شي ترلاسه كول ورته ناشونې ښكارېده چې پلار به يې نه ؤ ژوندې. ټولې ښځې د كاروان پر لور روانې وې او خوشالۍ يې كولې ځكه چې هرې يوې د روزلو لپاره كوچنې موندلې ؤ خو حليمه سعديه يو له هغو نا امېده ښځو څخه وه چې محمد صلى الله عليه وسلم يې ددې لپاره پرېښې ؤ چې هغه خواركې يتيم ؤ. نو په پاى حليمې او د هغې خاوند دا وپتېيله چې د قوم له شرمه چې مبادا سبا ونه وايي چې چا ورته زوې د روزلو لپاره ورنه كړ، پدې سلا راغله چې محمد صلى الله عليه وسلم له ځان سره كلي ته بوځي.
كله چې كاروان د بني سعد په لورې يون پېل كړ نو د حليمې بي بي ډنگره اوښه داسې په منډه وه چې له ټول كاروان څخه مخكې شوه او كلي ته ورسېده. ټول كاروان دې معجزې ته هك پك پاتې ول.
بي بي حليمه دې ته اريانه وه چې يوخوا خپل ماشومان نه شي مړولاى، او له بلې خوا دا يتيم سره به څه كوي، خو د څښتن تعالى كارونه وه، د بي بي حليمې شېدې دومره زياتې شوې چې د ټولو ماشومو او محمد صلى الله عليه وسلم به وڅښلې نو بيا به هم پاتې وى. د چېليو غولانځې راپرېښودې. اوښه ښه مسته او له ډنگروالي خلاصه شوه. ملك ټول زرغون شو. هرېخوا خوشاله خوشالي راغله. بي بي حليمې دا درك كړه چې دا ټول نعمتونه يواځې د همدې يتيم كوچني له بركه پر دوي راورېږي. نو د هغه په روزنه او پاملرنه كې به يې هېڅكله هم درېغ نه كاوه. نبي عليه السلام په بني سعد كې تر څلورو كلو پورې و اوسېده، ان تردې چې د سينې څېرې كېدنه (شق الصدر) ورپېښ شول. نو حليمه بي بي پدې كوچني ووېرېده چې نه مبادا څوك ضرر ور ونه رسوي، نو ځكه يې خپلې مور بي بي امنې ته ور وستلو. كله چې شپږو كلو ته ورسېد نو مور بي بي يې وغوښتل ترڅو له ځان سره يې د پلار قبر ته بوځي. نو له خپل يتيم زوې محمد صلى الله عليه وسلم او خدمتگارې سره مكې معظمې څخه د مدينې منورې په لورې وخوځېده. بېرته راتلو په وخت په لار كې بي بي امنه ناروغه او په حق ورسېده. محمد صلى الله عليه وسلم د خادمې سره د هغه د نيكه څنگ ته وروستل شو. پس لدې له عبدالمطلب سره اوسېده. نيكه به وربانې ډېر خيال كاوه، ان تردې چې د قرېشو په غونډو كې به يې خپل څنگ ته كېناولې ؤ چې دا كار په قرېشو ښه نه لگېده. كله چې محمد صلى الله عليه وسلم ۸ كلن شو نو نيكه يې هم په مكه معظمه كې په حق ورسېد. مخكې لدې چې مړ شي خپل نوسې يې ابو طالب چې د پلار سكنې ورور يې ؤ ته وسپاره. ابو طالب د خپل وراره ترخپلې وسې او له وسې اخوا هم روزنه وكړه، وراره له خپلو زامنو څخه ورته ډېر گران ؤ. محمد صلى الله عليه وسلم د خپلې ځوانۍ په لومړنيو كلونو له خپلو رضاعي وروڼو سره په بني سعد كې پسونه څرول، او په مكه كې خپلې كورنۍ ته. وروسته لدې چې ښه ځوان شو سوداگرۍ ته يې مخه كړه. نبي صلى الله عليه وسلم له نبوت څخه مخكې په رښتوني او امانت كار (صادق الامين) نومول شوې ؤ، ان دښمنانو به يې هم ورسره خپل امانتونه اېښودل.

ابو بكر صديق رضي الله عنه -حضرت عمر فاروق رضي الله عنه - عثمان رضي الله عنه - علي بن أبي طالب - خالد بن الوليد رضي الله عنه - عمرو بن العاص رضي الله عنه - عمار بن ياسر رضي الله عنه - بلال بن رباح - أبي بن كعب - 	سعد بن أبي وقاص - سعد بن معاذ - عبد الله بن عمر بن الخطاب - عبد الرحمن بن عوف -	الزبير بن العوام - طلحة بن عبيدالله - 	سعيد بن زيد

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان . 
له تاريخي رواياتو څخه څرگنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام . 

درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه 

ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود. 
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا گټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانگړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي گډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو. 

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنگ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنگه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنگه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې گڼه وه ,سترگې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنگلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهگۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير گړندى گرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو . 

په نبوي لباس كې كومه ځانگړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنگ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوگ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي . 
ډيرى مهال به يې توره پگړۍ په سر كوله ,پگړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله . 
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنگونو كي يې (سپين) رنگ خوښ وو سور رنگ يې نه خوښاوه . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې . 
نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو. 
د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په گوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لگولو په مهال به يې دښي لاس په گوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنگونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جگړه كې يې دوه زغري اچولې وې .
بلنې 

داځانگړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي 

ذاتي ځانگړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانگړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي . 

 
نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي . 
عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې . 
عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانگړتيا يو قيد وو . 
رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای . 
دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو . 
دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديگر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديگر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي . 
دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوگه پرته له ماتولو روژه نيوله . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي . 

له حديثو څخه څرگنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانگړتياوېپه لاندېډول دي 

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مگر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنگ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جگړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .

تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانگړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانگړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .

ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دگوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې . 

پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه . 

پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول گوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي . 

الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو . 

درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتگ له انتظار څخه خلاص شول . 

دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډگر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډگر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى . 

په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .

درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو . 

د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . 
په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . 
دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . 
ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنگ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .
اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا
د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . 
په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . 
دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . 
ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنگ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .
اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا

رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . 
حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي گډون ونه كړاي شواي . 
دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا . 

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . 
انا لله وانا اليه راجعون . 

حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . 
دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه گوښه كوركې اوسيدل . 
دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . 
دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون .

دا خبره ډيره اختلافي ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو غزاگانو كې گډون كړى وو څوك 27 څوك 20 او څوك يې بيا 18 ښيي چې مونږ له هغوی څخه لاندې يوڅو غزاگانې را اخلو :

د بدر غزا
د هجرت په دوهم كال درجب مياشت وه چې مسلمانانو دكفارو په يوه تجارتي قافله باندې چې دابو سفيان په مشرۍ كې له شام نه مكې ته راروانه وه دبريد كولو تابيا ونيوله 313 تنه مجاهدين چې ٧٤ تنه پكې مهاجر او نور يې انصار وو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا دزرو تنوكفري لښكرو چې له هغه مهال سره سم دهرډول جنگي ساز او سامان په درلودلو سره جگړې ته چمتو ووله مدينې څخه د باندې دمقابلې لپاره راووتل . 
درمضان المبارك په اوولسمه ورځ دواړه لښكرې سره مخامخ شوې ,خو ترجنگ په مخته شپه كې باران وشو ,دمسلمانانو د لورې شگلنه ځمكه كلكه اودمشركانو د لورې ځمكه خټې شوه ,په همدې شپه صحابۀ كرام بې غمه ويده شول ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوله شپه له الله تعالى سره په راز او نياز كې رڼه تيره كړه , دقريشو لښكر ته ارام ورپه برخه نه شو ,سهار دومره زړه نازړه وو چې دمسلمانانو لښكر ورته په سترگو ډير ښكاريده ,جگړه پيل شوه ډير ژر دقريشو مشران ووژل شول ,او لښكرې يې زړه ماتي او تيښته پرې گډه شوه , دقريشو له لورې اويا تنه چې ډيرى يې مشران وو ووژل شول او همدومره بنديان شول ,له مسلمانانو څخه څوار لس تنه شهيدان شول چې شپږ تنه پكې مهاجر او اته تنه انصار وو,پدې ډول دا خونړۍ جگړه دمسلمانانو په بري سره پای ته ورسيدله . 

څنگه چې دمدينې منورې ډيرى اوسيدونكي يهودان ووپه دوی كې بني قينقاع ,بني نضير او بني قريضه غټې كورنۍ وې , د بني قينقاع دكورنۍ خلكو زرگري كوله ,او په نورو يهودانو كې دوی زړه ور او جنگيالي وو ,له دې كبله لومړى دوی دجگړې داعلان جرأت وكړ, او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې ورسره شوى تړون يې مات كړ , دبدر دجنگ په شپو كې نوموړې كورنۍ خپله كينه ښكاره كړه ,او گړبړ يې جوړ كړ ,ورسره داپيښه هم وشوه چې يوه مسلمانه ميرمنه ديهودو هټۍ ته ورغله , هغوی د دې ميرمنې بې پتي وكړه ,يو مسلمان چې هلته ولاړوو هغه يهودي يې وواژه , او يهودو بيا هغه مسلمان شهيد كړ . 
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر شو نو ورغى او يهودانو ته يې وفرمايل :
 
. يهودانو په ځواب كې ورته وويل : 
مونږ قريش نه يو ,كه له مونږ سره مو شخړه پيښه شوه نو مونږ به تاسو ته وښيو چې جنگ څه ته وايي ؟ كله چې ديهودو له لورې تړون مات شو , رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې ته اړشو چې له دوی سره جنگ وكړي . 
يهودان يې كلابند كړ او دا كلابندي تر پنځلسو ورځو اوږده شوه , وروسته په دې راضي شول چې هره پريكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وكړي مونږ يې منو ,عبدالله بن ابي چې د دوی سوگندي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې دوی دې جلاوطنه شي ,هماغه وو چې دايهود چې اووه سوه تنه وو او دريو سوو تنو پكې زغرې اغوستي وې دهجرت په دوهم كال د(وړوكي اختر) په مياشت كې دشام اړوندې سيمې (اذرعات) ته وشړل شول

داحدغزا
د بدر په غزا كې چې كله قريشو ماتې وخوړله او ډيرى مشران يې دجنگ په ډگر كې ووژل شول ,نو دوی هم دكسات اخستلو لپاره هلې ځلې پيل كړې ,هغه تجارتي كاروان چې دابو سفيان په مشرۍ له شام څخه راغلى وو ,ټوله گټه يې دجنگ په تياري خرڅه كړه . 
حضرت عباس رضى الله عنه چې مسلمان شوى وو,خولا هم په مكه كې اوسيده ، ديو ليك له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لښكر له څرنگوالي نه خبر كړ ,رسول الله صلى اله عليه وسلم هم دحال احوال معلومولو لپاره څوك واستول ,هغوی خبر راوړچې قريش احد ته نژدې رارسيدلي دي . احد دمدينې شمال لورې ته يو نيم ميل لرې پروت د يو غره نوم دى . 
له ډيرى صحابۀ كرامو سره تر مشورې كولو وروسته رسول ا لله صلى الله عليه وسلم دهجرت په دريم كال دشوال په مياشت كې دجمعې په مباركه ورځ له يوزر تنه نبوي لښكرسره له مدينې نه دباندې ووت ,خو دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ابن سلول له خپلو دريو سوو ملگرو سره بيرته راستون شو ,نو له دې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اووه سوه تنه پاتې شول ,چې په هغوی يواځې سلو تنو زغرې درلودې . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم داحد غره تر څنگ لښكر دا شان برابر كړ چې شايي غره ته شوه ,اودلښكر صفونه (مقدمه , ميمنه ,ميسره ,اوخلفيه ) يې تيار كړل او قومندانان يې معلوم كړل . رسول الله صلى الله عليه وسلم پنځوس تنه دحضرت عبدا لله بن جبير رضى الله عنه په مشرۍ دغره دهغه كنډَو دساتلو لپاره وگمارل چيرې چې دشا له لورې دقريشو دبريد ويره وه ,او ورته ويې فرمايل : كه په مونږ هرڅه كيدل خو چې تاسې هغه ځای پرې نږدئ ,جنگ په پيل كې ځان ته ځانته وو ,خو وروسته صفونه سره گډشول ,دقريشو بيرغ وړونكي په يو بل پسې ووژل شول , حضرت علي او حضرت ابو دجانه رضى الله عنهما هم ددښمن په لښكر كې لارې جوړې كړې , څو د دښمن پښې سستې او تيښتې ته اړشول ,خو مسلمانانو په غنيمت ټولولو لاس پورې كړ واو دغره دكنډو ساتونكو چې همدا حال وليد ,نو پوه شول چې مسلمانان بريالي شوي او دغنيمت غونډولو مهال دى ,كه څه هم حضرت عبدالله بن جبير رضى الله عنه ورته دنه تللو ډير وويل ,خوهغوی لاړل يواځې حضرت عبدالله بن زبيررضى الله عنه له لسو تنو سره پاتې شو ,كله چې خالد بن وليد (چې هغه مهال لا نه وو مسلمان شوى اودكفارو له لورې راجنگيده ) هغه كنډو خالي وليد نو له نورو سپرو سره په هماغه كنډو راواوښت , كوم كسان چې هلته پاتې وو هغوی شهيدان كړل ,او دجنگ ډگرته يې ځان راورساوه ,قريش يې بيرته سره راټول او نوى جنگ پيل شو , مسلمانانو چې دغنيمت غونډولو له امله وسلې له ځانه لرې كړې وې , دومره وارخطا شو چې خپل او پردي يې نه پيژندل ,په همدې وارخطايۍ كې څو تنه مسلمانان پخپل منځ كې شهيدان شول . 
جنگ دومره تيز شو چې آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ښكلي رخسار هم دوينو لارې جوړې شوې ,او داغږ پورته شو چې محمد صلى الله عليه وسلم شهيد شو ,خو څو تنه وو چې له خپل ځانونو يې درسول الله صلى الله عليه وسلم دساتلو ډال جوړكړى وو . 
په نوموړي جنگ كې اويا تنه مسلمانان شهيدان شول ,چې ډير يې انصار وو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم تره حضرت حمزه رضى لله عنه هم دشهيدانو دكاروان ملگرى وو , چې هندې (دابو سفيان ميرمنې )دحضرت حمزه رضى الله عنه نس څيرې او ځيگر يې را وايست او خوله يې پرې ولگوله . (علماوو ليكلي چې كله هندې ايمان راوړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ماته مه رامخامخ كيږه ,هغه ووچي هندې به چيري رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدنو لاره به يې ورڅخه چپوله ) دجنگ په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم څو تنه وټاكل ترڅو ددښمن څارنه وكړي , پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دوهمه ورځ آن تر اتو ميلو پورې ددښمن څارنه وكړه . همدا جنگ وو چې دمسلمانانو دبې وزلي توب او تش لاسي له امله ,دحضرت مصعب بن عمير رضى الله عنه شهيد وجود نيم په كفن او نيم په وښو پټ كړای شو . 
كه څه هم داحد په غزاكې مسلمانانو ته دسر ډير تاوان ورسيده ,خو ماتې يې خوړلې نه ده ,ځكه له جنگ پلوه دماتي دوه شرطونه دي : ١) داچې دهغه هيواد خاوره ونيسي ٢) دا چې دهغه هيواد پوځ ورك كړي . 
خو مشركانو نه مدينه ونيوله او نه يې دمسلمانانو پوځ ورك كړ ,ځكه په هماغې ورځ داسلامي لښكر اوياتنه صحابۀ كرام رضى الله عنهم ددښمن دڅارنې لپاره روان شول .

دهجرت په څلورم كال دصفر په مياشت كې ,دكلاب دكورنۍ مشر ابو براء رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې وكړچې : له ما سره يوڅو تنه وليږه ترڅو زما قبيلې ته داسلام بلنه وركړي . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : زه دنجد له لورې په ويره كې يم ,ابو براء وويل :دهغه ځای دخلكو ضامن زه يم . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم ويره ځكه وه چې عامر بن طفيل دنجد دسيمې مشر رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويلي ووچې : زما او ستا تر منځ درې خبرې دي , لومړى داچې : دكليو او بانډو مشري به ستا وي ,او دښارونو مشربه زه يم ,دوهم داچې ترخپل ځان وروسته ما خليفه كړه ,كه دانه منل كيږي نودريمه خبره داچې ټول غطفان به راټول او سخت بريد به درباندې وكړي . 
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو براء سره اويا تنه صحابۀ كرام واستول ,او هغوی بئر معونه نومې ځای ته ورسيدل , نو دحضرت حرام بن ملحان رضى الله عنه په لاس يې درسول الله صلى الله عليه وسلم ليك همدې عامر ته واستاوه عامر حرام رضى الله عنه شهيد كړاو له شاو خوا كورنيو نه يې يولښكر تيار كړ ,عامر له همدې لښكر سره دبئر معونه په لورې راروان شو ,صحابۀ كرام رضى الله عنهم دحضرت حرام رضى الله عنه دراتلو په هيله وو خو داچې ځنډ يې وكړ نو ورپسې روان شول ,په لاره دعامر له لښكر سره مخامخ شول ,دعامر لښكر دوی ټول ونيول او هلته يې شهيدان كړل ,خو يو تن عمرو اميه ترې ژوندى پاتي شو ,او هغه هم داسې چې عامرورته وويل چې زما مور ديوه مريي دازادولو نذر منلى وو نو زه تا ازادوم . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې له نوموړې پيښې خبرشو نو ډير وغميده ,او يوه مياشت يې دسهار په لمانځه كې دې تيرى كوونكو ته ښيراوې كولې . 

د بير معونه له پيښې سره نژدې درجيع پيښه هم يوه زړه دردوونكې پيښه ده . 
دعضل او قاره دكورنيو څو تنه راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ چې له مونږ سره يوڅو تنه دتبليغ لپاره وليږه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره دحضرت عاصم بن ثابت په مشرۍ لس تنه صحابۀ كرام واستول ,كله چې دا مبلغين رجيع نومې ځای ته ورسيدل نو دې كسانو ورسره ټگي وكړه ,اودبنو لحيان كورنۍ يې ولمسوله ترڅو دا مبلغين شهيدان كړي ,هغه وو چې دبنو لحيانو دوه سوه كسان ورپسې راووتل خو دا مبلغين ورڅخه يوې غونډۍ ته وختل ,كفارو ورته وويل راښكته شئ مونږ تاسې ته پناه دركوو ,حضرت عاصم رضى الله عنه ورته وفرمايل :مونږ له كفارو څخه پناه نه غواړو جگړه ونښته او دامبارك مبلغين شهيدان شول ,يواځې دوه تنه حضرت خُبيب او حضرت زيد رضى الله عنهما دكفارو په خبره تيروتل ,او له غونډۍ څخه راښكته شول ,دښمنانو دهغوی مټې وروتړلې او مكې ته يې بوتلل . 
څنگه چې حضرت خُبيب رضى الله عنه داحد په جنگ كې حارث نومې كافر وژلى وو ، نو نوموړى هم دحارث زامنو واخيست ,څو يې دخپل پلار په كسات كې ووژني ,كله چې دې كسانو حضرت خُبيب رضى الله عنه دوژلو په موخه دحرم له پولو څخه دباندې بوتلو ,نو حضرت خُبيب رضى الله عنه ورته وفرمايل : اجازه راكړئ چې دوه ركعته لمونځ وكړم , وژونكو ورته اجازه وركړه ,حضرت خُبيب رضى الله عنه دوه ركعته لمونځ اداكړ اوورته وويل : زما زړه غوښتل چې ډير لمونځ وكړم خو ستاسې به داخيال شي چې له مرگه ويريږي (ځكه نو په همدې دوو ركعتونو بسنه كوم ) . 
له همدې مهال راپديخوا چې څوك وژل كيږي نو تر وژل كيدو مخه دوه ركعته لمونځ اداكول ورباندي سنت بلل شوي ترڅو دحضرت خبيب رضى الله عنه داياد په امت محمدي كې ديوه ښندونكي دښندوينې د علامې په توگه تر قيامته پورې جاري پاتې شي . 
دشهادت نه لږ وړاندې حضرت خُبيب رضى الله عنه داشعر ووايه :
 
لستُ اُبالِي حِينَ اُقتَلُ مُسلِمًا .............. على اَيِ شِقٍ كانَ لِلهِ مَصرَعِ . 
وذالك في ذاتِ الاِلَه ِوَاِن يَشَأ............. يُبارِك على اوصالِ شِلوٍ مُمَزَعِ 
 

ژباړه :كله چې زه دپالونكي څښتن په لاره كې وژل كيږم نو بيا هيڅ پروا نلرم چې په كوم اړخ به ووژلى شم .او كه خدای وغواړي نوزما په غوڅو اندامونواو بندونو به بركت وكړي . 
حضرت زيد رضى الله عنه بيا صفوان بن اميه دوژلو لپاره واخيست ,دهغه دوژلو پر مهال دقريشو ډيرو مشرانو دهغه ننداره كوله . كله چې وژونكي توره راواخيسته ,,ابو سفيان وويل :ريښتيا ووايه ! كه پدې مهال كې ستا په ځای محمد (صلى الله عليه وسلم) وژل كړل شوى وای نو داكاربه تا خپله نيكمرغي نه وه گڼلې ؟ 
حضرت زيد رضى الله عنه ورته وويل : زما دې په خدای جل جلاله لوړه وي ,چې زه پدې خبره هم سر وركولو ته تيار يم چې دمحمد صلى الله عليه وسلم په پښه كې اغزى ولاړ شي , په همدې مهال كې دصفوان مريي (نسطاس ) دهغه سر وواهه . 
انا لله وانا اليه راجعون .

له يهودانو سره داتړون هم شوى وو چې كه دكومې وينې بيه دمدينې په هستوگنو راتله نو هره كورنۍ به خپله ونډه وركوي ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوو تنو دوينې دبيې دوركولو لپاره بنو نضير ته ورغى , نو كه څه هم په ښكاره ډول خو يهودانو دا غوښتنه ومنله ,خو په پټه يې يو سړى چې عمرو بن حجاش نوميده ,دخونې دوهم پوړته خيژولى وو ,او ورته ويلي وو چې محمد (صلى الله عليه وسلم )دهمدې خونې سيوري ته ولاړدى ,له هغه بامه ډبره ورباندې راواچوه ترڅو ووژل شي ,خو رسو ل الله صلى الله عليه وسلم ته دا دسيسه كشف شوه اوپه سملاسي ډول مدينې ته ولاړ . 
همداراز بنو نضير له قريشو سره دمسلمانانو په خلاف په يوه بله دسيسه كې هم گډون درلود چې دمسلمانانو پټ ځايونه يې ورته ښودلي وو ,سربيره پر دې ديهودو همدې قبيلې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پيغام هم رااستولى وو چې له ديرشو كسانو سره راشه او مونږ به هم ديرش تنه پوهان درولو ,كه هغوی ستا خبرې ومنلې نو مونږبه هم اسلام راوړو .رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا څرگنده وه چې دوی دبغاوت هوډ كړى ,نو په ځواب كي يې ورته وويل : تر څو تاسې له ما سره يو بيل تړون نه وي كړى زه په تاسې باور نلرم .بنو نضير دتړون له كولو په شا شول ,سره له دې چې د دوی ديني ورونو (بني قريظه )همداسې تړون كړى وو . 
بل ځل يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پيغام راوليږه چې ته هم درې كسان راوله مونږ به هم درې كسان پوهان درولو نو كه هغوی ستا خبر ومنله نو مونږ به هم اسلام راوړو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغوی دا خبره ومنله ,خو په لاره چا خبر وركړ چې يهود توري په لاس درته ولاړاوستا دوژلو اراده لري . 
دبنو نضيروددې شرارتونو لامل داوو چې يو خو ددوي كلاوي ډيري كلكي وې او له جنگ څخه نه ويريدل , اوبل دوي ته دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ټټر وهلى وو چې دچا خبره مه منۍ كه جگړه ونښته نو بني قريضه به هم ستاسي ملاتړ وكړي او زه به هم له دوو زرو كسانو سره ستاسې ملاتړ ته درودانگم .خو كله چې اسلامي لښكر درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر د دوی كلاگانې محاصره كړې نو نه يواځې داچې بنو قريضه يې ملاتړ ونه كړ بلكه دمنافقينو رئيس عبدالله هم په ښكاره ډول له مسلمانانو سره دجگړې كولو ځواك نه درلود . 
محاصره پنځلس ورځې اوږده شوه ,په پای كې بنو نضير پدې راضي شول چې هرڅومره سامان په اوښانو وړای شي هغه دې يوسي او له مدينې څخه دې جلا وطن شي . 
ديهودو دنوموړې كورنۍ ډير كسان خيبر ته ولاړل ,او په هغوی كې سلام بن ابي الحقيق ,كنانه بن الربيع ,او حيي بن اخطب غوندي يهودي سرداران هم وو ,چې په خيبر كې يې دومره درناوى وشو ,چې دخيبريهودانو هم دوی دخپلو مشرانو په توگه ومنل . 
دهجرت په څلورم كال دربيع الاول په مياشت كې بنو نضير وشړل شول ,او مسلمانانو ته له دوی څخه پنځوس زغرې ,پنځوس خولونه ,او درې سوه څلويښت توري په غنيمت پاتې شوې . والحمد لله على ذلك .

د خندق غزا
كله چې بني نضير له مدينې نه ووتل ,نو داسلام پر خلاف يې په يو لوی سازش لاس پورې كړ , لومړى د دې يهودو مشران مكې ته ولاړل او قريشو ته يې وويل : كه تاسو راسره مرسته وكړئ نو مونږ به دمسلمانانو جرړې وباسو ,قريشو همدا ورځ غوښتله . دهمدې ليدنو كتنو پايله دا شوه چې قريشو خپل او يهودو خپل سوگندي سره راټول كړل ,څو تر 24000 ډير پوځ په مدينه باندې دبريد كولو لپاره چمتو شو . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې خبر شو نو له صحابۀ كرامو سره يې مشوره وكړه ,دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه په رايه دخندق په كندلو پريكړه وشوه ,دمدينې ښار دريو لورو ته كلاگانې او ونې درلودې خو شمال لورې خلاص وو,همدې لورې ته دخندق په كندلو پيل وشو .رسول الله صلى الله عليه وسلم دخندق نقشه پخپله وښودله ,په اوسني حساب دا خندق شپږ كلو متره اوږد او پنځه شرعي گزونه كډى وو. 
دهجرت په پنځم كال د ذي قعدې د مياشتې په اتمه نيټه دخندق كار پيل شو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم هرو لسو تنو ته لس گزه ځمكه دكندلو لپاره معلومه كړه ,او پخپله هم په كار لگيا وو ,صحابه و به دكار په ترڅ كې دا ترانه ويله : 
نحن الذين بايعو ا محمدا ....................على الجهاد ما بقينا ابدا . 
مونږهغه كسان يوچي له محمد صلى الله عليه وسلم سره مو تر خپله ژونده پورې دجهاد كولو بيعت كړى . 
رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته په ځواب كي دادعابدرگه كوله : 
اللهم لا اجر الا اجر الآخرة .................فاغفر الانصار والمهاجرة . 
اجرخو دآخيرت غوره دى نو اى خدايه ته بښنه وكړه انصارو اومهاجرو ته . 
كه څه هم دوي به دلوږي له كبله په نسونو پوري كاڼي تړلي وو , خو بياهم دخندق كار په شلو ورځو كي د دريو زرو تنوپه مباركو لاسونو پاي ته ورسيده . 
مسلماني ميرمنې او ماشومان دښار خوندي كلاگانو ته بوتلل شول ,او هلته دبنو قريظه ديهودو دبريد له ويرې دوه سوه تنه دحضرت سلمه بن الاكوع رضى الله عنه تر مشرۍ لاندې سنگري شول ,نور لښكر د(سلع ) نومې غونډۍ په لمن كې مورچې ووهلې . دمسلمانانو په لښكر كې ځينې منافقين هم وو ,چې په يوه او بله بهانه به يې اجازه غوښتله ,او دلښكر له صفونو څخه به وتل ,اودنورو يهودو په لمسون بنو قريظه هم دمسلمانانو په مقابل كې ودريدل . 
كله چې دابو سفيان په مشرۍ دكفارووسله وال لښكر په خورا جوش او جذبه مدينې ته راورسيدل نو له خندق سره مخامخ هك پك پاتې شول . دخندق خوا ته يې خيمې ووهلې ,او له هغه ځايه به يې غشي ويشتل ,خو دوه ځلې سخته نښته هم وشوه ,يو ورځ داسې چې دكفارو مشرانو ديوې يوې ورځې دجگړې لپاره ټټرونه ووهل ,او هره ورځ به يې بې شميره غشي دمسلمانانو په لورې ويشتل . 
دوهم ځل دتيري كوونكي لښكر وتلي اتلان له خندق څخه راپورې وتل ,او دننه لورته په جگړه لگيا شول ,په دوی كې عمرو بن عبدود ,نوفل او ضرار هم وو ,خو د دوی په مقابل كې حضرت علي او حضرت عمر رضى الله عنهما په خورا ميړانه وجنگيدل ,عبدود او نوفل ووژل شول او ضرار په تيښته بريالى شو . دا ورځ خورا سخته ورځ وه ,مشركينو له هر لورې غشي ويشتل ,په همدې ورځ له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرله پسې څلور لمونځونه قضا شول ,ځكه دغشو دباران له كبله هيچا هم له خپل سنگر څخه سر نه شوای راپورته كولای , څومره چې جگړه اوږديدله هغومره كفار وارخطا كيدل ,ځكه د څلرويشت زره پوځ توښه اوخرڅ مخ په تماميدو وو . 
دپالونكي څښتن په قدرت يوه شپه داسې باران او ږلۍ ووريده چې دمشركينو دخيمو مراندې يې غوڅ ,او دخوراك څښاك لوښي يې په بل لورې ورته واړول ,په همدې حال كې مشركين په دې ويره كې وو چې مسلمانان بريد ونه كړي ,نو په سبا يې دماتي او بيرته تلو نغاره وغږوله ,پدې توگه له يوې مياشتې محاصر ې څخه وروسته مدينه له كلابندۍ څخه خلاصه شوه ,د دې تيري كوونكي لښكر په وارخطايۍ كې دنعيم ابن مسعود اشجعي كردار هم دستاينې وړدى . 
ابن مسعود يو غطفاني رئيس وو ,نوموړى مسلمان شوى وو خو يهود او قريش ورباندې خبر نه وو,او ده ورسره اړيكې درلودې , ابن مسعود بنو قريظه يهودوته چې لا په مدينه كې وو وويل : تاسې او مسلمانان ديوه ښار اوسيدونكي ياست ,كه قريش او نور يهود ماتې وخوري نو ستاسي ژوند سختيږي ,ددې لپاره چې قريش تل در سره مرسته ولري له هغوی څخه څو تنه يرغمل كينوئ ,بيا قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل : بنو قريظه په تاسو باور نلري هغوی وايي كه تاسو له مونږ سره په ژمنه ولاړياست نو څو تنه راسره گرَو (يرغمل) واوسئ . 
قريشو چې داخبره واوريدله په بنو قريظه پې باوره شول ,او دازموينې لپاره يې ترې وغوښتل څو د شنبې په ورځ په مسلمانانو بريد وكړي ,يهودو مخالفت وكړ چې پدې څه سره د دوې تر منځ بې باوري لاهم ډيره او دقريشو ملا سسته شوه . 
دخندق دجنگ دوهم نوم احزاب هم دى ,ځكه پدې جنگ كې دعربو او يهودو ډيرو كورنيواو ډلو ټپلو گډون كړى وو,پدې جنگ كې شپږ تنه مسلمانان شهيدان او اته تنه مشركين ووژل شول ,خو د(اَوس )دكورنۍ مشر او دانصارو يو غښتلى مټ حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پدې جنگ كې ټپي اوڅوورځې وروسته دهمدې ټپ له امله په شهادت ورسيده . انالله وانا اليه راجعون .

له يهودو سره چې كوم تړون شوى وو نو بنو قينقاع هغه دبدر او بنو نضير داحدپه ورځ مات كړ, له همدې كبله دادواړه يهودي كورنۍ له مدينې څخه جلا وطنې شوې .بنو قريظه دخندق غزا په پيل كې دمسلمانانو لورې ونيو ,دجنگ په جريان كې يوه يهودي ځان هغه كلاوو ته ورساوه چيرې چې مسلمانې ميرمنې او ماشومان اوسيدل ,هلته حضرت حسان رضى الله عنه پهره كوله ,خو داچې په جنگ كې ديوې پيښې له كبله يې ونه شوای كولای هغه يهودي ووژني ,حضرت صفيي رضى الله عنها دحضرت حمزه رضى الله عنه خور بي بي هغه يهودى وواژه ,توره يې ترې په غنيمت كې واخيستله اوسر يې دكلا شاته وغور ځاوه , يهود پوه شول چې دلته هم وسله وال كسان شته ځكه يې نو بريد ونكړ . 
دجنگ په مهال كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دبنو قريظه يهودوته حضرت سعدبن معاذ او حضرت سعد بن عباده رضى الله عنهما ورواستول ,څو هغوی ته ليكل شوى تړون ورياد كړي ,خو هغوی وويل محمد څوك دى او تړون يې څه شى دى ؟ 
ځكه نو دې يهودو دخندق په جنگ كې عملا برخه واخيسته ,او دماتي پر مهال يې هم داسلام لوی دښمن ,دبنونضير دجلاوطن شوو يهودو مشر حُيَي بن اخطب له ځانه سره راوست ,حُيَي بن اخطب دجلاوطنۍ په مهال ژمنه كړې وه چې دمسلمانانو په خلاف به دچا مرسته نه كوي ,خو په نوموړي جنگ كې يې نه يواځې داچې دقريشو مرسته يې وكړه بلكه دمسلمانانو حليف (سوگندي) يهود بني قريظه يې هم جنگ ته ولمسولو . 
دخندق دجگړې په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم امر وكړ چې وسلې مه ږدئ او په بنو قريظه بريد وكړئ ,دلښكر په وړاندې حضرت علي رضى لله عنه دهغوی كلاگانو ته ور سيد,كه بنو قريظه بيا هم د روغې جوړې لاره نيولې وای شوني وه چې امان يې موندلى وای ,خو دوی دجنگ تياري نيولې وه ,او دحضرت علي رضى الله له رسيدو سره سم يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په شان كې ستغې سپورې وويلې . 
درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر يې كلاگاني محاصره شوې ,او دا محاصره تر يوې مياشتې اوږده شوه ,په پای كې يهودو وويل هره پريكړه چې سعد بن معاذ رضى الله عنه وكړي مونږ يې منو ,(هغه مهال حضرت سعد بن معاذ رضى الله عنه زخمي وو شهيد شوى لا نه وو , ) يهودو فكر كاوه چې له سعد رضى الله عنه سره د هغوی د نيكيو له امله چې ښايي په يوه مهال به يې ورسره كړې وي له كبله ممكن حضرت سعد د دوی په گټه يوه پريكړه وكړي خو داسې ونه شول بلكه : حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پريكړه وكړه چې دبنو قريظه يهودو جگړه مار كسان دې ووژل شي ,ښځي او ماشومان دې بنديان او مال دې غنيمت ونيول شي . 
داپريكړه حضرت معاذ رضى الله عنه دتورات له حكم سره سمه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې په هغه مهال كومه خبره ښكاره نه وه راغلې نو دتورات احكام يې عملي كول ځكه يې نو پدې پريكړې سره حضرت سعدرضى الله عنه ته وويل چې تايوه اسماني پريكړه وكړه . د بنو قريظه يهودو دا پريكړه ومنله او ځانونه يې دوژلو ځای ته حاضر كړل , ددې پريكړې په كولو سره دبنو قريظه مسأله پای ته ورسيده .

دڅار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه ,د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه , او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دگرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله ,او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي . 
بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه ,غسل يې وكړ ,د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ ,هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنگ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ ,وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله ,دادرسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل : 
(خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري. 
حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملگرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى .) 
همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل : (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم ,عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالگه ,انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي ,هرڅوك چې ستاسو دگټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني ,او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي . ) 
رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جگړې ته لاړشي ,خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل : (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى , هغه په ما ډير گران دى ,او تر دې وروسته به هم په ما گران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل : (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي ,ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي ,او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي). 
رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ , دناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟ محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد گمانه وي , لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . ) 
ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .

رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده . 
دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . ) 
دحج دفريضې داداكولو ترراتگ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې گواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنگ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .

د سې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې . 
تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟ حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل :انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو , داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه ,دقبر په سرهم خبره راپورته شوه ,ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل ,او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل ,نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟ 
حضرت عمر رضى الله وويل : په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي ,په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول ,حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو ,حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ , څنگه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو . 
كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول ,خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول ,دالمونځونه پرته دچا له امامت نه ترسره شول ,لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه ,حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ,او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . 
انا لله وانا اليه راجعون .




#Article 138: لمونځ (1154 words)


دبخارى شريف په يو حديث کښې دى چې دنبى عليه السلام داعادت ؤ چې دسحر مانځه نه پس به ئې دصحابه کرامو نه پوښتنه وکړه چې که چاڅه خوب ليدلی وى هغه دې ووائى ؟ چاچې به خوب ليدلی ؤ بيان به ئې کړو يوځلى نبى عليه السلام دخپل معمول مطابق پوښتنه وکړه بيائې ارشاد وفرمائيلو چې مايو خوب ليدلی دی چې دوه کسان راغلل او زۀ ئې ځان سره بوتلم دې نه پس ئې ډير اوږد خوب بيان کړو چې په هغې کښې ئې جنت دوزخ او مختلف قسم عذابونو کښې خلق وليدل دهغې ټولونه ئې په هغې کښې يوکس وليدو چې دهغې سر په کاڼى داسې په زور سره ويشتلی شو چې سربه ئې دزمکې سره اوار شو اوکاڼى به واپس لرى پريوتو بيابه ئې هغه کاڼى راوچت کړو نوددۀ سر به بيا روغ شوی ؤ بيا به ئې وويشتلو حتى چې بار بار به ئې ويشتلو اوسربه ئې بيا روغيدو او دغسې هغه سره دامعامله کيدله . نبى عليه السلام دخپلو دواړو ملگرونه تپوس وکړو چې داسړی څوک دی ؟ هغوى جواب کښې وويل چې دې کس قران شريف وئيلی ؤ اوبيا ئې پريښی ؤ او فرض مونځ به ئې پريښودو اوده به شو په يوبل حديث کښې داقسم قيصه راغلې ده په هغې کښې دى چې نبى عليه السلام يوې ډلې سره دامعامله وليده نو خپلو ملگرو نه ئې تپوس وکړو چې داڅوک دى هغوى ورته وويل چې داهغه خلق دى چې په مانځه کښې به ئې سستى کوله ( ترغيب) مجاهد ليکى چې کوم خلق دمونځونو دوختونو معلومولو کوشش کوى په هغوى کښې به داسې برکت وى څنگه چې په ابراهيم عليه السلام اودهغه اولاد کښې ؤ ( درمنشور)

حضرت انس (رض) نه نقل شوى دى چې دنبى عليه سلام ارشاد دی چې څوک دنيا نه په داسې حالت کښې لاړو چې په اخلاص سره ايمان لرى ، عبادت کوى مونځ زکات اداکوى نوهغه به په داسې حالات کښې دنيانه رخصتيږى چې الله تعالى  به دۀ نه راضى وى 

حضرت انس (رض) نه دنبى اکرم صلى الله عليه وسلم دالله تعالى دا ارشاد نقل کوى چې زۀ يوځاىٍ  ته دعذاب ليږلو اراده وکړم خو هلته داسې خلق ووينم چې هغوى جوماتونه ( مسجدونه) ابادوى دالله تعالى رضا دپاره خپل منځ کښې محبت ساتى او دشپې په اخره کښې استغفار کوى بخښنه غواړى نو عذاب بند کړم (درمنشور) 

حضرت ابودرداء (رض) حضرت سليمان (رض) ته يو خط وليکلو په هغې کښې ئې ورته وليکل چې په جومات کښې اکثروخت تيروه مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې جومات دمتقى کور دی اوالله ددې وعده کړې ده چې څوک په جومات کښې ډير وسيږى په هغه به رحم کوم هغه ته به ارام ورکوم اوپه قيامت کښې به ورته دپل صراط لاره اسانه کړم اوخپله رضا به ورته نصيب کړم

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وائى چې مادنبي عليه السلام نه اوريدلى دى چې جوماتونه دالله تعالى کورونه دى اوکورته دراتلونکو اکرام خوضرور کولی شى نوپه الله تعالى باندې ددوى اکرام ضرورى دی څوک چې جوماتونو کښې حاضريږى حضرت ابوسعيد خدرى (رض) نبى عليه السلام نه نقل کوى چې څوک جومات سره محبت ساتى الله تعالى (ج) هغه سره محبت ساتى 

حضرت ابوهريره (رض) دنبى عليه السلام نه نقل کوى چې کله مړى په قبرکښې کيښودلی شى نوکوم خلق چې قبر پورې ورسره تلى وو هغوى لا واپس شوى نه وى چې فرښتې دهغه دامتحان دپاره راشى دغه وخت که چيرې هغه مٶمن وى نو مونځ دهغه سرته ودريږى او زکات ښى طرفته او روژه گس طرفته اوباقى چې څومره دنيکئ کارونه وى هغه پښو طرف ته شى او دهرطرف نه ددۀ نه چاپيره شى چې هغه ته نزدې څوک نه شى راغلى فرښتې لرى ودريږى اوسوال ترى کوې (درمنشور)

حضرت اسما (رض) فرمائى مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې دقيامت په ورځ به ټول خلق يوځائې کښې جمع وى او فرښته چې کوم اواز کوى ټول خلق به اورى هغه وخت به اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې خوشحالۍاو تکليف کښې په هرحال ئې دالله حمد وثنا کوله دا چې واورى يوه ډله به راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې په شپو کښې به عبادت کښې مشغول وسيدل اودهغوى اړخونه به دبسترونه لرى وو بيا به يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل کړئ شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې هغوى به تجارت ( اخستو خرڅولو) دالله تعالى ذکر نه غافله کول بيابه يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتاب به جنت کښې داخله کړئ شى

شيخ نضرسمرقندى رح تنبيةالغافلين کښې داحديث ليکلی دی دې نه پس ئې ليکلى دى چې کله داخلق بې حسابه کتابه جنت کښې داخل کړئ شى نودوزخ به يوه اوږده غړانگه راښکاره شى او دخلقو دپاسه به راشى په هغه کښې به دوه ځليدونکى سترگې وى اوډيره فصيحه ژبه به ئې وى يعنى صفا واضحه خبرې به کوى هغه به وائى چې زۀ هرهغه چاباندې مقرريم چې څوک کبرژن اوبدمزاجه وى او دمجمعې نه به داخلق داسې راټول کړى لکه مارغه چې دانې راټولوى دا ټول چې راغونډ کړى نو دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به بيا راشى او وائى به اوس زۀ په هرهغه چاباندې مقرريم چې چا الله تعالى اودهغه رسول (ص) ته تکليف رسولی وى دغه خلق به هم مجمعې نه راټول کړى او دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به دريم وارې بيا راشى اوداځلې به تصويرونو والا راټول کړى اودوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به نور حساب کتاب شروع شى 

وائى چې پخوازمانې کښې به شيطان خلقو ليدو يوسړى ورته وويل چې څه داسې طريقه راته وښايه چې زۀ هم ستا په شان شم شيطان وويل چې داسې غوښتنه خو تراوسه پورې مانه هيچا نه ده کړې تاته ددې څه ضرورت پيښ شو هغه وويل چې زما زړۀ غواړى شيطان وويل ددې طريقه داده چې په لمانځه کښې سستى کوه اوقسم خوړلو کښې هيڅ قسمه پرواه مۀ کوه د درغو ريښتياو هرقسم قسمونه کوه هغه سړى ووئېل چې زۀ الله تعالى سره وعده کوم چې هيڅکله به مونځ نه پريږدم اوهيڅکله به قسم ونه خورم شيطان وويل چې تانه سيوا مانه په چل سره چاڅه نه دى اخستى ماهم وعده وکړه چې چاته به هيڅکله نصيحت نه کوم

حضرت ابى (رض) وائى چې نبى عليه السلام ارشاد دی چې دې امت ته داوچتوالى اوعزت اوددين دترقۍ زيرى ورکړه خو چې څوک ددين څۀ کار ددنيا دپاره وکړى اخرت کښې دهغه هيڅ نشته ( ترغيب) تنبية الغافلين کښې يو حديث ليکلی چې مونځ دالله تعالى درضا سبب دی دفرښتو محبوب څيز دی دانبياء عليهم السلام سنت دی دې سره دالله تعالى دپيژندگلو رڼا پيدا کيږى دعا پرې قبليږى په رزق کښې پرې برکت کيږى داد ايمان جرړه ده دبدن راحت دی ددښمن خلاف وسله ده دمونځ گزار دپاره سفارشى دى قبرکښې ډيوه ده اودقبر په ويره کښې زړۀ مشغولونکی دی دمنکير نکير دسوال جواب دى اودقيامت په غرموکښې سوری دی اوپه تياره کښې رڼاده د دوزخ داور دپاره پرده ده دعملونو دتلى دروندوالی دی پل صراط باندې په جلتى سره تيرونکی دی دجنت کنجى ده




#Article 139: عبدالهادي حيران (191 words)


عبدالهادي حېران (په انگرېزي: Abdulhadi Hairan ) پښتون ليکوال، شاعر، لنډه کيسه ليکونکى، ستون ليکونکى، ناول ليکونکى او ژورنالست د افغانستان د کندوز ولايت د قلعه زال اوسيدونکى دى. په قام ساپى دى. 

په کراچۍ کې يې د اردو ورځپاڼه ايکسپريس، اوه نيز روشن پاکستان او نورو سره کار کړى دى. په پيښور کې يې د ورځپاڼه وحدت، ورځپاڼه خبرونه، مياشتنۍ ليکوال او افغان اسلامي اژانس تر څنگ د يو شمېر انگليسي او پښتو ويبپاڼو او د ژباړو د ادارو سره دندې ترسره کړې دي. په مجلو، ورځپاڼو او ويب پاڼو يې گڼ شمير گټور ليکونه، لنډې کيسې، شعرونه او د چڼى په نوم يو ناول خپور شوى دى.
ښاغلي عبدالهادي حيران په ورځپاڼه وحدت او افغان اسلامي اژانس کې د يوه فعال خبريال او تحليل ليکونکي په توگه دنده ترسه کړې ده.
په کابل کې يې د يو لپټاپ پر هر ماشوم پروژې او د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز سره کار کړى دى.
عبدالهادي حېران په پښتو، اردو او انگليسي ژبو ليکنې کوي چې زيات شمېر يې خپرې شوې دي. په پښتو ژبه يې دوه کتابونه پښتو په انټرنېټ کې او تنده مې ماته شوه خپاره شوي دي. 




#Article 140: زیمبابوې (156 words)


زېمبابوې په انګلیسي Zimbabwe), چې په رسمي توګه د زېمبابوې جمهوريت په نامه هم يادېږي د افريقا په لويه وچه کې پروت يو هېواد دی. پخوا دا هېواد په رسمي توګه د روډېشيا د جمهوريت په نامه پېژندل کېده. زېمبابوې په وچه کې ايسار يو هېواد دی او د دې جمهوریت موقعيت د افريقا د لويې وچې په سوېلي سيمه کې، د زامبېزي او ليمپوپو رودونو تر مېنځ دی. دا افريقايي هېواد د يو څو نورو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې پدې توگه دي؛ د هېواد سوېل خوا ته د سوېلي افريقا جمهوريت سره، د لوېديځ خوا د بوټسوانا سره، سهېل ختيځې خوا کې د زېمبيا سره، او په ختيځ خوا کې يې د موزمبيق هېواد پروت دی. د زیمبابوی پلازمینه د هراره ښار دی او ۱۶ رسمی ژبي لري چې له هغی ډلی نه انګلیسي، شونا ژبه او شمالي ندلبل ژبه یې مشهوری دي، یاد هیواد ۷۵۷'۳۹۰ کیلومتره مساحت او ۳۶۲'۱۵۰'۱۶ میلیونه وګړي لري.




#Article 141: سویډن (126 words)


سویډن هیواد (د سویډن مشروطه سلطنت) (سویډني Konungariket Sverige) د سکانډيناويا يو سويلي هېواد دی. د دې هېواد په لوېديځ کې ناروې، په سهېل ختيځ کې فینلنډ، په سوېل لوېديځ کې د سکاګرراک او کاته ګات سټرايټ، په ختيځ کې بالتیک سمندر او د بوتنیا خلیج پراته دي.

سویډن د اروپا په شمال کې په اسکندونیایي ټاپو وزمه .کې موقیعت لرې چې د وګړو شمیر یې ۳۸۹'۰۶۰'۱۰ تنوته رسیږي. د سويډن پلازمینه استکهلم ښار دی او مساحت یې ۶۶۴'۴۴۶ کیلومتره مربع دی. ددی هیواد د حکومت ډول مشروطه پادشاهي ده او رسمي ژبه یې سویډني ده.

لاپلند سیمه.

سویډن کابو ۹ میلیونه وګړي لري، د هندو اروپایي قومونو څخه دي چې اصلیت یې وایکینګیانو ته رسیږي.

د سویډن هیواد د ولایتونو نوملړ (آیالاتونه)

د سویډن ولایتونه.




#Article 142: سوډان (104 words)


سوډان (په انگرېزي: Republic of Sudan) د مساحت له مخې د افريقا تر ټولو لوى هېواد دى.  د سوډان شمال ته سور سمندرګى، شمال ختيځ ته يې مصر پروت دى چې پلازمېنه يې خرطوم دى او جنوب ختيځ ته يې د کانګو جمهوریت، اوګاندا او کینیا پراته دي. ختيځ ته يې ایتوپیا او اریتره واقع دي، لوېديځ ته يې لیبیا او چاډ پراته دي., چاډ لوېديځ ته, او ليبياسوېل لوېديځ. د سوډان رسمي ژبي انګلیسي او عربي ژبه دي مساحت یې ۰۶۸'۸۸۶'۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۳۲۰'۵۳۹'۴۱ میلیونو تنوته رسیږي، د سوډان پونډ (SDG) د یاد هیواد د پیسو واحد دی.




#Article 143: هندو ليکنې (318 words)


د هندو مذهب ليكنې، چې د شاسترا په نامه هم پېژندل كېږي، په سانسكرېتي ژبه ليكل شوي دي. 
هندو مذهبي ليكنې په دوه كټگوريو وېشل كېږي: 
لومړې سروتي: د هندوانو پر وړاندې هغه ليكنې دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. 
دويم: سمېرېتي: هغه ليكنې دي، چې يادې كړاى شوې دي ( سمېرېتي هغه  ليكنې په اصل كې د سروتي لنډيز دى، چې د هندو ملايانو يا ريشيانو په واسطه ليكل شوي دي).

له ويدا څخه د سروتي كتابونو موخه ده. د هندوانو په گروهه دا هغه كتابونه دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. ويدا د ډېرې لرغوني پير مذهبي او فلسفي ليكنې دي، چې نن سبا موږ ته راپاتې دي. 
د ويدا د كتابونو اندواند په پيړيو، پيړيو له يوه نسل څخه و بل نسل ته د كيسو او نكلونو په ډول ورلېږدول كېده. نو په دې ډول دا مذهبي سرودونه د پيړيو، پېړيو لپاره د خلكو په سينو كې خوندي ول، او له پلار څخه به زوى ته، او له ښونكي څڅه به زده كوونكيو ته ورلېږدول كېدل.

د اوپنېشاد مانا ده، نږدې كښېناستل، راز و نياز خبرې، په پوره پام سره غوږ نيونه، د هندوانو هغه مذهبي كتابونه دي، چې د ويدونو سرودونه او مذهپي گروهې يې پكې په لنډ ډول يادې كړې دي. دې كتابونو ته د ويدونو پاى هم وايي. د اوپنېشادونو ښوونې ته ويدانت وايي.

په لرغونې پير كې به زده كوونكي د ښوونكي څنگ ته كښېناستل، او له هغه څخه به يې زده كړه كوله، د درس دې كړۍ كې چې كوم درس ويل كېده، هغې ته يې اوپنېشاد ويل. دا ويناوې او درس له ۸۰۰۹مخزيږ څخه نيولې تر ۵۰۰مخزېږ پېړيو پورې پير كې راجوړ شوي دي. ددې ويناؤ شمېره ۱۰۸ يا له دې څخه لږ و ډېر دي، چې له دې دلې څخه ۱۳ ويناوې ډېرې مشهورې دي. دا ويناوې د خبرو اترو په څېر دي، ځينې يې د نظم په څېر دي.




#Article 144: هندو خدايان (135 words)


ترېمورتي په هندوييزم كې داسې دى، لكه په عيسويت كې چې د درېگونوالي اند. 
داسې ويل كېږي، چې د عيسوي گروهې بنسټيزه گروهه (د درېگونوالي گرهه- تثليث) هم له هندوييزم څخه اخيستل شوې ده.

د هندوييزم په تريمورتي گروهه كې هم درې څښتنه موجود دي، چې هغه له:

كه څه هم د هندوييزم په مذهب كې هرهغه شې، چې گټه يا تاوان رسوونكې وي، د څښتن په توگه لمانځل كېږي، او دا گرانه ده، چې ددې مذهب د څښتنانو اندازه ولگول شي، يو لوديځ ليكوال د هندوييزم د څښتنانو په اړه ليكي: كه چېرې دې كار ته كښېنم چې د هندو څښتنانو نومونه وليكم، نو په لكونو كتابونه به ورڅخه ډك شي، خو د دوي د څښتنانو نومونه به خلاص نه شي. 
له دې سره سره، بيا هم د ځينو نومونه به يې دلته راوړو:




#Article 145: ياماتو (101 words)


یاماتو (په جاپاني: 大和) د ۲۵۰ کال څخه تر ۷۱۰ کاله پورې د جاپاني تاريخ یوه برخه وه. په دې وخت کې د جاپاني امپراتور مرکز د یاماتو په ولايت کې پروت و. په دې وخت کې د آسوکا امپراتوري پلازمېنه هم جوړه شوه.   
په ۵۳۸ کال کې بوديزم  د چين د امپراتوري څخه جاپان ته ورسېده، د چينايي ليکدود د کارولو رسمی په توگه پېل شو او لومړني جاپاني اثرونه هم وليکل شول. په دې وخت کې د دولت مرکزي اداره او ددولت قضايي قوې هم جوړې شوې. په ۶ پېړۍ کې د یاماتو واکمنو سیاسي واک له لاسه ورکړل.




#Article 146: قزاقستان (155 words)


قزاقستان چې په رسمي توګه د قراقستان جمهوریت په نوم یاديږي په منځنۍ آسيا کې پروت یو هیواد دی. قزاقستان ۰۰۰'۰۰۰'۱۶ میلیونه وګړي لري او رسمي ژبي یې روسي او قزاقي ژبه دي د پیسو واحد یې ټنګه ده. یاد هیواد د نړۍ ترټولو لوی هیواد دی چې آزاد سمندر ته لار نه لرې او د وګړو ویش په کې هم ډیر کم دی ۷۰ سلنه وګړي یې مسلمان دي. نورسلطان ددی هیواد یخه او باد خیزه پلازمینه ده.

په ژمی کې د نورسلطان ښار هوا منفی ۴۰ درجو ته راټټیږي. د یاد هیواد په شمال کې میشتو روسي  ژبو غوښتل چې د قزاقستان شمال د روسی فدراسیون سره یوځای شي په همدی دلیل د یاد هیواد ولسمشر
و غوښتل پلازمینه شمال ته انتقال کړې چې ورسره په شمال کې قزاقیان ځای پرځای او سیمه د حکومت کنترول لاندی راشی. د قزاقستان هیواد ولسمشر قاسم جومارت توکایف او لومړی وزیر یې بکیت جان ساګینتایف دی.




#Article 147: لیبیا (340 words)


د لیبیا هېواد ( په عربي ژبه: الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراكية العظمى ) يو هیواد دی چی په شمالی افریقا کی د اتلانتيک سمندر نژدې پروت دی.

لیبیا په جنوب کی له چاد او نایجیر سره، په شمالی لویدیز کی تونس سره، په لویدیز کی الجزایر سره، په ختیځ کی مصر سره او په جنوب ختیځ کی سوډان سره ګډې پولې لری. د لیبیا مساحت ۱۷۵۹۵۴۰ کلومترو مربع ده. دغه هېواد په اوس وخت کی ۶۳۱۰۴۳۴ نفوس لری.
پلازمینه یې ترابلس ښار دی.

لیبیا د ۷۴ کال ( ق.م.) څخه تر ۵ پیړۍ پورې د رومان د ولایتونو څخه یو ولایت وو. په ۷ پېړۍ کی لببیا د خلیفې لاس ته ورغله. په ۱۶ پېړی کی ترکی اردو پر لیبیا برید وکړه او د ۱۹۱۱ کال څخه تر ۱۹۴۳ کال بورې لیبیا د ایټالیا مستمره وه.
په ۱۹۶۳ کال کی د پوځ تر انقلاب وروسته معمر القذافي د لیبیا ولسمشر شو. د ۱۹۶۹ کال څخه د لیبیا حکومت په آفریقا کی د قیام کوونکی ډلو ملاتړ وکړه. په ۱۹۷۰ کال کی لیبیا پر چاد برید وکړ  او شمالی چاد د لیبیا د پوځ لخوا نیول شو. په ۱۹۸۶ کال کی د لیبیا پوځ د فرانسی پوځ لخوا  ماته شوه او شمالی چاد خپلواک شو.

روميانو طرابلس په ۱۰۶ مخزېږدي کې ونيوله . په هغه پېر کې ېې نوم ټريپوليټانيا و . پطليمون دلرغوني يونان وروستنی واکمن و چا چې د سايرنايکه سيمه د يو رسمي تړون په لړ کې روم ته په ۷۴م مخزېږدي کې پرېښوده . نوموړې سيمه د روم يو ولایت په توگه کرېټا سره ونښته. په کال ۶۴م مخزېږدي کې ویل کېږي چې جوليوس سېزار پوځي غونډ ددغې سيمې دنده په غاړه درلوده، او روميانو ځکه وکولای شول چې د ليبيا ټول درې زونونه يوځای کړل . د روميانو د ولایت په توگه ليبيا په هغه پیر کې ډېره هوسا او بډايه وه . همدا رنگه په ۲مې او ۳مې مخزېږدي کې کله چې د لپټس مگنا ښار د کلونو ځلانده مهال يادېږي ، په همدې پیر کې لېبيا د سمسورتيا لوړو پولو ته رسېدلې وه.




#Article 148: برهان الدين رباني (1069 words)


برهان الدين رباني (دري: ) - (۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان هېوادمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د گوند مشر او پخوانی جهادي جنگيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېگانی دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي گوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی گوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جگړو کې ښکېلو ډلگيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنگ په وړاندې د جگړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د هېوادمشر په توگه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنگ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملگرو ملتونو او د گڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.

برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و ، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنگه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی. 

وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توگه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ. 

کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان گوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په گونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلگۍ او د جميعت اسلامي د بنسټگر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د گوند مشر وټاکل شو. 

کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توگه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل گوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي گوندونو تر څنگ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ  او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنگ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.

د يو عرب مؤرخ ليکوال وايي: په کال ۱۹۷۴ کې استاذ رباني د حج په موسم کې د سعودي له پاچا شا فيصل (رحمه الله) څخه د مرستې غوښتنه وکړه، او هغه ته يې د داود خان د سپينې کودتاه سره واک ته د کمونستانو د رسېدو وېره څرګنده کړه، شاه فيصل په دې خبره اهتمام وکړ، او اهتمام يې داسې څرګند شو چې په کابل کې د سعودي سفارت يو رپورټ خپور کړ چې په هغه کې داود يو مخلص وطنپال شخص معرفي شوی و، او دا چې له اړخه يې واک ته د کمونستانو رسېدل توجيه نلري، او دې سره استاذ رباني ونشو کولی چې د داود خان په ضد له سعودي څخه مادي او معنوي مرستې تر لاسه کړي. 
محمود المرداوي, أفغانستان والاجتياح الروسي، ص (14).

برهان الدين رباني پرته د ولسي رايو په کال ۱۹۹۲زېږدي کې د هېوادمشرۍ په څوکۍ کېناست. په پام کې وه چې دی به د شپږو مياشتو لپاره د حکومت چارې سمبالوي بيا به ولسواکه رايو ته لار هواروي ،

Afghan Civil War began in 1992, on immediate effect, with the resignation of President Najibullah from the Government of Afghanistan and the entrance of the Mujahideen groups into Kabul. The fighting involved multiple factions and up until the Taliban entered the city in 1996, was largely fought on three fronts. The West of the city was controlled largely by Hezbe Wahdat and the Jamiat-allied Ittehad-I Islami The North of the city was under control of Ahmed Shah Massoud's forces and Jamiat-e Islami while the south was largely under control of Gulbuddin Hekmatyar's Hezbi Islami
.

د ملگرو ملتونو د نړېوالو حقوقي څانگو لخوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت په عامه وگړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنگه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له لامله د خلکو شتمني ويجاړولو ، د خلکو ناروا وژنې  او د کابل ښار ټولنيزه ښاري ودانيو د ورانيو تورونه پې لگېدلي  دي . 

برهان الدين رباني  د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیگر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرگي بريد کې ووژل شو.




#Article 149: فلسفه (1146 words)


فلسفه د زده کړې يو داسې ډگر دی چې بېلابېل نور ډگرونه لکه ښکلا پېژندنه، پوهنپوهنه, اخلاقيات، منطق او مېټافيزيک په ځان کې رانغاړي، په فلسفه کې خلک داسې پوښتنې کوي لکه آيا په کايناتو کې لوی قدرت شته، چې په دې کې د خدای د شته والي په هکله بحث راځي، بل دا چې د حقيقت بڼه يا طبيعت څه شی دی، آيا په رښتيا علم څوک ترلاسه کولای شي، عقل څه شی دی، هغه څه دي چې د اعمالو ښه او بد پر څرگندېږي. په فلسفه کې تر ټولو بنسټيز شی دليل او استدلال دی چې ددغو پوښتنو په هکله منطق ته وده وکوي. که څه هم چې د فلسفې د ميتودولوژۍ اصلي مقصد نه بدلېدونکی دی. دا چې کوم شي ته د فلسفې په سترگه بايد وکتلای شي پخپله يو فلسفي بحث دی، او دا په بېلابېلو فلسفي فرهڼونو او ټولنو کې خورا توپير لري.

د فلسفې وييکه د لرغونې يوناني ژبې د لغت Φιλοσοφία (فيلو-سوفيه)، نه اخيستل شوی چې مانا يې ده د پوهې سره مينه او يا د حکمت سره مينه او يا هم د حکمت يا پوهې ملگری.
یو شعر

دمزهب تیل چی تری لر کی فلسفه بیا مڑہ ڈیوا دہ

په دودیزه توگه لویدیځه فلسفه په دری برخو وېشل شوې ده: لرغونې فلسفه، منڅني پېر فلسفه او نوې فلسفه. ختیځه فلسفه له تاریخي اړخه له لودیځې هغې خپلواکه وه. ځینې فیلسوفان په دې آند دي چې انساني تمدن یو نوي «له نوي ور اخوا» دور ته ورتېر شوی. نور وایي چې د نوی فلسفی او اوسمهالې فلسفې ترمنځ څرگندوالې شته. مگر ددې توپیر د محتوی په اړه یو سر اختلاف هم شته.

د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ كې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل كېږي. 
د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي.
د هند پېژندونكو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له گروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو كې د هند ديني گروهې له فلسفي افكارو سره گډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني كتآبونو كې خوندي شوې دي.
د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت كې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر كې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره كېدو دا هېواد د (حكمت هېواد) په نامه يادكړې.
هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن گڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن كې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو كې له اېډياليزم او ماټريالېزم (ماده پرستۍ) څخه سرچينه اخلي.
كې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې كړي، بلكه په خپلو صوري مظاهرو سره  دوكه وركوونكي او له رښتياوو سره په ټكر كې دي.
هندي فلسفه دا ده چې غم له كومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم كوم مادي شې (څيز) دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه تركوم حده پورې دي، مرگ ولې راځي، او لدې څخه څرنگه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو (شيانو) اصل حقيقت څه دى؟
لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو گروېږنو څخه ډگه ده.
هندي مفكرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې (نجات) لپاره يواځې پوهه بسيا نه كوي، بلكه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه په حقيقت كې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې له بتپالنې څخه پېل كېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چې ځينې خلك څښتن مني او ځينې يې په هستۍ گروهه لري، څوك يې انكاري دى، نو څوك يې منونكې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېكاره فكر څخه نيولې تر لوړو افكارو پورې لرونكې فلسفه ده.
د هندي فلسفي افكارو او گروهو وېش
علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر (فلسفه) كې د هند فلسفي افكار او گروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي:
د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه په لومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي:

۱- ناستيكا او ۲- استيكا

ناستيكا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر (وېداگانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي.

په هندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فكري بشپړتيا او لوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر گړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو:

هندي مفكرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل (قدم) كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي.
هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره كوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فكر كې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده.
هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانكي فلسفه كې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې.
په هندي فلسفه كې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره كولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وكړي، هغه څوك چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وكړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونكې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري.
د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده.
پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي.
د عام هندو (ارتودوكس) فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفكرينو دا ډلې په شپږو  ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري.




#Article 150: محمد يونس خالص (1214 words)


مولوي محمد يونس خالص (۱۲۲۸ ل. = ۱۹۱۹ ز. - اکتوبر، ۲۰۰۳ ز.) د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ د گندمک د کلي (قاضيانوکلا) زيږيدلى. مولوي صېب په افغانستان کې يوه پېژندل شوې ټولنيزه، سياسي او مذهبي څېره ده، چې ظاهرشاي پير څخه يې په خپلو ولس راويښوونكو حماسي شعرونو په وسيله د هغو نادودو او نارواو خلاف افغان ولس راويښولو كوښښ وكړ، چې تش په نامه ډېموكراسۍ په دودولو يې د اسلام او مسلمان په بدنامولو پسې مټې رابډ وهې وى. د روسانو د يرغل وروسته يې په  عملي توگه جهادي غورځنگ کې خپله پرېكنده ونډه واخيسته، او د (افغانستان اسلامي حزب) په نامه غورځنگ بنسټ يې كېښود او تر مړينې پورې يې د هر ښكېلاكي ځواك پر خلاف ددې غورځنگ مشري پر غاړه وه.

ښاغلی خالص خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق او نورو علماؤ څخه وکړې او بيا د نورو ديني کتابونو د لوستلو لپاره چې د ده مور او پلار يې ډير هيله مند و سرحدي سيمو ته ولېږو.د ځينو علماؤ څخه يې يو شمېر کتابونه ولوستل او بيا له هغه ځايه د خپل مشر ورور مرحوم مولوي محمد يوسف سره د درس لپاره د ديوبند مشهورې مدرسې ته لاړ خو هلته په رسېدو ورته معلومه شوه چې د همدې مدرسې څخه يو نوي فارغ شوي مشهور ديني عالم مولوي عبدالحق (رحمة الله عليه) د سرحد په اکوړه خټک کې مدرسه جوړه کړې نو دوى بېرته راستانه او د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې يې په درس پېل وکړ. 
د څه وخت لپاره يې هلته او د سرحد په نورو ځايونو کې درسونه وويل او د علم د فضيلت او وياړ څخه ډکه او قدرمنه پټگۍ يې وتړله. او لدې امله چې هغه دېر ذهين ؤ د کتابونو د لوستلو سره سره قرآنکريم حفظ کړ.

مولوي خالص د 1320 هـ، ش په لسيزه کې بېرته هېواد ته ستون شو څه وخت يې ديني طالبانو ته تدريس وکړ او بيا د عدليې د وزارت لخوا کابل کې د دارالقضاة په مدرسه کې د استاد په توگه وگومارل شو، څه موده وروسته بيا د مطبوعاتو په رياست کې د  تربيۀ افکار په عمومي مديريت کې يې د مامور په حيث او بيا وروسته تر څو کلونو پورې د (پيام حق ) مجلې د مسئول مدير په توگه کار وکړ چې په همدې مهال څو کاله د راديو کابل سهارنى پروگرام د همده لخوا د قرآنکريم په تلاوت او تفسير سره پيل کېدلو. 
مولوي محمد يونس خالص په همدغه لسيزه کې په خوست کې د (وړانگې ) ورځپاڼې د مسئٍول مدير په توگه هم دنده ترسره کړې ده او همدلته د پښتورگو په تکليف اخته او د تقاعد غوښتنه يې وکړه .
د 1340 هـ ش لسيزې په پېل کې يې د کابل په عربي دارالعلوم کې د استاد په توگه تدريس پيل کړ او څه موده وروسته د ننگرهار د (ملکيارهوتک) په متوسطه کې د استاد په توگه توظيف شو چې لدې څخه وروسته په حصارک غلجائي او بيا د خوگياڼيو ولسوالۍ مربوط د هاشم خيلو په ابتدائيه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه مقرر شو.
مولوي خالص په 1349 هـ ش کال کې دا دنده پريښودله او په همدې کال کې يې د لومړي ځل لپاره د بيت الله شريف د حج فريضه اداء کړه .
مولوي خالص د 1350 هـ ش لسيزې د لومړنيو کلونو په پېل کې په کابل کې د بيهقي نشراتي اداره کې دنده په غاړه واخيستله چې څه موده وروسته يې کار پرېښود او پخپلوکورنيو چارو بوخت شو. 
په 1353 هـ ش کال کې د ده مشر ځوي مولوي محمد نسيم عابد چې د مزار شريف د اسديې په مدرسه کې استاد و د داود خان د حکومت لخوا ونيول شو (هغه بيا زندان کې په شهادت ورسول شو). 

مولوي خالص په 1354 هـ ش کال کې لدې امله چې مشهور کمونستان د سردار محمد داؤد په اداره کې په لوړو چوکيو بوخت او نفوذ يې ورځ په ورځ زياتېدلو سرحدي سيمو ته په هجرت کولو اړ شو.
هغه چې د پخواني بادشاه محمدظاهر شاه له وخته د بې دينۍ پرضد مبارزه پېل کړې وه د هجرت څخه وروسته يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي) کـې د کـمونستانو د منځته راتگ څخه سمدستي وروسته د افغانستان د اسلامي حزب په نوم گوند اعلان کړ او د چنگاښ په مياشت کې د عملي جهاد د پيل لپاره ننگرهار ته لاړ .
دې گوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته چې په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي خالص پخپله ننگرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي مرکز تاسيس کړ .
د مولوي محمد يونس خالص پلار ملا عبدالاکبر د انگريزانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستې وه او مولوي خالص د (1357 هـ ش) کال د سرطان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله . هغه د جهاد په اوو رهبرانو کې يواځنى جهادي مشر و چې پخپله به جهاد ته تللو او هلته به يې هر څه پخپله رهبري کول.
مولوي خالص پخپل منځي جگړو کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په گډون د يو لادين قوت سره هم سازش ندى کړى .
مولوي محمد يونس خالص د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه شعر ډيرې ځانگړتياوې درلودې چې د( بډه )، (پوچ کارتوس)، (گوته په غاښ) او (ماراو لړم ) شعرونو يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ .

هغه يو شمېر کتابونه په پښتو او عربي ژبو ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي چې د هغو د جملې څخه:

 
مولوي خالص په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريگن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلي دين د منلو بلنه ورکړې وه . هغه همېشه پخپلو فيصلو او موقفونو کې خورا قاطع او خپلواک ؤ او ډېر زيات سياسي بصيرت يې درلوده چې د راتلونکي په هکله به د هغه ډېر اټکلونه ټيک او سم ختل. د مثال په ډول کله چې د 1994 ميلادي کال په مارچ کې د ځينيو خيرغوښتونکو د هلو ځلو له امله په اسلام اباد کې د افغانستان د وخت د جمهور رئيس استاد برهان الدين رباني او د جنگي مخالف انجينير گلبدين حکمتيار ترمنځ د روغې جوړې تړون لاسليک شو نو مولوي خالص سمدستي وويل (ماته د دې تړون څخه د وينو بوي راځي) چې بيا څو ورځې وروسته کابل کې يو ځل بيا سختې نښتې پيل شوې او عملاً ثابته شوه چې په دې هکله د مولوي صاحب اټکل پر ځاى و.
مولوي خالص د 1994 ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پاکستان کې خپله د هجرت موده پاى ته ورسوله او افغانستان ته ستون شو. هغه د 1997 ميلادي کال د جولاي په مياشت کې د پښې د هډوکي د ماتېدو له امله پر ځاى پرېوت چې بيا يې وخت په وخت مرضونه زياتېدل.
مولوي خالص د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توگه ننگرهار کې د خپل کور څخه لادرکه او د امريکايانو پرضد يې د جهاد اعلان وکړ .
نوموړى د1385 هـ ش کال د چنگاښ په اته ويشتمه 28، د جولاى په نولسمه 2006 ميلادي کال کې له دنيا څخه سترگي پټې کړې او د هغه د زامنو لخوا په کوم نامعلوم ځاى کې خارو ته سپارل شوى دى . جنت فردوس يې نصيب شه.




#Article 151: د مليت له پلوه د خلکو لړليک (120 words)


There are a variety of articles listing people of a particular nationality. People on these lists should be notable in some way and should ideally have articles of their own.

This page also includes several related lists, such as lists of people by ethnicity, citizenship, language, or location.

Delineating notable nationals of nation-states, their significant dependent territories, or of historic and aspirant nations, e.g. Israelis, Fijians.

Excluding those ethnicities represented above, delineating notable according to their ethnic origin, e.g. Jews, Hispanics. For further information on appropriate categorisation, please refer to the discussion page.

Delineating notables according to geographical location typically of their birthplace, e.g. Levantines, those born at sea.

Delineating notables according to their native language, e.g. Hebrew speakers, anglophones.




#Article 152: لیتوانیا (133 words)


لتوانيا لیتوانيایي Lietuvos) رسمي چارو کې د لتوانيا جمهوريت یادیږي، په لیتوانيایي  رسمي نوم Lietuvos  Respublika) وايي. دا هېواد په سهېلي اروپا کې پروت دی. او په بالټيک هېوادونو کې د ارتوالي له مخه تر ټولو لوی هېواد دی چې بالتیک سمندر ته څېرمه پروت دی، دا هېواد په سهېل کې د لاتویا سره ، د بېلاروس سره په سوېل-ختيځ کې، د پولېنډ سره په سوېل کې او د روسيه سره چې د کالینینګراد ولایت يې يوه څانګه ده په سوېل-لوېدځه لوري خپلې ګډې پولې لري. د لیتوانیا هېواد د ۲۰۰۴ کال د می د مياشتې راپدېخوا د اروپایي ټولنه ی غړيتوب هم لري. د لیتوانیا پلازمینه د ویلنیوس ښار دی.

 ویلنیوس
 کاوناس
کلایپدا
شاولیای
پانه وژیس

الیتاس
ماریامپوله
ماجیکیای
یوناوا
اوتنا
کداینیا
تلشای
وبساګیناس
تاوراګه
اوکمرګه
شیلوته
پلونګه
کرتینګا
رادویلیشکیس
دروسکینینکای
پالانګا




#Article 153: مولداویا (112 words)


مولداوی په مولداوي Moldoa) چې په رسمي توګه د مولداوی ولسمشريزه ده په ختيځه اروپا کې په وچې پورې تړلی هېواد دی.
مولداوی د لویدیځ له لوري له رومانیا او ختیځ لورته له اوکراین سره ګاونډي ده. د مولداوی او رومانیا ترمنځ پوله د پروت او دانوب سیندونه جوړوي.             

دا هیواد له ۱۹۴۵ نه تر ۱۹۹۱ (جمهوری شوروی سوسیالیستی مولداویا) باندی پیژندل کیده ځکه چې د شوروي اتحاد یوه برخه وه. یاد هیواد ۲۷ د اګست ۱۹۹۱م کال د خپلواکی اعلان وکړ. د مولداوی پلازمینه د کیشیناو ښار مساحت یې ۸۴۶'۳۳ کیلومتره مربع دی. 
د وګړو شمیر یې ۵۰۰'۵۶۷'۳ نفره لوی ښار یې کیشینف او رسمي ژبي یې مولداویایي او رومانیایي دي.




#Article 154: هالنډ (338 words)


هالنډ(په هالنډي Nederland په انګلیسي The Netherlands یا Holland) د هالنډ د شاهی نظام اصلی برخه ده چی د اروپا په شمال لویدیځ کی پرته ده.
په مرکزی امریکا کی اروبا (په انګلیسی Aruba او نیدرلندز انتلن په انګلیسی Netherlands Antilles) د هالنډ په شاهی حکومت پوری اړه لری او ددی حکومت یوه برخه جوړوی. هالنډ څه دپاسه شپاړسنیم میلیونه وګړي لری. په منځنیو پیړیو کی یې د وګړیو ډیری برخه کاتولیک او پروتستان و جوړوله خو نن ورځ د اروپا تر ټولو بی دینان ملک دی. (ډیری خلک یی دین نه منی) 
د هالنډ پلازمینه امسټرډام دی خو دولتی چاری وزارتونه او بهرنی سفارتونه زیاتره په (دن هاخ) (په هالنډي Den Haag) کی استوګن دي. دلیل یې هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی.

د هالند 16.515.057 وګړي په 41.526 کیلومترمربع ځمکه (چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی) استوګن دی چې یو له ډیر میشت وګړو ملکونو څخه شمیرل میږي چې په هر کیلومتر مربع کې (397 تنه میشت دي. د (نیدرلنډ)  لغوی مانا (ټیټ ملک) ده. د هالنډ ډیریه برخي د سمندر له سطحی نه ټیټ دي او د بندونو په مرسته یی وچ ساتلی دی. په دی مانا چې که چیری دا بندونه نه وی نو د هالنډ تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی دي.

امسټرډام د هالنډ پلازمینه ده خو دولتی چاری او بهرنی سفارتونه په دن هاخ کی استوگن دی.
د امستردام کافی شاپ (چیرته چی چرس او ماری وانا ازادانه خرڅیږی) او سکس کلبونه (چیرته چی ښځی د پیسو په مقابل کی جنسی اړیکی نیسی) هر کال په میلیونونو سیلانیان د نړی له گوډ گوډ نه ځان ته رابولی.
خو له چرسو او ښځو پرته امستردام نور هم ډیر څه لری. تاریخی ودانی، له هنری او تاریخی اثارو ډک موزیمونه او د Amsterdam Exchange Indexیا (AEX) په څیر تجارتی لوی مرکزونه د امسټردام له نورو شتمنیو څخه دی.




#Article 155: نیجریا (115 words)


نايجیریا، چې په رسمي توګه د نايجېريا فډرالي جمهوريت په نامه يادېږي، د لوېديځې افريقا يو هېواد دی چې د افريقا په لويه وچه کې يې د وگړوشمېر د ټولو نورو افريقايي هېوادونو څخه زيات دی. د نايجېريا هېواد په لويديځه خوا کې د بېنين جمهوريت، په ختيځ کې يې د چاډ او کېمرون هېوادونه، او په سهېل کې يې د نايجېر هېواد، پولې لري. همدا شان دغه افريقايي هېواد په خپل سوېل کې د ګوینا خليج سره هم لار لري. د ۱۹۹۹ ز کال نه راپدېخوا، د دغه هېواد پلازمېنه د هېواد په مېنځنۍ برخه کې پروت ښار آبوجا کې ده، او تر دې پخوا د نايجېريا هېواد دولتي مرکز په لاګوس کې وه.




#Article 156: ناروۍ (202 words)


 #REDIRECT ناروې 

ناروې (نارويژي: نورگه (بوکمول) يا نورېگ (نينورشک)، په رسمي توگه د ناروې پاچايي، په سهېلي اروپا کې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ، يو پاچايي هېواد دی چې د سهېلي څنډو نه تر سوېلي څنډو پورې د لويديځې ټاپووزمې سکانډېنيويا برخه ده. د همدغه هېواد د پولو لويه برخه، په ختيځ کې د سويډن هېواد سره ده. د ناروې د ختيځو سيمې پولې د فېنلېنډ او د روسيې د هېوادونو سره نښتې دي په همدې توگه د دغه هېواد لويديځه خواې او سوېلي خواوې د سهېلي سمندر په اوبو کې راگير دي چې د همدغه سمندر له لارې د برتانيې پاچايي، د فارويه ټاپوانو او په سوېل کې د ډېنمارک سره خپلې گډې سمندري پولې لري. د ناروې غځېدلې سمندري څنډه بيا په همدې توگه د سهېلي اطلس سمندر او د بارېنټ سمندر ته غځېدلې ده. دا هېواد د گڼ شمېر خليجونو په درلودلو پېژندل کېږي.

ناروې د ډېرو مخ کښو ليکوالانو ، ډرامه کښونکوکور دی. پدغو کې د بېلگې په ډول لودويگ هولبرگ، بارون لودويگ، هنرک ايبسن، بيورنستيرنه بيورنسن، او ډېر اوسيني لکه يون فوس، او گيورگ يوهانيسن، هم د ناول او د ډرامې ليکونکي جايزه  وال کنوډ کنوډسن او سگري اونډست دواړو د نوبل نومکښ نښان گټونکي دي.




#Article 157: پاکستان (710 words)


د پاکستان اسلامي جمهوریت (اردو:اسلامی جمہوریۂ پاکستان ) په سوېلي آسيا کې پروت هېواد دی چې پراخوالی یې ۷۹۶۰۹۵ کیلو متر مربع او ۱۸۰ مېلیونه تنه نفوس لري۔پاکستان په ټوله نړۍ کې د آبادۍ په لحاظ شپږم لوی هيواد دی .

دا هېواد په شمال کې له چين، لویدیځ کېې له افغانستان او په ختیځ کې له هند سره گډې پولې لري. پلازمېنه یې اسلام آباد نومېږي .  حکومتي جوړښت یې په څلورو ایالتونو وېشل شوی چې نومونه یې بلوچستان، پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا دي. د غرونو په لړۍ کې یې د کې ټو څوکه تر ټولو لوړه ده چې۸۶۱۱ متره لوړالی لري. په سیمه کې د خيبر پښتونخوا اباسيند یې تر ټولو اوږد سیند دی.

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . 
په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته.  
د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري.
د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

د پاکستان نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په فارسي ژبه کې پاک ستان چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.

د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔

د پاکستان ايالتونه او سیمې  




#Article 158: قطر (112 words)


قطر چې د آسیا د لویې وچې په سویل ختیځ کې او د عربستان د ټاپووزمې په ختیځ کې په منځني ختیځ او د فارس خلیج په سویلي برخه کې موقعت لري پلازمینه یې دوحه او رسمی ژبه یې عربي ژبه ده. ۱۸ د ډسمبر ۱۸۷۸م کال د قطر ملی ورځ ده، یاد هیواد ۵۸۶'۱۱ کیلومتره مربع او ۵۲۲'۶۷۵'۲ وګړي لري. قطر په ۳ د سپتمبر ۱۹۷۱م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، له ۷۰% سلنه ډیر وګړي په قطر کې د نورو هیوادونو مهاجر دي. ۲۵% هندیان ۳'۱۷% نیپالیان ۱'۱۲ عربان ۱۰'۷% بنګلدیشیان ۱۰% فلیپینیان ۶'۵% سریلانکایان ۸'۴% پاکستانیان ۳'۱ ایرانیان او پاتي نور ۲'۱۳% د نورو هیوادونو اړوند دي.




#Article 159: رومانیا (115 words)


رومانیا: (رومانیایي: România ) دا په سویل ختیځه اروپا کې پروت هیواد دی.چی د تور سمندر سره په څنګ پروت دی او همدا شانې په لویدیز کې له هنګری او سربیا سره په شمال ختیځ کې له اوکراین او د مولدوا له جمهوریت او په سویل کې له بلغاریا سره ګډه پوله لري.

د 238,391 کیلو متر مربع پراختیا په درلودو سره د سیمې له مخې رومانیا د اروپایي اتحاديې د هیوادونو له ډلې نهم ستر هیواد دی. او د ۲۱،۵ میلیونه وگړو په درلودو سره د اروپایي اتحادی اووم ستر گڼوگړیزی هیواد دی.. پلازمینه او تر ټولو ستر ښار یی بخارست دی.

رومانیا ټول ۴۹۱'۳۳۸ کیلومتره مربع مساحت لري.

آر لیکنه: د رومانیا تاریخ




#Article 160: سان مارینو (131 words)


سان مارینو په ایټالوي Repubblica di San Marino چې رسمي نوم یې د سان مارینو ولسمشریزه ده د اروپا جنوب په ایټالیا ټاپووزمه کې د آفنین غرونو ترمنځ موقیعت لرې.

سان مارینو په نړۍ کې تر ډیره د اساسي قانون له لاری پیژندل کیږی د سان مارینو اساسي قانون په ۱۶۰۰م کال کال کې جوړ شوی او ترننه په یاد هیواد کې عملي کیږی دا د نړۍ تر ټولو زوړ اساسي قانون دی. د یاد هیواد پلازمینه د سان مارینو ښار دی.

ایټالوي د سان سارینو هیواد رسمي او ایداري ژبه ده.

د سان مارینو هیواد ډیره وګړي د کاتولیک دین پیروان دي.

د سان مارینو اساسي قانون د نړۍ ترټولو زوړ اساس قانون بلل کیږي چې تراوسه ترې په یاد هیواد کې ګټه اخیستل کیږي.

د تیتانو غرونه سان مارینو.




#Article 161: صربیا (153 words)


سربیا چې رسمي نوم یې د سربیا جمهوریت دی په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. په صربیایي Република Србија) د اروپا په سویلی مرکزی سیمه کې پرته ده  چې د جلګه پانونی او د بالکان جنوبی برخي یې په بر کې نیولی دي. دا هیواد له هنګری سره په شمال رومانیا او بلغاریا سره په ختیځ له مقدونیه او مونتینګرو سره په سویل او له کرواسیا او بوسنیا او هرزګوینا سره په لویدیځ کې ګډه پوله لرې.
د صربیا پلازمینه بلګراد رسمی ژبه یې صربيایي مساحت یې ۳۶۱'۸۸ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۱'۴۹۸'۷ نفره دي.

د صربیا هیواد رسمي ژبه ثربیایي ده چې د یاد هیواد کابو ۸۳% وګړي صربیایان دي، د صربیانو ترڅنګ نور اقلیتونه لکه البانیایان، هنګریان ،بوسنیایان او داسی نور دي.

د صربیا ایداري وېش (د سربیا هیواد د ولایتونو نوملړ). صربیا په ټوله کې په ۲۹ ایداري برخو ویشل شوې ده.

بلګراد د صربیا پلازمینه.




#Article 162: سلواکیا (114 words)


سلواکیا د وچې پورې تړلی یو هیواد دی چی په منځني اروپا کې موقعت لري.
سلواکیا له پنځه میلیونو څخه ډیر وگړي لري. سلواکیا له لویدیځ لوري نه د د چېک له جمهوریت او اتریش سره، په شمال کې له پولنډ سره، په ختیځ کې له اوکراین او په سویل کې له هنگري سره گډه پوله لري. پلازمېنه یی د براتیسلاوا ښار دي. سلواکیا د اروپا د همګټو هېوادونو غړی دی. براتیسلاوا او کوشیتسه د سلواکیا تر ټولو لوي ښارونه دي.

د سلواکیا هیواد د ولایتونو نوملړ سلواکیا په ۸ ایداري برخو ویشل شوی چې په لاندی نوملړ کې د هر ولایت ایداري مرکز هم ښودل شوی دی.
 

د سلواک وګړو (سلواکیانو) دودیزې جامې.




#Article 163: قيام الدين خادم (2452 words)


قيام الدين خادم (زوکړه ۱۲۷۴ ل ل کال د ننگرهار ولايت -مړینه ۱۳۵۸ ل ل کال) (انگرېزي:Qiamuddin Khadim) يو افغان پښتو ژبی ژورناليست، پياوړى ليکوال، ويښ شاعر، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد،  و اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ.

قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترگې پرانيستي دي. د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و. خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده، همدلته د شاعرۍ، ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړگي کې پاتې شو او هماغلته يې کوزده او واده وکړ. قيام الدين خادم د خپل د اصل او نصب په اړه پخپل يوه شعر کې داسې وايي:

نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانگړی ځای لري او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه يو ستوری گڼل کېږي. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي دي. د ادبي هلو ځلو تر څنگ نوموړي په سياست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ويښ زلميانو د گوند د بنسټ ايښودونکو غړو له ډلې نه وو. 

استاد قیام الدین خادم د افغانستان د سیاسي شخصیتونو په ډله کی یو فعال نامتو شخصیت دی چی هر وخت یی د وخت او زمان سره جوخت یو ستر سیاسي اقدام کړی دی. هغه برسیره پردی، چې د ویښ زلمیانو د گوند له موسسینو څخه وو په ۱۳۴۵ ل ل کال کې یې د افغان سوسیال دیموکرات گوند هم تاسیس کړ چې د (افغان ملت) په نامه شهرت لری. د دې گوند لومړنۍ موسسه کنگره په همدغه کال د کابل د میوند واټ په دوهمه برخه کی د خادم صاحب په کور کی دایره شوه او د ۴۲ نورو ملي شخصیتونو په شمول د ګوند نوم، د گوند د خپرنيز ارگان نوم د گوند نور کدري غړي او مرکزي کمیټه جوړه شوه. د دغه گوند مرامنامه او اساسنامه هم خپله استاد قیام الدین خادم لیکلې وه، چې د موسسینو په دغه لومړنۍ کنگره کې د هغه هره ماده وروسته له لوستلو او بحثونو د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شوه. په دې غونډه کې دا کسان شامل ول: 
استادقیام الدین خادم، دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد، سید مهدی اغا صاحب، حفیظ الله خان عبدالرحیم زی، قدیر خان عبدالرحیم زی، محمد ظریف خان ظریفي، حاجي حسین گل خان ځاځی، محمد امین واکمن، فدا محمد فدایی او زه روښان خادم. په دې غونډه کې غلام محمد خان فرهاد د گوند د ریس په توگه، استاد خادم د لومړي سکتر جنرال په توگه، فدا محمد فدایي د دوهم سکرتر جنرال په توگه منتخب شول او د گوند نوم وروسته له ډیرو اوږدو بحثونو افغان ملت وټاکل شو. فدايي صاحب د ملت په نوم ټینگار کاوه. استاد خادم د افغان ملت په نامه خپل دلایل وړاندې کوول. تر اوږدو بحثونو وروسته د استاد خادم وړاندیز د ټولو ګډونوالو د رایو په اکثریت ومنل شو او د گوند نوم افغان ملت وټاکل شو. پرېکړه وشوه چی فدايي صاحب دې د فرهاد په نوم د گوند د ریس په توگه د ورځپاڼې د خپرېدو جواز واخلي او د خپرونو لړۍ دې پیل شي. دا کار وشو او کله چې ورځپاڼه له چاپه راووته،  نو په هغې لیکل شوي وو چې د گوند موسس غلام محمد فرهاد.  

د مرکزی کمیټې ټول غړي، چې د موسسې کنگرې غړي ول، د فرهاد صاحب او فدايي په دغه کار په غوسه شول او غوښتنه یی وکړه چی فرهاد صاحب د گوند موسس نه بلکې ریس دی او دا ټکی باید د اخبار نه لیري شي، ځکه د گوند اصلي موسس استاد خادم دی، خو استاد په دې خبره ټینگار ونه کړ او ملگري یې قانع کړل چې اوس دا کار شوی او همداسې به دوام ورکوو. 

استاد خادم د گوند د خپرېدونکي ارگان (افغان ملت) لپاره په متواتر ډول علمي او سیاسي مقالې لیکلې او گوند د هرې ورځې په تیرېدو سره په ملت کې ځای نیوه او پياوړی کیده. کله چې محمد نور احمد اعتمادي د صدراعظم په حیث له پارلمان څخه د اعتماد رايې اخستو لپاره پارلمان ته وروپېژندل شو، د گوند مرکزي کمیټې پرېکړه وکړه چې باید رايې ورنه کړي او فرهاد صاحب ته د گوند لیکلې وينا ورکړ شوه چې د گوند د نظر په حیث یې ولولي. فرهاد صاحب دا وخت د کابل له اومې ناحیې څخه د پارلمان منتخب غړی وو. بدبختانه فرهاد صاحب د گوند د پرېکړې پر خلاف اعتمادي ته رایه ورکړه. له دې خبرې سره په گوند کې اوضاع ډیره خرابه شوه او مرکزي کمیټې په فرهاد صاحب باندې اعتراضونه وکړل. 

تر دې وروسته یوه ورځ د کابل په ده بوري کې د فرهاد صاحب په کور کې د مرکزي کمیټې مجلس دایر شو او په دې مجلس کی سید مهدي اغا له فرهاد څخه وغوښتل چې د گوند د ریاست د مقام څخه استعفا وکړي. د مرکزي کمیټې اکثریت غړيو دا غوښتنه تاید کړه، خو فرهاد صاحب وویل چې استعفا نه کوم؛ نو هغه وو چې د مرکزي کمیټې ټول غړي له فرهاد صاحب څخه بېل شول او یوازې فدایي صاحب ورسره پاتی شو. تر دې وروسته گوند د مطلقې ماتې او کمزورۍ سره مخامخ شو او لومړنی انشعاب منځ ته راغی چی بیا وروسته پېنځه نور انشعابونه هم رامنځته شول.  

استاد خادم د سیاست په ډگر کې یو ممتاز مبتکر شخصیت و او د یوه ملي سیاست درلودونکی شخص وو چې په وطن کې یې سياست او دیموکراسي د افغانانو د گټو لپاره غوښته او فرد گټې یې د اکثریت په گټو کې لیدلې. د محمد موسی شفیق د صدارت په دوره کې د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلاتو د کمیسیون غړی و او په څلویښتمه لسیزه کې د علامه اقبال په نړيوال سمینار کې ورته د سیمینار د ټولو نړيوالو گډون کوونکو له خوا د علامه لقب ورکړ شو چې اوس یې ډېر مینه وال په همدغه لقب يادوي. 
 
استاد علامه خادم د افغانستان او چین او د شوروي اتحاد او افغانستان د دوستۍ د هیتونو غړی هم و. استاد ډېرو ځوانانو ته په پوهنتون کې د پښتو ژبې د زده کړې تدریس هم ورکړی، چې ډېر شاگردان لري. د استاد خادم د ژوند په ټولو اړخونو کې یې د سیاست اړخ ډېر دروند او قوي دی ځانگړې ژوره مطالعه غواړي. 

لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو گڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره 15 کاله په هيواد کې دننه او له هيواد نه دباندې سفرونه کړي دي .

قيام الدين خادم په بېلابېلو دولتي دندو گمارل شوی دی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ ل. کال د کامې په ابتدائيه ښونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له يو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره يې د جلال آباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه په کار پېل وکړ.

نوموړی په ۱۳۱۲ ل. کال د لواړگي نه د کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړي شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمري په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتي چارواکو په امر د پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قيام الدين خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده.  

کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبي انجمن نوم په رسمي توگه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلي خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ مياشتې د زيري د ورځپاڼې د خپراوي پازه پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تاليف او ترجمي د څانگې مدير وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې يې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيالي پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼې مدير شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دايرة المعارف د ژباړې مديريت ورپه غاړه شو او بيا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاوني ډيپو د پلټنې (تفتيش) لوی مدير شو چې تر دې څه موده وروسته بيا د هرات ولايت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې يو ځل بيا قيام الدين خادم ته په رسنيو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل يې د کندهار د طلوع افغان د مدير په توگه خپلې چارې پرمخ بېولې او يو کال تر يوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بيا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې د چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بيا د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوي مدير شو.
په ۱۳۳۲ ل. کال کې قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدير په توگه بيا رسنيز کار ته مخه کړه او د مدريت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري ورځپاڼې د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده.

ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پورې کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يې چاپ شوي دي چې د هغو څخه يې يو شمير په دې توگه دي.

د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندگانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنگ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرگی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . 
بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي .
ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . 
مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. 
هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول . 
استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .

کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د گوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوي وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو.
 
 

د قيام الدين خادم د شخصيت په اړه د افغاني ټولنې يو شمېر پېژندل شوؤ څېرو خپل بېل بېل نظرونه او اندونه څرگند کړي چې ځينې يې په دې توگه دي:

  
عبدالحی حبيبي او عبدالشکور رشاد دواړه د ادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی. محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري 
 
قيام الدين خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوندليک خپور کړی دی، هغه په يوه برخه کې يې د زما پر حيات انتقادات تر سر ليک لاندې داسې ليکلي دي: 
روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي.

 
 




#Article 164: لطيف بهاند (1761 words)


لطيف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمريز کال کې د کابل په بريکوټ کې زېږېدلی دی.

په ١٣٥١ لمريز کال کې د حبيبيې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې يې په لوړو زده کړو پېل وکړ

د زده کړو تر څنگ کې يې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې هم کارکولو. په راډيو کې يې تمثيل نه برسېره په لسگونو داستانونه او کره کتنې وليکلې. د ١٣٥٦ لمريز کال راهيسې يې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډيو ټلويزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توگه رسمي کارونه هم کړي دي. لطيف بهاند له هېواد نه بهر د هنري کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. لطیف بهاند د ۲۰۰۶ کال نه را په دې خوا د افغانستان د کلتوري اتشې په توگه په مسکو کې دنده تر سره کوي.

د لطيف بهاند په لسگونو مقالې، کره کتنې او شعرونه يې له ١٣٥٢ لمريز کال راپدېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي.

د ځينو کتابونو لړليک يې پدې توگه دی

لطيف بهاند د هيواد ديادشويو سترو استادانو څخه مخامخ زدکړي کړي ، او د هغوۍ تر پالني او روزني لاندي يې د پوهي په لوۍ سمندر کي د مهارت او برلاسۍ لامبو زده کړيده ، او يا يې د هغو ستر استادانو سره د مرستيال ( اسيستانت ) په توگه د پوهي په ډگر کي د نوي نسل د روزني دنده پر مخ بيولې ده . په پوهنيزو ، څيړنيزو او کلتوري چارو کي يې داسي ونډه خپله کړې ، چي هر ه برخه يې د زريني پاڼي په څير د هيواد دمخکښو پوهنپالو او کلتور پالو په لړۍ کي ځانگړئ او ډاډمن مقام او دريځ لري . په کابل پوهنتون کي د استاد په توگه وياړلې دنده ، په راډيو افغانستان کي د بيلا بيلو کلتوري او علمي پروگرامونو د وډني او سمووني چاري ، د هيواد په کچه دکلتوري او علمي هڅو ملاتړ اوپه هغو کي برخه اخستنه ، هغه وياړني دي چي د بيا را يادولو ، پيژندلو او بيانولو لپاره يې زياتو ليکنو او ډير زماني واټن ته اړتيا شته . که د بهاند شاعري په پام کي ونيسو نو به د يوه د اسي پښتون هوډ او د خيال نازکي وږمې حس کړو چي د زياتي تو ضح پرته څرگنديږي . په دې ځانگړتيا کي د بهاند برلاسئ دادئ چي پښتني هوډ يې د خيال داسي پړاونو ته رسولئ چي شونتيا يې د ويوکو په مټ د پوهيدو وړ گرځولې ده . که اوريدونکي او لوستونکي د بهاند شاعري واوري او ولولي نو به خامخا د بهاند د پيژندگلوۍ تر ټولو غوره جمله داوي چي د هيواد نامتو شاعر لطيف بهاند : په تش غلچک غواړې بد نام به دي شم زه له هر چا نه ، ياغي رام به دې شم که مي کښېکاږې او تر شونډو مي وړې په قلمي گوتو کي جام به دي شم

او دا غزل تر پايه او که د بهاند په ساحري گوتو ليکل شوې مقالې د سلگونو څخه يوه دا چي ( زه څوک يم ؟) ولولې او يا يې واوري نو به خامخا د بهاند د ښه پژندگلوۍ لپاره داسي وليکي چي : د هيواد نامتو ليکوال داکتر لطيف بهاند ؛ او که د هغو څيړنو جاج واخلو چي بهاند پر مخ بيولي او د گټورو پايلو سره يې د هيواد ځوان نسل ته د ښې روزني او ښووني په نيت وړاندي کړيد ي ، خامخا به د بهاند د نوم وړاندي داسي وليکي چي : د هيواد نامتو څيړونکي داکتر لطيف بهاند ؛ زه نه غواړم د ښاغلي بهاند هر اړخيزي څيړني ته لاس اوږد کړم ، په دې لنډه ليکنه کي غواړم د بهاند د نورو ژباړل شويو اثارو څخه د بيلگي په توگه د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي اثر يو لنډ او بيړنۍ جاج واخلم .

دا کتر لطيف بهاند د نورو څيړنيزو اثارو تر څنگ يو ارزښتمن څيړنيز کتاب د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي ژباړلئ او خپور کړيدئ ، دا څيړنيز اثر د پا ڼو د شمير له مخي لږ دئ خو د منځپانگي له اړخه يې تر زياتو هغو ليکل شويو رسالو اوکتابونو وزن او ارزښت زيات دئ چي تر اوسه پښتو ژبي ته د کلتور پوهني په تړاو ژباړل شويدي . کلتور پوهنه درسي مرستندويه اثر په ١٩٩٩ زيږدي کال په مسکو ښار کي خپور شويدئ . د ټولو پاڼو شمير يې ( ١٠٢ ) يوسل او دو پاڼو ته رسيږي ، پر کتاب داکتر شامحمود گويا تقريظ ليکلئ او د هيواد ځوان ليکوال اسماعيل يون ته ډالۍ شويدئ .د دې څيړنيز اثر پيل د کلتور په پيدايښت او د کلتوري څيړنو او اندونو په هغه يون شوېدۍ چي ددې څانگي مينه والو ته يې پوهيدل او لوستل اړين دي ؛ او بيا د کلتور او تمدن په اړه د نامتو روسي فيلسوف نيکولای برديايف هغه ليکنه را ژباړل شوې چي په خپل ډول کي ځانگړې او د کلتوري ډايلوگ خپلواک دريځ پکښې نغښتۍ دئ ؛ کلتوري ټکر د دې اثر بل سر ليک دۍ چي په رښتني ډول هغه اړپيچونه را برملا کوي چي د اوسنۍ نړۍ د فکري او ذهني جوړښتونو بنسټونه جوړوي ؛ او بيا د دې ارزښتمن اثر هغه سرليکونه پېليږي چي د نوي او مدرن تدريس او ښوني لپاره ټکس بوک نه بلکي د يوه درسي مرستندويه کتاب په زړه پوري بيلگه ده . د کلتور پوهني اثر ژباړه د هغو مينه والو لپاره ښه زيرۍ دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې اړيکي دي د دې سره سره چي دا دنوموړي اثر يوه ډيره ښه ځانگړتيا ده خو په بله وينا کيدای شي دا د همدې کتاب يوه نيمگړتيا هم وشميرو ، او هغه داچي د دې اثر څخه ټوله لوستي کسان پوره گټه نه شي پورته کولای ، يوازي دهغو کسانو لپاره گټور دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې کار او اړيکي شته . او په ځانگړي توگه د هغو استادانو او کارپوهانو لپاره د زيات ارزښت وړ دۍ چي د کلتور پوهني په تدريس او تعليم بوخت دي . که د کلتور پوهني اثر منځ پانگي ته پام وکړو خامخا به هغه ليد لورۍ برملاشي چي معنويت پر ماديت برلاسۍ گڼي ، يا په بله وينا د دې اثر په منځ پانگه کي د کلتور بنسټ داسي ښودل شويدۍ چي د معنويت له وړانگو ځلا تر لاسه کوي ، چي د کلتور پوهني په تاريخ کي زيات شميرکلتور پوهانو همدا لورۍ درلودلۍ دئ ، د يادښت وړ ده چي د کلتور پوهني په څيړنو کي د همدې ليدلوري تر څنگ د کلتور پوهني په تړاو نور ليد لوري هم شته چي ځان ته پلويان لري او د اوسنۍ نړۍ د کلتور پوهانو يوه غښتلې برخه په بر کي نيسي . د هغوۍ په اند معنوي کلتور د ټول کلتور يوه برخه ده او هغه هم داسي چي بنسټ يې پر ماديت تکيه کوي . ښه به وای که د همدې ډلي کلتور پوهانو د ليکنو او رسالو څخه د بيلگي په توگه يوه دوې ليکني ځای شوي وای . د اتنو لوجيستانو تر منځ دا خبره ډيره مشهوره شويده چي  : که لس تنه اتنولوجيستان سره يوځای کړو او له هر يوه نه د کلتور پيژندنه وغواړو ، په پايله کي به موږ د کلتور پيژندلو لپاره لس تعريفونه په واک کي ولرو ؛ ښاعلي بهاند هم د نورو اتنولوجيستانو په څير د کلتور د تعريف لپاره لاره پرانيستې پره ايښې ، خو د خپل ليدلوري څرگندونه يې د هغه تعريف په بيا بيا ليکلو کي ښودلۍ چي د معنويت برلاسي پلوي فيلسوف نيکولای برديا يف له لوري وړاندي شوئ او يا تعريف شويدۍ . (( هر کلتور ( حتی مادي ) د روح کلتور دۍ . هر کلتور په داسي حال کي چي د معنويت بنسټ لرونکۍ دۍ ، د طبيعت په شرايطو باندي د روح د تخليقي کار محصول دۍ )) ( کلتور پوهنه ٣٠ مه پاڼه ) .

د کلتور پوهني يوه بله ځانگړتيا دا ده چي د ځانگړو او ارزښتمنو اتنو گرافکي مفاهيمو د توضح لپاره يې د يوشمير سترو ليکوالو هغه ويناوي را يادي کړيدي چي له يوې خوا د عامو منل شويو احکامو په څير د اولسونو منځ ته رسيدلي دي او له بله پلوه يې هغه اتنو گرافيکي افادې چي موخه ټاکل شوې وې ، په خورا ښکلې توگه د پوهيدو وړ گرځولي دي . د معاشرت په تړاو هغه وينا چي د گويته له خولې راوتې ده يوه ښه بيلگه کيدای شي : گويته وايې چي  : (( معاشرت هغه هينداره ده چي هرڅوک خپله اصلي څيره پکي څرگندوي . ))د لوڅي سنيکا هغه وينا چي وايې : (( کمال او بشپړتيا درې لاري چاري لري ؛ تفکر : تر ټولو نجيبه او سپېڅلې لار ده ؛ تجربه : تر ټولو گرانه لار ؛ تمثيل او پېسې : تر ټولو اسانه او زړه راکښونکې لاره ده ؛ د امرسون هغه وينا چي (( هر انسان چي زه وينم او ماسره مخامخ کيږي که په کوم ډول تر ما غوره والۍ ولري ، سمدستي ځان اړ گڼم چي يو څه ترې زده کړم ؛ )) دا د نړۍ د سترو ليکوالو هغه مقولې دي چي اولسونو ته رسيدلي او منل شوي دي ، خو په دې اثر کي د يوې مقولې په توگه نه بلکي د يوه اتنوگرافيکي اصل په توگه کارول شويدي چي په هغو کي هم د شخصيت کلتور افاده شوئ او هم په اسانئ د پوهيدو وړ گرځول شويدۍ . ښايې چي د کلتور پوهني اثر د هر اړ خيزي څيړني او پيژندني لپاره دا څو کرښي بس نه وي ، خو د ليکني د لنډوالي په هيله زما له انده ورستۍ دوې درې جملې ليکم چي : د کلتور پوهني اثر په پښتو ژبه کي د کلتور په اړه د ژباړل شويو اثارو هغه بيلگه ده چي د کلتور پوهني لپاره د نړيوالو معيارونو سره پر تله کيدای شي ؛ د کلتور پوهني په چارو کي د بوختو پوهانو او ښوونکو لپاره گټور مرستيال درسي کتاب دۍ ، او د هغو اړتياو د پوره کولو لپاره هم ارزښتمن دئ چي د دې څانگي پلويان ورسره مخامخ وه او يا ورسره مخامخ دي . په پای کي د لطيف بهاند ځيرتيا او درک د ستايني وړ دۍ چي د داسي گټور کتاب ژباړي ته يې پام شو او د ژباړني ربړ يې وگالئ .

دا اړينه گڼم چي د قلم ټولني مشر تابه او اړوندانو ته يې د درنښت او ستايني هيلي څرگندي کړم چي د هيواد ديوه هڅاند ادبپوه او ليکوال کار او هڅو ته يې پام اړولۍ او د هغه د کار او هڅو ارزيابۍ ته يې زمينه برابره کړيده . په درنښت پوهنوال رسول باوري د ٢٠٠٦ زيږد کال د سپتامبر مياشت اسن -- هلند




#Article 165: بېټ نيکه (611 words)


بېټ نيکه (زوکړه - مړینه) د افغانستان يو پخوانی پښتو ژبی نامتو شاعر، ملي، ټولنيز او ديني شخصيت وو. 

بېټ نيکه چې د بېټني او بټن په نومونو هم ياد شوی، د پښتنو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی چې د پښتانه شعرا‌ء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دغه لوی نيکه په اړه داسې ليکل شوي دي:

 

نعمت الله هروي او خان جهان لودي هم په مخزن افغاني کې د شېخ بېټني اولاد او د دې قوم مشاهير او اولياء بشپړ راوړي. څنگه چې آيين اکبري په ۱۰۰۶ هـ او مخزن په ۱۰۱۸ هـ کې ليکل شوی، نو دا ويلای شو چې د پښتنو د ملي دودونو او د رجالو د تاريخ لومړی ليکونکی هم دوی دي. نعمت الله په دې لړيو کې مجمع الانساب او اخباری احمدي کتابو ته هم حواله ورکوي، چې تر ده دمخه ليکل شوي او د پښتنو د انسابو ذکر يې کړی دی. په دې کې اخوند دروېزه ننگرهاری هم چې تر ۱۰۴۸ هـ پورې ژوندی وو  هم د پښتنو انساب راوړی دی  دغو ټولو مورخينو د شېخ بېټني ذکر پوره يا څېرمه ييز (ضمني) کړی دی. 

د بېټ نيکه په اړه په پښتنو کې يو متل هم دود دی چې داسې دی. 

دغه متل پخپله د بېټ نيکه د سخاوت او پېرزوينې هغه کيسه راڅرگندوي چې هغه خپل زوی اسماعيل سړبنی خپل ورور سړبني ته ورکړ. خو تر دغو ټولو يو پخوانی او زوړ اثر، چې د شېخ بېټني يادونه او شعرونه پکې راغلي دي، هغه د سلېمان ماکو د بارک خان د زوی «تذکرة الاولياء» ده چې تر ۶۱۲ سپوږميز لېږدي کاله وروسته ليکل شوې ده. د دغه کتاب هغه څو پاڼې چې شته، د شېخ بېټني يادونه داسې پکې شوی ده:

له دې روايته ښه ښکارېږي چې په پخوانو پښتنو کې د شېخ بېټني کرامات مشهور وو او د دې کتاب ليکونکی لکه چې پخپله وايي د کسې غره  ته تللی او د دغه اسماعيل زيارت يې کړی دی.
 

د سلېمان ماکو دغه روايت نعمت الله کټ مټ په مخزن کې تاييد کوي او داسې ليکي:
 

 

په دې ډول د سلېمان ماکو قول که څه هم تر نعمت الله ۴۰۰ کاله دمخه دی، مگر يو د بل سره پوره تړاو او نږدېوالی لري او دا ښکاره کوي چې تر اتم هجري کاله هم د شېخ بېټني لوی نيکه په اړه پښتو معنعن کلک او مستند روايات درلوده چې له هغو څخه په دغو دوو کتابونو کې لږ پاتې دي. په خواشینۍ سره چې د شېخ بېټ نيکه نور احوال مونږ ته نه دی پاتې، او نه د هغه د ژوند مهال مورخونو تصريح کړي دي. يوازې له دغو څینو مورخونو څخه يې دا هم ليکي، چې د غور د پاچاهانو معاصر وو او د غور د مشهورې کورنۍ څخه شاه حسين نومی د ده په کور کې و، نو په دې حساب که بېټ نيکه له يوه سره د لومړيو غوري مشرانو معاصر وي، نو د هغه د ژوند وخت موږ له ۳۰۰ سپوږميز لېږدي کاله تر ۴۰۰ س ل کاله پورې تخمينولای شو. سلېمان ماکو په خپله تذکرة الاوليا کې د بېټ نيکه له خولې يو شعر هم رانقل کړی دی چې د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې خورا مهم گڼل شوی دی. سلېمان ماکو د هغه شعر داسې يادوي:
 

او بيا نو د بېټ نيکه هغه شعر داسې راوړي:

که د بېټ نيکه دغه لوړ شعر د آريايانو د زاړه کتاب رېگويدا (Rigvida) سره پرتله کړای شي نو دا به ښکاره شي چې دا شعر د فکر او مضمون له مخې لرغونيو آريايي افکارو ته ډېر ورته دی. د ريگويدا يو مناجات داسې دی:

د بېټ نيکه په هکله دا پورتنۍ ليکنه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نوميالي نه اخيستل شوې.




#Article 166: شمېرنی (507 words)


د( 5+3 )نه څه پلاس راځي ؟  جوته خبر ده چې( 8) پلاس راځي.  اودانوڅنگه پوهېدی شو؟
داسې چې ! لومړی ستاسوسترگې په دې شمېرو لږېږي اوداشمېرې ويني. بيا ېې مغزته سگنال يا ((پامغږی)) لېږي .
بياستاسومغز له ځان سره د شمېرو بڼه يا انځور ېې اخلي يا جوړوي ېې او ستاسوله يادښت څخه ېې ځواب روښانه راباسي .
نو مغزبېرته ځواب د پامغږي له کبله ستاسوترخولې رسوي چې بيا تاسو دا څرگندسوال دڅرگندځواب په بڼه کې ليکۍ يا هم ېې واياست.
يوشمېرنی هم همدارنگه مونږ ته دحساب سوالونه ځوابوي. دشمېرني يا دحساب ماشين مغز ديو ې نرۍ سليکون ټوټې نه جوړشوی دی چې ورته ((چېپ)) وايي.
سليکون يوڅيزياماده ده چې له ځان سره برېښناوړلئ شي. په زرگونو برېښنايي تڼۍ يا سويچونه په ډېروکوچني کوچني مزوياسيمونودچېپ په مځکې پورې نښتي وي.

دامزي برېښنايي څرخ راپيداکوي چې ورته انگرېزي کې( انټيگرېټډسرکټ) وايي.
کله چې مونږغواړو چې (5+3) په شمېرني کې واچؤو نوپکارده چې لومړی شمېرنی ولگوؤ او بيا (3) شمېريزه تڼۍ وټوکو. دې سره چېپ مونږ ته ټوکېدلې شمېره دبرېښنايي سگنالونو په بڼه ژباړي چې مونږڅرگنده پرې پوهېدی شو . چېپ بيا(3) درېيمه شمېره له ځان سره په ځان کې خوندي کوي . او په هغه ځای کې ېې ساتي په کوم ځای باندې چې شمېرې تېرېږي راتېرېږي . داکار بيا دهغو مزو( سيمونو) په وجه کېږي او هره شمېره يا پيغام له شمېرښودځای سره نښلوي . 

شمېرښودځای هاغه ځای ته وايي په کوم کې چې شمېرې مونږ ته له يوې مستطيل شکله ښيښې نه (په نښه کړي ځای نه) راښکاره کوي او مونږ ېې ليدلی شو.نو دا(3) درېيمه شمېره هم همداسې هله  وينو کله چې د يوې نوې شمېرې پامنغږي(سگنال) ډسپلې يا بياراښودځای ته ورځي .

بيا نو مونږدې سره د(+)جمې نښه ټوکوچېرته چې زمونږدا ټوکل شوی پيغام يا سوال د برېښنايي پامغږو(سگنالونو) په بڼه مونږ ته  راژباړي اوداغوښتلی سوال په يوبېل ځای کې خوندي کوي.
دې پسې د (5) پنځمې شمېرې په تڼۍ ورټوکو ،همدې کار نه وروسته چېپ ( 3) درېيمه شمېره له خپل ساتنځي نه خوځوي او بيا ېې په بل ځای کې سره خوندي کوي . دلته بيا (5) پنځمه شمېره د نوې شمېرې په ډول ښودنځای کې راښکاري . اوس نو وار ددې راځي چې ددې شمېرو د ټوکلو پايله راوباسو چې څه راښيي. چې غواړو په پايلې پوه شو نو په شمېرني کې د مساوي يا يومخيزه نښه ټوکو.

لدې سره چېپ پوهېږي چې اوس نو د پايلې راوېستواو د پرابلم ختمولو وار دی.  (=)
په خپله شمېرني کې ډېرپړاؤونه په چټکۍ تېرېږي راتېرېږي اوځي راځي . نو (3) درېيمه او (5) پنځمه شمېره چېپ له ځان سره را اخلي او د پيغام د ورکړې امر چې شوی وي ينې د جمې (+) امر مو ورکړی وو، چې راپيدا ېې کړي. د( + ) جمې د پيدا کولوسره همدا امرد شمېرو سره يوځای په رټه ايز ( په نښه شوي ) توگه خوندي ځای ته سپاري چېرته چې سره گډکېږي يا جمه کېږي . د شمېرني لارښودی پروگرام د درې جمه پنځه مساوي د اتو مونږ ته ځواب ياپايله راښيي. همدلته بيا اتمه شمېره يا عدد په ښودنځای کې راڅرگندېږي .




#Article 167: خوځندکې (523 words)


خوځندکې یا حشرات د ارتروپاډز له ډلې څخه دي دوی د ډېرو کلکو باندېنيؤ هډوانې لرونکي وي ، د درېگونو برخو بدن وال . سر، ټټر، او نس. درې جوړو نښتو پښو برسېره ، نښتي نژدې سترگې او د دوؤ انتنونو لرونکي وي . دوی تر ټولو د توپيرلرونکيو ژوؤ له کتاره په نړئ کې شمېرل کېږي همدارنگه د ۳۰ په شاوخوا کې د نوټوپټيرا، د۳۵ په شاوخوا کې زوراپټيرا، د ۱۵۰ په شاوخوا کې سنېکفلای ، د ۲۰۰ په شاوخوا کې سلورفش ، ۳۰۰ په شاوخوا کې آلډرفلای ، ۳۰۰ په شاوخوا کې وېبسپنر ، د ۳۵۰ په شاوخوا کې جمپنگ برسټليټل ، ۵۵۰ په شاوخوا کې سکارپيونفلا ی ، ۶۰۰ په شاوخوا کې سټريپسيپټيرا ، د ۱۲۰۰ شاوخوا کې کېډسفلای ، د ۱۷۰۰ شاوخوا سټونيفلای ، د ۱۸۰۰ شاوخوا اييروېگ ، د ۲۰۰۰ شاوخوا فلي، د ۲۲۰۰ شاوخوا منټيس ، د ۲۵۰۰ شاوخوا مېفلای ، د ۳۰۰۰ شاوخوا سپگې، د ۳۰۰۰ شاوخوا واکنگ سټک ، د ۴۰۰۰ شاوخوا اوخۍ ، د ۴۰۰۰ شاوخوا لېسوېنگ د ۴۰۰۰ شاوخوا ټرمايټ ، د ۵۰۰۰ شاوخوا ډرېگنفلای ، د ۵۰۰۰ شاوخوا تريپس،۵۵۰۰۰ بوکلوس، ۲۰۰۰۰ شاوخوا کرېکټ، گراسهوپر، او لوکاسټ ، ۸۲۰۰۰ ريښتياني ماشي، ۱۱۰۰۰۰ مېږيان، غومبوسې ، ساوفلای، او وېسپ. ۱۲۰۰۰۰ ريښتياني الوتوکي مچان ، ۱۷۰۰۰۰ پتنگان، کوکڼې، او ماتد، او ۳۶۰۰۰۰ بيټل ذاته ژواندي، تر خپلې نېټې رابرسېره شوي دي. څه شمېر ورک ژواندي تقربآ تر شپږو يا لسو میلیونو شاوخوا اټکل شوي دي . او لدې اړخه د يو ميلیون څخه زیاتو ژواندو تشریح بې له هغې شوې ده .

خزدکې د ژونديؤ ژواندؤ له نيم نه زيات اړخ جوړوي ، او پّ گړندۍ توگه د ۹۰ څخه زیات په سلنه کې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې استازيتوب کوي . خزدکې په هر ځای او هر چاپېريال کې موندل کېږي. که څه هم ډېر لږ ېې د سمندر غاړو ته موندل کېږي چېرته چې د نورو آرتروپاډونو د گروپونو برلاسی ځای وي د کروسټاسين په شکل. .

د خزدکو د ژوند پړاؤ تر ډېره توپير لري ، خو ډېری د هگيو له لارې وده کوي د خزدکو وده د الاستيکه هډوانې په رابرسېره کېدو سره رامنځته کېږي. او هم د راز رازو کروزونو (د پوستکي څخه راوتلو) له لارې راولاړېږي . د هغوی د اومه پړاؤ له پخو د هغه څخه په بڼه کې توپير لري. همدارنگه په عاداتو او اوسېدنځایونو کې سره توپير لري او کولای شي چې د خزدکو د بشپړتابه (pupal)غیر فعاله بهیر ورسره مل وي. په همغو گروپونو کې د بشپړتابه پړاؤ يا بهیر روانېږي . هغه خزدکي چې د دغو بهیرونو څخه په شا پاتې کېږي يا نا بشپړه پاتې کېږي هغو د پيوپال (د بشپړتابه د مرحلې بهیر) کې پاتې راځي او همدارنگه د پوخواله له پړاؤ څخه چې څه د لومړنيو رامنځته کېدو مرحلې بلل کېږي. د شپږپښو وال تر ټولو د اوچت پړاؤ بهیر لا پورې نامالومه دی . د لرغوني پېر پاتې شوني خزدکې په ډېر غټ غټ اندازه کې موندل شوي دي. لدې جملې څخه دغبرگو ښامارانو چې د وزرو اندازه ېې ۵۵ څخه تر ۷۰ سانتي ميټره (۲۲ــ ۲۸ انچ) پورې ياد شوي دي. تر ټولو بېلابېلو د خزدکو گروپونه د گلانو او بوټو پر سر د راټوکېدلو باندې اخته وي.




#Article 168: قرآن کریم (2839 words)


قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. 
او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول.
ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د (الاسراء) په سورت كې داسې فرمايي:

د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه (كمښت يا ډېرښت) ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. 
په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. 
قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته (داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى).
قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول. 

د قرآن د كليمې په مانا كې د اسلامپوهانو ترمنځ لږ څه اختلاف دى، او دا اختلاف هم نه د قرآن په لفظ كې دى، او نه هم د هغې په مانا كې، بلكه دا اختلاف د قرآن په اشتقاق، او جوړښت كې چې آيا مهموز دى يا كه غير مهموز او يا هم د جوړښت لمخې مصدر دى، كه صفت. 
اوس به راشو د ځينو اسلامي پوهانو رايو ته چې قرآن يې څرنگه اشتقاق كړې:

لكه څرنگه چې څښتن تعالى فرمايي:
ژباړه: (ان علينا جمعه و قرآنه، فاذا قراناه فاتبع قرانه).

د قرآن كريم نزول په دوه ډوله دې: 

د قرآن كريم نزول د لوح محفوظ څخه بيت العزه ته چې د نړۍ اسمان كې دى، په يوه وار سره. او آيا دا نزول د نبي عليه السلام د رسالت څخه مخې ؤ كه وروسته؟ پدې د علماؤ دوه راى دي، چې لدې ډلې څخه لومړنۍ يې موثقه ښكاري، او لاندې اثار پرې دلالت كوي، لكه د قرآن كريم نازلېدل په يوه ځل له لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته د روژې مياشتې د قدر په شپه كې. 
دليل: د قدر د سورت لومړنې ايت: 

د نړۍ له اسمان څخه په نبي عليه السلام د وحې نزول د جبرييل عليه السلام په واسطه د اړتيا په وخت، د غوښتنې سره سم، د غوښتنې په اندازه، د خلكو د غوښتنواو د پېښو په رامنځته كېدو سره به كېده. 
د وحې د نزول په موده كې اسلامپوهان لږ څخه اختلاف لري: ځينې وايي، چې د وحې د نزول موده ۲۰ كاله وه، ځينې وايي چې ۲۳ كاله وه، او ځينې وايي چې ۲۵ كاله وه. 
او ددې اختلاف اصلي وجه دا ده، چې نبي عليه السلام په مكه معظمه كې څو كاله تېر كړي، څوك وايي چې ۱۰ كاله، څوك وايي ۱۳ او ځينې وايي چې ۱۵ كاله. 
خو لدې ټولو څخه هماغه منځنۍ لار سهي ده، چې قرآن كريم پكې رانازل شوي، او هغه د ۲۳ كلو موده ده.

كه چېرې پدې اړه لږ څه تاريخي حقاېقو ته پام وكړو، نو دا خبره به په زبات ورسي، چې د قرآن كريم د نزول بشپړه موده ۲۲ كاله، ۶ مياشتې او ۱۵ ورځې تقريبا. او هغه پدې حساب، چې محمد صلی الله عليه وسلم په د خپلې زوكړې په ۴۰تم كال په رسالت وگومارل شو. او دا وخت د ربېع الاول د مياشتې ۱۲مه نېټه وه. او په تحقيق سره نبي عليه السلام ته د وحې پېل په رېښتوني خوب (الرؤيا الصادقه) كې پېل شوې وه، او دا د روژې د مياشتې ۱۷مه نېټه وه. او دا هغه ورځ وه، چې د نبي عليه السلام په سينه د د قرآن لومړې ايت رانازل شو، او هغه د (اقراء) كلمه وه.
دا ټوله موده ۶ مياشتې او ۵ ورځې كېږي.
او د قرآن وروستې ايت چې رانازل شو، هغه د بقرې ۲۸۱يم آيت دى چې په لاندې ډول دى:
(واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله ثم توفى كل نفس ما كسبت و هم لايظلمون) البقره- ۲۸۱ آيت
او داسې روايتونه شته چې دا آيت د نبي عليه السلام له مړينې څخه ۹ورځې مخكې نازل شوې ؤ، ځينې وايي، چې ۱۱ ورځې مخكې، ځينې ۲۱ ورځې ښايي.
كه چېرې لدې ډلې څخه موږ منځنې عدد ونيسو، نو هغه موده چې وحې پكې نده نازله شوې، ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې څخه عبارت ده. 
نو د نبي عليه السلام ټول عمر ۶۳ كاله ، ځكه هغه صلى الله عليه وسلم د هجرت په ۱۱سم كال، د ربېع الاول په ۱۲مه نېټه ومړ. پدې خبره ټول جمهور علماء سره يو دي. نو د نبي عليه السلام د رسالت موده ۲۳ كاله كېږي، كه چېرې لدې كلونو څخه موږ ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې كمې كړو، نو ۲۲ كاله، ۵ مياشتې او ۱۴ ورځې به راپاتې شي. 
سپېڅلتيا ده هغه ذات لره، چې موږ ته يې ددې كارلارښوونه وكړه، او موږ نشول كولاى چې سمه لار پېدا كړو، كه چېرې هغه موږ ته نه واى راښودلى.

د قرآن كريم د لومړي آيت يا سورت د نزول په اړه ا ويا هم د وروستي ايت يا سورت د نزول په اړه كوم حديث له نبي عليه السلام څخه ندې روايت شوې، مگر ځينې اصحابو او تابعينو څخه روايتونه شوي چې پدې اړده د عقل لپاره هېڅ مجال نشته، مگر لومړيتوب وركول په دلاېلو سره.

پدې اړ هم مختلفې راى دي، چې هره يوه به يې په لنډ ډول ذكر كړو:

(اقراء باسم ربك الذي خلق، خلق الانسان من علق، اقراء وربك الاكرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان ما لم يعلم) سورت العلق ۱-۵.
دارنگه حاكم په خپل مستدرك او بهيقي په (دلائل النبوه) كې له عائشې رضي الله عنها څخه روايت كړې، چې هغې فرمايلي دي: لومړې سورت چې د قرآن كريم رانازل شو، هغه د (اقراء باسم ربك) ؤ، او د هغې مقصد له سورت څخه همدا لومړني ۵ ايتونه وه، او نور ايتونه خو بيا وروسته نازل شول. 

په اخر كې بايد يادونه وكړو چې پدې ټولو اقوالو كې هماغه لومړنې قول سم او مدلل دى، ځكه چې د عائشې رضي الله عنها حديث پدې دلالت كوي، چې لومړۍ وحې د (العلق) لومړني ۵ ايتونه دي.

پدې اړه داسې كوم نبوي حديث نشته، بلكه ځينې اقوال دي، چې د صحابه ؤ او تابعينو څخه روايت شوي دي. يو صحابي يا تابعي له يو ايت څخه دې پايلې ته رسېدلې، چې دا وروستې ايت يا سورت دى، بل صحابي بل ايت يا سورت ښودلې. موږ به په لنډ ډول سره ټول ذكر كړو:

او ددې خبرې دليل دا دى: 

(يا ايها الذين امنو اذا تداينتم بدين الى اجل مسمى فاكتبوه......) د بقرې ۲۸۲ ايت.

خو پدې ټولو كې هماغه د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت كړاى شوې حديث صحيح دى. او د بقرې ۲۸۱ ايت وروستنې ايت دى، چې نازل شوې. ځينې پوهان پدې خطا كې واقع شوي، چې د (اليوم اكملت لكم دينكم، و اتممت عليكم نعمي، و رضيت لكم الاسلام دينا) د المائدې سورت ۳ ايت وروستنې ايت دى. حال دا چې پدې ايت كې الله تعالى د دين د بشپړوالي فرمايلي دي، نه د وحې د بشپړتيا. او دا ايت د حجه الوداع چې د جمعې او عرفې له ورځې سره برابره وه نازل شو، نو ځينې پوهان لدې څخه دې پايلې ته رسي چې د دين بشپړتيا نه پوره كېږي، مگر د قرآن د وحې په بشپړتيا سره. 
مگر رښتيا خبره خو دا ده، چې ددوي دا گوما غلط دى، ځكه داسې كوم موثق عالم نشته چې هغه پدې گومان وي چې د قرآن وروستنۍ وحې د (اليوم اكملت لكم دينكم) ايت دى. لاكن په حقيقت كې د (واتقوا يوما ...) ايت د (اليوم اكملت لكم دينكم....) له ايت څخه دوه مياشتې وروسته نازل شوې. لكه څرنگه چې ابن ابي حاتم روايت كوي چې: ددې ايت نزول د نبي عليه السلام د مړينې څخه ۹ ورځې مخكې شوې.

قرآن كريم يو ستر الهي كتاب دى، چې ددې كتاب ترتيب او برابرښت رسول الله صلى الله علي وسلم خپل پېر كې دا لارښوونه كړې چې كوم آيت په كوم سورت كې كېښودل شي، او كوم سورت له كوم سورت څخه مخكې يا وروسته كېښودل شي. 
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پېر كې ډېر زيات حافظان ول. دارنگه به محمد صلی الله عليه وسلم پخپله هم د شعبان او روژې په مباركو مياشتو كې د قرآن عظيم الشان څو څو واره تلاوت كاوه او ټول به يې ختمولو. نو لدې څخه ښكاري چې دا ختمونه او تلاوت بې له كوم ترتېب او سمون څخه نه شي كېداى. 
نو په همدې ترتيب سره قرآن كريم د ابوبكر صديق رضي الله عنه په پېركې راټول كړاى شو.
د قرآن اريانتيا پدې كې ده چې تر نن ورځې پورې پدې الهي كتاب كې كوم بدلون ندې راغلې.
د لومړۍ هجري پېړۍ كوم ليكلې قرآن چې د تركيي په نندارتون (توپ كاپي) كې خوندي دى، يا د ايران په مشهد ښار كې د امام علي رضا د روضې په نندارتون كې خوندې دى. د قرآن كريم پدې قلمي لاسي نسخو كې چې په كوفي ليك ليكل شوي، او د نن ورځې قرآن كريم ونو كې هېڅ كوم توپير نه ليدل كېږي.
د قرآن كريم وېش په ۱۴ سجدو، ۳۰ اجزاؤ (سېپارو) چې پاره د پارسي ژبې (پاره) جمع ده او په عربي كې ورته جز او پښتو كې ورته ټوټه وايي وېشل شوې، ۱۱۴ سورتونه دي، چې هر سورت په بسم الله الرحمن الرحيم سره پېل كېږي. يواځې د (التوبه) سورت چې د بسم الله څخه پرته پېل كېږي. د قرآن كريم لومړنې سورت د (فاتحې) سورت دى، او د (الناس) سورت اخيرنې سورت دى. د (بقرې) سورت له ټولو څخه لوى او ستر سورت دى، چې ۲۸۶ آيتونه لري، او د (الكوثر) سورت له ټولو څخه كوشنې سورت دى، چې يواځې ۳ آيتونه لري. 
دارنگه ۵۴۰ ركوع، ۸۶۳۰ كلېمې، ۳۳۳۷۶۰ حرفه او ۶۶۶۶ آيتونه دي. 
قرآن كريم د تلاوت لپاره په ۷ منزلونو وېشل شوې. ددې وېش فلسفه دا ده چې په ورځني ډول سره څوك يو منزل تلاوت كړي، نو په اوونۍ كې به ټول قرآن تلاوت وشي. 
دارنگه د ۳۰ پارو هم همدا رول دى، كه چېرې څوك په ورځني ډول يوه پاره تلاوت كړي، نو په مياشت كې به يو ځل قرآن كريم ختم كړي.

قرآن كريم دوه ترتيبه لري، چې په لاندې ډول دي:

د قرآن كريم او نورو اسماني كتابونو همدا توپېر هم د يادولو وړ دى چې هغه ټول په يوه وار رانازل شوي، او قرآن كريم يواځينې الهي كتاب دى، چې د اړتيا او غوښتنې په اندازه به په نبي عليه السلام باندې رانازلېده. په نزولي ترتيب كې د (العلق) لومړني ۵ ايتونه رانازل شوي، او د بقرې ۲۸۱ ايت چې د (واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله......) تر آخر پورې هغه آيت دى، چې له ټولو څخه وروسته نازل شوې دى.

هغه دې چې كله نن سبا يې موږ د قرآن كريم د سپېڅلي كتاب په بڼه گورو، او ورځني ژوند كې يې تلاوت كوو. دا بڼه يې د تلاوت يا لوستو ترتيب دى. 
د قرآن ليكل د نبي عليه السلام په پېر كې د اوښانو او غويانو د ملاگانوپه هډوكو، د خرماپه پاڼو، صافو ډبرو، د حلالو ځناورو په پوستكو، او د ونو په ډډونو او تختو باندې ليكل شوې ؤ. دا ځكه چې په هغه وخت كې د كاغذ صنعت دومره پرمختگ نه ؤ كړې، او د نشت سره برابر ؤ. خو كله چې د اسلام د لومړي خليفه ابوبكر صديق په پېر كې د يمامې په غزا كې د ۷۰۰حافظو صحابوو يوه لويه ډله په شهادت ورسېده، نو حضرت عمر رضي الله عنه ته دا اندېښنه پېدا شوه، چې نه مبادا پدې ډول د قرآن حافظان په شهادت رسېږي، او هغه صحابه چې په نورو وطنونو كې دي، او له هغوي سره د قرآن كريم يوه اندازه خوندي وي، كه هغه د ليكنې په بڼه وي يا حفظ بڼه، نو هسې نه چې دا برخه له لاسه ورنه كړو. نو دا اندېښنه يې ابوبكر صديق ته ذكر كړه، او ترې يې وغوښتل كې قرآن كريم په يوه ځاى كې په ليكلي ډول سره راټول كړي.
كله چې ابوبكر صديق دا اندېښنه واورېده نو په غوصه شو او وېې ويل چې څنگه هغه كار وكړم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل وخت كې ندې كړى. نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل چې پدې كې به خېر وي. 
په پاى كې الله تعالى د ابوبكر صديق سينه دى كار ته خلاصه كړه او د قرآن كريم د راټولولو د چارو مشري حضرت زېد د ثابت زوى ته وسپارلې. دا هغه كوچنې صحابي ؤ ، چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به يې وحى ليكې. نو پدې ډول زېد بن ثابت رضي الله عنه په مشرۍ قرآن كريم په يوه مصحف كې راټول شو، او د ابو بكر صديق سره يې كېښود، ان تردې چې ومړ، او بيا دا مصحف حضرت عمر فاروق رضي الله عنه واخيست او ساتنه يې ورڅخه كوله، بيا حفصه بن عمر رضي الله عنها ته وسپارل شو. 
كله چې د عثمان رضي الله عنه په پېر كې د قرآن راټولول پېل شول نو له حصفې رضي الله عنها څخه يې نوموړې مصحف وغوښت او د هغې لمخې يې نور مصحفونه وليكل.

د قرآن كريم ژبه فصيحه عربي ژبه ده، چې نن ورځ هم د هماغه مقام لورنكې لرونكى دى، كوم چې ۱۴ پېړۍ مخكې ورته حاصل ؤ. كه څه هم د عربي ژبې څو گړدوده لكه: مصري، مراكشي، لبناني، كوېټي، شامي، عراقي، يمني، سوډاني، ليبيايي او داسې نور منځته راغلي، خو بيا هم قرآن كريم د ټولو گړدودو ترمنځ د يوه فصېح او بلېغ گړدود په څېر د منځگړي او پل په څېر د عرب او عجم د يووالي رول ترسره كوي. 
د عربي ژبې لوى، لوى پوهان چې پدې ډله كې مسلمان او كاپران شامل دي، د قرآن فصاحت او بلاغت ته گوته په غاښ دي، ځكه چې د دومره غټوالي سره، سره يوه گرامري غلطي هم نلري. كه چېرې د عربي ژبې د ابجدي حروفو لمخې د ابجد عددونه په نظر كې ونيول شي، نو قرآن كريم كې د يوه نوې څېړنې لمخې چې ډاكټر راشد الخليفه د سولگر په ذريعه كړې، دې پايلې ته رسېدلې، چې په قرآن كريم كې يوه ځانگړې حسابي نظام شته، چې دا نظام د هېڅ انسان په وس كې ندى. 
قرآن كريم كې كيسې هم شته، تاريخي پېښې هم، فلسفه هم ترسترگو كېږي، منطق هم، پېچلې ساېنسي مسئلې هم شته، او د يوه عام انسان د ژوند تېرولو لارې چارې هم. كله چې قرآن كريم نازل شو نود هغه وخت عربي ژبه هم فصېحه وه، د شعر او شاعرۍ ادب خپل اوج ته رسېدلې ؤ، نو ځكه ددې خبرې امكان هم نه پاتې كېږي چې په قرآن كريم كې دې كومه غلطي او د هغه وخت اديبان او شاعران دى د هغې په اړه څه ونه وايي، او ځان دې همداسې ناخبره پاتې كړي. قرآن كريم دا دعوه كړې چې ددې په څېر دې يو آيت هم جوړ كړي مگر د هغه پېر اديبان لدې هم، چې د خپل فصاحت او بلاغت له وجې به يې نور خلك عجم (گونگيان) باله، هم ددې چلېنج ځواب ور نكړاى شواى. 
يو ځل ابي لهب چې د محمد صلی الله عليه وسلم تره هم كېده، د قرآن په څېر د يوه سورت د جوړولو تابيا وكړه. وروسته له ډېر سوچ او فكر څخه پدې وتوانېد چې يوه بې باكه او له خندا ډكه ټوټه شعر، چې له هر ډول فصاحت، بلاغت او كرامت څخه خالي ؤ جوړ كړ چې پدې ډول دى:
(الفيل و الفيل، و ما ادراك ما الفيل، له خرطوم طويل.... ) تر آخره پورې.

د قرآن كريم د مطلب روښانه كولو ته تفسير وايي، او تفسير كوونكيو ته مفسر وايي.
د تفسير او مفسر څو ډولونه شته چې په لنډ ډول به ورته اشاره وكړو:

د قرآن كريم لومړنۍ ژباړه سلمان پارسي رضي الله عنه كړې، چې سورت فاتحه يې پارسي ته ژباړلې دى. 
لوېديځو ژبو ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه په لاتېني ژبه د رابرټ كېټون لخوا په ۱۱۴۳زېږيز كال وشوه. 
انگرېزۍ ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه د الېگزانډر راوس لخوا په ۱۶۴۹ زېږيز كال وشوه.

مقطعات حروف يا (حروف مقطعات) چې په عربي كې ورته حواميم، فواتح هم وايي، په  كې هغه استعمال شوي عربي ابجدي حرفونه دي، كوم چې د قرآن په ځينو سورتونو په سر كې راځي.
مثلا: الــم، الــمــر، يــــس او داسې نور. د عربي ژبې داسې حرف نشته چې په هغه څېړنه نه وي شوي. مگر دا مقطعاتحرفونه، چې ددې په مانا يواځې الله تعالى پوهېږي. دا حرفونه د ۲۹ سورتونو په پېل كې راځي، او د (شورى) په سورت كې د دوهم ايت په ډول راغلي دي. 




#Article 169: ملا محمد عمر (7739 words)


محمد عمر (زېږېدنه، ١٩۵٩-) (په انگرېزي:Mullah Mohammed Omar) چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توگه د ملا محمد عمر مجاهد په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د غورځنگ مشر او بنسټ ايښودونکي وو. هغه د ١٩٩۶ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ز پورې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جگړو پر مهال د وگړو د ژغورنې په موخه رامخته سو. د هغه پلويانو و ملا محمد عمر ته د اميرالمومنين او محمد عمر مجاهد خطاب ورکړ. دا خطاب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو د علماؤ لخوا چې  د افغانستان او  پښتونخوا سيمييز خلک هم پکښې شامل وه د يوې جرگې په لړ کې د کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه باندې په خرقه شريفه کي ورکړل سو.

ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کي جگړه پيل کړله ده په يوه تد (نامعلومه) ځای کې ژوند اختیار کړ. ملا محمد عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي، خو وروسته د اسامه د نیولو او د القاعدې د نورو غړو له افغانستان څخه د وتني وروسته، د امریکا دريځ نرم سو او طالبان یې د نوي دولت په چوکاټ کې سياسي هلو ځلو ته وروبلل، خو تر اوسه يې هم د شمالي ټلوالي د پرچمي غړو لخوا مخالفت کېږي، او دوی نه غواړي چي طالبان سوله وکړي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداگريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهگرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی.

ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږديز کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه متدینه، علمي او غريبه کورنۍ کې زیږیدلی وو. د ملا محمد عمرمجاهد پلار مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنيا ته راغلی وو او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې يې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توگه وځلید. د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه پلار د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته تللی وو او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریز کال کې چې له ۱۹۶۵ زېږديز کال سره سمون خوري؛ په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل سو. ملامحمد عمر د خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو آکا ګانو هر یو؛ مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل سوه.

که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٣۵ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره سته. د هغه له خولې چې وېلي يې ؤ، هغه هېڅ وخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه وو کړی، او هېڅکله د افغانستان څخه دباندې هم نه وو تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفرونه کړي دي خو په پښو او موټر کې. باندنيان وايي چې د ملا عمر د همدې ډول ژوند تېرولو څخه ښکاري چې يو ساده، دینداره او له نړۍ بې خبره افغان وو. ملا عمر داسې يو سړی وو چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غير مسلمانانو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه خپاره سوي دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر وو. ډيپلوماتان د ملا عمر څرگندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی وو، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د بهرنیو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول.

ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانگړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توگه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۳۵۷ هـ ل ـ۱۹۷۸ م زېږدي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له لامله نیمگړې پاتې شوې.

له هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک له لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د خلکو له خولې چې لیدلی یې دی وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦ فوټه يې ونه ده). کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري.
د ملا محمد عمر ټوله کورنۍ له مسلکې اړخه دیني علماء تېرسوي او د دیني علومو مدرسین هم دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدریس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړي دي. له همدې لامله په سیمه کې خورا نوموتي يادېږي. د دا ډول ديني او دودیزې کورنۍ په منځ کې د ملا محمد عمر پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه روزنه په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې وړتيا وروبښله چې د افغانې ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مجاهداو سياسي شخصیت په توگه راڅرگند شي . په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم اوبی عدالتۍ څخه ژغورنې لپاره لستوڼي بډوهل او افغانستان د حتمي تجزیې له شره چې د شمالي ټلوالې پدرامي پرچميانو ورته پلانونه لرل وژغوري . تر دا اوسه پورې د ملا محمد عمر جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه يې ټول پخواني مجاهدین او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان هم ورکړي دي . ښاغلی عمر د کندهار ښار ته نژدې د سنگېسار د کلي په خټين کور کې ستر سوی دی . په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر تره ملامحمدحنيف لومړنی شخص ؤ چې د امریکایي یرغلگرو په هوایي برید کې په شهادت ورسید.
ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري څخه محروم پاتې سوی ؤ او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړه سوی، خو ترونو یې بیا روزنه په ترسره کړې.

 
ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي.
دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د روزگان ولایت په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ.  نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل سو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل سو . ښه موفق عملیات یې ترسره کؤل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم سو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلگرو روسانو او کمونستانو په بډواله په ډیرو مخامخ جگړو کې گډون درلود. د ملا محمد عمر د سنگر ملگري او مشران وایي چې ملا محمد عمر په هغه وخت د جهاد کې له لومړۍ سره چې عمر یې هم کم ؤ خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او وړتياوې یې درلودلې . وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې د روسي یرغلگرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وگرځید . د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل سو.

له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جگړه بوخت ول،  همدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې  په مستیقمه توگه ملا محمد عمر سهیم ؤ. د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای سوې وسله د روسي جنگي شوبلو(ټانگونو) په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده.
همدارنگه ملا محمد عمر یې په ویشتلو کې ځانگړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانگړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایي سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانگونه او نوروسایط تخریب سوي و چې د سړک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول سویو ټانگونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .نوموړی څلور ځله په جگړه کې زخمي سوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله ښۍ سترگه هم له لاسه ورکړې ده . 
د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې ، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې سی :

د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی نسو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنگ حصار څخه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانگ چې د بدوانو د پوستې په ټانگ یې شهرت موندلی ؤ ملامحمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په مرسته په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .

له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جگړې کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد ملاعبیدالله اخند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملگری و. د دښمن دومره ټانگونه او موټرونه وسوځول سول چي په سبا ورځ له لرې حخه لیدونکو خلکو چې دا سوزول سوی کتار لیده نو گمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، خو حال دا ؤ چې د قوې زیات موټرونه سوزول سوي ول او نور یې بېرته خپلو مرکزونو ته په شا سوي ول.

د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب سو) هم ورسره و، د روسانو په ځواک يې د برید لپاره یوازې د راکټ څلور گولۍ (مرمۍ) ورسره وې دوی له همغو څلورو گولیو سره د دښمن په کتار جنگ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانگونه وویشتل او ویجاړ یې کړل .

ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې سوی و وئيل چي محمد عمر دومره زیات روسي ټانگان ویشتلي چې د کثرت له امله یې له ملگرو څخه شمیر گډوډ ؤ چې ټول به څومره و.

په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د گیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت سو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملگرو په ملتیا د خپلو نیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.

د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس سي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره سي، خپل منځي جگړې پیل سوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل سول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه سوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره سول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل سو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل سوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ سوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات سوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل سویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ سول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ سو .

د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلگه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه سو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په گډه پوځي برید وکړ.

ملامحمد عمر(مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توگه د ځانگړي طبیعت او سلیقې څښتن دی .

نوموړی د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري، له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول سوې او معقولې وي. د بیلگې په توگه په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې گړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویي او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې .

ملامحمد عمر(مجاهد) د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: «الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي (میږتون) د قدرت هیڅ فرق نسته امریکایان او د هغوئ ملگري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (د افغانستان پخواني پاچا) غوندي روم ته ولاړسي او عسکر ( افراد ) به یې تاسو ته تسلیم سي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي .

که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي حکومت ړنگ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!

تاسي پوه سئ چې گډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د گډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا گران کاردی، مرگ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملگرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې به ښه وي .

ښایې په هغه وخت کې د ملا محمد عمر(مجاهد) په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص سوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر (مجاهد) د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص سوی وي .

دغه راز نوموړي د امریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلگرو او د هغوئ گوډاگیانو ته په اشارې سره وویل چې: «وسلې مرگ کولای سي ، خو مرگ گرځولی نسي » یاده جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو دیارلسو کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوگو ولید چې یرغلگرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرگونه وکړل خو له ځانه یې مرگ ونسو گر ځولی او دا دیارلس کاله مسلسل د ملا محمد عمر(مجاهد) په مشرۍ د اتلو مجاهدینو په لاس وژل کیږي، ژوبل کیږي او نیول کیږي .

او دا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلگر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرگونو پوځیانو د مرگ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.

د ملامحمد عمر (مجاهد) په نظر تر ډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري، د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک دی، سادگي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي .

نوموړی قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختگ له اساسیاتو څخه بولي او د ملگرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیږي چې مدبر اخلاصمند او جدي وي.

همدارنگه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خورا ښه کنترول لري او مطمئن وي .

د علماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي، سنگیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه دي، کلک عزم او په ټولو کارونو کې په یوه الله توکل او د هغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانگړي مشخصات دي.

همدا لامل دی چې ملامحمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلگروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.

د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام:

ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .

د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې او نوموړی له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول د هرمسلمان شرعي مسؤلیت گڼي.

ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .

عقیدوي او فکري انتماء:

ملامحمد عمر(مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی .

د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینگولو توصیه او ټینگارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت گڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي.

شخصي ژوند:

ملا محمد عمر(مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړي د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د «۷» کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې.

ملامحمد عمر(مجاهد) تر اوسه پوري نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ.

په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې د ملگروملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یو طرفه اقتصادي بندیزونه ولگیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنگل کیدلو حکم وسو، ملامحمد عمر(مجاهد) د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توگه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود.

د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوگنځی د دښمنانو له لوري تر مرگونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د گڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وگرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوگنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه گڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت .

په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته داسلامي امارت د امیر لقب ورکړل سو نوموړي ددې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل: «اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!

ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو گریوان ته لاس دراچوم .»

طبیعت اوشخصي مزاج:

ملامحمد عمر(مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنگ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر وي ځان لوړ نه گڼي، له خپلو ملگرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي، په مجالسو کې زیاتره د جهاد په اړه بیان کوي.

په اوسنیو حالاتوکې یې ورځنی مصروفیت:

اوسنیو ستونزمنو امنیتي شرایطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د ملا محمد عمر(مجاهد) په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توگه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه دی راوستی.

نوموړی خپله کاري ورځ د الله عزوجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوي او د فرصت په مهال د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوي، د یرغلگرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادروي، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه د یرغلگرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو جاج اخلي ، او له همدې لارې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبروي. دغه مصروفیتونه د نوموړي د ورځني ژوند اساسي مشغله ده.

د ملامحمد عمر مجاهدتر مشرۍ لاندې اسلامي امارت:
د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې د یوه اسلامي خوځښت په حیث بنسټ ایښودل سوی او بیا یي گڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تر دې چې د زرگونو علماء کرامو، مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلگرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی .

د افغانستان د اسلامي امارت د اوسني تشکیل په رأس کې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زعیم او امیر په حیث قرار لري، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د امارت د نیابت مقام، رهبري شوری ، قضایه قوه، نهه اجرائیه کمیسیونونه او دری نور اداري جوړښتونه فعالیت لري ، چې همدا د اسلامي امارت اوسنی جوړښت یا تشکیل دی .

د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه، د ټولو ماتحتو اداراتو په نگرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي .

د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي، دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي، پوځي، اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلا مشورې او پریکړې کوي .

د اسلامي امارت قضایه قوه یو جلا او پراخ تشکیل دی، چې په ابتدایه او مرافعه محاکمو او د تمیز عالي ریاست باندې مشتمل دی او په خپل کاري برخه کې فعالیتونه پرمخ وړي .

اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ سوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی، د نظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ، د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.

نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، د سیاسي چارو کمیسیون، فرهنگي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون، د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون .

د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره، د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصو عوایدو د راټولولو او تنظیم اداره دي .

د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت د یوه منظم او برحاله نظام په حیث له تیرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ډیره برخه حاکمیت لري، د خپل واک او حاکمیت په ساحه کې یي په رښتیني معنی اسلامي نظام حاکم کړی، امنیت تامین کړی او د مسلمان ملت سر، مال، عزت او ناموس یې په محفوظ کړی دی.

په دې موده کې اسلامي امارت د سیمي د یوازیني برحال اسلامي نظام په حیث له خورا ډیرو ازمویښتونو او مشکلاتو سره مخامخ سوی، خو لله الحمد د الله تعالی په فضل او مرحمت تر دا مهاله له ټولو آزموینو بریالی او ژوندی وتلی او هر ځل یې په سختو شرایطو کې د ثبات او استقامت ثبوت وړاندې کړی دی .

کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر سول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنگېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جگړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې گڼ شمېر بې گناه وگړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې گډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر سوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او گڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای سول.

د راپورونو له مخې 

، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، هغه دوه انجونې چې د سيمه ايزو قومندانانو لخوا تښتول سوي وې او عزت يې لوټ سوی وه، وژغورلې. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. ډېر ژر يې د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنگ رامېنځ ته سو.

په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د حضرت محمد (ص) خرقه چې په صندوق کې کولپ سوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، (أمير المؤمنين, د ايمان لرونکو امير يا قومندان.)
، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا اميرالمومنين وي..  چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کابل د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول سو.

کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې سوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وگړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توگه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره گڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.

د ملا محمد عمر د حکومت په کلونو کې طالبانو يو ډېر سخت دريزه قانون پلي کاوه. د طالبانو د واکمنيو په کلونو کې ښځو دباندې د کار حق نه درلود. يواځينی ځای چېرته چې ښځو کار کولای سو هغه د روغتيا څانگه وه چېرته چې ښځينه ډاکټرانو او رنځورپالانو د نورو ښځينه ناروغانو درملنه او پالنه کوله. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځينه ښوونځي نه وه او همدا هم يو سبب دی چې د افغانستان ښځينه برخه بې زده کړو او نالوستي پاتې سوه. د ښځو د ستر په هکله ډېر سخت دريزۍ نه کار اخيستل کېده او د افغاني دود دستور له مخې يواځې څادر د طالبانو د غوښتنو بسنه نه کوله. دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو گڼل. د طالبانو په وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي. څنگه چې په ښځو باندې د طالبانو فرمانونه پلي کېدل همدارنگه سړيو باندې هم ځينې بنديزونه ولگول سول. سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي سوه، همدارنگه د غېر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز ولگېده. سينما گانې او موزيک سنټرونه بند سو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غلو لاسونه ترې غوڅېدل، د جنسي جرمونو په تور ښکېل کسان وژل کېدل. په زنا تورن تر هغه مهاله په ډبرو ويشتل کېدل ترڅو ساه ترېنه ختله. په کابل کې دغه ډول سزا گانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېدلې. داسې هم وييل کېږي چې طالبانو ډېري کلتوري ميراثونه له مېنځه يووړل او په همدې توگه يې د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړ کړل. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مېنځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرگونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنگه سوه.

په ۱۵ د نومبر، ۲۰۰۱ کال کې په امريکا باندې د ۹ د سپتمبر د حملو وروسته او د په طالبانو باندې د امريکا لخوا ځوابي يرغل وروسته، ملا محمد عمر د بي بي سي پښتو راډيو سره په مرکه وکړه چې په دې مرکه کې ملا محمد عمر د طالبانو د وفاداري غوښتنه وکړه او د امريکا د تباهۍ او له مېنځه تللو کار يې يو اوږده جگړه وبلله او په دې لوی کار کې يې د خپلو پلويانو ملاتړ وغوښت او دا يې هم وويل چې انشاالله ددوی جهاد به د امريکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې همداسې روان وي. په دې لړ کې د بي بي سي خبريال د ملا محمد عمر نه دا پوښتنه وکړه چې آيا منځلاري طالبان به د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړولو کې يوځای سي، نو د ملا محمد عمر ادعا دا وه چې،
ټول طالبان منځلاري دي. داسې دوه شيان دي: يو افراط دی او بل تفريط نو په دې برخه کې مونږ ټول منځلاري يو - او منځوۍ لار باندې روان يو.

په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.

داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرگنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي.

داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په وزيرستان کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جگړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنگ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنگ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې ملا دادالله او جلال الدين حقاني او د پخوانی جهادي مشر گلبدين حکمتيار ډله هم گډه ده.

د ٢٠٠٦ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه بيان کې يې د افغانستان نه د بهرنيو پوځونو د وېستلو ډاډ څرگند کړی.

د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنوري په مياشت کې چې کله افغاني چارواکو د طالبانو وياند محمد حنيف ونيوه، نو وروسته د ږروېږنو يې افغاني چارواکو ته وويل چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېږي او د پاکستاني څارگرې څانگې آی اس آی لخوا يې ساتنه کېږي. همداسې ورته څرگندونه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ٢٠٠٦ زېږيز کال کې کړې وه چې بيا وروسته پاکستاني چارواکو يې انکار وکړ.

ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل سوی او وژل سوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر  د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل سوې دی. یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي سوې او ان یوه سترگه یې  هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر  پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال  ټینگار کوي، چې  ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل سوې او  ډیورنډ کرښې ته څېرمه  زابل ولایت کې ښخ سوی دی. یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر  له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه  چوپه خوله پاتې سي  او دا خبر پټ وساتم. یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه سته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې  ملا محمد عمر  دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.




#Article 170: پروين فيض زاده ملال (289 words)


پروین ملاله د پښتو د معاصرې  شاعرۍ يوه پېژندل شوې څېره ده. د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ځانگړي مقام لرونکې ده. 

پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ مه نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکور خان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې زېږېدلې ده. په شاعرۍ کې ځانگړى نوم لري.

پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هېواد ستر فرهنگي شخصیت ارواښاد سید جان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه، په همدې کال اغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا په کراچۍ کې ژوند کوي.

پروين فيض زاده ملال خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې،  بیا تر دوولسم ټولگي یې د زرغونې انا په لېسه کې زده کړې ترسره کړې.

تر زده کړو وروسته مېرمن ملال د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسووله شوه، په ۱۳۵۹ لمریز کې د افغانستان د ملي راډيو په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وگمارل شوه. هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروگرامونه لیکلي او توليد کړي دي.

پروین ملال د شاعرۍ تر څنگ د لنډو کيسو په برخه کې د پام وړ هڅې کړي دي. د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم، جمال هم شته او جلال هم. دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې په مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز گڼي.




#Article 171: حميد مومند (10685 words)


پلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)

د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرگنده، خو داسې گومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. (۲)

د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنگزنو (اشارو) له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق گنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنگزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنگامه گرمه وه؛ لکه چې وايي:

سره له دې يې هم د اورنگزيب عالمگير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنگزنه (اشاره) کړې ده.

څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو.

د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه گڼلی کيږي؛ لکه چې وايی:

د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )

په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې گڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه گروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرگنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوگگر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنگ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)

دحميدبابابا په ژوندخبرې کول يوڅه ستونزمن کاردى داځکه چې ټولو ادبي تاريخونو ،تذکرو اونورو دې ته ورته اثاروکې دده دژوند اوکورنۍ دحال په باب ضد خبرې موندل کيږي . دپښتو ادب څيړونکو دده په ديوان کې ځينو تاريخې پيښوته داشارو له امله دده دزوکړې نيټه په خپل تحليلي ډول ډول ښودلى ده . پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو ټولو اثاروکې دحميد دزوکوې نيټه (( ١١٠٠هـ ق )) کال ښودلى دى .(١) (٢:ص٢٣٢ ).
 پوهاند صديق الله رښتين دده زوکړى نيټه دحميدديوان دهغې چاپي  نسخې په مقدمه کې چې پښتو ټولنې خپورکړى (( ١٠٧٥هـ ق )) کال ښودلى دى (٣)(:ص ٣٣).همدرانګه هميش خليل دورکې خزانې په لومړى ټوک کې دحميد دزوکړې نيټه  ((١٠٨٣ هـ ق )) کال ښودلي دى.(٣)(٤:٢٣٥).
داکترانوارالحق درمرجان په مقدمه کې دغه نيټه د(( ١٠٧٥ – ١٠٨٠ هـ ق )) کال ښودلي ده .(٤)(٥:ص١).
خوپه اريانا دايرۀ المعارف په پنځم ټوک کې دحميد  دزوکړې تر (( ١١٠٠ هـ  ش)) کال دمخ ښودل شوي د ه.
 اوس چې دحميد دزوکړې په هکله دپښتو ادبي تاريخ دپوهانو نظريات راوړل نوددغو نظرياتو ترڅنګه دده ديوان ته هم مراجعه کوو اودزوکړې دکال دمعلومولو لپاره يې وقايع پکې ګورو ، اوبيا دهغو له له مخې يې دزوکړې دنيټې اټکل کوو، دحميد دديوان مطالعه څرګنده وي چې داورنګزيب عالمګير دپاچهي په وخت کې دده دشاعرۍ هنګامه ګرمه وه ، دمثال په توګه  له دې بيته :
په قـــــــــــــــــــــــوت ديـــــــــــاددردګـــــــــدايۍ
داورنګ پادشاه ترتخت لاندې مواس شوم (١)(١٢:ص ٢٠٢ ) .

پورتنۍ موضوع ډېره ښه ښکاري . سربيره پردې يې داورنګزيب عالمګير 
(( ١٠٦٨- ١١١٨ هـ ق )) مړينى ته هم اشاره کړى ده :
څه به شورنه وي دهند په ميخــــــانه  کې
چې اورنګ څخه دحکم جام نسکور شو (٢)(١٢:ص٢٠٢).
داورنګ دمړينې کال ((١١١٨ هـ ق )) کال دى څوک چې دغه مهال دشعر ويلو داسې قريحه ولري چې ډېر مهم اجتماعي اوسياسي حالات په شعر کې بيان کړي ( په يوه ځاى کې يې  داورنګزيب بې نياويو اوخودسريو ته هم اشاره کړى ده ) دښاغلي زلمي هيوادمل په وينا نوايا دې به په دغه مهال څوکلن وي ؟ حتماً وايو تر ديرشو کالو زيات ، نودهمدې اټکل له مخې دحميد دزوکړې نيټه دده  دديوان دداخلي شهادتونو له مخې ((١٠٨٠ هـ ق ))کال څخه راپدې خوا کولاى شو . 
ټاټوبى : 
لکه څنګه چې دحميد بابا دزوکړې په هکله څيړونکي سره مختلف وو همداډول دحميد دې لاندې بيت : 
چې دعشق طاغوني رنځ دحميد مـــــل شو
زربه ښخ په هديره شي دمــــــــــــــــــــــــــــاشو
ټولوڅيړنکو اوحتى مستشرقينو ته داښودلي ده ، چې دحميد ټاټوبي دپيښوردښارلمرپريواته ته ، واقـــــــــــــــــــع د(( ماشوخيلو )) کلي بولي ، مګر مستشرقينو ته دانه وه معلومه چې دپيښتو دکلاسيک ادب دغه عظيم شان شاعردپيښور دجنوبي خواپه اته ميلۍ کې بډه بيرې ته نزدې د ((ماشوګګر)) په کلي کې زوکړى اوهورې يې استوګنه درلوده ،نه په ماشوخيلو کې ، دماشوخيلواوماشوګګرترمنځ واټن درې ميله دى ، دغه کلى دکوهاټ اوپيښور دلوى سرک پرغاړه واقع دى .

دحميد نيرنګ عشق دهغې چاپي نسخى په سرپاڼه کې چې په ١٢٨٤ هـ ق کال دپيښور کال په مصطفايي مطبعه کې چاپ شوي ده داسې کښل شوى : 
((تاليف دعبدالحميد مومند دماشوګګر)) همدارنګه دنيرنګ عشق هغه مخطوطه چې دکابل پوهنتون په کتابخانه کې ساتل کيږي ، دهغې په پاى کې هم داکښل شوي چې دحميد د(( ماشوګګر)) اوسيدونکى ؤ . (١)(١٢:ص٩).
ټبر: 
دحميد دټبرپه باب که مستشرقينو اونورو پښتنو پوهانو څه کښلي ، نو
حميد دزوکړى دځاى اوځينو نورو خارجي دلايلو په بناء يې دى په قام مومند 
ښوولى دى . دحميد دديوان په ډېرو نسخوکې که يوڅيړونکى دده قوميت په باب دداخلي دليل پلټنه وکړي ، نوپرته له دې بيته : 
      دحميد دساده شعر کمال ګوره                      چې شمله شوه دتمام سړبني 
نورڅه نه شي پيداکولى . نودهمدغو خارجي اوضعيفو داخلي دلايلو په بناء پښتو تذکره ليکوونکو ، اودحميد داثارو خپرونکو دده دقوميت په باب داسې نظريي څرګندې کړي دي چې حميد بابا په خټه ماشوخيل و چې دمومندو يو ه پښه ده (٢) (٢:ص٢٣٢).
همدرانګه قاضي عبدالسلام دادبي سوغات په ((٣١٠ مخ )) چې دريم چاپ يې په پيښورکې په (( ١٣٧٠ هـ ق )) کال کې چاپ شوى ، ليکلي دي : 
(( حميد په خټه ماشوخيل دى چې دمومندو يوه پښه ده ، اودپيښور په لته 
دسړبن په کلي کې هستوګنه اوژوندکاوه .)) 
هميش خليل هم چې دنيرنګ عشق کومه نيمګړې نسخه په ورکه خزانه لومړى ټوک کې خپره کړى ده هلته يې دده دټبر په باب داسې کښلي دي : 
((.... ولى بيا هم دډير معتبر داخلي اوجارجي شهادت له رويه موږ دا ويلي شو چې حميد بابا په قوم دباړې مومند ؤ.)) 

مګر دغو ښاغلو څيړونکو ته دحميد په اثاروکې داسې کوم سند نه ولاسته ورغلى چې حميد دې پخپله دخپل ټبر اوقوم په باب څه پکې ويلي وي خودملا ښايسته خان په خطي جونګ کې دحميد دوي غزلې له شاعرانه  تصلفه ډک لاندې دوه بيتونه لري: 
  دمومند جوهر خانې لره دې راشي           که څوک غواړي ښه لعلونه يمني 
                         +                +                    +                 + 
دمومند دمينې کوټ به کره ووځي    که پرې پيښ شي نکته دان دانا صراف 
ددې بيتونو پيداکيدل دحميددټبر په هکله داسې شهودي دلايل دي چې هيڅ رد نه شي پيداکولي . 
دپښتو په پخوا نيو شاعرانو کې کاظم خان شيدا ( ١١٣٥ _١١٩٤ هـ ق ) هم دخپل ديوان په يوځاى کې داسې ويلي دي : 
                                                    چې مومندو قيل وقال کړ
                                                     يعنې دوى سحر حلال کړ

دې بيت ته لمن ليک کې ليکل شوي دي : (( مطلب رحمان بابا اوحميد بابا دى .))  (١) (٨:ص٤ ).

 
زده کړه :

دحميد بابا ديوان اودنورو اثارو مطالعه داخبره په ډا ګه کوي چې حميد دخپل  وخت دوديز علوم لوستي وو ، په ديني اوشرعي علوموکې دښې مطالعې څښتن و ، اوپه ادبي علومو کې يې هم ښه لاس درلود ، په پارسي اوعربي اوحتى دهندي ژبو په ځينو لهجوپوهيده . په ديوان کې يې ديوې پښتو _ هندي ملمع غزلې اوځيني هندي الاصله لغاتونو موجوديت ددې خبرې ښه لاسوند دى . دده داثارو مطالعه داهم راښيي چې حميد له پښتو ادبه سربيره په پارسي ادب کې هم ژوره مطالعه درلوده ، اوددې ژبې په ادبياتو هم لاس برى و ، دده له اثارو اوادبي مهارته داهم راڅرګنديږي چې ده په کوچنيوالي کې په زده کړه پيل کړى وي . ځيني څيړونکي په دې ګروه دي چې حميد مدرس ملا ؤ  اودمروجو علومو طالب العلمانو ته يې تدريس کاوه ، ددې ادعا ملا تړ دده  ځينو اثارو دمخطوطاتو له اختتاميه  ليکنو هم څرګنډيږي ، دحميد نيرنګ عشق هغه خطي نسخه ده چې دزلمي هيوادمل په کتابخانه کې خوندي ده ، دهغې په پاى کې کښل شوي دي : 
(( تمت تمام شد نيرنګ عشق ازتصانيف مولوي عبدالحميد پشاوري )) .
مړينه  اومزار :
ډيرو څيړونکو په روايتي ډول دحميد دمړينې نيټه ١١٤٥ هـ ش ښودلى ده 
خو دحميد په شرعة الاسلام کې دقوي شهودي دليل په پيداکيدو سره هغه مات شو خوسره له دې ځينې ښاغلي دراورټي نظر چې ګواکي حميد په ١١٤٥ هـ ق کې زيږيدلى دى اوس هم مني ،بايد يادونه وشي چې تر ١١٤٨ هـ ق کال پورې دحميد دژوند يقيني توب کومه روايتي خبره نه ده اوچايې روايت نه دى کړى ، بلکې شاعر په خپله دشرعة الاسلام په خاتمه کې ويلي دي : 

          خــــــــــــــــانمـــــــــــه کړه په خير                        چې لــه خيره نه شم غير 
         وکړه مــا خداى ته داتيښته                           په زرســـل اته څلويښته 
         دشوال په شپږ ويشــــــــــــــتم                            په دا داد خـــداى وکتم 
         که کا خـــــــــــداى دافيروزي                         دحــــــــميد فقــــير روزي 
دحميد دمړيني يقيني تاريخ نه دى څرګند ، ځکه دراورټي نظر چې دده مرګ کال يې ١١٤٥ هـ ق بللى ؤ _ دشرعة الاسلام په پيداکيدو سره باطل شو ، بل داسې سند دده دمړينې په باب په لاس کې نه شته خو په ديوان کې له يوه بيته ښکاري چې تر پنځه پنځوس کلنۍ پورې رسيدلى دى ، دى وايي : 
له هغه چې پوهيدلى په ښه بديم      رسيدلى دپنجاوپنج ترحديم
اوله  يوه بله بيته يې داهم ښکاري چې ډير سپين ږيرى شوى ، اوزوړوالي يې ملا غبرګه کړې ده ، ده ويلي دي : 
                             چې پيري مې ږيره سپينه کړه ملا بغرګه
                            بويه قد دسروى قــصـــــــــــــــا تر تخرګه (١)(١٢:ص٣٠٦).
	دغه رنګه له يوه بل بيته يې داهم ښکاري ، چې شاعر دمحمد شاه مغلولي ( ١١٣٠ – ١١٦٠ هـ ق ) په زمانه کې ژوندکړى دى ، دى وايي : 
                                         که دښکلو د درګاه ګدايي مومم
                                         هى توبه دمحمد شاه له  سلطنته (٢)(١٢:ص٢٥٣).
له دغو بيتونو پرته مونږ په دې باب بل کوم سند دده په اثارو کې نشو پيداکولى ، خو لوى استاد ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو وروستيو اثاروکې دحميد له نامه سره دغه اعداد ( ١١٠٠ _ ١١٥٠ هـ ق ) 
کښلى دى . دحميد مزار دماشو ګګر په لويه هديره کې دى ، دادبيات سرحد مولف ليکلي دي: چې قبر يې خاورين اوډير خسته حال دى .
مګر نوى روايات داسې دي چې دغه قبر جوړشوى اوکله کله دادبيانو اوشاعرانو مشاعرې پرې کيږي . 

همدارنګه ويل شوي دي چې : دماشوګګر دبهلول زو په هديره کې دحميد په 
نامه قبر مشهور دى اوکوم پوخ قبر چې اوس پهدې هديره کې دحميد په نامه 
جوړشوى دى ، ويلى شي دمشهورحميد بابا دى اوداهم بايد هيره نه کړئ چې بهلول زي په عامه اصطلاح بالړزي تلفظ کوي . 
اثاراوتاليفات : 
تراوسه دحميد بابا څلوراثاره پيداشوي دي چې په لاندې توګه معرفي کيږي : 
١ _ ديوان : 
دحميد په اثارو کې دډير شهرت څښتن دده ديوان دى ، چې دپښتو په ادبي حلقوکې د درومرجان په نامه شهرت لري. 
٢_ نيرنګ عشق : 
دحميد په داستاني مثنو ياتو کې نيرنګ عشق هغه لوړ ادبي شهکار دى چې په پښتنې ادبي حلقو کې يې هم ښه شهرت ګټلى دى . داد(( عزيز اوشاهد)) دمينې داستان دى ، چې په پارسي ژبه دپنجاب دکنجاه نومې کلي اوسيدونکى داورنګ زيب مغولي د دورې  شاعر مولانا محمداکرم غنيمت په (( ١٠٩٦ هـ ق )) کال کې په پارسي نظم کړى وه اوبيا پښتون شاعر حميد بابا ددغې مثنوي پښتو ژباړه ، دپښتنو دادبي دنيا ذوقمندانو ته وړاندې کړي ده . 
٣_ شاه ګدا:
دشاه ګدا کيسه دحميد بابا بل داستان دى ، دغه داستان دهلالي چغتايي له درې شه و درويش نه دغلام محمد اخونزاده په سپارښتنه ترجمه کړى دى . 
٤ _ شرعة الاسلام : داهم دحميد بابا څلورم اثردى ، ددې اثر پيداکيدل حميد پيژندونکو اودپښتو ادبي تاريخ څيړونکو ته دڅيړنې اوتحقيق نوى ورپرانيست . 
 
دتجنيس لنډه پيژندنه
       تجنيس همجنس کول (١)(١٠:ص ٣٧٧).تجنيس ، جناس ، تجانس اومجانسه دعربي ژبي  هغه مترادف کلمات دي چې الفاظ يې بيل اومعنى يې يوه ده په لغت کې يوشانوالى ، ورته والې ، يورنګوالې ، همجنسي توب له يوه جنسه (٢)(٧ :ص ٢١٤ ).ته ويل کيږي لکه څنګه دنامه څخه يې معلوميږي دعربي ژبئ کلمه ده او اوس هم په خپل شکل کارول کيږي دغه صفت دعربي ژبې په ادبياتو کې رواج وموند خو داچې زمونږ ژبه کې رواج لري داځکه چې داسلام مقدس دين ستر 
کتاب په عربي ژبه نازل شوى دى نوداسلام دين چې کله افغانستان ته راغى نو دعربي ژبې زياتي کلمې زمونږ ژبې ته راننوتلې اوهمدارنګه زمونږ اکثره پخوانيو علماو عربي ژبه اودعربي ژبې علوم زده کړي وه چې په دې وجه دعربي ژبي ادبيات پښتوته هم راغلي دي تجنيس هم ددې له جملې څخه دي چې دبديع علم يافن پورې اړه لري په پښتو ژبه کې رواج ومونداودوخت په تيريدو سره يې پرمختګ وکړ دادبي فنونو په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې دوينا يا شعر په يوبيت يانيم بيتي کې دوې يا زياتې داسې کلمي راشي چې په بڼه ، وزن ، دتورو په شمېر ، ليک اولوست کې يوشان يا څه سره ورته وي اوپه معنى کې سره توپير ولري جناس (تجنيس ) تجانس اومتجانسه بلل کيږي (٣)(١١:ص ٧٨).لکه څنګه چې بيلا بيل علوم ورځ په ورځ پرمختګ کوي په همدې ډول په ادب کې هم پرمختګ اونوښتونه رامنځته کيږي لکه څنګه چې دبديع علم ته هم نوى وايي چې تجنيس دادبي صنعتونو په لومړي سرکې راځي په لومړى سرکې لنډ بيايې ډولونه  پيداکړه چې تراوسه يې ځينو اوه اوځينو لس ډولونه ښودلي دي يا پيژندل شوي چې بيا هرډول يې پهډوه يادرې قسمه دي خولکه څنګه چې زمونږ علمي رساله دعبدالحميد مومند په کلياتو کې تجنيس دى 
نوما په دې کلياتو کې په اوه ډوله تجنيس وموند چې په لاندې ډول به هر يو واضع  شي . 

١- تام تجنيس : 
             تام په لغت کې پوره بشپړ ټول يا خيلو اکتوب ته وايي په ادبي اصطلاح کې ادبي صنعت ته ويل کيږي چې دمتجانسو کلمو دتورو په شمير وزن بڼه ليک اولوست (تلفظ ) کې يوشان وي او يواز ې په معنې کې سره توپير ولري اوپه دوه ډوله دى(١)(١١:ص٧٨).

الف : تام مماثل تجنيس
        مماثل په لغت کې ورته يا متشابه ته وايې اودبديع علم په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې متجانسې کلمې دواړه نوم يا فعل وي دعبدالحميد مومند په کلياتو کې مثالونه دادي :
         ساده روى خط ته هوس له سادګۍ کا 
                            وچمن ته پريښوى نشي دچمن  لاس (٢(٩:ص٧٦).
په پورته بيت کې لومړى چمن دشين ځاى په مانا اودويم چمن دنه منونکي يا سرکښ په معنې راغلى دى چې تام مماثل بلل کيږي .
دانايان له دښمنانو سلانه کا 
ته به څه کوې دنفس شيطان سلا (٣)(٩:ص٢). 
دپورته بيت لومړنۍ سلا کلمه دمشورې په مانا راغلې ده اوپه دويمه کلمه کې دمنلو په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږې . 
	نه زما ده نه دستا ده دادنيا 
              پاتې شوې له هرچا ده دادنيا (٤)(٩:ص٢). 
   دپورته بيت لومړۍ دنيا کلمه دمال اودولت په مانا راغلې ده اودويمه کلمه دنړۍ په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .
   ماخوښه دتورو سترګو په تور نيسې
                      فلک کوم له نوره خلقه کى کور کا (١)(٩:ص٩).
په پورته بيت کې لومړى متجانيسه کلمه (تور) رنګ په مانا رغلې ده اودويمه دتورکلمه  دتهمت په مانا راغلې ده. چې.
                                         اوره مه اوره وينه مه وينه ((حميده ! )) 
                                         دړوندو په کلي کور عالم ځان کورکا (٢)(٩:ص١٠). 
دپورته بيت لومړۍ متجانيسه کلمه ( کور) دکاله (خانه ) په مانا اودويمه 
(کور) دړوند په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 
                                      هلته څه غرض چې نه غرض متل دى 
                                      ځکه نه کا په ډيوه بلبل غرض (٣)(٩:ص٢٠). 
دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى اودويمه (غرض ) کلمه دمطلب يا هدف په نامه راغلې دي اودويمه کلمه دلاسوهنې يا کارلرلو په مانا راغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 
                                     په محنت سره تڼاکې لاس چمن دى 
                                    څه په لعلو پسې مږي چمن خلق (٤)(٩:ص٢٠). 
دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه ( چمن ) دګلزار په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه ده نه منونکي پښيمانۍ په مانا راغې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 
                                     له نااهلو دزړه راز ساتلى بويه 
                                    وچمن ته پېيښونه شي چمن خلق (١)(٩ :ص١٢١).    
         دپورته  بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه دشين يا ګل ګلزار ځاى په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه دنا اهلو يامغرور سرکښو په مانا رغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 
                          زه(( حميد )) واړه پوچ ګوى يم سرترسره 
                         بې له دې چې دخوبانو ګفتګوکړم (٢)(٩:ص٢٩٧).
دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه (سر) پيل يا شروع په مانا راغلې ده اودويم سر داخر يا پاى په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 

چې په مادي هم له مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادي
پرې ناحق دبل ايداد کړم (٣)(٩:ص١٠٤ ).
دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى کلمه (مادي) دتحمل بار يا ذمه وارۍ په مانا راغلې ده اودويم (مادي) اړيکي يارابطي په مانا راغلي ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس په نامه ياديږي . 
که هرڅويې دزارۍ پېشه کړه پېشه
هيڅ يې نه مونده زړه سوى له بدانديشه
دپورته بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه متجانسه کله (پيشه ) دکسب يا کاروبارپه مانا راغلې ده اودويمه (پيشه ) دوړاندې کولو په مانا راغلي ده . 
 

ما بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا جفا واړه درګوره
پس له دې مې په هــــــــــــــــجران مه وژنه ګوره (١)(٩:ص١٢٠).

       دپورته  بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه کلمه(( ګوره)) دليدلو په مانا اودويمه ((ګوره)) دمتوجه اوپاملرنې يا تاکيد په مانا راغلې ده چې دواړه کلمې نومونه دي ځکه يې تام مماثل تجنيس بولي . 

چې چپچلى دې دعشق بې دمه ماريم 
            خودبه راڅخه اوکاږي يــــــــــــــــــودم (٢)(٩:ص٢٤١ ).

          دپورته بيت د(دم ) په کلمه کې تجنيس راغلى دى ، لومړى دم د( اودې ) په مانا ، دويم (دم ) د(سا) په مانا اودرېم (دم ) دوخت په مانا کارول شوى دى اودريواړه نومونه دي . 

ب – مستوفي تام تجنيس 

که چيرته له متجانسو کلمو څخه يوه يې نوم اوبله يې فعل کارول شوى وي نومړى تجنيس يې بولي (٢)(٩:ص٢٥٢).
 لکه دعبدالحميد مومند کليات په يوه بيت کې : 
چې دشونډو دې خوراک شوې بُتا ! ويني 
له هوسه نه سهېږي زمـــــــــــــــــــــــــا ويني

دپورته بيت د( وينې ) په کلمه کې تجنيس  پيښ شوى دى ، لومړى (وينې) دليدو په مانا اودويم (ونيې ) د(خون ) په مانا کارول شوى دى داچې لومړى
( وينې ) فعل اودويم يې نوم دى نوځکه يې مستوفي تام تجنيس بولي. 

له ژړايې هسې اوښکې په مخ سروې 
ګويا بهنده چينې دغره په سروې (٢)(٩:ص٥٢٧). 

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه (سروې ) بهيدولوياروانې په مانا دى اودويمه کلمه ( سروې ) دسريا پورتنۍ برخې په مانا رغلي دي چې لومړى کلمه فعل اودويمه کلمه نوم ياصفت دى نوځکه يې تام مستوفي تجنيس بولي. 

چې عزت دسردار انودرويشي ده 
هسې فخر دنبيانو درويشي ده(٣)(٩:ص٥٠٨). 

دپورته بيت د( درويشي ) په کلمو کې تجنيس پيښ شوى دى لومړى درويشي دلباس په مانا اودويمه درويشي دفقر په مانا رغلي دي چې يويې نوم اوبل يې فعل دى ځکه يې مستوفي تجنيس بولي . 
ناقص ( نيمګړى ) تجنيس : 

	  دتجنيس هغه ډول دى تچې متجانسې کلمې په بڼه اودنورو په شمېر کې سره يو شان وي مګر توپير يې يوازې په يوغږ ( تلفظ ) اومانا کې وي 
 لکه دعبدلحميد مومند په ځينو بيتونوکې چې په لاندې ډول دي :
 
چې يوه ګړۍ وصــــــال راڅخه پس کړي
شي ګړۍ له ډېرې ځـــــلې په ما کال پس (٢)(٩:ص٧٨).

           دپورته بيت په (پس ) کلمه کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى پس دوروسته په مانا اودويم پس دنااهله انسان په مانا راغلى دى 
د( حميد ) دزړه ړڼا په ښکلي مخ ده 
په داکورکې نشته بله بله شمع (٣)(٩:ص٩٥).

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى کلمه (بله ) په ب زور دى اود دويمي کلمي ( بله) دب په زوره کى دى چې په ويون  ياتلفظ کې فرق لري اودبديع علم له مخې ناقص تجنيس بلل کيږي . 
چې استا ددهغه ګروه په هر هنر شو 
لــــــــــــــــــه صدفه لکه درښهردرشو

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس واقع شوى دى ځکه چې لومړى کلمه (در) ددال (پيښ ) دى اودويمي کلمي ددال زور دى چې په تلفظ کې توپيرلري نوځکه يې ناقص تجنيس بولي ! 
داپيغام چې دشاهد دغوږ و درشو 
په شکست کې پير ، په پېر دبهادرشو (١)٩:ص٣٠١ ).

دپورته کلمه کې اوږده د(پير) په متجانسو کلمو کې دلومړى پير څرګنده (ى) ده اودويمه کلمه کې اوږده (ې) راغلې ده چې په تلفظ کې توپير لري نوناقص تجنيس بلل کيږي . 
لا احصا‌ء ثنا ، دجبر عذر خواهي کړه 
په داخپلې کوتاهۍ دلارې کوتاهي کړه (٢)(٩:ص٤٥٧ ).

دپورته بيت (کوتاهي ) په متجانسو کلمو کې لومړى  کلمې زورکۍ واله (يا) ده اوددويمې کلمې څرګنده (ي) ده چې دبديع علم له مخي ناقص (نيمګړى ) تجنيس بلل کيږي .
زايد تجنيس : 

زايد په لغت کې زيات کړل شوي ته وايې او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سر، مينځ يا پاى کې يو تورى زيات راغلى وي اوپه دوه ډوله دى . 
الف    مزيد تجنيس :
 که له متجانيسو کلمو څخه ديوې په سرکې يوتورى زيات راغلى وي مزيد تجنيس ورته وايې (٣)(١١:ص٨٤).
 لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې ګورو : 

څوبه ګورم دقيامت و ورځوشپوته
دانجام په دم قــــــــــدم کې داغاز را(١)(٩:ص١).

دپورته بيت ( دم ، قدم په متجانيسو کلمو کې دقدم په متجانيسو کلموکې دقدم په کلمو کې (ق) تورى زيات راغلى دى داچې زيات تورى دکلمې په سرکې راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

نه له تارسره ســـــــــــهيږم نه بې تا
                مبتلادې کـــــــــــــړم په څه بلا بتا(٢)(٩:ص٤١).

دپورته بيت (تا،بُتا ) په متجانيسو کلموکې دبُتا کلمې په سرکې يو تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

دم قدم دخپل دم خـــواهش راکې هيڅ نشته
                 کاغذي روغ کـــــــــــــــــــــړى بت تش کالبوت (٣)(٩:ص ٤١ ).

دپورته بيت ( دم ، قدم ) په متجانيسو کلموکې دقدم کلمه کې دسر تورى (ق) زيات راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس  بلل کيږي .
 
چې ګـــــــــــــــــــرميږي په ازاربازار دښکلو 
                  نه اړکــــــــــــــــــــــــــــــــېږي په ازاردپيرفقير(٤)(٩:ص٦٤) 

دپورته بيت ( ازار ، بازار په متجانسو کلموکې دبازار په کلمه کې دسر تورى (ب ) تورى دازرد کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .  
چې دښکليو کش مکش پرې نه تيريږي
په داهسې ســــــــــــــــــــلامته ږيره تف (١)(٩:ص١٠١).

   دپورته بيت (کش ، مکش ) متجانيسو کلموکې دمکش په کلمه کې دسرتورى (م ) دکش له مخې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس ورته وايي . 
چې واهه به يې په داشـــــکرو شخوند 
لولو لو به يې هالــــــــــه کاوه خوند (٢)(٩:ص٢٧٣).

دپورته بيت (خوند، شخوند) متجانيسو کلمو کې دشخوند په کلمه کې دسر (ش) تورى دخوند له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . 
ساده دل په مينه واخيسته دامينه
بل جواب باندې ونه شو بې امينه   (٣)(٩:ص٤١٤).

دپورته بيت ( مينه ، امينه ) په متجانيسو کلمو کې دامينه په کلمه کې دسر تورى (الف) توري د(مينه ) له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . 
ده رټلي ، خداى (ج) رټلي دي بېشکه
ده  ترټلي خداى (ج) ترټلي دي بې شکه (٤)(٩:ص٤٥٥).

دپورته بيت په رټلي ، ترټلي په متجانيسو کلمو کې دترټلي کلمي په سرکې د(ت) تورى درټلي دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . 

 
په ساده حسن وجمال هسې رنګين شه 
چې جهان يې دخوبۍ لاندې ترنګين شه (١)(٩:ص٤٥٧). 

دپورته بيت رنګين اوترنګين په متجانيسو کلمو کېدترنګين کلمې دسرتورى (ت) درنګينې له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . 

زُ حل  حل ځيني مشکل دهر محل که 
عطارد په عطارد دخط نهل که (٢)(٩:ص٤٥٩). 

دپورته بيت ( حل زُ حل ) په متجانيسو کلمو کې دزُحل په کلمه کې دسرتورى (ز) دحل له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي. 
پريستلى دې هجران له لاسو پښويم 
افتاده په دستګيرۍ دستا دښويم (٣)(٩:ص٤٦٤ ). 

دپورته بيت ( پښويم ) ښويم په متجانيسو کلمو کې دپښويم په کلمه کې دسرتورى (پ) دښويم له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيدتجنيس بلل کيږي .

 
فراست له شريعته سره مل کړه 
هله وړاندې شه ښه کاروته عمل کړه (١)(٩:ص٥٨٢ ).
دپورته بيت ( مل اوعمل ) کلمو کې تجنيس راغلى چې دعمل کلمي د(ع ) تورى دمل له کلمې څخه زيات راغلى ځکه زيد ورته وايې . 
دخداى (ج) فضل يې له ځانه سره يارکه 
دغليم ديش وياريې خپل ديارکه (٢)(٩:ص٥٩٤). 
دپورته بيت ( يار) په کلمو کې مزيد تجنيس راغلى د(ديا) په کلمه کې دسر(د) تورى د(يار) دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي () 
هغ ځاى غسل کفن شه هم دفن شه 
دژوند وکتاب يې ختم په دفن شه (٣)(٩:ص٦٠١ )
دپورته بيت ( کفن اودفن ) په کلمو کې تجنيس راغلى دفن په کلمو کېدسر د(ک ) تورى دفن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .
 
مزيل تجنيس 
مزيل په لغت کې دبرطرفه کووننکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي (١)(١١:ص٨٥ ).
لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلکې ګورو . 
چې نظر له  ناتوانۍ وچاته نه کا
دهغوبيمارو سترګونازونياز را (٢)(٩:ص١).
دپورته بيت ( نازاونياز ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې د(ى ) تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه
هرنفس دتلو اواز کا چل چلا (٣)(٩:ص٢).
دپورته بيت (چل ،چلا ) په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى  دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې 
يې مزيل تجنيس بولي . 
چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي
واقعي دتورو سترګو توردى دا (٤)(٩:ص٢)
دپورته بيت ( تورو ، تور ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى (و) تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
 
مزيل تجنيس 
مزيل په لغت کې دبرطرفه کوونکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي (1)(١١:ص ٨٥ ).
لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلګې ګورو . 
چې نظر له  ناتوانۍ وچاته نه کا
دهغوبيمارو سترګونازونياز را (٢)(٩:ص١).
دپورته بيت ( نازاونياز ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې د(ى ) تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه
هرنفس دتلو اواز کا چل چلا (٣)(٩:ص٢).
دپورته بيت (چل ،چلا ) په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى  دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې 
يې مزيل تجنيس بولي . 
چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي
واقعي دتورو سترګو توردى دا(٤)(٩:ص٢).
دپورته بيت ( تورو ، تور ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى (و) تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي .
 
عاشقي ده واقعي دسود سودا
ځکه سرورکوي شمع په خندا (١)(٩:ص ٥).

دپورته بيت ( سود، سودا ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى د سوداپه کلمه کې دالف تورى سود دکلمې څخه زيات راغلى ځکه مزيل تجنيس ورته ورته 
وايي . 
چې دعشق هوسناکې ورته په خواشي
ډيرويرژلي کاندي ګډ په تن تنا (٢)(٩:ص٨).
دپورته بيت ( تن ،تنا ) په  کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتنا په کلمه کې الف تورى په پاى کې دتن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
تما شا دګلشن  څه کوم بې تا
يا سمين وسمن څه کوم بې تا(٣)(٩:ص١٤).

دپورته بيت ( سمن ،سمين ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دسمين په کلمه کې (ى) تورى په منځ په کې دسمن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . 
چې په مخ يې زد وګيردخط آغازکا
نوربدل دساده رويو ناز په نياز کا (٤)(٩:ص ٢١).

دپورته بيت ( ناز ،نياز ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دنيا په کلمه کې (ى) تورى په منځ کې دناز له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
 
ستا مزرو سترګو حرام کا
دحــــــــــــــرم په هو سوخواب (١)(٩:ص٣٣)

دپورته بيت ( حرام اوحرم ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دحرام په کلمه کې ( الف ) تورى دکلمې په منځ کې دحرم له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه يې مزيل تجنيس بولي . 

هسې تللى يم په فکر دجانان ډوب
لکه کاڼى په تلي کې دعمان ډوب (٢) (٩:ص٣٤).

دپورته بيت ( تللى اوتلى ) په کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دتللى په کلمه کې يو (ل ) تورى په منځ کې دتلي له کلمې څخه زياته راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . 
چې مرګ خوارۍ په خوا لرې خند اکړې
نشته تاغوندې ((حميده ! )) شوخ وشخ (٣)(٩:ص٤٩).

دپورته بيت ( شوخ ، شخ ) په متجانسو کلمو کې دشوخ په کلمه کې د (و) تورى زيا ت راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
جنګوم اور پومبه له نادانيه
چې جلب دستا دناز نيسم په نياز (٤)(٩:ص ٧١).

دپورته بيت (ناز اونياز ) په متجانيسو کلمو کې د(ى ) تورى دنياز په کلمه کې زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . 
 
هر ورځ مې پالنګ باندې حاضريږي
چې يي خيال دخط وخال شه راته پېښ (١)(٩:ص٨٤).

په پورته بيت کې ( خيال اوخال ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دخيال په کلمه کې د(ى) تورى دخال له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

خو چې عش په زړه مېشته کاعقل درومي ځان ګوښه کا
هم په دا چې دها تيا نو ترميان څوک کاندي کښ کيښ (٢)(٩:ص٨٦).

دپورته بيت ( کښ ، کيښ ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دکيښ په کلمه کې د(ې ) تورى دکښ له  کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس ورته وايي .
 
لکه  څوک وايي سندرې په مړې ناوې
تش په توره تل ډم ډوم دى داخلاص (٣)(٩:ص٨٨).

دپورته بيت د( ډم ، ډوم ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د 
(ډوم ) په کلمه کې ډ (و) تورى دډم له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 
څو خودي کړي خود دماغ
څو مې سيځي داغ په داغ (٤)(٩:ص ٨٩).
 
دپورته بيت ( خودي ، خود ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دخودي په کلمه کې (ي) تورى دخود له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته 
مزيل وايي . 
که شاهان وتخت وتاج ته لري شوق
عاشقان تاخت وتاراچ ته لري شوق (١)(٩:ص١٠٥).

په پورته بيت د ( تخت اوتاخت ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دتاخت په کلمه کې د(الف ) تور ى دتخت له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 
هسي شان په لږه لوږه مبدل شي
چې ګونګټ اخلې په طمع  داملوک (٢)(٩:ص١٠٩).

په پورته بيت  کې د(لږه ، لوږه ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د( لوږه ) په کلمه کې د (و ) تورى دلږه له کلمې څخه زيات راغلى د ى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

چې ريښتينى سيده صاف نه وي حميده !
بولي بول عاقلان داهسې بول (٣)(٩:ص١١٧

   دپورته بيت ( بولي ، بول ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دبولي په کلمه کې د(ي ) تورى دبول  له کلمې څخه زيات راغلى دى نو ځکه يي مزيل تجنيس بولي . 
ايېنه دزنګون ونيسه ومخ ته
پکي وګوره  احوال دجام جم (٤)(٩:ص١٢٤).

دپورته بيت د (جام ، جام ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د 
(جام ) په کلمه کې د( الف ) تورى دجم له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 
نه يې مثل په جهان کې نه مثال شته 
نه يې څوک په کاروبارکې سموسيال شته (١)(٩:ص٤٤٣). 

په پورته بيت کې د ( مثل اومثال ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى . دمثال  په کلمه کې د( الف ) تورى اودمثل له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

چې يې وشو په فلک دحکم غږ 
زريي کړه (ه) دنمر ، سپوږمۍ حلقه په غوږ (٢)(ص٤٤٦). 

دپورته بيت د( غږ اوغوږ ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دغوږ په کلمه کې د ( و ) تور ى دغږ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 
هسې رنګ مې په يکتا کړې له قامته 
چې جداراځنې نه شي ترقيامته (٣)(٩:ص٤٥١). 

دپورته بيت د( قيامته اوقامته ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى  د(يامته ) په کلمه کې د(ى ) تورى دقامته له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 
حوادث له حرکته په ارام وو 
دجهان له خيلا نته په احرام وو (٤)(٩:ص٤٥٦). 

دپورته بيت د ( ارام اواحرام ) په متجانسو کلموکې مزيل تجنيس واقع شوى دى . د( احرام ) په کلمه کې د( ح ) تورى دارام له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

چې خوړې يې همه عمر پسې شولې
عر ش يې خاورې دقدم کړ اخر شکولې (١)(٩:ص٤٥٩).

دپورته بيت د( شولي اوشکولې ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دشکولې په کلمه کې د( ک ) تورى دشولې له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

که يو غشى ستا دلاسه په ماخښ شي
ترقيامته به خاطر زما پرې خوښ شي (٢)(٩:ص٥٣٠).

دپورته بيت ( خښ اوخوښ ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دخوښ په کلمه کې د(و ) تورى دخښ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

لا له بل که هسې اورپه هوروتورکې
چې يې وسه خپل کيکوړى په تنورکې (٣)(٩:ص٥٣٧ ).

دپورته بيت د( تور اوتنور ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دتنور په کلمه کې د (ن ) تورى دتور له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . 

مرکب تجنيس : 

     که متجانسې کلمې په بڼه ، حرکت ، دتورو په شمېر او وزن کې يو شان وي مګر يوه يې مرکبه اوبله يې بسيطه وي . مرکب تجنيس بلل کيږي . نوموړى تجنيس په درې ډوله دى : 

ا لف : متشابه مرکب تجنيس : که چيرته متجانسې کلمې يو له بله سره په ليک اوتلفظ کې توپيرونه لري ، متشابه مرکب تجنيس ورته
 وايي (١)(١١:ص٨٦). لکه 
راښکاره چې شرافت دشرافت شه 
داعاشور له ناپوهۍ ګاڼۀ اختر ما (٢)(٩:ص٧). 
دپورته بيت دشرافت په کلمه کې مرکب تجنيس راغلى دى ، لومړى شرافت مرکبه کلمه ده ، ( شراوفت ) اودويم دشرافت بـسيطه کلمه ده .

ب – مفروق مرکب تجنيس : 

دمرکب تجنيس هغه ډول دى چې مرکبه کلمه يې دمرکبې په بڼه اوبسيطه يې دبسيطې په بڼه وليکل شي يا داچې مرکبه کلمه يې په ليک کې له بسيطې کلمې سره توپير ولري لکه (٣)(١١:ص٨٨). 
مفروق مرکب تجنيس دحميد بابا په کلياتو کې ونه ليدل شو. 

ج – مرفو مرکب تجنيس : 
مرفو په لغت کې دګنډل شوي په معنى دى اوپه اصطلاح کې مرفو مرکب تجنيس  هغه تجنيس د ى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سرکې دوه يا درې توري زيات راغلي وي .(١)(١١:ص ٨٩ ). 
لکه عبدالحميد مومند چې په لاندې بيتونو کې وايي :
 
سرزما سرکوزي نه مني دتاج
ګڼه تاج زما وسرته دى محتاج (٢) (٩:ص٤٥).

دپورته بيت ( دتاج اومحتاج ) په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى لکه څنګه چې دمحتاج کلمه کې ( م اوح ) توري دتاج په کلمه کې ګنډل شوي دى نو ځکه مرفو مرکب تجنيس يې بولي 
 
لاکه مخ له خال وخط اب وتاب ډير
ولې تاب وي داورېځې دافتاب ډير(٣)(٩:ص٤٥).

دپورته بيت مرفومرکب تجنيس کلمې تاب اوافتاب دي دافتاب کلمې د 
(الف اوف) تورى دتاب په کلمه کې ګنډل شوى دى چې په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي . 

په بيداد فلک چې څوک دادوفر ياد کا
دادانه کا بېهوده په اسيا غرض (٤)(٩:ص٩٠).

دپورته بيت مرفو مرکب تجنيس کلمې دداداوبيداد (ب اوى) ددادپه کلمه کې کنډل شوي دى چې په دې وجه مرفو بلل کيږي . 

که درلودى دلبرانوڅه انصاف
نشته ماغوندې په مينه کې څوک صاف(١)(٩:ص٩٩)

پورته بيت کې مرفو (مرکب تجنيس دصاف اوانصاف په کلمه کې راغلي دى دانصاف کلمې (ان ) دصاف په کلمه کې ګنډل شوي دي چې مرفوع مرکب تجنيس بلل کيږي . 

په نسيم يې دنفس لکه ګل واشي
په خنداشي له غمونو بې پرواشي (٢)(٩:ص٤٧٥ ).

په پورته بيت کې مرفو مرکب تجنيس دواشي اوپرواشي ) په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى دپرواشي کلمې (پر) توري دواشي په کلمه کې ګنډل شوي دي په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي . 
مکرر تجنيس :

هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې دبيت په پاى کې پرلپسي راشي په بله وينا کې که چيرته له متجانسو کلمو وروستۍ کلمه دمخکينۍ کلمې په وروستۍ برخه کې شامله وي مکرر تجنيس ورته وايې ،(٣)(١١:ص ٩٠).    ددې ډول تجنيس بېلګې دحميد په اشعارو کې زما تر نظر لاندې رانغلې . 

مطرف تجنيس : 
هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې يې په يوه توري کې سره توپير ولري  مطرف تجنيس يې بولي . په دوه ډوله دى . 

الف : مضارع مطرف تجنيس : مضارع په لغت کې ورته يا مشابه دى چې مخالف توري يې په وتو نځايونو (مخرجونو ) کې سره نژدې وي (١)(١١:ص٩١). 
لکه عبدالحميد مومند چې په ځينو بيتونو کې وايي : 

محبت په قيل وقال نشي په حال شي
څوک به څو په رڼا ځغلي دبرېښنا (٢)(٩:ص٧ ) .
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(قيل وقال ) په کلمو کې راغلى دى دقيل وقال کلمو ( الف ،ي ) مخالف توري په وتونځايونو کې نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .
مړاوى رنګ زما پوښتنه له مړاوو سترګو
داچې وي خبردارى دخوارپه خو ا ر (٣)(٩:ص٦٠).
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(مړاوى ، مړاوو ) کلمو کې راغلى دى دمړاوى اومړاوو په کلمو دپاى ( و،ى ) مخالف توري په وتونځايونو سره نژدې دى نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .
ناګهان په مدرسه دملا راغى
په لباس کې دبلا په سلا راغى (٤)(٩:ص٢٧٣).
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(بلا اوسلا ) په کلمو کې راغلى دى د( ب اوس ) مخالف توري چې په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس ورته وايي . 

له حجابه چې يې مخ ووهي برق
نه شي هېڅ دده دبرق دشوخۍ فرق (١)(٩:ص٢٨٥ ).
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(برق اوفرق ) په کلمو کې راغلى دى دبرق اوفرق کلمو ( ب او ف ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
لايې کړې نه وې دوې ودرې نغمې 
دستې ايښې په سينه دشوق تغمې (٢)(٩:ص٣٠٣). 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(نغمې ) په کلمو کې راغلى دى د(نغمې اوتغمې ) کلمو ( ن اوت ) مخالف توري په وتونحايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
که مې اورپه سربليږي لکه شمع 
په وصال مې کړه له هجره خاطرجمع (٣)(٩:ص٣٢٣). 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(شمع اوجمع ) په کلموکې راغلى دى دشمع اوجمع کلمو ( ش اوج ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس بلل کيږي . 
څوڅو ځل يم تښتېدلى بيا راغلى 
نه يم تاددې ردۍ په داغ داغلى (٤)(٩:ص٤٥٠). 

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(داغلى او راغلى ) په کلمو کې راغلى دى د(د) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي  ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
زه په هره ساه خطا کړم ته عطا کړي 
په يوه  عطا ته ورکې سل خطاکړې(١)(٩:ص٤٥٠). 

 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(خطا اوعطا ) په کلمو کې راغلى دى دنوموړې کلمو ( خ اوع ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي 
ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
هغه شپه چې محمد(ص) پورته باله شه
په لويۍ دمعراج هومره پاله شه (٢)(٩:ص ٤٥٦).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(باله اوپاله ) په کلمو کې راغلى دى د(ب اوپ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي  ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .
چې قـــــــــــــــــــــــــــــــــدم يې په رکاب دبراق کيښود 
په سفلي عالم يې تيغ دفراق کيښود (٣)(٩:ص٤٥٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(براق اوفراق ) په کلمو کې راغلى دى د( ب اوف ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
په بل شان مې تلونې نه ده دزړه څله 
څوپه سترګو دې ونه وينم يوځله (٤)(٩:ص ٤٦٣). 

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( څله اوځله ) په کلمو کې راغلى دى د( څ اوځ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

اصحاب واړه نجوم داقتدادي 
پيروان يې مشرف په اهتدا دي (١)(٩:ص ٤٦٦). 

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(اقتدااواهتدا ) په کلموکې راغلى دى دنوموړو کلمو په ( ق اوهـ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

طـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرفين په اظهاردحق مثُاب دي
په يوه ثواب مخطي په لس مصاب دي (٢)(٩:ص ٤٦٦).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(مثاب اومصاپ ) په کلموکې راغلى دى د(ث اوص ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

اقتدالره لايق مذهب دده دى
اهتدالره فايق مذهب دده دى (٣)(٩:ص٤٦٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( اقتدا اواهتدا ) په کلمو ې راغلى دى د( ق اوهـ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

لکه دى هسې صائب دده مذهب دى
لکه دى هسې صاحب دده مذهب دى (٤)(٩:ص٤٦٧).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( صائب اوصاحب ) په کلمو کې راغلى دى د( ءـــــ او ح ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دى ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

ده بيان که ورته حال لکه وهسې 
سوال جواب قيل وقال لکه وهسي (١)(٩:)ص ٥٠٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(قيل اوقال ) په کلموکې راغلى دى د( ح اوق ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي. 

دکرم په اوبومړ دازار اورکا 
په عطا سره خطا زما دګوکه (٢) (٩:ص٥٠٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(خطا اوعطا ) په کلمو کې راغلى د ى (خ اوع ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع تجنيس وايي .
 
کــــــــــــــــــــــــــه ويښته ولې دغشې په ويشته 
يمه زه له ضعيفۍ نرى ويښته (٣)(٩:ص ٤٣٠). 

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( ويښته اوويشته ) په کلموکې راغلى دى د( ښ اوش ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه 
ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

له خماره دلاله ووپيالې زانګي 
له مستۍ نه هسې زغاشتې شي نه دانګي (٤)(٩:ص٥٣٢).
 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( زانګي اودانګي ) په کلموکې راغلى دى د( ز،د) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع  مطرف تجنيس وايي . 
په داهسې ورځــــــــــــــــــــــــــــوشپو ښايسته وخت 
وووت شاه له خپله لوره لکه بخت (١)(٩:ص٥٣٧). 

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( وخت اوبخت ) په کلموکې راغلى دى د( و اوب ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي. 

که حوش ، که يې طيور ، واړه زېباوو 
په تصويرکې لکه نقش په دېباوو(٢)(٩:ص ٣٥٨).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( زېبا اودېبا په کلموکې راغلى دى د(زاود) مخالف توري په وتونځاى يونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

چې غصه به شه مزري په کينه خپله 
په پنجوبه يي وهله سينه خپله (٣) (٩:ص ٣٣٩).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( کينه اوسينه ) په کلموکې راغلى دى د(ک اوس ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف وايي. 

په دياردنوبهارشوه وباګډه 
دچمن ګلونو لاس کيښود په کډه (١)(٩:ص٥٧٦).
 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( ګده اوګډه په کلموکې راغلى دى د(ک اوګ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

څويي نه کاندې وفا دپوزې پرړى 
يارديادجفا باردې کله وړى (٢)(٩:ص٥٧٨). 

ټپه پورته بيت کې مضارع مطرف تجني د(پړى اووړى ) په کلموکې راغلى دى د( پ او و) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
له اوبه چې طمع پريکړى شي له تږي 
خواه ناخواه په صبر سيځې سينه سږي(٣)(٩:ص٥٧٩). 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( تږياوسږي ) په کلمو کې راغلى دى د( ت اوس ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 

داچې تاسي نه برى درکړى خداى دى 
نورڅه نه دي په دعا ددې ګداى دى (٤)(٩:ص ٥٩٦). 
په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( دخداى اوګداى ) په کلموکې راغلى دى د( خ اوګ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . 
 
ب – لاحق  مطرف تجنيس : لاحق په لغت کې نښتي ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې دمتجانسو کلمو بدل توري په وتونځايونو کې سره لرې وي (١)(١١:ص ٩٢). لکه عبدالحميد مومند چې وايي : 

الهي دمحبت سوزو ګدازرا 
په داورکې دستي سمندرسازرا (٢)(٩:ص ١). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ساز، ګداز) په کلموکې راغلى دى د(س ، ګ ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي 

په پردو مېړانه نه کيږي بې خپلو 
له لحده دا اوازجما ل جلال کا (٣)(٩:ص ٢٣). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( جمال ،جلال په کلموکې راغلى دى دجلال کلمې اول (ل ) اواجمال کلمې(م) مخالف توري په وتونځايونو کې سره لر دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .
هسې پټ مهر په قهر کې کا ښکلي 
لکه څوک په کفرستان کې دينداري کا (٤)(٩:ص ٢٦). 
په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(مهراوقهر ) په کلموکې راغلى دى د(مهر) په کلمه کې (م ) اود(قهر) په کلمه کې (ق) يوله بل سهر توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . 
په دغه لمانځه نه شي ښکانځه شي 
چې دزړه دى په رباب مخ په مهراب (٥)(٩:ص٢٨). 
 
په پورته بيت کې دلاحق مطرف تجنيس د(لمانځه اونمانځه ) په کلموکې راغلى دى د(ل اوښ ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لري دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي .

که يې خضر دحيوان په چشمه مومي 
مومم زه ديار له خولې اب حيات (١)(٩:ص ٣٨ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( مومي اوموم ) په کلمو کې راغلى دى د( دپاى تورى ( م اوي ) مخالف توري لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 
په وعده يې دوفا په جفا پيښ کړم 
ودروهلم جوفرشو ګندم نماى دوست(٢)(٩:ص٤٠ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(وفا اوجفا ) په کلموکې راغلى دى 
د(دسر(و، ج ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي 
چې په کارزما دميني کاڅوک طعن 
پرې به وشي دهاروت اودماروت (٣)(٩:ص ٤١). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(هاروت اوماروت ) په کلموکې راغلى دى دسر(هـ ، م ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 

زه دعشق په ملامت کې سلامت يم 
په يونس شوه دمورنس ، ګيډه دحوت (٤)(٩:ص٤١).
 
په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ملامت اوسلامت ) په کلمو کې راغلى دى دسر(م،س ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مذرف تجينس بلل کيږي . 
سترګې وساته که زړه ساتې ((حميده )) 
ورانوي دغه زخمي داولايت (١)(٩:ص٤٣). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ساته اوساتي ) په کلموکې راغلى دى ( هـ اوې) مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .
کهپه څيړيې ګيريوان خاندې لکه صبح 
درست جهان به کړې دلاندې لکه صبح (٢)(٩:ص ٤٨). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(خاندې اولاندې ) په کلموکې راغلى دى د(خ اول ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي 
زه ناښاد چې دياريادکړم 
ښادي نه راځى په ياد (٣)(٩ :ص٥٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ياداويار په کلموکې راغلى دى د 
( ر اود ) مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .
دم قدم دښومردانو 
مردانه کاندې نامرد (٤)(٩:ص٥٥). 
په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(مردانه ) په کلمو کې راغلى دى د(هـ او و ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي 

يو ((حميد )) له توره خطه شکوه نه کا
دې وبا کړل ټول عالم خراب تراب ډير (١)(٩:ص٦٦).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(خراب اوتراب ) په کلموکې راغلى دى دسر(خ، ب ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

ددې دهر دچمن له ګلوبوي لاړ 
                          له خوبانو نه يې هم دمهروخوى لاړ(٢)(٩:ص ٦٧). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(نام ،بام ) په کلموکې راغلى دى 
دسر( ن ،ب ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

چې دې نه که په نيکۍ دننګ ونام لوړ
په دوه چمه دې دخټومه شه بام لوړ(٣)(٩:ص ٦٩) 
. 
په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(نام ،بام ) په کلموکې راغلى دى دسر(ن ،ب ) مخالف توري سره لري وي .لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 

شوخې سترګې يې نه لرې شي نه برې
که منډم پکې خسڼي دماموس (٤)(٩:ص ٧٩) .  

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( لرې ، برې ) په کلموکې راغلى دى دسر( ل ،ب ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .
 

بلبل زړه مې ستا په باغ کې 
قدرت نه لرې زاغ (١)(٩:ص ٩٨). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(باغ ، زاغ ) په کلموکې راغى دى د(ب اوز ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

شدني درباندې وشوه 
که دکک وو که دلک (٢)(٩:ص ١٠٩). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( کک اولک ) په کلموکې راغلى دى د(ل ، ک ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 
ګاه سړى خوښ خرم وي 
ګاه له غمه وي هک پک (٣)(٩:ص ١٠٩) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( هک اوپک ) په کلموکې راغلى دى 
د( هـ ،پ ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف 
تجنيس ګڼل کيږي . 
 

نهايت چې غلبه ورباندې شوق شو 
محبت يې دناموس دغاړې طوق شو (١)(٩:ص ٢٧٤). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(شوق اوطوق ) په کلموکې راغلى دسرتورى ( ش اوط ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي .

اې خواجه دملا زړه يووړيک لخته 
نوريې واخيسته يک لخت ورسره سخته (٢)(٩:ص ٢٧٤) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(لخته اوسخته ) په کلموکې راغلى د (ل ،س ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي 
چې باد باده دګلووڅښې پاڅي 
دبلبلو په نغموپه سرور ناڅي (٣)(٩:ص٢٧٧). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( پاڅي اوناڅي) په کلموکې راغلى دسرتورى (ن) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 
هسې ګل يې پيداکيږي په چمن کې 
چې شرميږي ځينې لعل په يمن کې(١)(٩:ص ٢٧٧). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(چمن اويمن ) په کلموکې راغلى 
د(چ اوي ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
يوفقير و دمعنوپه ملک امير 
په بشرله شرکه پاک ضمير (٢)(٩:ص ٢٨٨ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( امير اوضمير) په کلموکې راغلى د
د(اميراوضمير ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
سازوباز نرم اوازيي ورته وښو 
دقدم نازو نيازيي ورته وښو (٣)(٩:ص ٢٨٠).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( سازاوباز ) په کلموکې راغلى 
د( ساز په کلمه کې س اودبازپه کلمه  کې ب يو له بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سر لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 
 

هيڅ يې نه واته په غير فکر ذکر 
ذکر فکر ودده وړى په فکر (١)(٩:ص ٢٨٣ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ذکر اوفکر) په کلموکې راغلى د
د( ذکر په کلمه کې ( ذ ) اودفکر په کلمه کې (ف) توري يوله بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونو کې سره لرې دي .
 
نه پوهيږم څه مذکور هغه قفس کړ 
چې يې اورپه ځاله پورې دنفس کړ(٢)(٩:ص ٢٨٦) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(قفس اونفس ) په کلموکې راغلى 
د(ق اون ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سر لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
له شاهده سره ستا څه دي زاهده 
دادعوه کوي بې ګواهه بې شاهده (٣)(٩:ص ٢٨٩). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(شاهداوزاهد ) په کلموکې راغلى 
د(ش اوز ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 
چې يې مات کړاشتياق دشرم درم 
په تلاش دياردوصل شو سرګرم(١) (٩:ص ٢٨٠).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( شرم اودرم په کلموکې راغلى 
د(ش اود ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي .
بل دستا دمخ په مينه هسې مست وم 
چې حرام شه که خبر له نېست وهست وم (٢)(٩:ص ٣٠١). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( مست اوهست ) په کلموکې راغلى 
د(م ، ه ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .
له خسته يې ديارانو کړم بيان څه 
په اوبو دسترګو لاس وينځم عيان څه (٣)(٩:ص ٣٢٥) . 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(بيان اوعيان ) په کلموکې راغلى 
د(ب ،مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 

رڼا کړى هغې شمعې زما کوردى 
چې يې پورې دسپوږمۍ په حسن پوردى (١)(٩:ص ٣٢٧ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(کوراوپور) په کلموکې راغلى 
د(ک اوپ ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 

بارې نه شي دا اميد زما له بخته 
چې يک لخته کا اسانه زما سخته (٢)(٩:ص ٣٢٩ ) . 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(بخته اوسخته ) په کلموکې راغلى 
د(ب ، س ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې مطرف تجنيس بلل کيږي . 
راشه راشه اى ساقي باقي مې رواړه 
په  داباب دمحتسب خبره مه اوره (٣)(٩:ص ٣٣٩ ).  

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ساقي اوباقي ) په کلموکې راغلى  
د (ب ،س ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 

هر چې ده په دغه باب درکړ جوا ب
هم هغه زما جواب دى با صواب (١)(٩:ص ٣٤٤).  

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(جواب ، صواب ) په کلموکې راغلى د(ج ،ص ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
داډنډوکى واقعي دطوفان موج کا 
داسروکى ګرد غبار دعظم فوج کا (٢)(٩:ص ٣٨٢). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(موج ،فوج ) په کلموکې راغلى 
د(م ، ف ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي 
ميخانې يې دسروشونډوهسې جوش کړ 
چې بې نوشه به يې پوش دسړي هوش کړ(٣)(٩:ص ٣٩٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( جوش ،هوش ) په کلموکې راغلى 
د(ج ،پ ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 

که تاله يې له شوخۍ په ګرمۍ وړى 
اوس يې زړه له سنګدلان په نرمۍ وړى (١)(٩:ص ٤٠٨ ). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ګرمۍ ، نرمۍ ) په کلموکې راغلى د(ګ ،م ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . 
څو بالغ شي هلک په صحيح فکر
مات به نه کا دحميد دفکر بکر (٢)(٩:ص ٤٣٧ ). 

دپورته بيت د(فکراوبکر ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى 
د(فکر) په کلمه کې (ف) اود(بکر ) په کلمه کې (ب) يوله بل سره توپير لري 
چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . دپورته بيت د( شمعې اوجمعې 

چې يې بل کړه ديوه دعزت جزم 
په لمبه يې پروانه شه قدم بزم (٣)(٩:ص ٤٥٧ ) .  

دپورته بيت د(جزم اوبزم ) په کلموکې مطرف تجنيس راغلى دى د 
(جزم ) په کلمه کې د(ج) اود(بزم ) په کلمه کې د(ب ) تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي . 
 

که په تن دزوى يې راشي نرۍ تبه 
له دې غمه راشي روح دپلا ر په ژبه (١)(٩:ص ٥٥٨).  

دپورته بيت د(تبه اوژبه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى 
د(تبه ) په کلمې کې (ت) اودژبه په کلمه کې (ژ) تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي . 

هر طبيب چې په ديارکې ودده 
رايې وباله په ډيروسايده بايده (٢)(٩:ص ٥٥٨ ) . 

دپورته بيت د(سايده اوبايده ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پروت دى 
د (سايده ) په کلمه کې (سا ) اود(بايده ) په کلمه (با) تورى يوبل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يي سره لرې دي . 

له څپويې اسمان زمکه ووخپه 
لګيده يې يوماهي دماه څپه (٣)(٩:ص ٥٥٩ ) .  

دپورته بيت د(خپه اوڅپه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى 
د(خپه ) په کلمه کې (خ) اود(څپه په کلمه کې (څ) تورى يو له بله سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي . 
 

په خوراک به تل ديوبل مړيده !
په پخساک به تل ديوبل نړيده (١)(٩:ص ٥٩٩ ).  

په پورته بيت کې د(مړيده اونړيده ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پورت دى د(مړيده ) په کلمې کې (م ) اود(نړيده ) په کلمه کې (ن ) يوله بل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي . 

چې راضي په داصلاح ددواړو زړه شه 
عررائيل دهريوه دساه په وړه شه (٢)(٩:ص ٦٠٥ )  

دپورته بيت د(زړه اووړه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى 
د(زړه ) په کلمې کې (ز) اود (وړه ) په کلمې کې (و) يوله بل سره توپير لري، 
چې وتونځايونه يې سره لرې دي . 
      هرڅوک هسې په ښه يادشه لکه دوى شوو 
په دارنګ له غمه ښاد شه لکه  دوي شوو (٣)(٩:ص ٦٠٦ ).  

دپورته بيت د(ياد اوښاد ) په کلموکې لاحق تجنيس راغلى دى د(ياد) په کلمې کې (ي) اود(ښاد) په کلمې کې (ښ ) يوله بل  سره توپير لري،
دوتونځايونه يې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . 
 
خطي تجنيس : 
که چرته متجانيې کلمې بې له ټکيو يوه بڼه ولري ، خطي تجنيس يې بولي (١)(١١:ص ٩٣). 
که دلې تيروبيرنه شي په حساب کې 
هورې نشته تيروبيرپه حساب کې (٢)(٩:ص ٢٧ ) . 
په پورته بيت د(تيروبير) په متجانسو کلموکې خطي تجنيس ارغلى دى دنوموړوکلمو څخه که ټکي لرې کړې نوخطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته 
خطي تجنيس وايې . 

توروزلفو مې خاطر کړتارپه تار
نه يې مومم که يې غواړم نارپه نار(٣)(٩:ص ٦٠ ). 

په پورته بيت کې خطي تجنيس د (تارپه تار، نارپه نار) په کلموکې راغلى دى که ټکي ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . 
بيادمينې نوى خيال شه راته پېښ 
تاخت وباخت په سرومال شو راته پيښ (٤)(٩:ص ٨٤).
 
په پورته بيت کې خطې تجنيس د(تارپه تار، نارپه نار) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه  لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي 
خپل کړم راته ډيوه کړه په تياره کې 
لاله زارکړه راته اورپه تناره کې (٥)(٩:ص ٤٤٨ ). 

 
په پورته بيت کې خطي تجنيس د(تياره ،تناره ) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . 

لکه څوک چې په خرسوروي مخ يې توروي 
شوروشر پسې دخلقو يې پيغوروي (١) (٩:ص ٤٤٢ ).   

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(سوراوشور) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لري شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . 
خوچې درست دباغ ګلونه رنګ وبوى کا 
بيا يې توې باد دخزان په تګ وپوى کا(٢)(٩:ص ٤٤٨ ).  

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(بوى اوپوى ) په کلموکې راغلى دى که ټکى ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي 

دايي وويل وشاه ته بيا يې لاړه 
ودنۍ دباد په ياد شوله ويجاړه (٣)(٩:ص ٦٠٠ ).  

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(باداوياد) په کلموکې راغلى دى 
که ټکي داوبو ، يادسايه دپاره ياره 
له ډولۍ په تکيه کښېناسته خونخواره (٤)(٩:ص ٥٨٢).   

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(پاره اوياره ) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . 

پايله 

 شاعر دټولنې يورښتينى انځور ګردى ،شاعر دى چې ټــــــــــــولنه دويښتيا او پرمختيا لورته بيايي ، که چيرته مونږ اوتاسې دخپل ګران هيواد دتير تاريخ شعر اوشاعري زمونږ دافغاني تاريخ هغه ځلانده باب تشکيلوي چې دډيره 
پښتو ادبيات بيلابيلي برخي لري ، دپښتو ادب په ځينو برخوکې داخلي اوخارجې پوهانو تريوه حده کاراوهڅي کړي ، مګر په ځينو برخوکې پوره تحقيق اوڅيړنه نه ده شوې ، داوسنۍ دورې دشاعرانو په شعاروکې ښکلاوې هغه موضوع ده چې تراوسه پوري دډيرو ليکوالو لخواورته  پوره توجه نه ده شوې
په دغه مونوګراف کې دکلاسيکې دورې دسترشاعر ښاغلي عبدالحميد ((مومند)) په شاعرۍ کې تجنيس کې څيړل شوى دى .اودنوموړي دژوند په اړه هم يوڅه معلومات راټول شوي اوثبت شو ى دي . 
دعبدالحميد بابا په اشعاروکې دتجنيس  ډولونه کارول شوي دي هريو ډول يې په پوره بحث تشريح شو ى دى
دارواښاد عبدالحميد ((مومند)) په اشعاروکې تجنيس هغه موضوع ده چې ځوان نسل ته پرې پوهيدل ډېر ضرور دي خداى (ج) دې وکړي چې زمونږ ځوانان اودادب مينه وال ،څرنګه چې دازما لومړنۍ څيړنيزه ليکنه ده نوکه 
کومه تيروتنه له ماڅخه شوې وي له تاسې ټولوڅخه يې بښنه غواړم
. 
په درنښت 
ومن الله توفيق 

زارخان ((محمدي ځدراڼ )) 
 
ماخذونه 
١- انورالحق ، د دورمرجان مقدمه ، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي ، 
١٩٥٨ ع کال . 
٢- حبيبي ، عبدالحى ، پښتانه شعرا ء لومړى ټوک ، پښتوټولنه ،کابل،
١٣٢٠ هـ ش کال . 
٣ – حبيبي ، عبدالحى ، دپښتو ادبياتو تاريخ دريېم ټوک ، کابل پوهنتون 
١٣٤٧ هـ ش کال 
٤- حبيبي ، عبدالحى ،افغانستان ،درعصر ګورګانيان هند،تاريخ ټولنه ، 
کابل ، ١٣٤١ هـ ش کا . 
٥ – خليل ،هميش ، ورکه خزانه ، لوموى ټوک ،پېښور يونيورسټي ،بک 
ايجنسي ،١٩٥٨ ع کال . 
٦- رښتين ، صديق الله ، دحميد ديوان ،مقدمه ،پښتو ټولــــــنه ،کابل ١١٢٣ 
هـ ش کال. 
٧ – زاهد مشواڼى ، عبدالقيوم ،پښتو پښتو سيند،دانـــش خپرندويه ټولنه ،
٢٠٠٩ ع کال . 
٨ – شيدا ،کاظم خان ،ديوان ،اداره اشاعت ، سرحـــد پېښور، ١٩٦٥ ع کال .
٩ – صميم ،محمد اصف ،عبدالحميد ، مومند کلـــــــــــــــــــــــــــيات ،ترتيب ،
اوډون دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٦ هـ ش  کال. 
١٠ – عميد حسن ،فرهنګ ،فارسي عميد،موسسه انتشارات ، امير کبير ، ١٣٨٦ هـ ش کال.
١١ – همکار،محمدابرهيم ، دبديع فن اوپښتون شاعري ،رڼا مرکزکلتوري څانګه ، ١٣٨٦ هـ ش کال. 
١٢ – هيودامل ، زلمي ، دحميد مومند ديوان سريزه دافغانستان دعلوم اکاډيمي ، کابل ، ١٣٦١ هـ ش کال. 




#Article 172: خاطر اپريدی (5968 words)


خاطر اپريدى چې اصل نوم يې (مصری خان) (۱۹۲۹ - ۱۹۶۸ ز کال د اگسټ ۲۴) د پښتو ژبې شاعر و. 

خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست  لمسۍ  او د شير مست کړوسى دى. 

دى ډير  کوچنى وو چې د غم او د يتيمۍ دردناکه او سپېره څپيړه يې پر مخ وخوړه او د پلار د سيوري نه محروم پاتې شو. د ده پالنه خپل کاکا حضرت خان او د خپل نيکه دوست خان په غاړه ولويده او دوى هم د خپل بچي په شان لوى کړ او خپله کرونده يي کوله وروسته د هغې ځيني د خيبر د لواړگي په راشغل کمپ کې ملازم مقرر شو او وروسته يي سودا گري شروع کړه د کابل نه به يي مال او متال راوړ او خرڅول به يي او خپل اقتصاد به يي پر مخ بيولو . خاطر تعليم نه دى کړى نو ځکه يي ريښه نه لگي چې د ده شاعري څه وخت پيل شوې او خپل دردونه يې څه وخت په راپيلي او ټولنې ته يي وړاندي کړي دي . خو داسېويل کيږي چې په  (١٩٥٩) م کال کې به يي پيل کړي وي .
مخکې مو اشاره وکړه چې ده کرونده کوله او هر کله به په دې فکر کې وو چې شعر جوړ کړي ان کله کله به يي چې تخمونه هم کرل په باغ دغه صحنه به يي هم د شعر پر شربه ويله لکه چې وايي :

زه چې تخمونه د گلانو کرم

څه معشوقې له بلبلانو کرم

د خاطر وظيفه خو په وروسته وخت کې تجارت وو لکه اشاره چې وشوه او خپله زنده گي يې د دغسې لارې څخه پر مخ بيوله په ازل کې يي دا هم نه وو ليکل شوي چې د خپل عمر نور وخت دې دغه وظيفه او دغه کسب وکړي نو هماغه وو چې نري رنځ دى پرې نه ښود او تر خاطره چاپير شو خو د دغې ناروغۍ سره سره به يي بيا هم او د خپل احساس له کبله به يي تجارت کاوو او د تجارت سره به يي له خپلو ولولو نه به يي مرغلرې جوړولې  او د شعر په نازک خورا رنگين او ښه تارکى پيلې او خپل دردونه به يي د شعر په ژبه هيواد والو ته اورول . ده ته به خلکو د ډاکتر مشورې ورکولې خو دى به ډاکتر ته نه تلو او خپل ځاى کې به اخته وو او دا خبره به يي تل کوله چې زه ډاکتر ته نه ځم بلکې زه د زړه په ډاکټر باندې جوړيږم . تاسې وگورى دغه صحنه څومره ښه انځوروي :

په دارو د طبيبانو نه جوړيږم

پرې جوړيږم چې د مينې بيمار وينم

خاطر افريدي د خپل يار په غم کې غرق او تل به يي د هغې جورتونه وهل او دا فکر به ورسره وو چې څنگه به زه د هغې سره وصال حاصلوم . کله کله به يي داسې فکر کاوو چې وصال خو نه كيږي بلکې که يو ځلي يار زما خواته وگوري هم وصال دى لکه چې وايي :

هغه چې تا يو راکتلي دي

کله مې د زړه ځيني وتلي دي

خاطر د نري رنځ نه جوړ نه شو ، په ( ١٩٦٨) م کال د اتمې مياشتې په څلورويشتم نېټه له فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غيږې ته وسپارل شو .

خاطر اپريدى او د پښتو غزل يو د بل سره داسې لازم او ملزوم دي ، چې کله د غزل نوم په خوله باندې اخلو نو سم د لاسه د خاطر نوم خولې ته راځي . دا نوم او دا مقام د پښتو غزل د شعر په داسې پړاو خپور شوى چيرته چې د غزل د ځوانۍ د شعور ډيرې لارې چرځي . کله چې د خاطر طوطي په چغار راغى او د هغې د غزلونو وږمې دارم باغ استاد واباب د اثارونو په څپو په ټوله پښتونخوا کې خپري وې ، نو په دې وخت کې د ادب د لارې لارويان ډير ستومانه شوي وو .
هغه د مراد شينواري خبره ، خاطر د ريښتيا هم فطري شاعر وو ځکه الله (ج) چې چاته د شعر ويلو فطري استعداد ورکړى دى هغه د يو تند سيلاب په شان په غرونو کې هم لارې راوباسي . د خاطر د شاعرۍ اصل بنياد د عشق دى او ټول اشعار يي عشقي بڼه لري ۳. دا خو جوته خبره ده چې هر شاعر په هره برخه کې اشعار ولري ، خاطر هم تصوفي ، اخلاقي او همدارنگه عشقي اشعار هم ويلي دي او دى په دغه لاره کې د ډير قوي هوډ څښتن دى . دى په خپله دغه صحنه په ډير هنرمندانه توگه او خپل فطري استعداد په واسطه انځوروي او په ډيره عجيبه توگه انعکاس ورکوي لکه وايي :

که د غم په ما انبار شي پروا نشته

د گلو نو لاندې ونه نه ماتيږي

خو کله له يوې خوا خاطر په داسې يو حالت کې قرار لري چې د خپل يار غم لاندې هم خوښ دى خوله بله پلوه دى بعضې حالاتو کې د خپل يار انکار باندې خوښ من دى او دغه حالات د ځان لپاره راحت بولي.

لکه چې وايي :

ښه شوله ډيره چې انکار د وکړو

زما د واړه عمر کار د وکړو

هسې خو هر شاعر د يار په ليدو خوښيږي او خوشحاليږي او د هغې د تاثير لاندې راځي خو خاطر هم چې يار نه ويني نو دير پريشانه کيږي او خپل يار ته خطاب کوي البته د گزار وينا ورته کوي لکه چې وايي:

خلق چې نښه ولي گوري ورته

تاچې مخ پټ کړو نو گزار د وکړو

خاطر د خيبر فخر دى د خيبر خلق د هغه په نوم باندې وياړي د هرې سيمې پښتانه دا وايي چې کاش خاطر زموږ پر سيمه زيږيدلى وى ځکه خاذر د عشق ترحمان دى او د ميني جوړوونکى دى او په خپل ژوند کې دغه مرام لري . خو د عشق سره يي اولسي شاعري هم کړې ده نو يي ، بگتى او د اولسي شاعرى گڼ فورمونه يي وليکل او وويل هر هغه څه يي چه ليدل ليکل يي . خاطر داسې شاعر وو چې شاعرانو به دده په وياړ مشاعرې جوړولې او دى به يي ستايه چې لومړۍ مشاعره د خيبر د پښتو ازلي جرگې د حمزه بابا په حجره کې وکړه وروسته د خاطر په کلي يوه ستره مشاعره وشوه چې يو لړ شاعرانو دى وستايه او په ښو ستاينو يې ولمانځه، چې دهغې د نمونې څخه د لعل زاده ناظر بيتونه را اخلم چې د خاطر استاد هم دى4 :

هغه هم غمجن کمي وه چې صابر راځني لاړو 

د اخـــتـــر غم مې ژړلو چې باصر راځني لاړو  

اوس مې تير زاړه زخــمونه و ايله سره ورغلى 

چې خاطر مې بې خاطره شو غمزده مشاعره ده 

عـــجــيـــبـــه مـــشاعره ده عجيبه مشاعره ده  
 
د خاطر افريدي د شاعرۍ بيلابيل اړخونه

الف) د خاطر شاعري د شکل له مخې :
شاعري د خداى (ج) يو داسې پيرزوينه ده چې انسانانوته يي په نورو انسانانو د مشاهدې او تخيل فضليت وښي الله (ج) خاطر افريدي ته هم دغه لوى نعمت ورکړى وو او ده باندې لورولۍ وو . خاطر يو فطري شاعر دى دا ريښتيا ده ځکه له يوې خوا ده تعليم نه درلو او له بلې خوا دى د څو ورځو وو چې د خپل پلار له سيوري ځيني محروم شوى او په هغه اندازه اشعار يي ويلي چې ډير کم شاعران د هغه مقام ته رسيږي نه يوازې د غزل په برخه کې بلکه د ولسي ادبياتو کې هم ده خورا ښه اشعار ويلي دي هر هغه څه چې يي ليدل ليکليدي او د خلکو غوږونو ته يي رسولي دي .
د افريدي اشعار هنرمندانو هم زمزمه کړي دي او زيات سندر غاړي دده اشعار وايي او خوښوي يي د ده د ولسي شاعري علت دادى چې په هغه وخت کې چې دى په خيبر کې اوسيده نو يو شاعر چې خسرو اپريدى نوميده د هغه شعرونه د سندرغاړو په خولو کې جاري وو نو دغه سبب شو چې ده هم پخپل وار دغه ميدان ته راودانگل او ده کم وخت کې چاربيتي ، نيمکۍ ، بگتۍ ، مقامونه او نور فورمونو کې خپل اشعار وويل دايي ولسي شاعري ده . او بل خوا د غزل شاعري ده چې د کلام د ښايست او ښکلا د پاره د هر فورم يعنې استعارې ، تشبيهات او کنايي په برخه کې اشعار ويلي او د هغرې په واسطه يي خپل اشعار ښايسته کړي دي .5
د خاطر اشعار د شکل له مخې په غزل ، لوبې ، بگتۍ ، مقام ، چاربيتي ، نيمکى او فورمونو باندې ويلى شو . 
د افريدي د غزل په برخه کې ويلى شو چې خاطر د غزل د جز بې د فکر د شعور او هم د تغزل د فن هغه خبۍ لري چې کوم غزل ته نه يوازې مقام ورکوي بلکه پرې غزل بلل کيږي . د خاطر غزل د هر پښتون زړه پريوځي او د انسان په زړه کې يي نيولى داځکه چې شايد د لاندې اوصافو له برکته دي :

افسوس ستا په خيال کې څه ښکارم

دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي

د خاطر په کلام کې عشقي کيفونه او خوندونه د هغې د اشعارو او مرکزي خوبي ده ځکه ده ټول اشعار د عشق ځيني ډک او دغه عشق تر لوړې درجې پورې رسيږي .
کله کله خاطر خپل يار ته د خطاب په ژبه باندې هم وايي او يار او يا مخاطب گرځوي او خپل يار د رڼا سره ورته کوي او خپل ځان په مقابل کې ړوند احساسوي .

خير دى دا زما سترگې که بدې دي

ته خو راته گوره په داښو سترگو

زه يم چې د زړه په سترگو تاوينم

چارڼا ليدلې په ړندو سترگو

خو بلاخره دا ويلى شو چې اپريدي صاحب پخپلو اشعارو کې هر څه د يار بيان کړي کله خفه کيږي او کله گيله من کيږي او کله کله د يار غمونه هر څومره چې په ده باندې انبار وي خوشحالي څرگندوي.6

چې د زړه کورته دې راشي پروا مه کړه    
اې خاطره تل خاطر د مېلمنو شي 

د شعر هر مضمون د شاعر د فکري صلاحيتونو ترجمان دى او هر شاعر د مقام او فني اهميت له مخې خپله درجه لري هم د فن په لحاظ او هم د مقبوليت په لحاظ .
دا ښکاره خبره ده چې هر شاعر د ژوند هره برخه که هغه عشقي ده که تصوفي ده که اخلاقي ده او که نورې برخې دي په خپلو اشعارو کې راوړي . مخکې د خاطر په اشعارو کې څه نا څه څيړنه وشوه او په کې معلمه شوه چې د افريدي د شعر اصل او بنياد عشقي دى او خپلو اشعارو کې يي عشق پاللى او د عشق په جامه پسوللى دى.
شاعر خپل اشعار د استعارې ، کنايي ، تشبيهاتو ، طباق ، حسن تعليل ، عارفانه تجاهل ، تلميح او داسې نورو صنايعو په راوړلو سره ښايسته کړي دي عينې د بديع ښکلا او هم د بيان د صنايعو په راوړلو سره خپل کړي دي .
د خاطر شاعري عشقي ، ساده او بي ساخته ده تخيل يي که څو عالمانه فلسفيانه نه دي خو د شعر بندش يي دومره بې ساخته او زړه راښکونکى دى چې لوستونکي ترې سر نه شي څرگنده ولاى . 
ده في البديه شعر هم ويلى دى ځکه دى يوه ورځ په باغ کې تخمونه کري نو سم دلاسه خولې ته دالاندې بيت ورغلى دى :

زه چې تخمونه د گلانو کرم

څه معشوقې د بلبلانو کرم

ددې تر څنگ مراصيله شاعري يي هم کړې ده او په هره مشاعره کې به په ده باندې مجلس جوړاوه او شاعران به ترې تاو وه او ده به د ټوکو په شان هم اشعار ويل .ځيني وخت کې د يار مينه په ده باندې ډيره غلبه کوله او د هغې د نشتوالي په وخت د خولې څخه داسې فرياد کوي .

کله چې په فکر کې داستا شمه

لاړشمه د ځانه خوبيا راشمه

تاو مې شي د زړه نه ستا د مخ لمبې

گډ چې د د زلفو په سودا شمه

ده په خپلو اشعارو کې تصوفي برخه هم ستايلې ده او د حضرت محمد (ص) اوصاف يي بيان کړي دي لکه چې وايي :

کاڼي بوټي د ديار د محمد (ص)

ماگڼلي په ديدار د محمد(ص)

دي ياران ددې جهان د نيمې لارې

عبادت کړه چې شي يار د محمد (ص)

کړنگونه به يي لارې شي په مخکې

که يار نيولې لار د محمد(ص)

ددې سره ده په خپلو اشعارو کې خوشحال هم ستايلى او د هغې تر څنگ د وطن په غم هم غمجن شوى او د خيبر په باره کې يي هم اشعار ويلي دي . بل د پښتو د اتفاق په باره کې هم خپل خورا ښه اشعار ويلي دي لکه وايي چې :

که چيرې يو شي سره واړه          ورتــــــه گــــــــــلـــونه به شي شاړه

دښمن به ځي ترينه پرغاړه          ورته به جوړ په خړغرونو گلستان شي

يـــــــو چــې مــــــــســـلـــمــان  شـــي

دا چې زما اصلي موضوع د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو نور په دې برخه کې د څيړنې نه تيريږم او خپلې اصلي موضوع ته راگرځم خو دا چې زما موضوع د ادبي فنونو د بديع په برخې پورې اړه لري لومړى بايد په بديع باندې وغږيږو او ځان پرې پوه کړو . 

د بديع علم
بديع په دريمه هجري پيړى کې درياسم عباسي خليفه زوى ابوالعباني عبدالله منځ ته راوړ څنگه چې په عربي کې د ځانه نوي شي ايستلو ته بداعه يا بداعت وايي نو په عربي باندې يي هم بديع نوم کيښود .
نوموړي د بديع د علم  (١٧) فنونه منځ ته راوړي . د ده څخه وروسته قدامه بن جعفر منځته راغى او خپل کتاب د نقد قدامه په نوم کتاب جوړ کړ او په دغه (١٧) فنونو  (١٣) نور هم ورزيات کړل .
په دريم قدم کې ابوصلال عسکري منځته راغى او  (٥) فنون يي نور هم په کې زيات کړل او د بداعت اصول لکه د ايجاز ، اتناب ، فصاحت ، بلاغت او نور په کې راوړل او د الضاعتين په نوم يي کتاب منځ ته راوړ7 .

د بديع تعريف :
بديع هغه علم ته وايي چې د کلام غير واجب ښکلا او تحسين ډولونه پرې معلوميږي .
بديع علم په دوو برخو ويشل شوي دي . چې اولې برخې ته يي معنوي ښايستونه وايي او د دوهمې برخې ته لفظې ښايستونه وايي چې هره برخه يي بيا بيلا بيل ډولونه لري، څه رنگه چې زما موضوع ي،ازې د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو زه هم يوازې د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه څېړم، چې په لاندې ډول دي: 
د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه :
هغه ښايستونه دي چې د مانا رعايت په کې شوى وي نه د لفظ يعنې په لفظ پورې اړه نه لري او په لاندې ډول دي .

طباق :
د متضادو کلمو راوړل يا د متضادو لغتونو ، اسمونو ، صفتونو او يا د فعلونو راوړل پخپل کلام کې عبارت له طباق ځني دي .

د خاطر افريدي لاندې شعر وگورى :

تا خو د ځان کړمه اى ځانه زما

په دغو خپلو او پردو څه وکړم

په پورته بيت کې د تعريف معمول شاعر په خپل کلام کې دوه متضاده کلمې (خپل او پردي ) راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى دى . يا په لاندې بيت کې :

کړم چې د وصلت طمع ماته د هجران څه دي

څوک چې شي يتيم اسير هغونه گريان څه دي

په پورته ذکر شوي بيت کې شاعر دوه متضاد (متقابل) الفاظ چې عبارت له (هجران او وصال) څخه دى ذکر کړى دي کله چې شاعر دغسې کلمې پخپل کلام کې راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي د طباق ښايست جوړوي .

طباق درې ډولونه لري چې په لاندې ډول ښودل کيږي :

١_ اسمي طباق 

٢_ فعلي طباق 

٣_سلبي او ايجابي طباق  

١_ اسمي طباق :

لکه په لاندې بيت کې :

تل مې ژړا سهي خندا نه سهي

دا ستا جفا سهي وفا نه سهي

په پورته بيت کې شاعر متقابلې کلمې د ( ژړا ، خندا ، وفا او جفا ) رآوړي دي آو طباق ښايست يي جوړ کړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه داسې متقابل الفاظ راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي نو د طباق جوړوي . 

يا لکه په لاندې بيت کې :

خپلې خندا ته گوره

زما ژړا ته گوره

خپلې جفا ته گوره

زما وفا ته گوره

پورته بيت هم د تير بيت په څير دى يعنې په پورته ذکر شوي بيت کې هم شاعر متضادې کلمې  (خندا ، ژړا ، جفا او وفا ) راوړي دي .

خو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمو او الفاظو کارونې ځني کار واخلي نو د معنوي ښايسونو د جملې څخه اسمي طباق جوړوي .

زړه په دې نه دى چې ناولى مخ دى

چې کوم يي خوښ شي هغه ښکلى مخ دى

په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل صفتونه (ښکلى او ناولى ) راوړي دي . خو کله چې شاعر دوه داسې متقابل صفتونه په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست پر لحاظ ورته طباق او په طباق کې اسمي طباق وايي .

که شړلي يي غمونه کوربانه دي

خير دى خير دى ستا غمونه ميلمانه دي

شاعر په پورته بيت کې دوه متقابل الفاظ چې عبارت له ميلمانه او کوربانه ځيني دى راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى کله چې شاعر داسې الفاظ او کلمې په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته اسمي طباق وايي . 
 

٢_ فعلي طباق :

د خاطر اپريدي لاندې بيت د نمونې په توگه وگورى :

چې مې سلگى بې واره ځي او راځي

دغه د ستا د تلو راتلو نښې دي

په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه چې ( تگ او راتگ ) ځيني عبارت دي راوړي دي او فعلي طباق يي رامځته کړى ده .

کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه دغسې متقابل فعلونه سره راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته فعلي طباق وايي . 

٣_ سلبي او ايجابي طباق :

لکه په لاندې بيت کې :

په دارو د طبيبانو نه جوړيږم

پرې جوړيږم چې د ميني بيمار وينم

په پورته بيت کې شاعر جوړيږم او نه جوړيږم دوه متقابلې کلمې راوړي دي او د طباق صنعت يي منځ ته راوړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې دوه متقابل الفاظ چې د يوې مادې ځيني وي او د مثبت او منفي يا امر نهې په صورت سره راوړي نو په طباق کې سلبي او ايجابي طباق جوړوي.

همدارنگه وگورى چې شاعر دغه لاندې بيت ته د صنعت په څومره هنرمندانه انداز کې راوړى .

څه که ته يي ناقرار زما همدمه

زه په دې ناقرارۍ کې قرار وينم

په پورته بيت کې شاعر دوه الفاظ چې البته يو د بل پر ضد واقع شوي او عبارت دى له اقرار او ناقرار ځيني راوړي دي .

دا چې دغه الفاظ دوه متقابل صفتونه دي او د يوې مادې ځيني خو د امرنهې په راغلي نو سلبي او ايجابي طباق يي منځ ته راوړى او يا لکه په لاندې بيت کې :

سوى مې د سترگو ړندوي چې درته نه گورم

که ډير درگورمه خو دارنگه زينت کوم دى

پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه (درگورم ، نه گورم ) د مثبت او منفي په شکل سره راوړي دي . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته سلبي او ايجابي طباق وايي . 

او يا لکه په لاندې بيت کې :

داسې راته گورې لکه نه چې راته گورې

نيغ مې د زړگي وځې کاږه چې راته گورې

په پورته بيت کې شاعر بيا د گورې او نه گورې دوه متقابل فعلونه راوړي دي خو د يوې مادې څخه دي او د مثبت او منفي په شکل راغلي دي . نو کله چې په يو بيت کې داسې الفاظ سره راوړل شي نو سلبي او ايجابي طباق جوړوي .

مراعات النظير :

لکه په لاندې بيت کې : 

داستامخ لکه افتاب پټ په وريځ کې

پرې راخور د زلفو جال ووته اوده وې

په پورته بيت کې مخ د مخ سره مناسبې کلمې لکه زلفې او د زلفو جال راخوره ول او بيا په خپله مخ د افتاب سره په روښانايۍ کې مساوي کول چې وريځ هم ورسره تړلي وى ډيرې مناسبې کلمې دي .يعنې کله چې شاعر په يو بيت کې څو الفاظ ذکر کړي او بيا ورته په دوهم نيم بيتي يا دوهم بيت کې د هغې سره مناسبې کلمې يا مناسبات او ملايمات راوړي نو د مرات النظير ښايست جوړوي .

سپوږمۍ په شپه ښايسته ده توره شپه هم په سپوږمۍ

ستا مخ د تورو زلفو د غنچو سره جوړيږي

په پورته بيت کې اول سپوږمۍ او بيا ورسره شپه چې شپې کې سپوږمى وي همدارنگه مخ د مخ سره تورې زلفې او بيا د زلفو غنچې چې ډيرې ښکلې او مناسبې کلمې راغلې دي او مراعات النظير صنعت يي منځ ته راوړى . همدارنگه يوه ښکلې تشبه هم په کې شته چې هغه د تورو زلفو غنچې کې موجوده ده او موکده تشبه بلل کيږي .

ستا محبت دى لکه اور داسې

زما يي رنگ کړو لکه سکور داسې

په پورته بيت کې محبت ذکر شوى چې د محبت سره مناسبې کلمې اور هم راغلى ده يعنې محبت خامخا اور وي او وروسته د دغې اور په واسطه سړي رنگ توريږي اور سکور په شان گرځي . نو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې مناسب الفاظ سره راوړي د مراعات النظير صنعت جوړوي .

کور او کلى هميشه په غټو زړو شي

هم په ښه ډيره دنيا او په سړو شي

ريښتيا خبره ده چې د کور او کلي دودونه رواجونه چې بعضې مشکل هم وي هغه څوک کولى شي چې ښه غټ زړه ولري ښه دنيا ولري او ميړونه هم موجد وي د کور او کلي دودونه د هغې سره مناسبه کلمه ښه سړى د ښو سړيو غټ زړه د غټ زړه سره ښه دنيا ټول هغه کلمات دي چې يو د بل سره مناسبت لري نو په يو بيت کې ددغسې مناسبو کلمو راوړل د مراعات النظير ښايست منځ ته راوړي . 
 
لف او نشر:

لکه په لاندې بيت کې :

چا سره يو ځاى ليدل شپه او ورځ

زلفې يي تيارې مخ يي رڼا گوره

په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر شپه او ورځ راوړى ، خو وروسته بيا په دوهم نيم بيتي کې د هغې مطابق ماناوې يا کلمې لکه تياره او رڼا راوړي دي . يعنې کله چې شاعر په لومړى نيم بيتي يا لومړي بيت کې ځني کلمې د اجمال په صورت راوړي او بيا وروسته په دوهم بيت يا دوهمه نيم بيتي کې د هغې متعلق څه نورې ماناوې راوړي د ښايست په لحاظ ورته لف او نشر وايي . بل دا چې په نوموړي بيت کې د طباق البته اسمي طباق صنعت هم موجود دى .

لف او نشر صنعت هم په دوو برخو ويشل کيږي چې يوه يي مرتب او بل يي غير مرتب لف او نشر دى8 .

د مرتب لف او نشر مثال په لاندې ډول دى :

١_ مرتب لف او نشر :

چې دې گورم تورو زلفو سپين رخسار ته

توره شپه ده سپين سبا را يادوي

په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر تورې زلفې او سپين رخسار راوړي دى خو وروسته د هغې متعلق توره شپه او سپين سبا په دوهم نيم بيتي کې راوړي يا ذکر کړى دى . خو داچې د دوى تر منځ يا تفصيل يي د اجمال سره په ترتيب کې برابره ده مرتب لف او نشر دى .يا لکه په دې لاندې بيت کې .

مرگ او بيلتون دواړه جوړه راغلي

خاطره دا واخلم که دا واخلم

په پورته بيت کې مرگ او بيلتون ذکر شوى خو بيا وروسته يي د مرگ لپاره لومړى (دا) کلمه او بيلتون لپاره يي دوهم د (دا) کلمه ذکر کړى دا چې ترتيپ يي سره سم دى نو مرتب لف او نشر يي بولي .

٢_ غير مرتب لف او نشر :

لکه د خاطر په لاندې بيت کې:

راته ښکاريږي مخ او زلفې د يار

په تورو شپو کې سپين سحر گډ شوى

په پورته بيت کې لومړى مخ او زلفې ذکر شوى او بيا وروسته د مخ لپاره تورې شپې او د زلفو لپاره سپين سحر راغلى دى . دا چې ترتيب کې برابر نه دى يعنې اجمال په تفصيل سره په ترتيب کې برابر نه دى نو غير مرتب لف او نشر يي بولي9 . 

توريه :

١_ مرشحه توريه :

لکه په لاندې بيت کې :

چې يو يو غم د را په زړه کړم اشنا

د سمندر غوندې چې تيرې شوې

په پورته بيت کې د سمندر حکم شاعر په خپل شعر کې راوړى ده او سمندر دوه ماناوې لري چې يوه مانايي هغه د اور چنجى دى او بله مانا يي لوى سيند دى . داچې داسې کلمې يا الفاظ په يو بيت کې راوړل شي نو خامخا سړى په وهم اچوي او دغسې دوهم حالت يادوي توب حالت توريه ده خو دا چې د ظاهري مانا سره متناسبې کلمې په وينا کې موجودې وى مرشحه توريه بلل کيږي .

٢_ مجرده توريه :

لکه په لاندې بيت کې :

ستا د ښايست په تصور کې يي ژوندون جوړ دى

چې په ريښتيا خو سمندر وي له انگارنه وځي

په پورته بيت کې د سمندر ځني هغه لرې مانا چې د اور چينجى دى مراد ده او دهغې سره مناسبې کلمې لکه انگار هم موجودې دي او د ظاهري مانا سره مناسبې کلمې نه شته نو مجرده توريه بلل کيږي . 

حسن تعليل :

لکه د مصري خان افريدي په لاندې بيت کې :

يار چې خوب کا په سپين مخ زلفې خورې کا

توره شپه شي په تمام جهان تيرې کا

په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار ويده کيږي نو خپلې زلفې په مخ باندې راغوړوي خو کله چې دغه زلفې په مخ باندې ولويږي ددې سبب کيږي چې ټول جهان د هغې ځيني تياره شي ، خو په حقيقت کې داسې نه کيږي بلکه يو مناسب غير حقيقي مگر لطيف علت يي راوړى دى . 

لکه په لاندې بيت کې :

په ماشپه شي چې شانه په مخ زلفان کړې

د سبا په انتظار مې سپين چشمان کړې

په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار خپل زلفان په مخ باندې شانه کوي نو په ما باندې شپه شي او د سبا په انتظار کې ناست وم خو په حقيقت کې داسې نه کيږي مگر غير حقيقي لطيف علت يي راوړى دى .

لکه په لاندې بيت کې :

شميرل چې دې نه شمه خالونه د جبين

بيلتون مې ډير گردونه په چشمانو ايښي دي

په پورته بيت کې شاعر وايي د ستا جبين يا تندي خالونه چې زه نه شم شميرلى دا علت د دې دى چې بيلتون زما په سترگو ډير گردونه غورځولي نو ځکه د هغې د شميرلو نه زه عاجز يم يو لطيف علت دى. 

عارفانه تجاهل :

داستا باڼه وو او غشى د چا

شکمن په دغو گذارونو کې يم

په پورته بيت کې شاعر د يار په بڼو باندې ځان نا گمانه اچولى او وايي چې نه پوهيږم ستا د باڼه دى او که د چا غشي و چې گذارونه يي کول نو ځکه وايي چې زه په دې باندې نه پوهيږم خو په حقيقت کې پرې پوهيږي چې څه شي دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت مراعت کړي نو د ښايست په لحاظ عارفانه تجاهل وايي 10. 

سوال اوځواب :

لکه په لاندې بيتونو کې :

ما وې ځان راته اشنا داستا په څير دى

دې وې وروسته به ته پوه شې سوى خير دى

دې وې زړه به د کا څيرې زما زلفې

ما وې ستا هر يو کليپ ورله کوشيردى

دې ويل ته خو بيا رامخ شه که پښتون يي

ما ويل هر پښتون پخوا د سره تير دى

ما ويل زه خاطر دې يم هر وخت په طمع

دې ويل دلته راشه کښينه غم خو ډير دى

په پورته بيتونو کې شاعر خپل کلام د سوال او ځواب په توگه راوړى دى . يعنې کله چې يو شاعر خپل کلام کې په لومړى نيم بيتي کې پوښتنه وکړي او په دوهم نيم بيتي کې وروسته بيا د هغې ځواب هم راوړي سوال او ځواب صنعت جوړوي . 

حسن مطلع:

لکه په لاندې بيت کې :

سپينه خوله خو يوځل راکړه په پرده کې

ما يي کړى دى آرمان په يوه موده کې

لکه بلبل په نوبهار کې چې گلانو له ځي

زړگى مې دغسې صحنه ستا لبانو له څي

بيگا ستا په انتظار مې هسې ستړې ټوله شپه کړه

خندل را پورې ستورو سپوږمى راته گيله کړه

پورته بيتونه په داسې شکل سره شروع شوي چې ويونکى مجبور کيږي ټول شعر تر آخره ټول ولولي . کله چې شاعر خپل کلام په داسې ډول شروع کړي چې ويونکى يا لوستونکى دې ته مجبور شي تر آخره يي بيا پوره ولولي نو دغسې صنعتونه د ښايست په لحاظ حسن مطلع وايي .

يا لکه په لاندې بيتونو کې :

گرځيږي راهزنان د بدرگو سره راځه

هم تاراته ويل چې د جرگو سره راځه

منظر مې شو جانانه دا کاږه واږه کاته ستا

مسکى لکه نرگس شه د غمزو سره راځه

قاصده چې خفه يي نن څه شوي زر وايه

که يار وي مرور د خنديدو سره راځه

د لوږې تندې مړ شمه نو هله راشې ته

اختره که تکړه يي د روژو سره راځه

خاطر به ورته گوري زير زير ووايه چې ښه

اشنا ته د ميږي په قدمو سره راځه 

تکرار حسن:

لکه د خاطر په لاندې بيتونو کې :

دريغه دريغه چې يو خړ خوشې ميدان وی

څه به ښه وى چې يو زه او بل جانان وى

دا چې اوس په زحمتونو باندې نه شي

دا مشکل مشکل به څه راته آسان شي

يا لکه:

چې مين په سترگو سترگو کې حيران شي

د هغو نه پس په زړه کې سره گران شي

يالکه:

اننگې دې داسې سره لکه مڼې

زما اوښکې تويوي رڼې رڼې

يالکه :

که خبر وى د بيلتون له سختو سختو

ما به نه وى د وصال په ټال ځنگلى

په پورته بيتونو کې په ترتيب سره (دريغ ، دريغ ، مشکل ،مشکل ، سترگو ،سترگو، رڼې ، رڼې  ، سختو سختو ، هغه ادبي الفاظ دي چې شاعر د يو ځل په ځاى دوه ځله راوړي دي کله چې شاعر داسې کلمات دوه ځله يا زيات سره راوړي د دې لپاره چې خپل کلام پرې ښايسته کړي نو تکرار حسن يي بولي . 

التفات :

په لغت کې د سترگو په کونج کې کتلو ته وايي او په اصطلاح کې عبارت لارې روانۍ ته تغير ورکول دي11 .

التفات په شپږډوله دى چې د هغو ډولونه په لاندې ډول واضيح کيږي:

١_ د غائب څخه مخاطب :

لکه په لاندې بيت کې :

نن يي چې خالونه تازه کړي دي

زړه جوړې داغونه دي زاړه ښکاري

په پورته بيت کې شاعر غائب ته اشاره کوي او وايي چې نن دې بيا خالونه تازه کړي خو وروسته په دوهم نيم بيتي کې بيرته د هغې لوري ځيني گرځيدلى او مخاطب ته اشاره کړې .

کله چې شاعر د غائب په هکله خبرې کوي او سم د لاسه مخاطب ته راگرځي نو دغه التفات ته غائب څخه مخاطب ته التفات وايي .

٢_ متکلم ته مخاطب ته : 

لکه په لاندې بيت کې :

همداسې را ياديږي چيرته ته مې نه شي هير

چې بيا د ننۍ غوندې آداسره رانه شې

په پورته بيت کې شاعر د متکلم په لاره باندې خبرې کوي خو سم دلاسه د هغې ځيني گرځي او خپل مخاطب ته اشاره کوي .او وايي چې د ننۍ غوندې آدا سره را نه شي نو دغسې ښايست ته د متکلم نه مخاطب ښايست وايي .

٣_ د متکلم نه غائب :

لکه په لاندې بيت کې :

بيا مې سيزې لکه اور هسې ستا مينه

چې يي ستايم هغه وخت راته گلزار شي

په پورته بيت کې شاعر وايي چې ستاينه بيا رادريشان سيزې يعنې ځان نه خطاب کوي خو په دوهم نيم بيتي کې هم غائب ته اشاره کوي او د خپلې لارې نه بيرته گرځي دغسې ښايست ته د متکلم غائب التفات وايي . يعنې په لومړي نيم بيتي کې  (مې) ضمير نا خپلواک دى او ځان لپاره استعماليږي خو په دوهم نيم بيتي کې (مې) نا خپلواک ضمير د دريم شخص  (غائب) لپپاره راوړل کيږي نو د دغو ضمايرو په واسطه موږ دا حکم کولى شو چې د متکلم نه غائب ته التفات دى .  

٤_ د غائب څخه متکلم ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

زه تماشه شوم چې وحشي يي کړمه

اشنا مې نورې تماشې څله کا

په پورته بيت کې هم شاعر د غائب په پله روان دى او سم دلاسه متکلم نه خپل ځان ته راگرځي او وايي ما تماشې کړې چې وحشي شوم اشنا مې ولې تماشې کوي . نو دا چې د غائب د صيغې نه سم د لاسه متکلم ته راگرځي د غائب نه متکلم ته التفات جوړوي .

٥_ د مخاطب نه متکلم ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

په ليونتوب دې زما نشي اشنا سود تر اوسه

ژوند مې اختيار په بيابان کړو بل هجرت کوم دى

په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په طريقه خبرې کوي يعنې د هغې په پله او لاره روان دى خو د هغې ځيني بيرته گرځي متکلم ته (ځانته) اشاره کوي چې دغسې التفات نه د مخاطب نه متکلم ته وايي . 
 
٦_ د خطاب څخه غياب ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

يوې خندا دې وړى زړه وو زما

لکه ميږى ډيرې پيرې نه کړې

په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په لاره روان دى سم دلاسه غائب ته ځي د سياق بدلولو ته التفات او دا چې د مخاطب نه غائب ته وگرځي د مخاطب نه غائب ته التفات جوړوي . يعنې (دې) د مخاطب لپاره نا خپلواک ضمير دى په مخاطب باندې دلالت کوي او د هغې ځيني وروسته غائب ته گرځي چې (يي) د غائب لپاره ضمير دى12 .

ما د خاطر اپريدي اشعار وکتل ومې لوستل او ټول اشعار يې په عشقي پايه باندې ولاړ دي يانې عشق يي اساس د اشعارو گڼل کيږي .
خاطر اپريدي خپل احساساتو ، مينې او عاطفې ته شعري بڼه ورکړې او د شاعرۍ په نازک باريک او وزمين اثار يي پيلي او ټولنې ته يي وړاندې کړي تر څو د خلکو لپاره په درد خور واقع شي . ما هم د خپلې عاطفې په اساس د خاطر په اشعارو کې چې د دې څانگې د استادانو په خوښه د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه د پايليک د موضوع لپاره انتخاب کړه او په خورا مينه مې پاى ته ورسوله .
د موضوع په لومړى برخه کې مې د خاطر په ژوند ليک باندې څيړنه کړې وروسته مې د خاطر شاعري او شاعرۍ مختلف اړخونه د شکل او محتوا له مخې په خورا واضيح ډول څيړلى او د موضوع د ارتباط په صورت کې مې اصلي موضوع يعنې د (خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه ) باندې خپلې ليکنې ته ادامه ورکړه . او خپله ليکنه مې د پايلې په ليکلو سره پاى ته رسولې ده .
داچې زه مبتدي ليکونکى يم نو زما په ليکنه کې به خامخا نيمگړتياوې وي نو د ښاغلو درنو استادانو څخه هيله منديم چې هغه تيروتنې را په گوته کړي، کومې چې په دې لنډه او وړه ليکنه کې راځينې شوي، هغه هم په دې خاطر، چې زما علمي پاڼگه پرې ډېره او په راتلونکې کې يې د خپلو ليکنو لمن پرې توره نه کړم. 
په آخر کې د ټولو همکارانو ځيني او په ځانگړې توگه د پوهنمل عبدالقدير (خموش) څخه د زړه له کومې مننه کوم چې ماسره يي په دغه ليکنه کې خورا مرسته وکړه .

په درناوى

جمشيد (عظيمي)

١_ اپريدی، مصري خان خاطر ، کليات ، پيښور: پېښور پښتواکاډمي  ٢٠٠٤ کال .

٢_ اپريدی، مصري خان خاطر، منزلونه ، پيښور: تدوين د بريالي باجوړي په زيار، سيلاب خپروونکى اداره  ١٣٧٦ کال .

٣_ پنهان ، حاجي فضل محمد ، ادبي ارمغان ، کندهار: د نارنج کمپيوټري اداره  ١٣٨١کال .

٤_ شيرزاد، محمد آقا ، ادبي فنون، کابل: د افغان سيد جماالدين کمپيوتري خدمتونو څانگه  ١٣٨٤ کال .

٥_ عليزى ، صحرا ، د پښتو څانگې درسي لکچر نوت ، کابل: د څلورم ټولگي لپاره ١٣٨٤ کال .




#Article 173: راج ولي شاه خټک (459 words)


ډاکټر راج ولي شاه خټک (د ۱۹۵۲ ز کال د جنوري ۲۴، خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ سيمه- ۱۳۹۴ لمريز، ۲۰۱۵ ز کال) د کوزې پښتونخوا يو پښتون اديب، شاعر او ليکوال وو.

راج ولي شاه خټک  پر ۱۹۵۲ ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خيل نومي کلي کې زېږېدلی دی.

راج ولي شاه خټک خپلې زده کړې تر لسم ټولگي د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې، بيا يې د پېښور په اسلاميه کالج او گورنمنټ کالج کې نورې زده کړې سر ته ورسولې. تر دې وروسته يې لوړې زده کړې په پېښور پوهنتون کې وکړې او د هنرونو د استادۍ (ايم-اے) بريليک يې له همدغه پوهنتون نه ترلاسه کړ. ده خپله دوکتورا (پي ايچ-ډي) هم له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړې او تر دوکتورا لوړې زده کړې يې (پوسټ ډاکټرېټ) د امريکا متحدو ایالتونو د فلاډلفيا ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

راج ولي شاه خټک د پېښور د اېډورډز پوهنځي کې د ښوونکي په توگه دنده پيل کړې ده. پر ۱۹۷۸ ز کال يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکادمۍ سره په کار پيل وکړ او پر ۱۹۹۵ ز کال د پښتو اکادمۍ ريس وټاکل شو او دغې دندې يې تر ۲۰۰۴ ز کاله دوام درلود. تر دې وروسته پر ۲۰۰۸ ز کال د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې د ريس په توگه په دنده وگومارل شو چې د ژوند تر پايه د دغې څانگې رئيس وو.

په ايم-اے کې په اول راتلو ورته د پوهنتون له خوا د سرو زرو تمغه ورکړ شوې ده. د پښتو نړېوال کنونشن ورته د ادبي خدمتونو په لړ کې د سوچه سرو زرو مېډال ورکړی دی. پر ۲۰۰۶ ز کال د پاکستان هېوادمشر نوموړي ته د هغه د ادبي خدمتونو په پار د امتياز تمغه ورکړه.
 

راج ولي شاه خټک د ۲۰۱۵ ز کال (د ۱۳۹۴ لمريز کال په چنگاښ کې) له سوات څخه پېښور ته د تگ پر مهال په لاره کې د زړه د حملې له لامله او د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۶۳ کلو په عمر ومړ.

تر اوسه پورې يې ۱۵ کتابونه چاپ شوي او نژدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې چاپ شوي دي. ده د خپلې مورنۍ ژبې، پښتو، تر څنگ په اردو او انگرېزي ژبو هم گڼ شمېر ليکنې کړې دي. خټک په گڼ شمېر ملي او نړېوالو سېمينارونو کې گډون کړی. همداراز يې د ولسي او نړېوالو رسنيو سره د پښتو ادب، کولتور او تاريخ په اړه گڼ شمېر مرکې کړې دي. د دې ټولو تر څنگ يې په ولسي او نړېوالو رسنيو کې په همدغو موضوگانو ليکنې خپرې کړې دي. د چاپ شويو کتابونو لړليک يې په دې ډول دی:

د ښاغلي خټک د ناچاپو آثارو لړليک په دې ډول دی:




#Article 174: سلېمان لايق (1052 words)


سلېمان لايق (د ۱۳۰۹ لمريز کال د تلې ۲۲، پکتيکا ولايت، ښرنه - د ۱۳۹۹ ل کال د زمري ۱۰، جرمني = د ۱۹۳۰ ز کال د اکتوبر ۱۲- د ۲۰۲۰ ز کال د جولای ۳۱) (په انگرېزي: Sulaiman Layeq) د افغانستان يو اوڅار پښتو او پارسی ژبی لیکوال، شاعر او سیاستوال وو.  

سلېمان لايق د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی. د هغه آر نوم غلام مجدد دی چې د نوښتگر مانا لري. د لايق پلار مولوي عبدالغني له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود. 
د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په ۵ کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شو، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرگه بچ شو. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوت او تر ۲ کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو، خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه له مور سره يو ځای کابل ته ولاړ. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه وو، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شول چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو.

لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.

په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښاره په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنگيالی وو، د لايق او دده د ملگرو ملاتړ ته ېې راودانگل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طالبان بیا په مدرسه کې ومني.

ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توگه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي. 
 
پر ۱۳۷۱ لمريز کال چې کله د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني بای ته ورسېده او په هېواد کې جهادي تمظیمونه واکمن شول، لايق  لومړی د څمکنیو سیمې او بیا له هغه څايه د مشهور سیاستوال عبدالولي خان دېرې ته لاړ.
هلته یې له عبدالولي خان نه د څه مودې لپاره پنا وغوښته، ولي خان له پاکستاني حکومت څخه له ده سره د نه غرض غوښتنه وکړه او پاکستان شرط کېښود، چې لایق به نه سیاست کوي، نه به نورو پارونکو ربړو سره کار لري، یوازې به ژوند کوي او غلی به وي.  

کله چې له مجبورې ورځې کوزې پښتونخوا ته کډوال شو نو شاعر لايق هلته يوه نامتو بولله (قصيده) وليکله چې د دغې بوللې سربيت دا دی:  

دا زمونږ د سترگو وړاندې «غني» گوره څه تیریږي؟

یو باتور ملت غرقیږي، یو مضبوط وطن نړیږي

سلېمان لایق یو نیم کال د عبدالولي خان په دېره کې وو، تر هغې وروسته اروپا ته ولاړ او په جرمني هېواد کې مېشت شو.
 

بله وېره نشته د لایق د مرگ په پېښه کې

ډک جام به یتیم شي، لب ‌شکرې به شي پاتې 

د افغانستان دغه ستر ادبي شخصيت د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر پر ۵  نېټه  د کابل ښار په ششدرک کې د هېواد د دښمنانو له لوري په یوه ځانمرگې چاودنه کې د ټپې کېدو په يايله کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۰ د ادینې (جمعې) پر ورځ او د لوی اختر پر لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۰ زېږدي کال د جولای مياشتې پر ۳۱)، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې.  

د خدای بښلي سلېمان لايق جنازه د ۱۳۹۹ ل کال د زمري مياشتې پر ۲۰ د دونۍ (دوشنبې) پر ورځ د گهيځ د اوو بجو شاخوا کې له جرمني هېواده د کابل هوايي ډگر ته راولېږدول شوه. د ۱۳۹۹ ل کال د زمري پر ۲۱ نېټه د منځنۍ (سه شنبې) پر ورځ د گهيځ له اتو بجو د غرمې تر لسو بجو يې په څلورسوه بستريز روغتون کې د درناوي او مخه ښې مراسم ترسره شول. پر همدغه نېټه يې د غرمې پر ۱۱ بجو په عيدگاه جومات کې د جنازې لمونځ ترسره او تر هغه وروسته يې جنازه د کابل ښار د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شوه. د لايق صاحب جنازه د غرمې د دولسو بجو په شاوخوا کې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو. د جنازې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ غړيو، خپلوانو، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کالخوای (سرپرست) وزير محمد طاهر زهير، ددغه وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري، د افغانستان د پوهنو اکاډېمۍ سرپرست عبدالظاهر شکيب، ددغې اکاډېمۍ يو شمېر غړيو، ليکوالو، شاعرانو، د ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنۍ يو شمېر چارواکیو لکه عبدالرشید ارين، احمد بشير رويگر او د لايق صاحب د پنځونې نورو مينه والو گډون کړی وو چې شمېر يې سلگونو کسانو ته رسېده. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. 

۱- 

۲-  

۳- بينوا عبدالروف، اوسني ليکوال، دويم چاپ، ۹۸۲ مخ. 




#Article 175: د افغانستان د اټوم انرژۍ پېښليک (1070 words)


دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک  ( Afghan Atomic Energy Commission  )

په ١٩٥٧ م کال کې د نړېوال اتوم انرژي سازمان (International Atomic Energy Agency = IAEA) بنسټ د نيويارک په ښار کې د ملګرو ملتو دپرېکړې په پايله کې کېښودل شو. دنوموړي سازمان پلازمېنه بيا وروسته د اطريش هېواد او د ويانا په ښار کې وټاکل شو. دنوموړي سازمان د غړو هېوادو شمېر نن ورځ (١٣٤) ته رسېږي او افغانستان يو له هغو لومړنيو درويښتو (٢٣) هېوادونو څخه ښمېرل کېږي چې په ١٩٥٧ م کال کې د نوموړي سازمان اصلي غړيتوب تر لاسه کړ. د افغانستان داتوم انرژي (AAEC) بنسټ دخداې بښلي ارواښاد پوهاند ډاکتر عبدالغفار کاکړدنه ستړې کېدونکو هلې ځلې په پايله کې کېښودل شو. نوموړی علمي شخصيت د هغه د ياد شوي ملي خدمت په بدل کې د پيل نه دافغانستان داتوم انرژی د مسئول مشر په توګه وټاکل شو چې دغه دنده يې په ډير برياليتوب سره او تر ډېرو کالونو پورې په غاړه درلوده. دافغانستان داتوم انرژي سازمان دځينو ګاونډيوهېوادو په برخلاف په نړی کې دسولې دټينګېدواو ديوه وفادار غړي په توګه د ملګرو ملتو ټول نړېوال تړنونه لاس ليک کړه. د بېلګي په ډول:

(Nuclear Non Prolieferation Treaty = NPT)

(Comprhensive Test Ban Treaty = CTB)

دنړېوال اتوم انرژي سازمان پخپله هم يو په زړه پوری او ددرس نه ډک سرليک لري چې دنړيوالې دويمې جګړې سره تړاو لري.

په ١٩٤٥ ع کال کې داګست مياشتې په شپږمه نېټه ددويمې نړيوالې جګړې په پاې کې امريکايي واکمنودنړی په پېښليک کې لوموړی اتوم بم چې دکود نوم يې کوچنی هلک وه (Little Boy) دجاپان په ښارهيروشيما باندې واچول شو. دموموړي اتوم بم دچاودنې ثمره یا نې د چاودنې انرژي يې لږ څه دیارلس زره ټنه ټي ان ټي او دچاودنې بډاې شوي رادیو اکتیوموادیې یورانیم دوه سوه پېنځه دیرش (Uanium-235) او دهستوي وسلې تخنیکي جوړښت يې دتوپک په ډول(Gun type) اوږد او استوانه يې شکل درلود. ټي ان ټي TNT يو ډول کيمیاوي چاودیدونکی مرکب دی چې دهستوي انرژي د واحد په ډول ورڅخه کاراخیستل کیږي یانې د چاودیدونکو موادوقوه اټکل کوي. دبیلګي په ډول دیو کیلوګرام ډبرو سکرو دتودوخي انرژي د لږ څه اته کیلوګرامو ټي ان ټي TNT کیمیاوي انرژي سره سمون خوري.

په ١٩٤٥ م کال داګست میاشتې په نهمه نيټه دجاپان په یوه بل ښارناګازاکی باندې دپلونیم(Plutonium -239) کروي شکله یانې غونډاري په ښان غونډ منډ دویم اتوم بم واچول شو چې دکود نمبرنوم یې مزی هلک (Fat Man) او دچاودنې ثمره يې لږ څه شل زره ټنه ټي ان ټي TNT چاودیدونکو موادوقوه لرله.

داتوم بم دچاودنې په کړنلاره کې ازاده شوې انژي په دریو برخوویشل کیږي.

دلومړي اتوم بم په چاودنه کې دجاپان یوسلوپېنځوس زره (150 000) او دويم اتوم بم په چاودنه کې دعام ولس اویا زره (70 000) بېګناه وګړو سمدلاسه خپل ژوند دلاسه ورکړ. همدارنګه په زرګونووګړي د وینې سرطان په ناروغی (Leukämia)اخته او د لسوکالوپه موده کې مړه شول.
دنړيوال دويمې جګړې څخه وروسته دګڼ شمير هیوادونوپه تیره بیا امریکا، روسیه، انګلستان او فرانسې تر منځ دهستوي ازموینواو هستوي وسلودجوړولونه پوخلا کیدونکې سیالي پیل شوه.دبیلګي په ډول داګست میاشتې په دوولسمه نيټه ١٩٥٣ م کال دروسیې هیواد دهستې فزیک پوهان د اندرې زاخاروف (Andrei Sacharov) ترلارښوونې لاندې دهایدروجن بم په جوړولوبريالي شول. په دې اړوند ځينې ليکنې په ډاګه کوي چې يو جرمنی فزيک پوه کلوز فوکس (Klaus Fox) چې دامریکا د اتوم پروګرام په پروژه (Mannhattan Project) کې يې کار کولود هایدروجن بم تکنالوژي په پټه سره روسې ساینس پوهانوانو ته د پیسو په بدل کې انتقال کړې ده. دنوموړي هایدروجن بم د چاودنې قوه د اتوم بم په پرتله سل ځله ډیره وه. د یادول وړ ده چې ادرې زاخاروف د یوه نامتو فزيک يوه په صفت پهافغانستان باندې دروسانويرغل په ملي او نړیواله کچه وغندلو.

څرنګه چې دامريکا واکمنودنړی په نورو هیوادوکې داتوم بم تکنالوژي دپرمختیا مخه نوره نه شوه بندولای او دهستوي انرژي ځانګړی قدرت او مونوپول یې دلاسه ورکړ نو په ١٩٥٣ م کال ددسمبر میاښت په اتمه نیټه دامریکا ريئس جمهورایزن هاور (Eisenhower) دملګرو ملتواوه څلویښتمې عمومي غونډې ته ترلاندني عنوان يوه نامتووينا وينا وکړه.

نوموړي ريئس جمهورد هستوي وسلو د بنديز په تړل وديوه نړيوال بې پلوه کنترول کوونکي اوڅارونکي سازمان وړانديز وکړ. دامريکا ريئس جمهوردخپلې وينا په ترځ کې په دویمه نړيواله جګړه کې دامريکا له خوا په جاپان باندې داتوم استعمال د ټول بشر اوچاپريال د تباه کولوخطرناکوپایلې ته ګوته ونيوله اوپه ډاګه يې کړه چې په هستوي جګړه کې به هيڅ هیوادبريالی نه شي چې دجګړې ډګروګټي نو له دې کبله ضرورده چې دملګروهیوادوغړي هیوادونه په ګډه سره يو نړيوال سازمان جوړکړي. دیوه داسې بې پلوه سازمان نوم بیا وروسته دنړيوال اتوم انرژي سازمان (International Atomic Energy Agency =IAEA) وټاکل شو. د نوموړي سازمان دګڼ شمیرنورودندوبرسیره ځينې په لاندې ډول دي.

نن ورځ داتوم انرژي څخه دژوندانه په بیلوبيلو برخو لکه درمل پوهنه، زراعت، دڅيړنوپه علمي او تخنيکي څانګواو په تیره بیا په اتومي بټیو کې د بريښنا دتوليد په موخه کار اخیستل کيږي. دبيلګي په ډول دنړی بريښنا لږ څه دیرش په سل کې داتوم بټيو څخه لاس ته راځي.
په ١٩٦٥ م کال کې دافغانستان نامتواوعلمي شخصيتونوهر يو خدای بښلی پوهاند عبدالغفا رکاکړ اوخدای بښلی پوهاند عبدالقيوم وردګ دنه ستړې کیدونکو هلوزلو په پایله کې چې دافغان ولس له خوادستاينې اوافتخاروړدي ، دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه دکوبالټ تیراپي دستګاه (Cobalt-60 unit) تر لاسه کړه ترڅودسرطان ناروغی د درمل په موخه د عالي آباد په روغتون کې ورڅخه ګټه واخیستل شي. نوموړی کمزورې کوبالټ شپيته راديو اکتیوسرچينه( Source) چې داګست میاشت ١٩٩٩ م کال کې يې دانرژي ډوزقدرت په شپيته سانتي متره واټن ، په سل سانتي متره مربع سطحه لو يوه دقیقه کې لږ څه پـېنځه سانتي ګری (5 cGy/min) اټکل شوی دی دناروغانو ددرمل په موخه ورڅخه کارنه شي اخیستل کيدای. داځکه چې نوموړې دستګاه د ننی ورځې نړيال ستانډارډ ي معیارونه په هيڅ ډول نه شي پوره کولای.
کله چې په ١٩٧٩م کال کې روسانودافغانستان په خاوره يرغل وکړ نود اتوم انرژي لپاره ټولې تخنیکي نړيوالې مرستې بندې شوی. خو دکابل پوهنتون دفزیک دیپارتمنت داستادانو په نوښت سره بیا هم دملګرو ملتواو دنړيوال اتوم انرژي سازمان څخه لاندنی پروژي تر لاسه او په کارواچول شوې.
 ١- دلمر انرژي پروژه ٢- دهستوي الکترونيک لابراتوار ٣- داکس وړانګو (X-Ray) په واسطه د معدني ډبروت تجزيه او تحليل
 په ١٩٨٦ م کال کې دچرنوبيل هستوي پيښی له کبله ددې اړتیا ولیدل شوه چې په راديو اکتیوموادوباندی دچاپريال ککړتیا د ګاما شپېکترومترې دستګاه (Gamma Spectrometry) په مرسته سره په ټول افغانستان کې اندازه شي. نوموړې اله د نړيوال اتوم انرژي څخه وغوښتل شوه.




#Article 176: لغمان ولايت (5222 words)


 		

لغمان دافغانسان د (۳۴) ولایتونو څخه د هېواد په ختېځ کې پروت ولایت دی، سهېل لورته ېې بدخشان، وېل خوا ته ېې ننگرهار او کابل، ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې د کاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جگوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنگ اوالېنگارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نگاراهار اوبله څانگه ېې دگمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وگړي  استوگن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینگار،الیشنگ،ننگراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ     ددولت شاه اومنډول په نومونولري په اوسنۍ تشکيل کۍ ننگراج دنورستان اړوندشوی اوڅلور ولسولۍ لري:چې دقرغه یي،الينگار،اليشنگ، او دولت شاه په نومونودي، دلغمان ولایت ټول کلي تقریباً (۶۴۰) دي. یومهال دالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنگ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده. مرکزېې کالام(مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه:

مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې قینوش د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم  ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک  ع  پلار« متوشلخ»،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروگړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینگارته راغلل،خلک ېې حق  دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینگار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنگه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي. اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او گرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نگړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس گونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې  مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي.

دالینگارپه شنه دره کې د الینگار ولسوالۍ کلي دالینگاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینگار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پرته د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلؤ‎ډکه یوه شتمنه دره د ه.

دغازي محمدخان دروېش په جنگنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینگار او الیشنگ  درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېگ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په (۱۴۰۰ق م)کال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي  قبایلولکه (پکتها- بهلان)اوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جگړو کې يي گډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رود(آبا سین) په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په (۲۰۰۰ق م)کال کې جگړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جگړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی. 

لس قبیلې دوه گرويه وې چې لومړی گروپ ېې هندي آریایان، دي بهاراته دقبیلې مخالفین‌ؤد پنگه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم گروپ يي د پنکه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې:

د الینگار او الیشنگ اوسېدونکي اود پخواني کافرستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېگ ویدا په همدې قول په سنه (۱۴۰۰ق م) نه لا اگاهو(مخکې)په همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو.
بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک.

د سیند شاوخوا،ښېوې،شگې اود کابل د شېوه کي خلک.

کله چې ‍‍« ویسومیترا» د « دیوراسا» پاچا منشي له خپلې دندې څخه گوښه کړای شواوپه ځای يي « واسثتا» مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي «سوداس»سره ېې سخته جگړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود « دیوراسا» پاچا وزیر ؤ.

ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانگړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه گرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود. دسوداس اوویشومترا جگړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملگرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینگاراوالیشنگ په درو گې دهندوکش په لمنوکې هستوگنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوگر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینگاراو الیشنگ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوگنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او  په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنگونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي. 

په صفت نامه کې (پانداد،هشروی،لا ماندي) ددي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي.دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه (۹۹۰)هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنگ ېې بری وموند د الیشنگ په دره کې دې: اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل  سلطان محمود غزنوي د (۴۰۰هـ ق)کال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورگورگاني په(۷۰۰)هـ کال کې وهلې  وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي. 

کله چې امیر عبدالرحمان خان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل، اولوگرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ‌ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې  لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤبه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د « پاشیا» په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلدؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،گوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه گرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې  « لمپاکا» یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني « هیوانتزانک » په«۰ ۶۳ »ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا (لغمان)،ناگارا(ننگرهار) اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ.
لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام گان،پاشیا، لان پو،دهگان،دیگان،لمگان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا.

،چې په هغه کې دالیشنگ اوالینگاررود ونه یو ځای کیږي یانې مهترلام (٭).
د لسوقبیلوڅخه یوه هم د بهالانا یا بهلان اوپکتها وې چې د لغمان دمرکزخلک ددغوقبیلو څخه دي او لکه، الینایان لرغونتیا لري کوم وخت چې « فردیناند» ډ نمارکي انسان پیژندونکی افغا نستا ن ته دکوچي قومونود اشنایی له پاره راغلی وودلته ېې دقومي جوړښت له کبله درې قومونه:پښتانه،تاجک،اوپشه یان ښودلي
خودلته تردې زیاتوقومونوژوند کړیدی ددوی لومړني ژبه داردي وه د داردي ژبې په هکله څوډوله څرگندونې شته دي.

اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کو ي لکه پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا ن گړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونوقومونه لري.

د2009 کال دشمیرنی له محی یی نفوس( ۴۰۳٫۵۰۰) تنه بلل شوی دی ،لغمان اوږد تاريخ لري. دپخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم لمپاكا دى او د گندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تگ او راتگ كېده  هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو نيكايه يا مينسه په نوم ياديده. د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تگاو له لارې لمپاكا يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د مندوړ او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د نيكا په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرا ل پرويكاس او هغستيون په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په اندس يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول.د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلگه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د شله ټك د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترگو شول ددغو ډبرليكونو لهارامي ليكدود نه دا ډاگيزه كيږي چې د اشوكا د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په گوته كوي. دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د لمكان جټي1 …   Lemekan.Jati نوم گورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده گ اشوكا  (د بندو سارا زوى او د چندراگوپتا لمسى) د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه وخت مشهور شول چې لرغونپوه پوهاندمارگستن Margestunد لويديزې نړۍ كارپوهانو ته وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كېپركلند Perclaned  اوالتهم  Altham هم په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ. په 1949 زيږدي كال د پوهاندهنيگ په زيار او نوښت د اشوكا پهارامي ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وگرزېده څرنگه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را گرزېده له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننگرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي مشهور څېړونكي او تاريخپوه بيلو وايي په هغه مهال به هندوانو گندهارا ته د شمال جنت وايه خو د بده مرغه چې د چنگېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانگړى ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل د گندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه  د بېلگې په توگه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ ،‎ؤ نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه گندهارا د شمال جنت وگانه.دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر گوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنگ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان (بلورستان) ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنگ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي  گوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوگړنگونو كې جگړه ونشوه كولاى او هره گړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وگڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې گڼلاى شو دارنگه د لغمان په اليشنگ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترگو شوى و چې پخپله امير هم دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25نېټه (1917 م ) چې د وري له پنځمې (1296)ش) سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شوكومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې گورو ښايي چې5000  كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري  څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنگانو په شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترگو شوي دي.د تېرې خبرې په ټينگار نه يوازى د گوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په گونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې  نيكا Naica نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د نيسا Naisa په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينگار او اليشنگ دواړه سيندونه يوځاى كيږي.. موسيو فوشه په دې اند دى چې د نيسه ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينگار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم ديو نيسه Diwnaisah وو چې په تاريخ كې ديونيزوس Diwnaisyus هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينگار او اليشنگ يادونه ډېره شوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا(الينگار او اليشنگ)، بهالانه (د بولان د درې خلك)، شيوا (د سيند غاړې خلك)، پورو (د گندهارا شاوخوا خلك)، انو پكتيه (دپښتنو ټبر) او نور و. ولې ځنې د بلورستان خلك هم الينا بولي. يونانيانو ځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د پرومته Promatah زندان يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى. ولې پخوا تر دې چې (د بېلگې په توگه د يونيزوس) يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د مهشوارا Mahshwara په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې باله. نو ويلاى شو چې ديونيزوس د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه  مهشوارا د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترگو شوي دي. ما د بريتانيا په موزيم كې يو لوښى وليد چې د دوه اتلانو څېرې په كې انځور شوي دي چې ځنې يې د Herculesهركول او ديونيزوس بولي او ځنې يې بيا د اريايې او يوناني ديونيزوس گڼي چې دا لوښى د افغانستان له بدخشان څخه تر لاسه شوى دى. هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا بكوBacuse چې د شرابو رب النوع وو له نوموړي سره وليدل او غوښتنه يې ترې وكړه چې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي  سكندر بيا دبكوس غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې د سكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بله ډله د خيبر له لارې روانه شوه. دا دواړه ډلې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا امبي»ته يې ځواب ولېږه هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرگ كړ.ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنگ، پنجشير، نجراو، تگاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلگې په توگه يادولاى شو سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وگاڼه او دايې قفقازد هندي قفقاز په صفت كوكاكوس انديكوس  وباله چې دهندوكش اوسنې نوم همانديكس نه مينځته راغلى دى د هيوان څنگ له څېړنو نه ډاگيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باگرام نه نيولې تر لغمان او ننگرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د گواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى وايي : زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننگرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په گډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم نگاراهاراى (ننگرهار) ته ورسيدم. (وگورۍ دكابل د مجلې دريم كال 5 گڼه 86 مخ ) كله چې د تگين كورنۍ الپتگين غزني ونيو اودلويكانو كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او گردېز پاچالويك د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبگتگين له لاسه يې ماته وخوړه. سبگتگين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جگړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنگه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې دجيپال له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې  په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملگري شول. هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو پهحدود العالم كې داسې راغلى دى: دا هغه سيمه وه چې د لمغان د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد ؤ، د سوداگرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداگر په دغه ښار كې مېشت او استوگن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي. دكابل مجلې 5 كال 6گڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننگرهار لوى ښار پروت دى. (هماغه گڼه 79 مخ) دارنگه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداگر هلته اوسېدل (حدودالعالم 46 مخ)د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي.  يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14 نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې 12 پشه يي (شاړي) همدارنگه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، گوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينگار، اليشنگ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي.دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنگه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينگار، اليشنگ، نورستان(هغه وخت دلغمان اړوندؤ)  او د لغمان په نورو سېمو كې استوگن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي ( گار- شنگ ) د الينا لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنگه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنگ هم د اگست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځاي ته رسېدلى دى. ده ته ډاگيزه شوه چې دلته د لسوتيگو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يېلان پو (چې په سنسگرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې دلمك تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چېمهترلام نوم دى اولمك (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى.(د لمک پورته هم پوره ذکرشوی) (٭)اوس هم په لغمان کې گڼ شمېرقومونه دورورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کوي لکه: پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،گوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا نگړي رسمونه او فرهنگ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانگې اولهجې لري هرقوم په لس گونو لوی او واړه نورقومونه (خیلونه) لري .پخوا او اوس مهال لغمان په سیاسي، د یني اوفرهنگي ډگر کې هم دگڼلو وړ لاسته راوړنې لرلی

پخوا او اوسمهال لغمان په سیاسي، دیني او فرهنگي ډگر کې هم د گڼلو وړ لاسته راوړنې لرلې؛ د پېنځو ستورو څخه یو استاد گل پاچا الفت د لغمان په آسمان کې ځلېدلی دی. پخواني او اوسني نور شاعران یې سعید افغا ني، حبیب الرحمن مهدي، میرمن سایره، غلام حسن خان ساپی، صديق کاوون توفاني، ډاکتر محمد شفيق همدم، مرحوم اسحاق ننگيال، سمیع الله خالد سهاک، شهسوار سنگروال، عزيز الرحمن الفت، عزيز تحريک، سمیع الدین افغاني، بارق شفیعي، نور محمد غمجن، محمد هاشم نيازي سنگر، عاشق الله فریاد، ناهید، ملكى خزان، اسماعیل اړم، شاه محمد بینا، عبدالرشید مخلص، ډاکتر متولي همدرد، حفیظ اله همت، آرش ننگیال، محمد شعیب حیدری، مصباح اله مسلم، فریدون خوځون، فريدالله نوري، متین تیرگړیوال، روشان غفورزی، عمر خان وفا، محمد نعمان دوست، صفی الله باران، شریفه هاشمي اسدالله مسکین، محمد اسماعيل يون او نور دي. 

به ولسي شاعرانو کې ملا عبدالحنان، محمد نور، شیخ احمد خان، حیا خان الینگاری، پټاڼ، مستري حبیب الله  حبیب، محمـد عالم حیران، غلام سخي اتمر، نصراله ناصر، عسکر چالاک، مختار، بسم اله گل کاریوال، عارف گاډیوان، غمخور، انجینر محمد عالم قرار، عبدالواحد غمخوار، نضراب خان، فیروز کندوزی،اختر محمد کوچی، ملنگ باغبان، ملک شیر علي، تواب ترابي، عبدالغـفور خان، رحیم الحق ورنټاوال، اسرارالحق بینجو نواز، محمد الیاس، غلام نبي دردمند، گل آقا رښتینوال، ولي محمد ترابي، ایمل، احمد ظاهر، مختارالحق، ملا محمداجان، بسم اله چلمټیوال، ښایسته گل، گل محمد موټروان، شیرآغا ارماني او نور چې د ځینو شعرونه د سندرو په کسیټونو کې هم خوندي دي  چې په لاندې شپږو کتابونو کې نه دي راغلي). 

د سیاسي او دیني عالمانو شمېر یې هم د چا خبره تر شمار وتلی دی. د څېړنې او نثر په برخه کې سر محقق زلمی هېوادمل، ډاکتر محمد ظاهر، عبیداله محک، ډاکټر محمد حسن کاکړ، میر محمد قاسم لغمانی، عبداله خان افغاني نویس، پوهاند محمد اسماعیل یون، عزیز تحریک، کاوون کاکړ، انجبنر مطیع الله مطیع خروټی، پوهندوی سید حسام مل، محمد نادر نادري، نگارگر، خدایداد بشرمل، محمد حنیف اتمر، عبدالهادی قریشي، محمد آصف تایب، عارفه عمر لور، سميع الدين افغاني، متین یوسف زی، عبدالخالق حسيني، غازي الدین گوهري، عبدالمعید هاشمي، میرویس جلیل، نور محمد حیدري، ډاکټر کبیر رنجبر، محمداله الکوزی، مستعني نیازی، ژیفنون صافی، نورالحق شمس، مبارز ساپی، بریشنا تحریک، اکمل ساپی، ضياالرحمن ضيا، امين الدين اميني، عزيزالرحمن ذکي، سمسور خان ظفرزی اهتمام، محب الرحمن تصور، اجمـل ، قاری فضل الدین  سراجی، قادر هوتا، اسداله دانش ساپی، نظرگل خاشع، امین اله سدید،ظاهرالینا،محمدطاهر کلمانی او نور یادولای شو . د تمثیل په بر خه کې دمرحوم منان ملگري ، ممنون مقصودي.سایره مقصودي.لايق اثر، داؤدمقصودی،زاهدخان زاهد، متین تیگړیو ا  ل او نيازالدین خنجر. په یاددونه بسنه کېږي.دکما ل اوکرامت د نه هیریدونکوڅیرو څخه ملا اضغر،رام کیشنگ ،بــاړو، مــجــنــون شاه،  طوطي شاه،مستان شاه،علي لپړَلنـگ،حضره دین اوعظم دین یادولای شو.د مو سیقۍ هنر بازار په لغمان کې تل تود ساتل شوی دی پخواني مشهور سندر غاړي:ملاگۍ،گلکۍ،گلو،قاسم جان، پایند ه محمد یاپاينده،محمداشرف قلندر،ملاشاگل،سلطان عزیزجوشي، مرحوم احمدظاهر، قاري قصـه خوان عبدالحلیم،محمدعالم حیران،غلام محمد، صبور بصیري،ولي گی، هفته گل،ماجیتي،خانگل،،جهان،حضرت علي،  نسیمه قشنگ...  ا و وتلي سازیان ، ټول پـېژنيء! 
اوس اوس پاینده محمد منگل ،شاه محمد مهمند،ملنگ باغبان،شیرغروال،صابربصیري شفيق مريد، استادطلامحمد،سیدآغاتوخی،سردار سعید،فیروزکندوزی چی دملی رادیواوتلویزیون نه یی دوریښموکاروان خپرونه کی دخپل اصلی ځای په هکله ویلی پلارمی دلغمان او مور می دننگرهاردی موږاول غوربند اوبیا فندوز ته نواقل شوی یوو،،روزدين منصوري،جمعه خان بنگي،ننگیالی غریب یار،عبدالقادرشاهيوال ،شاه محمد ډ‎‎یرانی،شاه محمدپیننا،غبدالواحد غمخوار اونورد موسیقۍ د پرا ختیا له پاره خدمت کوي همدارنگه ددې ولایت په لس گونو پشه یي شاعران د شعرونوله بیلگو سره په لاندې څلورو پشه یي تذکرو او کتابونوکې معرفي شوي دي: ۱- « پشه یي گې » محمد زمان کلمانی د ۱۳۷۶ کال چاپ، ۲- « مروالي » محمد حسن احمدي د۱۳۷۸ کا ل چا پ. ۳- « پشه یي گلینا » محمد زمان کلمانی د ۱۳۸۴ کال چاپ. ۴- « د پشه خلکو، محیط،ژبه او شاعرانومعرفي مرحوم نورمحمد غمجن تمیل په ۱۳۸۶ ل ل کال کې، دقلم ټولنې چا پ.
داوسني بهیر ۶۹ تنه شاعران دژوند لیک او شعرونوسره د « دنښترواو گور گرو څو سندرې» تذکرې کې عزت اله شمسزي راپیژندلي دي او۶۴ تنه یې د ژوند لیک او شعرونو سره د     « الفت لارویان»  کتاب  معرفي کړيدي. چې ځوان شاعران اولیکوالان لا نورهم شته دي. په لغمان کې گڼ شمیر فرهنگي ټولنې فعا لې دي لومړۍ پلاد « الینگار فرهنگي یون»به نوم ټولنه په ۱۳۷۷ کا ل کې جوړه شوې وه د ټول لغمان په کچه یې تر سلوزیا ت غړی لرل(۱۹). بیا نوری ټولنې جوړې شوې دي.چې تر ۱۴ زیا تې مجلې او نشریې خپروي چې ځینی پښتو  یې دادي: ۱- لغمان ۲- مهتر لام ۳- الینگار ۴-لمپا کا ۵- ښکار ۶- زرکمر ۷- سنگر ۸- لار ۹- کا وون ۱۰- روښان ۱۱- لوش(پشه یې اوپښتو ) او نورې...
په تېرو دوو کلو نو کې په لغما ن کې ۱۳ سرلیکه کتابونه چا پ شوي دي . هر کا ل پسرلنۍ دودیزه مشاعره د « مهترلام بابا » په نوم دمهتر لام بابا دمېلوپه وخت کې د هغه د زیارت په بڼ کې کېږي دادودیزه مشاعره د اطلا عا تو او کولتور وزارت د ۱۳۷۷ کا ل د رسمي مکتو ب به بنسټ رسمیت موندلی له ننگرهار،کونړ،کابل او پیښورڅخه ورته شاعران اود فرهنگ مینه وال راځي فرهنگي ټولنې هم خپلې مېا شتنۍ مشاعرې ، کره کتنې او غونډې کوي.




#Total Article count: 175
#Total Word count: 199620